وطن پال او نور ګټور شعرونه
دحمزه بابا (خواست)
      تــــانــــــد  شينواری
      24.05.2003
    
.................:idea:   [color=darkred:24d827d783] خواست  [/color:24d827d783] :idea: 
[color=darkblue:24d827d783]چه بي تا چاته ټيټ نشي ننګــيالي زما ژوندن کړه
زړه زما دي مسلمان وي تفکر مي دپښــــــتون کړه[/color:24d827d783]
[color=darkred:24d827d783]............ زه له وخته ګيله نـــــــــکړم چه ښادي يي له ما يـــــوړه
........... خوکاروان مي دهمت او استقلال بيرته راستون کړه[/color:24d827d783]
[color=darkblue:24d827d783]کوم( ســـبا) چه راروان دي چه د(نن )سره ګډ نــــشي
 زما(نن )واخله (پرون)کړه اود(نن)په ځاي (پرون) کړه[/color:24d827d783]
............[color=darkred:24d827d783]په تبجـــــــــنه زمانــــــه کي دحــــــــالاتو زبــيرګي اورم
........... ته حکمت زماد حضـــــــــــــــــر،انديشه دافلاطون کړه[/color:24d827d783]
[color=darkblue:24d827d783]خدايه زيات کړي يو په لسه د پښــتو دليلا حسن
بيا زما مېنه هم زياته يوپه لسه تر مجنـــــــــون کړه[/color:24d827d783]
............ [color=darkred:24d827d783]راعطا لکه دګل کړي جميـــــــــــعت په پريـــــــــــــشانې کې
........... چه حاصله ترې خنداوي،خــوښ مي هغه زړه چاودون کړه[/color:24d827d783]
په[color=darkblue:24d827d783] ګلـــــــــشن يي کړي بدلي ،دا زما واړه شـــــــــــډلې
هريو زړي دملت مي،تيغ په لاس کي رازرغون کـړه   [/color:24d827d783]                                                     
[color=darkred:24d827d783]............ زه دي وچ هډوکي شپـــيلم،خوملت مي دي ســـلطان وي
 ........... دا زما دسخن سيوري،په معني کي همــــــــــــــــــايون کړه[/color:24d827d783]
[color=darkblue:24d827d783]چه احــــــــساس دکمتري مي شو د غـــــير له تهذيبونو
دا چمجي د دق او سل مي ،د کالبوت ځني بيرون کړه[/color:24d827d783]
 :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:  :!:
                                                      [img:24d827d783]http://www.afghanhero.com/upload/files/nawae_hamza.jpg[/img:24d827d783]
[color=darkred:24d827d783]دپښتو غزل پلار امير حمزه شينواری (رح)       [/color:24d827d783]
[color=darkred:24d827d783][/color:24d827d783][color=darkred:24d827d783][/color:24d827d783][color=darkred:24d827d783][/color:24d827d783][size=18:24d827d783][/size:24d827d783][size=12][/ size][color=darkred:24d827d783][/color:24d827d783][color=darkred:24d827d783][/color:24d827d783][img][/i