د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولې په کابل کې پښتو ښوونځى نه جوړېږي؟

Anonymous
31.10.2005

زمونږ په برخه دي چې پلي ګرځو
په خپل وطن کې غلي غلي ګرځو

څه وکړو که زده کړه کووڅوک وخت نه راکوي او که نه يې کوو نو بيا هم القاعده او ناپوه راته وايي.
په ټول کابل کې دپښتو ژبې يو ښوونځى هم نيشته. زه چې يوبې چاره پښتون يم ښځه مې هم پښتنه ده په پاړسي نه پوهېږي چې له زوى سره مې درس ووايي . زوى مې هره ورځ په وړه ژبه راته وايي پلار ه زه د معلمې په ژبه نه پوهېږم . هغه چې هر څه وايي زه پرې نه پوهېږم، هره ورځ مې وهي او د ټولو هلکانو په مخ کې راته بدې بدې خبرې کوي، کله راته القاعده وايي او کله بې عقل زه څه وکړم . زه نور په بازار کې پلاستيکي کڅوړې خرڅوم پيسې به درته ګټم ما په زور ښوونځي ته مه لېږه .
يا راځئ چې بېرته پېښور ته لاړ شو، هلته په کمپ کې څومره ښه ښوونکي وو ټولو په پښتو خبرې کولې او کتابونه هم پښتو وو.
زه نه په دې کتابونو پوهېږم او نه دښوونکي په ژبه . زه نور ښوونځي ته نه ځم والله که لاړ شم.
زه د يو بې وزلي او بې ځوابه پلار په حيث ستاسو سره دا خبره شريکوم او وايم چې هغه د بشر حقونه، هغه ډيموکراسي ،خپلواکي او د انسان کرامت چېېېېېېېېېېېېېېرته دي ؟
زه څه وکړم.
په کابل کې مې دنده ده . دلته کار کوم . داسې هم نه شم کولى چې کار ونه کړم نو زما په څېرپه زرګونو پلرونه نور هم شته هغوى څه وکړي؟ ؟؟؟
د ليرې مرم د نژدې سوزم
زه غمزده طاقت د دواړو نه لرمه


Anonymous
31.10.2005

ولې دکرزي ملګرې پټه خوله پاته دي او زما خوئي په نس رادرد کړ٠


staso pa day dard mong raso

Anonymous
01.11.2005

سلامونه درواخلۍ مرګرو!
ياره ګرانه لاروييه ستا پدې دردېدلي زړه زه ښه پوهېږم افسوس چې له وسه مې هېڅ ندي چې درسره اوکم.
دا کرزی به اله خبر شي ، چې يودېوال ته ېې شا بل ته ېې مخ شي. دوستانو داسې خبره ده چې اوس ګورۍ مجبوري ده ، بل د يو ارادې خاوند مشر پښتون نه راپاڅي چې کرزي له لږشانتې غوږونه خلاص را خلاص کړي . بله دا چې مونږه له پکار ده چې په دې يوروپ کې ټول افغانان يو شريک دمرستې لپاره بانکي اکوونټ جوړکړو تر څو ټولو خپلو افغانانو ته ځانګړي ښونځي په پلازمېنه کابل کې او تر هغې اخوا شومالي کې جوړ کړو. زه خو ټولو پښتنو نه دا خواسته کوم چې پخپلو کې را جوخت شۍ ، دا تربګنۍ، دوشمنۍ او نورې ټرې پرې پرېږدۍ او خپل ًوم ته د خدمت لپاره څه اوکۍ تر ځو زموږه راتلونکی نسل هوم په امان وي او ورته سمه ورځ په برخه شي .
نور نو دا خبرې پرېدۍ چې پلانکي اوخوړه زه پاتې شوم. بس دې له فکر اوکړۍ چې څه پکار دي اوشي ؟ او يا هوم څه اوکړو چې حکومت دې ته اړباسو چې پښتنو حقوق ترلاسه شي او دا حق ې په برخه شي.؟


Anonymous
01.11.2005

مرګرو!
اوکم.
اله
شومالي
خواسته
پخپلو کې
را جوخت
ټرې پرې
اوکۍ
هوم .
اوشي

داپورته کلمې پېښورۍ لهجه ده ٠
سړې له ورايه پوهيږي چه د کوم ځای يې ٠ په هره بڼه ، څه چه مهم دي هغه دادي چه که لږې خپلې سترګې پخپل کوراوکلي کی وغړوې اوووينې چه په ټول صوبه سرحد کی د پښتو ژبې څه حيثيت او څه حال دې نو بيابه وپوهېږې چه د پښتنوحقوق په ړندو سترګو نه ترلاسه کيږي بلکه حقيقي مبارزه او يووالې غواړي ٠
په مينه

نظرخان


Anonymous
01.11.2005

ګرانو لوستونکو !

که چېرې څوک راته په کابل کی درحمان بابا اوخوشحال خان دلېسو په هکله معلومات راکړي چه په څه حال کی دي ، شته که لمنځه يې وړي ، زده کوونکي اوښوونکي لري که نه او داسې نور؟؟

ستاسود معلوماتو په هيله
نظرخان


Anonymous
01.11.2005

ولې په خوست کې دری ښوونځى نه جوړېږي؟


Anonymous
01.11.2005

[quote:4a9495d1c2="Anonymous"]
داپورته کلمې پېښورۍ لهجه ده ٠
سړې له ورايه پوهيږي چه د کوم ځای يې ٠ په هره بڼه ، څه چه مهم دي هغه دادي چه که لږې خپلې سترګې پخپل کوراوکلي کی وغړوې اوووينې چه په ټول صوبه سرحد کی د پښتو ژبې څه حيثيت او څه حال دې نو بيابه وپوهېږې چه د پښتنوحقوق په ړندو سترګو نه ترلاسه کيږي بلکه حقيقي مبارزه او يووالې غواړي ٠
په مينه

نظرخان[/quote:4a9495d1c2]
جار دی شم وطنه !!!يو نر خو په ټول افغان کی پيدا شو.


Anonymous
01.11.2005

ولې په خوست کې دری ښوونځى نه جوړېږي؟

ځواب :

ولې په بدخشان کی دری ښوونځى غوښتنه نه کوو؟

نوريې پخپله تحليل کړه !
نظرخان


Anonymous
01.11.2005

زما په نظر بايد په ټول گران افغانستان کی مکتبونه او پوهنتونونه جور شی .پشتو که فارسی که انگريزی.


م ن غروال
01.11.2005

ښاغلۍ بې نومه ميلمه چې ليکي :
[color=red:283d5b833c]ولې په خوست کې دری ښوونځى نه جوړېږي؟[/color:283d5b833c]
وروسته له سلامونو!
دا سي ښکاري چې د افغانستان يا د خپل هېواد ( که افغان وئ) اصلا له هيڅه هم خبر نه ياست!
په خوست او په ټولو ولاياتو کي پښتو او دري ژبه تدريس کيږي خو ښوونځي ټول يا په دري او يا په په پښتو ځکه وي چې په بعضو ولاياتو کي ډيره ايز اوسيدونکي په هماغه ژبې خبرې کوي٠ او يا د اړونده ژبې اوسيدونکي لري٠
نو خوست کي اصلا دري ژبې هېوادوال نشته پرته د رسمي دوايرو او يا هم ډيرو لږکيو کډوالو چې په يوه مرام د يوه مؤقت وخت لپاره هلته اوسيږي چې هغه هم په سلو کي ــ يَو ــ هم نه جوړوي٠ نو ځکه هلته په دري ژبه ښوونځي نشته٠
اما راغلو کابل ته ! کابل خپله ډير اسيدونکي پښتانه هم لري او خپله کابليانو کي هم پښتانه شته چې ټاټوبۍ يې کابل دي٠ نو يوازې د رحمان بابا او خوشحالخان لېسې ورته بسنه نه کوي٠ نو ځکه د لاروي ورور دا غوښتنه ډيره اړينه او پر ځاي ده چې ولې په کابل کي د پښتنو لپاره پخپله رسمي ژبه ښوونځي نشته٠

دا مسئله ما ډير پخوا د پښتو او پښتونستان په فورم کي مطرح کړې وه چې له بده مرغه چا خپل غوږ ونه ګراوه٠
د رحمان بابا او د خوشحالخان ليسې د هېواد پښتنو لپاره نه، بلکه د لرې پښتونخوا افغانانو لپاره جوړې شوې وې چې بر افغانانو هم ترې يوه حده ګټه اخيسته٠
په اوسني وخت کي دا دواړه لېسي په ټپ ولاړې او رحمان بابا لېسه خو کنډوالې ده او خوشحالخان ليسه کي تر دوه کاله دمخه خو بې کوره بې وزله افغاني کډوال مېشت ؤ او اوس ترې نه يم خبر چې څه احوال به لري خو لکه چې هماغه ننداره به يې وي٠
نو غوره دا ده چې د هېواد پالنې او پښتو پالنې په روحيي د ښاغلي لاروي ورور ته مناسب او منطقي دلايل وړاندې کړۍ تر څو سړۍ يوې نتيجې ته سره ورسيږي چې بې اغېزې به نه وي٠
که دا غږ په هر ځاي کي پورته شو نو مونږه به نه يوازې چې په پښتو ژبه ښوونځي ولرو، بلکه پوهنځي به هم انشأالله تعالی ولرو٠
په درناوې
م ٠ ن غروال


Anonymous
01.11.2005

ښاغلې غروال صاحب!
چه درحمان بابا اوخوشحال خان لېسې چه په کابل کی دپښتو تدريس يواځينۍ ښوونځۍ وې ، کنډوالې وي او دشکردرې ، قره باغ ، پغمان ، هودخېل اوبګرامي خلک ويده وي ، کله اوڅنګه به رابېداريږي ؟
دداسې پښتنو به څه ګيله وي چه دخدای ناکوبۍ پرې وشوې خوبياهم ويده دي

نظرخان


Anonymous
01.11.2005

[quote:ba19b61663="Anonymous"]ولې په خوست کې دری ښوونځى نه جوړېږي؟[/quote:ba19b61663]
مطلب دې له ( دری) څخه درې ( = ٣) دی که دري (فارسي)؟ ورستی شکل يې
بد طنز نه دی .


Anonymous
01.11.2005

[quote:426d6d5925="غروال"]
نو خوست کي اصلا دري ژبې هېوادوال نشته م ٠ ن غروال[/quote:426d6d5925]
په شمال کي پښتوژبې خلک شته نو ولی په خوست کی دري ژبې خلک نشته . ولی خوستيان له ننی تمدن څخه ډير ليری پاتی شوی دی؟


نقاد
01.11.2005

ښاغلی ﻻروی او درنو لوستونکو!
ولسواکي ښو همدغو رواغوښتنو ته وايي . روا غوښتنه حق بلل کيږي او حق هيڅکله پخپله چاته نه ورکول کيږي، خو تل اخيستل کيږي . ولسواکي دې وروستۍ خبرې ( حق اخيستلو ) ته وايي ، په دې شرط چې ﻻره او وسايل يې سوله ييز اوسي! يو ولسواک حکومت هم د ولسواکۍ پلي کول او هغې ته پراختيا ورکول (( نه )) غواړي، خو د ولسواکۍ مراعات کوي ، نو که خلکو او شورا له خوا ولسواکې غوښتنې ، مظاهرې ، ﻻريونونه او احتجاجونه نه وي، ولسواک رژيم به هېڅ مالوم هم نشي چې دا رژيم په رښتيا سره ولسواک دی او که نه !
په دې اساس بايد لومړی په پلازمينې کابل اوبيا پهپه ولاياتو او دغه رازبيا په بهري ملکونو کې د اغاني سفارتونو په وړاندې احتجاجي مظارې تر سره شي . که داسې احتجاجونه تنظيم نکړو يا يې تنظيم نشو کړای ، څومره بده خبره به ي . خو که له دغه حق څخه ګټه پورته کړو ، ښايي داسې نتيجې ورکړي چې تاريخي پنډ لوري (ابعاد) هم ولري!
هو، که ولس دموکرات شي او له خپلو دموکراتيکو حقوقو څخه د دفاع جوګه شي، پر حکومت به هم ولسواکي تحميل کړي __ بيا نو له دموکراسۍ ځخه خبرې کولی شو، او که له حکومت څخه تش توقعات کيږي، نو پرتوقعاتو نه حکومت او نه هم توقع کونکي دموکراتان کيدای شي. په درنښت .


Anonymous
01.11.2005

ځکه چه دوی له بلانه ډېر دي :lol:


نقاد
01.11.2005

ښاغلی ﻻروی او درنو لوستونکو!
ولسواکي خو همدغو رواغوښتنو ته وايي . روا غوښتنه حق بلل کيږي او حق هيڅکله پخپله چاته نه ورکول کيږي، بلکې تل اخيستل کيږي . ولسواکي دې وروستۍ خبرې ( حق اخيستلو ) ته وايي ، په دې شرط چې ﻻره او وسايل يې سوله ييز اوسي! يو ولسواک حکومت هم د ولسواکۍ پلي کول او هغې ته پراختيا ورکول (( نه )) غواړي، خو د ولسواکۍ مراعات کوي ، نو که دخلکو او شورا له خوا ولسواکې غوښتنې ، مظاهرې ، ﻻريونونه او احتجاجونه نه وي، ولسواک رژيم به هېڅ مالوم هم نشي چې دا رژيم په رښتيا سره ولسواک دی او که نه !
په دې اساس بايد لومړی په پلازمينې کابل اوبيا په ولاياتو او دغه رازبيا په بهرني ملکونو کې د افغاني سفارتونو په وړاندې احتجاجي مظارې تر سره شي . که داسې احتجاجونه تنظيم نکړو يا يې تنظيم نشو کړای ، څومره بده خبره به وي . خو که له دغه حق څخه ګټه پورته کړو ، ښايي داسې نتيجې ورکړي چې ستر تاريخي پنډ لوري (ابعاد) هم ولري!
هو، که ولس دموکرات شي او له خپلو دموکراتيکو حقوقو څخه د دفاع جوګه شي، پر حکومت به هم ولسواکي تحميل کړي ـــــــ بيا نو له دموکراسۍ ځخه خبرې کولی شو، او که له حکومت څخه تش توقعات کيږي، نو پرتوقعاتو نه حکومت او نه هم توقع کونکي دموکراتان کيدای شي. په درنښت .


م ن غروال
01.11.2005

محترمو لوستونکو!
څو څو ځلې دا وغوښتل شول چې د مهربانۍ له مخې څومره به غوره وي که تاسو په زحمت خپل ځان ته لااقل يو نوم وټاکۍ ترڅو مخاطب لااقل معلوم وي٠ يوازې ميلمه به بسنه نه کوي٠ آخر ولې به تر يوه حده د ټول افغان خبره تر يوه حده نه منو٠ او يو ميلمه ليکي :
[color=white:af3d719bf8]په شمال کي پښتوژبې خلک شته نو ولی په خوست کی دري ژبې خلک نشته . ولی خوستيان له ننی تمدن څخه ډير ليری پاتی شوی دی؟[/color:af3d719bf8]
دا چې دري ژبه هېوادوال په خوست کي نشته معنی يې دا نده چې ګواکي له تمدن څخه لرې پاتې دي٠ خو په هر حال خوست نه، بلکه د هېواد تقريباً ټولې سيمې له پرمختګ او تمدن يا ښاري ژوند او د ننۍ پرمختګونو څخه خورا زيات وروسته پاتي دي٠
د هېواد ډيره ايز وګړي او يا اتباع پښتانه جوړوي نو ځکه په هر ولايت کي مېشت دي٠
او کوښښ دې وشي چې تل په وړاندي شوي موضوع بحث وشي ٠ اوس بيا خبره چې تمدن ته راشي نو اصلي د پښتو ښونځيو خبره پاتي وي او په تمدن به لګيا ؤ٠
نو قره باغ او هود خيل پښتانه؟ اصلاً پښتانه د خپلې ژبې د ودې په هکله هيڅ خدمت ندې کړۍ او يا يې ډير د ګوتو په شمار که يو څه کړي وي٠
همدا اوس د پښتنو له لاسه د پښتو ژبه د مليتوب له حيثته په ځمکه راوغورځيده چې زه ورته ملي خاينت هم ويلۍ شم٠
او اوس چې هم د خپلې ژبې د ودې لپاره که زيار وکړو او د لاروي ورور په څېر د پښتو ژبې د ښوونځيو په فکر کي شو نو که نن نه وي نو سبا خو به هرمرو يو څه خپل اغېز په افغاني ټولنه کي ولري٠
په درناوې


Anonymous
02.11.2005

ښاغلې غروال صېب سلامونه !
ستاسو نښه د سمې سواليې په منځ لګېدلې ٠ ما خو هسې غوښتل د کابل په بډه پر توګاښ وتړم خو د ميدان ، وردګو ، تګاب ، لغمان ، ننګرهار او لوګر دپټۍ ګل مېخۍ هم دومره کلکې نه دي چه سړې يې ترملا وتړي ٠
زه پوهېږم چې زه ناندرۍ وايم خو که د ډېروپښتنو دزنولاندی هم کوکارې ووهم چې اې سپېرو تاسو په دين هم سم پوهيدلي نه ياست اوپه دنياهم ٠ نوددې لپاره چې په دواړ سم خبرشۍ او دواړه سم وپېژنۍ علم ته ضرورت لرۍ اوعلم لېټۍ نه ده چې ويې څټۍ بلکه د حصول لپاره يې جدو جهد ، مبارزې ، تدريسي وسيلو ، ښوونځيو او ښوونکو ته اړتيا ده٠
ښه نو اوس تاسووواياست چه يو عالم ته غېرتي واياست که يوجاهل او بې علمه ته ؟
اې زما شاباړو پښتنو !
که له فرضو انکار نه کوۍ نو د علم ذخيرې جوړې کړۍ ٠ که سونت (سنن ، طريقه ، روش) منۍ نو هغه نظر خپل کړۍ چې دا سلام مخکښ اولارښود حضرت محمد (ص) دعلم په هکله درلود ٠ اوددې حقايقو په رڼا کی ننني ضرورتونه هم ومنۍ اودرفع کولو طريقې يې پيداکړۍ ٠
او اې زما ګډبه ورونو !
تاسو خو لږ خپلو رنګونوته وګورۍ اودخپلو څاروو رنګونو ته مو هم وګورۍ چې په څه حال دي ؟ ددواړو له مخونو ايرې دوړيږي ٠ چې د باران څوڅاڅکي وشي نو د کوم خټ کي سورته دواړه پټ شۍ او اغېړ- اغېړ يوبل ته ګورۍ٠
ګډې لا ستاسو نه جرات لري چې وږې شي نو تاسوته غږکړي : ممبېېې ، ما بېېېې ٠ خو تاسو دغه هم نشۍ کولې ځکه چې ستاسو ولږه او مړښت په مېږو ( ګډو ) پورې تړلې٠ د يونس ډوډۍ لپاره مو څلور ګډې مخکی اچولي وي اوپاکيستان ته مو وباسي او له هغه ځايه شړېدلې څپلۍ يا پاکيستانۍ چه ووټې ، ټيچو-ټيچو-ټيچو بېرته افغانستان ته راورسوي ٠
له څلورو نه مو ګډې پنځه کيږي نه ٠ دغه مو ژوند دې ، نه مو کور مالوم دې نه مو ګور ٠ نه په خپل تولد خبر ياست ، نه د اخترپه ورځ ٠ د ګډو ډانګې کله د ټانک له ميل سره برابرېدای شي ؟ داخو هغه پخواني وختونه نه دي چې زغرې واغوندۍ اوميدان ته ودانګۍ ځکه چې اوس په ميدان کی څوک مخامخ جګړې نه کوي بلکه يو ه بټن يا له هوا او ياله سمندره کښېکاږي اوتاسو له ګډواوچرګانوسره داسی په هواکړي چې پوټي مو هم نشي راټولېدای ٠

که له تاسو دوه ميليونو ګډبو څخه دولس زره نجونې او پنځه ويشت زره هلکان وکولای شي چې سم علم حاصل کړي ، زه درته په شرط وايم چې دپاتې ګډبو رمې به پيداشي ځکه چې په دغو تعليم يافتو کی به ډاکټران وي چې هم ستاسواوهم ستاسو دګډو روغتاوساتي ٠ همدغه راز به زراعتي ماهران او انجينران ستاسو د څړ ځايونو غم هم وخوري او دې ته اړ نه شۍ چې دوښو لپاره مو شړيوار خېژي او پاکيستان ته روان ياست ٠
نو د غروال صېب په دې خبره چې وايي ( اوس چې هم د خپلې ژبې د ودې لپاره که زيار وکړو او د لاروي ورور په څېر د پښتو ژبې د ښوونځيو په فکر کي شو نو که نن نه وي نو سبا خو به هرمرو يو څه خپل اغېز په افغاني ټولنه کي ولري٠ )
نو خدای دې زمونږ ټول پښتانه لري که همدا اوس يوا ځې د هوت خېلو (هوډ خېل) فکر دې ته را وګرځي چې د( پټ پټؤونيې) ترڅنګ خپل اولادونه ښوونځيو ته دزده کړې لپاره ولېږي ، نو بده نه ده چې بيا يې اولادونه يوبل کسب زده کړي اوڅه ښکاره شهرت ترلاسه کړي ٠ :lol:

ددرناوي سره
حاجي برباد له دشت ارچي څخه


Anonymous
02.11.2005

دا خبرې دي هم له المانانو زده کړې او په مفت خورو دغسې خبرې ډيرې شي لګيږي.
کوم وطن ؟ هغه غلام وطن ? هلکه اعصاب مو مرا خرابه وه ،زوي مړيه خو په هيخ شي خبر نه ئي٠
پښتو ته به ئي مخ کي دوزخي ژبه ويلي اوس ورته طالبي ژبه وائي او بله ورڅ به
يو بل نوم پري ږدي ٠ دپښتون قوم ،ژبې ، کلتور او نورو اخلا قې اوتاريخي وياړونوته په رسمي دفترو، اخبارو، مجلو او تلويزيون کې سپکاوی کيږي ٠ او هغه دووسان پښتانه چې د امريکايانو کاسه پاک دي نه يوازي داسپکاوی زغمي بلکې په پټه خوله ئي نور هم تقويه کوي ٠
پښتانه درې دښمنان لري چې يو ئي دلستوڼې مارتاجک دي چې هغه پښتون او دهغه ژبه نه مني ، بل خرڅ شوي پښتون دی چې دتاجک غلامي او مخبرې کوي
د ريم دښمن ئي ګاوڼډيان دي چې دپښتانه ريښې او وليې له منځه باسي ٠
زه له ټولو هغه افغانانو څخه چې په هيواد کې ئي مرداريګاني کړې دي
( خلقی،پرچمي،مجاهد او نور ٠٠٠ ) په در ناوي غواړم چي دوي ولي دغربي ارامه ژوند لپاره دپېړيو، پيړيو ځوريدليو پښتنو حقوق په خپلو ليکنو کې تر پښو لاندې
کوي ٠ يا د غلام اوا جڼټ حکومت پلوې کوي اويا دپښتنو د بي اتفاقي سبب ګرزي٠
همدغه اوس ئي وخت دي چې پښتانه په يوه موټې خپل کلتوري او سياسي حقوق
په کلکه وغواړې اوکه ئي څوک خبره نه اوري نو بايد خپل حقوق په توره وغواړي
دپرديو او تاجکو غلامي پښتنو څه نږدې ٢٨٠ کاله وکړه ، چې په نتيجه کې ئي خپل
هويت له لاسه ورکړ٠

دطنمل په اخيرنۍ ليکنه کي ، چې د فوروم په دي ټکي کي : ( په غټو تورو يې ولولئ ) لوستل کيدای شي زه دپښتون دقوم لوي زوال وينم او هميشه دپشتنو دا سي مشران لکه کرزي او دهغه نور د کابيني ملګرې په تاريخ کې تير شوي دي ، چي پښتانه ئي خرڅ کړي دي ٠

دپښتنو دحق غوښتلو په هيله .
ميلمه


Anonymous
03.11.2005

لاروی وروراوهمدارنګه دټول افغان مينه والوته دزړه له کومی سلامونه اودکوچنی اختر مبارکی وړاندې کوم .
له بده مرغه کرزی ديموکراسی په مصلحت کراسی واړوله .

دديموکراسې غوره اصل اوبنسټ دادې چې لږه کی بايد ډيره کيوته غاړه کېدی،خوپه افغانستان کې څوک دغه اصل ته غاړه نه ږدی .کله چې مصلحتونه ددې اصل ځای ونيسی اوحکومت دشخصی اړيکو،خپلوۍ اوپيژندګلوۍ پربنسټ منځ ته راشی، نوهرومروبه د ډېره کيو حقونه ترخپو لاندی کيږی . بې لدې چې ډېره کی کوڅوته راؤوزې ،سوله ايز لاريونونه ؤکړی او دچارواکوغوږونه ورخلاص کړی بله لارنلری .
دحق غوښتنه نه عيب دې اونه هم شرم . چې ماشوم ونه ژاړی مورشيدې نه ورکوی .
په درناوی
نابلللۍ ميلمه


Anonymous
03.11.2005

[quote:9272bba54b="Anonymous"]دا خبرې دي هم له المانانو زده کړې او په مفت خورو دغسې خبرې ډيرې شي لګيږي.
کوم وطن ؟ هغه غلام وطن ? هلکه اعصاب مو مرا خرابه وه ،زوي مړيه خو په هيخ شي خبر نه ئي٠
پښتو ته به ئي مخ کي دوزخي ژبه ويلي اوس ورته طالبي ژبه وائي او بله ورڅ به
يو بل نوم پري ږدي ٠ دپښتون قوم ،ژبې ، کلتور او نورو اخلا قې اوتاريخي وياړونوته په رسمي دفترو، اخبارو، مجلو او تلويزيون کې سپکاوی کيږي ٠ او هغه دووسان پښتانه چې د امريکايانو کاسه پاک دي نه يوازي داسپکاوی زغمي بلکې په پټه خوله ئي نور هم تقويه کوي ٠
پښتانه درې دښمنان لري چې يو ئي دلستوڼې مارتاجک دي چې هغه پښتون او دهغه ژبه نه مني ، بل خرڅ شوي پښتون دی چې دتاجک غلامي او مخبرې کوي
د ريم دښمن ئي ګاوڼډيان دي چې دپښتانه ريښې او وليې له منځه باسي ٠
زه له ټولو هغه افغانانو څخه چې په هيواد کې ئي مرداريګاني کړې دي
( خلقی،پرچمي،مجاهد او نور ٠٠٠ ) په در ناوي غواړم چي دوي ولي دغربي ارامه ژوند لپاره دپېړيو، پيړيو ځوريدليو پښتنو حقوق په خپلو ليکنو کې تر پښو لاندې
کوي ٠ يا د غلام اوا جڼټ حکومت پلوې کوي اويا دپښتنو د بي اتفاقي سبب ګرزي٠
همدغه اوس ئي وخت دي چې پښتانه په يوه موټې خپل کلتوري او سياسي حقوق
په کلکه وغواړې اوکه ئي څوک خبره نه اوري نو بايد خپل حقوق په توره وغواړي
دپرديو او تاجکو غلامي پښتنو څه نږدې ٢٨٠ کاله وکړه ، چې په نتيجه کې ئي خپل
هويت له لاسه ورکړ٠

دطنمل په اخيرنۍ ليکنه کي ، چې د فوروم په دي ټکي کي : ( په غټو تورو يې ولولئ ) لوستل کيدای شي زه دپښتون دقوم لوي زوال وينم او هميشه دپشتنو دا سي مشران لکه کرزي او دهغه نور د کابيني ملګرې په تاريخ کې تير شوي دي ، چي پښتانه ئي خرڅ کړي دي ٠

دپښتنو دحق غوښتلو په هيله .

ميلمه[/quote:9272bba54b]
په خدای قسم چه ته د آی اس آی سوچه گوډاگی يي.


Anonymous
03.11.2005

lol

[quote:9b1f3baf05="Anonymous"][quote:9b1f3baf05="Anonymous"]دا خبرې دي هم له المانانو زده کړې او په مفت خورو دغسې خبرې ډيرې شي لګيږي.
کوم وطن ؟ هغه غلام وطن ? هلکه اعصاب مو مرا خرابه وه ،زوي مړيه خو په هيخ شي خبر نه ئي٠
پښتو ته به ئي مخ کي دوزخي ژبه ويلي اوس ورته طالبي ژبه وائي او بله ورڅ به
يو بل نوم پري ږدي ٠ دپښتون قوم ،ژبې ، کلتور او نورو اخلا قې اوتاريخي وياړونوته په رسمي دفترو، اخبارو، مجلو او تلويزيون کې سپکاوی کيږي ٠ او هغه دووسان پښتانه چې د امريکايانو کاسه پاک دي نه يوازي داسپکاوی زغمي بلکې په پټه خوله ئي نور هم تقويه کوي ٠
پښتانه درې دښمنان لري چې يو ئي دلستوڼې مارتاجک دي چې هغه پښتون او دهغه ژبه نه مني ، بل خرڅ شوي پښتون دی چې دتاجک غلامي او مخبرې کوي
د ريم دښمن ئي ګاوڼډيان دي چې دپښتانه ريښې او وليې له منځه باسي ٠
زه له ټولو هغه افغانانو څخه چې په هيواد کې ئي مرداريګاني کړې دي
( خلقی،پرچمي،مجاهد او نور ٠٠٠ ) په در ناوي غواړم چي دوي ولي دغربي ارامه ژوند لپاره دپېړيو، پيړيو ځوريدليو پښتنو حقوق په خپلو ليکنو کې تر پښو لاندې
کوي ٠ يا د غلام اوا جڼټ حکومت پلوې کوي اويا دپښتنو د بي اتفاقي سبب ګرزي٠
همدغه اوس ئي وخت دي چې پښتانه په يوه موټې خپل کلتوري او سياسي حقوق
په کلکه وغواړې اوکه ئي څوک خبره نه اوري نو بايد خپل حقوق په توره وغواړي
دپرديو او تاجکو غلامي پښتنو څه نږدې ٢٨٠ کاله وکړه ، چې په نتيجه کې ئي خپل
هويت له لاسه ورکړ٠

دطنمل په اخيرنۍ ليکنه کي ، چې د فوروم په دي ټکي کي : ( په غټو تورو يې ولولئ ) لوستل کيدای شي زه دپښتون دقوم لوي زوال وينم او هميشه دپشتنو دا سي مشران لکه کرزي او دهغه نور د کابيني ملګرې په تاريخ کې تير شوي دي ، چي پښتانه ئي خرڅ کړي دي ٠

دپښتنو دحق غوښتلو په هيله .

ميلمه[/quote:9b1f3baf05]
په خدای قسم چه ته د آی اس آی سوچه گوډاگی يي.[/quote:9b1f3baf05]


Anonymous
04.11.2005

((دا پښتانه سرمايه داران او تجاران چيری دی ؟))

پيسه سري دي کنه ، ايمان يې پئسې دي ، غئيرت يې پيسې دي ، عقيده يې په پئ سو ده
که داسې نه وای کوه نور به اوس په قندهار کی و٠ که داسې نه وای دکابل د موزيم پرته به په ځاځيو کی هم موزيم و٠ که داسې نه وای ولی به وهابيان کېدل ٠ که داسی نه وای ماشومخويه غربيانو به د دوی ، القاعدې اوطالبانو ترمنځ فرق کولای ٠ که داسی نه وای هزارخېل به نه وو ٠ که داسې نه وای يوملي مشر به يې درلودای ٠ که داسې نه وای د ډيورند کرښه به هم نه وای ٠ که داسې نه وای حداقل نړيوال ښه نوم خو به يې درلودای ٠ که داسې نه وای دنجونو مکتبونه به يې ولی سول ؟ که داسې نه وای دډاکټر ، انجينير،عالم او معلم په قدر به خبر وو ٠ که داسې نه وای نو دمنګوليادنفوس هومره به دڅارويو له لکۍ به بل څه هم خبروو٠

داخويوڅو ژورناليستان اوليکوالان دي چه غواړي داوړو اوبو پوزه ورته برابره کړي کنه ولا که هيڅ صفت ولري ٠ څوک چه له دوی جداشوي ايله انسانان شوي ٠
له دې شاباړو د ښېګړې تمه کوۍ ؟

چه فارسيوانان نه وي له کابله به د رته خدای خبر څه جوړکړي ٠

فارسيواندوست


Anonymous
06.11.2005

يوه غټټټټه ګيله:
ما يو تريخ واقعيت ليکلى و او دخپل بې وزلي زوى کيسه مې ليکلې وه چې هغه راته وايي: ( زه د ښوونکي په ژبه نه پوهېږم، هره ورځ مې توهينوي او وهي مې، کله راته القاعده وايي او کله راته څه او څه .
زه په بازار کې پلاستيکي کڅوړې خرڅوم پيسې به درته راوړم خو ښوونځي ته مې مه لېږه!
او که بيا راباندې ښوونځى وايې نو راځئ چې بېرته پېښور ته لاړ شو هلته په کمپ کې پښتانه ښوونکي او پښتوکتابونه وو زه ښه پرې پوهېدم. په ټولګي مې هم ډېر ملګري وو ټول زما په خبره پوهيدل. )
ځينې وروڼه له هر شي نه بابيزه خبره جوړوي او کوڅه يي خبرې کوي. هغه د چاخبره وايي بد مه کوه هغه بل ورته وايي ته يې مه کوه.
ما څه غوښتي او دوى څه ليکلي. څوک وايي په خوست کې ولې پښتو ښوونځى نشته او څوک وايي په شمال کې ولې نيشته.
ما يوه جدي،قانوني او سمه پوښتنه مطرح کړې ده. که په هر ګوټ کې ماشوم په کومه ژبه غږېږي په همغه ژبه يې لومړنۍ زده کړه نړيوال منل شوى حق دى. چې مونږ ته هم بايد دا حق راکړى شي.
نو ځينې وروڼو راته ليکلي چې پښتانه دې خپله شخصي ښوونځي جوړ کړي ځينو يې څه او ځينو څه ليکلي دي .
البته ځينو ښه همدردي هم کړې چې د لاريون مسئله ده خو زه وايم دا ګړينګى به څوک غاړه کې ور واچوي؟
راځئ چې يو څه وخت ليکنۍ مبارزه پيل کړو، هر چېرته او په هر مجلس کې په کابل کې دپښتو ښوونځي يادونه وکړو که ځاى ونيسي.
نور که کوم سم او دقيق وړانديز لرئ نو ښه به وي.
په دولت زمونږ حق دى او هغه څوک يې چې شخصي جوړوي هغه بېله خبره ده خودولت بايد په هر ښوونځي کې دپښتنو له پاره ځانګړى ټولګى ولري.

ستاسو د سمو او پرځاى وړانديزونو په تمه
لاروى


Anonymous
06.11.2005

دا پښتانه سرمايه داران او تجاران چيری دی ؟
په پشاور،کراچی، فيصل آباد،دوبی،ابوذابی او لاس انجلس کی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more