نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپښتوليکنو داملايي اوګرامري تيروتنو په باب يووړانديز
Anonymous
24.10.2005
درنوليکونکو اولوستونکو
پخوا به چې چا دهيواد په دننه کې کومه ليکنه ورځپاڼې يا مجلې ته وړاند کوله نوهغه به دمسول مديريامرستيالانو له خوا لمړی کتل کېده او که کومې املايي اوګرامري تيروتنې به يي لرلې نوهغه به سمې او بيا نشر ته سپارل کيدې.
خوپه وروستيو کلونوکې دانترنيت پراختيا داسې امکانات منځ ته راوړي چې هرڅوک ليکني کولی شي، اوداپرته له دې چې دهغوی کيفيت، ارزښت اواملايي انشايي تيروتنې په نظرکې ونيول شي. داکاردځوانو لوستونکواوزده کونکوپه پوهنه اوروزنه خورابده اغيزه کولی شي، اوهغوی دغلطۍ پښتوزده کړې سره روږدي کوي چې وروسته يې اصلاح ډيره سخته او پيچلي کيږي.
زما وړانديز دادی:
که دټول افغان وتلي ليکوالان هغوی چې دپښتوپه ليک دود اوپوهه پوره سمبال دي دليکونکو په ليکنولنډې تبصرې وکړي اواملايي- انشايي نيمګرتياوي يي سمدستې دليکنې نه وروسته په ګوته کړي او که دنوروژبو لغات کارول شوي وي هغه هم دپښتو په سوچه لغتونو( که موجودوي) اصلاح کړي. نوبه ډيره ښه خبره وي.
دا کاربه دپښتو دسمې زده کړې او پوهاوي په برخه کې خوراارزښتمن اوګټور پوهنيز رول ولوبوي.
. فکرنه کوم چې هيڅ ليکونکی به دخپلو تيروتنو په سمونو، اصلاحاتواومشورو خپه شي
زه باور لرم چې داسې يونوښت به دپښتو په سمه زده کړه اوپرمختګ کې خورا اغيزمن وي .
په درنښت
ځيرک شنواری