نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا پکتياوال ولې عسکری نه کوي ؟
Anonymous
10.11.2005
دا پکتياوالان ولی عسکری نه کوی؟
پكتياوالان ولي عسكري نه كوي
Anonymous
08.12.2005
دا يې يوه ستره سهوه وه چې پكتياوالو عسكري نه كوله. او دا د هغه وخت د حكمتونو لوى خيانت و چې د پكتياوالو سره يې كړى دى.
تاسو سوچ وكړئ په پكيتاوالو كې همغه څوك يوڅه مدني او مترقي دى چې عسكري يې كړې او په كابل كې يې ژوند كړى.
زما موخه دا نه ده چې په پكتياكې څوك اوسېږي متمدن نه دي خو دهغه پكتياوال چې تحصيل يې كړى او عسكري يې كړې او د هغه چې دپكتيادګورو او ګڼو ځنګلونو ونې يې چپه كړي ډېر توپير دى.
د هغه وخت حكومت په همدې ناوړه امتياز د پكتيابېلابېل قومونه له تحصيله بې برخې كړي وو.
اوس د دې وخت دى چې ټول پښتانه په حكومت كې برخه واخلي او ځان په حكومتي چارو كې شريك كړي.
دغه كوم ميلمه چې د اربكي خبره كړې ډېره بده خبره ده.
ځينې خلك اوس هم غواړي چې دپكتياپښتانه ځوانان د ټوپك سره ژوند وكړي او د همدې قومي اربكيو وړانديزونه كوي.
پكتياوال بايد نور له اربكيو مربكيو تېر شي يوازې پكيتا د افغانستان سرحدي سيمه نه ده چې په اربكيو يې وساتي.
كه د هيواد نورې پولې دولتي اردو او عسكر ساتي نو پكتياوال ولې له دې امتيازه بې برخې شي چې بې پيسو پولې وساتي. پولې ساتل د دولت كار دى اودولت اردو لري.
اربكى ځوانان له ښوونې او روزنې، له تعليم او تحصيله بې برخې كوي او د ټوپك په نيشه معتادېږي چې هيڅوك بايد زمونږ پكتياوال وروڼه دې كار ته ونه هڅوي.
پكيتاوال بايد نرښځې تذكرې واخلي چې د هيواد له ډېرو امتيازاتو برخمن شي.
مننه
ستاسو لاروى
Anonymous
09.12.2005
لاروی زنده باد...گل خبره دي وکړه
سمسور خوابدي ته
Anonymous
14.12.2005
سمسور خوابدى صيب سلامونه !
له نامه خو دې ما دا مطلب واخيست چې ته اصلاً له سمسورتيا نه خوابدى يې او د هغو تبر والاوو له ډلې ښكارې چې د پكتيا تاندې او ښايسته غرنۍ ونې يې خوابدې كړې او د پكتياشنه او سمسور غرونه يې په سپيرو غونډيو بدل كړل.
زما له اند لكه چې تاسو تمدن نه پېژنۍ ، او يوازې بې بندوبارۍ ته تمدن وايئ.
تمدن يوه بېله موضوع ده چې دلته به زما اوستا په دې بحث كې د هغې خلاصه كول او ستاپوهول يو څه ګران وي خو ز ه وروره نن سبا د دې وخت نه دى چې ته ووايې دپكتيا خلك سپېڅلي دي .
زه نه پوهېږم چې تاسو سپيڅلى چاته وايئ ؟
دلته خو خبره د عسكرۍ وه آيا ستاپه ګومان هغه څوك سپېڅلى دى چې عسكري نه كوي ؟
آيا هغه څوك سپېڅلى دې چې د دوه كاله هيوادني خدمت پر ځاى يې خپل اولادونه د هيواد له ټولو ښېګنو او خوندونو بې برخې كړي دي؟
آيا هغه څوك سپيڅلى دى چې په خپل ځوان بچى له دولتي امتيازاتو، تربيې اوتعليم څخه محروم كړي اوټوپك وركړي چې ته اربكى يې؟
آيا هغه څوك سپېڅلى دى چې زوى ته يوازې ډريوري او يا د غره دونو وهل وښيي.
خوابدى وروره هيله ده چې له مانه خوابدى نه شې خو كه لږ سوچ وكړې نو يويشتمه پېړۍ ده ، د ساينس، تخنيك ، پر مختګ او كمپيوټر زمانه د ه . په يوازې سپېڅلتوب هيڅ نه كېږي نن سبا سپېڅلى هغه څوك دى چې په هيواد كې له نورو هيوادوالو او نړۍ كې له نړيوالو سره ځان سم كړي .
بله خبره دا ده چې تاسو ليكلي دي چې پكتياوالو د هيواد په دفاع او ننګه كې له بل هر افغان نه زياته ونډه اخيستې ده . نو زه هم كه خپله شجره لږه پسې وغځوم كيدى شي پكتياوال شم خو ته راته ووايه چې په كومه جګړه كې نور هيوادوال كرار ناست وو او يوازې پكتياوالو جګړه كوله.
چې ته وايې تر بل هر افغان يې زياته ونډه اخيستې ده؟
ورورجانه بيا هم درته وايم چې بايد په تاريخ كې ونه اوسې خلكو ته وګورې او له سيالانو سره ځان سيال كړې؟
كابل د ټول افغانستان پلازمېنه ده نو ته راشه كابل پوهنتون كې محصلين وشمېره چې د غزني دجاغوريو هزاره ګان ډېر دي او كه ستا شمله ور پكتياوال؟
يوازې په پوهنتونونو كې نه بلكې په وزارتونو، رياستونو، ملي اردو، ملي پوليسو او ټولو رسمي او غيررسمي ادارو كې يې وشمېره .
اوس ډبي ته ټك وركړه ، دژبې لاندې شنه نسوار واچوه او وايه چې پكتياوال له هر چانه ډېر جګړه مار دي!!!!
كه غوسه مې كړي وي بښنه غواړم ځكه چې زه خو لومړى په داسې بحثونو كې هيڅ ګډون نه كوم چې سيمه ايز وي خو دا د يوستر شمېر پښتنو بې ځايه هڅونه وه چې بيا اربكي جوړ كړي او بچيانو ته د قلم پر ځاى ټوپك وركړي او د ښوونځي پر ځاى يې سرحدونو ته ولېږي.
په مينه
لاروى
لاروي ته !
Anonymous
14.12.2005
لاروى[/quote]
لارویه وروره ښې هیلې !
وروره زه نه پوهیږم چې تادادونوخبره ولې دومره ټینګه نیولې ده ،ونې خوکنړیانوهمم ټولې ختمې کړې ،دشمال خلکوخولادپستې میوه لرونکوونوته هم اورورواچوه ،خوته دهغوی یادوونه نه کوې ،اصلاته دپکتیاوالانونه په کومه بله خبره داسې ژورخفه شوی یی چې ویلای نشې خوهغه دی چې دونوخبره دې ټینګه کړې ده .اوداچې ته لیکې :
[color=brown:8e18571ed7]له نامه خو دې ما دا مطلب واخيست چې ته اصلاً له سمسورتيا نه خوابدى يې او د هغو تبر والاوو له ډلې ښكارې چې د پكتيا تاندې او ښايسته غرنۍ ونې يې خوابدې كړې او د پكتياشنه او سمسور غرونه يې په سپيرو غونډيو بدل كړل.[/color:8e18571ed7] دومره به درته ولیکم چې لارویه وروره !
لمړۍ خوداچې زه دله بده مرغه دپکتیانه یم ،دویم داچې سل په سلوکې ډاډه یم چې تعلیم مې هم له تانه ډیرلوړدی اوتمدن مې هم له تانه ډیرلیدلی دی ،خوزه داغوندې نه یم چې ځان متمدن وښایم ،تاکه تعلیم اوتمدن پیژندلی نوهرګز به دې ورته خبرې نه کولې ،ته له کسانوڅخه يي چې دوه ورځې یی په کابل کې تیرې کړې وي ،بس فکرکوي چې ددنیا متمدن نودی شو،هغه متل دی چې وایی چونګښه په کوهي کې لویدلې وه ،اوویل یی چې سمندرمې ولیده .پکتیاوالان نن هم په علم اوپوهې کې ترنوروافغانانوکم ندي ،خوماته داسې ښکاري چې ته لکه چې دهغه ولایت اتل چې یوازې ارمونيي اوتبلې ږغوی اوفکرکوی چې دافغانستان متمدن اوهوښیارخلک بس همدوی دي .بله داچې وروره زه خوابدی دتاسوغوندی هوښیارانوڅخه یم ،چې دخپل ولس سپکاوی کوي،خیرته خوپښتون راته نه ښکارې ،خوکه خدای مه کړه پښتون هم وې نوڅومره دافسوس خبره ده چې ددې په ځای چې په مودبانه توګه دنورواشتباهاتوته ګوته ونیسې ،په ډیروسپکواوله ادب نه لیروکلماتوسره دیوه ولس بدوايي یاخوهم دتاپه اندورته نصیحت کوې اولارورښايي.دتاغوندې کسان چې وي نوڅنګه به سړی نه خوابدی کیږي؟؟
په بل ځای کې تاسوليکی:
[color=yellow:8e18571ed7]بله خبره دا ده چې تاسو ليكلي دي چې پكتياوالو د هيواد په دفاع او ننګه كې له بل هر افغان نه زياته ونډه اخيستې ده . نو زه هم كه خپله شجره لږه پسې وغځوم كيدى شي پكتياوال شم خو ته راته ووايه چې په كومه جګړه كې نور هيوادوال كرار ناست وو او يوازې پكتياوالو جګړه كوله.[/color:8e18571ed7]
چې ته وايې تر بل هر افغان يې زياته ونډه اخيستې ده؟
ته دې لږخپل تاریخ ته وګوره ! دانګریزانوسره په جګړه کې ترټولودمخه پکتیاوالان ؤ،دسقاودزوی نه افغانستان ته پکتیاوالانونجات ورکړآویوازینی ولایت چې روسانوپکې پښه کینه ښودله پکتیاؤ،نوروکه جګړه ورسره کوله نوپه پټه یی لاس هم ورسره درلوده .
داچې ته لیکې :
[color=brown:8e18571ed7]يوازې په پوهنتونونو كې نه بلكې په وزارتونو، رياستونو، ملي اردو، ملي پوليسو او ټولو رسمي او غيررسمي ادارو كې يې وشمېره . [/color:8e18571ed7]
په نوموړواداروکې دې نودننګرهار،کندهاراوبل کوم ولایت پښتانه چرته دي چې ته پکتیاوالان پکې لټوې ؟
اوپه پای کې ته لیکې :
اوس ډبي ته ټك وركړه ، دژبې لاندې شنه نسوار واچوه او وايه چې پكتياوال له هر چانه ډېر جګړه مار دي!!!!
[color=yellow:8e18571ed7]كه غوسه مې كړي وي بښنه غواړم ځكه چې زه خو لومړى په داسې بحثونو كې هيڅ ګډون نه كوم چې سيمه ايز وي خو دا د يوستر شمېر پښتنو بې ځايه هڅونه وه چې بيا اربكي جوړ كړي او بچيانو ته د قلم پر ځاى ټوپك وركړي او د ښوونځي پر ځاى يې سرحدونو ته ولېږي[/color:8e18571ed7]
ګرانه وروره ! لمړی خوداچې ماپخپل عمرنسوارندي کړي اوکه کړي مې وي داکومه دشرم خبره نده ،ځکه چې ترنوروډیروکارونوچې راته ښککاري تابه هرومروکړي وي ،ښه دی اونن ورځ خویی متمدن امریکایان هم اچوي چې دنړۍ ترټولوخلکوځانونه متمدن ګڼي اودتاغوندې کسان هم فکرکوي چې هغوی متمدن دي .اوداچې ته چې زه غوسه نه شم یادرنه خفه نه شم ،نووروره درته وبه وایم چې ولې درنه خفه شم ،بحث کوویی ،ته حق لرې چې ځانته خپل نظرولرې ولوکه هغه ناسم هم وي ،اوزه هم حق لرم چې ځانته نظرولرم ،که زمااوستانظرونه سره یووي ،داډیره دخوښۍ خبره ده ،خوکه سره یونه وي نوداهرګز دامانانه لري چې خدای مه کړه ،ته زمادښمن یی اویاخوزه دتادښمن یم .بلکه زه خوفکرکوم چې زموږهیوادهم ځکه وران ویجاړشوچې دیواوبل نظرته مودرناوی نه کاوه .
داچې تاسووایاست چې تاسوپه ورته بحثونوکې ګډون نه کوی ،زه دومره درته ویلای شم که ګډون ونه کړی دابه ښه کاروي ،خوکه بیاهم ونه شوه اوزړه موصبرنه شونوهڅه وکړی چې داشخاصوپه تیره بیا دوګړواوولسونه خوهیڅ وخت توهین او سپکاوی ونکړی .
اوس به زه درته ووایم چې خدای دې وکړي چې تاسو له مانه نه وی خفه شوي اوراته په قارشوې نه واست .
په درناوي .
Hello.
Anonymous
15.12.2005
سلامونه او نېکی هېلی !
پکتياوالو کښي پاچا ؤ ، وزېران ؤ، ډګروالان ؤ، افسران په پوليسو٠٠٠ کښی ؤ او انشاالله چي لږ څه برحال هم شته دي٠ پاتي شوه د تعليم او تربېه خبره ؛ دا خو په سطح د افغانستان کم زوری ده ٠
مهرباني وکړۍ هغه ولايت په ګوته کړۍ چي 100 % وګړي يي پوهه ولري?
لنډه په دي چي ؛
يا الله زمونږ پښتانه خويندی او ورونه سره په اتفاق او يووالي
ولري، او هر هغه څوک چي د پښتنو / پښتو ژبي ته ضرر رسوی ، اول هدايت او که ونه شوه نو بيا دی الله له دی نړۍ څخه واخلی ،، امين ثم امين،،.
تل د وي پښتانه ودان٠
د الله په امان٠
[/quote]
Anonymous
18.12.2005
سمسور خوابديه ته راته هغه ډول ښكارې چې سړى يې يو ځاى كې وهي او ډمبار يې بل ځاى خېژي.
زما په ليكنه كې نه د پكتياوالو توهين شته ، نه سپكاوى او نه ورته بد ويل .
او لكه څنګه چې ما ليكلي همغسې بيا هم وايم چې زما لږه اوږده شجره پكتيا ته رسېږي نو زړه مې هم پرې بدېږي.
دوى تل همدا ستاپه څېر خلكو تېرويستي دي او يوڅو د ګوتو په شمېر امتيازي منصبونه يې وركړي نور يې يوازې ډريورۍ او د غرونو كار ته اړم كړي دي.
ته زما ليكنه ولوله چې د پكتياوالو په ګټه ده او كه په تاوان.
جوته ده چې په دې هيوادكې ځينو خلكو يوازې د مړز،هلك او لوټمارۍ بل كار نه دى كړى، تل يې هيواد پلورلى او همدې پكتياوالو او نورو ګټلى دى خو زه وايم ترڅو به نور مزې كوي او پكتياوال به د هيواد وګړي وي او تذكرې به نه اخلي ،قبايلي ژوند به كوي؟ تاسو د نادر خان، د انګريزانو او نورو جګړو يادونه كړې ده نو ووايه چې انګريزان او نور چا راوستي وو؟
لعنت دې ورباندې وي.
دا خو ستابې عقلي ده چې له غوسې دې كار اخيستى او په مادې تهمت لګولى چې پكتياوال دې بد راځي.
زما كه پكتياوال بد راتلى نو ما به ستاغوندې قبايلي ژوند ته هڅولي واى. پكتياوال نن سبا له هر چا زيات علمي كادرونه لري او ميړانه يې هم تر هيچا كمه نه ده خو بايد د هيواد له نورو وګړو سره يې هيڅ توپير ونه شي . څنګه چې نورو ته حق وركول كېږي همدومره دې دوى ته هم وركړل شي. ته راته وښايه چې په اوسنۍ كابينه كې د دوى استازى څوك دى؟
د نورو په پرتله څومره چارواكي لري؟
كرزي خو يوازې دشمالي ټلوالې لمن نيولې .
ته هغه د چا خبره كاروان تېرېږي او ........... .
هسې خوله اچوې او جګړې ته دې زړه شوى كنه نو زما خبرې ټولې زموږ د پكتياوالو په ګټه دي.
ما په دې بحث كې ټولې ليكنې په همدې اړه كړي چې پكتياوالو ته دې د دې هيواد د نورو وګړو غوندې وكتل شي.
پكتياته دې تذكرې وركړل شي .
پكتيا ته دې ملي اردو او سرحدي ځواكونه وركړل شي ځكه چې هيواد ساتنه يوازې د پكتياوالو كار نه دى چې زده كړه به نه كوي او اربكي به جوړوي هغه هم مفت.
ما ليكلي چې پكيتاوال دې د نورو سره سم وتلل شي داسې نه چې كرزي په هزاره جات كې تشې چوترې هم په پخو ښوونځيو بدلوې، په نورو سيمو كې ولسوالۍ يې په ولايتونو بدلې كړې او پكتياكې اوس هم داسې سيمې شته چې د شهيد داوودخان په وخت كې علاقه دارۍ وې اوس هيڅ رسمي تشكيل نه لري.
زه له زړه سوي پكتياوالو ته د پېغور په شكل وايم چې له بهيره وروسته پاتې نه شئ او تل له پاره داسې نه شي چې تورې دې لالا وهي او نوړۍ دې اودلا.
سرزور خوابدى وروره بيا هم كه ته هر څومره سپكې سپورې وكړې زه درنه نه خپه كېږم ځكه چې سړى له انسان څخه خپه كېږي او ستا په انسانيت كې زما شك دى. او بله دا چې ما اوريدلي چې دسپي په خوله سيند نه مردارېږي. نو ته تكړه شه او سپكو ته دوام وركړه.
زما زړه پكتياته پاك دى ځكه چې زه دهمدې وياړلو غرونو يم خو هيڅكله به نور خپل خلك بې ځايه تشويق نه كړم چې له نورو سره يې توپير وشي.
هيڅكله به دا ونه منم چې نور دې قمربند سست كړي او دولتي كاروانه دې ووهي او پكتياوال دې په خپل ټوپك او خپله ملاتړلې ډوډۍ په اربكي كې ژوند وكړي او پولې دې وساتي.
كله كه عمومي ير غل و پر دې هيواد نو پكتياوال بيا پوهېږي چې څنګه خپلې پولې وساتي خو دا چې په هيواد كې دولت وجود ولري او نورې پولې سرحدي ځواكونه، ملي اردو او مليشې ولري او پكتياوالو ته وايې چې تاسو ننګيالي خلك ياست هله اربكي جوړ كړئ نو دا خوب دې نور اوبو ته تېر كړه.
او بيا هم د نسوارو ډبى راواخله چې زما په خبرو دې سر خلاص شي.
مننه
Anonymous
18.12.2005
[quote:1956023f68]دا پکتياوالان ولی عسکری نه کوی؟[/quote:1956023f68]
ورق خانه پر تا يي څۀ چې عسکري کوي او يا نه؟
چا چې مکتبونه لوستي وؤ ټولو عسکري کوله، يوازې بې سوادو نه کوله نو دا امتياز نه وؤ٠ او شينواري هم دغه ډله کي راتلل٠
نور څه وليکه چې بدردبخور وي٠
او سمسور او لاروی وروڼو تاسو که نه خپه کيږئ له دغه موضوع تېر شئ٠
درنښت م٠ل
[/quote]
da leray kray
Anonymous
18.12.2005
دوستانو مرګرو سلامونه !
ياره محترم ايډمن ( ADMIN) ساحبه د نيکو هيلو نه پس دا وايم چې دا سمسور په نوم اسې يو شی لدې پاڼې نه لرې کړه ، دا اسې په ليکنه لوست نه پوييږي د نورو په ليکنه بغير له کوم وجې بس غلته نيوکه اوکړي او دافغانانوتر منځ اغزی دی . هيله ده چې دی له پاڼې نه بند کړی.
په درنښت
محمود اسفي
لاروييه وروره ستا خبره ټيک ده او ښه دليلونه مو وړاندې کړي ټول د حکومتونو له وجې ډېر حلق تباه شوي .
Anonymous
18.12.2005
سلاامونه ،
زماپه اند دسمسوراولاروی ترمنځ نورداسې څه ندی پاتې چې نورسرونه ور
باندی وخوږوی٠
پکتياوالو خو اربکی لرل او اوس يي هم لری ، ښه به دا وی چې له حاجی
ورق الدين څخه وپوښتل شی چې ايا اوس په افغانستان کې څوک عسکری کوی؟
که د ده ځواب هو وی نو مهربانی دې وکړی رڼا دې ورباندې واچوی٠
او که اوس هيڅوک هم عسکری نکوی نوبيا خو ددې ښاغلی پوښتنه بيځايه ده ،
دتبعيض بوی ځينی ځی او پکار ندې چې خپل وخت ورباندې ضايع کړو او سرونه ورباندې ؤخوږؤ ٠
په درناوی
خاوری اينځرګل