نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسودي پېغور اوغيري انساني عمل ته څه واياست ??
pattang
21.10.2005
امريکايي پوځ د طالبانو جسدونه سوځولي دي
چاپي بڼه
يونس برهان - کابل
د تلې ٢٨مه، ١٣٨٤
يوه استراليايي تلوېزون تېره شپه د دوو طالبانو جسدونه وښودل چې د امريکايي پوځيان لخوا په اور کې سوځول کېدل. هغه ويډيويي تصويرونه چې د SBS تلوېزوني چينل خبريال د کندهار له ګونبز سيمې څخه اخيستې ښيي چې د دوو مړو طالبانو جسدونه چې پښې او لاسونه يې ويړېدلي د يوې غونډۍ په لمن کې سوځول کېږي او وروسته بيا امريکايي سرتېري يوه وينا اوروي چې طالبان راوپاروي.
دا ويډيويي انځورونه ازاد خبريال سټيفن ديوپان Stephen Dupont د امريکايي پوځ د ١٧٣مه پراشوتي لېوا سره د ملتيا پر مهال د تلې په نهمه اخيستي دي. د سټيفن په وينا، دا سرتېري چې په امريکايي ګړدود خبرې کوي د پوځ د رواني (سايکالوجيک) عملياتو برخه وو.
""ډارن سپي""
د سوځونې وروسته، د سرتېرو بله ډله راځي او يوه نږدې کلي ته په پوځي ګاډو کې مخه کوي چې جنګياليو ته د لاسي لاوډسپېکرو له لارې له ملنډو او پېغور ډک پيغامونه ولېږي تر څو هغوى پرې وځورېږي.
تلوېزون ښيي چې دا ډله وايي: ((طالبانو! تاسې ډارن سپي ياست. تاسې خپل جنګيالي پرېښودل چې پرېوځي او قبلې ته مخامخ وسوځي.))
دوى هڅه کوي چې په دې کار غونډۍ ته څېرمه يوه کلي کې هغه خلک چې باور کېږي طالبانو ته يې پناه ورکړې وډاروي . پيغام په سيمييزه پښتو ژبه کليوالو ته ويل شوى، خو د سټيفن په وينا هغه ته د رواني ډلې غړيو ژباړلى دى. د ګاډو پر سر لاوډسپېکرې په زوره موسيقي اوروي او په پرلپسې توګه پورتنى پيغام تکراروي.
امريکايي سرتېري په هڅه کې دي چې هغه کسان پيدا کړي چې تېره شپه (د تلې د نهم په شپه) يې په دوى بريد کړى او يو امريکايي او يو افغان پوځي يې وژلي وو. دوه طالبان هم په دې نښته کې وژل شوي وو. دوه ملکي وګړي، يو پلار او زوى يې، هم په دې جګړه کې ټپيان شوي وو.
له هغې ډلې څخه چې د سوځېدونکو جسدونو ننداره کوي، يو سرتېرى وايي: ((وګوره! دهغه يوه سړي له خولې څخه څنګه وينې راځي. دا چټي شى د مرګ لپاره دى.))
سټيفن د اسوشيټيد پريس خبري اژانس ته ويلي چې د ده په اند د جسدونو سوځونه د رواني جګړې د يوې چارې په توګه ترسره کېده تر څو جنګيالي وويروي، خو قبلې ته د هغوى مخامخ سوځول ښيي چې د دوى موخه په څرګنده توګه د هغوى سپکاوى دى. دى وايي چې امريکايانو ځکه دا کار وکړ، چې د څو ګړيو له پلټنو وروسته يې و نه شو کړاى بريد کوونکي او وسلې ومومي او ستومانه له کليو بېرته راستانه شول.
د مسلمانانو د مړو سوځول په اسلام کې ناروا او يو ډول سپکاوى بلل کېږي.
[color=white:5f3cf57f5f]د جينيوا کنوانسيون[/color:5f3cf57f5f]
امريکايي پوځ هم په بګرام او هم په پنټاګون کې د تلويزون راپور ته په غبرګون کې ويلي چې دوى د پېښې په اړه څېړنه پيل کړې ده.
که د ايس بي ايس تلوېزون راپور رښتيا وخېژي، د ا به له جينيوا د کنوانسيون څخه د امريکايي پوځ ښکاره سرغړونه وي. د جينيوا د کنوانسيون چې د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو لخوا امضاء شوى جنګي قوانين او له جنګياليو سره چال چلند ټاکلى دي. د همدې قانون له مخې، د دښمن مړي بايد په پوره درناوي سره د هغوى له ديني مراسمو سره سم ښخ کړاى شي.
د امريکايي سرتېرو په وړاندې تر اوسه ګڼ داسې تورونه شته چې له بشري قوانيينو او د جينيوا له کنوانسيون څخه يې په افغانستان او عراق کې د جګړې په ترڅ کې سرغړونه کړې ده. ډېر هغه راپورونه چې له بنديانو سره د امريکايي پوځيانو د ناوړه چلند پېښي ډاګيزوي لا هم تر څېړنو لاندې دي او دا د تحقيقاتو ځنډني بهير د بشري حقونو د ټولنو د غوسې لامل ګرځېدلي دي. د کيوبا په ګوانتنامو، د عراق په ابو غريب او فالوجه او د افغانستان په بګرام او کندهار کې د امريکايانو د ناسم چلند تورونه او له قانونو څخه سرغړونې تر ټولو څرګندې بېلګې دي چې د رسنيو او د بشري حقونو د ټولنو لخوا راپورته شوې دي.
پنجشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د تلې ٢٨ نېټه د ايتلافي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کي د جسدونو دسوځېدلو خبر تايد کړ او دا کار يې د هوا د ککړتيا او ناروغيو د خپرېدو څخه د مخنيوي په سبب شوي دي .
( بېنوا خپرنيزه څانګه)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:5f3cf57f5f]د جينيوا کنوانسيون[/color:5f3cf57f5f]: جنيو ته ژنيو يا ژنېف ويل سم دي، خو جينوا بلل يې سخته جغرافيوي تيروتنه ده. ځکه :
جينوا د ايټاليا يو بندري ښار دی ، او ژنيو (جنيو ) يا ژنېف د سويس يو مرکزي ښار دی نه د ايټاليا! په راتليزه کې دا توپير له پامه مه غورځوئ ! والسلام ، وطنمل
پښتون ځلمی
24.10.2005
موږ به څۀ وايو، زموږ پۀ خولو خو د بېوسۍ او بې غيرتۍ کولفونه لګېدلي دي . زموږ خرزي امريکايانو ته ٣٢ واړه غاښونه پۀ لاس ورکړل او ورته و يې ويل چې such things should not happen AGAIN
د خرزي کوم امريکايي بادار کۀ د هغۀ پۀ .....٪٪٪......... نو دی به ورته وايي چې (دا ځل خو خير دی خو بيا دې دا کار و نۀ شي او چې بيا يې ........٪٪٪......... نو بيا هم ورته وايي چې please, i beg it should not happen again
او مخاطب هم راسن امريکايانو ته نۀ وي
هر ځل چې داسې تېري کېږي نو موږ وايو چې ؛تر دې به لا نور څۀ بدېږي؛ خو ګورو چې د ظلم ريښتيا هم انتها نۀ شته .
و ګورو چې د خنزير د اولاد او د هغو پۀ افغانستان کې د موجوديت پلويان څۀ وايي .
نقاد
24.10.2005
ځلميه وروره له سوچه دين پال او وطنپال احساساتو څخه دې مننه ، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه !
هغه څه چې ټاکلو امريکايي سرتيرو کړي له لعنتی ويلو او په ژورې کرکې سره له غندلو پرته نورې جملې نه غواړي . دطالبانو مقاومت اوس هم سياسي اګاهي نه لري، که نه دغسې او دې ته ورته پيښې به يې پخپله عکاسي کولې او نړيوالو ته به يې ښودلې ، څو د امريکا يي سرتيرو له وحشت څخه هروخت او ژرترژه پرده پورته کيدای ا و پر امريکايانو باندې ولسواک فشار زياتيدای . طالبان سخت تيروتل چې د انتخاباتو له چانس څخه يې ګټه پورته نکړه، ملي روغه به يې کړې وای، پارلمان به يې اوس پر خپلو استازو ډک کړی واي، ملاتړ به يې په شور او ولس کې زيات شوی وای او سياسي غوښتنې به يې منل کيدای ، پارلماني ، له پارلمان څخه بهرنۍ او وسله و اله مبارزه او جهاد دريواړه به يې سره غبرګ کړی وی، حتمأ به يې په ولس کې عملي پلويان موندلي وای او د ويتنام په څير به دوی له افغانستان ځخه هم وتلي وای ! خو پوښتنه داده چې که دا ياسي لوښه او ظرفيت يې درلودای نو له اول څخه به يې امريکايان پر افغانستان باندې يرغل ته نه وای اړويستي . هو رښتيا يې ويلي چې تره کاڼي د بيزو کار نه دی ! نور هر افغان چې د بهرنيانو له خوا ځورول کيږي ، ځپل يا وژل کيږي پر ې سخت خواشينی او غمجن کيږم . والسلام
[/quote]
ښکلا
25.10.2005
ښاغلی نقاد صيب ،سلامونه او نيکي هيلي مې و منئ !
تاسي ليکلي :
[color=white:d9e51866d4] ځلميه وروره له سوچه دين پال او وطنپال احساساتو څخه دې مننه ، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه !
هغه څه چې ټاکلو امريکايي سرتيرو کړي له لعنتی ويلو او په ژورې کرکې سره له غندلو پرته نورې جملې نه غواړي . دطالبانو مقاومت اوس هم سياسي اګاهي نه لري، که نه دغسې او دې ته ورته پيښې به يې پخپله عکاسي کولې او نړيوالو ته به يې ښودلې ، څو د امريکا يي سرتيرو له وحشت څخه هروخت او ژرترژه پرده پورته کيدای ا و پر امريکايانو باندې ولسواک فشار زياتيدای . طالبان سخت تيروتل چې د انتخاباتو له چانس څخه يې ګټه پورته نکړه، ملي روغه به يې کړې وای، پارلمان به يې اوس پر خپلو استازو ډک کړی واي، ملاتړ به يې په شور او ولس کې زيات شوی وای او سياسي غوښتنې به يې منل کيدای ، پارلماني ، له پارلمان څخه بهرنۍ او وسله و اله مبارزه او جهاد دريواړه به يې سره غبرګ کړی وی، حتمأ به يې په ولس کې عملي پلويان موندلي وای او د ويتنام په څير به دوی له افغانستان ځخه هم وتلي وای ! خو پوښتنه داده چې که دا ياسي لوښه او ظرفيت يې درلودای نو له اول څخه به يې امريکايان پر افغانستان باندې يرغل ته نه وای اړويستي . هو رښتيا يې ويلي چې تره کاڼي د بيزو کار نه دی ! نور هر افغان چې د بهرنيانو له خوا ځورول کيږي ، ځپل يا وژل کيږي پر ې سخت خواشينی او غمجن کيږم . والسلام [/color:d9e51866d4]
له ليکني څخه موډيره مننه ،خدای دې وکړي چې نور نو طالبان او پلويان يي د خپلو تيرو سياسي اشتباهاتو پۀ تکراري دام کي ښکيل نه شي او نور د مطبوعاتو او ميډيا اهميت ومني خو ستاسي خبره افسوس چې دوئ لا اوس هم له يوه داسي خوا څخه رهنمايي کيږي چي هيڅ سياسي اګاهي او شعور نلري ،پاته شوه ددغو بشر دښمنانانو او وحشيانو هغه ظلم او بربريت چي د دوو طالبانو د مړو پۀ سوزلو سره ئي ترسره کړ ، د هغې پۀ باب خو نور څۀ نشم ويلائ ،سيوا له دې چي دخپل ملي دولت چي د ټولټاکنو پۀ نتيجه کي مو جوړ کړئ په حال و ژاړم
په پائ کي بايد يادګيرنه وکړم چې دا به پۀځائ خبره نه وی چي په ګران هيواد د امريکايانو دتيري او تجاوز علتونه يواځي دا وبولو چي طالبانو امريکايانو په لوی لاس مجبوره کړل ،ترڅو پۀ افغانستان يرغل وکړي ،ځکه دا خو پخپله د امريکايانو او يا د دوي د هغو تالي څټو موقف دی چئ مقصد يي خپل هيواد ته خدمت نه بلکي دغو شين سترګو وحشيانو ته غوړه مالي او چاپولوسي ده ..
نقاد
25.10.2005
ښکلا جانې سلامونه دې وعليکم او نېکې هيلې زما له خوا هم ومنئ!
که ښځينه ليکونکې يې نو ښکلا دې سم نوم ځان ته ټاکلی دی او برياليتوب مو غواړم ، خو که نارينه يې او بيا مو هم ښځينه نوم ښکلا خوښ کړی وي، نو نه پوهيږم
چې دومره غټه تيروتنه څنګه کيدای شونې ده ؟
په هر صورت :
طالب دې له دوه ګاونډيو ايران او پاکستان سره ځان پرتله کړي :
پاکستان چې هم د بينظير بوتو او هم د نوازشريف او مشرف حکومتونه يې د طالبانو باداران ؤ، د بسټپالو ترهګرو، سازمانونو او ملاتړ کولو او د اسلام پر نامه د چغو وهلو سره سره يې د امريکا سر خپله سياسي دوستي تل ساتلې ده او امريکا ته يې موقع نه ده ورکړې چې حتی پر پاکستان شکمن قدرې هم شي ، څو هغه ګټې او امتيازات له ﻻسه ورنکړي چې په نړيواله کچه يې د مريکا له ښو سياسي اړيکو څخه ﻻس ته راوړي!
بلې خواته ايران هم وينو چې دبنسټپالۍ په بنسټ له امريکا سره دسختو خالفتونو
سره سره د امريکا له ګواښ څخه په ماهرانه ديپلوماسۍ سره ځان ساتي!
نو ښه طالبه ، دسوچه وحشت او بشپړ جهالت له زوره پرته ته بل کوم زور لرې ، چې
له ايران او پاکستان سره هغه نشته، خو ته پرې داسې مست او ډاډه يې چې پر بنﻻدن سره د امريکا ګريوان ( نيوال تجارتي مرکز) ته د سپتمبر پر ١١ ﻻس اچوې او څيرې کوې يې ؟ بيا هم که په هر زور او جهالت ډاډه وې، نو بيا خو دې وليدل چې په څو ورځو کې يې داسې ماته درکړه چې (( ﻻ تر اوسه دې ماغزه پر قرار نه دي ::: امريکا چې دې وهلی سر په سنګ دی)) ، چې د ټول زور او قدرت سره دې مقاومت ونشو کړای، نو اوس دې هلې ځلې له اخلال ، لجوجانه شق کولو او وراني پرته بله څه معنی لري؟ آخر د شاه د وخت ايران، ترکيه او پاکستان دري اسلامي هيوادونه د چا په مرسته دومره غښتلي او پياوړي هيوادونه شول ؟ آيا دغه دريواړه هيوادونو به
د لويديځ په تيره بيا امريکا له مرستو پرته هماغسې يو پرېوتی اقتصادي حالت نه درلود لکه تر اوسه د طالبانو تر وخته پورې چې افغانستان درلود ؟ او آيا په دې دريواړو هيوادونو کې کوم يو خپله ملي آزادي له ﻻسه ورکړې ده ؟ کوم يو يې د امريکا له امله اسلام له ﻻسه ورکړی دی ؟ د ترکيې سيکولاريزم هم ( د مصطفی کمال له وخته راهيسې ) د ترکيې خپل کار دی !
اصلأ د قدرت خوند د طالبانو له پاره د جنت له خواږه شربت څخه هم زيات و، چې
له تشی څکې او مزې کتلو ورسته ورپسې خپلې شونډې خوري او نور څه په ﻻس نشي ورتلای !
هو :
[color=white:91bf2e51a8]هر څوک به آرام شي خو طالب به هيڅ آرام نشي
............................................. وې ليده قدرت ، اوس به يې خپل ګريوان ته پام نشي ![/color:91bf2e51a8]
نقاد
25.10.2005
ښکلا جانې سلامونه دې وعليکم او نېکې هيلې زما له خوا هم ومنئ!
که ښځينه ليکونکې يې نو ښکلا دې سم نوم ځان ته ټاکلی دی او برياليتوب موغواړم ، خو که نارينه يې او بيا مو هم ښځينه نوم ښکلا خوښ کړی وي، نو نه پوهيږم چې دومره غټه تيروتنه څنګه کيدای شونې ده ؟
په هر صورت :
طالب دې له دوه ګاونډيو ايران او پاکستان سره ځان پرتله کړي : پاکستان چې هم د بينظير بوتو او هم د نوازشريف او مشرف حکومتونه يې د طالبانو باداران ؤ، د بنسټپالو سازمانونو ، ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کولو او د اسلام پر نامه د چغو وهلو سره سره يې د امريکا سر خپله سياسي دوستي تل ساتلې ده او امريکا ته يې حتی موقع هم نه ده ورکړې چې پر پاکستان باندې شکمن قدرې هم شي ، څو هغه ګټې او امتيازات له ﻻسه ورنکړي چې په نړيواله کچه يې دا مريکا له ښو سياسي اړيکو څخه ﻻس ته راوړي!
بلې خواته ايران هم وينو چې دبنسټپالۍ په بنسټ له امريکا سره دسختو خالفتونو
سره سره د امريکا له ګواښ څخه په ماهرانه ديپلوماسۍ سره ځان ساتي!
نو ښه طالبه ، دسوچه وحشت او بشپړ جهالت له زوره پرته ته بل کوم زور لرې ، چې
له ايران او پاکستان سره هغه زور نشته، خو ته پرې داسې مست او ډاډه يې چې پر بنﻻدن سره د امريکا ګريوان ( نيوال تجارتي مرکز) ته د سپتمبر پر ١١ ﻻس اچوې او څيرې کوې ؟ بيا هم که په هر زور او جهالت ډاډه وې وې به ، ولې بيا خو دې وليدل چې په څو ورځو کې يې داسې ماته درکړه چې (( ﻻ تر اوسه دې ماغزه پر قرار نه دي ::: امريکا چې دې وهلی سر په سنګ دی)) ، چې د ټول زور او قدرت سره دې مقاومت ونشو کړای، نو اوس دې هلې ځلې له اخلال ، لجوجانه شق کولو او وراني پرته بله څه معنی لري؟ آخر د شاه د وخت ايران، ترکيه او پاکستان دري اسلامي هيوادونه د چا په مرسته دومره غښتلي او پياوړي هيوادونه شول ؟ آيا دغه دريواړه هيوادونو به د لويديځ په تيره بيا امريکا له مرستو پرته هماغسې يو پرېوتی اقتصادي حالت نه درلودای لکه تر اوسه د طالبانو تر وخته پورې چې افغانستان درلود ؟ او آيا په دې دريواړو هيوادونو کې کوم يو خپله ملي آزادي له ﻻسه ورکړې ده ؟ کوم يو يې د امريکا له امله اسلام له ﻻسه ورکړی دی ؟ د ترکيې سيکولاريزم هم ( د مصطفی کمال له وخته راهيسې ) د ترکيې خپل کار دی !
اصلأ د قدرت خوند د طالبانو له پاره د جنت له خواږه شربت څخه هم زيات و، چې
له تشی څکې او مزې کتلو ورسته ورپسې خپلې شونډې خوري او نور څه په ﻻس نشي ورتلای !
هو :
[color=white:39d9c3dcfb]هر څوک به آرام شي خو طالب به هيڅ آرام نشي :: وې ليده قدرت ، اوس به يې خپل ګريوان ته پام نشي ![/color:39d9c3dcfb]
پښتون ځلمی
26.10.2005
سلامون او نېکې هيلې ، نقاد صيب لۀ ليکنې څخه مو مننه
تاسو ليکلي :[quote:fce4ce6f46]هغه څه چې [color=red:fce4ce6f46]ټاکلو[/color:fce4ce6f46] امريکايي سرتيرو کړي له لعنتی ويلو او په ژورې کرکې سره له غندلو پرته نورې جملې نه غواړي .[/quote:fce4ce6f46] د - ټاکلو - څخه ستاسو هدف (دريځ؟) څۀ دی؟ تاسو [color=red:fce4ce6f46]ټاکلو[/color:fce4ce6f46] ويلي دي او [color=red:fce4ce6f46]ټاکلي شوو [/color:fce4ce6f46]مو نۀ دي ويلي ، نو داسې برېښي چې تاسو هم د يو امريکايي چارواکي / وياند غوندې دا وايئ چې ګنې دا کار د نورو امريکايي سرتېرو او مشرانو پۀ نا خبرۍ کې شوی دی . ولې تاسو د امريکانو وياند ياست؟ کۀ نۀ ياست نو څنګه پۀ دومره باور ويلای شئ چې دا کار د يو څو سرتېرو پۀ خوښه شوی دی، ولې به د امريکايانو دفاع کوئ؟ کۀ وياند نۀ ياست نو زۀ لۀ تاسو څخه پۀ دې عمر او دومره تجربه کې د دومره نا خبرۍ هيله نۀ کوم .[quote:fce4ce6f46]طالبان سخت تيروتل چې د انتخاباتو له چانس څخه يې ګټه پورته نکړه،[/quote:fce4ce6f46] عجيبه خبرې کوئ ، طالبان څوک پرېږدي چې پۀ ټاکنو کې برخه واخلي . دا خو څرګنده خبره ده چې نن ورځ د افغانستان پۀ امريکايي حکومت کې د مسلمان = طالب = ترهګر = القاعده لپاره هېڅ ځای نۀ شته . ځای د هغۀ چا لپاره شته چې د خپل دين ، افغانيت ، عزت او ناموس څخه تېر وي او نيلام کولو ته يې تيار وي .[quote:fce4ce6f46]خو پوښتنه داده چې که دا ياسي لوښه او ظرفيت يې درلودای نو له اول څخه به يې امريکايان پر افغانستان باندې يرغل ته نه وای اړويستي[/quote:fce4ce6f46]
تاسو چې پۀ دې عقيده يئ نو خورا د افسوس خبره ده . کۀ څۀ وايم نو هرو مرو به داسې څۀ وايم چې خفه به شئ . کۀ ضرورت شو ، و به يې وايم
ښکلا
26.10.2005
ښاغلی نقاد صيب ! يو ځل مي بيا سلامونه او نيکي هيلي ومني ،
خدايزده چې ولي مو زما پۀ اړه دومره جدي غبرګون ښودلئ ،؟ او نه پوهيږم چي څنګه او پۀ کوم دليل وايئ :: ، که نارينه يې او بيا مو هم ښځينه نوم ښکلا خوښ کړی وي، نو نه پوهيږم چې دومره غټه تيروتنه څنګه کيدای شونې ده
خو خير دا ته به ستاسو تفکر وګڼم،نور څه نهوايم او بله داچي پا تي ليکنه مو زما په نوم داسي ځانګړې کړيده ،لکه چي زه دطالبانو ويانده يم او بس
نور مو پۀ خدائ (ج) سپارم او په مخه ښه درته وايم ،
دخدای په امان
نقاد
26.10.2005
[quote:8d79ff2199="ښکلا"]ښاغلی نقاد صيب ! يو ځل مي بيا سلامونه او نيکي هيلي ومني
بله داچي پا تي ليکنه مو زما په نوم داسي ځانګړې کړيده ،لکه چي زه دطالبانو ويانده يم او بس نور مو پۀ خدائ (ج) سپارم او په مخه ښه درته وايم ،
دخدای په امان[/quote:8d79ff2199]
منلې خورکۍ ته سلام ودرناوی !
ستا مخکينۍ ليکنه مې ډيره خوښه شوې وه، په هيڅ شکل مې پر تاسو د طالبانو د وياندې يا پلوۍ ګمان نه دی کړی . زما ليکنه د موضوع په اړوند ، نه دليکونکې په وړاندې چې تاې ياست، جدي وه، يعنې پوښتنه مو راته مهمه بريښېدله، څو لوستونکو ته روښانه شي چې که امريکايانو له هغو طالبانو سره چې ګواکې پخپله يې قدرت ته رسولي هم ؤ، د جګړې له پاره پلمې هم لټولې، له ځان او نړۍ څخه که دوی لږ څه مالومات هم لرﻻی، دغسې يوه پلمه به يې هيڅکله په ﻻس نه وه ورکړې !
د يوه نړيوال ترهګر اسامه بن ﻻدن تپل پر يوه ګڼ توکميزه ټولنه لکه افغانستان چې د کورني جګړو په اور کې سوځي، نه د طالبانو حق و او نه يې صلاحيت ! نو د افغان ولس په وړاندې د طالبانو سپاوی او سپين سترګي همدومره ډيره وه لکه څومره چې پرطالبانو باندي القاعدې او اسامه خپل قدر ، عزت او اغيز ه درلود ه.
البته امريکا هم په دې ګرمه ده چې ولې يې طالب غورځنګ لومړی بري ته ورساوه ؟
او بيايې د هغوی جلب او موار پاکستان پلاس کې پريښود او هغوی يې په مشرتابه کې القاعدې ته هم ځای ورکړ . اصلأ طالب او مجاهد د لياقت او اهليت سطحې دا ښودله چې د افغانستان دعدليې له وزارت پرته او د دفاع په وزارت کې د سرتيرو او وړو بطانوله دندو پرته يې نور د هيڅ بل مقام د اشغالولو حق نه درلود او نه به يې ولري ، مګر داچې له ګډوډۍ څخه کار واخلي او د افغان غميزه نوره هم اوږده کاندي! والسلام !
نقاد
26.10.2005
[quote:fa656bd077="ښکلا"]ښاغلی نقاد صيب ! يو ځل مي بيا سلامونه او نيکي هيلي ومني
بله داچي پا تي ليکنه مو زما په نوم داسي ځانګړې کړيده ،لکه چي زه دطالبانو ويانده يم او بس نور مو پۀ خدائ (ج) سپارم او په مخه ښه درته وايم ،
دخدای په امان[/quote:fa656bd077]
منلې خورکۍ ته سلام ودرناوی !
ستا مخکينۍ ليکنه مې ډيره خوښه شوې وه، په هيڅ شکل مې پر تاسو د طالبانو د وياندې يا پلوۍ ګمان نه دی کړی . زما ليکنه د موضوع په اړوند ، نه دليکونکې په وړاندې چې تاسې ياست، جدي وه، يعنې پوښتنه مو راته مهمه بريښېدله، څو لوستونکو ته روښانه شي چې که امريکايانو له هغو طالبانو سره چې ګواکې پخپله يې قدرت ته رسولي هم ؤ، د جګړې له پاره پلمې هم لټولې، له ځان او نړۍ څخه که دوی لږ څه مالومات هم لرﻻی، دغسې يوه پلمه به يې هيڅکله امريکا يانو ته په ﻻس نه وه ورکړې !
د يوه نړيوال ترهګر اسامه بن ﻻدن تپل پر يوه ګڼ توکميزه ټولنه لکه افغانستان چې د کورني جګړو په اور کې سوځي، نه د طالبانو حق و او نه يې صلاحيت ! نو د افغان ولس په وړاندې د طالبانو سپاوی او سپين سترګي همدومره ډيره وه لکه څومره چې پرطالبانو باندي القاعدې او اسامه خپل قدر ، عزت او اغيز ه درلود ه.
البته امريکا هم په دې ګرمه ده چې ولې يې طالب غورځنګ لومړی بري ته ورساوه ؟
او بيايې د هغوی جلب او موار پاکستان پلاس کې پريښود او هغوی يې په مشرتابه کې القاعدې ته هم ځای ورکړ . اصلأ طالب او مجاهد د لياقت او اهليت سطحې دا ښودله چې د افغانستان دعدليې له وزارت پرته او د دفاع په وزارت کې د سرتيرو او وړو بطانوله دندو پرته يې نور د هيڅ بل مقام د اشغالولو حق نه درلود او نه به يې ولري ، مګر داچې له ګډوډۍ څخه کار واخلي او د افغان غميزه نوره هم اوږده کاندي! والسلام !
نقاد
26.10.2005
پښتون ځلمي ته سلامونه او نېکې هيلې ! له ځواب څخه دې مننه !
تاسې ښه احساس او جذبات لرئ خو له ليکنو څخه مو څرګنديږي چې تحليل نه کوئ ،د وړاندې فکر او پرمختګ هڅه نه کوئ او ګام په ګام له ستونځو سره مخ کيږئ ٠ ښايي د اند بنسټيز اصول مو د تير ژوند د ساده چاپېريال په غېږ کې نيمګړي يا محدود پاتې شوي وي ٠
[quote:e81fab4610]عجيبه خبرې کوئ ، طالبان څوک پرېږدي چې پۀ ټاکنو کې برخه واخلي . دا خو څرګنده خبره ده چې نن ورځ د افغانستان پۀ امريکايي حکومت کې د مسلمان = طالب = ترهګر = القاعده لپاره هېڅ ځای نۀ شته . [/quote:e81fab4610]
اياد ا خبره په دې معنی ده چې د شورا يا حکومت ټول غړی نامسلمان او کافردي ؟
اوځوانه ما يواځې دا نه دي ليکلي چې [color=white:e81fab4610]طالبان سخت تيروتل چې د انتخاباتو له چانس څخه يې ګټه پورته نکړه[/color:e81fab4610] بلکې په انتخاباتو کې د ګډون ﻻر او امکانات مې هم ورسره ليکلي و چې [color=blue:e81fab4610]ملي روغه به يې کړې وای، [/color:e81fab4610] نو[color=white:e81fab4610] پارلمان به يې اوس پر خپلو استازو ډک کړی واي، ملاتړ به يې په شور او ولس کې زيات شوی وای او سياسي غوښتنې به يې منل کيدای ، پارلماني ، له پارلمان څخه بهرنۍ او وسله و اله مبارزه او جهاد دريواړه به يې سره غبرګ کړی وی، حتمأ به يې په ولس کې عملي پلويان موندلي وای او د ويتنام په څير به امريکايان له افغانستان ځخه هم وتلي وای [/color:e81fab4610]
دغه ده د ورورۍ خبره ، چې مونږ يې طالبانو ورونو ته کوو، تاسو خو لکه دوښمنان د دوستۍ په جامه کې د بربادۍ ﻻر ورښايئ، د سياسي او فزيکي نابودۍ پرته مو پرې هيڅ نه لوريږي ، پر شا يې ډبوئ او د اور لمبو او دنابودۍ کندې ته يې ورټيله کوئ . دوی او يو څو پښتانه چې ژوندي پاتې دي هغوی هم ورسره له منځه وړئ .
او د ټاکلو امريکايانو په اړه همدومره بس دی چې ټاکلي که ټاکل شوي وي که نه په دواړو حالتونو کې بيا هم ټاکلي دي او دواړه په برکې نيسي، ټاکل شوي په کې نه رديږي ، خو که ته يې بيل د ټکل شوي حالت ثبوت لرې، نو عقيدو ته به دې نه پريښوده ، بايد وختي دې وړاندې کړی وای ! دا ﻻندې پړ سيدل او اختراعات دې راته بيځايه او د منلو وړ نه بريښي :[quote:e81fab4610]
تاسو [color=red:e81fab4610]ټاکلو[/color:e81fab4610] ويلي دي او [color=red:e81fab4610]ټاکلي شوو [/color:e81fab4610]مو نۀ دي ويلي ، نو داسې برېښي چې تاسو هم د يو امريکايي چارواکي / وياند غوندې دا وايئ چې ګنې دا کار د نورو امريکايي سرتېرو او مشرانو پۀ نا خبرۍ کې شوی دی . ولې تاسو د امريکانو وياند ياست؟ کۀ نۀ ياست نو څنګه پۀ دومره باور ويلای شئ چې دا کار د يو څو سرتېرو پۀ خوښه شوی دی، ولې به د امريکايانو دفاع کوئ؟ [/quote:e81fab4610]
نور که طالبانو د القاعدې او اسامه بن ﻻدن دوښمني له امريکا سره په خپله غاړه نه وای اخيستې، د امريکا په وړاندې يې د هغوی ترهګرو بريدونو ته پناه نه وای ورکړې او د هغوی پالنه ، سياسي ، ديپلوماتيکه او پوځي ساتنه يې نه کوﻻی، له هيواد څخه يې ويستلي وای نو بيا سمه وه چې طالبانو به [quote:e81fab4610]امريکايان پر افغانستان باندې يرغل ته نه وای اړويستي[/quote:e81fab4610]، خو له دې پورتنيو ناوړو
کارنامو څخه يې ته هم سترګې نشې پټولی ! نو نتيجه به يې دادی ستا په خپله جمله درته ووايم : هو، که تاسو پۀ دې عقيده نه يئ [color=darkblue:e81fab4610]نو خورا د افسوس خبره ده . کۀ څۀ وايم نو هرو مرو به داسې څۀ وايم چې خفه به شئ . کۀ ضرورت شو ، و به يې وايم[/color:e81fab4610]
خو ، نه ! له دليل پرته هېڅ نشې ويلی، که دليل در سره نه و، نو لږ تر لږه خو خپله
خوله تړلې ساتلی شې ! که دې نشوه تړلی، ماتولی خو يې شې !
م ن غروال
26.10.2005
درنو وروڼو سلامونه ومنئ!
واقعيت دا دې چې بدو ته خو چې څوک ښه وايي او ښو ته بد، نو هغه به له کوم فطرت څخه برخورداره وي٠
دا خو نه چا ويلي دي او نه يې هم وايي چې ګواکي امريکايان څه کوي او يا يې کړي دي، نو ښه يې کړي دي ، او که څوک وايي چې نه، ښه يې کړي دي هغه به د غيري ايماني او غير وجداني له منطق څخه کار اخيستۍ وي او يا به هم ٠٠٠٠٠٠٠٠٠!
خو غم تل دلته دي چې د دغو بې شرمانه اعمالو مخ نيوۍ ولې نه ليکو٠ آخر څرنګه به هېواد له دغه بحران څخه راوځي؟ کومو شيانو ته چې ښاغلي نقاد ورور اشاره کړې ده نو د رد کولو به نور څه وي چې سړۍ يې وليکي؟ ځه د نقاد ورور خبرې ټولې غلطې! زه که څه ووايم هغه به مخ تر مخه غلطې وبولم٠
خو اوس تاسو وواياست چې افغانان بايد څه وکړي؟ جګړه؟ ښه ځه جګړه به وکړي، خو په اسلحې که په تش لاس؟
د کوم هېواد او بهر په مرسته او که يوازې او يوازې؟
ځه دا جګړه هم ګټلې ! رهبر به څوک وي وزيران او مشران به څوک وي کوم هېواد به هم وي چې مونږه په رسمياتو وپيژني او که يوازې او يوازې بيا پاکستان جان وي او بس؟
که د ټولې نړۍ پر ضدجهاد اعلان کؤو؟
کومه بهرنۍ سياسي تګ لاره به هم لرواو که ورته اړتيا نشته؟
له چا سره به هم کوم ډول ديپلوماتيکي اړيکي ساتو او که يه؟
د خپلو پولو امن به وکولاي شوتأمين کړو؟
او که اوس په سوله ايزه توګه په حکومت کي ننوتو او خپل غږ مو د حتی په نړېواله کچه خلکو ته ورساوه او ژورناليستي مبارزې او د اسنادو په راټولولو او د حقوقو پروسو لپاره نورې مبارزې مو وکړي جې د بدرنګيو مخ نيوۍ وکړو ښه به نه وي؟
اوس چې پدې مصيبت اوښتي يو بايد د چارې يې معقوله لار ولټؤ٠ دا ګنډه پرته له عقله بل هيڅ قدرت ( جز لخدايه ج) هم نه خلاصولاي شي او نه به يې هم خلاصه کړي٠
دا اوس پاکستان له مونږه افغانانو سره څه کړي؟
او لا تر اوسه يې څه يې راسره وکړل؟
همدا مجاهدين يې د طالبانو په نوم امريکې ته په لاس ورنکړل؟
زمونږ درانه مشران چې د هېواد دسولې لپاره به يې کار کاوه همدا پاکستان ترور نکړل؟
اوس هم ټول د پاکستان مستقيم لاس دي!
مهرباني وکړئ لاړ شئ د نږدې له خلکو وپوښتۍ چې څه وايي٠
دا خو اوږدې خبرې دي چې تل مو ويلي دي او بيا به يې ووايو خو هيڅ څوک نشته چې يوه داسي معقوله لار چې هغه هېواد ته سوله ثبات او امن او سياسي تئوريته راوګرزولاي شي او د بهرنيانو پرته پخپله خپل امن وساتلۍ شي او هېواد مو جوړ کړاي شي او يو قانونې اسلامي اولسواکه حکومت ولرلاي شو، دغو اهدافو ته د رسيدو لپاره يو څو ټکي راته وليکي چې مونږه يې هم په ډګر د زړه له کومې ملاتړ وکړو٠ او که نه پوهيږو چې پرې پوه شو٠
يوازې د پټو سترګو جګړه او هغه هم په تش لاس؟ او پرته له يوې درستې او مناسبې اردو او ځواک؟ له لويديځې نړۍ سره جګړه؟ هسې ځانونه تباه کوؤ او نور خو زه فکر نه کوم چې څه په لاس راشي٠ که راتلاي نو د درو ورځو د B 52 زور ته به چا ځان ټينګ کړۍ واي بس په زرګونه پښتانه ځلميان مو د نامردو ګلمجانو په لاسو مفته په مفته له تيغه تېر کړل شول او بس! او ملا عمر صاحب خداي ج خبر چې د کومې سوړې د خير په غونډۍ کښېناست٠
که نه هر افغان چې خپل حيات په افغانستان کې له لاسه ورکوي د پښتون يو وزر کميږي او ورځ په ورځ يې ملأ ماتيږي٠ او دا ټوله بدبختي د پښتونو پر سرو ده!
بس الله تعالی دې خپله پخپل قدرت او حاکميت او عدل د مونږه افغانانو په چارو کې نوره مداخله وکړي او خداي ج مو دې نور له دغه مصيبته خلاص کړي * آمين*
په درناوې
Helmand
29.10.2005
پتنګ صيب ښي چاري.
مهربانې وکړی دبينوا په انترنټ پاڼه کي دوحشي بنسښپالانو کړه وړه وګورئ چي خپل پښتون, مسلمان افغان هيوادوال يي حلال کړي دئ.
لعنت دي وي پرطالبانواودهغوي پرتالي څټوپلويانو اوپاکستاني بادارانو.
pattang
30.10.2005
هلمند اغا دمېني سلامونه!
دواړه وحشتونه دانسان له عقله لري دي لعنت دي په دواړو وي .
دغه يو وحشت خو زمونږ ګاونډي هيواد چټلستان شروع کړي او سابته هم دي چي په يوه ماين کيښودلو ١٥٠٠٠ کلداري ورکوي او د غريبو په نس وګيو افغانانو سره ئي جهاد شروع کړي دی دا بل ترور دوحشي امريکايانو دی چې دچټلستان په کارو او عمل سترګي پټه وي او خپل پټ هدفونه مخ ته بيا ئي ٠ خبره اوس په مونږ اوتاسوکې ده چې مونږکومه لاره غوره کوو ? او څرنګه په مخ ځو? نه الله کمک کوي او نه بلا ؟؟
زمونږ قصمت زمونږ په خپلو مغزو کې دی ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
[quote:90f86228cf="Helmand"]پتنګ صيب ښي چاري.
مهربانې وکړی دبينوا په انترنټ پاڼه کي دوحشي بنسښپالانو کړه وړه وګورئ چي خپل پښتون, مسلمان افغان هيوادوال يي حلال کړي دئ.
لعنت دي وي پرطالبانواودهغوي پرتالي څټوپلويانو اوپاکستاني بادارانو.[/quote:90f86228cf]