د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د مسؤلو مقا ماتو پۀ نامۀ !!!

کټوازی
30.10.2005

[color=indigo:56646605a7]
د ټول افغان د بحث پۀ فورمونو کې د خالد هادي له خوا د خپلو ټولو ليکنو پۀ احتيجاجي ډول ړنګول او د مسؤلينو مضحکه خېزه خاموښۍ !!!

د ټول افغان د ملي برېښنا پاڼې درنو او ښاغلو چلوونکو ،

اسلام عليکم ور حمت الله وبرکاتۀ !

پۀ بيا ،بيا يي يادولو او تکرارولو ته اړتيا نه ليدل کېږي، چې د ټول افغان د بحث ،مباحثې او مکالمې پۀ فورمونو کې پخپله د انځورګر يا ني خالد هادي له خوا خپلې بېلا بېلې قېمتي او ادبي ليکنې چې شمېر يې تر ٢٢٠ پورې رسېږي ،ولې اود کومو لاملونو له مخې ړنګې شوې ؟؟؟

ځکه چې څرګنده ده ،وروسته ترهغه ،چې د ټول افغان د دبحث دفورمونو دمسؤل چلوونکي ښا غلي وطنمل صيب د بې غورۍ له امله پۀ بېلا بېلو فورمونو کې دځينو لا ابالي اشخاصو له خوا پۀ مستعارو ،قلمي او يا پخپلو نومونو پۀ دومر بې شرمۍ او سپين سترګۍ سره پۀ غير مسؤلانه ليکنو لاس پورې شو ،چې نور خو پرېږده ،د هيواد د لويو او سترو پېژندلو ادبي او علمي څېرو پۀ علمي، قلمي مقام ،ادبي قد وقامت ،استناد ،حيثيت او شخصيت پسې د خندا ،توهين ،تذليل او تضحيک پايڅې را پورته سوې ،نو خالد جان د خپل حساس طبيعت ،دروند خوی ، ويښ احساس او ژوندي ضمير دحساسيت له مخې دې ته اړسو چې د فورم مسؤلين پۀ کلکه سره دغو ليکنو ته متو جه کړي ،تر څو له دې لارې د يوۀ نر پښتون بچي پۀ توګه وکولای شي ،له يوې خوا دفورم د مسؤل چلوونکي پۀ ملتيا د ټول افغان د بحث مباحثې د فورمونو پر متقابل افغاني درناوي ، ولاړه ازاده ملي ، علمي او ادبي فضا له ګډوډۍ څخه وژغورې ،او د مليتوب ،علميت ،اود افغانانو ترمنځ د ورورګلوۍ ،ملي وحدت او ملي روغې جوړې ستر او سپېڅلی ارمان يې د ځينو لا ابالي اشخاصو چې پۀ واقعيت کې پۀ هيڅ يوۀ اند ،پۀ هيڅ يوۀ نظر هم نۀ دي ، دناوړه او شومو اهدافو قرباني نۀ کړي ، او له بلې خوا د خپلو مشرانو د سپکاوي ، د ناوړه او ناکامه کو ښښونو مخه ونيسي ا و بس

خو داچې د فورم د مسؤل چلوونکي له خوا ، د ټول افغان د يوۀ خواخوږي، ليکوال او همکار نېک او سپېڅلي جذبات او احساسات پۀ هيڅ نه ارزول کېږي ، او پټ خلۀ پرې کېږي ،نو بيا د د ټول افغان هغه ليکوال چې د زړۀ پۀ وينو يي دنوموړي سايټ د بحث پۀ فورمونو کې پۀ سلهاؤ ليکنې کړې ، خپلې ټولې ليکنې پۀ احتيجاجي ډول ړنګوي ،او پۀ دې ډول د خپل افغاني او اسلامي غيرت او حميت څخه دفاع کوي ،!!!

موږ پۀ داسې حال کې چې د خالد جان له خوا د دفورم د مسؤل چلوونکي له خوا پخپلو ژور ناليستيکي او قلمي مسؤليتونو کې د بې کفايتۍ او بې غورۍ پۀ مقابل کې د خپلو ټولو ليکنو پۀ احتيجاجي ډول د ړنګولو زړور غبر ګون پۀ وياړليو او ښکلو ټکيو کې ستايو او ورځينې د ننګې پۀ کولو، پردې پښتون اقدام سره ورته افرين وايو ،د فورم له مسؤلينو څخه هيله لرو ،چې

١ ... ددې لپاره چې د ټول افغان پۀ هکله د کوم ناوړه تاثر او تاثير مخه ونيوله سي ، اود ملي مطبوعاتو پۀ مطبو عاتي او ژورناليستيکي ميدان کې يي ازاده واقعي ملي او افغاني مطبو عاتي تګلاره له ګواښ او پوښتنې سره مخ نۀ شي ، د بحث ،مباحثې پۀ فورمونو کې د علمي ،منطقي او ادبي انډول د ساتلو اصل ته پۀ پام را ګرځولو سره ټولې هغه ناوړه ليکنې ، که د هر چا له خوا ليکلې سوې وي ، له يوې مخې يي ړنګې کړئ ، چې د ټول افغان د بحث د فورمونو له سر ليکونو سره پۀ تضاد کې مو قعيت لري .اوپۀ راتلونکې کې يي پۀ کلکه مخه ونيسي !!!

٢ ....... د خپلې سترې اخلاقي ،افغاني او قلمي و جيبې له مخې د ګران خالد جان ټولې ليکنې چې د ځينو خلکو له خوا د پو هانو ،عالمانو او اديبانو د سپکاوي ،او ستاسو له خوا پۀ دې ناوړه روش د سترګو پټولو يا پۀ اصطلاح د مضحکه خېزې خاموښۍ پۀ عکس العمل کې يي احتيجاجا پخپل لاس ړنګې کړې ،دټولو و بېرته څپراوي ته اقدام وکړئ ، او د واقعي پخلاينې پۀ توګه يي پۀ بشپړ افغاني درناوي ،د ټول افغان د بحث فورمونو ته را وبولئ !!! او بس

او که مو ددې لوړ اخلاقي ،افغاني او ژورناليستيکي رسالت او مسؤليت پۀ تر سره کولو کې بيا هم ځانونه و سپمول ،نو بيا موږ هم دخالد جان پر لا تللي و بولئ ، او ښايي دا مو وروستۍ ليکنه وي ، هو ! سمه ده ،چې بې چرګه به هم سبا شي، خو وايي يوه کډه د بلې زړۀ کاږي يا پۀ بل عبارت پۀ خالد جان پسې له فورم څخه زموږ تګ به د ټول افغان پۀ هکله ديوۀ ناوړه تاثر د منځته راتلو مخه خلاصه کړي !!!

پۀ ټوله افغاني او پښتني درناوي : ورور مو کټوازی

چې تۀ ترې ولاړې عندليبه د زړۀ باغ څۀ کوم ؟

............................................................ که هره ونه شي شمشاد پاڼې ګلونه ياره !!؟؟[/color:56646605a7]


Anonymous
30.10.2005

درنو لوستونکو!
تر کومه ځايه چې د پسرلي صيب د شعر تر سرليک ﻻندې ليکنې مالوستلي په هغې کې د پسرلي صيب په پلوۍ د نقاد په شمول نورو تکړه ليکونکو هم ليکنې کړې وې، خو مقابل اړخ هم له لومړي سر څخه څو څو ځله پسرلي صيب ته په خپل درناوي ټينګار ښودلی اود بحث موضوع يې يواځې دا ښودلې ده چې ايا دفارسي کلاسيک ترکيبات دې په معاصر شعر کې وکارول شي که نه . دا يوه بيطرفه برحقه اواړينه موضوع ښکاري . که چيرې د بحث پيل کونکي د پسرلي صيب پر ځای د رحمان بابا او حميد ماشوخيل داشعارو بيلګې راوړی وای نو بيا ؟
بل داچې ځينې دوستان له وطنمل صيب څخه نور څه غواړي (؟) :
اول داچې وطنمل صيب خو د پسرلي صيب په درناوۍ ټوله موضوع ړنګه کړه .
بل داچې دپسرلي صيب سره يې حمزه شينواري هم مل کړ، څوبحث له شخصي شکل پرته د فارسي ترکيبونو په سر دوام ومومي نه د پسرلي او حمزه په اړه.
دريم داچې کله سره ددې هم بحث بلې خواته په غزيدو پيل شو، هغه يې هم ور ړنګ کړ !
زما په اند [color=white:0984d8af39]په دې توګه خو وطنمل صيب هم دانداو نظرڅرګندولو آزادۍ ته او هم د هيواد دشاعرانو د درناوي ساتلو اصل ته په پيګير ډول هوډمن پاتې شوی اوهم يې د سيمه ييز شوېنيزم په وړاندې بي پروا يې او سرشاري ښودلې ده [/color:0984d8af39].
[color=blue:0984d8af39]له هادي ورور څخه هم هيله کوم ، ولسواکۍ او انديزې آزادۍ ته په درنښت ساتلو سره خپل اصلي ټاټوبي ( ټول افغان ) ته بيرته راستون شي ، ځکه ډبره پر خپل ځای درنده ښکاري . والسلام ![/color:0984d8af39]


م ن غروال
30.10.2005

ښاغلۍ کټوازۍ ورور وروسته له سلامو!
ستاسو ليکنه د حيدري ورور لا تشويق باعث ګرزي او نور به هم دې خبرې ته وهڅول وشي چې سم کار ندي٠
زه د افغان ورور خبري د تائيد وړ بولم او خورا معقوله دلايل يې وړاندي کړي دي غوره دا ده چې ډګر نبايد پرېښودل شي٠ تر څو وس په قلم کي شته بايد د هېواد سولې او عدالت او د ريښتنتوب څخه په پلوۍ کي يې واکاروؤ٠
نو له ښاغلي خالد حيدري ورور څخه هم هيلمن يم چې خپله خبره بيرته واخلي او زما شخصي پيغام ته هم ځواب ووايي٠
په درناوې


؟؟؟

Anonymous
31.10.2005

افغان صيب په قلم دې برکت شه ښې خبرې دې ليکي دي خو نه پوهېږم چې دا ګټوازى صيب څه ډول بريښناپاڼه غواړي؟
ايا دى د مخدوم رهين خپرونې غواړي چې بې له ستاينو نور څه نه لري؟
داسمه ده چې ښکنځل اخلاقي جرم دى خو په ټول افغان کې خو ټول بحثونه منطقي دي او که بيا څوک منطق نه لري او يا نه پرې پوهېږي نو دا بيا هغه خلک دي چې تل يې انتقاد ته د پيغور بڼه ورکړې .
دوى هيڅکله هم د نړۍ سيالان کيدى نه شي او نه به ډيموکراټ شي. دوى همغه طالبي مفکورې لري بيان ازادي نه پېژني.
زما د بيان له ازادۍ نه ښکنځلې هدف نه دي خو دا چې يو څوک د چا په شعر نيوکه وکړي او دليل ولري نو دا خو بې ښکنځلې نه دي.
هادي صيب ته به ووايم والله چې وروره افغانان نور د ډېر سانسور له امله په سرخوږۍ اخته دي.
خېر دې ته رحم پرې وکړه ، لږ ډيموکراټ شه د محافظه کارانو مه منه
زمونږ مشران خو د حضرت عمر رض نه غوره نه دي . هغه وايي:
که چا ماته زما عيب راپه ګوته کړ هغه زما دوست دى.
مننه


Anonymous
31.10.2005

سلامونه او نيکې چاری !
ورونو خالد هادي چې هر څه کړي ، هغه يې خپل کاردی . ځکه همدومره به يې وسه وه . د ژورناليزم ډګر په يو هادي نه وران دی او نه جوړ. تاسو هسې خپه ياستی ، ټول افغان د ټولې دنيا د افغانانو کور دی ، د هادي غوندې ماشومان په دې کور کې نه معلوميږي . ماشوم يې ځکه بولم چې [color=red:162ac92aa6]سليمان لايق [/color:162ac92aa6]ته په ټول افغان کې دا يو کال هرڅه ويل کيږي ، نو پروا نه لري خو که د [color=blue:162ac92aa6]حضرت محمد صديق پسرلي [/color:162ac92aa6]په شعر يوه علمي نيوکه کيږي نو بيا ذمکه او اسمانونه ټول رالويږي . ددې په ځای چې نوموړې ليکنې ته منطقي ځواب ووايي ، بس لستوڼي بډوهي او خپلې ليکنې ورانوي . زه نه پوهيږم چې د خالد په ليکنو کې به کومه داسې علمي موضوع وي چې له بده مرغه ټول افغان لوستونکي به يې له لوستلو نه بې برخی شي .زما په نظر خو هيڅ په کې نه وو. ځنو دوستانو هسې انديښنه ښودلې ده .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:162ac92aa6]وروره تر سلام وروسته!
له دې وروسته دې نورې څو کرښې پر ځای نه وې ، نو ړنګې شوې، که خبرې مو لومړی درې وارې ځان ته د تنقيدي نظر په تله وتلئ او بيا يې وليکئ ، ښايې دمنځپانګې، شکل او لهجې درې واړو بڼه يې چوره بدله ، هم ستاسې او هم د ټول افغان په ګټه تمامه شي ! په مينه او درنښت .[/color:162ac92aa6] [color=blue:162ac92aa6]وطنمل[/color:162ac92aa6]


Anonymous
31.10.2005

تاسو ټولو د خالد اوله خبره هيره کړه هغه ويلي وو چې د لايق ، پسرلي او صميم صاحب په باب سپکاوي ختم کړی يوازي پسرلي يې نه وو ياد کړي خو اوس زه په دي نه پوهيږم چي تاسو يوازي په پسرلي پسي ولي اخيستي ده چي دا دي اوس يې بيا سپکاوي کوي


Anonymous
31.10.2005

بدبخته بختوره
دا دې ونه ويل چي د پسرلي زامنو چا ته تر اوسه کار ورکړ[color=blue:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] چي خلک پسرل[color=blue:d989a8aa16]ي [/color:d989a8aa16]ستايي . پسرل[color=red:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] اتيا کلن د[color=blue:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] ، د هغه شعر اوس نه شپ[color=red:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16]ته کاله پخوا لوستل ک[color=blue:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16]ده نو هغه وخت چا په کومه هيله ستايلو چي په ژوندون ، کابل ، پښتو ن غږ مجلو ک[color=red:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] ي[color=blue:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] شعرونه چاپ[color=red:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16]دل . هلته خو يوه ريډيو هم نه وه .
د ټول افغان مشکل دا د[color=blue:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] چې نن پسرل[color=red:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] ، لايق او صميم شو ، سبا به حبيبي ، الفت ، بينوا ، خادم او رښتين وي . سپک کړ[color=blue:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] خپل ټول شاعران سپک کړ[color=blue:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] چي نړيوال مو يواز[color=red:d989a8aa16]ي[/color:d989a8aa16] په ملا عمر او ملا خالص وپېژني !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more