د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستاره بهرامي پېژنئ؟


مجيب انګار
25.10.2005

ستاره بهرامي هغه نجلۍ ده چې دښکلاپه نړيواله سيالۍ کې يې دافغانې په نوم برخه اخيستې ، دلته يې انځورونه وګورئ ؛ځواب يې په تاسې پور دی.
[url]http://news.yahoo.com/news?tmpl=story&u=/051023/481/xaf10610231846[/url]

[url]http://news.yahoo.com/news?tmpl=story&u=/051023/481/xaf10510231843[/url]


Anonymous
25.10.2005

مه ئي را ياده وه پښتنه نده نور ئي نو څکه وې او مسلمانه هم ندي ، سترې عورت فرض دی٠


Anonymous
25.10.2005

ورور د پلارله خوا عربه او دمورله خواسامانۍ ده نو داخاصه تازي ګله ده چې دا ئي
ښکاره نکړې نو څوک به يې ښکاره وي ؟


Anonymous
25.10.2005

یاره مخ دی یې ورک شی الله دی وطن دداسی بی شرمو دنامه سه باک کړی


نقاد
25.10.2005

[color=white:23573dbdd6] بـــــــــــــــــــــــــــس رښــــــــــــتيا چې ســـــتاره د بـيــــــــشرمۍ ده
...................................................................................... ... د پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــردي کلـــــــــچر غلامــه لــــيونۍ ده !

نــه افــغــــــــــــــــانــــــــــــــه ده هــــــــــــــغـــه ، نــــــــــــه مســــــــــــــــــــلـــــــمانـــــــه
................................................................................. ..... د پيــــــــــسو ، خــــــوند او هـــــــوس ســـــوچـــــه مــريـۍ ده ![/color:23573dbdd6]


Anonymous
26.10.2005

په ستاره بهرامي څه کوۍ چه په دې روژه کی يې پېژنۍ ، په حيات اباد او کابل کی کمي دي ؟

ځان ته پښتنې هم وايي اوکارونه يې له بهرامي څخه اووښتي ٠ حتی واده شوې په خپلو مړونوعريضې کوي او داسې نور٠../,? :oops: :cry: :shock: :roll: :(

خوزه وېم ددې په ځای هغه څوک وپېژنۍ چه د افغان اولس د تباهۍ او بربادۍ سبب شوي !

او عربي رقص ته می لا په طياره کی توبې ايستلي :lol:


Anonymous
27.10.2005

ليلا کميس دي تور
http://64.233.161.104/search?q=cache:ZWSbWPOjQAEJ:www.polderafghanen.nl/portal.php%3Ftopic_id%3D1093+Afghanistan+Sutara+Bahrami&hl=en


Anonymous
27.10.2005

چې نظر کې دې څه عيب نه وي رحمانه
ښکلي مخ ته په کتو کې ګناه نشته


bay shooora khalag dee

Anonymous
27.10.2005

دا هاغه بې شعوره ، په افغاني او دنيايې ټولنو کې پاتې خلق دي چې نه په افغانستان کې ددوئ حيثيت شته نه په نړۍ کې او داسې جاهله پاتې ديد کرځي په حکومت کې لؤئ لؤئ کرسۍ لري او دشمالي ټلوالې په سپوټ مولاتړ داسې دافغانستان اودافغانستان دکلچر نوم خرابول غواړي ٠ ټولو ته اوس ښکاره دي چې څه دي ٠ دحيات اباد په حواله درله اوئم چې څوک ځانله افغان وئ پکار ده چې ورته پته وي دا کارونه نومخه ئ اونيسي ولې چې هغه ځاي يوروپ نه دئ نههم امېرکه ده٠
بس لعنت دې وي په داسي بې پتو بې عذتو اجنټانو٠


هر افغان حق لري چې د افغان او افغانستان په نامه فخر وکړی٠

Anonymous
27.10.2005

هر افغان حق لري چې د افغان او افغانستان په نامه فخر وکړی٠
ستاره بهرامي ، لکه څنګه يې چې له فوتو څخه ښکاري، يوه عاقله او بالغه ښځه ده چې د خپلې تحصيلی څانګې او راتلونکې دندې، د خپل لباس اغوستلو او ژوند کولو او داسې نورو د ډول د ازاد انتخاب حق لری٠
دا د خپل ژوند کولو محيط پخپله پيژندلای شي، د هغه هيواد د قوانينو په مراعاتولو مکلفه ده چې ور پکې اوسيږی٠ که ئې له هغو قوانينو سرغړونه وکړه، د اړوندو ارګانونو له خوا به جزا ويني٠ دا د خپلو دينی عقايدو په منلو او عملی کولو کې لکه بل هر انسان ازادی لری٠ که له دينه واوړی او يا د اسلام د پاک دين د احکامو په عملی کولو کې پاته راشی، نو خپل خداي ته به خپل ځواب وايي او د کړو ګناهونو جزا به وينی٠
که ددې کردار او ګفتار د چا نه خوښيږی نو يادې ورسره په مستقيم تماس کې شی ، نصيحت د ورته وکړی او يا دا چې نه د ورته ګوری او په زړه کې د نفرت ترې وکړی، خو د اجتماعی قراردادونو او معاصرو اخلاقو له مخې څوک هغې ته د بې ځايه توهين او سپکاوی حق نه لری٠
البته د ټولو مسلمانانو وظيفه ده چې ټولو بې لارې کسانو او کفاروته خپل دين او عقيده په متقابل احترام او ادب سره توضيح او تبليغ کړی، د نرمو او پستو شفاهی او تحريري تبليغاتو او وعظ او نصيحت له لارې هغوی ته قناعت ورکړی، خو په دې کارکې بايد د زور، سرزورۍ، د مقابل لوری د سپکاوی، توهين، ښکنځلو او بدويلو څخه ډډه وشی٠ داچې څوک ستاره بهرامي ته سپکاوئ کوی او بد او رد ورته وائي، په لومړی ګام کې دوی پخپله د معاصرواو دموکراتيکو ټولنيزو اخلاقو څخه بې برخې، سرزوری او بې حلم او تحمله کسان دئ٠
که لږ دهيواد او دنيا واقعيتونو ته متوجه شو، وينو چې هم په افغانستان او هم په نوره دنياکې زموږ افغانان له دېنه ډير بد، بد کارونه کوی٠ اياتاسې داسې افغانان نه پيژنی چې په ظاهره ځان تر تاسې ټولو ښه مسلمان ښئی، خو په داسې کارونو بوخت دی چې ضرر ئې ټولو افغانانو ، مسلمانانو او ټول بشر ته رسيږی او د اکثروکفارو وجدان داسې کارونه نه شی منلای٠
که څوک رښتيا د افغانی او اسلامي کلتور غمخواران وی، په وړو خبرو ځانونه نه مشغولوی، په فروعو وخت نه تيروی٠ هغه څوک چې داسې موضوعات مطرح کوی او نور ورباندې مصروفوی، يا د نړۍ له حاله ناخبره ، واړه او خام دی، يا احساساتي او ځوانان دی، اويا ښه پاخه او د غرض څښتنان دی چې غواړی موږ او تاسې په دې غير اساسي او فرعی مسايلو مصروف وساتی، تر څو چې فکر مو په هيواد او ټوله اسلامي او بشری نړۍ کې له مهمو چارو نه بلې خواته واړوی٠
اخره خبره دا چې هرافغان که نر وی او که ښځه د افغان او افغانستان په نامه فخر کوی، ستاره جانه هم حق لری چې پخپلو حلقو کې د افغانيت او افغانستان په نامه وياړ وکړی او پخپل فکر په داسې حلقو، محفلو او ځايو کې هم د افغانستان نوم او بيرغ جګ وساتی٠ خوښائی دا په دې نه پوهيږی چې د ځينو نورو افغانانو په نظر په نورو کړيو کې د افغانستان نوم په اصطلاح په مځکه ولی ٠
خدای د موږ ټولو ته په سمه لار هدايت وکړی - امين


Anonymous
27.10.2005

ازادي ياني څه ? غربيانو دخپل ځان لپاره پيدا کړې او اوس دوي هم ورته حيران دي
چې مرداري ترې جوړه شوي دی، خو که ستاره له دي ازادي نه کار اخلي بيا نو نه دافغانستان په نوم ، څکه دا کلتور افغانستان ته پردي دي او افغاني کلتور ندي٠
غربيان کوشش کوي چې مونږ هم چټل کړي ، دازادي او ديموکراسي په نوم .


Anonymous
28.10.2005

ما دې ښاغلی کوشان په ليکنه کې د هغه ميلمه دو ه اقتباسه ولوستل چې د ستر خوشحال خان بابا د کوديتوب مدعی دئ٠ زه په دې بريالئ نه شوم چې د ده ټول ليک ولولم او د ټول ليک د محتوياتو له په نظرکې نيولو سره مناسب ځواب وليکم، ځکه چې هغه د ټول افغان د ويبپاڼې د چلوونکو له خوا پاک شوی دی٠ اګر چې داسوال هم شته چې داسې ښکنځلې څومره د ځوابولو ارزښت لری ، خو سره له دې که زما په دې ليکنه کې زما دا ميلمه ورور او يا نور هغه څوک چې دده ليک ئې لوستئ دئ ، پوره ځواب نه شی موندلای، اويا زه بلې خواته تلئ وم، هيله لرم چې پخپله بزرګوارۍ به ما وبښی٠

زه له تاسې ښاغلی ميلمه څخه داسې پوښتم چې تاسې د څه له پاره د ټول افغان د بحث په فاروم کې ليکنې کوئ؟
غواړۍ چې په يوه او يابله موضوع کې د متقابل احترام پر بنسټ ولاړ ازاد او منطقی بحث له لاری خپل نظريات له نورو سره شريک کړی، د نورو نظرئې واورې او په پای کې هر څوک په خپله خوښه او مستقله توګه له هغه نه د خپل ځان له پاره استنتاج وکړی؟
او که ته غواړې چې نورو ته د ښکنځلو او سپکاوی له لارې جنجال جوړکړې، ګويا خپل نظر په نورو ومنې او يا له دې لارې خپلې عقدې خالی کړې؟

که د هدف دا لومړئ وی نو د افغانيت، اسلاميت او انسانيت او د خدای او رسول خاطر ته وګوره، ښکنځل او سپکاوئ مه کوه- داسې چې هغه جملې او کلمې چې په ځان ئې نه لوروې، او نارينه او ښځې يې په زغرده او برملا لوستلو شرميږی، نورو ته ئې هم مه استعمالوه! خپل نظر د داسې ووايه چې مقابل لورئ پرې پوه شی٠
او که مقصد دې دا دوهمه موضوع وی، نو مې دلاسه نور څه نه کيږی اودادعا به درته کوم چې خدای د په تا رحمت وکړی چې د بحث ادب زده کړې او خدای د درته هدايت وکړی چې د انسان او انسانيت د لوړ مقام دفضيلت درک وکړای شې٠
،
ته چې ځان د ستر خوشحال خان بابا کودئ بولې او داسې ليکنې کوې، يو ځل د سر ګريوان ته کړه او فکر وکړه چې ايا دا په رټه د بابا سپکاوئ نه دئ؟ که باباته رښتيا احترام لرې نو هيله ده چې له داسې کارو لاس واخلې، او که په دې توګه دې د خوشحال بابا سپکاوی ته ملاتړلې وی ، دانو له افغانانو او افغانيت سره ستره جفاده او که نن وی يا سبا، افغانانوته به افشا کيږې ٠

رابه شو دې ته چې زه که رښتيا درته ووايم زه اصلا ستاره جانه نه پيژنم، دلته مې ئې نوم واوريد خو تر اوسه مې دقيق نه دی لوستی چې دا په کوم براعظم او کوم هيواد کې اوسيږی٠ دا چې دې ته د داسې مشغولتيا موقع برابرا ده، نو حتما په اروپا، امريکا او يابل داسې ځای کې اوسي چې سوله او امنيت تامين او د قانون په واکمنی کې بې موجبه څوک چاته ازار نشی ورکولای٠ په دې خاطر دا زما او ستا دفاع، همکارۍ او همدردۍ ته هيڅ احتياج نه لرې٠

هغوی چې ځانونه يې تر امريکا، اروپا، استرليا، کاناډا او نورو ښايسته او پرمختللو ملکو پورې رسولی دی، پخپله محيط، اجتماع او موجود سيستم هغوی ته د زده کړې، پوهې او تحصيل زمينه برابروی او د ژوند کولو مناسبه لار پخپله رضا موندلای شی٠
د افغانيت او افغاني کلتور او عنعناتو ساتل په خارج کې ښه دی، خو ټاکونکئ رول نشی لرلای٠ په دې کارکې غوره، مهم او ټاکونکئ نقش پخپله افغانی جامعه او د هيواد داخلی کلتوری- اجتماعی،اقتصادی او سياسي سيستم په غاړه لری، هغه بايد د افغانی ټولنې د اوږدې تاريخی ودې له اساسی مزی او محور نه وانه وړی٠

ډيرې زموږ او تاسې هغه افغاني خويندې او ميندې د زړه سوی، ترحم او مرستې وړ دی چې د افغانستان په دوزخی شراطو کې او يا د پاکستان او ايران له زغمه وتلو سختو حالاتو کې د ژوند تيرولو ته مجبورې دی٠ عفت، عقيده او مقدسات ئې د دوی د خوښې او رضا پرته د يوه او يابل ډول زور او مجبوريت پراساس د خارجی ښکيلاکګرو، ثروتمندو زبيښاکګرواو د داخلی جګړه مارو، مافيايی کړيو له خوا تر تهديد لاندې دی٠
د خوشحال بابا کوديه!
که ته رښتيا د خپل افغاني ننګ او کلتور ساتل غواړې، نو په ښکنځلو، تشو خبرو او په له عقل او فکره خالی احساساتو نه کيږی٠ دا ژور فکر غواړی٠ که ځانونه د هغه بابا کودی بولو، نو به راته رښتياهم هره افغانه نجلۍ، پيغله او ميرمن د خور او مور او فلهذا د ناموس حيثيت ولری٠ نو که داسې وی نو دا ناموس خو موږ اول پخپله خرڅوو، يعنې چې لور او خور لکه کنيزه او ورۍ غوندې په بل زاړه، ځوان او واړه پلورو او د ولور په لوړوالی افتخار کوو٠ افغانی خويندې او تنکۍ نجوني مو په خارجيانو باندې يا له مجبوريته اويا په زور خرڅيږی٠ دا په لسګونو زره خارجی ځوان عسکر چې زموږ اوستاسې په وطن کې پراته دی، اخر دوی هم د شهوت غريزه لری! د کابل په ښارکې دا بی شميره (ګاسټ هوزونه) چې پخپله دافغانی قوماندانانو او رهبرانو له خوا يو په بل پسې جوړيږی او ورپکې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه حرفوی ښځې راروانې دی، دا خو زموږ د افغانی او اسلامی کلتور ستنې نه دی٠؟ او ډير داسې نور چې زه ئې اوس نه شم شميرلای٠ (د يوې نمونې په توګه سړئ کولای شی چې کرزی ته د ډاکترې بي بي سهيلاجانې خور سر خلاصئ ليک چې په ٢٨ د اسد ويبپاڼه کې چاپ شوی دئ وګوري)www.28-asad.com
زما په نظر دا ځاي- يعنې افغانستان او افغانی جامعه د جدی پاملرنې وړده، نه يوه او يا بله نجلۍ چې په کوم لرې ملک کې ئې دهغو ټولنو د عنعناتو سره سم د بدنی ښايست او جمال په سياليو کې برخه اخيستې وی٠
ستاسې پرونئ ميلمه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more