د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دشگو کوټنۍ

Anonymous
11.11.2005

دشگو کوټنۍ
داستاني طرحه : محمدا کبر کر گر
ديره لکه اوږده تراړه ٫ لکه ديو ه ماشوم شليدلې تڼۍ داسې اوږده غزيدلې وه ٠ دديرې بر سر ته پخوانې زوړ جومات ولاړ و ٠ دجومات دروازه لا پخوا ماته شوې وه ٠ يوه تمبه ړۍ يې ددروازې مخې ته ولاړه وه ٠ دجومات دبام ناوه کښته راځوړنده بريښيده ٠ دناوې لاندې ديوال هم دجړۍ اوبارانونو په وسيله کنده شوى و ٠ دديرې بر سر په چنار ښکلى و٠ هغه ډير دنگ چنار و ٠ دومره چې چابه يي بر سر ته وکتل نو دچا خبره خولۍ به يې له سره لويده ٠ دچنار دنگې لښتې له اوچت غره له قد سره سيالې کوله ٠ چنار دديرې اودکلا دلويي اوعظمت نښه وه ٠ خو اوس يي ډډ چينجن شوى و ٠ غومبسو پکې ځاله کړې وه ٠

شيرينه اوالماس دواړه تنکې ماشومان وو ٠ داوو اتو کالو وو په شگو کې په لوبو اخته وو ٠ دديرې اوزاړه جومات چې خلک به ورته په پاټکو ورختل اولمونځ به يي پکې کاوه ٠ دهغه شاته يې دانځرو گڼې ونې ولاړې وې ٠ انځرو پاڼې کړې وې ٠ ښې گڼې پاڼې ېې کړي وې ٠ پاڼو يې ډير گڼ سيورې جوړ کړې وو ٠ دپاڼو تر منځ ډير ښه بوې تر سږمو کيده ٠ په خلکو کى دا باور و چې دانځرو ونې چې تازه پاڼې وکړې نو گل هم کوي اودغه گل هر چاته ځان نه ښايي ٠ بلکې يواځې د((برخې خاوندان اولوې کسان)) دغه گل په سترگو ليدلې شي ٠

خو شيرينه اوالماس په دې راز هم نه پوهيدل ٠ هغوۍ هسې ددې ونو سيوري او په شگو کې دخيالې لوبو کولو ته خوښ وو ٠

لويه وياله وچه پرته وه ٠ خو له ويالې لاندې شيله يا خوړ په شړک اوزور سره بهيده ٠ شگې په وياله کې ډيرۍ پرتې وې ٠ دويالې بند سيلاب وړې وو ٠ خو دماشومانو لوبې څه وي ؟ پړندې شگې به ېې ډيرۍ کړي ٠ دواړه پښې به يي پکې ننويستې بيا به يي شگې په لاسونو ښې ډېرې وټپولې ٠ اوچې ډاډه به شول چى اوس کلکې شويدي نوورورو به يي ترې پښې راوويستلې ٠ اوپه خوشالۍ به يي چيغې کړې دادي زما کوټه ودريده ٠ څومريه ټينگه ده ٠ دانه ورانيږي ٠ داکلکه کوټه ده ٠ اوشيرينې به هم ورته وويل :

نوچې داسې ده چي اوبه هم راشې ورانه به نه شې ؟

اوبه نه راځي ٠ اوبه دلته څه کوې ؟ ليونۍ يي ته ليونۍ يي ؟

اوھغي به ورته بالمقابل وويل : ته هم ليونۍ يي ٠ ته هسې اوتي بوتي وايي ٠

اوبيا به هغې هم په خپلو پښو شگې واچولې ښې به يي وټپولې اوچې ډاډه به شو نو ورو ورو به يي پښي راوويستې ٠ دپښو په راويستو به يي يو دم چيغې کړې ٠ واه زما کوټه هم ودريده ٠ څومره ټينگه ده ٠ دانه ورانيږي ٠ داکلکه دريږي ٠ دازما کور دى دا زما جونگړه ده ٠ اودا زما ٠٠٠٠

دشگو کوټنۍ دهغوۍ دخيالونو اوتصوراتو دونيا وه ٠ دا کار اودا دول لوصې دوې هر وخت تکرارولې ٠ هره ورځ به دوې لوبې کولي ٠ دوي به کوټې جوړولې٠ لکه دواقعي ژوندانه په تصوراتو به يي جوړولې٠

هو دوې ماشومان و ٠ په ماشومتوب کې دوى دپاخه اوتير عمر له پاره تصورات درلودل ٫ عبث تصورات ٠ دابديت تصورات ٠چې هيڅکله ځاى نه نيسي ٠

دپشه کال په گرمۍ کي توده برو راوالوته ٠ شيرينه دلوبو پر مهال خوب يوړه دسوکړک چنډه يي له لاسه ولويده ٠ پښې يي هماغه شان په شگو کى پاتې شوي ٠ خو الماس داسمان له نادودو نا خبره وو ٠ هغه يوازي خپل حرص اودخپلو ماڼيو تلوسې پر مخه اخيستې و ٠ په بي بارانه اسمان کې په وچ اودکمو اوبو پر خوړ په درنگ سات کې زورور خړ سيلاب راووت ٠ اوتر هغه چې الماس سترگې اړولې اودمنډې له پاره يې ځان تياراوه دتصوراتو لپ ماڼيو سره اوبو لاندې کړل ٠ اوبيا يې مړي په چړونو کې هم ونه ميندل شول

٢٠٠٥ کال داپريل ٣ نيټه


Anonymous
11.11.2005

پکتياواله په فکر کی ډوب يي.
ولی غلی ناست يي؟
ددغی ليکوال پر ضد هم يو شی وليکه او محاکمه ور باندی جاری که!!
ياد گلب الدين دستور ته انتظار باسی؟
ستا يوپخوانی پارسیوان آشنا


Anonymous
11.11.2005

د ښاغلي کرګر ليکنې د ډېرې ستاينې وړ دي٠ دغه لنډه کيسه د ښه سمبوليزم ښکارندويي کي٠

نښتر



ع کريم حليمي
12.11.2005

يوې ورځې ووې په خنداکې 
...............................دا قانون مدام جاري دې په دنيا کې 
چې ضعيف د زورور خواکې وکيږي
......................................لکه ورکه چې سپوږمۍ شوه د لمر خواکې
الفت
دښتي مرغه چه غره ته ولاړسي نو مجبور کيږي چه د بوڼکو رنګ تغير کړي
او انسان ته چه شرائط تغير وکړي ٠ د حل لار به پيداکوي
که هوا پر سړه سوه ٠ نو تاوده او وين کالي به جوړه وي ٠ طبيعت کومک نه ورسره کوي ٠ يخني د خدای په روی نه ګرڅي ٠ خو د خره په ځل کرځي
خبره دغه ده ٠ که په ليکنه پوهېدلي يم ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more