د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

استاد قاري برکت الله سليم

م ن غروال
23.10.2005

معززو او درنو مسلمانو خويندو او وروڼو سلامونه ومنئ!
نن د هامبورک په ابراهيم خليل الله جامع جومات کې د هېواد وتلۍ او نوميالۍ قاري استاد برکت الله سليم مونږ ته د قرأن عظيم الشان ختم راکړ چې خورا د ميني او صفا ډک ؤ٠ جومات دومره ډک ؤ چې نور د سجدې ځاي هم نه ؤ٠ مبارک آذان يې وکړ او په :
[color=green:d39fcc07c1]فا النصرنا علی القوم الکافرين[/color:d39fcc07c1] * تلاوت کې يې مقتديان داسي وژړول چې هسې بې حسابه خبره وه٠
١٢ ځلې يې د سرو زرو مدال اخيستۍ دي او دوولس ځلې په نړېواله کچه د لومړۍ مقام ګټلۍ دي٠ پنذه کاله يې په قاهره کي د تلاوت او اسلامي زده کړو زدکړه کړې ده او اوس مهال هم په کابل کي زيات زده کوونکي لري او د مدرسي استاد او مشر په صفت په خدمت بوخت دي٠
دده په ښکلي غږ کي يو عجيب تأثير پروت دي٠ که څه هم صحت يې ښه نه ؤ او ټخي خپل لوړ غږ ته نه پريښودو خو سره لدې دده د غږ او ښکلي تلاوت عاشقان ده ته خورا په درنه سترګه وليدل او داسي مؤمن به پاتې نه وي شوۍ چې ذان يې پرې کوف او شُف نه وي کړۍ او دده لاسونه يې نه وي ښکل کړي٠
د قرأت په جريان کي هم ډير تنکي ځوانان هم سترګې له اوښکو ډکي شوي او د ژړا غږ يې پورته شو چې اصلاً د نه منلو خبره وه٠ دومره يوه بې حسابه مينه وه چې واقعاً سړي پيدا کولۍ شول چې په ښکلي غږ او په تجويد باندې د قرأن الکريم قرأت او تلاوت څومره په زړونو لوئ تأثير لري ( سبحان الله) !
لوی سبحان کريم دې اجرونه او ثوابونه ورته په برخه کړي او سره د ټول اهل د اسلام دې خداي ج دا مبارک د قرأن جشن راته مبارک او په خپل بې نياز دربار کي مقبول وګرځوي٠ آمين*
د روژې مبارکه مياشت د قرأن الکريم د نزول مياشت ده چې يوازې په تلاوت نبايد اکتفأ وشي بلکه د هغه د امر او له نهې څخه ځانونه خبر کړو او په قرأني او محمدې لاره ځانونه د تګ لپاره چمتو کړو٠ دا مبارکه مياشت چې څومره خوندونه او تبارکات له ځانه سره لري په ستايلو يې زما غوندې خلک بلکل عاجزه پاتي کيږي٠ دا مبارکه مياشت ميلمه مياشت ده خداي ج دې د خپل هادي نوم په برکت د صالحه اعمالو توفيق را په برخه کړي٠ آمين*
بس دا يو څو تکي مې غوښتل تاسو مکرمو عزيزانو ته په عرض ورسوم٠ د دعا مو غوښتونکۍ يم٠ و من الله توفيق *
په درناوې
محمد نادر غروال


پښتون ځلمی
26.10.2005

سلامونه او نېکې هيلې
الله دې وکړي چې پۀ دې خبرو ګناه ګار نۀ شم ، خو د قاري برکت الله سليم غږ ما ته هېڅ خوند نۀ راکوي . او د تعجب وړ راته ښکاري چې ګورم افغانان پرې دومره مين دي . همممم ډېره د تعجب خبره هم نۀ ده ځکه چې افغانانو غريبانانو خو د نورو قاريانو غږونه اورېدلي هم نۀ دي، پرته لۀ ارواښاد شېخ عبدالباسط عبد الصمدنه . زۀ پوره باور لرم چې غروال صيب به نور قاريان هم اورېدلي وي خو برکت الله صيب به يې خوښېږي خو ډېر افغانان شته چې بل څوک يې لۀ سره اورېدلي نۀ دي . کېدای شي هم دا يې لامل وي او يا کېدای شي افغانانو ته هسې پۀ هسې لۀ افغان پرته بل قاري / عالم خوند نۀ ورکوي او يا خو به دا وي چې پۀ افغانانو کې د تلاوت دې ځانکړي (سټايل style ) رواج ډېر دی ، پۀ کوم ډول چې برکت الله سليم او شېخ عبدالباسط تلاوت کول ، نۀ پوهېږم پۀ کوم نوم يادېږي .

زۀ ور سره کېدای شي ورانه لرم خو دا به هم لويه نا انصافي وي کۀ موږ و وايو او ډېر افغانان يې وايي چې برکت الله سليم پۀ نړۍ کې تر ټولو ښۀ قاري دی .
څنګه کېدای شي چې هغه به تر عبدالرحمان السديس ، سعود الشريم ، علي الحذيفي ، محمود صديق المنشاوي ، او صلاح الراشد څخه ښۀ قرات کوي ؟؟ پۀ تلاوت کې تر ټولو مهم شی تجويد دی او داسې برېښي چې د افغاني قاريانو چندان تجويد نۀ دی زده او نۀ هم د حفظ پۀ مهال ور زده کول کېږي .
دا کوم ١٢ مېډالونه دي او کله او چېرته يې ګټلي دي؟ ما ته خو هسې افسانه ښکاري . زۀ خو چې څومره هم پۀ انټرنېټ کې برکت الله سليم نوم لټوم نو يواځې د سياسي او خبرونو پاڼو پتې راکوي . بس هم دا ليکلي وي چې (د غونډې پيل پۀ تلاوت و شو چې قاري برکت الله سليم وکړل). هېڅ پۀ کومه اسلامي پاڼه کې ، د تلاوت پۀ کومه پاڼه کې د قاري صيب نوم نۀ ليدل کېږي . نو دا څنګه غښتلی شو؟
پۀ نوي قاريانو کې کۀ څوک د مشاري راشد العفاسي (عجب غږ او عجب ادا) ، هاني الرفاعي، سعد الغامدي، ابراهيم الجبرين غږونه واوري نو بيا به برکت الله سليم ته مخه نۀ کړي : )

ماشاالله دا خو ډېره د خوښۍ خبره ده چې نوو ځوانانو هم پۀ تراويح کې داسې برخه واخسته او لۀ سترګو يې اوښکې راغلې . ريښتيا هم چې د نۀ منلو خبره ده .

چا خو به دا ختم (وروستۍ ورځ) ثبت کړی نۀ وي چې پۀ کمپيوټر کې يې فايل ولري؟


م ن غروال
26.10.2005

محترم پښتون ځلمۍ!
سلامونه او نېکې هيلي مې ومنه روژه لمونځونه او عبادات دې الله تعالی قبول کړه او ماته به هم دعا کوي٠
برکت الله سليم په نړېواله تلاوت مسابقو کي د عربو لخوا لومړۍ مقام ګټلۍ دي٠ هغه هم يوځل نه بلکه څو ځلې! د لومړي ځل لپاره اورم چې د برکت الله سليم له غږ سره يو مؤمن علاقه نه ښودل کيږي٠ دلته يې CD ګانې شته که غواړې چې درته يې دروليږم٠
ما آذان او دعا ترې ثبت کړل خو تلاوت يې نشو کولاي ځکه چې مريض ؤ او ټوخې وهلۍ ؤ او پختۍ يې هم ماته شوې وه نو که نه دده تلاوت او غږ که د نږدې واورې (سبحان الله) دومره لوئ تأثير پکې پروت دي چې مه کوه پوښتنه! او نه حد لري او نه هم اندازه! او داسي په يو شکل تلاوت او يا لهجو او لوړ غږ اوباسي چې د کاڼې زړه هم طاقت نشي ورته کولائ او په پوره کامل تجويد او عربې لهجه ! زما مخې ته يو ځوان هلک ولاړ ؤ چې سم لمونځ ي ېنه ؤ زده کله کله به يې هغې خواته دغې خواته مخ هم واړوه او غټ د سرو زرو ځنځير هم په غاړه ؤ، بس د هغهد ژړا فرياد چې مې وليد هک او پک پاتې شوم٠ هسې خداي پاک په زړه کې ورته يوه پاکه اسلامي مينه ورکړې وه٠ او دغو ځلميانو به اوبه ورړې
(قاري صاحب دمې او خو يک زره اب دهن را هم لطف کنيد)
او هغه د لاسو مچول او ځانونه پرې کوف او شوف کول، د همدغو تنکيو ځلميانو لخوا، نو دا ټول دده د قرأت د صوت او حنجرې او لهجې تِأثير ؤ٠ الله تعالی دې اجر ورکړي٠
په يوه مسابقه کي خپله ښاغلۍ عبدالصمد قاري صاحب د ژوري هئيت ؤ چې برکت الله سليم لومړۍ مقام تر لاسه کړ٠
د منشاوي کست همدا اوس هم موټر کي په ټيپ کي دي او تل يې اورم او ډير مبارک تلاوت کوي او د غامدي او عبد الصمد او نورو قاريانو کست او سي ډي هم لرم بې شکه چې مبارک تلاوت کوي شک نشته خو دا ومنه چې برکت الله سليم هم د نړۍ له پيژند شؤ قاريانو له جملې څخه دي٠ او خورا د يوه خوږ غږ څښتن دي٠
ده قصه کوله چې سعودي کي د کعبه شريفي ور دده په لاس خلاصه شوي او لمس شوې او خپله د سعودي پاچا هم ورسره ؤ٠ او دده دسترګو د علاج لپاره هم ټول مصارف سعودي پر ځان منلي ؤ او امريکا کي عمليات وکړل خو له بده مرغه نتيجه يې ورنکړه٠
خو خير زما کمپيوتر له ويديو څخه فلم نشي اخيستلای يعنې (Firwwire) نلري خو په هر صورت چې وي زه به يې درته يوه چاره وکړم او هرکله چې مې فلم کمپيوتر ته راغۍ نو احوال به درکړم٠
په درناوې
ورور مو غروال


کټوازی
27.10.2005

ښاغلی غروال صيب ،سلامونه او ښې چارې !
د قاري صيب برکت الله سليم پسې ادا کړی لمونځ مو لوی او توانا خدای (ج) ته قبول او مقبول وګرځه ، رښتيا هم چې قاري صيب زموږ د ګران هيواد د ښاغلو او اغلو قاريانو له ډلې څخه يوه داسې نوراني او روحاني څېره ده چې د قران مجيد فرقان حميد پۀ اوه واړه لهجو پۀ بشپړ تجويد سره تلاوت کولای شي ، د قرات دوولس نړيوالې سيالۍ يې ګټلې او پۀ زرګونو شاګردان يې روزلي دي !!!
خو داچې تاسو د قاري صيب برکت الله سليم ږغ دومره اغېزمن کړاست ،چې پردې تړاؤ مو پۀ خپلو نېکو او سپېڅلو احساساتو کې موږ هم درشريک کړو ،خدای دې يي اجر درکړي
له ما سره يوه پوښتنه پيداشوه ، پۀ ډېره لېونۍ تلوسه هيله لرم ،چې رهنمايي به مو وکړئ
پو ښتنه ::
داچې د اسلامي فقهې له مخې هغه چاته چې پۀ جسماني او اروايي لحاظ معيوب او معلول وي د امامت کولو اجازه نه او رتبه ورکول کېږي ،نو پۀ قاري صيب برکت الله سليم چې نابينا (پۀ بدني لحاظ) معيوب دی ،پسې به ستاسې لمونځ د فقهې د نوموړې مسلې له مخې څرنګه وي ؟؟؟
هيله لرم پردې تړاؤ به موږ او نور لوستونکي مطمن کاندئ
واسلام


م ن غروال
27.10.2005

ښاغلۍ کټوازۍ ورور وروسته له سلامو!
ډيره منه او ستاسو او د جمله اهل د اسلام ټول عبادات دې الله تعالی پخپل دربار کي قبول او مقبول وفرمايي آمين*
دا مسئله هم چا ياده کړې وه او يو مولوي چې له فرانکفورت څخه راغلۍ ؤ او ډير په ښه فصاحت او بلاغت وعظ کوي وويل چې رسول اکرم ی فرمايلي چې د مؤمنينو له جملې څخه تر لومړۍ د امات نستحق هغه يو دې چې د لمانځه د ادا په ټولو شرايطو(فرض سنت او مستحب) عالم او پدې کي چې هر يوه ښايسته تلاوت ادا کولۍ شي چې هم تجويد او هم قرأت او هم يې غږ د زړه خوښوونکۍ وي٠ نو له ده څخه نور بل څوک نه ؤ٠ نو ځکه دا هم لازمه وبلل شوه چې فرض لمونځ يې هم مقتديانو ته ورکاوه٠ نو ده به په فرض لمانځه کي چې په کراره تلاوت کاوه باور وکړه چې مينه به دومره زياتيده چې د خون او صفأ حد له حده زيات ؤ٠
بيا هم علمأ کرام دلته تشريف لري چې ستاسو دغه پوښتنې ته به ځواب ووايي٠
په واقعيت کي ښکلۍ تلاوت په ښکلي غږ او لهجه د مؤمنينو په زړونو څه، چې حتی په لادينو او کافرو هم لوئ اغېز لري٠ وايي د رسول اکرم ص په وخت کي داسي کفار وؤ چې يوازې يې د تلاوت د اوريدو په اساس هم په سپيڅلي دين مشرف شويدي٠ ( ولله اعلم)
په درناوې


کټوازی
28.10.2005

و

ښاغلي غروال صيب ته د زړۀ له کومې سلامونه او احترامات !

داچې پر وخت مو زما ليکنې ته ځواب ووايۀ او ښه مشوره او ډاډ مو راکړ [color=indigo:7a72071dde]( داچې دلې پۀ ټول افغان کې ماشاالله د محترم حليمي صيب او دروند مولوي صيب طالب جان غوندې لوی ،لوی عالمان شته که خدای کول پو ښتنې ته به مو ځواب ووايي )[/color:7a72071dde]،ډېره مننه او تشکر !!!

رښتيا هم چې د ګران پيغمبر صلی الله عليه و علی اهل و اصحاب و سلم پۀ وخت کې ډېر کفار يواځې ددې له امله چې د اصحاب کرامو او پخپله د ګران پېغمبر (ص) له تلا وت او قرات څخه اغېزمن شي د اسلام پۀ الهي او فطري دين مشرف شوي دي ، او حتا تردې چې ابو جهل او دقريشو نورو سرکښو او مغرورو او متکبرو مشرانو به پۀ پټه ،پټه چې نور څوک يې و نه ويني د حضور اکرم صلی الله عليه وسلم تلاوت او قرات ته ددې لپاره چې روحاني او قلبي سکون ورپۀ برخه شي ،غوږ نيولی وو ، پۀ زړۀ پورې خو داده ،چې بيا داسې وخت هم راغی ،چې د ابو جهل او او د قريشو د نوموړو مغرورو مشرانو تر منځ دغه راز رسوا شو، !!! خو ددې لپاره چې ټول پکې شريک وو ځکه يي پر يوبل باندې پړه ور وانه چوله ،اما د بيا لپاره يي پۀ خپل جاه وجلال او خپلو باطلو خدايا نو او اديانو سره قسم وخوړ ،چې نور به د محمد (ص) د قرات او تلاوت له اورېدلوڅخه پۀ هر صورت کې ډډه کوي ![color=white:7a72071dde] ( خو راشه د سپېڅلي قران فطري ،الهي او لفظي اعجاز وګوره ،بيا هم پۀ خپلو باطلو اديانو او دروغجنو خدايانو قسم خوړلي سر کښه جاهلان خپلو باطلو اديانو او خدايانو ته وفادار او ژمن پاته نه شول ، او پۀ ټيټو سترګو به يي د حضور صلی الله وسلم تلاوت او قرات اورېدلو !!!! او بس [/color:7a72071dde]


کټوازی
28.10.2005

يادښت :

پۀ پورته ليکنه کې د ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم له مبارک نامۀ سره پۀ دې درود شريف ( صلی الله عليه وسلم ) کې سهوا د[color=white:7703bc80ac] عليه [/color:7703bc80ac]کليمه را څخه پا ته شوه ، نو ځکه هيله لرم چې تاسې درانۀ او ګران لوستونکي به يي سمونه او اصلاح وکړي ، ددې تر څنګ له مسؤل چلوونکي څخه هيله لرم چې موږ ته به د خپلو ليکنو د ژبني اوليکني سمون واک بېرته راکړي تر څو موږ وکولای شو د پخوا پۀ څېر پر وخت پۀ خپلو ليکنوکې ژبني او ليکني سمون او بدلون وکړو

پۀ همدې هيله :


م ن غروال
28.10.2005

ښاغلۍ کټوازۍ ورور وروسته له سلامونو!
مننه! محترم حليمي صاحب د امامت په هکله په همدغه فوروم کي معلومات ليکلۍ دي الله تعالی دې اجر ورکړي نو قاري صاحب برکت الله سليم به د جومات امام په اجازه امات ورکړۍ وي چې شرعاً صحيح دي٠
په درناوې


م ن غروال
01.11.2005

محترمو لوستونکو وروسته له اسلامونه!
د قاري برکت الله سليم سره د بي بي سي مرکه!
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2005/10/051025_mer_studio7qaribaraktullah.shtml
دلته زور ورکړۍ او له قاري صاحب سره مرکه به واريدل شي٠
په درناوې


م ن غروال
01.11.2005

د بخښنې په غوښتو!
د قاري صاحب تلاوت به هم وکولای شئ چې هلته واورئ٠
په درناوې


پښتون ځلمی
18.11.2005

سلامونه او نېکې هيلې
ډېره ډېره مننه غروال صيب لۀ معلوماتو څخه مو، زۀ به انشاالله د قاري صيب تلاوت واورم او و به ګورم چې ولې ور سره زما دومره علاقه نۀ شته . لکه چې مخکې مې هم ياده وکړه، کېدای شي يو لامل يې دا وي چې د پس له دې چې ما نور عرب قاريان واورېدل، اوس ما ته د تلاوت دا ځانګړی ډول دومره مزه نۀ را کوي لکه هغه نور . والله اعلم .
خير يوسئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more