نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
قوماندان شورا ته ځی
Anonymous
04.11.2005
ستاسو نظر څۀ دی :
........................................[color=yellow:ce442c037f]قوماندان شورا ته ځی [/color:ce442c037f]
ووې قوماندان : مجاهدینو ما ته وګورئ !
.....................................................روی د پاک رسول، د مدینې مولا ته وګورئ
کفر وطن لاندې کړ، لږ دې بلا ته وګورئ
.................................................باب ولسمشري شوه، دې ساري وبا ته وګورئ
ما ته رأیه راکړئ که له کفره خلاصیدۀ غواړئ
.......................................................نـــــــــور لـــــه مـــــا نـــه څـــــــۀ غـــــــــــــــــواړئ ؟
سم سوتره ځان پوه کړئ غازیانو زه کاندید یمه
.................................................بر د جګړه مارو پاټکیانو زه کاندید یمه
کوز د « آی اس آی» د پنجابیانو زه کاندید یمه
................................................بل د ځان وژونکو عربانو زه کاندید یمه
ماته رايه راکړئ که د دین لپاره ښه غواړئ
..............................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
زه ستاسي د سیمې قمندان، د تاسې پلار یمه
......................................................زه د یرغلګرو جهادیانو یو سردار یمه
زه د سخت دریځو مشرانو افتخار یمه
...............................................ما ته را تسلبم شئ ، زه همغه ټوپکمار یمه
و وایی بدمخو نورزما په شان کې څه غواړئ
...........................................................................چېرې تر ما ښه غواړئ ؟
موږ په پارلمان کې ېو تګ لاره جهادي غواړو
..................................................................موږه د اپینو د کرلو ازادي غواړو
موږ د جګړه مارو ټوپکیانو ابادي غواړو
.............................................................موږه د ملګرو ملتونو بربادي غواړو
نورپه دې مرام کې تر دې پورته څه خواږه غواړئ
.....................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
زه چې قومندان یم هم حاجي، حاجي وکیل به شم
................................................نوم مې خلل خان دی ، نوم به واړوم خلیل به شم
کله چې وکیل شم، که خرګوټی یمه پیل به شم
..................................................اوس که تش کدو یم، مرچکی او زنجپیل به شم
سره او سپين به درکمه ، که تاسي له ما سره غواړي
.............................................................................................نور له ما نه څه غواړې ؟
زه که رأیه یوسم جمهوري په جمهوري وهم
.......................................................واک به زما خپل وي خونارې به د وروري وهم
ساز به پخوانی وي خونغمه به یې عصري وهم
................................................................پټه غلا به پرېږدم خزانه به حضوري وهم
تاسي چې زما د دبدبې پراخېدۀ غواړئ
............................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
زه که رأیه یوسمه ، جهاد به بيا رویکار کمه
..........................................................بیا به تاسي ګرده خاوندان د اقتدار کمه
بیرته به رواج د قاچاقونو کارو بار کمه
................................................................نوي هېروئین به بازارونو ته تیار کمه
اې خانه خرابو له وکیل څخه نور څه غواړئ
...................................................................................بد غواړئ که ښه غواړئ ؟
زه که رأیه یوسم، ستاسي ستونځي به اسانې شي
......................................................بل جهاد به پیل شي ، او خبرې به روانې شي
بیا به د تریاکو روپۍ بیرته پریمانې شي
...................................................ستاسي کنډوالې او ورانې خونې به ودانې شي
ټینګ شئ دغه کار ته که پنځه واره واده غواړئ
...........................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
ما شورا ته واستوئ چې خلاص مو له خواري کمه
........................................................زه به سرکاري شم تاسي ټول به سرکاري کمه
څوک دې هسي نه نګیري چې بیا به خرکاری کمه
..............................................................یا به د جومات د غلا په توکو جواري کمه
دغه کار ته ټینګ شئ، که د نس ماړه کېده غواړئ
..............................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
ښځې درنه لاړې خدايږو ټولې سرکاري شولې
......................................................کور نه لاس په سرشوې، د یونو کاروباری شولې
وګورئ عالمه پاکې نجونه مکتبي شولې
................................................................لاړې بازاري شوې ، د ناولیو د یاري شولې
ما پسې لښکر شئ، که د شرم ختمېدۀ غواړئ
...............................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
ما ته رأیه راکړئ ، تللې ښځې درستنې کمه
..........................................................خلاصې یې له درس او له شورا او ادارې کمه
بیایې افغانی ، او مسلمانی پښتني کمه
........................................................کورکې یې چار میخ کم او په شرع یې درنې کمه
ما باندې امین کړئ که د ښځو رغېدۀ غواړئ
.................................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
تاسو خبر نه یاست چې څه کېږي زه پکې یمه ؟
.........................................................هر مکتب چې سوځی یا لوټېږي زه پکې یمه ؟
ګرده کار کوونکې چې قتلېږي زه پکې یمه ؟
...........................................................چېرې چې فتنه راپورته کېږي زه پکې یمه ؟
راشئ که ریښتیا د حسامه په لاړه تله غواړئ
...........................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
زه یم چې زابل او اروزګان مې دړې وړې کړ !
...............................................زه یم چې جومات د کندهارمې شنې لوخړې کړ !
زه یم چې زرغون جلال اباد مې د اور لړې کړ !
..........................................سپین ملا مې ګونګ کړ ، تورملا مې د بړبړې کړ !
دغه زما لاره ده ، که زما په پلو تله غواړئ !
..........................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
زه یو کلینر وم په جنګونو کې رهبر شومه
...............................................................بیا د بې هدفو لنډغرو سر لښکر شومه
ورو ورو په جهاد کې د ډالرو میلونر شومه
.............................................................هم پروفیسور ، هم بې سنده انجینیر شومه
پنډ شئ زما شا ته که په دې راز پوهېدو غواړئ
...........................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
اې تر ایمان ګرانو هیروئینو درنه جار شمه
.......................................................زه درته لوګی شمه ، قربان شمه ، بخار شمه
دادی زه کاندید یمه چې بیا دې خدمتګار شمه
...............................................ستاسي سوداګر شم ، قاچاقبر شم ټیکه دار شمه
تاسي به ګلرنګو پاریسیو ته ورتله غواړئ
.........................................................................................نور له ما نه څه غواړئ ؟
Anonymous
04.11.2005
محبوبه وروره ډير ښه شعر د ي ليکلي دي٠
راڅۍ له دي خبرو تير شو يو سياسي حرکت منځ ته را وړو او خپل حق ديوه قدرت
په ډول وغواړو او بله لا ره نلري.
Anonymous
04.11.2005
وروره شعر د ښه دئ، محتوی ئې ښه ده، وزن او فورم ئې ښه دئ، په زړه پورې موضوع د ښه سمه- ګلالۍ تشريح کړې. خو چې دا به څومره ګټه د اوسنۍ اوضاع په اصلاح کې ولوبوې، دانو خدای پوهيږی او کارئې.
دې شعر به رښتيا هغه وخت ډير تاثير کړی وای چې د يوه عملې رښتينی ملي اوقوی دموکراتيک سراسری افغانی سياسی سازمانی کار سره ملګرئ وای.
د همداسې لحظو د راتلو په اميد په شعر او شاعرۍ کې درته برياليتوبونه غواړم.
Anonymous
04.11.2005
انصاف ښه وي د سليمان لايق شعر که مو نقلولو نو اقلآ نوم خو به مو ورسره ليکلی و . دا شعر د لايق صاحب دی .
Anonymous
04.11.2005
[quote:bd658179b6="watan"]انصاف ښه وي د سليمان لايق شعر که مو نقلولو نو اقلآ نوم خو به مو ورسره ليکلی و . دا شعر د لايق صاحب دی .[/quote:bd658179b6]
شعر چې د هر چا دی ، وي به، ما هم نه دي ويلي چې زما دی، بايد نظر په شعرورکړل شي ، نه پر شاعر، خو که شاعر يې مالوم وي، پښتانه لوستونکي بيا شعر پر ځای پريږدي او شاعر رانيسي . دا ښه کار نه دی، نو له دې کبله مې ورسره د شاعر نوم و نه ليکۀ ! والسلام
Anonymous
05.11.2005
ښاغلي ميم صيب خپه ولى يي ګلاف زوى اودهغه دبانډنور ډير كسان هم ورغلي دى داراز دبي بي سي ،امريكا غږ اونورو باندنيو خبري رسنيوګڼ شمير خبريالان اوخبريالانى هم ورغلي دي او ګڼ شمير لويديځ ميشتى هم ورغلي دى دقومندان مواصفات خو تاپه تفصيل سره بيان كړى دى دګلاف زوى دغو مواصفات به كىدى شى كوم يو مجاهد شاعر مهربانى وكړى اوراته بيان به يي كړى داراز ددى نورو له تړليولكيو نه به هم كوم يو مهربانه پرده پورته كړى نوچى كله دااوهاټول په كار پيل وكړى اودافغان ولس چوپړته ملاوى وتړى بيابه نوګران افغانستان ګل اوګلزار كړى ښاغليي ميلمه تا له انصاف نه كار ندى اخيستى چى يواځى دقومندان وړتاوى او مواصفات دى بيان كړى دى اودنورو ښاغليوپه اړه چوپه خوله پاته شوى يي موضوع دى تږى پرييشي ده (دهمدى موضوع دښى سپړنى په هيله)
Anonymous
05.11.2005
دغه شعر زما نه دی او نه شعر ونه جوړم . که خبره دشعر نه، بلکې د جناياتو شي، نو هم اړونده شاعر (لايق) او هم تاسو په ګوته کړی ګلاب زوی پر هيواد باندې د شوروي په ناتار کې د کارغل خاين ملګري ؤ او جنايات يې د ملي محاکمې بدلوښي او وړتيا لري . داچې سره له دې هم د پکتيا ځينو خلکو دملي خيانت دغې خاينې څېرې ته رايې ورکړي دي، متاسفانه د اړوندې سيمې د ا وسيدونکو د
ملي ـ سياسي شعور نيمګړتيا او لوېدلې سطحه ، خو دسيمه ييز شوېنيزم ترينګلې کچه په ګوته کوي . پر مجاهدينو باندې د خلق او پرچم په څير د ملي خيانتونو او ملي جناياتو تور نشته، بلکي په د اخلي او فردي جناياتو کې ډوب دي .
په درنښت .
Anonymous
05.11.2005
دغه شعر زما نه دی او نه شعر ونه جوړم . که خبره دشعر نه، بلکې د جناياتو شي، نو هم اړونده شاعر (لايق) او هم تاسو په ګوته کړی ګلاب زوی پر هيواد باندې د شوروي په ناتار کې د کارغل خاين ملګري ؤ او جنايات يې د ملي محاکمې بدلوښي او وړتيا لري . داچې سره له دې هم د پکتيا ځينو خلکو دملي خيانت دغې خاينې څېرې ته رايې ورکړي دي، متاسفانه د اړوندې سيمې د ا وسيدونکو د
ملي ـ سياسي شعور نيمګړتيا او لوېدلې سطحه ، خو دسيمه ييز شوېنيزم ترينګلې کچه په ګوته کوي . پر مجاهدينو باندې د خلق او پرچم په څير د ملي خيانتونو او ملي جناياتو تور نشته، بلکي په د اخلي او فردي جناياتو کې ډوب دي .
خو خلق او پرچم په دواړو کې غرق دي ! په درنښت .
د يوې منطقې خلکوته په سپکه سترګه کتل د سپکو کسانو کار دئ!
Anonymous
05.11.2005
وروڼو!
تاسې خو بيا خبره تنظيمی او حزبی کړه او لکۍ مو ئې په اشخاصو پسې ونښلوله. دا اشخاص اوپخواني تنظيمونه اوحزبونه خو طرفداران او مخالفين لرې او هريو به اوس د ځان ښه او د نورو بد وائي. تر اوسه په افغانانو کې کله داسې روحيې تسلط موندلئ چې د خپلو تنظيمونو او حزبونو په نواقصو اعتراف وکړی.
داچې پر مجاهدينو باندې د خلق او پرچم په څير د ملي خيانتونو او ملي جناياتو تورشته او که نشته؟ او آيا د دوی جنايات او ملی خيانتونه له خلقيانو او پرچميانو څخه څو چنده زيات نه دی؟ او داچې د اخلي او فردي جنايات څه شئ دي؟ دا سې موضوعګانې هره يوه د يوه ځانګړی بحث غوښتنه کوی. په دې هکله که مبالغه نه شی نو د افغانستان د نفوسو د شمير په اندازه مختلف نظرونه شته.
زما په نظر د دولت او د انتخاباتو د کميسيون له لوری د انتخاباتو له پاره د تيارۍ نيولو دبيوسۍ، د تخنيک د غلطيو، د انتخاباتو په بهير کې په ټول هېواد کې د درغليو، لاسوهنو، دپيسو په واسطه د رايو د اخيستنو او دقومې، ژبنې، سيمه ايز نفاق دسياست د تسلط پړه په پکتيا او خوست کې دګلاب زوی په انتخابوونکو ور اچول به ستره بی انصافی وی.
داچې تاسې واياست.
[color=darkred:64e8f72ebf][ داچې سره له دې هم د پکتيا ځينو خلکو دملي خيانت دغې خاينې څېرې ته رايې ورکړي دي، متاسفانه د اړوندې سيمې د ا وسيدونکو د ملي ـ سياسي شعور نيمګړتيا او لوېدلې سطحه ، خو دسيمه ييز شوېنيزم ترينګلې کچه په ګوته کوي ][/color:64e8f72ebf] دادپکتيا او خوست د خلکو دسياسی شعور په هکله ستاسې له ړانده تعصبه ډک، بدبينانه او مغرضانه قضاوت دی. او داسې ښکاری چې همدا شعر مو هم د کوم خاص غرض او د افغانانو په تيره بيا د پښتنو تر منځ د نفاق او بدبينۍ د تخم د شيندلو له پاره دلته رانقل کړئ وی.
د يوې لوئې منطقې خلکو ته دومره په سپک نظر کتل د بې پروا او سپکو خلکو کار وی.
که ګلاب زوی د ملی خيانت خاينه څېره وی، نو سياف، قانونی، علومی، علی ... او نور له هغې نه بدتره نه دی؟
آيا هغو خلکو چې دې کسانو ته رايه ورکړې او يا ئې ورباندې خرڅه کړې ده، ملی- سياسی شعور ئې له پکتياوالو نه لوړ دئ؟ او آيا د هغوی دسيمه ييز شوېنيزم ترينګلې کچه نه په ګوته کوي؟
که ستاسې په فکری مقياس محاسبه شی نو دا سې مانا به ولری چې د جمهوری رياست او ملی شورا له پاره د انتخاباتو د درغليو، لاس وهنو او غلطيو پړه ټوله د ولس د عامو وګړو په غاړه ده، نه د دولت، د اتخاباتو د کميسيونونو او سياسی رهبرانو په غاړه.