نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملت ته د حساب ورکونې اونۍ اعلان شوه
Anonymous
10.11.2005
ته دي سپينسترګي ته ګوره !
ملت ته به څه حساب ورکړي :
اجڼټي، قاچاقبري، رشوت خوري، مردګاوي، بيناموسي،بيکفايتي، دروغګوئي
وژنه،جيبونه ډکول٠٠٠٠
ملت ته د حساب ورکونې اونۍ اعلان شوه .
چاپي بڼه
د افغان ولس مشر حامد کرزى د حکم له مخې دروان کال د لړم د ٢٨ نيټې څخه د ليندۍ تر ٣ نيټې پورې مهال ، ملت ته د حساب ورکونې اونۍ اعلان شوه . د حکم له مخې د حکومت ټولو اجرايوي ادارو ،وزارتونو او مستقل رياستونو وزيران او مسولين مکلف بلل شوي دى چې د اعلان شوى مهال ويش له مخې د يو کال لاس ته راوړنو او موجوده برنامو بشپړ رپوټ داخلى او بهرنيو خبرى رسنيو ته د خپريدو لپاره تيار او خپاره کړى . ددغو يو کلن کارى رپوټ کاپى د بايد د چارو ادارې او دوزيرانو شورا دارالانشا ته هم واستوى .
Re: ملت ته د حساب ورکونې اونۍ اعلان شوه
Anonymous
10.11.2005
[quote:b32e11e61c="Anonymous"]ته دي سپينسترګي ته ګوره !
ملت ته به څه حساب ورکړي :
اجڼټي، قاچاقبري، رشوت خوري، مردګاوي، بيناموسي،بيکفايتي، دروغګوئي
وژنه،جيبونه ډکول٠٠٠٠
.[/quote:b32e11e61c]
جاردی شم نازولی!!
په رشتيا چه دنر بچی يي.
پتنگ خو نه به نه يي؟
Anonymous
11.11.2005
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها :lol:
Anonymous
11.11.2005
احتساب دي احتساب دي احتساب دي
خو رښتيا پکې څه نشته ټول کذاب دي
د کرزي د چالاکيو سلسلې دي
کله دا کله هغه تشې بهانې دي
د کرزي حصه په هر څه کې معلومه
د کرزي نه به څوک غلا يوسي په کومه
که رښتيا داحتساب خبرې کيږي
نو بيا ولې د پردو و شاته کيږي
نښتر
Anonymous
11.11.2005
حساب که احتساب دې
رښتيا اوکه کذاب دې
اوس شکردې پوهيړی ټول عالم پدې خبره
قربان د شم نښتره
Anonymous
12.11.2005
يوه ميلمه ليکلي دی:
[color=red:23cd1cd3d1]ته دي سپينسترګي ته ګوره !
ملت ته به څه حساب ورکړي :
اجڼټي، قاچاقبري، رشوت خوري، مردګاوي، بيناموسي،بيکفايتي، دروغګوئي
وژنه،جيبونه ډکول٠٠٠٠ [/color:23cd1cd3d1]
ولې به ملت ته حساب ورنکړی؟
ټولو ته معلومه ده چی نړيوالو د افغانستان د بيارغاونې او جوړولو وعده کړې وه!
اوسنۍ کابينه به اوس ملت ته ووايی چې نړيوالو د افغانستان په جوړولو کې کومې مرستې کړی دی؟
دا به ووايی چې افغانستان څنګه قوی کابينه او ولسمشر لری چې دا اته ميليارده ډالر چې په تيرو څلورو کالو کې افغانستان ته د نړيوالو په حساب مرسته ورکړل شوې ده، د افغانستان حکومت له دينه څه او څنګه ګټه اخيستې ده او آيا رښتيا ئې حساب ورته معلوم دئ او که هسې دوی پخپلو چړچو کې غرق دی، نه په حساب خبر دی او نه په کتاب او په اصطلاح نوم ئې د حکومت او وزيرانو دئ خو عمل او اختيار ئې د کوچنۍ انجی او NGO سره هم نه دئ برابر!
اته ميليارده ډالره !!!!!!! دا هسې په خوله ياديږی، په دې ټول افغانستان څو وارې آباديږې!!!! که مشران ئې مبتکر، زړه سواند او کاردان وی.
د حساب په هغه هفته کې به غوږ ورته نيسو چې دوی پخپله دځان له پاره ټاکلې ده !!!!!
زه په دې هيله يم چې په کابل کې نه يوازې دآغاخان هوټل بلکې ټول کابل په نړيوال سټندرد جوړ وی!!!
حاجی مسيح
Anonymous
12.11.2005
حاجي مسيح دا پتنګ ليکلې وه ..
وروره دا لودګان ولا که دهيڅ شي استعداد ولري که خارجي مشاور ئي له ځنګه لري
شي نو خپله زده کړې انګليسي يې هم هيريږي ٠
خپل جيبونه به ډک کړې او خارج ته به کش ورکړي
د بينا مو سانو دورکيدوپه پتنګ
Anonymous
15.11.2005
ياره پتنګه سلامونه مې ومنه!
ته ځنې ښې ليکنې لرې، خو په داسې الفاظو يې وايې لکه ډبرې (تيږې) چې يو له بله سره جنګوې. داسې ښکاری چې که د ځينو ليکنو ليکوال درته نږدې وی، نو حمله به ورباندې وکړې.
که زما منې ځينې الفاظو ته دې مترادف لغتونه ولټوه چې لږ نرم وی او د لوستونکو له پاره د تحمل وړ وی.
برياليتوب د غواړم!
حاجی مسيح
Anonymous
24.11.2005
ګرانوپاکووطنوالو دالاندې راپور ماراکاپي کړ چه دافغانستان د کابېنې وزيران خپل ځانونه څنګه سپينوي ٠ دکابل د سړکونو ګدايګر اوهوايي امبولانس ؟
له ډېرې غوسې خندا راځي ٠
انسان
د حساب اخيستنې په پنځمه ورځ هم د خبريالانو د پوښتنو په وړاندې د ولسمشر کرزي د کابينې څو تنو غړو د ځانونو د سپيناوي هڅه کوله .
داسې ښکاريدل چې د ځوانانو وزارت ، د شهيدانو او معلولانو وزارت ډيرې په زړه پورې لاسته راوړنې نه لري .
معلولانو او شهيدانو د چارو وزيرې صديقه بلخي خپله يوازنۍ ستونزه په ولايتونو کې د اړوندو ريسانو د بدلول رابدلول وبلل.
دې زياته کړه چې که وغواړي چې يو ريس له دندې گوښه کړي خلک يې په وړاندې مظاهرې کوي او له گوا ښونو سره مخامخ کيږي .
هغه معلولان چې کله نا کله د دغه وزارت په وړاندې پر لاريونو لاس پورې کوي ، د معلولانو او شهيدانو وزيرې دوى داسې کسان وبلل چې ډيرې پيسې لري او دده د کار په وړاندې ستونزې راولاړوي.
د ځوانانو د چارو وزيرې امنه افضلي وويل اړوند وزارت يې د ملي يو والي په برخه کې ډير کار کوي .
د دې خبرې لامل چې ولې دې وزارت ډير کار نه دى کړى ، زياته يې کړه چې ډيرې لږې مياشتې کيږي چې بوديجه او تشکيل يې منل شوى دى .
د حج او اوقافو وزير هم د خبريلانو له گڼو پوښتنو سره مخ شو . ده وويل د راتلونکي حج لپاره يې اړين تدابير نيولي دي . ټاکل شوې ده چې سږ کال ٢٥٠٠٠ افغان حاجيان سعودي عربستان ته د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره ولاړ شي.
دوى به د نورو کلونو په پرتله دولت ته يوازې د تگ راتگ پېسې ورکوي او نور لگښتونه به په خپله کوي .
تېر کال حاجيانو پر دغه وزارت ډيرې نيوکې لرلې .د کډوالو وزير ډاکټر اعظم دادفر د افغانستان په ٢٤ ولايتونو کې بيا راستنو شو کډوالو ته د سر پنا لپاره د زمکې د ويشنې خبره وکړه او ټينگار يې وکړ چې د ځانگړې مقررې له مخې پرته له کډوالو نور کسان نه شې کولى چې ددغو مځکو اسناد تر لاسه کړي . په ډيرو ولايتونو کې په دې وزارت نيوکې دادي چې دغه مځکې د بيا راستنو شويو پر ځاى نورو خلکو ته ويشل شوي دي .
د اداري اصلاحاتو د کميسيون مشر ډاکټر احمد مشاهد يا په دغه اداره کې د بډې اخېستنې په اړوند پوښتنو سره مخامخ شو .
خو دغه خبر يې رد کړه او وې ويل چې د مهارت ، تجربې او د مشر تابه د وړتيا د لرلو د معيار ونو پر بنسټ يې په دولتي پوستونو کې له ازموينو وروسته ريسان ټاکلي دي .
د عامې روغتيا وزير سيد محمد امين فاطمي وويل چې په هيواد کې يې د روغتيا بهير ته ډير پر مختگ ورکړى دى .
ده زياته کړه چې د افغانستان د لرې پرتو سيمو ته يې د روغتيايې مرستو د رسولو لپاره د هوايې امبولانس بندوبست کړى دى .
دا به ٢ چورلکې وي چې يوه به يې ناروغان راليږدوي بله به يې اړين دارو درمل رسوي