د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اوس مې مړي هم سوځوي

Anonymous
21.10.2005

بیګاه مې دټول افغان په لومړي مخ کې ولوستل چې امريکايي پوځيانوپه کندهار کې دوه تنه افغانان لومړی ټوټې - ټوټې کړي اوبيايې سوځولي .
که ووايم چې ډېر خپه شوم نو داخوبه ډېره بې غيرتي وي اوبل داچې دامريکایانوپه لاسونو دخپلو هيوادوالو په مرګ او درد خپګان ښکاره کول خو دکرزي کار دی يانې کله هم چې امريکايانو موږ وژلي يو هغه خوارکي(کرزي) پرې دتمساح پشان سرښورولی او خوابدي يې ښکاره کړې(خدای دې دغه بې غيرته او ضميره ولس مشر زر ترزره دځمکې تل ته ورسوي) نه پوهېږم چې دخپل زړه درد څنګه وليکم ولې چې زه ليکوال نه يم خو له تاسې درنو ليکوالوڅخه هيله کوم چې په دغه موضوع درنې ليکنې وکړئ او هم يې دلته ځواب کړئ.
مننه


Anonymous
21.10.2005

مېلمه وروره (چې ورانه ده له چانه ده) په دې خوټول پوهېږوچې دغه حراميان امريکايان دڅه له پاره راغلي او څوک دي؛ له هغوی نه هيڅ ګليله نشته خو ګيله له هغه چاده چې دامريکايي سپيو دغه ډول کارونو ته ټنکيو ميسټر وايي او .....
هغه وخت دريادکړه چې زموږ يوتن أوړپوړي پوځي افسر خبري رسنيوته وويل چې امريکايانو پرې جنسي تېری کړی؛ خو ولسمشر دې بياهم پټه خوله ناست و(اوداځکه چې کرزي صيب ته خو دغه کاردخوندکار ښکاري) بيايې په باګرام کې په يوه ډله ژباړونکو لس نفري ... وکړ، دښځمنو ترجمانانو ملاوې يې ورماتې کړې خو ستا دې بې غيرته حکمران او هم یوزيات شمېرډالري هيوادوالو هېڅ غوږ پرې ونه ګراوه.

http://us.news3.yimg.com/us.i2.yimg.com/p/ap/20051020/capt.syd80110200839.australia_us_afghanistan_syd801.jpg
داهغه خبريال دی چې نړۍ يې له دغه وحشته خبره کړه



مجيب انګار
21.10.2005

ای وروره مونږهسې ... په خوب وينو،دکرزي خان شل واړه ګوتې په غوړو کې دي ، وايي چې قافله دور خورد خرلنګ پېش آمد کنه نو کرزی خوپه دې ښه پوهېږي چې دی اوپاچاهي.... نوکه اوس خوله وښوروي نونه به يې تاج وي او نه تخت او بله داچې تا يې هغه شنډغر اولنډغر امريکايي ساتونکي نه دي ليدلي؟ په والله چې په رڼا ورځ خو داسمان ستوري ور وښيي . خو داډېرو بې وسو انسانانو پشان به خدای ته لاسونه لپه کړو اودابه ووايو چې خدايه په ولسمشر او نورو هغو يارانو یې چې امريکايي ډول ته ګډېږي هغه کانې وکړې کومې چې په داپورته ليکنه کې ذکرشوي دي چې لږ دخپل ولس له حاله خبرشي.


Anonymous
21.10.2005

داڅه حال دی زمونږ روڼ انديوخو په روژه ،لمانڅه ملا او طالب پسې را اخستې دي او دبشر حقوق ېي بيخې هير کړې دي ؟ دا ولي ؟ دغه روڼ اندي خو دغربيانو ډيره طرفداري کوي او حتی له خپلو بشري حقوقو هم ورته تيريږي دا ولي ؟


م ن غروال
21.10.2005

عزيزيانو سلام!
په نهايت غمجن زړه او دردونکي حالت بايد وليکم!
مونږه په ډيرې لويې بدبختۍ اووښتي يو او بايد چاره يې وکړو٠ چاره دا ده چې نور ځانونه په خپلو لاسو سپک نکړو٠ زمونږ له وسه نور هيڅ هم ندي پوره جز له دعأ!
بايد سياسي کار وکړو او سولې ته را مخ کړو٠ په ټوله نړۍ کي هيڅ څوک به مو غږ
وا نه اوري جز له خدايه ج ! او بس!
ځکه خو تل وايم چې نبايد د نورو په لمسون توپک ته لاس کړو ځکه چې ډير بې وسه يو او کمزوري! څوک به ورته ووايي چې انساني کرامت دې د پښو لاندې کړ!
که مونږه خپل امنيت په خپله وساته او ومو کړاي شول چې خپلې ستونزې په سوله ايزه پخپلو کي حل و فصل کړو او اسلامي اولسواکه نظام مو جوړ کړاي شو نو د ځانو چاره به مو کړي وي او که نه تل به همداسي د پښو لاندي کيږو او کورني او باندني دښمنان به راباندې خوښيږي٠
[color=green:7a34544d1a]الهم حفظنا من شر الظالمين و الکافرين والملحدين و من شر ما خلق* مع جميع الامت رسول الله[/color:7a34544d1a] (ص)* آمين*


Anonymous
22.10.2005

له بده مرغه د کرزي صيب په ډيموکراټ حکومت کې له ډېرو داسې پېښو خبرېږو چې ډيموکراسي راته نوره ببو شوې ده او ترې وېرېږو.
د غروال صيب خبره مې خوښه شوه هيڅ وس نه لرو خو تش په دوعاوو هم نه کېږي، يوازې دوعاوې د تور سرو کار دى . راځئ چې ټولو پښتنو ورڼو ته مشوره ورکړو چې د وخت سره ځان سم کړي او بې جګړې ميدان وګټي. څه شي اړ کړي و چې اوس هم جګړې او ترور کوو؟
راځي چې ټول پښتانه که بهر کې دي همغلته د سولې له لارې خپلې موخې پر مخ بوزو او بهرنيان قانع کړو چې مونږ نه القاعده يو او نه ټرورسټان او که دلته په دننه افغانستان کې يو هم له سوله ايزې لارې مظاهرې وکړو.خولومړى طالبانو وروڼو ته ووايو چې د خداى په خاطر زور مو نه رسي که رسيدى نو روان موټر يې درته وويشتل وس مو ونه رسيدو او بله دا چې هغه ستاسو لارښود فضل رحمان او سميع الحق ولې په خپل هيواد کې ټرورسټي عمليات نه کوي. هغوى خو په مياشت کې دوه ځله امريکې ته ځي.
که ووايم له افغانستان نه هلته هم ښه جوماتونه دي،هم ښه لمونځونه،روژې او نور اسلامي ارکان نو ولې هغوى له تشدد نه کار نه اخلي. ولې عربان په خپل وطن کې ټرورستي حملې نه کوي چې تاسو دلته ملا ورته تړلې ده . زه د اسلام مخالف نه يم خو بايد شعوري راننوزو او په سوله ايزه توګه خپلې موخې تر لاسه کړو. دا چې موږ تل مخالف يو نو تل به همداسې سوزول کېږو، ....کېږو او نور.
هغه وزيران لکه هيواد مل او نورپښتانه چې د دولت په کړيو کې دي بايد خپلو شنو سترګو دوستانو ته ووايي چې له انسانيت څخه کار واخلي.
له خواشينۍ سره
لاروى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more