د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Wa Karz te lik

Anonymous
04.11.2005

د١سد-٢٨ پاڼي څخه:
ډاکټره سهيلا باقــي، غــزنـى
Afghanwriter@gmail.com

کـرزيـه! د خداى لپاره

کرزي ته پرانيستى ليک

دا ليكنه ما مخكې كړې وه، غوښتل مې په كومه خپرونه كې يې چاپ كړم، خو له بده مرغه چې يوه خپرونه هم دېته حاضره نه شوه چې خپره يې كړي، ډېر وخت راسره پرته وه او غوښتل مې په يو نه يو ډول يې تر لوستونكو پورې ورسوم، ايله اوس دا چانس رابرابر شو، هيله ده چې خپل مسووليت مې په بشپړه توګه ترسره كړى وي.

غزنى يو وخت د اسلامي امپراتورۍ پلازمېنه وه، ختيځ او لوېديڅ ته يې اسلام رساوه، د ښارونو ناوې وه، د سپېڅلتوب معبد و، خو نن...
نــن په دغه سپېڅلې خاوره کې هغه څه تېرېږي چې ها د چا خبره نه سترګو ليدلي او نه هم غوږونو اورېدلي دي. اوس د غزني په فضا کې ژوند داسې بڼه غوره کړې ده، ته به وايې څوک په خوب کې خپکۍ (خپسې) نيولى وي. ځينې خلک وايي چې په اخره زمانه کې به اسلام لکه سره سکروټه داسې شي، نه به يې په لاس کې نيولاى شې او نه به يې غورځولاى شې. خو اوس په غزني کې د اسلام تر څنګ ژوند هم همداسې دى.
کرزيـــه، له خــــــدايه ووېرېږه او لاندېني ټکي لـږ وګـــوره!
دا درسره منم چې امريکايان ستا مېلمانه دي او افغانانو ته دې ورباداران کړي دي، خو دا درسره نه منم چې راته خدايان يې کړې، لکه د غزني والي چې يې غواړي.
په غزني کې که څوک د امريکايانو او بهرنيانو کړه- وړه وګوري نو بيا سړي ته جوتېږي چې هلته د پردې شا ته څه تېرېږي. پر عامو خلکو باندې تېرى او زور- زياتى، په خپل سر د خلکو کورونه تلاشي کول، د ملا او طالب په نامه خلک له ګناه پرته بنديانول او بالاخره د PRT په مرکز کې د چارشنبې د ورځې مېله جوړول او هلته اخلاقي فساد ته رشد ورکول يې ورځني کارونه او دوديزه بڼه ترسره کوي. د شپې پر مهال دغه مرکز ته د ښار بدلمنې د پيسو په بدل کې وروستل کېږي او له هغوى څخه جنسي ګټه په ښکاره اخيستل کېږي. لږ تر لږه په دوو مېرمنو باندې زه خبره شوې يم چې تر جنسي تماس وروسته د بېهوښۍ په حالت کې له PRT څخه د غزني د عامي روغتيا روغتون ته رالېږدول شوې دي. د خلکو وژل خو لکه مخکې چې مې وويل اوس ورته عادي خبره ده چې بېلګه يې د ا څو ورځې مخکې د ده يک په ولسوالۍ کې د يوې کوچۍ مور او دوو ماشومانو وژنه ده،دغې کوچۍ مېرمنې په ځمکه کې کار کاوه او پالېز (هندواڼې) يې کرلې.
PRT او نور خارجيان د دولت په کچه بشپړ نفوذ لري. د بېلګې په توګه کله چې د ښوونې او روزنې نوې رئيسه ټاکل کېدله او مامورينو ته ورپېژندل کېدله نو نه يوازې د غزني امريکايان حاضر وو، بلکې کابل مېشتي هم راغلي وو او دا د هغو اړيکو پر بنسټ و چې نوموړې رئيسه يې په غزني کې له امريکايانو سره پالي او هر مهال بې ښه او بې بده د PRT په مرکز کې ناسته وي. داهم د نوموړې د ناستې برکت و چې وزارت ورباندې خبر نه و او د ښوونې او روزنې پخوانى رئيس محمد ګل کوچى، چې علمي درجه يې ماسټري وه له دندې ګوښه او پر ځاى يې داسې څوک سرپرسته شوه، چې د دوولسم ټولګي اسناد يې هم جعلي دي. د دغې اغلې د مقررۍ بل لامل د نوموړې له خوا د غزني له والي سره هغه تاوده او مرموز اړيکي دي چې يو خداى(ج) يې په سور پوهېږي.
اوس به راشو د غزني پخواني والي اسدالله خالد صاحب ته!
د غزني د والي کړو وړو ته که څوک وګوري نو وبه وايي چې دا خو کټ مټ د اپيکور... دى چې ويل به يې: ’ژوند يوازې د خوند اخيستلو لپاره دى‘.
په غزني کې د نوموړي والي موجوديت د پښتنو لپاره يو عالم ستونزي زېږولې دي او دا په دې چې نوموړى نه يوازې مسلکي نه دى، بلکې لومړنۍ زده کړي هم نه لري او د تجربې نه لرل خو يې له خام عمره اسانه اټکل کېدى شي. د غزني پخواني والي صاحب د څو تنو ملګرو په لمسون له پښتنو سره هغه ناخوالي کوي چې عقل يې خدايږو که ومني.
پښتانه رئيسان يې ټول له کاره ګوښه کړي دي او که يو نيم پاتې دى هغه به بيا داسې پښتانه !!!
د اطلاعاتو او کلتور د پخواني رئيس پر ځاى د غزني والي دا څه وخت مخکې په خپل صلاحيت يو بل رئيس وټاکه. پر دې باندې هم نه وزارت خبر و او نه نور اړوند چارواکي. په داسې حال کې چې نوى ټاکل شوى رئيس اوس د کار او ټولنيزو چارو په رياست کې برحاله رئيس دى خو دى د قانون پر خلاف پر يوه وخت دوې رسمي دندي پر مخ وړي او له خپل کار سره په څنګ کې يې يو بل قانوني رئيس هم ورک او اوس يې پر ځاى دى غيرقانوني کار کوي.
لامـل يــــې:
نوموړى رئيس د والي صاحب له نژدې همکارانو څخه دى، که څه هم هغه د چا خبره په ځيګر کې الف نه لري. که څه هم ټول چارواکي چې لږ د زور خاوندان او د والي انډيوالان وي په اخلاقي فساد کې ښکېل دي، خو ښاغلى والي صاحب بيا په دې لار کې تر هر چا مخته دى. يوه بېلګه يې چې ټول پرې خبر دي د غزني د راډيو- ټلوېزيون د يوې پخوانۍ وياندې په هغه عريضه کې ښکاره ده، چې هغې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته په ١٣٨١ – ١٣٨٢ (البته دقيقه نېټه يې ماته نه ده معلومه) د اعتراض په شکل کړې وه. دې ځواني وياندې په عريضه کې ويلي وو چې د غزني والي ورباندې څو ځله جنسي تېرى کړى دى. خو عريضه د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې نه پوهېږم څه شوه، خو نوموړې ويانده اوس هم ژوندۍ ده او د ملګرو ملتونو له يوې موسسې سره کار کوي. دغه راز- ځينې نورې پېښي هم شته چې يادول يې زموږ وخت نيسي او د مشت نمونۀ خروار په توګه به يې يادوو.
د غزني د راډيو ټلويزيون دفتر د اخلاقي فساد يو بل مرکز دى. په دغه مرکز کې څو بدلمنې ويندويانې کار کوي چې په اوونۍ کې به يې يوه شپه هم کور نه وي تېره کړې. دغه مېرمني او نجوني هم له والي سره پر اړيکو تورنې دي او هم له نورو ډېرو کسانو سره...
د غزني والي په ښار کې يو کور په کرايه نيولى دى او هره ورځ د تورو شيشو موټر او څو- څو بدلمنې ورته راځي، البته موټر د والي صاحب وي او نوموړى کور هم خالي دى. دغه موټر په نوموړي کور کې څو ساعته تېروي او بيا له هماغه ښځو سره بېرته راوځي او دروازه رابندوي. دغه کور نه مېلمستون دى او نه کوم دفتر، بلکې يو خالي کور او د دوى د ساتېرۍ ځاى دى.
په اخلاقي فساد کې د غزني د چارواکو د لاس لرلو يوه بله بېلګه دا ده: چې تېر کال د ژمي په وروستۍ مياشت کې په غزني کې د يوې ډاکټري مېرمني مېړه ورک او تر څو ورځو وروسته په کلات کې مړ وموندل شو. نوموړې مېرمن د مارچ پر اتمه د ښځو نړيوالې ورځې د لمانځنې په مراسمو کې په ډاګه وويل چې کله يې مېړه ماسپښين مهال له کوره ووت نو دې ماښام والي صاحب ته خبر ورکړ چې مېړه يې ورک دى. دې خبرې نور شکونه راپورته کړل چې نوموړې مېرمن څومره ژر پوهېدلې چې مېړه يې ورک دى او والي صاحب بيا څه اجراآت وکړل؟ نوموړې ښځه يو څه وخت کابل ته کډه شوه او هماغه د مېړه د مرګ خبره يې چې څه ناڅه زړه شوه نو بېرته له خپلو کوچنيو ماشومانو سره خوښه خوشحاله راستنه شوه او يوازې خپل کور يې لږ بېځايه کړ. له نوموړې سره د راستنېدلو مرستندويان يو هم د غزني د اطلاعاتو او کلتور اوسنى رئيس مصطفى خان و، چې د کور کالي او وداني يې ورته سمبالول. کله چې مصطفى له دغې مېرمنې سره د کډي راوستلو پر مهال ولېدل شو نو دا شک لا زيات شو چې د مېړه په مړينه يې چارواکي نه يوازې خبر وو، بلکې لاس يې هم په کې درلود، ځکه نو هېڅ ډول پلټنه هم ونه شوه. دغه ډاکټره اوس هم په اخلاقي فساد کې يوه ښکېله ښځه او د والي يوه نژدې انډيواله پېژندل کېږي.
په غزني ولايت کې يوه بله ځوروونکې ستونزه هلته د بېلابېلو توکمونو او سيمو له خلکو سره د چارواکو توپېري او له تعصبه ډک چلند دى. د متوازن معارف خبره هلته هېڅ رښتينوالى نه لري. د پښتنو په ولسواليو کې يوه سمه لېسه نه شته په داسې حال کې چې يوازې د جاغورو په ولسوالۍ کې ٢٦ لېسې موجودې دي. له دې څخه يې نور امکانات او اسانتياوې هم درقياس کړئ.
د وروستۍ خبرې په توګه د مولانا په نوم يو څوک يادوم چې د والي خاص سلاکار او د پښتنو ستر دښمن دى. نوموړى هغه څوک دى چې په غزني کې په سلګونو جريبه ځمکې غصب کړي دي او اوس څوک د والي له ډاره غږ هم نه شي ورته کولاى. مولانا تېرو لويو جرګو ته د ټوپک او پيسو په زور بريالى شو، خو دا ځل پارلماني ټاکنو ته هم د والي او هم د مولانا تمه ختلې ده چې ګواکې بريالي دې شي، نو له دې امله يې له بل تکتيک څخه کار اخيستل پيل کړي دي. هغه داسې چې والي ښاغلي مولانا ته ژبه ټوکلې ده، چې له کرزي څخه به وغواړو چې پارلمان ته دې د انتصابي وکيل په توګه ورسوي.
خو، کرزيـه!
که رښتيا مسلماني وي، که رښتيا افغانيت وي او که رښتيا ډيموکراسي وي نو خداى دې وکړي چې د غزني د خلکو ستونزې په پام کې ونيسې او د والي د استازو پر ځاى د ملت استازي پارلمان ته ورسوې.
په غزني کې د والي خدمت:
ښارجوړونه: د ښار دوه واټونه لږ لږ قير شوي دي چې د خليلزاد په پرانيستلو نه ارزېده. د راډيو ټلوېزيون، د ښځو چارو او دوه نور دولتي تعميرونه يې جوړ کړي دي، خو د ښار په زړه کې هغه دوه پلونه چې سږ کال د سلطان بند د سېلاب له کبله ړنګ او وران شوي دي اوس هم هماغسي نسکور پراته دي.
دا درې کاله کېږي چې غزني ته د کرزي له خوا پوهنتون منظور شوى دى، خو والي صاحب ورته نه تر اوسه ځمکه پيدا کړې ده او نه يې هم کومه بله چاره ورته کتلې ده. دا په داسې حال کې چې د نورو توکمونو هر کوچنى ولايت د يوه پوهنتون درلودونکى دى. ښاغلي والي او ملګرو چارواکو يې په پراخه کچه توکميزو دښمنيو ته لاره آواره کړې ده، چې بېلګه يې سږ کال پسرلى د روضې د سيمې خلکو او کوچيانو تر منځ جګړه وه چې څو مړي هم په کې وشول... او نور ډېر څه.
خو بيا هم کـــرزيــــه واوره! چې د خداى لپاره زموږ غم وخوره او ومو ژغوره!

په ډېره عاجــــزۍ
ډاکټره سهيلا باقي، د غزني ولايت د ښځو په استازيتوب


Zma and

Anonymous
04.11.2005

سلامونه!
ښاغلئ ميلمه تاسو ښه توکئ راکاپې کړيدئ په تيره بيا چي ديوي پښتني خور خپله او ژوندې ليکنه ده خو زه يي په لوستلو خوابدئ سوم او هغه هم ځکه چې نو خپله کرزئ پر چاباندي تکيه وکړي؟؟؟
دهغه دپلويانو يوازي پدي پلمه چې دهلمند ولايت دټاکنو دبهير سره ئي مرسته کړيوه , غاړي ئي ورپري کړي .
که چيري کوم پخوانئ سياستوال په کار وګماري نو ترهرچا لومړئ خپله پښتانه ئي ترټنه اوغندنه کوي او په ډول ډول ټاپو ئي مخ ورتوروي.
نوپداسي يوه چاپيريال کي دمسئولو خلکو ټاکل ستونزمنه خبره ده.زه باورلرم چي خپله کرزئ ددي ډول ناوړه ګټه اخيستني څخه خوښ ندئ خو له نيکه مرغه او دسواد له برکته دادئ ډاکټري سهيلا خپل ږغ دډيرو خلکو وغوږو ته ورسوئ.
زما په اند بيله سواد اويوالي څخه به دتل لپاره ترټل کيږواويوازي خپله دخپل قوم اوملت سره مرسته کولاي سو.
داکار زغم او سرښندني ته اړتيالري,اوس بايد چي په سياسي ډګرکي هرهغه څه چې په وس کي ئي لرو, پکارواچوو.
په درناوي.


Anonymous
05.11.2005

هلمند صاحبه! شکر چې د کرزی صاحب مشاور نه وې او که نه هغه به د هم د ځان په شان د مايوسۍ سره مخامخ کړی وای. تاسې ليکلی چې:
[نو خپله کرزئ پر چاباندي تکيه وکړي؟؟؟ ]
يعنې چې افغانستان په قحط الرجال مواجه دئ؟

په افغانستان کې مستعد کسان خورا زيات دی خو د کرزی صاحب دګټو د شريکانواو رازدارو محدودو دوستانو او يارانو له حلقې د باندې.

ته څه فکر کوې چې کرزی نه پوهيږی چې په چا اتکا وکړی؟ زه خو داسې فکر کوم چې څوک چې بشپړ هيواد اداره کوی، هغه له ځانه سره د لنډې او اوږدې مودې پلانونه لری، هغه خپل کاری ګروپ او سياسی سازمان او د مشاورينو پخه کړۍ لری. زه خو فکر کوم چې کرزی ښه پوهيږی او که نه پوهيږی امريکايان او انګريزان ئې ورښئی. په يقين چې هغه خپل پلانونه تعًقيبوی او د هغو د عملی کولو له پاره ئې همدا اوسنی وزيران، مشاوران، واليان، قوماندانان، وکيلان او نور خپل ياران دقيق انتخاب کړی دی.
دی به يوازې هغه وخت د دوی په بدلون کې اقدام وکړی، چې نور ئې د يارانو منل په ولس باندې بالکل ناممکن وی..


Anonymous
08.11.2005

ويارانوته سلاونه!
ميلمه صيب ستاسو دليکني دوهمه برخه در سره بيخې منم چه تکړه دولتي چارواکي لږندي که څوک ئي دهنر اوپوهې څخه کارواخلي.
پاته سوه لومړۍ برخه اوهغه داچي زه مايوسه اوناهيلئ درته ښکارم نو غواړم درته عرض وکړم چې موږ اوس هم په دولت کي پوه اوهوښيارخلک لرو دبيلګي په توګه: ښاغلی اشرف غني احمدزئ, ښاغلی انورالحق احدې,ښاغلی جلالي چي دامهال يي دنده پرې ايښي ده اوداسي نور.
خوتاسو وګورئ چي په همدي پاڼه کي خپله پښتانه په هغو پسي څه ډول دسپکاوي څخه ډکې ليکني.کوي.
نوهيلي اوميدونه به هم خوابدي وي.
په درناوي.


Anonymous
08.11.2005

[color=darkblue:84d5e7efda]کرزي ته پرانيستى ليک [/color:84d5e7efda]
[size=24:84d5e7efda]شما نوشتيد واو هم خواند.[/size:84d5e7efda]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more