نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آيا افغانستان زموز دتولو كور نه دي؟؟؟
زلمى مسافر
10.11.2005
خوږو وروڼو اودرنو افغانانو ! زموږ په سترو بدمرغيو كى زماپه اند يوه داهم لويه بدمرغي ده چى تقريبا په دا تيره لسيزه كى ځينى بدمرغه اودملت دښمنو كسانوپه هيوادكى دژبني تعصب اور بل كړ او اوس هم دهغه په تازه كولو بوخت دي له بده شامته چى دا ډول كسان دهيوادپه هر توكم كى شتون لري زه غواړم په دي ټكى سره وګړيږو چى كه خداى مكړ ه هغه پشتانه چى واىى افغانستان دپښتنو دى اوبس په خپله موخه كى بريالى شى ايا دهغوى مطلوب افغانستان به دپښتون قوم له پاره له دى واحدافغانستان نه شه وى ؟؟؟ او يواځى پښتانه به له نورو وروڼو مليتونوپرته څومره نىكمرغه ژوند اوپرمختللي هيوادودان كړاى شى ؟؟؟ داراز فرضا كه هغه تاجك يا دنورو مليتونو وروڼه په خپلوموخو كى بريالى شى چى نه غواړى له پښتنو يانورو مليتونوسره په يوه هيوادكى ژوند وكړى نوايا هغوى به په خپل مطلوب هيوادكى له دى واحدافغانستان نه ډير خوشاله وى ؟؟؟ درنو ورونوزه خو فكر كوم چى پښتون ،تاجك ،هزاره ازبك او او....... دا ټول قومونه په ټوليزه توګه يا دملاصاحبانوپه اصطلاح داهر قوم دمن حيث القوم په لحاظ له ژبنى او توكمىز تعصب نه كركه كوى اصلا ددي بدمرغه چيغى پورته كوونكو كسانو دى كار ته دپردىو په نغوته ملاوى تړلى دى او دخپلو شخصى ګټو له پاره ددى ناولى رنځ خپرول غواړي اوددى خبرو روشانه كولو ته اړتيا نشته ځكه هرچاته شه معلومات شته راځى په دى وګړيږو چى زموږورونه ملتونه خو په ټولىزه توګه له ژبنى اوتوكمىزتعصب نه كركه كوي خو دژړا ځاى دادى چى اوس خو په هيوادكى دپردىو غوبل جوړدى او په دى غوبل كى خوقوم اوافغان ملت له خپله واكه وتلى دى او دپردىو او څو خپلو په لاس كى ىى د واك وا ګى پرتى دى . ايا داپردى دافغان ملت په توكړه كيدلو يا بيليدلو(خداي مكړه)بند او خلاص دى اويا به په دى اړه دوى كومه اندىشنه لري ؟ او بل په دى غوبل كى دادژبنى تعصب پلويان ليدل كىږى چى ډىر په زور كى دى هغوى هڅه كوى څو خپلو نامراده موخوته ځانونه ورسوى درنو وروڼو اودواحد افغانستان دردلرونكو قلموالوپه هىواد كى روانو جرياناتوته ډير خلك خو شاله او خوشبينه دى دا بيله موضوع ده خو زه بيا دى پرتو او نوىو زىږيدونكو ستونزو او بدمرغيو ته خپه او په فكر كى يم چى دهغو له جملى نه يوه هم دا پور تنى ستونزه ده راځئ زما دا پورتنى پوښتنى سره وڅىړو اوله ټوكواو مسخرو پرته په هوښيارى او مدبرانه توګه بحث پرى وكړو
Anonymous
10.11.2005
ګرانوهېوادوالو!
نېکمرغي ، روغتيا امن اوصلحه مو نصيب شه ٠
که سړې په تېر تاريخ يوه کتنه وکړي نودافغاني دود اودستور وياړمنې ذخيرې به پکی ومومي ٠ همدغه راز هغه څه به هم ولولي چې مونږ ته دعبرت ښوونه کوي ٠ دافغان اولس تاريخي کارنامې هغه ثبوتونه دي چې ددې اولس ويښ توب ، مېړانه ، زړورتيا ، تدبر، لياقت اوتوانمندي په ډاګه کوي ٠ ددوی هيواد افغانستان دې چې دديموکراسۍ په اصولو برابر تاسيس شوې او لومړې مشريې هم ددغواصولوپه بنا په داسې زمانه کی چې د نړۍ په بل ځای کی دغسې رسمياتو وجود نه درلود ، ټاکل شوې ٠ په دغورسمي مراسمو کی دپښتنو پرته نورو قومونوهم مخکښ رول لوبولې اوبې له کوم مخالفته يې په يواتفاق اويو غږ دولتي نظم اواداره منځ ته راوړي ٠په هغه زمانه کی نه اروپا اونه امريکا منتخب پاچا درلود مګر افغان اولس د غه وياړ ترلاسه کړې وو٠ داچې د هرقوم استازو په مؤسسه لويه جرګه کی ګډون درلو د او په ازاده توګه د رای ورکولواونومولوحق يې درلود ، هم د افغان اولس اوهم د هرقوم تاريخي وياړنه ده ٠
هغه ملي وياړ چې په ټولو عدالتي موازينو مو ترلاسه کړې وي اودهررنګه سياسي اواقتصادي فشارونو ، جګړو ، يرغلونواودربدريو سره سره مو څه دپاسه دوه نيم سوه کاله ساتلې وي، ولی به يې په څوکسو ، څو ډلواو څوورځو کی له لا سه ورکوو ؟ او که خدای مه کړه بې ارزښته يې وګڼو نو د دوه ميليونو شهيدانو، شپږميليونو مهاجرواو د ميليونو کونډو اويتيمانوځواب به څنګه ورکوو ؟ داقربانيانې او فداکاريانې به نوبيا په څه کی حساب کړو؟
داټول حقيقتونه دي ٠ له دې سترګې پټوول نه يوازې خيانت دې بلکه ستره ګناه هم ده ٠
ددې ترڅنګه بايد دمشروع حق غوښتنه او تعصب يوله بله جداکړو اوويې څېړو ځکه چې دمشروع حق غوښتنه انساني فطرت او تعصب جرم دې ٠
هرقوم د قانوني حقونو دغوښتلوجواز لري ،اوبايد دخپل کلتوري اوفرهنګي پرمختيالپاره دجدو جهد واک ورکړل شي ٠ دارنګه غوښتنو ، مبارزو او عملونو ته تعصب نه ويل کيږي ٠
دبېلګې په توګه که څوک ادعاوکړي چې زما قوم ولی دا ياداحق نه لري ، داتعصب نه دې خو که څوک ووايي چې دا يادا قوم په افغانستان کی وي ، زه ددغه هېواد پرضد يم نو دغسې شخص ته متعصب ويل کيږي ٠ اوهسې هم که سړې نورو هيوادونو ته ځير شي نو هرهېواد دمختلفو قومونوڅخه جوړشوې دې ٠ چې هغوی يوځای ژوند کولای شي ، مونږ خو د ګډ ژوند ډېر اوږد تاريخ لرو٠
څومره مو چې په ملي وحدت کی ګټې دي ، هغومره مو بېلتون کی نشته نو داچې دافغانستان په تاريخ کی چا بېلتون ته ارزښت نه دې ورکړې ، اوس به يې ولې ورکوي ٠
دګران افغانستان دملي نه ماتېدونکي يووالي په وياړ خپله ليکنه په دې نظم پای ته رسووم :
اې پښتون اوهزاره اواې تاجکو !
**********************اې بلوچ ، نورستاني اواې اوزبکو
که مويوبل ته اوږه دورورۍ ورکړه
**********************دوښمنان به درنه تښتي په ترپکو
واحد مشواڼې
مشوانى ته
Anonymous
11.11.2005
مشواڼيه وروره سلامونه مى ومنه ګرانه په خوله او قلم دى بركت شه دموضوع مطرح كوونكى دهمداسى ليكنو هيله لري پاته شوه دقومونو دخپلوقانونى حقوقوغوښتنى دادى هم ډيره په زړه پورى خبره كړى ده داخو حقيقت ده هرقوم حق لري څو په وازكومى دخپلو روا حقوقوغوشتنه وكړى خو داټكى بايدله پامه ونه غورځول شى چى دتعصب او ملى كركى خپروونكى هم خپلو ناروا غوشتنو ته دقومونود حقوقو رنګ وركوى او له همدى روا شعار لاندى خپلى نارواموخى پر مخ بيايي .[color=green:019e881d60][/color:019e881d60]
Anonymous
11.11.2005
خوازک وروره مننه !
ستاسوددې فکرمندۍ :
خو داټكى بايدله پامه ونه غورځول شى چى دتعصب او ملى كركى خپروونكى هم خپلو ناروا غوشتنو ته دقومونود حقوقو رنګ وركوى او له همدى روا شعار لاندى خپلى نارواموخى پر مخ بيايي .
لپاره ما داسې ليکلي :
خو که څوک ووايي چې دا يادا قوم په افغانستان کی وي ، زه ددغه هېواد پرضد يم نو دغسې شخص ته متعصب ويل کيږي
اوپه دې پسې زياتووم :
ستاسو کتنې حقيقت لري ٠ دګوتوپه شمار يوڅوکسه به وي چې کومه سياسي لوبه ګټل غواړي ٠ متل دې وايي ( سيلاب اخيستې هر بوټي ته لاس اچوي ) ٠ مونږ وليدل چې په هره جامه اونوم راڅرګند شول خو افغان اولس يې ونشو تېرايستلای ٠ هغوی دکمونستانو په جامو کی راښکاره شول ، بريالي نه شول ، د مسلمانانو په جامه يې ځان پټ کړ ، په ډاګه شول او متدينو مسلمانانو له ځانه بېل کړل ٠ نوپه اخري چانس کی يې دقوم پرستۍ اوناسيوناليزم نارې هم چا ونه اورېدې ٠ نو خپله ارزه يې چې وليده غونې يې زيګ شو او په هرکونج کی پټ شول ٠ افغان اولس يوډېرښه خاصيت لري اوهغه داچې تل د خپل هېواد په دفاع کی يوموټې او يو اواز وي ٠ اودغه دوطنپرستۍ لوی مثال دې ٠
يوڅه چې زه يې پښتنو ورونو ته په ډاګه ويل غواړم دادي چې نن دوخت تقاضې بدلی دي ، دټوپک اومټ زور هم نه لرو اونه مو ننې ټوپک دومره لرې نښه ويشتلای شي چې په بحرهند کی پرې کومه بېړۍ په نښه کړو اونه به مو څوک کوم امر اوفرمان د قمرمصنوعي له لاری نړۍ ته واوروي ٠ هدف په ځان وژنه هيڅکله لاس ته نه راځي ٠ که څوک غواړي يوهدف ته ورسيږي بايد خپل و جود وساتي ٠ او د ټولنيزو اهدافو لپاره خوسياسي تدبيرونه ضروردي ٠ سياست بيا سياسي لارښود ته ضرورت لري ٠ پرته له سياسي پوهې پرمختګ ناممکن دې ، پرته له سياسي اسلحې بله اسلحه تاثيرنه لري ، پرته له پوه اوتجربه کارې سياسي رهبرۍ څخه په نړواله ټولنه کی نه نوم ګټلای شو ، نه ځای اونه پلويان ٠ پرته دنړيوالی ټولنې داړيکو او توجه هيڅ نه يو اونه به کوم هدف ته ورسيږو٠
اقتصاد اوسياست سره نه بېلېدونکي څيزونه دي ٠ ديوه قوي اوپايدار اقتصاد سره يوبريالې سياست هم ملګرې کيږ ي ٠ همدارنګه يو تکړه سياستوال د پايدار اقتصاد په شته کېدو کې بنسټي رول لري ٠
پام وکړۍ د افغانانو اوافغانستان حال ته !
که دکمونستانو جهادي تنظيمونو او طالبانوسياستونه سالم ، پاخه ، معياري ، اصولي ، تحليلي ، مسالمت امېز اوقوي وای ولی به مملکت اوملت په داسې حال کېده ، ولی به مو نومونه بدېدل ، ولی به د شرق اود غرب د يرغلونو ښکار کېدو ، ولی به مو کلي اوکورونه ورانېدل ، ولی به دمهاجرت کرغېړنو شرايطو ته مجبورېدو، ولی به بېسواده پاتی کېدو او ولی به ګدايي ګري ته مجبورېدو ؟
ددې په نتيجه کی داسې شرايطو ته هم لاره هواره شوه چې د پيسو اود ټوپک ګروپونو اوډلو د افغان اولس څخه دبزکشۍ خوسې جوړکړ ، دبل چا په اسونو سپاره چپ اندازانو هريو کوښښ کاوه دغه خوسې دحلال دايرې ته ورسوي ٠ په دغه ټېل ناټېل او کشمکش کی خوسې بېچاره بخې بخې شو خوهيڅ چاپ انداز حلال دايرې ته ونه رساوه ٠
اوس داسې شرايط دي چې طالب درته وايي چې زما سره نه يې بايد مړشې ، دولتي قواوې وايي چې زمونږ سره نه يې طالب يې ، امريکايي قواوې وايي چې اختياردی زمادې ، که ځان دې وخوځاوه ، تروريست يې ، قاضي اومحکمې ته حاجت نشته -ډز٠
بابا !
که طالب يې ، که جهادي يې ، که کمونست يې که بل څوک ٠ نور دغه اولس خپل ژوند ، خپل کار او خپلوحقوقو ته پرېږدۍ !
واحد مشواڼې
[/quote]
Anonymous
12.11.2005
مشواڼيه مشواڼۍ د ډکه اوسه !
افغانستا که دټولو کور وی نو زما کلتور او زما ژبي ته به احترام کيده او هغه به
يوه قانون ساتل ٠ په افغانستان کې پښتانه همسايه دي او مشرانو يې يواځي اجڼټي
او بيناموسي کړيده او کوي يې ٠ هغوي چې دخپل قوم حق يې غوښت اوس ټول تر خاورو لاندي دي ٠
دپښتنو د پاڅون په هيله پتنګ
Anonymous
30.11.2005
زلمى مسافروروره خداى دې ډكې منګولې خپل كور ته راوله .
ډېرمضر احتياط ناروغي ده .
او مشواڼيه وروره كوښښ كوه چې دهميش له پاره په تاريخ كې ونه اوسې!
چندان تاريخ نه لرې! ته خو يې يو ځل بيا ولوله چې ستاټول تاريخ له همدې ډك نه دى چې دقدرت پر سر كله پلار زوى وژلى او يو ورور بل وژلى . په يو يې سترګې ويستي او بل يې له هيواده شړلى. يويې ديوچا او بل د بل چا غلامي او لاسپوڅيتوب كړى.
اخرته كوم تاريخ يادوې چې دومره پرې وياړې؟
ستا تاريخ خو ټول له ظلم،وژلو،لوټولو،ورانولواو تووووووووووووورو تيارو ډك دى.
ستامشرانو خو دبې وزلو پښتنوڅخه دجګړې پر وخت دسپر كار اخيستى خو د سوبې پر وخت يې بيا غرونو ته شړلي دي.
ستا خو هغه بااحساسه پښتنومشرانو چې پخپله هم شاعران وو دربار كې لږ ترلږه پښتو ژبه هم نه ده پرېښې نو وياړې پرڅه؟
د هندوستان پر لوټولو؟
هغه وخت بايد موژ ووياړو چې كابل كې له مامور،امر،وزير،چپړاسي،ملا،دوكاندار،كلنډراو عامو خلكو سره په ډاډه توګه په خپله ژبه خبرې وكړو.
Anonymous
30.11.2005
في الحال نه، وروره، زمونږه چيرته کور دي!!!
که زمونږ کور واي ، ولې به لکه يتيمان در په در او خاورې په سر له مشرقه تر مغربه په پرديو هيوادونو کې اوسيدو!!
دا خو د جنګسالارانو، جهادي رهبرانو، د کرزي خانانو او د کرامو طالبانو کور دي چې غوبل يې پکې شروع کړي٠
نښتر- جرمني
Anonymous
30.11.2005
قدرمنووطنوالو ، دوستانو ، ددې پاڼې محترموچلوونکو او ځانګړې توګه دمستعار لقب (بې تاريخه ) ورورته سلامونه درناوې او له ټولو څخه مننه ٠
دادې اوس له نوبته په استفادې ددې وېب پاڼې ليکنې لولم او ستاسوداصوېلوډکې ليکنې ته لکه بې ساه کالبوت اغېړ شوې يم چې په ځواب کی څه وليکم ٠ داپه دې خاطر نه چې ګنې ستاسو په جملو کی دصحبت مېوه نشته بلکه په دې خاطر چې څنګه کولای شم ستاسودډک زړه دردونو ته د کوم احساس طبيب راولم ٠ خو ، کېدې شي دابه مې هم په وسه پوره نه وي نو يواځې به په دې سود وکړم چې ځه په مونږ افغانانو کی خو هسې هم دنيکونوډبرين خاصيت شته چې په اسانۍ هرڅه ته نه تسليميږو ٠ که دانه وای نو زه خو بايد د شونډې له تورېدو څخه پخوا مړ وای ٠
تاسومحترم ورور راته داسې ليکلي :
"" او مشواڼيه وروره كوښښ كوه چې دهميش له پاره په تاريخ كې ونه اوسې! ""
قدرمن وروره کاش چې له ځينو شيانو خلاصون وای ٠ په دې سياره کی خوداسې ګوټ نشته چې سړې د افغان له نومه ځان خلاص کړي ٠
تاسوزمادزړه خبره کړې ، رښتياچې د پښتنو تاريخ له ډېرو لوړو ژورو ډک دې ، که زه يې
څوځله بيا ولولم بيابه هم پری پوه نه شم چې زماټول تاريخ ولی له داسې لوړو ژه وورو ډك دى چې دقدرت پر سر كله پلار زوى وژلى او يو ورور بل وژلى . په يو يې سترګې ويستي او بل يې له هيواده شړلى. يويې ديوچا او بل د بل چا غلامي او لاسپوڅيتوب كړى. ٠ ولی دراني او غلجي سره بېل شول ، ولی داحمدشاه ابدالي زامنو يوبل سره ويشتل ، ولی يوټبر ، يوپښتون په سلونو خېلونو وېشل شوې ، ولی دنفاق جذبه په دوی کی قوي ده ، ولی د قندهار پښتون د کنړ پښتون نه پېژني اوبرعکس، ولی دبل لپاره ځان وژني خوپه خپله ګټه ستړيا هم نه زغمي ، ولی هغوپښتنو ته موقع نه ورکول کي چې په کارپوهيږي ؟؟؟
ته په حقه وايې چې اخرزه كوم تاريخ يادووم چې دومره پرې وياړم ٠ زه درسره داهم منم چې وايې چې :
ستا تاريخ خو ټول له ظلم،وژلو،لوټولو،ورانولواو تووووووووووووورو تيارو ډك دى.
ستامشرانو خو دبې وزلو پښتنوڅخه دجګړې پر وخت دسپر كار اخيستى خو د سوبې پر وخت يې بيا غرونو ته شړلي دي.
ستا خو هغه بااحساسه پښتنومشرانو چې پخپله هم شاعران وو دربار كې لږ ترلږه پښتو ژبه هم نه ده پرېښې نو وياړې پرڅه؟
د هندوستان پر لوټولو؟
داټول زمونږ په تاريخ کی شته ٠ زه يواځې نه ، څوک به له دې حقيقته سترګې پټی کړي ؟
او مونږ پښتانه يواځې په بل باندی په ظلم کولو ملامت نه يو بلکه دنورو په پرتله مو پخپل ځان تر ټولو زيات ، ترټولو اوږد او ترټولو بې عدالته ظلم کړې ٠
پاچاهۍ ته هم رسېدلي يو ، له خليجې فارسه تر ډهلي پوری مو اوږده پاچاهي هم کړې خوپخپل نوم نه ٠
ددې ټولو شيانو علتونه شته اوزه په دې يقين لرم چې که په تفصيل يې بيان کړم نو په وچ لاس به ځانته کاروګورم خودومره بايدووايم چې په پښتنو کی ملي اګاهي پکارده او پښتنوته د صفتونو پرځای تاريخي غلطيانې ورښودل پکاردي ځکه چې تاريخ يواځې دتېرو واقعاتو بيان نه دې بلکه د عبرت او قضاوت مکتب هم دې ٠
نو مونږ دې ته په تشويش کی نه شو چې زمونږ تېر تاريخ څنګه وو بلکه فکر وکړو چې راتلونکې تاريخ څنګه اود کومو ښو اوصافو سره جوړولای شو٠ په تېر تاريخ کی دغلطيو اصلاح ناممکنه ده مکر په راتلونکي تاريخ کی خو امکان لري ، دغه ته بايد متوجه شو ٠
ددې په څنګ کی که سړې دنورو ملتونو تاريخ ته نظر وکړي او د پښتنو تاريخ ورسره مقايسه کړي نو داسی څه به هم په نظر ورشي چې پښتانه پرې با يد وياړ وکړي ٠ زه به يې څو عمو مي بېګو ته اشاره وکړم :
١ - جرګې
٢- مبارزه
٣- اتفاق
٤- سياست
٥ - عدل
٦- انتخابات
٧- دفاع
* د جرګو کاميابه نمونه يې د احمد شاه ابدالي لويه جرګه وه
* دهر يرغلګر په ضد پاڅونونه چې پير روښان او امان الله خان يې ښه مثالونه دي ٠
* يومشر ، يو غږ ، يوسياست او د هيڅ اختلاف نه موجوديت د ښاغلي ميرويس خان په مشرۍ دپښتنو داتفاق ښه ثبوت دې ٠
* درېسوه کاله رسميت ، په لويوهېوادونو کی قدرت ، په قدرت کی د نورو اقوامو شريکول ، په سياسي ډګر کی د مخ کښانو په توګه
* فريد خان چې په شېر شاه مشهور و ، يو زړور او عادل پا چا وو
* د افغانانو په تاريخ کی په ١٧٤٨ ع کال کی د يوې لويې جرګې په ترڅ کی ازاد انتخابات وشول ، پاچا انتخاب شو اود افغانستان په نوم هيواد تاسيس شو٠
* دمقدوني ، چنګېزې ، انګريزي او شوروي يرغلګروپه مقابل کی دافغانانو بري اوله خپل وطنه دفاع
داشيان هم په تاريخ کی شته ٠ مطلب داچې زمونږ په تاريخ کی يوازې منفي اړخونه نه دي چې مونږ پری وشرميږو بلکه لکه د هربل ملت افغانان هم ثبت شوي ښه او بد لري ٠ نو که زه ووايم چې په زياترو وختونو کی افغانان مجبور شوي چې په بل حمله وکړي لکه په ايراني ښځونک شاه حسين ٠ داخو همدغه ايراني ښځو نک وو چې پښتانه يې ځان ته راوپارول که نه نو پښتنو باجونه اوماليې هم ورکولې مګر په پښتنو کی به چې يو مشر راوټوکېد نو ايراني ښځونکان به لړز ې ونيول ٠ پخپله د مقابلې نه وو خو په رشوتونو او عياشيو به يې ګرجيستاني راضي کړه چې په پښتنو يرغل وکړي ٠
نو قدرمنه څومره چې مونږ منفي فکر کوو هغسې هم نه ده ٠ په پښتنو هم زيات يرغلونه شوي چې هيڅ انصاف يې نه مني ٠ په هندوانو نورو ملتونو ډېر يرغلونه کړي ٠ هغه زمانه ا ودغه يې دود وو ٠
هيله ده چې لږ څه قناعت موحاصل شوې وي
ډېره مننه اوتشکر
واحد مشواڼې
______________________________________________________
دواحد مشواڼې له ليکنو څخه ځينې راخيستنې