د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه او افراط ؟؟؟؟؟

Anonymous
28.10.2005

دا يو څرګند حقيقت دی چې موږ تل د ځان ستاينې او د نورو غندنې کړي او همدا لامل دی چې نن په ټوله نړۍ کې له هر چانه وروسته پاتې يو ، تش په خوله وايو چې موږ ازاد قوم يو خو په حقيقت کې موږ د اقتصادي پلوه غلامان يو نو پوښتنه داده چې ايا موږ رښتيا هم غيرتي قوم يو ؟؟؟
کوم غيرت ؟ ايا يوازې مخامخ ورتلل او جنګ کول غيرت دی ؟ زه فکر کوم نن به تر ټولو غيرتي قوم هغه وي چې نورو ته يې د ګدايې او درويزې لاس نه وي غزيدلی ، په ورستيو کلونو کې موږ دوه ځلې په افغانستان کې سياسي قدرت لاس ته راوړی ، يو خلقيانو چې اکثريت يې پښتانه وو ،هغوي د چپې ايډالوژۍ په رڼا کې دومره افراط وکړ چې ښځې يې د صخنو نه را وويستلی او په پارکونو کې ګډولې او سندرې يې پې ويلې ړ ويل يې موږ غواړو چې هنر توده يي کړو . بيا طالبانو ته وار ورغی ، دهغوي هم اکثريت پښتانه وو ، هغوي په ښار کې د ښځو پښو په ټک ټوک بنديز ولګاوه او ويل يې چې داد اسلامي شرعې خلاف دي . لنډه دا چې افراط او تفريط زموږ په خټه کې اخښکل شوی دی چې حتی د ځنو نومياليو په ستاينو کې هم دومره افراط کووچې د ساده اشخاصو نه ، نابغه ، علامه او استاذ جوړوو، ايا دومره غټ القاب به نوموړو ښاغلو ته د ګټې په ځای تاوان ونه رسوي ؟
هيله ده په دې اړه د منطق او استدلال په ژبه خبرې وکړې او داسې لارې چارې پيشنهاد کړی چې پښتانه له دې بدې ناروغۍ نه راووځي .


Anonymous
28.10.2005

ګرانه ګلابه سلامونه !

پښتانه داسی خلک دي چه د بل لپاره ځان وژني ځکه چه پوچ غرور لري اوبې پروادي٠ نو يو ځان دوښمن به په ژوند څه وپوهېږي ؟ ددوی ملايان بېسواده او له اسلامه ناخبر دي نو له امي څه ګيله ٠
له دې پرته پوهان اوسياست وال يې ترټولو زيات افراطي وو او دي ٠ دوی ورته داسې کوډونه راويستلي چه لکه ناسور ځان تری نشي خلاصولې ٠ د تحليل څښتنان خو دی دغه کوډونه اودهغو تاثيرات او نتيجې په غور وڅيړي چه د کوم فطرت اوانساني عاطفې سره سرخوري ؟
پرته له دې چه هرپښتون نسل له علم ، تخنيک او نوښت څخه لری په ساکته اوساکنه روحيه مجبورکړي بله کومه ښه نتيجه دمثال په توګه څوک ښودلای شي ؟
بدل يې د ښځو ژوند تبا کړې اوغېرت يې د هلکانوسره لواطت ٠ دغه يې بين المللي شهرت دې ٠

دوی خو د ژوند دوښمنان دي خو الله تعالی پخپله ښه پوهيږي چه دژوند دوښمنانوته يې ساه ولی ور کړي ٠

_________________________________________________________

عاقل


م ن غروال
28.10.2005

ښاغليو هر يو عاقل ورور او ګلاب ورور سلامونه ومنئ!
بې له شکه چې پښتانه هم د نورو مليتونو او يا قومونو په څېر به نيمګړتياوې لري چې د اصلاح لپاره بايد کار وشي او اصلی او عمده دليل يې له بده مرغه بې سوادي ده خو داسي :
[quote:84d2898ec1]پښتانه داسی خلک دي چه د بل لپاره ځان وژني ځکه چه پوچ غرور لري اوبې پروادي٠ [/quote:84d2898ec1] ويل او ليکل خو ټول پښتون ټبر احتوأ کوي چې سمه به نه وي٠ او همدا ډول نورې نېوکې چې تاسې لرئ٠
ښه بد، مثبت او منفي په هر قوم کي پيدا کيږي خو که د پښتون ټبر اصيل کلتور هم سړۍ لږ له نږدې که ولولي او يا ځان پرې خبر کړي نو جوته به شي چې په ريښتيا سره د پښتون کلتور ډير لوړ صفات او عنعنې هم له ځانه سره لري چې د هر افغان لپاره د وياړ ځاي دي٠ زما په اند ستاسو شننه پدغه شکل سمه به نه وي٠
په درناوې


خوستی
28.10.2005

درنو دوستانو سلامونه او نېکې هيلې

غروال صيب ليکلي
[quote:5f5a98d568]بې له شکه چې پښتانه هم د نورو مليتونو او يا قومونو په څېر به نيمګړتياوې لري چې د اصلاح لپاره بايد کار وشي او اصلی او عمده دليل يې له بده مرغه بې سوادي ده خو داسي[/quote:5f5a98d568]

هو دا منم چې بې سوادي لويه بلا ده خو د پښتو ژبې د ورسته پاتېوالې لامل يواځې بې سوادې نشې کېدلای، پښتو خو زمونږ د سياستمدارانو له لاسه تبا شوه او د ملي ستج څخه راوغورځېدله٠ پښتو د پښتنو د سياستمدرانو ملاتړ نلرې او هغه ژبه چې د سياستمدرانو ملاتړ نلري د ژوندي پاتې کېدو ډېر کم چانس٠

هو کتابونه، مجلې، تلويزيوني خپرونې هم لويه اغيزه لري، خو په خواشينۍ سره بايد ووايم چې پښتانه څوک د يو ازاد او پښتو تلويزيوني چېنل جوړولو ته هم نه پريږدي ٠ [color=red:5f5a98d568](که څه هم ريس جمهور هم پښتون دی)[/color:5f5a98d568]

او بل دا چې زمونږ با سواده او روشنفکران پښتو ليکلی نشی، او په دري داسې ليکنې کوي چې حيران به دې کړې٠
سم با سواده پښتون به وي، لوړ ې زده کړې به يې تر سره کړي وي، خو چې کله د تليفون شميره ورته وايې، يا به يې په فارسي/ دري ورته وايې او يا به د ٦٢ په ځای ٢٦ درته ليکلي وي٠

( د يادونې وړ ده چې ټول داسې ندې خو ډېر داسې پښتانه لرو)

مونږ پښتانه يو بله لویه ستونزه هم لرو او هغه دا چې کله چې يو پښتون د کوم سياسي ګروپ غړيتوب تر لاسه کړي نو يواځې او يواځې هغې ګروپ ته کار کوي، که څه هم کروپ د پښتنو په ضد هم وي٠ خو هزاره، تاجک او نور داسې نه کوي، دوی هر وخت خپلې ژبې، کلتور، ولايت، ولسوالۍ، کلي او کور ته پام وي او هېڅکله د خپلې موخې څخه نه تېريږي٠

تاسې په لوی الله (ج) سپارم او زه به کار ته درنه لاړ شم

ښه وخت ولرۍ

په مينه او مننه

خوستی


خوستی
29.10.2005

قدرمنو لوستونکو سلامونه مې ومنۍ

ښاغلې طوفان ګردېزي ليکلې

[quote:3d6fdc49b9]خوستي خدا دي خوار کره.
تاسو په سه پوهيژي. تاسو خو له شرمه په شار کي په خپله ژبه غژيدي نشي.
مونژ ته وگوره چي په زرگونو کلونو مو ستاسو په منز کشي خپل ژبه هير نه کو[/quote:3d6fdc49b9]

طوفانه فکر نه کوم چې خدای (ج) به ما ستا په خوله خوار کړي، ته کولای شې خپلو ښېراو ته دوام ورکړې٠
بل دا چې مونږ په خپله ژبه نه شرمېدلو، نه شرمېږو او نه به وشرمېږو! وياړم چې افغان يم! ټولو خپله ژبه نده هېره کړي، د هېواد په شمال کې هم ټولو خپله ژبه نده هېره کړي، هغه تاسو ياستۍ چې په اسانۍ سره بلې ژبې ته ترجع ورکوۍ او د بل هېواد تابيعت د خپل هېواد پر تابيعت غوره ګڼۍ٠
ډېر پښتانه په بهرنيو هېوادونو کې پيدا شوي او لوی شوي دې، خو خپله پښتو او افغانيت يې ندی هېر کړی لکه څنګه چې تاسو يې هېروۍ٠

[quote:3d6fdc49b9]تاسو خو چاپروسي کوي.[/quote:3d6fdc49b9]
پښتنو که غوړه مالي په ځان منلی نو افغانستان به هم اوس د Hong Kong رسېدلی وی٠ غوړه مالان خو تاسې ياستې چې هر چاته لاس په نامه ولاړ وۍ، تاسو د چرګ د لکۍ په شان ياستۍ او هر اړخ ته په اسانۍ سره اوړۍ٠

فکر کوم همدومره به دې بس وي٠


koshan manam de padasy pokhtany

Anonymous
29.10.2005

سلام کوم،
کوشان په داسې ځواب دې منم ، خو هيله ده چې هر کله داسې دکاڼي کرښه خبرې اوليکې ، او افراط نه ځان ګوښه کړې ٠
زما په اند نه دې خلقي پاتې شي نه پرچمي دواړه د افغانستان افراطيون دي ، او غلامان دي ، يو هم په افغاني دود دستور ندي خبر دواړو د روسانو ترجمانان او د روس دود باندې فخر کاؤ ، خو طالبانو بيا يوازې داسلام شريعت مخته اوړ چې افغانان ېي له دغو بدبختو خلقي پرچمي نه اوساتل اوبيا خلقو،پرچمو د مجاهد په نوم دافغانانو سره هر زياتئ اوکو ٠ تاسو ټولو افغانانو ته پته شته
خدائ دې هر نا انسانه د بشر ضد ائډيلوژئ لکه پرچمي او خلقي سره د جنګسالارو تبا او برباد کړي
دا پرچم اوخلقي هاغه غټه دبې پتي خيره ده او مرض او چې اوسم په يوروپ امريکې کې دافغان نووم خرابول غواړي اوهره ګندګي د افغان په نوم کول غواړي مثال ئ ې لکه ستاره بهرامي فساتي او کوهستاني وهشي دئ٠


Anonymous
30.10.2005

ميلمه! د ملا ضریبن په اوتو بوتو کې خو دومره بې ادبی نشته لکه دتا په ليکنه کې٠ ستا ليکنه خو ټوله ښکنځل دی او ټولو ته٠


Anonymous
30.10.2005

اصفي صيب کور دې ودان ښه ليکنه دې کړې خو دې ملاضرين ريښتيا هم چټيات ليکلي دي
زه نه پوهېږم چې تاسو څه ډول انټرنيټ کې ليکنې کوئ. آيا يوازې ټول افغان ګورۍ او که نور انټرنيټ هم. په ډېرو ويب پاڼو کې د صمدزۍ،کوهستانۍ او هغه بلې د دې درې واړو داسې بربنډ تصويرونه راغلل چې د ليدلو نه ؤ .نو فساتۍ څه ته وايي چې تا د محمود اصفي په دې خبره بده منلې ده؟
او خلقۍ او پرچمۍ خو ځکه ورته ويلى شو چې هغوى هم همداسې لوڅ لغړ وو او همدايې موخه وه. نو چېرته چې اوس مونږ بې حيا خلک ووينو ورته خلقيان او پرچميان وايو. آيا همداسې نه ده ؟
او بله دا چې تا محمود اصفي ته دا اوتې بوتې ويلي چې لکه چې نږدې اړيکې دې ورسره وې ؟ دا خو ريښتيا هم اوتې بوتې دي. ځکه چې زه دلته په افغانستان کې يم هيڅ مې دغه درې واړه له نږدې ليدلي هم نه دي خو نن سبا انټرنيټ نړۍ په کلي بدله کړې زه يې چې بربنډه وګورم نو څنګه ورته بې حيا، فساتي او خلقۍ پرچمۍ ونه وايم.
نور زه نه ملايم،نه طالب،نه خلقى،نه پرچمى،نه ټوپک سالار.
زه يوازې افغان يم او بس همدا وياړ مې بس دى.


حيا او بې حيايی په مسلط اجتماعی محيط پورې تړلې ده!

Anonymous
30.10.2005

ملا بغلانيه اسلام و عليکم!
ما خو غوښتل له اصفی صاحب سره بنډار وکړم ، خو تا هم ځان راګډ کړ، ستړئ مشې٠
د هغه ميلمه سره چې عقل ئې له سره الوتئ او ښکنځلې ئې ليکلې هغه خو د خبرو او بحث حوصله او وړتيا نلری٠ هغه پخپل حال او چرت کې پريږده٠ خوله تاسره کيدای شی چې دواړه وغږيږو او له خدايه غواړم چې تاسې هم رښتيانئ او بيطرفه ملا ياست اود ښه ملا په حيث د منطقی خبرو حوصله ولرې! ٠
له تانه هم داسې سوال کوم چې د زما د ملګری اصفی په بيان کې د تاڅه شی خوښ شول؟ چې ورته ليکلې د دی: ((اصفي صيب کور دې ودان ښه ليکنه دې کړې))٠ زما په اند خو د اصفی صاحب په خبروکې د طالبانو له طرفدا رانو پرته د افغان ولس ټولومهموسياسی ډلو - مجاهدينو،دموکراتانو،خلقيانو او پرچميانو- ته او فلهذا د افغانانو د تقريباټولو لوڼو او زامنو په بدو يادول دی٠
رښتياستا له وروستيو خبرو داسې ښکاری چی د ده په ليکنه کې د دا خوښ دی چې ليکلی ئې دی:
(( دا پرچم اوخلقي هاغه غټه دبې پتي خيره ده او مرض او چې اوسم په يوروپ امريکې کې دافغان نووم خرابول غواړي اوهره ګندګي د افغان په نوم کول غواړي مثال ئ ې لکه ستاره بهرامي فساتي او کوهستاني وهشي دئ٠))

دا چې دې نجونو څه کارونه شروع کړی زه اوس په دې هکله بحث نه کوم خو زه د دوی د سياسي عقيدې او نظر نه خبر نه يم او دوی هم چيرې ورباندې تبصره نه ده کړې، که ته هم پرې خبر وې ووايه٠ زه انسان يم، د نورو د زړونو مالک نه يم چې پرې خبرشم، که تاسې د خلکو د زړونو له حالاتو او د پټو عقيدود پوهيدو کمال لری نو ښه او که نه په نورو باندې بېځايه تهمت نه يوازې ګناه، بلکې لويه اجتماعی بد اخلاقی هم ده٠
دخلق او پرچم ګوندونه زموږ د هيواد د تاريخ تير شوی سياسي بهيرونه دی٠ اوس په افغانستان کې په دې نامه ګوندونه نشته چې دا ځوانې پيغلې ئې غړيتوب ولری٠ او که ته وائې چې کيدای شی د کومې يوې پلار به خلقی يا پرچمی تير شوی وی، نو ته دا پيغلې د پلار په ګناه نيسی؟ او که داسې وی نو تقریبا دټولو خلقيانو او پرچميانو پلرونه عادی افغانان او پوره مسلمانان دی٠ نو بيا دا ولې د پلار په حساب نه شميرې؟ دې ته وایی يک بام و دو هوا!
نتيجه دا چې د دوی اعتراف او ثبوت نشته ، خو تاسې ورباندې تهمت لګوئ او غواړئ له دې موضوع څخه هم سياسي ګټه واخلئ او په عوامفريبانه توګه خلق او پرچم د عادی او متدينو افغانانو په ذهنيتو کې په دروغو او غلطه وټکوی٠

ملابغلانيه! اوس د داخپل منطق يوځل بيا ولوله چې ليکلی د دی :
((او خلقۍ او پرچمۍ خو ځکه ورته ويلى شو چې هغوى هم همداسې لوڅ لغړ وو او همدايې موخه وه. نو چېرته چې اوس مونږ بې حيا خلک ووينو ورته خلقيان او پرچميان وايو.
آيا همداسې نه ده ؟))

زما ځواب دادئ چې واضح ده چې داسې نه ده، دا اتهام دئ او دا دروغ دی!
دې ته وائی له جامو سره د خلکو په سترګو کې ور ننوتل٠ دادی نه يوازې په ټولو خلقيانو او پرچميانوباندې بې ځايه اتهام، بلکې دهغوی ټولو خپلو خپلوانو او د سيالۍ او دسترخوان شريکانو ته پيغور او اهانت٠
زما خپل او خپلوان خو ډير پخوانی خلقيان او ځنې پکې پرچميان هم شته٠ خو خدای خو مې په سر حاضر دئ چې دوی ډير باحيا، امانتکاره، صادق ، هوښيار، غيرتي او په اجتماعی معاشرت پوه او په راشه درشه او سيالۍ او شريکۍ کې ډير وړاندې دی٠ دوی تعليميافته، په خبره پوه با ادبه او بانزاکته دی٠ په جرګو مرکو ډير ښه پوهيږی، مشکل سم حلولای شی، د حق په لور قضاوت کوی٠ چې خبره ياده شی، دوی د وخته تر اخره پرې پوهيدلی وی٠
نو ملا بغلانيه خدای خو شاهد دئ چې زموږ د محيط خلقيان او پرچميان خو داسې دی٠ خو که ستا خبرې کوم درواغجن عمدی سياسی پروپاګند نه وی، او ستاسې خلقيان او پرچميان بې حياوی ، نو بيا خبره په خلقي ګرۍ او پرچمی ګرۍ کې نه، بلکې ستاسې په شاوخوا مسلطو اخلاقو او اجتماعی محيط کې ده، چې غم يې بايد تاسې پخپله وخورئ، د خپل بام واوره دموږ په خلقيانو او پرچميانو مه اچوئ٠ خپل محيط مو اصلاح کړئ، خلقيان او پرچميان به مو هم اصلاح شی٠ موږ ته د موږ د خلقيانو او پرچميانو طعنې مه راکوئ! زموږ په محيط کې حيا او ادب مسلط دی، بيغمه اوسئ٠

ملا بغلانيه!
که بې تعصبه سترګې وغړوې ، د خلقيانو او پرچميانو حيا، ادب، پوهه ، ګذشت او د وطنوالو اوسياسي مخالفينو په وړاندې له خپلو ګروپی ګټو تيرېدنه او احترام په هرځای کې تر سترګو کيږی٠ هم دا اوس تا، اصفی صاحب او ځينې نورو څه نه دی ورته ليکلی٠ د مخکنی ميلمه عصبانيت او ښکنځلنامه هم مه هيروه٠ ايا دوی نه شی کولای چی په عين او يا مشابه الفاظو تا سو ته ځواب درکړی٠
ما يې ډيرو ته دا فتوی هم ورکړې چې له ځانه د فاع د دوی حق دئ او په هغو الفاظو هم له ځانه د دفاع حق لری چې نورو ورته استعمال کړی وی ، ځکه چې ته د ملا په حيث پوهيږې چې فرمايی: (کلمو الناس علی قدر عقو لهم) ٠
خو دوی بياهم دې کارته لاس نه اچوی او وائی چې دا د پخوانيو تضادونو بيرته راژوندی کول، له سره نيول، د ترخو تجربو تکرارول، د نفاق دتخم ښيندل او افغانان پخپلو منځو کې بوختول دی، چې ملت او مملکت ته ګټه نه لری٠
نور نو يار زنده او صحبت باقي
ملا ضريبن


Anonymous
31.10.2005

ګران ملاضربينه سلام!
وروره له قربان نه خو دې ښکاري چې ښه پوخ خلقى يا پرچمى يې !
خو په هر صورت منطق دې دقدر وړ دى او بله دا چې تاسو هم ويلي چې اوس خلقيان او پرچميان نيشته.
ډېر ښه شو اوس مونږ هم ترې وېره نه لرو. خو دا چې ما ستاره بهرامي،صمدزۍ او کوهستانۍ ته ليکلي چې که خلقۍ او پرچمۍ ورته ووايو بده نه ده ځکه چې هغوى هم همداسې حالت غوښت نو سمه مې ويلې ده.
تا چې ليکلي :
[color=red:1ef698fad6]اقتباس:
زما خپل او خپلوان خو ډير پخوانی خلقيان او ځنې پکې پرچميان هم شته٠ خو خدای خو مې په سر حاضر دئ چې دوی ډير باحيا، امانتکاره، صادق ، هوښيار، غيرتي او په اجتماعی معاشرت پوه او په راشه درشه او سيالۍ او شريکۍ کې ډير وړاندې دی٠[/color:1ef698fad6]
والله ملاضربينه غټه ناپړيته دې ويشتې ده! بېخي اوښان په بډه وهې.
ايا دنورمحمدترکي هغه خبرې چې کيسټ يې همدا اوس هم په آزاد بازار کې خرڅېږي تا نه دي اوريدلي چې ويلي يې دي اوس هغه وخت تېر شو چې نجونو ته به مو شعرونه ليکل او ....
ايا دهمدغو خلقيانو او پرچميانو د معنوي پلرونو روسانو دا شعار نه وو چې زر شريک،زن شريک او زمين شريک .
ايا کمونستي څه ته وايي؟ ولې سترګې پټوې؟
ته اخر حيا څه ته وايې؟؟؟؟
زه نه خپله کمونيست يم او نه مې خپلوي له کمونستانو سره شته. خو اوس داسې هم نه ده چې هغوى ته په بدو ويلو خپل وخت ضايع کړم. اوس په جهان کې دغه ايډيا له منځه تللې ده سر نه پرې خوږوم او هغو درې نجونو ته مې چې خلقيانې او پرچميانې ويلي دي نو ته بايد په دې پوه شې چې:" مشبه عين مشبه به نه وي."
دوى داسې دي لکه خلقيانې او پرچميانې خو عين خلقيانې او پرچميانې نه دي. اوبله دا چې زه د چا دپلار يا زوى په تور نور په نورو بد نه وايم د هر چايې خپل کار دى. که ته هم خلقي ياپرچمي وې خپل کار دې دى خو تاچې د دفاع ويلي دي په کومو سترګو به دوى بيا دفاع کوي؟
او څه منطق به ولري چې دوى پرې دفاع وکړي زه خو وايم :
[color=blue:1ef698fad6]
د بنګ بوټى دى خواري ورپورې مه کړه
که هرڅويې چنار کوې چنار به نه شي
[/color:1ef698fad6]
نور به ستا په اصطلاح باسواده،حيادار،منطقي خلک ورته ووايو خو دا اوس چې هم د افغانانو ورځ نه ښه کېږي دا د چا له لاسه؟
ايا ددوى پوه،راشه درشه او انسانيت همدا و چې له درېيمې برخې زيات افغانان له هيواده ووتل اودوى بيا هم خپل جهل ته دوام ورکاوه. دوى اخر په چا او دچاله پاره حکومت کاوه.
په ياد دې وي چې زه ګوره نه خلقى يم،نه پرچمى،نه مجاهد او ټوپک سالار.
زه افغان،پښتون او مسلمان يم
مننه


Anonymous
31.10.2005

د احترام وړ ملا بغلانيه سلام مې ومنه!
زه پرون تر ناوخته دتا د ليک په انتظار وم ٠ خو نن زه مصروف يم او ميلمانه لرم، له دې کبله يوازې د خپل موجوديت او روغتيا ډاډ درکوم ، نوری خبرې بيا وروسته کوو٠ هېره د نه وی چی همدا اوس مې د تا بله ليکنه په دا بل نوی بحث کې ولوسته، خوښه مې شوه٠
رښتيا يوه خبره درته ليکم ګوندې ته هم لږ وخاندې:
په روژه ماتی له ميلمنو سره ناست وم،خندا راغله او په کړس مې وخندل، نور حيران شول، خو ته پوهيږې چې زما د ميلمه خبرې (ښکنځلې) رايادې شوې:

دامې ولله که ددې دپاره ليکلې وی، چې ميلمه ته يا طعنه ورکړم او يا د دئ په ځان ولګی٠ پرون مې خواښې راسره په موټر کې سپره وه هم چې دا ليکنه ياد ته راغله پخپل سر مې وخندل٠ ته به حيران يې چې ددې نو کوم ځای د خندا دئ ؟ خو څنګه وکړم ، طبيعتونه او مزاجونه مختلف دی، ماته يوه خوندوره فکاهی غوندی ښکاری، خصوصا دهغو اخره اختتاميه جمله:
هغه مې پخپل کمپيوټر کې له ځانه سره نقل او ساتلې ده٠

دا اوس هم د خندا نه شين يم!

مخکې مې وويل چې د ليک د محتوياتو په باره کې به وروسته خبرې کوو٠ خوکه زما او ستا ترمنځ پوښتنه عيب نه وی نو د [color=darkred:0a4107c90e](ناپړيته)[/color:0a4107c90e] لغت په معنی پوه نه شوم٠ لطفا دا راته معنی او توضيح کړه٠
نور نو اوس د خدای پامان، چې ميلمانه ولاړل بيا به اوږد ليک درته وليکم٠

وخت د ښه او په خدای د سپارم
ملا ضريبن


daa senga napohee da??

Anonymous
31.10.2005

سلامونه واخلۍ وطنوالو!
ياره ضربينه ! اورېدلي مې او چې ځينې انسانان شته چې په ټکي پوهېږي ، او ځينې داسې هوم شته چې په تفصيل اورته اوليکې او څوڅو واره ورته په ډول ډول طرايقو تشريح کړې پوه به وي خو به ځان نه خبروي. نو اوس مې اوليدو او دا هم ته ېې يوه مثال شوې.
ضربين ملا ، ته داسې ليکې ،! ( زما په اند خو د اصفی صاحب په خبروکې د طالبانو له طرفدا رانو پرته د افغان ولس ټولومهموسياسی ډلو - مجاهدينو،دموکراتانو،خلقيانو او پرچميانو- ته او فلهذا د افغانانو د تقريباټولو لوڼو او زامنو په بدو يادول دی٠ )
ګوره روره ګله ! که پدې سياسي ډلوټپلو چې ته ورله احترام لرې او ددوی ظلمونه دې هېر شوي ، لا اوسه پورې دې ډولو خورافاتو اېډيولو‌ژيو ته سياسي تګلاره وای کوم چې بشرله بلخوصوص ضرر او نو طالب ترې زر واره بلکې عرب، او کرب واره ښه دی ، کېدایشي چې ته به هوم پدو ستا په خبره موهم سياسي بانډونو سره ، اړيکې لرې ، خو دا درله بيا اوايوم چې که دې ښځو له چې ما خلقۍ ، پرچمۍ اويلې نو دا پدې چې په ريښتيا هوم دغو خلکو چې روسۍ ښځې اوکړې له تاجکستان ، اوزبکستان ، ترکمنستان نه يا هوم له مرکز ماسکو نه نو دوی بربنډتوب کولو چې بيا ډېر ددغو خلکو نه اوس يوروپ ، امېرکې ته لاړل او اوس افغانستان کې دې نوي حکومت سره بياراغلي دي ، چې رو رو غواړي د اوسمهال حکومت په ملاتړون د افغانانو نومان بد کړي او افغاني اسلامي دود ته سدمه اورسوي.
خو زه به هوم تاسو نه اوپوښتم چې تاسو که په ريښتيا افغانان يۍ نو بيا خو تاسو دټولو ښو او خرابو شاهدين ېۍ کومه اېډيالوژي چې کاميابه نشوه نو هاغه بيا ولې غواړۍ چې وکارول شي ؟


daa ogora zda ka

Anonymous
31.10.2005

دا لنک خلاس که او واوره د افغانانو غږونه چې څومره تنګ شوي ستاسو د ډلو ټپلو تنظيمونو نه ، واوره واوره ، ښه يې درواوروه خوشې بابېځه يې مه ګڼه او کنه ....
http://www.mastana.net/player/?movie=../videos_files/taher%20shubab/10.wmv
http://www.mastana.net/player/?movie=../videos_files/taher%20shubab/10.wmv


لږعقل نه کار واخلی

Anonymous
06.11.2005

ځنې دوستان ډيره ښه او په زړه پورې موضوع بحث ته وړاندې شي خو له بده مرغه يو شمېر داسې بې سواده کسان په ټول افغان کې شته چې سمه دمه موضوع په لغته ووهي او خبره خلقي او پرچمي او ټوپکي پور وتړي . دوستانو لږ د عقل نه کار واخلی . څوک چې په کومه موضوع د بحث صلاحيت نه لري ښه به وي چې هسې نورو ته ستونزې مه پيدا کوی . دا يوه دوستانه هيله ده او اميد چې په پام کې ونيول شي .


Anonymous
06.11.2005

ملاضربينه اختر دې بختور شه !
کور دې ودان ، وېريدم چې د اختر له خوښيو پس چې دفتر ته لاړ شم نو ملاضربين به خداى خبر څه ناپړيتې ليکلي وي خوخېر يوسې .
د(ناپړيتې ) دمانا پوښتنه چې دې کړې يو څه چالاک راته ښکارې . هسې نه چې په دې چل مې وپېژنې .ناپړيته زمونږ سيمه ايزه اصطلاح ده نه پوهېږم چې ريښه يې څه ده خو څوک چې ګډې وډې وايي مونږ ورته وايو چې ناپړيتې ولي.
نور به بيا مخکينۍ موضوع ته راشو ستا د ځواب په تمه
ملابغلانى


Anonymous
06.11.2005

ددې موقع نه په استفاده سره غواړم خپل سلامونه له سره ددې لیکنې ټولو لوستونکو او په تېره بيا د بحث ګډون کوونکو ښاغلی ملا بغلانی، ښاغلی محمود آصفی، مېلمه او مېلمنو ته وړاندې کړم. د دوی او د ټولو وطنوالو او د نړۍ د مسلمانانو تېرشوی کوچنی اختر د مبارک، عبادتونه ئې د قبول او مقبول او ژوند ئې د بسيا او نيکمرغه وی. اما بعد:

يوه ښاغلی ميلمه رښتيا هم چې ښه ليکلی چې وائی ځنې دوستان يوه په زړه پورې موضوع بحث ته وړاندی کړی خو يو شمير نور ئې په لغته ووهی او خبره په خلقی، پرچمی او ټوپکی پورې وتړی.
زه پخپله هم ددې خبرې پلوی يم چې سمه طرحه شوې موضوع بايد په سياسی تنظيمونو او يا مهمو اشخاصو پورې ونه تړل شې.
زه خو داسې فکر کوم چې دا کار به ما او ملا بغلانی نه وی کړی، موږ هسې پکښې ورګډ شوو. خو که ښاغلی ميلمه ستاسې په نزد رانه دا غلطی شوی وی، بښنه غواړو او وروسته له دې به هم تر خپله وسه ستاسې دا وړانديز په نظر کې لرو.

ښاغلئ آصفی صيب ليکلی دی:
[color=darkblue:dcef3f3d59]«ګوره روره ګله ! که پدې سياسي ډلوټپلو چې ته ورله احترام لرې او ددوی ظلمونه دې هېر شوي ، لا اوسه پورې دې ډولو خورافاتو اېډيولو‌ژيو ته سياسي تګلاره وای کوم چې بشرله بلخوصوص ضرر او نو طالب ترې زر واره بلکې عرب، او کرب واره ښه دی ، کېدایشي چې ته به هوم پدو ستا په خبره موهم سياسي بانډونو سره ، اړيکې لرې ،» [/color:dcef3f3d59]
زه به په ډير احترام تاسې ته عرض وکړم چې
۱ - زه همدا اوس مهال له دغو سياسی ډلو څخه له يوې سره هم اړيکې نه لرم، خو که وروسته له ننه د کومې يوې سره يوځاې شوم نو د سبا خبرې به بيا سبا کوو.
۲ - زه د هيڅ سياسی ډلې طرحه له يوه سره خرافاتی نه شم بللای. زما په نظر د هرې سياسی ډلې په طرحه کې ښه څيزونه هم شته چې سړئ ئې بايد قبول کړې او داسې شی هم شته چې سړی ته د منلو وړ نه دی. دا امکان شته چې د يوه ټاکلی شخص له نظره په يوه طرحه کې ښه شيونه کم او خراب ئې زيات وی او يا برعکس.
دلته داخبره هم بايد په نظرکې ونيسو چې د يوې او يابلې سياسی ډلې د طرحې محتويات هرڅوک د خپل فکر په اندازه او د خپل اجتماعی- کلتوری محيط د شرايطو، اقتصادی ګټو او سياسی اهدافو په اړوند ارزوې. داسې کيدای شی چې د يوه سياسی سازمان په طرحه کې به ځينې شيونه زما په نظر ښه، خو همدا شيونه به بيا د کوم بل چا «مثلا ملا بغلانی» په نظر سم نه وی. په داسې حالت کې بايد په دې ټينګار ونه کړو چې حتما بايد زموږ د يوه نظر سل په سلو کې سم او د بل به نو سل په سلو کې غلط وی.
بايد په نظرکې ولرو چې رښتينتيا او حقيقت نسبی دی نه مطلق او موږ بايد د سوله ايز او ملګرتيا د ژوند د تيرولو له پاره يو دبل نظر ته درناوی وکړو او بس. په يوه او يا بله موضوع کې د نظر مخالفت بايد د دښمنۍ سبب نه شی، ولو که دا دعقيدې، ژبې، سياسی مفکورې او دين او مذهب په هکله هم وی.
۳- زه د هرچا او هرې ډلې دې حق ته احترام لرم چې د هيواد په سياسی، ټولنيز او اقتصادی ژوند کې خپل نظر بې له ډار او تهديده په سوله ايږه توګه څرګند کړای شی. هر انسان که نر وی او که ښځه، بايد خپله خبره آزاده وکړی، ولو که کومه خبره يې زما، ستا او يا کوم بل ملا او مولوی په نظر د دينی احکامو سره پوره انطباق هم ونلری. نو په دې اساس او تردې ځايه زه د دوی ټولو احترام لرم.
که يوه تن او يا يوې ډلې په خلکو ظلم کړئ وی، انسانان يې وژلی وې، د نورو ځمکې او شتمنۍ يې په زور د ځان په نامه کړې وی، په خپل نامه ئې په پرديو شخصی او دولتی ځمکو کې ښارګوټی جوړکړی وی، دولتی شتمنۍ يې چورکړې او په پرديو او دولتی مځکو يې رسۍ اچولې، نمرې= نمرې ئې کړی، په نورو ئې خرڅه کړې او پيسې ئې پخبل جيب او يا بانک کې په داخل او ياخارج کې اچولې وې، د چا زوی او يا لور ئې تښتولی وی، د ولس د وروسته پاتې والی څخه ئې د خپل ځان په ګټه ناوړه استفاده کړې وی، ځان يې ورباندې په چل او دروغو قوماندان، رهبر، پير او حضرت جوړ کړئ وی او بالاخره د خپلو شخصی او محدودو ګروپی ګټو له پاره ئې زموږ وطنوال او خپل سياسی پيروان او صفوف غولولی ، وطن او یا د وطن د ګټو يوه برخه ئې په روسيه، امريکا، پاکستان، انګليس، ايران او نورو خرڅه کړې وی، دا کسان زما د کرکې وړ دی.
هغوی چې دا کارونه او ګناوې ئې په کومه بهانه او د کومې عقيدې او ايديولوژۍ تر پرده او نامه لاندې کړې دی، تفاوت نه لری. ډير هغه ګناهکار دئ، چی ګناوې ئې سترې او ډيرې دی.
دلته به زه ووايم چې هغو چا چې داسې ظلم او تعدی د اسلام تر نامه او پرده لاندې سرته رسولې او د افغان ولس له دينی او مذهبی عقيدو څخه ئې ناوړه استفاده کړې ده، زما په نظر به د خدای په نزد ډير ګناهکار اودخدای د بنده ګانو دډيرې ملامتۍ وړ وی.
داسې ظلمونه ډير د مختلفو سياسی او وسله والو ګروپونو مشرانو او رهبرانو کړی، نه د هغوی عادی غړو او صفوفو. هر نفر شخصا د خپلو کړو وړو مسئوليت په غاړه لری.

زه پخپله د آصفی صيب دې نظرته احترام لرم چې دئ د طالبانو ډله ترنورو يادو شوو سياسی ډلو بهتره بولی، خو نورو ته هم بايد داحق او امکان ورکړل شی چې که کومې بلې ډلې ته په طالبانو او نورو رجحان ورکوی، خپل نظر آزاد وويلای شی! په دا ډول نظر لرلو نه دنيا چپه کيږې او نه دين له منځه تللای شی.

ښاغلی آصفی صيب بيا ليکی:
«خو دا درله بيا اوايوم چې که دې ښځو له چې ما خلقۍ ، پرچمۍ اويلې نو دا پدې چې په ريښتيا هوم دغو خلکو چې روسۍ ښځې اوکړې له تاجکستان ، اوزبکستان ، ترکمنستان نه يا هوم له مرکز ماسکو نه نو دوی بربنډتوب کولو چې بيا ډېر ددغو خلکو نه اوس يوروپ ، امېرکې ته لاړل او اوس افغانستان کې دې نوي حکومت سره بياراغلي دي ، چې رو رو غواړي د اوسمهال حکومت په ملاتړون د افغانانو نومان بد کړي او افغاني اسلامي دود ته سدمه اورسوي.»
۱- دا يوازې خلقيان او پرچميان نه ؤ چې روسۍ ښځې ئې کړی دی. له دېنه ډير پخوا ډيرو افغانانو او په هغې جمله کې لوړرتبه دولتی کسانو روسۍ او نورې خارجۍ ښځې لرلې چې هرې يوې اروپايی او خارجی کلتور له ځانه سره زموږ هيواد ته راوړئ دی. نورې ته پخپله ورپسې تپوس او تحقيق کوه.

۲ - د ښځو مخ لوڅوالئ او يا ستا پر اصطلاح بربنډتوب هم د خلقيانو او پرچميانو ترمخه موجود ؤ. ان ډيره موده پخوا په کابل کې د جمال مسابقې کيدې او ښځو او پيغلو به ځانونه د ښايست د ملکې د مقام د ګټلو له پاره کانديدول.

۳ ـ په امريکا، اروپا، استراليا او نورو ځايوکې حتی پخپله په افغانستان کې هم ډير داسې کسان او کورنۍ شته چې د خلقيانو او پرچميانو سياسی مخالفين دی، په اسلام هم ځانونه پابند بولی، خو د ښځو آزادۍ ته د هغو د ټولو جانبی منفی اړخونو سره- سره تر ډيرو خلقيانو او پرچميانو زيات اهميت ورکوی او عملی کوی ئې هم او دا ورته نه يوازې عادی، بلکې ضروری کارهم ښکاری.

۴ - آصفی صيب دا معلومات دې نو بيا سم نه دئ، چې له اوسنی نوی حکومت سره هم له اروپا او امريکانه خلقيان او پرچميان راغلی دی. د اوسنی حکومت غړی که ښه دی او که ښه نه دی، تاسې خپله قضاوت ورباندې وکړئ، خو خلقيان او پرچميان نه دی. ډير ئې هغه کسان دی چې د امريکا او انګليس طرفداران دی، نه د روس.

آصفی صيب ليکلی مو دی چې «خو زه به هوم تاسو نه اوپوښتم چې تاسو که په ريښتيا افغانان يۍ نو بيا خو تاسو دټولو ښو او خرابو شاهدين ېۍ کومه اېډيالوژي چې کاميابه نشوه نو هاغه بيا ولې غواړۍ چې وکارول شي ؟»
زه رښتيا افغان ځان بولم او ليونئ هم نه يم چې داسې کاربه کوم. په دې کې زه ستاسې سره موافق يم او داسې کار نه غواړم. که زما له ليکنې داسې پوه شوی ياست، نو زما افاده به ضعيفه وی، هيله ده چې تاسې زما له دې سهوې نه تير شئ!

ښاغلئ ملا بغلانيه!
زه اوس په خپل کور کې نه يم او ځکه نو د نورې ليکنې وخت او امکان نه لرم. ستا ليک ته نه غواړم چې په سرسری ډول وګورم او هسې سرسری درته ځواب وليکم. نو په دې خاطر مې د ځنډ له امله وبښه، که دخدای رضا وه سبا به زما بل ليک ولولې.

تاسې دواړو آصفی صيب او ملا بغلانی او نورو ميلمنو او لوستونکوته ښه ژوند غواړم.

ملا ضريبن


Anonymous
08.11.2005

ډيره ګرانه ملا بغلانيه د زړه له کومی سلامونه مې ومنه!
بښنه غواړم چې ستا د ليک ځواب وځنډېد اوس مې موقع ومومندله چې له يوه ځايه درته ليک وليکم.
داچې تاسې د ناپړيتې کلمه راته معنی او توضيح کړې ده، ډيره مننه!
تاسې مهربانی کړې او ليکلی مو دی چې. «وروره له قربان نه خو دې ښکاري چې ښه پوخ خلقى يا پرچمى يې ! »
زه به هم د يوه خلقی شاعر په يوه شعر درته داسې ځواب وليکم چې.
(که مې کافر که مسلمان مې بولې --- ستاسې يم ستاسې که انسان مې بولې)
هرڅه مې چې بولې او هرڅه چې يم، افغان او په خټه پښتون او ديوه وروسته پاته کليوالی محيط د غربت او بيچاره ګۍ محصول يم. له خدايه به مقرره وه، شرايط داسې راغلل چې زه ئې د دنيا له نورو حالاتو سره هم آشنا کړم. چرتونه، عقل او فکر مې د خپل کور، کلې، محيط او هيوادله حالاتو سره مشغولا کو ي او پخپل هېواد او[color=red:230b2abacd] ټولو [/color:230b2abacd]هېوادوالو مې زړه سوځې.

ښاغلی ملا بغلانيه تاسې سوال مطرح کړی چې «اخر حيا څه ته وايې؟؟؟؟ »، که رښتيا خبره شی د حيا د تعريف په هکله ما تراوسه نه چيرته څه لوستی، نه مې فکر ورباندې کړی ؤ او نه ورسره مخامخ شوی وم، نو جامع تعريف ئې راته مشکل دی. خو دا چې موږ او تاسې حيا څه ته وايو زه باورلرم چې تاسې ترما ښه دا موضوع تشريح کولای شئ. که د دامهربانی راباندې وکړه او داموضوع د هم دخپله انده راته توضيح او تعريف کړه، منت به دې په غاړه واخلم.
زه په دې هکله همدا اوس دومره ليکلای شم چې حيا د هغه کړو وړو نه ځان ساتل دی، چې په محيط کې د شخص په مقابل کې د نورو کرکه راپاروی.
دا چې ما خلقيانو ته باحيا ويلی مقصد مې داؤ چې هغسې جامې اغوندی، چې زموږ د محيط او کلی نورخلک ئې اغوندی، هغسې څېرې، مخ ږيره او بريتونه لری، لکه د کلی نور کسان، د مشرانو احترام او دکشرانو شفقت ئې هم د کلې نوروته ورته دئ، ناسته ولاړه ئې د کلی او کور له دودونو سره سمه برابره ده. البته د دوی ځينې په ځينو مسايلو کې له نورو نه بل ډول نظر لری، د ستونځو د حل او د راولاړې موضوع د څېړلو له پاره ئې وړانديزونه له نورو نه متفاوت وی، خو دا دنظر تفاوتونه خو په ننۍ نړۍ، ديموکراسۍ او اوسنيو جنجالی حالاتو کی عادی او معمولی خبره ده. دا نه کفر دئ او نه کمونيستی!!

بل د داسې سخت سوال کړئ چې ځواب ئې بيخی راته مشکل دی. او هغه داچې تا پوښتېدلی دی « ايا کمونستي څه ته وايي؟ »
تر هغې اندازې چې زه معلومات لرم، په دې اړه خورا زيات کتابونه ليکل شوی دی. ملا بغلانيه که داشوق لرې چې د ملايۍ ترڅنګ په کمونيستۍ هم ځان پوه کړې، نو لطفا هغو ته مراجعه وکړه!!!
زه نو چيرې دومره ورباندې پوهيږم چې اوس ئې تاته په دی ليک کې تشريح کړم؟ صرف دومره معلومات درکولای شم چې د پخوانی شوروی اتحاد په ځينو کتابو کې ئې کمونيسم د ټولنې د تاريخی تکامل هغه لوړه مرحله بلله، چې د انسان له خوا د انسان له استثماره خلاصه او د ټولنې له هر فرد نه د ده د توان په اندازه کارغوښتل کيږی او د ده د اړتيا په اندازه ورته معاش ورکول کيږی. ددې تيوری له نظره تر اوسه د نړۍ په هيڅ هيواد کې کمونيستی ټولنه د هغو په بشپړ مفهوم نه ده رامنځته شوې.
زه پخپله هم په دې باوريم چې داسې نظر يو خيال او يوه آرزو بلل کيدای شی چې عملی امکان يې زما په لنډ فکر امکان نه لری. داچې د نړۍ شرايط په لرې آينده کې څنګه وده کوی او د خدای اراده څه ده؟ دا نو بيا بله خبره ده.

دا سوال د هم ډير کافر سوال دئ چې ويلی د دی. «ايا دهمدغو خلقيانو او پرچميانو د معنوي پلرونو روسانو دا شعار نه وو چې زر شريک،زن شريک او زمين شريک .»
زما په نظر او معلومات دا موضوع دروغ او د هغه وخت د سوسياليستې بلاک د دښمنانو له خوا تبليغات ؤ.
د زر شريک او زمين شريک په اړه درته ويلای شم چې د سوسياليسم د تيوری پر اساس په سوسياليستی ټولنه کې (چې د کمونيستی ټولنې لمړی فاز ئې هم باله) د افرادو له خوا داسې خصوصی مالکيت ته اجازه نه وه چې د هغو په واسطه سره نور استٍثمارشی خو هر چا د ټاکلې اندازې سره په هرڅه او هم په دومره زر او زمين باندی د مالکيت اجازه لرله چې د نورو د استثمار سبب ونه ګرځی.
د هرچا د خپل معاش پيسې خپلې وې، له هيچا سره شريکې نه وې، د هيچا کور او د کور سامان له نورو سره شريک نه ؤ. هرچا حق لاره چې ځان ته موټر، راديو او تلويزيون ولری. هرچا حق لاره چې ځان ته دومره مځکه او باغ او باغچه ولری، چې پخپله ورپکې کار وکړی. خو د دې تيوری له لحاظه چا اجازه نه لرله چې ځمکه په دهقانۍ او موټر د موټروان په لاس ټکسی کړی. دهقان او ټکسيوان د کار کوی او د ځمکی او موټر څښتن د د هغوی د کار له برکته په عيش او نوش اخته وی. لنډه داچې زما له نظره دا خبره سمه نه ده چې هر ډول زر او زمين د په سوسياليسم کې شريک وی.
را به شو د زن شريک موضوع ته!
ته خو پوهيږې ملا بغلانيه چې ښځه زر، زمين او يا مال غوندی بې ارادې شئ نه ده. ښځه لکه نارينه غوندې شعور، پوهه او اراده لری. په پرمختللو ټولنو کې د ښځو او نارينه ؤ حقوق مساوی وی. هغه ښځې چې ښوونځۍ او پوهنځۍ ئې لوستئ وی او نور عالی تحصيلات ولری، د دنيا له حاله خبرې او سترګې ئې خلاصې وی، هغه نو څنګه دې کار ته حاضريږی، چې د بې روحه او بې ارادې شی په څير د نورو شريک مالکيت شی؟ دا کار بالکل غير ممکن او دروغ محض او عوام غولوونکئ پروپاګند دئ او بس.

ملا بغلانيه ستا په ليک کې ځنې نورې موضوعګانې هم د بحث وړ او زما او ستا ترمنځ د نظر تفاوت شته، خو زه فکر کوم چې نن همدومره بس دی. که زما او يا زما د ليکنې په اړه درسره سوال پيدا شو، کولئ شې زغرد ئې مطرح کړې. زه به نه خپه کيږم. خو دا په نظر کې نيسه چې زه هم تاغوندې يو ملا يم او په ډيرو شيانو نه پوهيږم، که مې کوم شئ سم نه وی ليکلی، کلک به مې نه رانيسی.
خوښ او بريالئ اوسې

ملاضريبن


Anonymous
30.11.2005

ملاضربين صيب لمنې لمنې سلامونه !
باور وكړه چې ليكنه دې ډېره خوږه او قناعت بښوونكې ده خو شكر چې دخلقيانو\پرچميانو رژيم كې مې ستاسوليكنې ياتبليغات نه دي لوستي او يا درسره نه يم مخامخ شوى كنه نو سم دم خلقي به دې رانه جوړ كړى واى!!
اوس له كمونيزم څخه نه وېرېږم په خلقيتوب كې درسره همنظره نه يم خو دليدو ليوال دې يم .
په همدې هيله
ملابغلانى


هادي حيران
01.12.2005

[quote:f929225e61]ايا دهمدغو خلقيانو او پرچميانو د معنوي پلرونو روسانو دا شعار نه وو چې زر شريک،زن شريک او زمين شريک .
ايا کمونستي څه ته وايي؟ ولې سترګې پټوې؟ [/quote:f929225e61]

د بغلان ملا صيب! د خداى او د رسول خاطر وکړه نور چې هر څۀ بادوئ باد يې کړئ خو چې د کوم څۀ په هکله معلومات نلرئ په هغې بحث مۀ کوئ.
په کمونيزم کې د ((زن شريک)) خبره تر اوسه پورې مونږ نۀ ده اورېدلې اؤ نۀ د کميونزم په نظريه کې دا چټيات شته. البته د بې علمه ملايانو او پادريانو لخوا دا چټيات پکې خامخا ويل کېږي.
له نن څخه يو سل او شپېتۀ کلونه د مخه بې علمه پادريانو هم په ټولنه کې دا چټيات ويل چې کارل مارکس د ((زن شريک)) خبره کوي. کله چې د کارل مارکس نه په دې هکله پوښتنه وشوه چې (ايا تاسې رښتيا هم د "زن شريک" خبره کوئ؟)
مارکس ورته وخندل او ځواب يې ورکړ ( در اصل د دې پادريانو په نظر کې ښځه انسان يا د ټولنې يو معتبر وګړى نۀ دى بلکې دا يؤ "شى" دى نو چې کله زۀ دا خبره کوم چې ټول شيان د انسانانو ترمنځ شريک دي نو دوئ پکې د (زن شريک) چېغه هم پورته کړي ځکه چې د دوئ په نظر کې ښځه "شى" دى. حال دا چې په کميونزم کې ښځه "شى" نۀ بلکې د سړي برابر حېثيت لرونکى انسان دى".
نن دغه خبره د بغلان يو ملا هم کړې ده چې کميونزم کې ((زن شريک)) دى نو د يو سل شپيته کالو وړاندې زمانې په پادري او د نن په ملا کې څۀ توپير دى؟؟؟
زما مطلب دا دى چې د کومې نظريې يا ايډيالوژۍ په هکله مونږ معلومات نلرو نو بايد چې لمړى په هغې ځان پوهه کړو او بيا پرې بحث وکړو ګنې د چټياتو ويلو نه ښه دا ده چې سړى چوپ کښېني.
مننه :[/quote]


Anonymous
01.12.2005

ملا کوتکه او ملا سوټيه ! دا ملک خو ستاسو له لاسه وران دی ، ددې موضوع عنوان دی ( پښتانه او افراط ) که په دې اړه څه علمي بحث کولی شی شی ويې ليکی او که نه دا موضوع د کمونيزم او اخوانيزم تر منځ د مناقشې نه ده ، د خدای په لحاظ دا شخصي تربګنۍ هرې موضوع ته مه ورداخلوی . ددې موضوعاتو له پاره خپل ځايونه شته دا چټيات هملته وليکی چې ستاسو غوندې خلک يې لولي .او د پوهو خلکو وخت ضايع نه کړي .15 کاله وشول چې په کمونيزم خاورې اړول شوي اوس خو ستاسو د اسلام د خواخوږو دوستانو ( امريکايانو ) پاچاهي ده خوشاله اوسی او چکچکې کوې ، نور څه غواړی ؟؟؟؟؟


د زاغ په ژبه زاغ پوهيږی!

Anonymous
02.12.2005

ډيره محترمه ملا بغلانيه!
لکه غرونه، دريابونه او د بيابان ريګونه دومره ډير سلامونه مې ومنه!
شکر چې احوال د را معلوم شو. هغه به د اوريدلی وی چې زړه په زړه آئينه ده. زما هم ډير زړه غواړی چې له تاسره مخامخ کښېنم او له نږدې نه د وپيژنم او همداسې خوندورې خبرې يوله بله سره وکړو.

دا نور پرېږده چې زما او ستا نومونه بدل کړی، په بل نامه مو وبولی او د دوی په فکر مو د نورو ملايانو په ډله کې وشماری چې دا ملک ئې له لاسه وران شوئ، خو زه او ته خوپوهېږو چې دواړه څرنګه ملايان يو؟
ګوره چې د عبدالهادی حيران خبره د هم حيران نه کړی ! هغه خووايی چې (( د کوم څۀ په هکله معلومات نلرئ په هغې بحث مۀ کوئ.)) ، خو هغه د ما او تا په مقصد څه خبر دئ؟ چې زه او ته په دې خاطر بحث کوو چې د نويو موضوعاتو په هکله معلومات پيداکړو او راسره پيدا شوی سوالونه له نورو سره طرحه کوو، خپل ځان په موضوعاتو پوهوو. او د مسلکی کسانو څخه زده کړه کوو. دوی بايد پوه شی چې زده کړه او پوښتنه خو بد کار نه دئ!!! او زده کړه بايد د عمر ترپايه دوام ولری، زه او ته خو لاهنوز ډير ځوانان يو!!!

دخلقيانو او پرچميانو په دوران کې ماته کله د ليکلو او تبليغاتو موقع وه؟ په دې اړه ته لږ ډير وړاندې تللئ ئې، ګمان د سم نه راته ښکاری!

له كمونيزم څخه وېره اصلا په کار نه ده. انګرېزانود فرهنګ د خپرولو تر نامه لاندې خپله امپراتوری دومره پراخه کړه چې لمر ورپکې نه لوېده، روسانو د سولې او سوسياليسم نظريات د خپل نړيوال قدرت د تقويې له پاره وکارول او اوس دادی امريکا د دموکراسۍ او بشر د حقوقود تامينولو او پراخولو تر بهانه لاندې هر ځای حملې او مداخلې کوی.
د فرهنګ، کمونيسم او ديموکراسۍ خپرونه هغه وخت په خطر اوړی چې د استعماری ځواکونو د لويی غوښتونکو اهدافو د عملی کولو په وسيله واوړی. هره ايديولوژی، مفکوره ، دين او مذهب هم هغه وخت خطرناک شی چې د قدرت د انحصار، شتمنيولو ټولو او سياسی استعماری اهدافو د ترسره کولو په اسباب بدل شی.

خلقيتوب د افغانستان د تاريخ تېر سياسی څپرکئ دئ چې اوس بيرته نه راګرزی او را ګرځول ئې معقول هم نه دی، خو له خلقيانو او خلقيتوب سره په تعصب چلېدل لکه د بل هر افغانی سياسی جريان سره، زموږ د اوس او راتلونکې په ګټه نه دی. د ګران افغانستان د ستونځو د معقول او دوامدار حل لاره بې له تعصبه د ټولو افغانانو او افغانی ډلو ترمنځ پراخ او عام ملی تفاهم او اتحاد کېدای شی.
د همداسې لوی، ملی او سرتاسری افغانی اتحاد او تفاهم په هيله درنه فعلا خدای پامانی اخلم، ژوندئ او بريالئ اوسې!

ملاضريبن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more