نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغان چارواکيو له خوا د بازمحمدنومي افغان امريکاته سپارل د نړيوالو حقوقی موازينو سره سمون لری؟
Anonymous
26.10.2005
دا لاندې خبر مې نن په ټول افغان کې ولوست:
((دنېشه يي توکيوپه قاچاق تورن افغان امريکاته وسپارل شو
افغان چارواکيو بازمحمدنومي افغان چې دنېشه يي توکيو په قاچاق تورن دی امريکاته سپارلی.
پردغه کس چې دطالبانو له ډلې سره تړلی شمېرل کېږي توردی چې دنېشه يي توکيوديوې نړیوالې ډلې مشري کوي اودامريکاپه ګډون ځينې نورو هيوادونو ته يې تراوسه پورې د25 مليونو ډالرو په ارزښت پوډر(هيرويين) قاچاق کړي دي خوباز محمدويلي دي چې دی بیګناه دی ؛ خو که چېرته پر نوموړي لګېدلي تورونه رښتيا وختل نوښايي له عمري بندسره مخ شي))
زما سره داسې سوال پيدا چې که نوموړی افغان وی، بايد په افغانستان کې محاکمه شی، نو ولې بايد امريکاته وسپارل شی؟ نو ځکه زه له قانون پوهانو څخه داسې سوال کوم چې:
دافغان چارواکيو له خوا د بازمحمدنومي افغان امريکاته سپارل د نړيوالو حقوقی موازينو سره سمون لری او که څنګه؟
که څوک په دې اړه معلومات راکړای شی ډير به خوښ شم٠
په ډير درناوی
ابوالمتين
Anonymous
27.10.2005
دا د اساسي قانون خلاف کار دي٠ افغانستان هيڅ هيواد سره د بنديانو د ورسپارنې معاهده نلري٠ نوي وکيلان بايد له کرزي نه وضاحت وغواړي
Re: دافغان چارواکيو له خوا د بازمحمدنومي افغان امريکاته سپارل د نړيوالو حقوقی موازينو سره سمون لری؟
Anonymous
27.10.2005
[quote:b37fa1cea6="ابوالمتين"]زما سره داسې سوال پيدا چې که نوموړی افغان وی، بايد په افغانستان کې محاکمه شی، نو ولې بايد امريکاته وسپارل شی؟ نو ځکه زه له قانون پوهانو څخه داسې سوال کوم چې:
دافغان چارواکيو له خوا د بازمحمدنومي افغان امريکاته سپارل د نړيوالو حقوقی موازينو سره سمون لری او که څنګه؟
[/quote:b37fa1cea6]
برادر محترم!
امريکا بخوبی ميداند که باند های قاچاق مواد مخدر با ارگانهای عالی اجرايي وقضايي حکومت حامد کرزی در ارتباط بسيار مستحکم است.تکنوکراتها به رهبری کرزی ،باند های "مجاهد "به رهبری سياف وربانی وجنگسالاران قاچاقچی شمال وجنوب(پشتون وتاجک وازبک) در جريان چهار سال چنان مافيايي را تشکيل داده اند که امريکا هم در حيرت است.سوختاندن اجساد طالبان و... نمونه های قهر ودر مانده گی امريکا در افغانستان است.آنها تازه به بازيهای دوگانه تکنوکراتها پی برده اند.هدف عمدهء سفر خانم رايس به آسيای ميانه روی همين منظور بود.والسلام . ارادتمند شما
دری نگار در ټول افغان
Anonymous
27.10.2005
برادر ګرامي دري نګار!
هدف تان از تکنوکراتها کيها اند ؟
ايا بجز از يک ګروه جنايتګر سياسي بدنوسيله ديګر همه ګروهای کشور درين نوشته تان محکوم به خيانت نه ګرديده اند ؟ ايا هدف تان برأت يک ګروه از طريق محکوم کردن همه ګروهای ديګر است يا خير ؟ اګر چنين نباشد ، خېر لطفأ ګروهي را نشان دهيد که بنظر شما مرتکب به خيانت نګرديده است !
Anonymous
27.10.2005
هلکه ( ميلمه A ) پاړسو دي هم ډيره ښه ده اوپه قلقلو خبري کوي دغه ورور غواړي چې يو شي وليکي خو په مانا ئي نه پو هيږي٠ د کرزي په کابينه کي غله او اجنټان ناست دي اونه تکنوکاران ٠ له تکنو کاري نه افغانستان ډير لري پاته دي
ستا زوړ تربور .
Anonymous
27.10.2005
برادر محترم ميلمه A:
حتمی نيست شما جواب مرا به فارسی بنويسيد.من پشتو کاملا بلد هستم.
هدف من از تکنوکراتها گروهی تحت زعامت رييس جمهورآغای حامد کرزی است .
ثانيا من در مورد اوضاع کنونی افغانستان چيزی نوشتم، نه در مورد گذشتهء آن وهيچ گروهی را نه توجيه و نه متهم کردم. نه به کسی رجحان دادم و نه به کسی ناسزا گفتم.مانند شما نظر خود را بيان کردم.حتمی نيست نظر من با نظر شما يکسان باشد.
چرا امروز تلاش صورت ميگيرد تا جنايات کنونی را بوسيله جنايات گذشته استتار ،کتمان وتوجيه کنند.ماوشما مردمسالاری (ولسواکی) ميخواهیم نه قوماندان سالاری وقاچاقبر سالاری . با سپاس وحرمت بی پايان
دری نگار شما
Anonymous
29.10.2005
ښاغلئ کوشان لیکي:
افغانستان خو د انترپول غړی هم دی ، شايد چی ښاغلی بازمحمد په امريکی کی څه جرمونه کړی وی او د هغوی د محکمی له خوانه به يی د کرفتاری امر صادر شوی وی
دا خبره ماته سرسری ښکاری او ترې دا سوال پيدا کيږی چې انترپول څه اوايا د امریکادولت د هغو مشری هم په غاړه لری او او ۍهغو نور غړي هیوادونه خپلو اتباعو د تحقیق حق نه لرې؟
Anonymous
31.10.2005
اوښ ته چا ويلي وو ورمېږ دې کوږ دى
هغه ويلي وو کوم ځاى مې سم دى؟
امريکا کې خو لاڅه کوې په کابل کې چې امريکايي زندانونه دي هغه د کوم قانون له مخې؟ :?:
او که نه يې منې له ډګروال نه دې پوښتنه وکړه!!!!!!!!
:(
هغه پاکستاني پوليسو به ويل : قانون زما په لاس کې دى!
نو قانون خو د کرزي صيب دچپنې په لستوڼي کې دى . که په چا يې عملي کوي او که چاته يې بښي؟
Anonymous
31.10.2005
دمافيا يو قاچاقبر يې نيولی چه په هيڅ ژړانه ارزي ٠
دادخوښۍ ځای دې چه له افغانستانه يې ورک کړ٠
انسان
Anonymous
31.10.2005
انسانه وروره خبره به د انسانی وی او که نه؟ خو افغانی، اسلامی او حقوقی نه ده٠ ډيره سرسری او بي سنجشه خبره دې کړې٠
دا نفر هرڅوهرڅوک چې دی اول افغان دی او زموږ د افغانستان دی٠ افغانستان خپل استقلال لری او خپل دولت٠ دا دولت مکلف دئ چې هم د کافر او هم د مسلمان افغان له حقوقو دفاع وکړی٠ امريکا به دا حق نه لری چې زموږ مافيا زموږ په هيواد کې تعقيپ او ونيسی٠ افغانی دولت هم بايد د بين المللی قوانينو او قراردادونو مطابق اقدامات وکړی٠ افغانستان خو به د امريکا کوم ايالت نه وی چې امريکايان پکې په ازاد لاس عمليات کوی او کرزی به هم د کوم امريکائی ايالت والی نه وی چې نفر ونيسي او بيا يې د واشنګتن مرکزی حکومت ته د تحقيق له پاره واستوی٠
بله دا چې په دې نفر باندې خو زه چې خبر يم يوازې اتهام دئ٠ تراوسه محکمې فيصله نه ده ورباندې کړې٠
ناتوانه
Anonymous
31.10.2005
ناتوانه وروره سلام !
زه خو فکر کوم چه ښه غښتلې يې خو پخپلو کتنو کی ولی ناتواني کوې ٠
تاسو ليکلي :
انسانه وروره خبره به د انسانی وی او که نه؟
ښاغليه !
که د چرسو او هيروئينو د قاچاقبرانو مخالفت درته انسانيت نه ښکاري نو ناتواني به مووي٠
بيا وايې :
خو افغانی، اسلامی او حقوقی نه ده٠
زه وايم
١-په افغاني اصولو ، کلتور ، اخلاقو اوقانون کی د چرسو ، هيروئنو او د ماشومانو داعضاوو د قاچاق قاچاقبرانوته په کوم نظر کتل کيږي ؟
٢- اسلام چرسو ، هيروئنو اودمؤ من داولادونو قتل ته په کوم ايت ، حديث ، شريعت اوروايت جواز ورکړې لطفا `` يې راوښيه
٣- حقوق ډېر جامع مبحث دې خو په لنډه بايد ووايم چه دبين المللي قوانينوپه اساس دداسې يوشخص چه په اجتماعي جرمونوتورن يا پری شک وي ، ددوو دولتونو ترمنځ تبادله ، ليږدول اويا دريم هېواد ته د محاکمې لپاره سپارل کېدای شي ٠ دغسې کار ، سربيا د ملاسويچ په برخه کی کړې ٠
ستاسو خبره به تاسو ته ووايم چه ډيره سرسری او بي سنجشه خبره مو کړې٠ ځکه چه په جنايي اوخيانتي مسائلوکی افغان اوغېر افغان دومره رول نه لري لکه د جرم نوعيت ٠ نو په تېرو دېرشو کالو کی ځينو ټوپکوالو افغانانو نه بښونکي جرمونه کړي نو هغه به هم پرېښودل شي ځکه چه زموږ د افغانستان دي؟٠
افغانستان بېشکه چه خپل استقلال لری او خپل دولت٠ دا دولت مکلف دئ چې د خپلو اطباعو(جائز) حقوق وورکړي ، تحفظ يې او دفاع يې وکړی٠ دقانون په وړاندې دټولو موجودو اديانو حقوق مطرح دي او د (( کافر )) له اطلاقه فاصله نيسي ٠
ښاغليه تاسو د مجرم او بې ګناه وګړي ترمنځ فرق وکړۍ !
ښاغليه تاسو اعتراف کوۍ چه هغه مافيا وو ځکه واياست چه ((امريکا به دا حق نه لری چې( زموږ مافيا) زموږ په هيواد کې تعقيپ او ونيسی٠ ))
نودغه مافيا چه له کراچۍ څخه امريکا ته هيروئين قاچاق کوي اونوم ورته ((جهاد)) ورکوي نو بيا خو امريکا حق لري چه ويې نيسي ٠
تاسو په پای کی ليکلي چه (( په دې نفر باندې خو زه چې خبر يم يوازې اتهام دئ٠ تراوسه محکمې فيصله نه ده ورباندې کړې٠ ))
نو غوسه اوخفه ولی يې ؟ پرېږده چه محکمه خپله فيصله وکړي ٠ که مجرم ؤ سزا به ورکړي او که بيګناه ؤ بري به شي ٠ څه به يې کړي وي کنه ! تاسوولی نه بيايي ؟
تاسو ته د توانمندۍ دعا کوم
انسان
د ګرفتاريو ا و جزا په وخت کې بايد قانونی معيارونه په پام کې ونيول شی!
Anonymous
02.11.2005
ښاغليه انسانه وروره سلامونه مې ومنه!
خبرې مې دې خوښې شوې، غواړم دا بحث لږ نور هم اوږد کړم، ګوندې له ما سره يوځای د موضوع طرحه کوونکی او نور لوستونکي هم ترې ګټه واخيستلای شی.
بايدپه لنډه توګه درته وليکم چې بې له شکه د چرسو او هيروئينو د قاچاقبرانو مخالفت انسانيت دئ، خود سياسی منظور له پاره د خپل هيواد او نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې کول زما په نظر د انسانيت له جوهر سره پوره سمون نه لری. زه وايم چې هر څه بايد د موجودو قوانينو په چوکاټ کې سرته ورسی. وروری به کوو د نرخ تر منځه!
اوس نو تاسې هغه حقوقی سند موږته را په ګوته کړۍ چې ورپکې د يوه افغانی مجرم او يا متهم سپارل ئې امريکاته [ د افغاني محکمو له څېړلو او فيصلې پرته ] د باصلاحيته افغانی مراجعو له خوا تصويب کړی وی.
انسانه وروره!
چا خو داسې نه دی ويلې چې په افغاني اصولو ، کلتور ، اخلاقو اوقانون کی د چرسو ، هيروئنو او د ماشومانو داعضاوو د قاچاق قاچاقبرانوته په ښه نظر کتل کيږي او يا اسلام چرسو ، هيروئنو اودمؤ من داولادونو قتل ته په کوم ايت ، حديث ، شريعت اوروايت جواز ورکړئ. بې له شکه دا کسان بايد مجازات شی، خو د مجازاتو شکل او ډول ئې هم بايد د معينو قوانينو په واسطه مشخص شوئ وی. دلته تاسې زما په نظر له اصلې موضوع نه چې امريکاتو د مشخص افغان سپارل دی، بلې خواته تللی ياست او په عمومياتو غږيدلې ياست.
تاسې داسې فکر نه کوئ چې نه يوازې د هيروئينو، بلکې د وسلو، پطرولو او ډيرو نورو موادو د قاچاقبرانو سرګروپان پخپله په امريکا او اروپا کې دې او هم دوی زموږ هيواد ته هم ستر مالی او معنوی تاوانونه را رسولی دی. آيا افغانستان هم په کومو مواردو کې له امريکا نه دهغوی د ترلاسه کولو او په افغانستان کې د محاکمه کولو حق لری او که څنګه؟
ستاسې داخبره سمه ده چې [بين المللی حقوق ډېر جامع مبحث دې] خودا زموږ اوسنئ بحث نه دئ.
دا هم سمه ده، [چه دبين المللي قوانينوپه اساس دداسې يوشخص چه په اجتماعي جرمونوتورن يا پری شک وي ، ددوو دولتونو ترمنځ تبادله ، ليږدول اويا دريم هېواد ته د محاکمې لپاره سپارل کېدای شي.] خو آيا ستاسې له نظره د داسې کار د اجرا له پاره کوم قرارداد او مخکنۍ تحريری موافقې ته اړتيا نشته؟ که داسې شی ته اړتيا وی نو امريکا او افغانستان ترمنځ دا سې کوم ليکلې سند شته؟
زه فکر کوم چې هر چا چې جرم کړئ وی بايد جزائې ووينی او په تېرو دېرشو کالو کی چې ځينو ټوپکوالو افغانانو نه بښونکي جرمونه کړي هغوی هم بايد جزا ووينی، خو د افغانی او نړيوالو منلو او معتبرو محکمو له خوا، نه د يرغلګرو خارجی ځواکونو له خوا.
ستاسې په نظر نو بايد ټول هغه کسان او په تېره بيا افغانان چې په تيرو ديرشو کالو کې ئې جرمونه کړی دی ، ټول د امريکايانو له خوا محاکمه شی او که څنګه؟
تاسو ليکلی دی چې [نودغه مافيا چه له کراچۍ څخه امريکا ته هيروئين قاچاق کوي اونوم ورته ((جهاد)) ورکوي نو بيا خو امريکا حق لري چه ويې نيسي ٠ ] لطفا دا هم وواياست چې د کوم بين المللی حقوقی قرارداد او حقوقی اسنادو مطابق؟
ناتوانه
Anonymous
02.11.2005
ګرانه وروره تواندمن اوسې !
تشکر ستاسوله توضيحاتو٠
داچې تاسو غواړۍ چې دا بحث لږ نور هم اوږد شي او له تا سره يوځای د موضوع طرحه کوونکی او نور لوستونکي هم ترې ګټه واخيستلای شی. ، بدکارنه دې خو که دا موضوع د حقوقو تر بېطرفه او عمومي سرليک لاندی وڅېړل شي ښه به وي ٠ دلته موضوع د داسې يو شخص په برخه کی ده چه دقاچاق په تورمتهم دې ٠ زه نپوهېږم چه تاسوته دغسې يوتورن شخص ولی مطرح دی او که هغه رښتيا مجرم ثابت شي ولې مونږ دداسې شخص په پلوۍ وخت ضايع کړو او په ګټه يې تبليغ وکړو ؟
له دغه مخفي څهرې څخه خو د هغو بېګناه افغانانو پلوي پکارده چه د خارجي قواو د بمباريو ، غلطيو او قهر قرباني کيږي !
همدغه راز د هغوافغاني ډلو اوټوپکوالو چه دافغان اولس دتباهۍ ، زورولو اود وحشت په رامنځ ته کولو ، په غېر انساني چلنداو ددې په نتيجه کی خارجي قواو ته لاراو بهانه برابرولو کی مطرح دي ، ولی پلوي وکړم ؟
نوستاسو خبره وروری به کوو د نرخ تر منځه!
تاسوليکلي چې اوس نو تاسې هغه حقوقی سند موږته را په ګوته کړۍ چې ورپکې د يوه افغانی مجرم او يا متهم سپارل ئې امريکاته [ د افغاني محکمو له څېړلو او فيصلې پرته ] د باصلاحيته افغانی مراجعو له خوا تصويب کړی وی. ٠
نوبهتره به وي چه دا پوښتنه د((باصلاحيته افغانی مراجعو )) څخه وکړې !!!
په عمومي شکل د ملل متحد لايحه اوقراردادونه ، د ژنيو پرېکړې ، په هېګ کی د جرائمو د نړوالی محکمې اساسنامه او ورته اسناد مطالعه کړې ٠
تاسوواياست چه ستاسو په نظر زه له اصلې موضوع نه چې امريکايانو ته د مشخص افغان سپارل دی، بلې خواته تللی يم او په عمومياتو غږيدلې يم .
ستاسوفکر بيخي پرځای دې او زما ځواب پورته ليکل شوې ٠
تاسو پوښتنه کړې :
تاسې داسې فکر نه کوئ چې نه يوازې د هيروئينو، بلکې د وسلو، پطرولو او ډيرو نورو موادو د قاچاقبرانو سرګروپان پخپله په امريکا او اروپا کې دې او هم دوی زموږ هيواد ته هم ستر مالی او معنوی تاوانونه را رسولی دی. آيا افغانستان هم په کومو مواردو کې له امريکا نه دهغوی د ترلاسه کولو او په افغانستان کې د محاکمه کولو حق لری او که څنګه؟
کله پوښتنه په پوښتنه ځواب کيږي نو پوښتنه داده چه آيا افغانستان هم په کومو مواردو کې له امريکا اويا کوم اروپايي هېواد نه دهغوی د ترلاسه کولو او په افغانستان کې د محاکمه کولو رسمي غوښتنه کړې ؟
بيامو ليکلي چه
دا هم سمه ده، [چه دبين المللي قوانينوپه اساس دداسې يوشخص چه په اجتماعي جرمونوتورن يا پری شک وي ، ددوو دولتونو ترمنځ تبادله ، ليږدول اويا دريم هېواد ته د محاکمې لپاره سپارل کېدای شي.] خو آيا ستاسې له نظره د داسې کار د اجرا له پاره کوم قرارداد او مخکنۍ تحريری موافقې ته اړتيا نشته؟ که داسې شی ته اړتيا وی نو امريکا او افغانستان ترمنځ دا سې کوم ليکلې سند شته؟
زه پرې خبر نه يم خو داسې څه دملل متحد په قراردادونو کی شته اوافغانستان د ملل متحد غړې دې ٠
ستاسودې نظرته چه
هر چا چې جرم کړئ وی بايد جزائې ووينی او په تېرو دېرشو کالو کی چې ځينو ټوپکوالو افغانانو نه بښونکي جرمونه کړي هغوی هم بايد جزا ووينی، خو د افغانی او نړيوالو منلو او معتبرو محکمو له خوا، نه د يرغلګرو خارجی ځواکونو له خوا.
پخواني شوروي اتحاد هم استدلال کاوه چه دافغانستان دکمونيستي رژيم سره دنظامي معاهدې په اساس افغانستان ته تللي مګر د ملګرو ملتونو دعمومي غونډې په قاطع اکثريت چه ځينې کمونيستي هېوادونه هم پکې شامل ؤ د شوروي راتګ وغانده او نظامي يرغل يې وباله ٠
په افغانستان د امريکا اودهغوی د متحدينو نظامي حمله د ملګرو ملتونو لخوا تراوسه نه ده غندل شوې ځکه چه امريکا په افغانستان لومړۍ بريد نه دې کړې بلکه دافغانستان څخه په امريکا لومړې بريد شوې اودرې زره امريکايي اطباع يې وژل شوي ٠ دا په امريکا لومړنۍ حمله نه وه ٠ له دې څخه پخوا هم په نړيوال تجارتي مرکز ، په نايروبي کی دامريکاپه سفارت او په يمن کی په امريکايي بحري بېړۍ هم حملې شوې وې ٠ نورنو خدای ښه پوهيږي ٠
بيامو ليکلي :
ستاسې په نظر نو بايد ټول هغه کسان او په تېره بيا افغانان چې په تيرو ديرشو کالو کې ئې جرمونه کړی دی ، ټول د امريکايانو له خوا محاکمه شی او که څنګه؟
زما په نظر خو افغاني کومې محکمې په دې هکله تراوسه اقدام نه دې کړې ٠ چون غربي هېوادونه په افغانستان کی نظامي طاقت لري نوکه دجنګي او قاچاق مجرمان ونيسي ، يايې نړېوالې محکمې اويا دريم هيواد ته دمحاکمې لپاره وسپاري ، افغان صلحدوسته اولس به يې هرکلې وکړي ٠
اووروستۍ پوښتنه مو:
تاسو ليکلی دی چې [نودغه مافيا چه له کراچۍ څخه امريکا ته هيروئين قاچاق کوي اونوم ورته ((جهاد)) ورکوي نو بيا خو امريکا حق لري چه ويې نيسي ٠ ] لطفا دا هم وواياست چې د کوم بين المللی حقوقی قرارداد او حقوقی اسنادو مطابق؟
دطالبانونيمګړي سياست امريکا اومتحدينو ته مشروعيت ورکړ چه په افغانستان حمله وکړي اوملل متحد ددغې حملې مخالفت ونه کړ ٠ همدارنګه د خارجي قواو دموجوديت خلاف تراوسه کوم رسمي قرارداد نشته ٠
داچې اوس په افغانستان کی قانون تصويب شوې ،منتخب حکومت او منتخب پارلمان وجود لري ، دهغوی دنده ده چه حقوقي مسائلو ته منظور شوې رسمي لا يحه ولري او بين المللي اعتبار ورکړي ٠ که چېرې داسې ونه شي نوستاسو دپوښتنې بل ځواب زه هم نه لرم ٠
له درنښت سره
يو انسان
Anonymous
03.11.2005
باز محمد بيچاره څۀ کوی د وطن غم مو وخوری چې څنګه يې درنه خپل کړ٠
يو انکليس الاصله افغان