د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتو په BBC کی

Anonymous
07.11.2005

درنو لوستونکو!
څه موده مخکی د بي - بي - سي خپروونې پښتو وېپاڼې ته ورښکاره شوم ٠ هرڅه پکی ډېر په زړه پوری وو خو په ځينو سرليکونو کی داسې برېښېده لکه چې دمضمون ليکوال \ ليکوالې په خپله ليکنه کی تېروتنه کړې وي ٠
نن بيا هماغې وېب پاڼې ته ورپېښ شوم اوسترګو ته می بيا هماغه ليک بڼه راغله چې ماتېره ورځ ليدلې وه ٠
يو سرليک داسې وو :
(( راځی اختر ته ښه ميله جوړ کړو))

نن يې داسې ليکلي دي :
((د ښځې او نننۍ نړۍ د دې اوونۍ په پروگرام کې بريد جنرال خاټول چې تيره اوونۍ يې د امريکې د واشنگټن په ښار کې د ښځو د نړيوال سازمان ډيره ارزښتمنه جايزه تر لاسه کړه ، زموږ د پروگرام مېلمنه وو ))

په پورتنيو جملو کی دنومونو سره مناسب فعلونه نه دي ليکل شوي ٠ ښايي د وروستاړوپه پېژندنه کی ستونځه وي ٠ د ((ميله جوړ کړو)) پرځای بايد ليکل شوي وای : (( مېله جوړه کړو)) ٠ اګر که د ((جنرال)) نوم پښتو ته له بلې ژبې راغلې خو لکه نورې ژبې پښتو هم ددې تامل لري چه په پرديولغاتونوپسې خپلې نښې وتړي او دجنسيت په بېلوولوکی مرسته وکړي ٠ نوښه به وي چې د(( جنرال )) نوم دنارينه او ((جنراله))د ښځينه نوم په توګه وکارول شي ٠
نوداچې جنراله خاټول يوه مېرمن ده نوپه دې جمله کې چې ((زموږ د پروگرام مېلمنه وو)) د ((وو )) فعل سم نه دې ٠ هغې ته بايدښځينه فعل وکارول شي ٠ سمه ګرامري اوادبي جمله داسې بايد ليکل شوې وای :
د دې اوونۍ په پروگرام کې بريد جنراله خاټول چې تيره اوونۍ يې د امريکې د واشنگټن په ښار کې د ښځو د نړيوال سازمان يوه ډيره ارزښتمنه جايزه تر لاسه کړه ، زموږ د پروگرام مېلمنه وه ٠

زه فکر کووم چې د بي - بي - سي خپروونې دپښتو ژبې دغه ليکوال \ ليکواله د خپلې سيمه ايزې لهجې په ليکه روان \روانه دې\ ده ، او ګرامري اومعياري سمون ورته دومره ارزښت نه لري خو ګرامر دادب يوه مهمه برخه ده ٠ دهرې ژبې ادب ګرامر ته اړتيا لري ٠ پرته له ګرامر څخه د ادبي فنونو کارول هم ناشوني او بې تاثيره وي ٠
د ژبې ګرامري سمون نه يواځې د ادب د ملا تير دې بلکه د منطقي استدلالونوپه چوکاټ کی مخکښ رول لوبوي ٠
که په دې پسې مطبوعاتواوخپرنيزووسيلوته پام وکړو نو زه ويلای شم چې بې له کره اومعياري ژبې به مطبوعات اوخپرونې کوم حيثيت ونه لري ٠

په هره توګه ، خو که سړې په خپلوخبروکی دښځې اونارينه لپاره مناسب ژبنيز وروستاړي په پام کی ونه نيسي ،معياري ارزښت اوادبي درونوالې له لاسه ورکوي ٠
که زه په کوم ليک کی تېروتنه وکړم ، ښايي څوک يې ماته ونه وايي خو که يوه ځلانده خپرندويه اداره اودهغې کارکوونکي ژبني پوخوالي اوکره توب ته پام ونه کړي ، نوهرومرو پری نيوکې کيږي ٠ ايا دابه په ژورناليزم ملنډه نه وي چې يومرکه کوونکې پخپله مرکه کی (نارينه ) ته د (ښځې) او ښځې ته د (نارينه ) خطاب وکړي ؟
ايادابه د يو ژورناليست ذوال نه وي چې مخامخ جنس نه پېژني ؟ نورڅه به څنګه ورڼوي ؟

ستاسو داندونو په هيله

واحد مشواڼې


salamona

Anonymous
08.11.2005

ګرانو پتمنو سلامونه کوم!
دسلام نه پس دا کلام دی چې په بي بي سي پښتو کې ډېر تکړه ليکوالان جورنالسټان شته خو دوی بس يواځې دجنګ جګړو د خرابۍ واقعې او خبرونه ليکي حال دا چې په نړۍ کې هره شېبه په ساينس او ټکنک کې هوم نوي خبرونه وي اوپه تقريبن ټولو پاڼو کې هره ورځ نوي کېږي خو په پښتو پاڼې کې هېڅ داسې مهلوماتي څانګه نه لري ٠ او د بي بي سي نه خو د ټول افغان پاڼۀ هر ګړۍ يا هر ه اورځ نوې کېږي ، خبرونۀ سم مهم دي٠
په بي بي سي پښتو څانګه کې سپين تڼئ ښه تکړه وياند دي ، خو يو بل او دعبدلله په نوم هغه دومره سريه پښتو نشي وېلاې او اسې تکړه هړم نه دئ ، په ټولو خبرو کې پنځوس په سله کې پاړسي واي٠


Anonymous
08.11.2005

مشواڼی صيب په خير راغلې ، ستړيمشې !
څه اړينه سکالو دې رامنځته کړه ،د بي بي سي ډير څه له معيا ر سره په ټکر کې دي، خو د ان برېښناليک د ليکنې په هغه چوکاټ کې يې چې متن په کې ليکل کيږي ،هلته پښتو توري لکه ډ ، ړ ، ټ .... نه ليکل کيږي او د ګيلې يا رغنده نيوکو کړکۍ يې هم د اوريدنکو پر مخ تړلې ده، نو هغسې يې ډنګوي چې څنګه د کاکو خوښه وي !
معياری ساری : احمد ډوډۍ و نه خوړه
د معيار پر ځای وايي : احمد ډوډۍ ونه خوړل (!)
معيار : احمد ليک وليکۀ
دوی: احمد ليک وليکی
معيار : ښه کار وشو
دوی : ښه کار وسو ( په اور وسو ؟)
معيار : مړی مو ښخ کړ (په مړستون کې)
دوی : مړی مو شخ کړ ( په فرېزر کې؟)
هو، که په سيمييزه راديو کې دغسې سيمه ييزې لهجې دوام وکړي زيان يې خپل دی، خو په ملي او بيا نړيواله راديو لکه بي بي سي کې د معياري پښتو پر ځای دغسې سيمه ييزې لهجې کارول له راڼه سمه ييز شوينيزم پرته بل شی نه دی او زيان يې ټول ملت ته رسيږي !
ګرامر: خوړل د فعل ، نه د مصدر په توګه د ماضي مذکر جمعې مفعول حالت (صيغه) ده ، چې فاعل يې هم واحد او هم جمع مذکر دوړه کيدای شي لکه
هغه /هغې/ هغوی شل دانې بادام و خوړل ! نه داچې هغه / هغې يو دانه بادام وخوړل (!)
که غلطه لهجه وکاروو چې هغوی يو بادام وخوړل ، او بيا د مفعول بادام پرځی سپی وليکو، نو فاعل به بيا هم هغوی وي که سپی؟
هغوی يو سپي وخوړل !

ماضي واحد مؤنث حالت : واوره ورېده ، اويوه غوټۍ مې وليده سم معياري دی، خو مذکر يې بيا لهجوي او ناسم دی چې واي : باران ورېدی ، يو ګل مې وليدی (!)
دوی چې کله اړشي لکه په سندرو کې چې نغمه کله وايي:
باران ورو و رو ورېد[color=white:35c9ab48bc]ۀ[/color:35c9ab48bc] وﻻړه ومه ... سورسالوګی مې لنديد[color=yellow:35c9ab48bc]ۀ [/color:35c9ab48bc]ولاړه ومه
نو هم مؤنث شکل يې غلط تلفظ کوي :

[color=white:35c9ab48bc]باران ورو و رو ورېده وﻻړه ومه ... سورسالوګی مې لنديده ولا ړه ومه [/color:35c9ab48bc]
يعنې د (ۀ) پر ځای (ه) وايي ، اوهمدغسې يې ځينې نطاقان هم دي ، چې که د خپلې سيمه ييزې لهجې پريښودلو ته اړويستل شي، بيا يې هم معياري شکل سم نه وايي .
دغه راز Nangrahar ، چې لومړی a او a په کې د فتحې پر ځای راغلي يا غلط
Ninrahar او يا بالکل د دري ژبو په څېر Ningarhar تلفظ کوي (!) حال دا چې دا
له ننګ او رهار دوه ويځونو تر کيب ننګرهار دی او ټيک لکه کندهار تلفظ کيږي ، خو دوی يې تلفظ داسې اړوي لکه څوک چې [color=white:35c9ab48bc]کندهار ته کېندهار يا کندرهار [/color:35c9ab48bc]ووايي . ايا دابه سم وي ؟


Anonymous
08.11.2005

ډېرښاغلې پتوال صاحب !
خېرمونصيب شه ٠

ستاسودارزښتمنې ليکنې په تاييد غواړم بيادموضوع په هکله يادوونه وکړم چې زما هدف خدای مکړه دانه دې چې کومه اداره اويا کوم شخص د کينونښه کړم بلکه ديوناپييلي څېړونکي په توګه ځان ته مسؤليت ورکووم چې وګړنيزې نيمګړتياوې ډاګېزې کړم ٠
نو په همدې ښېګړيز تکل يوه علمي څېړنه ، يوکتاب ، يوه خپروونه يايوه اداره چې د مينه والو لویې ډلې يې ځان ته ځير کړی وي ، بې هدفه نه ګڼم ٠
تاسوته څرګنده ده چې په اوسني وخت کی د معلوماتو تبادله دومره چټکه ده چې دګوتې يوغلې ټک هم دنړۍ په بل سرکی اورېدل کيږي نود بي - بي -سي غوندې ځلانده خپروونه خو په افغانستان کی په زرګونو مينه وال لري چې داورېدونکو په مختلفو ډلوپورې تړلي دي ٠ زه به ترې د ماشومانو ډله رابېله کړم ٠ د ماشومانو ذهنونه د پراختيا اوراښکون ځغلنده خاصيت لري ٠ هغوی لکه د غټانو تحليلي ځواک نه لري نو ځکه راټول شوي معلومات بې څپه ساتي ٠ دابيا د هر ماشوم په زده کړه پورې اړه لري چې په دغو ذخيره شوو معلوماتو به فکروکړي او وبه يې څيړي کنه ٠
مونږ بايد د ژبي د مناسب ترويج ملاتړوکړو اود غلطو اصطلاحاتود راټوکېدنو او دسمواصطلا حاتود ککړېدو مخه ونيسو ٠
دبي-بي-سي غوندې پراخ تاثيره خپروونه بايد دومره نېمګړتياونه لري چې نه يواځې اورېدونکي په نامناسبو وييزو وروزي بلکه دپښتو ژبه هم له ادبي مسيره واړوي٠

په پای کی زما داهيله اوارمان دې چې علمي کتنې اوڅېړنې مو دخپل اصلي نوم سره وليکۍ ترڅو يواوبل سره وپېژنو ٠ زه داسې کوم علت نه وينم چې ځانونه په پردو کی ونغاړو ځکه د حق خبرې په پټ پټووني او باوتا نه کيږي ٠ مونږ ښکاره يو اودحق څخه هم په ډاګه ملاتړ کوو٠

ستاسودپراخو ، علمي کتنو او څېړنو په هيله

واحد مشواڼې


Anonymous
08.11.2005

[quote:3aa1a7f08c]ګرانو پتمنو سلامونه کوم!
دسلام نه پس دا کلام دی چې په بي بي سي پښتو کې ډېر تکړه ليکوالان جورنالسټان شته خو دوی بس يواځې دجنګ جګړو د خرابۍ واقعې او خبرونه ليکي حال دا چې په نړۍ کې هره شېبه په ساينس او ټکنک کې هوم نوي خبرونه وي اوپه تقريبن ټولو پاڼو کې هره ورځ نوي کېږي خو په پښتو پاڼې کې هېڅ داسې مهلوماتي څانګه نه لري ٠ او د بي بي سي نه خو د ټول افغان پاڼۀ هر ګړۍ يا هر ه اورځ نوې کېږي ، خبرونۀ سم مهم دي٠
په بي بي سي پښتو څانګه کې سپين تڼئ ښه تکړه وياند دي ، خو يو بل او دعبدلله په نوم هغه دومره سريه پښتو نشي وېلاې او اسې تکړه هړم نه دئ ، په ټولو خبرو کې پنځوس په سله کې پاړسي واي٠[/quote:3aa1a7f08c]
هلکه محمود آصفي ياره تانو له کومه داسی پښتولیکلي.ته لومړی خپله پښتوسمه زده کړه اوبیا په نوروسکالوگانو بحث کوه......


Anonymous
08.11.2005

نقد ښه کار دی ، بايد وشي ، د بي بي سي ويبپاڼه او نطاقي دواړه د توجه وړ دي بايد دقت ورته وشي ، نور خلک د بي بي سي نه زده کړه کوي او خبر نه دي چې په بي بي سي کې داسي غلطيانې شته .


Anonymous
08.11.2005

(( نن يې يو بل عنوان داسې دی ))
تاوتريخوالى د له مينځه وړلو له پاره به گرزبنديز ولگوو

دا دفرانس خبر دی خو د چا هغه پلار دي پري پوي شي چي د بي بي سي مقصد څه دي او بل ګرځبنديز يې په ( ز ) ليکلي دي .


ګرځبنديز

Anonymous
08.11.2005

[quote:4ae20cf6ba="سليم ساپی"](( نن يې يو بل عنوان داسې دی ))
د تاوتريخوالى د له مينځه وړلو له پاره به گرزبنديز ولگوو

دا دفرانس خبر دی خو د چا هغه پلار دي پري پوي شي چي د بي بي سي مقصد څه دي او بل ګرځبنديز يې په ( ز ) ليکلي دي .[/quote:4ae20cf6ba]
ساپی صاحب ښې چارې او په خير راغلې ! له نېکوهيلو او سلامونو وروسته همدومره عرض کوم چې د پښتوپه ترکيبي نومونو کې له اضافت څخه داسې کاراخيستل کيږي چې لومړی مضاف اليه (د چا يا د څشي) او بيا مضاف ( اړونده شي ) پخپله راځي ، لکه ټولنپوهنه ، څېړنځای ، پوهنځي چې په ترتيب سره : د ټولنې دپوهنې، د څېړنې ځای او د پوهنې دځای په معنی راغلي دي .
نو ګرځبندېز هم د ګرځيدنې بنديز ته وايي او مطلب يې کورټ روښانه دې! په پاړسو کې ورته قيود شبګردي وايي . په ټوله افغاني پښتنې مينه او درناوي!


Anonymous
09.11.2005

ګرانو لوستونکو درناوې !

سوود مې نه کېده نو ځکه مې وويل چې ورشه وګوره چې د بي-بي-سي پاڼه په کوم ښاخ رپيږي ٠ دپردې له پيڅکي مې غلې سرورښکاره کړ، يوجنرال پخپل ځای ناست وو٠ پرېږده چې ناست وي ٠ ما لا دالوستل چې جنراله خاټول يې مېلمنه وه خو څه ګورم چې بيامې سترګې په يوڅه ولګېدې ، اوهغه داشې وو :

((پښتو اوسمهالي ادبيات))

زه نپوهېږم چې داڅوک دې چې درګرده پښتولغاتونه لکه داوښانو کتار د يوبل په لکۍ پسې تړي ؟ ( :lol: )
ښه کاردې خو خدای مکړه داسې نه شي چې پښتو له سره زده کړو ٠

زه خووايم ( اوسني ادبيات ) يا (ننني ادبيات) به تر ((اوسمهالي )) ادبياتو څخه عامفهمه وي ٠ ( اوس مهال) او( تېرمهال) ددغه کته ګورۍ سره سر نه خوري ٠
لکه (خوړل ) او( جويه ول ) سره مترادف دي خودربط په حساب په مناسبو جملوکی کارول کيږي لکه (اوښ ټانټې جويي ) خو ( واښه خوري )٠

واحد مشواڼې


Anonymous
10.11.2005

دBBC د يوه شاباړي ننۍ کنډيباغي :
((د دغې پېښې قربانيان کوچيان ول چې په يوې لارۍ کې يې له جلال اباره کابل ته لېښل .))

خدای دې خوارمه کړه شاباړيه په دغه پښتوليکنه ، تاته هم انګرېزانو ځای درکړې چه (ول-ول) پکی ووايې !!!

مېرزا


Anonymous
11.11.2005

mirza gula
Lykhal pa pakhto kee shta tah na pohygay, laykhal kada kawalo ta wayee


Anonymous
11.11.2005

$$ پېژنم خوچې دابل $ يې څه مانا ?
په پښتو ليکنه لکه چې درته سخته ده ؟

((جلال اباره))او (( لېښل .)) به وي اوکېدې شي داسې ډېر شيان دماشومانو له خولې واورېدل شې خو زما په ټول ژوند کی او دادبياتو د پښتو څانګې په مضامينو کې کله د (( لېښلو)) سره نه يم مخ شوې ٠ کېدای شي تاسو په کوم پښتوقاموس ، چاپ پېښور کی ليدلي وي خو زما په ګومان د (( لېږل)) يا ((لېږدوول)) په اصطلاح ګانو کی چاپي تېروتنه رانقل شوې وي ٠ داهم امکان لري چې دپېښور، علېشنګ ياوزبين لهجې وي ٠ دپېښور خلک (( زموږ)) ضمير په ((زونګ)) او (( زينګ)) تلفظ کوي ٠ همدغه رنګ شاړي ((خ)) ته ((ه)) وايي لکه (( خان)) ته چې (( هان )) وايي ٠ اوکه دا نه وي نو د BBC لغات جوړولو ماشين به وي ٠

مېرزا


Anonymous
11.11.2005

مرزا صاحب
زۀ هم د ايس ايس خبره منم ، په پښتو کې لېښل ټکى شته او کوچيان ټول وايي چې موږ ايلبند ته لېښلي وو يا موږ هلمند ته لېښو . دا چې تاسو ورسره بلد نه ياست او يا تاسو په ځينو لغتونو نه پوهيږى ، حتمآ يې داسې مه يادوه چې چا به جوړ کړى وي .


Anonymous
11.11.2005

داچې په کوچيانۍ لهجه کی ( لېښل ) شته بده خبره نه ده ځکه په پښتو کی دکوچيانۍ لهجې پرته نورې لکه کندهارۍ ، ننګرهارۍ ، پکتياوالې ، وردګۍ ، کونړۍ ، لغمانۍ او لوګرۍ لهجې شته مګر په پښتو معياري ليکدود اومطبوعاتو کی ما تراوسه ( لېښل ) نه وو ليدلي ٠
څه عجبه زمانه ده ، کوچيان بېچارګان خپل نومونه سم نشي تلفظ کولې ، له کوم کوچي نه به خوله خطاوتې وه ، لېږلو ته لېښل ويلي اوس د BBC کوچې هم ترې ځان نشي خلاصولای ٠

کوم کتاب کې (لېښل ) راغلي ؟
چې وايې :
((په پښتو کې لېښل ټکى شته او کوچيان ټول وايي چې موږ ايلبند ته لېښلي وو يا موږ هلمند ته لېښو))
خدای خبر چې ( تللو) ته به نوری څومره کليوالې اسطلاحات وي ؟
له يوه کندهاري څخه می (خوش موړې ) واورېدل ، پوښتنه می تری وکړه چې ( خوش موړې) څه ته وايي ، په حيرت يې راته وويل (( ته نوپه پشتو کی خوش موړې نه پيژنې؟)) ماورته وويل ، نه ٠ نو يې ستاسوغوندی ځواب راکړ (( زموژ په کندهارکی و پيسو ته خوش موړې وايي )).


Anonymous
11.11.2005

سلام
د لېښلو دا بحث دلچسپه شو . د لېښلو کلمه ما هم اوريدلې ده ، حتی د ځينو کيسه ليکوالو په کيسو کې مې لوستې ده .
دا بحث په دې راته دلچسپه شوی چې ځينې خلک په پښتو کې نوي ټکي جوړوي او خک شاباس ورکوي او که کوم پخواني ، شته او دود شوی ټکي وکاريږي نو دا دی د دې بحث په څير خبرې پرې کيږي .
يوه خبره چې د پښتنو په باب حيرانونکې ده هغه دا ده چې يو يې هم د بلې سيمې يا لهجې لغت په ورين تندي سم نه مني .
کندهاريان جوالي ته پنډي وايي خو که ټکي په کونړ کې څوک وکاروي بيا به ورپوري خاندي ، وستل په لغمان کې شته خو په زابل کې به څوک ورته ګوري چې دا څه مانا ، دا کوم عيب نه دی په نورو ژبو کې هم دا خبرې شته ، نو ښه به دا وي چې د رخشند پر ځای دا ومنو چې د لهجو توپيرونه شته او همدا توپيرونه زموږ ژبه رنګينه او ښکلې کړې ده . پاتې شو معيار او معياري ژبه ، نو معيار په لغتونو نه بلکه په په ځينو نورو شيانو منځته کيږي . لکه کندهاريان چې وشول ته وسول وايي دا بايد وشول چې ، يا لکه د مشرقي خلک چې ژوند ته جوند وايي دا به سم شي . يا ژبې ته جبه .


پښتو په BBC کی

موبین
11.11.2005

درنودوستانولمړی خپل احترامات اوسلامونه وړاندی کوم .
غواړم چه پدی ګرم بحث کښی زه هم خپل نظر وړاندي کړم٠
یوورور لیکې چه :[color=red:a4a396e329][/color:a4a396e329]کوچیان بیچارګان خپل نومونه سم نشی تلفظ کولې ، له کوم کوچی نه به خوله خطا وتې وه ٠
ډیره محترمه وروره : داخبره سمه نده ځکه چه په کوچیانو کښی اوس هم دپښتو تکړه لیکوالان ، شاعران اوپوهان شته دی او هم پکښی تیر شویدی ، چه یو هم دهغوی دجملی نه دپښتنو نومیالی بابااودټولوپښتنوافتخارارواښادوزیرصاحب محمدګل خان مومنددي٠
وزیرصاحب دننګرهار دغنی خیلودګلائ اوسیدونکي اوپه قوم حسن خیل کوچي وو
اوس به راشو ديته چه ایا په پښتو کښي د [color=darkred:a4a396e329]لښلو[/color:a4a396e329] لغت شته دي او که نه ، ځما پنظر دادپښتو يوسو چه لغت دي ،داچه په ډیروپښتنوکښی کوچیاني ژوندمخ په ختميدو دي نو ددي لغت استعمال هم ډیر کم دي او کیداي شی چه یواځی
پخوانی خلک ئ پمعنی پوه شی٠دالغت د دری ټکونه جوړ شویدي چه هغه : ل،ښ،ل،
دی٠
مثالونه : مونږ سبا ته لښلو ، مونږ ایلبند ته لښلو ٠٠٠٠٠٠٠٠اوداسی نور
خدای دی وکړی چه ځما دالیکنه ځنی وروڼو ته قانع کونکي وي٠


Anonymous
16.11.2005

اروپايي ټولنې او افغانستان تړون لاسليک کړ


د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو کمشنرې بينيتا فريرې والډر پر دغۀ تړون لاسليک وکړ .
افغانستان له اروپايي ټولنې سره د همکارۍ يو تړون لاسليک کړى دى . پر دغۀ تړون د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله او د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو کمشنرې بينيتا فريرې والډر د فرانسې په سټراسبرگ کې نن ( د لړم ٢٥ د نومبر ١٥ ) لاسليک وکړ .
افغان چارواکي وايي د دغه تړون ترمخه اروپايي ټولنې د افغانستان بيا رغاونې ته ځان ژمن بللى دى او ژمنه يې کړې ده چې تر راتلونکو اوو کلونو به په پرله پسې توگه د افغانستان بيا رغونې ته مالي مرسته کوي .

له متحدو ايالاتو او برتانيا سره هم افغانستان دې ته ورته تړونونه لاسليک کړي وو چې په کابل کې د ولسمشرۍ د دفتر ريس جاويد لودين يې اهميت په نړيواله کچه د هغو اړتيا منل بولي چې افغانستان يې لري .

ښاغلي لودين بي بي سي ته وويل له دې تړون سره اروپايي ټولنه ژمنه ده چې له ٢٠٠٦ کال څخه د اوو کلونو لپاره په پرله پسې توگه له افغانستان سره په بيا رغاونه کې مرسته وکړي .

دۀ وويل د دغو مرستو کچه معلومه نه ده . د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو کمشنرې بينيتا فريرې والډر وويل په افغانستان کې تر پارلماني ټاکنو وروسته يو نوى پړاو پيل شوى دى .

په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته اروپايي ټولنې له افغانستان سره په مالي ، سياسي او پوځي برخو کې مرستې کړي دي .

شه له


لېښل

Anonymous
16.11.2005

اول خو به د سلامونو يو کتار در وشړم که ويې منئ.
چې څوک پرتوګ نه لري او خپله لمن په سر اړوي هغه داسې وي لکه د دې هوجرې ميرزاګل!
[quote:730834e94e]خو زما په ټول ژوند کی او دادبياتو د پښتو څانګې په مضامينو کې کله د (( لېښلو)) سره نه يم مخ شوې [/quote:730834e94e]
چا چې د ادبياتو د پښتو څانګې مضامين ليدلي وي نو خبره به يې هرو مرو د کاڼي کرښه وي او د دې ښاغلي دا پرموده بايد په پټو سترګو ومنو چې ((لېښل)) بي بي سي والو جوړ کړی لغت دی.
هغې کليوالې ادې ويل ((وۍ پرنګيه د کودرتو دې جار شم)). دا بي بي سي توړۍ هم بلا کوي، نوي پښتانه خو يې ټول بې لارې کړل خو لکه چې زاړه يې هم پرې نه ښودل!
حميد بابا هم اوس بي بي سي اوري او بيا ترې نوي لغتونه هم زده کوي :

[color=blue:730834e94e]چې سېلاب زما د اوښکو پرې سيده کړ د يار مينې
نور مې ژر د زړه له سرايه، د سکون کاروان ولېښ[/color:730834e94e]

که حميد بابا دا لغت نوی نه وای زده کړی نو زمونږ د ادبياتو د پښتو څانګې د مضامينو متخصص به ورسره هرو مرو اشنا وای. دا خو به څوک راباندې په درې کتابه هم و نه مني چې دې ښاغلي په صنف کې يا خو خوبونه کول او يا د کومې لېښلې شين خالۍ غړانګو ته زنګېده. او يا خو به هسې وي لکه سعدي عليه الرحمه چې پرمايلي :
[color=white:730834e94e] نه محقق بود نه دانشمند
چارپايی برو کتابی چند [/color:730834e94e]
د خدای په کتاب کې هم د(( حمار)) او د(( اسفار)) ذکر راغلی.
له ما نه هم کله د خپل نامه -- ته له پوز -- ورانېږي نو خير دی د پاخه عالم او متبحر اديب ښاغلي ميرزا په ځای به هم زه خجالت و باسم.
بخښنه دې وي


Anonymous
17.11.2005

ګرانودوستانو د BBC په لاندی خبرکی خپلې کتنې په ډاګه کووم :

((اروپايي ټولنې او افغانستان تړون لاسليک کړ ))

((د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو کمشنرې))
> (کمېشنرې) به صحيح وي ٠

(( بينيتا فريرې والډر پر دغۀ تړون لاسليک وکړ . ))

((افغانستان له اروپايي ټولنې سره د همکارۍ يو تړون لاسليک کړى دى . ))

> دلته که د تړون لپاره د (چې) کليمه کارول شوې وای ، ښه به وای ٠

((پر دغۀ تړون د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله او د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو کمشنرې بينيتا فريرې والډر د فرانسې په سټراسبرگ کې نن ( د لړم ٢٥ د نومبر ١٥ ) لاسليک وکړ . ))

داپاراګراف اوپاسنې که سره نښلول شوي وای اوداسې ليکل شوي وای :

د لړم ٢٥ ، د نومبر ١٥ :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله او د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو کمېشنرې بينيتا فريرې والډرنن د فرانسې په سټراسبرگ کې د اروپايي ټولنې سره د همکارۍ په يو تړون لاسليک وکړ ٠

((افغان چارواکي وايي د دغه تړون >>ترمخه<< اروپايي ټولنې د افغانستان بيا >>رغاونې << ته ځان ژمن >> بللى<< دى او ژمنه يې کړې ده چې تر راتلونکو اوو کلونو(?) به په پرله پسې توگه د افغانستان بيا رغونې ته مالي مرسته کوي .))

دغه پاراګراف که داسې ليکل شوې وای :

افغان چارواکي وايي چې اروپايي ټولنه به د دغه تړون لمخې په پرله پسې توگه تر راتلونکو اوو کلونوپورې د افغانستان د بيا رغونې لپاره مالي مرسته کوي .
نومطلب افاده شو اودتکرار مخه هم ونيول شوه٠

((له متحدو ايالاتو او برتانياافغانستان سره هم دې ته ورته تړونونه لاسليک کړي وو چې په کابل کې د ولسمشرۍ د دفتر ريس جاويد لودين يې اهميت په نړيواله کچه د هغو اړتيا منل بولي چې افغانستان يې لري .))

دا سې که ليکل شوي وای ، ښه به وای :
افغانستان له متحدو ايالاتو او برتانيا سره هم دې ته ورته تړونونه لاسليک کړي دي چې
په کابل کې د ولسمشر د دفتر رئيس جاويد لودين يې په نړيواله کچه د هغو اړتياوو منل بولي چې افغانستان يې لري .

((ښاغلي لودين بي بي سي ته وويل له دې تړون سره اروپايي ټولنه ژمنه ده چې له ٢٠٠٦ کال څخه د اوو کلونو لپاره په پرله پسې توگه له افغانستان سره په بيا رغاونه کې مرسته وکړي .))
دا سې که ليکل شوي وای ، ښه به وای :

ښاغلي لودين بي بي سي ته وويل :
له دې تړون سره اروپايي ټولنې ژمنه کړيده چې له ٢٠٠٦ کال څخه په پرله پسې توگه به د اوو کلونو لپاره د افغانستان سره په بيا رغوونه کې مرسته وکړي ٠

((دۀ وويل د دغو مرستو کچه معلومه نه ده .))

دا سې که ليکل شوي وای ، ښه به وای :

نوموړي داهم وويل چې د دغو مرستو کچه لا تراوسه معلومه نه ده ٠

(( د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو کمشنرې بينيتا فريرې والډر وويل په افغانستان کې تر پارلماني ټاکنو وروسته . )) نومطلب يې څه ؟ چې يو نوى پړاو پيل شوى دى نو څنګه يې ارزوي ؟ زه فکرکووم دا جمله بايد پورته چېرې نښلول شوې وای ترڅو مفهوم يې اسانه افاده شوې وای ٠

((په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته اروپايي ټولنې له افغانستان سره په مالي ، سياسي او پوځي برخو کې مرستې کړي دي . ))
په پورتني مطلب کی د ربط کليمو ته ضرورت وو٠

قندوزي


Anonymous
17.11.2005

((ته له پوز )) :oops:

((اول خو به د سلامونو يو کتار در وشړم که ويې منئ. ))
خېر ، د نابللو ادبيات هم داسې وي ٠ خو که سلامونه يې دخروکتارهم وي ، زه به يې د حميد ماشوخېل په خيال وڅرووم ٠

((چې څوک پرتوګ نه لري او خپله لمن په سر اړوي هغه داسې وي لکه د دې هوجرې ميرزاګل! ))
خودچاچې خښتګ سورې وي او پرې خبر نه وي نو هغه به دقران مجيد په حيا څه خبر شي ؟ اوچې دغه مقدس کتاب ونه پېژني نو خود به له څلورو يوازې درې مني ٠ لکه پخپله چې اعتراف کوي : ((دا خو به څوک راباندې په درې کتابه هم و نه مني ))
((د خدای په کتاب کې هم د(( حمار)) او د(( اسفار)) ذکر راغلی))
نودهغې کليوالې ادې برکت دی دې چې اوس وايې چې ((وۍ پرنګيه د کودرتو دې جار شم)). او ((لېښل)) دی د بي بي سي توړۍ وينا ده چې هر تلفظ دی هم بلا کوي ٠ نو توړۍ چې دومره مينه وال ولري ، حميد بابا اومېزا به په عاجز صورت څه وکړي ؟

((
چې سېلاب زما د اوښکو پرې سيده کړ د يار مينې
نور مې ژر د زړه له سرايه، د سکون کاروان ولېښ ))

دا د حميد بابا ددېوان په کومه برخه کی دي ؟

تاسو ريښتيا خپله مورنۍ لهجه لکه د ((لېښلو)) سوچه ساتلی ځکه خو (ف ) په (پ) اداکوې او د خپل نامه تلفظ هم دنه ورانيږي ٠
ته چې دوه ټکي نشې بېلولې ، څنګه به وکولای شې د پاخه ميرزا په خبرو پوه شې ؟
نو له څلورو کتابو چې يوازې درې منې او په انګريزي ډېران کی دی پښې اړم کړي دي ، نو که له غوږو دې هرڅومره کش کړو تری نه راووځې ٠ بس بهتره داده چې پکی رغړه !!

مېرزا


بی بی سی راډيو

Anonymous
27.11.2005

دبنډار خوږو دوستانو سلام !
په زړه پورې موضوع ده خو راځیء چې له بې ځايه احساساتو منطق ته راشو او ځان سره پوه کړو.
د بي بي سي راډيو په ريښتياهم د نړيوالې راډيو پر ځای په يه کليواله،سيمه ايزه ،متعصبه او وروسته پاتې راډيو بدله شوې ده .
له بده مرغه چې دوی هيڅ ډول معيار منلو ته چمتو نه دي .
لومړی خو بايد کوښښ وشي چې په يوه نړيواله راډيو کې په معياري ګړدود خبرونه وويل شي خو که څوک بيا په ويلو کې ستونزې لري نو ليکل خو بايد هيڅکله هم په لهجوي توګه ونه کړي.
دوی بايد دا ومني چې په لهجو ټينګار معياري ژبه خرابوي.
او تاوان يې ټولو پښتنو ته دی.
لهجه هيڅوک له چانه نه شي اخيستلی ، هر څوک کولی شي چې په خپله سيمه کې خپله لهجه وساتي خو خپله لهجه پر نورو تپل او هغه هم بيا د بي بي سي نړيوالې راډيو څخه دا نو د ناځوانو خلکو کار دی.
تاسو که لږ ځير شیء پښتو ژبه په همدې وروستيو کلونو کې ډېره پرمخ تللې ده او زما په نظر هغه هم په جرمني کې د کلتوري ودې ټولنې په هاند او هڅو.
ځکه چې هغوی د اسماعيل يون په لاس کتابونه چاپول او افغانانو ته يې تر ډېرې کچې وړيا ورکول چې ژبه يې خورا معياري وه.
له نېکه مرغه په دې وختونو کې که تاسو له ننګرهار،کونړ،لغمان،خوست،پکتيا،پکتيکا،وردګو،لوګر،او نورو زياتو ولايتونو خپرېدونکې مجلې ولولیء نو داسې سوچ به وکړیء چې دا د يوکس له خوا ايډيټ شوي دي.
له کندهاره هم دهوسیء،ښکلا،او ميوند مجلې يو څه ګوزاره کوي. خو نورې ځينې خپرونې چې له کندهار،هلمند او زابله خپرېږي باور وکړیء چې که څوک په پښتني مينه او احساس ورته وګوري خواشينی به شي.
دوی ډېر سيمه ايز افراط کوي.
مخکې مې هوسیء ياده کړه خو هوسیء په پورتنۍ ليکه کې نه ده ځکه چې په ښکلي معياري ليکدود چاپېږي.
نو زه وايم که کندهاری له کندهارۍ او نور له خپلو لهجو تېرنه شي نو پښتو به څنګه پرمختګ وکړي.
که مونږ د اطلاعاتو او کلتور وزير راټينګ کړو چې په لوحه دې پښتو وليکه نو راته وايي به چې کومه پښتو؟
پورتنۍ خبره زه له ځانه نه کوم. يوه ورځ مې د يوې خپرونې چې په پښتو او پاړسي خپرونې کوي وويل چې وروره کاشکې دې داپښتو لږه سمه ليکلې وای !
هغه راته وويل : ولې زمونږ په دفتر کې پښتون شته او هغه يې همداسې وايي.
اوس به د لېښل بحث ته راشم.
دا سمه ده چې لېښل به د کوچيانو به لهه کې وي او حميدبابابه هم استعمال کړی وي خو بايد لږ سوچ وکړیء چې خبر چاته وايیء ؟
يوازې کوچيانو ته؟
يوازې هغه چاته چې دحميدباباديوان يې لوستی وي؟
يوازې هغه چاته چې په پښتو ويونوکې ډېرمعلومات ولري؟
کله چې مونږ لېږد يا کډه کول ولرو چې هم کوچيان او هم کليوال پرې پوهېږي نو لېښل ته څه اړتياده؟
که د دې ويي په له منځه تلو وېرېږیء نو په قاموس کې ځای ورکړیء اويا يې په نورو لهجوي څېړنو کې راوړویء چې خوندي پاتې شي.
بی بی سی خو نړيواله راډيو ده ! نه کليواله اوکوچيانۍ
همدومره
ستاسولاروی


Anonymous
27.11.2005

سلام
په داريو کې د لهجې خبره له معيار سره کوم تړاو نه لري، معياري ژبه که څه هم په پښتو کي لا سمه نه ده ښکاره شوي خو د ( سته ) په ځاي شته او د وسو په ځاي وشو معيار بلل شوي دي .
نور که څوک په ويلو کې ٍ( شين ) ( خين ) وايي هغه به عيب نه وي .

د لاروي صيب په خبرو کې يو څه ته حق حيرانه شوم ، دوي په هغو بحثونو کې چي د يو شاعر په شعر دلته روان وو دا خبر کوله چي سوڅه پښتو ټکي دي وکاريږي او اوس چي سوچه ټکي ګوري نو بيا ليکي چي دا خو د کوچيانو او حميد بابا دپاره نه دی .
د قندوزي او هغه بل دوست په خبرو کې نور څه نه وايم خو د ژمنې او ژمن تر منځ فرق پکار دی . ژمن متعهد ته وايي او ژمنه وعدې ته وايي .


Anonymous
27.11.2005

لاروي صاحب د سمت خبره پورته کړې ده
د ده دپاره يوازي مشرقي معيار دي او نور پښتانه هسي ...............

معيار يوازي په يون او مفتون نه دی ټينګ .

و کندهار، زابل او هلمند سيمو ډير تکړه ليکوال ورکړي او اوس يې هم لرلي دي
لار دې نيسه او په پښتنو کې تفرقه مه اچوه لاريوه


Anonymous
27.11.2005

((لاروي صاحب د سمت خبره پورته کړې ده ))
ګرانه لاروي صاحب د سمت خبره نه ده پورته کړې بلکه يوتريخ حقيقت ته يې ګوته نيولی ٠ که په حقيقت ويلو کوچيان خفه کيږي دغه يې خپل کار دې ٠
اکمل صاب ، لږ ه ليکنه په غوور ولوله چه هغه څه وايي !

(( د ده دپاره يوازي مشرقي معيار دي او نور پښتانه هسي ............... ))
ځواب داسې وي ؟

((و کندهار، زابل او هلمند سيمو ډير تکړه ليکوال ورکړي او اوس يې هم لرلي دي ))
لار دې نيسه او په پښتنو کې تفرقه مه اچوه!))

بېشکه چه شته او يوکنړې ورته ددرنو پښتنو په سترګو ګوري او بايد وګوري ٠ دابه ستاسو دادعا برعکس وي که څوک کوښښ کوي دپښتنو نيمګړتياوی په ګوته کړي اوکوښښ کوي پښتانه يوموټې اويو اواز کړي ٠ يواځې داسې انتقادي اوڅارونکي خلک دپښتنو صحيح دوستان دي ٠ زه پخپله نشم کولای د يوڅو کوچيانو لپاره چه په بې بېسي راډيو کی کارکوي ، په حقيقتونو سترګې پټې کړم ٠ نو ځکه بيا جرات کوم چه د ځينو ليکوالانو پام پښتو وينا ته نه بلکه پښتو معياري ليکدود ته واړوم ٠ په ځانګړې توګه په کندهار ۍ پښتو کی ډېر داسې فارسي لغاتونه استعماليږي چه په معياري پښتو ليکدود کی نه کارول کيږي لکه :

درخته
بلګونه
شاخونه
سايه
سېب
سېبان
ايا دابه ستاسو په اصطلاح سيمه ايز تعصب وي که مونږ ووايو چه ددغو لغاتونو پرځای سوچه پښتو مروج او معياري لغاتونه شته بايد په کندهارکی رواج پيداکړي ؟
اود((لېښلو)) په باب بايد ووايم چه ما د خپلو کوچي دوستانو څخه پوښتنه وکړه ، يو هم په دغه لغات نه پوهېده نود اکثريت پښتنو خو سوال نه پيداکيږي ٠ همدغه راز زمونږ ځينې ليکوالان سره له دې چه په ګرامر ښه پوهيږي ، د ځينو افعالو(کړل \کړو) په کارولو کی توجه نه کوي لکه په دې جملوکی (هغې ډوډۍ وخوړل ، هغوی ډوۍ وخوړل او موژ ډوډۍ وخوړل ) ٠
په پای کی د خدای لوی رحم دې چې ترکمن يې پيداکړې يم کنه دپښتنو له لاسه به می هره ورځ سرمات ؤ ٠ ددوی تعليميافته له بې تعليمو څخه زيات بې حوصلې او وروسته پاته دي ٠
ولی خپل دماغ د هغه چاسره خراب کړم چه هيڅ توقع تری نشي کيدای ٠

بريکلالله
الله يار


Anonymous
30.11.2005

[color=red:d640e7bd9c]اقتباس:
د لاروي صيب په خبرو کې يو څه ته حق حيرانه شوم ، دوي په هغو بحثونو کې چي د يو شاعر په شعر دلته روان وو دا خبر کوله چي سوڅه پښتو ټکي دي وکاريږي او اوس چي سوچه ټکي ګوري نو بيا ليکي چي دا خو د کوچيانو او حميد بابا دپاره نه دی.[/color:d640e7bd9c]ګوره وروره نوم دې زاهد دى خو په ليكنه كې دې ټكى زهد هم نيشته!
هغه وخت چې ديوشاعر په شعر بحث روان و هغه شاعر صيب هغه سوچه پاړسي ويونه كارولي وو چې مونږ يې په پښتو كې معادل ويونه درلودل او لرو يې، نوځكه مادپښتو په سوچه ويونو ټينګار كاوه.
اوس خو بحث دبي بي سي پر نړيواله راډيو روان دى او هغه هم په خبري برخه .
يعني هلته هم ديومخكښ شاعر پر شعر بحث كيده او اوس ديوې مخكښې راډيو پر خپرونو اوژبه بحث روان دى . نو دهرچانه بايد دهغه له سويې سره سمه غوښتنه ولرو.
تاسوخپله لږ سوچ وكړئ چې خبر اوشعر څوك په يوه ژبه خپروي؟
بله دا چې دبي بي سي سره په څنګ كې پاړسي بي بي سي ده هغوى ته خو هم لږ سوچ وكړئ.
د زاهد ورور له ليكنې دا هم برېښي چې زه ګوندې د بي بي سي په اړه دسوچه پښتو ټكيو مخالف يم . نه هيڅكله نه زه اوس هم وايم چې پښتو سوچه ټكي دې وكارېږي. خو له زاهد بايد وپوښتل شي چې ستاپه ګومان لكه چې (لېږد) پاړسي ياعربي ټكي دى چې پرځاى يې بايد لېښل وكارول شي؟
بله داچې ده ويلي چې معيار دلهجې سره تړاو نه لري .
نوماكله ويلي چې لري يې خو د بي بي سي راډيو دا تړاو وركوي او په يوه نړيواله راډيو كې چې بايد په معياري ژبه خپرونې وكړي،په سيمه ايزه او حتى په كليوالو لهجو خپرونې كوي!
اوپاتې شوه دکوچيانوخبره،باور وکړه چې زه چېرته پر لاره هم دکوچيانو ګډې وګورم ،د دوی په ناوړه او بد ژوند مې زړه بېخي دانه وانه شي او د افغانستان دبشري حقونو دغه تش په نامه کمسيون راته ټوکې ښکاري.

اودا اکمل ورور نه پوهېږم چې ولې د تعصب غومبسو دومره چيچلى او پړسولى چې همداسې سور سور كېږي؟
داخو دجګړې خبره نه ده . بايد سره يو شو،پوه شو او دخپلې بقا له پاره هلې ځلې وكړو!
ما كله ويلي چې زموږ په لهجه دې خپرونې وشي چې دى وايي خبره دې سيمه ايزه كړې ده؟
زه ده ښاغلي ته يوه ټوكه ليكم:
وايي يو سړي دچا خوسى (سخى) غلا كړى و. په چم ګاونډ كې به چې يې دوه تنه سره يوځاى په خبرو وليدل نو ده به پرې وربړچ وهل اووبه يې ويل: (اى دا څه خوسى _ خوسى كوئ؟)
نو زما په نظر دا ښاغلى لوى متعصب او سيمه پال دى نوځكه هر څوك دځان په څېر ورته ښكاري.
ما خو د كومې سيمې پلوي نه ده كړې يوازې همدومره مې ويلي چې له ځينو سيمو خپريدونكې خپرونې په څه ناڅه معياري ژبه دي او ځينې يې افراطي سيمه پالنه كوي.
تاسو وګورئ ښكلا،ميوند،هوسۍ له كوم ځايه خپرېږي . ما كه سيمه پالنه كولى نو ويلي به مې وو چې ټولې خپرونې.
ما خو دښكلا او ميوند ستاينه كړې ده.
او هوسۍ خو زه په معياري ژبه دپښتو خپرونو دسرتاج بولم! نو اوس ووايه وروره چې زه سيمه پال يم او كه تاسو ؟
بله دا چې تا غټټټټټه اشتباه كړې ده ! زه د مشرقي نه بلكې د افغانستان دسمممممممم منځ يم.
او معيار دهيچا لهجه نه ده؟
نو تاسو هسې غوسې اخيستي ياست!
زه به هيڅكله دبګړۍ مجلې ستاينه ونه كړم ځكه چې هغه ستر استاد علامه بابا عبدالشكور رشاد په ډېرو مستندو دلايلو رد كړې او تر بګړۍ يې پګړۍ سمه بللې ده.
خو نه پوهېږم چې ځينې خلك ولې ستاغوندې سرتمبه وي چې نه دمشر خبره مني او نه دكشر؟
ته خودې دې لاندې املاګۍ ته وګوره؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[color=orange:d640e7bd9c]اقتباس:
معيار يوازي په يون او مفتون نه دی ټينګ .
و کندهار، زابل او هلمند سيمو ډير تکړه ليکوال ورکړي او اوس يې هم لرلي دي
لار دې نيسه او په پښتنو کې تفرقه مه اچوه لاريوه[/color:d640e7bd9c]
بله دا چې ما دكلتوري ودې ټولنې ستاينه كړې اودمعياري پښتو ژبې په خپرولو كې مې د دوي هاند اوهڅې ستايلي دي نو هغه خو د مشرقيوالو نه ده .
هلته خو دعلامه بابا رح زوى ډاكټر طارق رشاد هم غړيتوب لري نو ته ولې بې ځايه تعصب كوې؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more