نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عجيبه
Anonymous
26.10.2005
ډېره د حيرانتيا وړ خبره ده دا چې د ملي تلويزيون نوي رئيس ويلي دي چې له پښتو خپرونو خاص بيا له خبرونو څخه د سړي استفراق راځي ٠ له نوموړي څخه خو لکه چې د عطرو بوي خېژي ٠ ده ته لکه چې دا خوشبويه عطر له کوم غربي او شمالي همسايه وو څخه په ډالۍ کې ورکړ شوي دي چې بوي يې دلته تر اروپا پورې رارسېږي ٠ ډېره د افسوس وړ خبره ده چې ازبکستان خو لا څه کوې چې حتا تاجکستان به يې هم دومره ايرانی نفوذ پرځان ومني او کنه ؟ د ازماېښت په ډول ترې پوښتلی شي ٠
نو ښاغلي رئيس ته په کار دي چې دومره زياتې د چا ډول ته پښې ونه وهي ٠ هېڅوک موږ ته مخلص نه دي او نه مو په درد خوري ٠ په بدې ورځ مو خوشالېږي او په ښې مو خفه کېږي ، نو چې پخپلو افغانانو قدرمن نه شې په بل هېچا نه کېږې ٠ هسې خپل ځان دې د تاريخ نه مسوولوي ٠ چا چې دا نخرې وکړې څه ګټه يې ورته وکړه بې له تاوانه ٠
Anonymous
27.10.2005
څه لېوني ئي ته له ازلي او ابدي دښمن نه ګيله کوي ٠ هغوي د ږوند حق هم ندر کوي
چې لاس ئي بر شي او داخبره او عمل ئي سابت کړی هم دی ، ځان خبر کړه٠