نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ای ځوانانو!
Anonymous
27.10.2005
[color=red:01dc389dd2] اې ځوانانو![/color:01dc389dd2]
ځوانانو! زموږ تر ټولو لويه ستونزه داده چې دنورو سيل كوو، له نورو څخه د كار او خدمت توقع لرو، خو لازمه داده چې هر كس د خپل توان او قدرت په اندازه كار وكړو.موږ بايد نه يوازې له عالمانو، چارواكو، پانګوالو، لوستو او دمقام له څښتنانو څخه د خدمت انتظار ولرو، بلكې خپله به هغه وخت بريالي كيږو، چې پوره په اسلام كې داخل شو او دژوند په ټولو چارو كې اسلام پاله واوسو. داچې نن موږ په ذلت كې يو، ددې علت يو دادى چې موږ د اسلام ځينې برخې منو او پلې كوويې، خو ځينې نورې برخې يې نه منو.
موږ هغه خلك يو چې ځان مو هېر كړى دى، زموږ عقلي وړتيا چې بې مصرفه ده ، لدې مو هم ګټه نه ده اخيستې، موږ د كوښښ په ځاى تقليد كوو، د نوښت پر ځاى په بل پسې ځو، د ابتكار پر ځاى مو تكرار ته مخه كړې ده، د تفكر پر ځاى موضوعات په يادو زده كوو، ددې په عوض چې د خپلو علماوو نظرونه ومنو دپرديو نظرياتو ته خدمت كوو، زموږ تعليمي نصاب له زده كوونكي څخه مزدور جوړوي نه عالم، زموږ عملي قدرت نشته، زموږ اقتصادي قدرت فلج دى، زموږ نفوس ډېر دى خو هريو په بېلابېلو لارو روان يو، روحي قوه مو هم ضعيفه ده، چې دايمان او عقيدې په ضعف باندې دلالت كوي.
را به شو دې ته چې مسوليت د چا دى؟! ايا مسووليت يوازې دقدرت د خاوندانو دى؟ نه مسووليت د ټولنې د ټولو غړو دى، د خپل قدرت او توان په اندازه، زما په اند لومړى مسووليت د علماوودى، ځكه چې دوى بايد دټولنې په لارښونه كې فعاله ونډه واخلي، متاسفانه چې دوى او ددوى علم د پانګوالو او دقدرت د خاوندانو ښكار شوى دى.
دوى د خپل خداى سره په تعهد كې پاتې راغلي دي. په دويم قدم كې چارواكي د لوى مسووليت خاوندان دي، خو ددې پړه ځكه بيا په عوامو ور اچول كيږي، چې ددوى لخواټاكل كيږي، حديث شريف دى (څنګه چې تاسې وئ هماغسې به مو حكومتونه وي).په دريم قدم كې دعوامو مسووليت دى، او دوى بيا د ځينو نورو مسووليت لري كوم چې ددوى تر تسلط لاندې دي ( كلكم راع و كلكم مسوول عن رعيته) زموږ علما بايد له حكومتي اسلام څخه لاس واخلي بلكې خلكو ته واقعيت ووايي.
له نفاق څخه خلك وژغوري، خلك دې ته پرې نږدي چې په خپلو تېرو بې ځايه افتخاروكړي، موږ هېڅ نه دي كړي، مخكې له دې چې نور نيوكه را باندې وكړي، خپله په ځان انتقاد وكړو، بيړه ونه كړو، تاسې فكر وكړئ كله چې نوح(ع) ۹۵۰ كاله دعوت وكړ ، خداى ج دا هم كولاى شواى، چې دده دعوت په هماغه لومړيو كې بريالى كړي خو د ازميښت لپاره يې دومره وخت ونيوه، وروسته چې كله دده ښېرا دخداى په حضور كې قبوله شوه، نو بيا هم د مسلمانانو نجات ددوى په هڅه او هاند پورې تړلى و، خداى ج دوى ته مفت نجات نه وركاوه، بلكې دوى د خپل نجات لپاره په خپل لاس كښتۍ جوړه كړه او وروسته دوى په كې سپاره شول او د طوفان پر مهال يې نجات وموند. موږ كه خپلې پورتنۍ نيمګړتياوې پوره كړو هېڅ ملت به زموږ په شان بريالى نه وي، موږ هغه څه لرو چې كفار
او غربي نړۍ يې نلري:
۱- موږ په اسلامي فطرت سره نړۍ ته راغلي يو، د ثابتې او حاكمې عقيدې خاوندان يو .
۲- موږ له ځان سره هغه حقيقت ملګرى لروچې ځمكې او اسمانونه يې په لاس كې دي.
۳- موږ اسلامي امت له ځانه سره لرو چې زموږ ملاتړ وكړي، هغه هم په معنوي اومادي لحاظ.
۴- موږ دانساني مصلحت قوانين له ځان سره لرو چې هېڅ استكباري قدرت يې نلري. پس موږ د خداى(ج) تاييد اوملاتړ لرو.
ځوانانو راځى له خپل كور او كلي نه يې را پيل كړو او بالاخره د هېواد په هر ګوټ كې د اصلاح لپاره مټې راونغاړو او نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړو، د خپل مسووليت سره سم د ټولنې ټول قشرونه راويښ كړو او خپلو دندو ته يې متوجې كړو تر څو ډېر ژر د نوښت او تجدد سبب شو، او يو اباد، آزاد، او ا سلامي افغانستان ولرو.
Anonymous
27.10.2005
محترم ورور محمود اصفي ډیره په زړه پوری لیکنه دی کړې ده که دغه یو حدیث شریف چی تاسو لیکې دی که دغه حدیث شریف موږ پر ځان تطبیق کړو ټوله کارونه به سم شی
قال رسول صلى الله عليه وسلم : كلكم راع وكلكم مسئول عن رعيته
ژباړه :ټوله څارونکي یاست او هر یو دخپل څاروی مسئول دی
دکور خاوند دخپل عیال او ښونکي دزده کونکي ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
مننه
Anonymous
27.10.2005
[quote:1eed06ef6b="mamood asifi"][color=red:1eed06ef6b] اې ځوانانو![/color:1eed06ef6b]
خپله به هغه وخت بريالي كيږو، چې پوره په اسلام كې داخل شو او دژوند په ټولو چارو كې اسلام پاله واوسو. داچې نن موږ په ذلت كې يو، ددې علت يو دادى چې موږ د اسلام ځينې برخې منو او پلې كوويې، خو ځينې نورې برخې يې نه منو.[/quote:1eed06ef6b]
وروره څه ښکلې او پر ځای خبرې مو کړي ، کومې چې ١٣ سوه کاله تکرار شوي دي ، خو څه کفر به شوی وای که ددې ښو خبرو يو پوټی شانته ثبوت دې هم وړاندې کړی وای ؟
ايا وړاندې کولی شي دا ثبوت ؟ طبعأ نه يې شې وړاندې کولی! ، ځکه چې تا وړاندې کولای شو، نو په تيرو ١٤ پيړيو کې به نورو هم وړاندې کړی وای، متأسانه هغوی هم نشو وړاندې کولی او ستا په څير هغوی هم صرف ادعا وې په تکرار تکرار سره تکرار کړي دي . زمونږ د وروسته والي علت همدغه دی چې بي ثبو ته منترونه تکراروو او بيسواده اوريدونکي پرې لکه ماران دخپل پاډو د دم او وودې ﻻندې راولو ، ايا همداسې نه ده ؟ [color=white:1eed06ef6b] ددنيا له پاره يواځې سوچه عقلي او د اخرت (دين) له پاره نقلي او عقلي دﻻيل واړه په کار دي . [/color:1eed06ef6b]
[quote:1eed06ef6b]موږ هغه خلك يو چې ځان مو هېر كړى دى، زموږ عقلي وړتيا چې بې مصرفه ده ، لدې مو هم ګټه نه ده اخيستې، موږ د كوښښ په ځاى تقليد كوو، د نوښت پر ځاى په بل پسې ځو، د ابتكار پر ځاى مو تكرار ته مخه كړې ده، د تفكر پر ځاى موضوعات په يادو زده كوو، ددې په عوض چې د خپلو علماوو نظرونه ومنو دپرديو نظرياتو ته خدمت كوو، زموږ تعليمي نصاب له زده كوونكي څخه مزدور جوړوي نه عالم، زموږ عملي قدرت نشته، زموږ اقتصادي قدرت فلج دى، زموږ نفوس ډېر دى خو هريو په بېلابېلو لارو روان يو، [/quote:1eed06ef6b]
واه واه ! تر دې ځايه پورې څوره رښتيا خبري، چې پخپله واقعيتونه دي او ثبوت ته اړه هم نه لري. خو په پای يې د يو بل او بيل حقيقت سره تړئ او داسې نتيجه ترې اخلئ چې [quote:1eed06ef6b]روحي قوه مو هم ضعيفه ده، چې دايمان او عقيدې په ضعف باندې دلالت كوي.[/quote:1eed06ef6b] ، دا خوهسې هم ټول مني ، نو دا مخکې خواري دې د څه له پاره کوله ؟ او چې ټول يې مني، نو بيا يې تکرار ولو ته ضرورت تاسو له کومه کړ ؟ او که زيات تکرار پواسطه يې ثبوتول غواړې نو نور ١٤ سوه کاله
به ورپسې ګرځې ؟
[quote:1eed06ef6b]بيا هم د مسلمانانو نجات ددوى په هڅه او هاند پورې تړلى و، خداى ج دوى ته مفت نجات نه وركاوه، بلكې دوى د خپل نجات لپاره په خپل لاس كښتۍ جوړه كړه او وروسته دوى په كې سپاره شول او د طوفان پر مهال يې نجات وموند. موږ كه خپلې پورتنۍ نيمګړتياوې پوره كړو هېڅ ملت به زموږ په شان بريالى نه وي، [/quote:1eed06ef6b]
د کښتۍ د جوړولو او نجات موندلو تړاو يو واقعي تړاو دی، او په دې ايت شريف هم ثابتيږي چې :
[color=white:1eed06ef6b]ليس للانسان اﻻ ما سعی ![/color:1eed06ef6b]
خو تاسې دغه پنداو نتيجه په خپله دې وروستۍ جمله کې بيرته پريږدئ
[quote:1eed06ef6b]موږ كه خپلې پورتنۍ نيمګړتياوې پوره كړو هېڅ ملت به زموږ په شان بريالى نه وي،[/quote:1eed06ef6b] پورتنۍ نيمګړتياوې بيا هغه عقيدوي غوښتنې دي چې
له ١٤ سوه کالو تکرار وروسته يې ته هم صرف بيا تکراروې ، چې نوې نه بلکې منل شوې تکرار شوې تکرار تکرار خبرې دي چې د مسجدونو وعظونو او ملا صاحبانو له مبارکو خولو څخه تل اوريدل شوي او اوريدل کيږي .
له دين څخه هغه د ملا صيبګل پړۍ مه جوړوئ، چې هغه مرحوم به ويل: دغه او دغه بارتنګ سپيرکۍ ، باديان او سپېغول ، مرخڼۍ ، تمرنجي او ګل بنفشه به واخلې او سره يوځای به يې ښه وټکوې، ښه به يې ميده کړې، چې ښه دې ميده کړل نو بيا به يې سره ولړې او بيا به يې ميده کړې ، له هغې وروسته به يې بيا ښه ميده کړې ، چې ميده شول، يو ځل به يې بيا ميده کړې ... :lol:
وروره دا هم سمه ده چې : [quote:1eed06ef6b]موږ هغه څه لرو چې كفار او غربي نړۍ يې نلري[/quote:1eed06ef6b]، خو دا هم سمه ه چې لويديځوال هم هغه څه لري چې متأسفانه مونږ يې نه لرو او تاهم ورته په اولو کرښو کې محض تصادفأ ګوته نيولې وه :
[color=white:1eed06ef6b]او هغه له عقل څخه کار اخيستل او پر خپل عقل تکيه کول دي [/color:1eed06ef6b]
د مشت نمونه خروار په توګه به همدا بس وي .
پښتانه ورور ته شاعر څه ښه وايي :
[color=blue:1eed06ef6b]چې ترڅو بدله نه کاندې اند توګه ! ::::::: تر هغې به درته وايم کوږه ووږه ! [/color:1eed06ef6b]
والسلام
ع کريم حليمي
28.10.2005
محمود اصفي صاحب ،A ورورته سلامنه او ښې چاري !
[quote:152b59d8e3]اې ځوانانو!
خپله به هغه وخت بريالي كيږو، چې پوره په اسلام كې داخل شو او دژوند په ټولو چارو كې اسلام پاله واوسو. داچې نن موږ په ذلت كې يو، ددې علت يو دادى چې موږ د اسلام ځينې برخې منو او پلې كوويې، خو ځينې نورې برخې يې نه منو.[/quote:152b59d8e3]
که داسي وي نو چه ځينې برخي ئې نه منۍ ! کفار چه په مجموع کي اسلام نه مني ولي په دنيوي ذلت ندي اخته ٠ ؟؟؟
[quote:152b59d8e3]پوره په اسلام كې داخل شو او دژوند په ټولو چارو كې اسلام پاله واوسو[/quote:152b59d8e3]
څرنګه په اسلام کي دا خلېدل غواړۍ چه داخل سۍ ٠ او تاسو ولي ځان داخل نه بولۍ ٠ ؟؟؟
ايا پورته ليکنه داسي معنا نه ورکوي چه ځان اودوۍ دي ټوله کفار وبلل ؟؟؟؟
که يو څوک يو حرف د قران ونه مني ٠ بيله شکه هغه کافر دۍ ٠ داسي نه ده ؟؟؟
اکثره کفار ذلت پېږني نه په دې دنيا ٠ او تاسو د ليکني داسي مطلب اخستل کيږي
چه کافر سوو نو ذليل سوو ٠ نن ورځ خو داسي راته معلويږي چه ځانته چه مسلمان وايي د نړۍ په ژوند کي ذليل دي ٠ ته فکر کوئ چه سبب دا دۍ چه بعضي اياتونه مني او بعضي اياتونه نه مني ؟؟؟
او که د ذلت سبب ئې دا دۍ چه تخنيک ئې نه زده ،او وخشي ژوند ئې خوښ دۍ
تر اهلي او متمدن ( متمدن تلف وۍ )
(اووحشت رانيسۍ ) او د وحشته ژاړۍ
A ورور ليکي چه :
[quote:152b59d8e3]ددنيا له پاره سوچه عقلي او د اخرت (دين) له پاره نقلي او عقلي دﻻيل واړه په کار دي . [/quote:152b59d8e3] ما شاالله
يا داسي
ددنيا له پاره سوچه منطيق او د اخرت (دين) له پاره نقلي او عقلي ،منطيقي دﻻيل واړه په کار دي .
م ن غروال
28.10.2005
محترمو سلامونه ومنئ!
د ښاغلي آصفي خبرې بدې خبرې خو خامخا ندي بلکه د مرغلرو يو امېل يې شيندلۍ دي٠
واقعيت همدا دي چې که مونږه مسلمانان د پخوا په شان د قرأن متبرک ځنځير ته د اصحابو په شان منګولې وراچولې وای او په هماغه قرأني او محمدي ص سنتو روان وای نو د مسلمانو حال به نن داسي نه وای لکه افغانستان او يا عراق او يا هم فلسطين او يا داسي نور! ميلمه A ليکي :
[quote:61dae0172e]وروره څه ښکلې او پر ځای خبرې مو کړي ، کومې چې ١٣ سوه کاله تکرار شوي دي ، خو څه کفر به شوی وای که ددې ښو خبرو يو پوټی شانته ثبوت دې هم وړاندې کړی وای ؟ [/quote:61dae0172e]
دا چې ښاغلۍ ميلمه A د ١٤٠٠ کالو خبرو ته په بله سترګه ګوري معنی يې دا ده چې ګواکي اسلام د مسلمانانو د ذلت او وروسته پاتې سبب شويدي٠ او پاتې شو ثبوت! نو که حتی ٣٠٠ کالو وروسته د مسلمانانو تاريخ هم وکتل شي هله به پته ولګيږي چې تفاوت او فرق او واټن د کفارو او مسلمانانو ترمنځ څومره ؤ٠
د ښاغلي واصفي خبرو کي زه يو اسلامي واقعيت ګورم او خپله بشپړه موافقه ورسره څرګندوم٠ ځکه چې اسلام واقعاً د بشر د ټولو نيکمرغيو ضمانت کوي٠
په درناوې