د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دكابل سوړ اوتاريك اختر

Anonymous
06.11.2005

دكابل سوړ اوتاريك اختر!!؟

چاپي بڼه

لطيفه زحل _كابل
دكابل سږني آختر دنوروكلونوپه پرتله ډير سوړ اوځورونكي و،په سږني آختر كي هغه جوش ،مستي اوخوښي نه ليدل كيده لكه دتيروكلونوپه اخترونوكي چي وه
ما دلته دښاردڅوكسانونه ددي سوړوالي لامل وپوښته ،نوهغوي راته په ځواب كي وويل چي مستي اوخوښي خوهم خوښ اوخوشحاله زړه غواړي ، خنداخويواځي په هغوشونډوجاري وي چي زړونه يي خوشحال وي
په رښتيا هم چي دكابل داكثروښاريانوزړونه خپه دي اوداخپګان دهري ورځي په تيريدولاهم زياتيږي اواوس دادي داسي پړاوته رسيدلي چي داختردخوښيواو خوشحاليوپه ورځوكي هم دكابل ښاريانوپه شونډوموسكا نه ليدل كيږي
ددي خپګان لاملونه هم زيات دي ،په دي ښاركي دنوروستونزوترڅنګ لويي ستونزي
دبيكاري ،اوبي كوري ستونزي دي چي ددي وران ويجاړښار اكثريت بي وزلي ولس ورسره لاس اوګريوان دي
دطالبانودسقوط نه وروسته ددي ځاي اوسيدونكوته دافغانستان دنوروولسونوپه څير داهيله پيداسوه چي اوس به نوددوي په ژوندكي بدلون راځي اونوربه ددوي بدبختيواواقتصادي بدمرغيوته دپاي ټكي كښيښودل شي ،خوددغوڅوكلونوپه بهير كي په پرله پسي توګه ددي ښار اودافغانستان دنوروبي وزلوولسونوداهيلي په ناهيلي واوښتي
دولسمشري دټاكنوپه بهير كي دكابل ښاريانوپه ډير ه مينه اوعلاقمندي په ټولټاكنوكي ګډون وكړ اوداهيله يي لرله چي دنوي ولسمشر په ټاكلوسره به يوداسي حكومت را منځته شي چي ولس اوپه تيره بيا دپلازميني بي وزلوخلكوته به دګټوروخدمتونومصدر وګرځي.
خو ديوه كال په بهير كي دغه حكومت ونشوكړاي چي آن دكابل ښارخلكوته داوبواوبرښنا اسانتياوي برابري كړي ،له همدي امله ددغه ښارخلك ناهيلي اونااميده شول اوددي ناهيلي ډير څرګندعكس العمل په پارلماني انتخاباتوكي دګډون نه كول و
ويل كيږي چي د۶۰نه نيولي بيا تر۷۰په سلوكي دكابل ښاريانوپه پارلماني ټاكنوكي ګډون ونه كړاوپه دي توګه يي خپل مخالفت له دغوانتخاباتوسره وښود اوهمدارازيي خپله ناهيلي اونااميدي څرګنده كړه ،له همداي امله و،چي په كابل كي په سلوكي ۶۰كاندايدان دجنګي ډلوله لوري وټاكل شول چي داپخپله دكابل ښاريانوته دمنلووړنه دي اودوي ورباندي باورنه لري اوخپل استازي يي نه ګڼي
يوبل لوي عامل چي دكابل سږني آختر يي دكنګل په ځير سوړكړي اوپه سر يي ورته يخه واوره شيندلي وه هغه داختر نه مخكي دروژي په مياشت كي داړتيا وړموادودبيو بي كچه لوړوالي و،چي له امله يي دكابل خلك پوزي ته رسولي وه ،هيڅ داسي ارګان اوباصلاحيته مقام نه و،چي دبيودلوړوالي مخه ونيسي دهري ورځي په تيريدوسره دضروري اوداړتيا وړخوراكي موادوبيي مخ په وړاندي رواني وي ،چي ولس يي دمرګ ترپولي رسولي و،دخلكودپرله پسي نيوكواوشكايتونوله امله داقتصاداوسني وزير امين فرهنګ ددي په ځاي چي دولس په ټپونو ملهم كيږدي دهغه پرخلاف يي دكابل ښاريانوپه ټپونومالګي ودوړولي اوديوه فاتح په څير دتلويزيون پرپرده راښكاره سواوولس ته يي وويل چي ستاسوشكايت بي ځايه دي ځكه موږ دازادبازار داقتصاد په لورروان يواوغواړوبيي اودشيانوقيمتونه په بازاركي درقابت پراساس وټاكل شي ،موږ به هيخكله داكارونه كړوچي قيمتونه په زورپه خلكوومنو،زموږ اقتصادي پاليسي داده چي قيمتونه په بازاركي دعرضي اوتقاضا پربنيادونوباندي وټاكل شي نه په زوراوددولت له لوري ،ځكه دادپخواني سوسياليستي سيستم ځانګړتيا ده
داچي ولي دااختر تاريك و،علت يي څرګند اوروښانه دي ،ځكه داختر په شپه دښار په اكثروسيموكي هغه څوساعته بريښنا چي دمعمول په توګه چالانيږي هغه هم نه وه اوكابل دآختر په مباركه شپه ديوه كاملي تاريكي په غيږ كي پروت و،داختر په ورځوكي دښاراكثره سيمي دبرښنا له نعمته بي برخي وي
دبرښنا نشتوالي مستقيما دكابل په بي وزلواوغريبوخلكواغيزه ښندي ،دشتوڅښتنانو ،دبلډينګونومالكانو ،دجنګي ډلوسروالانو ،مافيايي بدماشانو ټولو دډالروپه زورځانونوته داسي جنراټورونه لګولي چي دتاريكي نه اصلآ خبرنه دي ،داختر په ورځوكي
دقلعه شاده په سيمه كي دبريښنا يوبرج دتخنيكي نيمګړتياوو،له امله اورواخيست اوددغي سيمي ۶۰۰كورني په تاريكي كي كيناستلي داسي څوك نه و،چي ددوي غم وخوري ،چي وروسته دسيمي خلكوپه خپل شخصي لګښت له كوم ځاي نه يو ترانسفارمر پيداكړ اوپه برج كي يي ولګاوه
په همدي توګه دښار په اكثروسيموكي دبريښنا نشتوالي دخلكواختر په تاريكي كي ډوب كړي و.
دكابل زيات شمير اوسيدونكي په دي عقيده وو،چي داآختر دي هغوي ته مبارك وي چي دملت له وينويي بلندمنزلونه ابادكړل ،دميليونونوډالروخاوندان شول ،دكروزينونوقافلي ترشاه پسي رواني وي ،اوډلي ډلي باډيګاردان ور پسي منډي وهي

دكابل يوه ښاري ماته داسي وويل : زړه خومي په دي دردكوي چي دكابل واكداران اوس هغه كسان دي چي يووخت يي كابل په توپونواومرميولوټي لوټي كړ ،كابليان يي ووژل اواوس يي زموږ په مړوباندي ځانونوته بلندمنزلونه آبادكړل اودكابل ښكلي ښاريي دخپل تجارت په مركزاړولي څه يي چي زړه غواړي هماغسي كوي
په رښتيا هم داهغه تريخ اوځورونكي حقيقت دي چي كابل اوكابليان ورسره مخامخ دي اودادي اوس يي اخترونه هم ساړه اوتاريك شوي دي ،دكابل اوكابليانودبرخليك په اړه درحمت شاه سايل دابيت رايادشوچي وايي :

ستا اودګل منځ كي لا( سايله ) ډيري دښتي دي
تا لا د اغزو نه قدم ايښي په لمبو نه دي


Anonymous
06.11.2005

ددي پاڼې لوستونکې دي اوس دافغانستان په ګو ډاګي دولت قضاوت وکړې :
امين فرهنګ په تلويزون کې :

[quote:af9e81120e][color=brown:af9e81120e][size=18:af9e81120e]يوبل لوي عامل چي دكابل سږني آختر يي دكنګل په ځير سوړكړي اوپه سر يي ورته يخه واوره شيندلي وه هغه داختر نه مخكي دروژي په مياشت كي داړتيا وړموادودبيو بي كچه لوړوالي و،چي له امله يي دكابل خلك پوزي ته رسولي وه ،هيڅ داسي ارګان اوباصلاحيته مقام نه و،چي دبيودلوړوالي مخه ونيسي دهري ورځي په تيريدوسره دضروري اوداړتيا وړخوراكي موادوبيي مخ په وړاندي رواني وي ،چي ولس يي دمرګ ترپولي رسولي و،دخلكودپرله پسي نيوكواوشكايتونوله امله داقتصاداوسني وزير امين فرهنګ ددي په ځاي چي دولس په ټپونو ملهم كيږدي دهغه پرخلاف يي دكابل ښاريانوپه ټپونومالګي ودوړولي اوديوه فاتح په څير دتلويزيون پرپرده راښكاره سواوولس ته يي وويل چي ستاسوشكايت بي ځايه دي ځكه موږ دازادبازار داقتصاد په لورروان يواوغواړوبيي اودشيانوقيمتونه په بازاركي درقابت پراساس وټاكل شي ،موږ به هيخكله داكارونه كړوچي قيمتونه په زورپه خلكوومنو،زموږ اقتصادي پاليسي داده چي قيمتونه په بازاركي دعرضي اوتقاضا پربنيادونوباندي وټاكل شي نه په زوراوددولت له لوري ،ځكه دادپخواني سوسياليستي سيستم ځانګړتيا ده [/quote:af9e81120e][/size:af9e81120e][/color:af9e81120e]

اول خو دي خداي پاک د المان هغه پوهنتون وران کړې چې ده ته ئي په اقتصاد
کې ډاکتري ورکړې ده .
دا په المان کې دپټ پوليس ترجمان اوس د افغانستان داقتصاد وزير دي٠
دا پوچ مغزه په دي هم نه پوهيږي چې نرخ څرنګه کيښودل کيږي او کوم پارامتر
او نورمونه داشياؤ او ارزاقو نرخونه ږدي .
ايا په يوه هيواد کې نرخونه دخارجي موسسود معاشونه په اندازه تړل کيږ ي او که دداخلي موسسواو دي دولتي مامورينو دمعاش په اندازه ?
علاوه پردي ملي عايدات او ملې صادرات او واردات څه رول لري ?
زه حيران پاته يم چې داسي بيسواده څرنګ دوکتورا لري او څرنګ وزير شوي دي خودي ملامت ندي ددي مانوي پلار ظاهرشاه هم دغسي دي٠
دمسال په ډول محدودکسان له 300-500 ډالروپوري له خارجي مؤ سسوځخه معاش لري او نور ټول ملت په دفترو ، ښونځيو او .... 5000-2000 افغانيو پوري ماش لري ٠ نو اوس کوم معاش نرخونه وتړي ? دهقانان اوراغلي محاجرين به څه کوي?
دي دله په جرمني کي اوريدلې دي او اوس ئي په افغانستان عملي کوي او خبرندي چي نرخونه په جرمني کې د څو مؤ سسو له خوا کنتروليږي او ديوه ټاکل شوي نورم له مخي دعايد سره مستقيم متناسب دي اوپه يوه تنا سب سره ر قابت کوي ٠ خو دئ پر دي هم نه پوهيږي چې ديوه ملت اقتصاد په اخستلو او خرڅولو پوري
تړلي دي او هر څومره چې خريد کميږي هغومره دملت اقتصاد هم ضعيفه کيږي .

لعنت دې وي په کرزي او دهغه په بيکاره اوجاهله لوټماره کابينه


Anonymous
07.11.2005

زحل جانې!

د کابل د غمجن اختر د ريښتيني انځور د کاږلو نه مننه٠
چې پردي ځواکونه، غبرګ غبرګ پيغورونه او د وچکالۍ او نيستۍ د ګاڼې ټيکونه د افغانانو پر لمنو ټومبلي وي، خداي خبر چې ښه اختر او يا ښه ورځ مو نصيب شي٠

خو بخيلي به نه کوو، د اعليحضرت حامدشاه کروززي او د همايوني کابينې د معظمو غړو او د فاتح الملک والمله محمد قسيم خام فهيم او د امير هرات و نواحي او امير اسبق سګبازان و حال ننګراريان ، نماينده صادق پشه يان اسيا ، ججق مجق ايت الله العظمی محقق ،حامي امور غير قانوني محمد يونس قانوني ، بادپکه زميني مولانا رباني، د ږيرې د ويښتو نداف شيخ الحديث سياف ، د خونکاريو روستم اکه دوستم، او نورو عاليجنابانو ته دې د اختر خوندونه بختور وي٠

پکتياوال سويډن


نقاد
07.11.2005

نه کوشان صيب : دا چی ولی نرخونه د روژی په مياشت کی پورته ځی ، علت يی دا[color=white:927b333f94] نه[/color:927b333f94] دی چی ، ګواکې په بازار کی تقاضا کميږی ، او پلورونکۍ ددې دپاره چی عايد يی کم نشی نرخونه جګوی . برعکس نه تقاضا کميږي او نه د تقاضا په کميدو سره نرخونه جګيږي ، بلکې نرخونه رالويږي او پلورونکي په دې سره د خپل مال د خوسا کيدو يا بيځايه
امباريدو مخه نيسي . په روژه کې برعکس د تقاضا کچه لوړيږي ، نو ځکه نرخونه هم جګيږي ! دغه د آزاد بازار اقتصادي قانون دي چې په اسلام کې بد بلل کيږي خو مخه يې هم نشي نيولی . خو په نا آزاد کمونېستي اقتصاد کې يې دولت په زور مخه نيسي ، خو اقتصاد يې هم په داخلي بازار کې وده او پراختيانه کوي! والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more