د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حضرت علي سناتور شو!!!

Anonymous
06.11.2005

د خداي کانې دي چې پر پښتنو کيږي٠

د علم ، پوهې او ادب له ټاټوبي ننګرهار نه يو بې سواده، قاتل او شوکمار سرګروپ د حضرت علي په نوم تر ټولو زياتې رايي اخيستي دي او ډېر ژر به په پارلمان کې د ننګرهاريانو استاځي شي٠


نقاد
06.11.2005

ولې به نه کيږي چې شاړي د يوه لوی قام په توګه يې بسته ترشا وﻻړ دي، خو که له شاړو پرته بل چاهم رايه ورکړي وي نو بيا ستاسې له نظر سره سم د ډير ې حيرانتيا خبره ده ! پيسې هم رايې ګټي!
د حکومت دا خبره بيځايه او غلطه ده چې که څوک ټوپک سالا ر نه غواړي نو رايې دې نه ورکوي او په دې توګه به ګواکې هغوی پل محدوديت په سترګو وويني او له ماتې سره به مخ او ګوښې شي .
ټوپکسالار انو خو پر خپلې سيمې او خپل قام کې ظلمونه نه دي کړي [color=white:3c74dca6c2]بلکې په ګاونډيو يا ليرې سيمو او نورو خلکو کې يې خلک وهلي ، شوکولي او وژلي دي [/color:3c74dca6c2]او ځان يې آن د خپل قام مشرۍ ته پرې رسولی دی (!) . نو کله چې کانديد يږي په خپلو سيمو کې د خپل قوم غټ ا واړه يې پر پلوۍ دريږي . دوستم پر اوزبکو ، حضرت علي پر شاړو او ګلاب ځوی پر پکتياوالو زور ظلم نه دی کړی ، علومي هم د کندهار په بمباريو کې چا هلته نه دی ليدلی ، نو هغوی به ولې رايې نه ورکوي ؟ دوی د خپل قام په ملاتړ د ګرد افغانستان ددوښمنانو په توګه د شورا چوکيو ته ورسيدل او دغه چانس ورته اوسني حکومت ورکړ چې محاکمه يې نکړ ل بلکې نور يې هم پسې غښتلي کړل . د ښاغلي ولسمشر سازشونه
له شمالي ټلوالې سره د امريکا د سازشونو پر بنسټ وﻻړ دي او حضرت علي په ننګرهار کې د نوموړې ټلوالې د جمعيت د ګوند او رباني خېلوله پرکټو څخه يو تن د ی . ددې قومونو وروسته پاتې والی، په دوی کې د ملي شعوراو ملي مسوليت نشتوالی د نوموړو جنايتکارانو د ټاکلو سبب ګرځيدلی دی . خير پينوشې اوس په چيلي کې محاکمه کيږي، دوی به هم که خدای کول ددغې دورې
د مصونيت دو روستۍ ورځې پر ما ښام ونيول شي او پر سهار به يې محکمې ته راکاږي . ولې نه ؟ په درنښت !


Anonymous
06.11.2005

درک دي کړی خو تر اوسه بيده ئي ، پښتانه ټول ساده دي٠
په يوه غله بل غل نيسي ، په چائي محاکمه کوي ?
دعمل وخت دی د خلکو غلته ول نور نو لوی خيانت دی ٠
پيچخړ ميلمه

[quote:579a4c5a0b="نقاد"]ولې به نه کيږي چې شاړي د يوه لوی قام په توګه يې بسته ترشا
وﻻړ دي، خو که له شاړو پرته بل چاهم رايه ورکړي وي نو بيا ستاسې له نظر سره سم د ډير ې حيرانتيا خبره ده ! پيسې هم رايې ګټي!
د حکومت دا خبره بيځايه او غلطه ده چې که څوک ټوپک سالا ر نه غواړي نو رايې دې نه ورکوي او په دې توګه به ګواکې هغوی پل محدوديت په سترګو وويني او له ماتې سره به مخ او ګوښې شي .
ټوپکسالار انو خو پر خپلې سيمې او خپل قام کې ظلمونه نه دي کړي [color=white:579a4c5a0b]بلکې په ګاونډيو يا ليرې سيمو او نورو خلکو کې يې خلک وهلي ، شوکولي او وژلي دي [/color:579a4c5a0b]او ځان يې آن د خپل قام مشرۍ ته پرې رسولی دی (!) . نو کله چې کانديد يږي په خپلو سيمو کې د خپل قوم غټ ا واړه يې پر پلوۍ دريږي . دوستم پر اوزبکو ، حضرت علي پر شاړو او ګلاب ځوی پر پکتياوالو زور ظلم نه دی کړی ، علومي هم د کندهار په بمباريو کې چا هلته نه دی ليدلی ، نو هغوی به ولې رايې نه ورکوي ؟ دوی د خپل قام په ملاتړ د ګرد افغانستان ددوښمنانو په توګه د شورا چوکيو ته ورسيدل او دغه چانس ورته اوسني حکومت ورکړ چې محاکمه يې نکړ ل بلکې نور يې هم پسې غښتلي کړل . د ښاغلي ولسمشر سازشونه
له شمالي ټلوالې سره د امريکا د سازشونو پر بنسټ وﻻړ دي او حضرت علي په ننګرهار کې د نوموړې ټلوالې د جمعيت د ګوند او رباني خېلوله پرکټو څخه يو تن د ی . ددې قومونو وروسته پاتې والی، په دوی کې د ملي شعوراو ملي مسوليت نشتوالی د نوموړو جنايتکارانو د ټاکلو سبب ګرځيدلی دی . خير پينوشې اوس په چيلي کې محاکمه کيږي، دوی به هم که خدای کول ددغې دورې
د مصونيت دو روستۍ ورځې پر ما ښام ونيول شي او پر سهار به يې محکمې ته راکاږي . ولې نه ؟ په درنښت ![/quote:579a4c5a0b]


yaw zay shay khalqo kana taba shway

Anonymous
06.11.2005

سلامونه درواخلي!
دوستانو ګولونو ! خبره داسې ده چې کله باچا خان وفات کېدو نو وېلي او چې پښتنو باندې چې تر څو ګېډه مړه وي او هر څه خوراک څښاک وررسي نو دوی بس هر څه ته شاکړي او وای چې خدای به خير اوکړي ، نو په والله چې سمه غوره ی وېلي او. تر څو چې قبايل په قام او قام په يوه نعره يو اواز نشۍ او په يو کس پسې لکه مچان ونه نښلۍ او دې ته ی مخه راونګرزوۍ چې ګوره دا لار ده که په والله که جوړ شي افغانستان .
بس اوس چې هر يو جنګسالار وينۍ نومان بدل رابدل کړي څوک د خداي دعوه کړي لکه د هزاره قبيلې مشر مزاري او څوک لکه رباني د استادۍ دعوې کړی او څوک هوم د اميرالمومنين او امريکې له به بوټان صفا کوي او دلالي به اورله کوي نو امريکه به هومهاغه په حکومت کې راولی. بس داسې لکه دې حضرت علي په شان ډېر دي ټول وطن ددو لاس کې پروت دی.


نقاد
06.11.2005

[quote:917a48bdbd]
په يوه غله بل غل نيسي ، په چائي محاکمه کوي ?
دعمل وخت دی د خلکو غلته ول نور نو لوی خيانت دی ٠ [/quote:917a48bdbd]
وروره خدای دې وکړي ما ددې جملې په مطلب پوهيدلی وې چې :

((دوی به هم که خدای کول [color=white:917a48bdbd]ددغې دورې د مصونيت دو روستۍ ورځې پر ما ښام ونيول شي[/color:917a48bdbd] او پر سهار به يې محکمې ته راکاږي ))
يعنې د نوې شورا د څلورکلنې دورې له وروستۍ ورځې څخه وروسته ، چې هلته به د اوسنۍ کابينه هم له منځه تللې وي ، جمهور رييس به هم بل څوک ټاکل شوې وي ، حکومت به بل وي، قانونيت او د قضا چارې به تر هغه وخته نسبتأ ښې تنظيم شوې وي ، که د طالباخلال کم يا خلاص وي نو ولسواکۍ به هم يوڅه ثبات موندلی وي ، نو هيله ډيره ده چې د ولس غږ او زور زيات او لوړ شي او د جنايتکارانو نيول اانه شوي وي او چې د وکالت دوره يې ختمه او مصويت يې پای ته رسيږي نو بيا بايد په لومړۍ ورځ ونيول شي . که ته واېي دا کار ٤ کاله ورسته هم هيڅ امکان نه لري، ګله چې نه اوسنی حکومت او نه اوسنی پارلمان وي، نو ښايي په کوم فالبين به مو راتلوکي سياسي بدلونونه ځان ته مالوم کړي وي، په عامه توګه خو دا هيله شته چې دموکراتيزه کولو بهير به پرمختګ کوي په تيره بيا قانونيت او قضايي چارې !
او که داځل هم ونشوه بل ځل به وشي ، ځکه دا دافغان ولس حق دی او دپينوچې نيولو ته مې هم بي مطلبه اشاره نه ده کړې .
د عملي ګام د پورته کولو په لړ کې بايد د نوموړ و جنايتکارانو پر ضد د ولس غږ پورته شي که څه هم هغوی فعلأ د شورا دوکيلانو په نامه مصونيت لري !
والسلام .


Anonymous
07.11.2005

داسمه ده چې حضرت علي قاتل دى او يو ټوپکمار دى خود پښتنو غوندې يې خپل قوم نه دى وژلى، خپل قوم ته يې پاټک نه دى جوړ کړى چې چور يې کړي او خپل قوم کې يې ګوندۍ او تربګنۍ نه دي پر مخ بيولي.
حضرت علي خپلو خلکو ته کار کړى،خدمت يې ورته کړى، له شاړيتوب نه يې مامورتوب او ښاريتوب ته راوستل نو حق يې دى چې رايه ورکړي. او بله دا چې شاړي هم دننګرهار دي نو پکار ده چې په ملي شورا کې استازى ولري.
رابه شو دې ته چې که پښتنو رايه ورکړي وي ؟
نو پښتانه خو هغه وخت پوهېږي چې اوبه له ورخه تېرې وي. ته يې هغه نور راوښيه چې د پښتنو له سيمو پارلمان ته راغلي دي چې څوک دي؟
خو اکثره يې ټوپکماران او قومندانان دي . پښتانه خو يوازې د احساساتو پلويان دي . که يوه خبره درته وکړم له ډېرې غوسې به زما غوندې خندا درشي:
په کابل کې يوه سيمه ده چې سپين کلى نومېږي او اکثره اوسيدونکي يې پښتانه دي هغوى د بشردوست هزاره له پاره کمپاين کاوه .
نو تاسو سوچ وکړئ چې دوى په دې پريمانه نوماندو کې يو هم د اسې نه و چې رايه يې ورکړې واى؟ چې بشردوست هزاره ته يې کمپاين کاوه . خو دوى د احساساتو پلويان دي او هغه هم چلناک هزاره دى،احساساتي خبرې کوي نو د دوى استازى به وي.
نور دملي شورا نه دومره هيله نه ده په کار اکثره يې ټوپکيان دي.


Anonymous
07.11.2005

حضرت علي :
دحامد کرزی د ورور جميل کرزی گران ملگری او دمخدره موادو لوی قاچاقچی .


Anonymous
07.11.2005

که ننګرهاريانو صفيه صديقي نه واي کاميابه کړې، او يواځې ارت الي کامياب وي ، نو قسم دي چې ما به د ننګرهار تذکره شلوله٠ خو اوس يې په دې هيله ساتم چې محاکمه کيږي به٠

کامه وال


Anonymous
07.11.2005

خيرونه دې وي، کاموال صيب، ددې ټوپکوال نوم دې ډير ښه ليکلي٠
پام چې تذکره و نشکوې ، که چا محاکمه نکړ، کوم پوډري ته به زه يو دوه لکه ورکړم او په يو ځان مرګي بريد به يې ښه محاکمه کړو٠
مرده باد ارت الي او ياران يې


Anonymous
07.11.2005

ګرانولوستونکوسلام به مې هرومرومنۍ اونورپه تاسوپورې اړه لري چې دخبرې سره مې توافق کوۍ که مخالفت ٠ همدغه رازوعده کوم چې په کومه موضوع کی څوک منطقي قناعت راکړي ، ورسره منم يې ٠

که ستاسو فکر وي يوڅه وخت مخکی ښاغلي غروال صېب ليکلي وو چې خلک چې هرڅوک وټاکي ديموکراسي ده نووګورۍ چې د ټاکنو ٨٠ % فيصده څنګه خلک دي ؟
په جرمونو کی تروېښتو نه دي ککړ ؟
پخواني ټوپک برچي نه دي ؟
دهمدغو له لاسه افغانستان تباه نه شو ؟
سواد لري ؟
لياقت لري ؟
ملت پېژني ؟
پرته له ټوپکه او پيسو نور کوم اهليت لري ؟
اودوی ته چا رايه ورکړې ؟

زمونږ دشت ارچي ته وګورۍ چې دنيکه نه په غلا مشهور دې هغه هم اولسي جرګې ته ټاکل شوې ٠ اوماته له وړوکوالي څخه معلوم دي چې دچاله کوره به غلا وشوه نو منډ به يې ورپسی واخيست او دسرفراز جم ته به يې ورساوه ٠ اوس دهماغه غله لمسې نوتاسوقضاوت وکړۍ !
په راشن عادت شوي پښتانه داسې دي !
زه به د افغانستان په شاباړو خپل زړه يخ کړم خو چې يوځل يې بيا لمنې په سرواوړي ٠

عاقل


Anonymous
07.11.2005

دا ننګرهار دی که اکسفورډ چې د علم و ادب و پوهي مرکز يې يادوي ؟ کوم علم کومه پوهه او کوم ادب چې يو بې ادبه (حضرت علي ) پکي سرلاری دی ؟


Anonymous
07.11.2005

لغمانيه وروره ته خو غلي کينه، تاسو هم هغه مشهور ليکوال اسماعيل يون بيچاره کامياب نه کړ٠ ټولې رايې مو انجنر قرار ته ور کړې.
ننګراريانو کې خو دومره ځواني وه چې هغه ميرمن يې اغلې ارين يون ورته کاميابه کړي.

جبهه د علينګار
استاځي يې قرار
نه کار او نه بيکار
ټوپک دي دده يار

حصارشاهي وال


Anonymous
07.11.2005

ښځې خو په يوه رايه هم کاميابيدی مړه
پاتې شو قرار ، هغه خو لږ تر لږه پښتون دی ، مات لاس خپلې غاړې ته لويږي ياره


Anonymous
07.11.2005

دا در سره منم٠ لغمانيه وروره


pattang
07.11.2005

نقادخانه ! خانه ! چيلم را واخله چې کرزی راغلی دنه !!
ته ولي وروه زما اعصاب را خرابه وي او داسي فکر کوي چې مونږ ټول د سره راده
له بزګرانو څخه ګڼل کيږو:
زه لڼډ درته ليکم :
1. پينوچت هغه وخت محاکمه شه چې ٣٠ کاله پرې تير شوو , د ٩٤ کالو شه او CIA نوره ساتنه د پينوچت په غاړه نه اخسته . ( الينده CIA مړ کړ او پنو چت يې راوست )
2. immunität هر وخت بيرته اخستل کيداشي کله چې دپارلمان غړي مجرم او په جنايت ککړ وي٠ ( دا لودګان تر ځارنواله پورې جنايت کاره دي )
٣ . څلور کاله وروسته دغه د ظلم او بيکفايتي ويروس نور هم زيا تيږي څکه چې له څټه يې دالر( CIA+ISI ) او په مخ کې يې بيناموسه افغانان دي چې خپل جيبونه ډکه وي .
٤ ٠ د ملت اکسريت سياسې او ملې شعور نلري ( دبانجانو قصه د هيره شوه ?) نو په اولسواکي او دهغي په قدر او ساتنه هيڅ نه پوهيږي ٠
5. په داسي يوه هيواد کي (4 ټکي ) داولسواکي د پيژندلو ، ساتلو ، ګټو اونورو ښيګڼو د قوي ما شين او محرکه انرجي هغه مکتبي او غيري مکتبي پوهان دي چي
قدرت يې په لاس کې وي او غواړي چي دغه نعمت وساتي٠
متاسفانه چې دغه قدرتي محدوده طبقه په افغانستان کې ډيره ډيره چټله ده چې دوی نه يواڅي اولسواکي ته خيانت کوي بلکې د پښتون د مليت کلتور او پراختيا له منځه وړي .
6 . د هيواد پالو پښتنو او افغانانو وظيفه زه دا ګڼم چې سره را ټول شې او يو سياسي حرکت جوړ کړې اودنړۍ والو حکمتونو غوږو ته يې دومره واره تکرار کړې , ترڅوچې هغوي يې خبره واوري٠ پټه خوله او تش ضم ضم لويه ګناه او خيانت دی ٠

وروره که ښاپريان دي په بند وې او څه مالومات لري چې 4 کاله وروسته به ټول
جنايت کاران محاکمه کيږي دخدای لپاره پتنګ ته هم خپل لاس نيوی ورکړه چې
موريد دي شي ٠

دپښتونوالي په مينه پتنګ

[quote:bec2065108="نقاد"][quote:bec2065108]
په يوه غله بل غل نيسي ، په چائي محاکمه کوي ?
دعمل وخت دی د خلکو غلته ول نور نو لوی خيانت دی ٠ [/quote:bec2065108]
وروره خدای دې وکړي ما ددې جملې په مطلب پوهيدلی وې چې :

((دوی به هم که خدای کول [color=white:bec2065108]ددغې دورې د مصونيت دو روستۍ ورځې پر ما ښام ونيول شي[/color:bec2065108] او پر سهار به يې محکمې ته راکاږي ))
يعنې د نوې شورا د څلورکلنې دورې له وروستۍ ورځې څخه وروسته ، چې هلته به د اوسنۍ کابينه هم له منځه تللې وي ، جمهور رييس به هم بل څوک ټاکل شوې وي ، حکومت به بل وي، قانونيت او د قضا چارې به تر هغه وخته نسبتأ ښې تنظيم شوې وي ، که د طالباخلال کم يا خلاص وي نو ولسواکۍ به هم يوڅه ثبات موندلی وي ، نو هيله ډيره ده چې د ولس غږ او زور زيات او لوړ شي او د جنايتکارانو نيول اانه شوي وي او چې د وکالت دوره يې ختمه او مصويت يې پای ته رسيږي نو بيا بايد په لومړۍ ورځ ونيول شي . که ته واېي دا کار ٤ کاله ورسته هم هيڅ امکان نه لري، ګله چې نه اوسنی حکومت او نه اوسنی پارلمان وي، نو ښايي په کوم فالبين به مو راتلوکي سياسي بدلونونه ځان ته مالوم کړي وي، په عامه توګه خو دا هيله شته چې دموکراتيزه کولو بهير به پرمختګ کوي په تيره بيا قانونيت او قضايي چارې !
او که داځل هم ونشوه بل ځل به وشي ، ځکه دا دافغان ولس حق دی او دپينوچې نيولو ته مې هم بي مطلبه اشاره نه ده کړې .
د عملي ګام د پورته کولو په لړ کې بايد د نوموړ و جنايتکارانو پر ضد د ولس غږ پورته شي که څه هم هغوی فعلأ د شورا دوکيلانو په نامه مصونيت لري !
والسلام .[/quote:bec2065108]


Anonymous
08.11.2005

 ولې به نه کيږي٠ د مقاومت د سپه سالار پکول او جامې يې کمې وينځلي٠

دهوبي دهوبي جان پياله پر مي
ميرم به شورا هله هی هی

الله يارجان دره نور زنده باشه
ز خيوه بلاها هميش دور باشه
مه قربان همه سګ هاي پنچشېر
که تلخانش شيرين از انګور باشه

پشه يی ام پشه يی ام خدا جان
نشه يی ام نشه اي ام خدا جان
مه قربان هليکوپتر حضرت علي
که کامدوش خواته رهي ام خدا جان


Anonymous
08.11.2005

ګرانه مېلمه نورهم راباندی ګران شوې !

ډېر ښه ٠

داسې غزل دې جوړکړې چې زمونږ غوندې حاجيانو وورمېږ دې هم ورته وړقاوه :lol:

حاجي برباد له دشت ارچي څخه


Anonymous
08.11.2005

حاجي برباده
ستا د غزني له وليانو څخه يم
ملا مشک عالم


Anonymous
08.11.2005

نورخوښه يې خو له هيواد غله نه ( هيوادمل ) ځان ساته ، ځکه چې هغه دخپلو ګټو لپاره خپل ناموس هم خرڅه وي٠

[quote:bca8d3cc11="Anonymous"]حاجي برباده
ستا د غزني له وليانو څخه يم
ملا مشک عالم[/quote:bca8d3cc11]


Anonymous
08.11.2005

نقادصيب ته نېکې هيلی اودزړه له کومی سلامونه،
ستاسوليکنې مې خوښيږی ، خوپدې موضوع کې مو نه يوازې ذ کر شوی بيوزلی قومونه بې شعوره اوبې مسوليته بللی دی ، بلکې دجنايتکارانو د ټاکلو پړه مو هم ددوی پر غاړه ور اچولې ده ؛ خو دهمدې بيوزلوقومونو په رايو دټاکل شوی ؤلسمشر سازشونوته مو قانونی بڼه ورکړېده٠ پداسې حال کې چې
دهمدې سازشونواوبې عدالتيو په پايله کې همدې قومونود کرزی له حکومت څخه په پارلمانی ټاکنوکې د ګډون نه کولو په بڼه خپله ناخوښی پر ډاګه کړه٠ همداسې نده؟
ايا په ټاکنوکې د ګډون کوونکو کچه ټيټه اود درغليو کچه لوړه نه وه؟
که داسې وی نو بيا قومونه څه ملامت دی؟
بل داچې تاسودوستم، ګلابزوی اوعلومی ته ګوته نيولې ده ، دوستم خوبيخی ځان ندئ کانديد کړۍ ، پاته شول دا نوړ دوه ، له هغوی سره نه ډالرې شته اونه هم وسلې ، ځکه به دپارلمان په يوه کونج کې د غږ نه لرونکو توريو په ډول ناست وی٠
وبه ګورو چې څوک به په راتلونکی پارلمان کې غوبل کوی ٠
په درناوې
نابللۍ ميلمه


د سراب په طمعه مه اوسئ!

Anonymous
09.11.2005

زما سلامونه هم ومنئ او بيا:
وروڼو! کله چې امريکا په افغانستان بمباری کوله او د طالبانو د له منځه وړلو له پاره ئې له شمالی ټلوالې سره ملګرتيا وکړه ډيرو داسې فکر کاوه چې څرنګه چې اوس بل داسۍ ځواک نشته چې امريکا ورباندې تکيه وکړی نو ځکه د امريکا داکار تکتيکی او سم دئ او کله چې طالبان له منځه ولاړ شي نو دوی به بيا د شمال دټلوالې جنايتکاران او د هېواد په نورو سيمو کې د شر او فساد سمبولونه او ټوپکمار يو په بل پسې له منځه وړی. خو په تيرو څلورو کالو کې مو وليدل چې هغوی لکه څنګه چې انتظار کېده، په تدريجی توګه له منځه ولاړ نه شول، بلکې ورځ په ورځ ئې قوت زيات شو.
لکه څنګه چې د ولسمشرۍ د ټاکلو ډرامې کرزی ته د منتخب ولسمشر په نامه تبليغاتی زمينه جوړه کړه، د پارلمانی ټاکنو ډرامې جګړه مارانو او ټوپکمارو ته د افغان ملت په منځ کې د نفوذ بهانه په لاس ورکړه. دا ټول پاخه خارجی پلانونه دی.
په هغې اول وخت کې له کمو کسانو سره دا سوال پيدا ؤ چې امريکايان ولې دا ماتې خوړلی او په غارو ننوتلی ټوپکماران يو، يو راټولوی، روحيه ئې ورجوړوی، پيسې او ًقدرت ورکوې؟
امريکايان او پخپله حامد کرزئ چی په کامله توګه په درغلۍ او د امريکايانو په چل، زور او غوښتنه پر افغانانو د منتخب رئيس جمهور په حيث وتپل شو، ظاهرا مکررا د جګړه مارو او ټوپکمارو په ضد چيغې وهی، خو عملا ورځ په ورځ د هغوی په قوت او تقويت کې زيارباسی.
ټوپکمارو انسان وژونکو جنايتکارانو ته افغان ولس خپله رايه نه ده ورکړې، بلکې دا د امريکايانو او انګليسانو په لارښوونه د دولت او د انتخاباتو د تش په نامه مستقل کميسيون او د نورو مربوطو سياسی مؤسسو هغه له دماګوژۍ او نفاق اچونې ډک پاخه سنجول شوی پلانونه دی چې د په آزادۍ مينو او وطندوستو افغانی ځواکونو د تضَيف په غرض يو په بل پسې عملی کيږی.
امريکايانو د طالبانو رژيم ړنګ کړ خو پر ځای ئې د شر او فساد مړ شوی او د افغانانو له خوا رټل شوی چپاولګر نيم ژواندئ رژيم د ديموکراسۍ په غولوونکی نقاب کې بيرته راژوندئ کړ او د هغو په تقويه کې هڅې کوی. د اجرائيې قوې مشر کرزئ مقررشو، قضائيه قوه د ملاشينواری مظبوطو لاسوته وسپارل شوه، د پارلمان او مقننې قوې مشری به هم امريکايان په يو شکل د اشکالو پخپل کنترول کې راولی. ددې کار له پاره په پارلمان کې د همداسې کسانو کښېنولو ته اړتياوه.
آيا د شوروی د يرغل د زمانې انتخابات مو له ياده ايستلی؟ د هغه وخت په کومو انتخاباتو کې د دولت له موافقې پرته کوم بل څوک کاميابېدای شوای؟
که تر څلورو کالو پورې دا پارلمان ؤ او دا حکومت ؤ او همداسې ئې سياست دوام وموند، او ورڅخه د انګليس او امريکا حمايت هم همداسې جاری ؤ، زه باور لرم چې د طالبانو اخلال به هم دوام مومی، دا د ملت قاتل جنايتکاران به داسې زور ونيسی، چې نه يوازې د دوی د محاکمې توان به له چا سره نه وې، بلکې دوی به د نورو د محاکمې واک په کامله توګه ترلاسه کړی.
د سراب په طمعه مو وخت مه ضايع کوئ!

حاجي مسيح خان


Anonymous
09.11.2005

داجنايات کاران چې په افغانستان کې ورځ په ورځ پياوړي کيږي همدغه دلويديځ زيږنده اوروزل شوي بچيان دي ،او له همدې وجې يي له منځه نه وړي. که له منځه يي يوسي پخپله دسوال لاندې راځي چې ولي يي دومره اوږده موده دغه جانيان حمايه کول او ولي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


نقاد
09.11.2005

ګران بللي ميلمه ښی چارې!
تاسو ليکلي:

[quote:c43189c5f6]خوپدې موضوع کې مو ... ذ کر شوی بيوزلی قومونه بې شعوره اوبې مسوليته بللی دی [/quote:c43189c5f6]
که تاسو د شعور او ملي شعور ، هر مسوليت او ملي مسوليت تر منځ توپير
نه کوئ ، دابه مو خپله ګناه وي ، ماخو دغسې ليکلي ؤ:
((په دوې کې [color=white:c43189c5f6]دملي شعور او ملي مسوليت [/color:c43189c5f6]نشتوالی د نوموړو جنايتکارانو د ټاکلو سبب ګرځيدلی دی)). د شعور نشتوالی له انسان څخه حيوان جوړوي او د مسوليت نشتوالی ترې ليونی ! خو د ملي شعور او ملي مسوليت نشتوالی صرف ددغسې تيروتنو او غوليدنو سبب ګرځي لکه چې ځينې ملي خاينان او جنايتکاران ترې د سيمه ييز شوېنيزم له امله د شورا له پاره ټاکل کيږي . دا يوه ستره سياسي تيروتنه ده ، خو نه ليونتوب دی او نه حيوانيت !
[quote:c43189c5f6]دجنايتکارانو د ټاکلو پړه مو هم ددوی پر غاړه ور اچولې ده [/quote:c43189c5f6]
آيا د ملي شعور او ملي مسوليت د موجوديت په صورت کې د ملت قاتلان لکه خلقي ګلاب زوی او پرچمي علومي چې د ٣ ميليونو افغانانو د شهيدولو او ٥ـــ٦ ميليونو افغانانودبي کوره کولو د عاميلينود ډلې فعال کسان ؤ، کولی شول د کانديد کيدلو جرئت وکړي او بيا ډيرې رايې هم وګټي؟
[quote:c43189c5f6]خو دهمدې بيوزلوقومونو په رايو دټاکل شوی ؤلسمشر سازشونوته مو قانونی بڼه ورکړېده٠ [/quote:c43189c5f6]
ايا زما په ليکنې کې د ؤلسمشر سازشونوته قانونی بڼه ورکړل شوې ده که هغه د امريکا په شمول غندل شوي دي؟ که پرې نه يې پوه شوی ، لطفأ بيا يې ولولئ ، خو داځل يې صحيح ولولئ !
[quote:c43189c5f6]پداسې حال کې چې دهمدې سازشونواوبې عدالتيو په پايله کې همدې قومونود کرزی له حکومت څخه په پارلمانی ټاکنوکې د ګډون نه کولو په بڼه خپله ناخوښی پر ډاګه کړه٠ همداسې نده؟ [/quote:c43189c5f6]
همداسې ده، خو دغه سازشونه ما هم غندلي دي، ولې هغه چا چې په ټاکنو کې برخه واخيسته ، نوموړي جنايتکارانو ته يې مثبته رايه ورکړې ده چې د هغوی
دغه عمل يې هم شنډ کړ. ايا دغه رايه ورکونکي هم د نوموړو قومونو لويه برخه نه وه چې په ټاکنو کې يې ګډون کړی و؟ سربيره پردې په ټاکنو کې د برخې نه اخيستلو ﻻمل د طالبانو پلوی يا د هغوی له ګواښ څخه ويره هم کيدای شي . کرزی خو پخپله کانديد نه و، د هغه تنقيد کونکي او مخالفين کانديد ؤ، که دوی د کرزي د سازشي سياست مخه نيولای ، صادق استازي به يې ټاکلي وای يعنې برعکس ، ددې له پاره به يې [color=white:c43189c5f6] په ټاکنو کې برخه اخيستې وای [/color:c43189c5f6]. په مينه او درنښت .


Anonymous
10.11.2005

((نورخوښه يې خو له هيواد مل نه ځان ساته ، ځکه چې هغه ... ))

دومره غټ تهمت په يوپښتون لږول او دادب له چوکاټه وتلو سره موافق نه يم اونه به شم ٠ که د ښاغلي هېواد مل دکم خيانت لپاره دمنلو وړدلايل اوثبوتونه لرې وړاندی يې کړه چې مونږ هم پری خبر شو اوکه نه يې لرې نوخپلې شخصي دوښمني دی خپل ځان سره وساته ٠

وروره ! افغانستان دټولو هېواددې ، کار ، خدمت کول ، ځان اوکورنۍ ته نفقه پيداکول دهرافغان مسؤليت دې ٠ په هردولت کی کارکول ګناه نه ده ٠ که په دغه کار که ته افغانان ملامتوې ستاخپله ستونځه ده مونږ ورسره مشکلات نه لرو ٠

مونږ نه شوکولای ستاسره دسپکاوالي مارش وکړو ٠
هرڅوک چې يې ، هغه دی خپل کاردې مګر دچادسپکاوي حق نه لرې !

هيله ده چې زمادورورۍ مشوره به ومنې

ستادخوښۍ په هيله

حاجي محمد ظريف


Anonymous
10.11.2005

وروره زه نه تاپېژنم نه هېوادمل ٠ زما مطلب له ادبياتوڅخه دې اووي به ٠ د تنظيمونو اودفترونو کارونه ماهم ليدلي ٠ که ته درسول امين جګړه دلته راوړې نوداښه کار نه دې ٠
ته ماته ډېر کينه ناک ښکارې اودغه هم ښه کارنه دې ٠

او لمادی هم بېمنطقه سوال کړې ٠
نوزه پوښتنه درڅخه کوم زما د حج پيسې خوبه تانه وي ورکړي ؟

حاجي م ، ظ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more