نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پاکستان له مسلمان ، بيوځلو زلزله ځپلو سره خواخوږي !
نقاد
19.10.2005
د پاکستان د زلزله ځپلو بيګناه وګړو سره خواخوږي لرو او له لوی خدای (ج) څخه ورته له دغه ناورين څخه د ژغورنې دعا کوو. مونږ ددوی پر ځای د پاکستان پرغاصب دولت او حکوت باندې چې دپښتنو حق يې غصب او خوړلی دي له خدای څخه تر دې د ﻻسخت ناورين راتګ غواړو ! والسلام !
belkol
Anonymous
20.10.2005
لومړئ سلامونه کوم اؤ بيا تاسؤ دروند انسان دوسته مشرسره په يؤ غږ امين وايوم اوبې وزلو ته د خداي له طرفه مرسته غواړم ٠ خداي دافغانانو کي يو ريښتيا انسانانوسره مرستيال راومومي چې بېوزله افغانان ځان يوازې ونه ګڼي
Re: د پاکستان له مسلمان ، بيوځلو زلزله ځپلو سره خواخوږي !
کټوازی
15.11.2005
[quote:6ac83f961b="نقاد"]د پاکستان د زلزله ځپلو بيګناه وګړو سره خواخوږي لرو او له لوی خدای (ج) څخه ورته له دغه ناورين څخه د ژغورنې دعا کوو. مونږ ددوی پر ځای د پاکستان پرغاصب دولت او حکوت باندې چې دپښتنو حق يې غصب او خوړلی دي له خدای څخه تر دې د ﻻسخت ناورين راتګ غواړو ! والسلام ![/quote:6ac83f961b]
ښاغلی نقاد صيب ،
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ !
ستاسې غوندې له قلموال او ليکوال څخه د دومره بې پايه بې مسؤليتۍ تمه مې هيڅکله هم نه درلوده ، ځکه چې پۀ دې ستره انساني فاجعه او غمېزه کې هم پرځای ددې چې له لوړ انساني او افغاني احساس او عاطفې څخه ډک پيغامونه او ليکونه وخپلو پاکستاني وروڼو ته ولېږو ، او پۀ دې سخته ورځ کې يواځې پرې نه ږدو دخپل بې سمته سياسي رقابت او عداوت ښوول [color=cyan:6ac83f961b]( او هغه هم د خواخوږۍ پۀ پېغام کې )[/color:6ac83f961b] که له يوې خوا پۀ نړيوال سياست کې زموږ پۀ بې رواجۍ دلالت کوي نو له بلې خوا د انساني احساس ،او بشري عاطفې پر ضد هم واقع کېږي !!!
او بيا هرکله چې موږ لا تراوسه ، له پاکستان سره دپښتونستان الحاق منلی نه دی ، او د پښتو نستان خپلواکۍ غواړو ،نو بيا پۀ کوم دليل وايو چې پاکستان د پښتنو حقوق غصب کړي ، عجيب او غريب دريځ مو دی ،
Re: د پاکستان له مسلمان ، بيوځلو زلزله ځپلو سره خواخوږي !
Anonymous
15.11.2005
[quote:299182df40="نقاد"]د پاکستان د زلزله ځپلو بيګناه وګړو سره خواخوږي لرو او له لوی خدای (ج) څخه ورته له دغه ناورين څخه د ژغورنې دعا کوو. مونږ ددوی پر ځای د پاکستان پرغاصب دولت او حکوت باندې چې دپښتنو حق يې غصب او خوړلی دي له خدای څخه تر دې د ﻻسخت ناورين راتګ غواړو ! والسلام ![/quote:299182df40]
ژوند ژوند ژوند نقاد صاحب ! داصيل افغان بچی.
مړ دی وی گوداگيان !!!
کتوازی دلته څه غواړی؟ننگ پر هغه افغان چه پنجابيانو ته خدمت کوی.
نقاد
15.11.2005
ښاغلي کټوازی صيب عليکم سلام و رحمت الله و برکاته !
اصلأخو له ١٩٤٧ راهيسې د پاکستان په جوړيدو سره پر مونږ باندې ملي ناورين ددغه هيواد له ﻻسه دوام موندلی چې د پښتنو پر حق يې خېټه اچولې ده ، او څوک کله پښتون پاتې کيدای شي چې دغه ظلم د يوې شيبې له پاره هم هير کړي ، او که ددې وروستيو ٢٧ کالو ناورينونو شننه وکړو په ريښه کې دهمدغه ستر ې فاجعې زيږندې دي چې د وطن له تنې څخه مو نيمه تنه د پنجابي حاکميت تمساح له خولې څخه تيره کړې او غواړي د نورو ناورينونو په مرسته زمونږ د هيواد دا پاتې تنه هم تيره کړي .
داچې مونږ سره له دې هم دپاکستان د خلکو او بيوځلو وګړو سره زړه سوی ، خواخوږي او نيک عواطف ښيو، د ښه ګاونډيتوب ، اسلامي ورورۍ او بشري
پيوستون هغه لوړ ارزښتونه دي چې افغان ولس يې لري، او له همدې امله زما دغه جمله بندي هم د درک وړ ده چې [color=white:5235641a42](( د پاکستان د زلزله ځپلو بيګناه وګړو سره خواخوږي لرو او له لوی خدای (ج) څخه ورته له دغه ناورين څخه د ژغورنې دعا کوو)) [/color:5235641a42]او ددې سره جوخت يې پر هغه دولت چې له پيدايښت راهيسې يې تر نن ورځې پورې يوه شيبه هم دې ته نه دی تيار شوی چې زمونږ خاوره پر مونږ وسپاري ، له الله تعالی څخه د بي سارې سختې وژونکې ساعقې غوښتنه کوو ، آمين يا رب العلمين .
د ښاغلي اصيفي له خوا د همدغه دريځ تاييد د ټولو پښتنو له پاره تپيک بولم او مننه ترې کوم چې په دې جملو يې تاييد کښلی دی:
[color=white:5235641a42]لومړئ سلامونه کوم اؤ بيا تاسؤ دروند انسان دوسته مشرسره په يؤ غږ امين وايوم اوبې وزلو ته د خداي له طرفه مرسته غواړم ٠[/color:5235641a42]
خو تاسې خپله دا ادعا څنګه ارزوئ چې په ظلم سره يو مسلم حق غصب شوي وي ايا دهغه حق بيرته غوښتنه بايد ونشي ؟ او که غوښتنه يې کيږي او ورکول کيږي نه ، هغه حق بيا غصب شوی ونه ګڼل شي؟ ستاسو دا ﻻندينۍ ادعا نو څه وايي؟ :
[color=yellow:5235641a42](( او بيا هرکله چې موږ لا تراوسه ، له پاکستان سره دپښتونستان الحاق منلی نه دی ، او د پښتو نستان خپلواکۍ غواړو ،نو بيا پۀ کوم دليل وايو چې پاکستان د پښتنو حقوق غصب کړي ، عجيب او غريب دريځ مو دی ))[/color:5235641a42]
نقاد
15.11.2005
[quote:6549663371]د زلزلی له کبله خو ډير انسانان مړه شول ، په هغوی کی ماشومان ، ښځی او نور بيګناه او بي ازاره انسانان هم وو ، د هغوی ګناه څه ده چی ته ورته ګوډاګی وای او مرګ ورته غواړی ؟ [/quote:6549663371]
کوشانه وروره د موضوع شنل ښه دي نه شيړل :
١ ـ ميلمه ورور زلزله ځپلو ته يو منفي توری هم نه دی ليکلي .
٢ـ هغه په يوه کلمه هم د لرې پښتونخوا پښتانه نه دي ښودلي چې ګواکې د پنجابيانو خدمت کوي . داانګيرنه ستاسو خپله ده، بلکې هغه له هغو افغان تبعه پښتنو څخه سر ټکوي چې د پښتونستان په مسله کې د پنجابيانو دريځ دبښنې وړ بولي او يا يې لنګه (پلوی) کوي . په عامه توګه د ميلمه دغه ګيله پرځای او سمه ده ، او څنګه چې په مشخصه توکه يې د چا نوم هم نه دی اخيستی ، نو ځکه د تاييد وړ بريښي . له دې پلوه ستاسې دغه انديښنه پرځاي نه بريښي چې :
[quote:6549663371]نو که ته نور په دې ملامتوی چی هغوی پنجابيانو ته خدمت کوی ، نو بيا دوی به تاسي ملامت کړی چی تاسي شماليوالو ته خدمت کوی ،[/quote:6549663371]
شماليوال زمونږ د وطن وطني ورونه دي . خو پنجابيان ، په تيره بيا سياستوال يې
نه يواځې زمونږ وطنوال نه دي، بلکې زمونږ د هيواد او هيوادوالو دښمنان دي .
[quote:6549663371]زه نپوهيږم چی دا د انسان ژوند تاسي ته سومره ارزښت لري ؟ [/quote:6549663371]
زه هم نه پو هيږم چی دا پوښتنه تاسو ولې او دچا د ليکنې په تړاو کړې ده ؟ نه د ميلمه او نه هم زما په ليکنه کې داسې څه شته، خو که د پنجابيانو په کومو افغاني خدمت کونکو د (( مرګ دې وي)) شعار مو مطلب وي، نو که مقدمات يې په افغانستان کې موجود وي بيانو دپنجابيانو د سياسي افغاندوښمنو خدمتګارانو په مرګ به د چا خوا بده شي ؟ ستا سې خوابه پرې بده شي ؟
[color=blue:6549663371]بحث د احساساتو خواته وړل نه دي په کار
............................................................. وشنئ خبرې ، خو شيړل نه دي په کار !
شته چې ساړه سر کې ، په توده سينه کې نشته :
........................................................... عقل په تودوخه ترې ويستل نه دي پکار[/color:6549663371]
کټوازی
16.11.2005
بې هو يته مېلمه : زۀ هم وايم چې مرګ دې وي پر هغه چا چې د پر ديو تالۍ څټي !خو داچې زما نوم مو پۀ پوښتونکې توګه رامخې کړی ،نو ځکه مو دا لاندې بې ثبوته کلمات نېغ پۀ نېغه ماته متوجه کېږي ، او پۀ دې توګه غواړئ چې موضوع پۀ يوۀ بې پته غوبل او شخصي نانداريو بدرګه کړئ ، خو د سترګو توره پۀ ياد يې لره چې دې ناولي خوب ته دې دلته تعبير نه سې لټولای !!!
[quote:c2aae29e77]ژوند ژوند ژوند نقاد صاحب ! داصيل افغان بچی.
مړ دی وی گوداگيان !!!
[color=white:c2aae29e77]کتوازی دلته څه غواړی[/color:c2aae29e77] ؟ننگپ ر هغه افغان چه پنجابيانو ته
خدمت کوی[/quote:c2aae29e77]
ښاغلی نقاد صيب ، سلا مونه او ښې چارې !
[quote:c2aae29e77]اصلأخو له ١٩٤٧ راهيسې د پاکستان په جوړيدو سره پر مونږ باندې ملي ناورين ددغه هيواد له ﻻسه دوام موندلی چې د پښتنو پر حق يې خېټه اچولې ده ، او څوک کله پښتون پاتې کيدای شي چې دغه ظلم د يوې شيبې له پاره هم هير کړي ، او که ددې وروستيو ٢٧ کالو ناورينونو شننه وکړو په ريښه کې دهمدغه ستر ې فاجعې زيږندې دي چې د وطن له تنې څخه مو نيمه تنه د پنجابي حاکميت تمساح له خولې څخه تيره کړې او غواړي د نورو ناورينونو په مرسته زمونږ د هيواد دا پاتې تنه هم تيره کړي . [/quote:c2aae29e77]
د خواشينۍ ځای دی چې تر اوسه موږ افغانان دې ته تيار نه سو ،چې خپل سياسي اشتباهات و منو ، موږ هر وخت کوښښ کړی ، د افغانستان د تباهۍ او بر بادۍ پړه ،پۀ تمامه مانا پر نورو ورواچوۀ ، چې د يوۀ ملت پۀ توګه دا زموږ پۀ بې پايه سياسي ناپوهۍ او نا اګاهۍ دلالت کوي !
هو دا له ياده نۀ شي ايستل کېدای چې ، پاکستان پۀ سياسي ډګر کې له افغاستان سره پۀ ټکر کې پاته شوی ، او ښايي پۀ فرصت کې يي د خپل سياسي غچ پۀ اخيستلو هم سرپه نه وي کړې ،اما تحليل بايد پۀ يو اړخيز او سطحي ډول و نه شي ، که د ګران هېواد دې هراړخيزې تباهۍ ،بربادۍ او بې پايه بې پتۍ ته د واقعيت او عدالت له درېڅې او زاويې څخه وګورو ،او د سياسي ،نژادي ،سمتي او ژبني اغېزو تر تاثير لاندې را نه شو ، نو د افغان ملت فرد ،فرد د افغان د درپۀ درۍ ،بې کورۍ ،بې پتۍ ،ورکې او سپکې مجرم دی ، چې هيڅ او بېخي تشريح ته اړتيا نه لري ، نو ځکه پۀ زغرده وايم [color=cyan:c2aae29e77]( دا يو داسې تاريخي واقعيت دی ،چې نه پرې د زمانې توپانونه او ګردشونه خاورې اړولای شي او نه پرې څوک سترګې پټولای شي ، چې د افغان د درپر درۍ ، بې کورۍ ،بې پتۍ ،سپکې او ورکې ناورينونه تل پخپله د افغان د سختې او بې پايه سياسي بېلارۍ او ناپوهۍ له ګېډې را زېږېدلي !!!)
[quote:c2aae29e77][/color:c2aae29e77]داچې مونږ سره له دې هم دپاکستان د خلکو او بيوځلو وګړو سره زړه سوی ، خواخوږي او نيک عواطف ښيو، د ښه ګاونډيتوب ، اسلامي ورورۍ او بشري
پيوستون هغه لوړ ارزښتونه دي چې افغان ولس يې لري، او له همدې امله زما دغه جمله بندي هم د درک وړ ده چې (( د پاکستان د زلزله ځپلو بيګناه وګړو سره خواخوږي لرو او له لوی خدای (ج) څخه ورته له دغه ناورين څخه د ژغورنې دعا کوو)) او ددې سره جوخت يې پر هغه دولت چې له پيدايښت راهيسې يې تر نن ورځې پورې يوه شيبه هم دې ته نه دی تيار شوی چې زمونږ خاوره پر مونږ وسپاري [color=indigo:c2aae29e77]،له الله تعالی څخه د بي سارې سختې وژونکې ساعقې غوښتنه کوو ، آمين يا رب العلمين[/color:c2aae29e77] . د ښاغلي اصيفي له خوا د همدغه دريځ تاييد[color=white:c2aae29e77] د ټولو پښتنو له پاره تپيک بولم او مننه [/color:c2aae29e77]ترې کوم چې په دې جملو يې تاييد کښلی دی:
لومړئ سلامونه کوم اؤ بيا تاسؤ دروند انسان دوسته مشرسره په يؤ غږ امين وايوم اوبې وزلو ته د خداي له طرفه مرسته غواړم[/quote:c2aae29e77]
ايا تاسو ددې اداراک لرئ چې ::
پۀ دې سخته ورځ هم د خپل بې سمته سياسي رقابت او عداوت ښوول[color=cyan:c2aae29e77] (او هغه هم د خواوږۍ پۀ پېغام کې )[/color:c2aae29e77] دلوړ انساني احساس ،بشري عاطفې ،افغاني او پښتني ارزښتونو پۀ ضد عمل دی ، چې د يوۀ بې فرهنګه ملت د ناوړه اوپوچې ملي روحيې پۀ ناوړه او انسان ضد ارادو دلالت کوي !!!
[quote:c2aae29e77]خو تاسې خپله دا ادعا څنګه ارزوئ چې په ظلم سره يو مسلم حق غصب شوي وي ايا دهغه حق بيرته غوښتنه بايد ونشي ؟[/quote:c2aae29e77]
دا بېخي پر ځای نه برېښي ،که ووايو چې پاکستان د زور له لارې ،پښتونستان خپله برخه ګرځولې ،ځکه چې ددې بې ثبوته او چټي ادعا برعکس، د پاکستان تر جوړېدا (١٩٤٧/٨/١٤) نږدې پنځه پنځوس کاله پخوا( پۀ ١٨٩٣/١١/١٢ زېږديز کال کې ) د پښتنو ځينې پراخه علاقې چې د شمالي پاکستان څخه پيلېږي ،او پۀ بلوچستان کې د ايران، پاک افغان پر پوله پای ته رسېږي ،د بريتانوي هند د هندي چارو د مشر موتمر ډېورنډ پۀ لاس د بريتانوي هند او امير عبدالرحمان تر منځ د يوې معاهدې او لوظنامې پر بنسټ پۀ بريتانوي هند کې شاملې شوې چې تردې پخوا دې ته د ورته معاهدې له مخې پۀ شمالي افغانستان کې د افغانستان ډېرې پراخه غريزې سيمې د ستر پامير پۀ نامۀ پۀ پخواني شوروي اتحاد کې هم شاملې شوې وې ( که څۀ هم چې نوموړو معاهدو له هر پلوه يوه تحميلي بڼه لرله ،اما پرد ې تړاؤ له داواړو خواو رسما اسناد تبادله شوي دي )
[quote:c2aae29e77] و که غوښتنه يې کيږي او ورکول کيږي نه ، هغه حق بيا غصب شوی ونه ګڼل شي؟[/quote:c2aae29e77]
لکه څرنګه چې ځينې خلک باور لري ، دپښتونستان معاهدې سل کاله وخت درلود ، نو پۀ همدې اساس نوموړې معاهده بايد پۀ ١٩٩٣/١١/١٢ نېټه پای ته رسېدلې وای ، خو اوس تاسې وواياست چې پۀ نوموړې سنه کې ١٢ کاله پخواز موږ سياسي او ملي موقعيت څرنګه وو؟ ملي دولت مو درلود ؟ ايا پۀ هغې بدترينې سياسي ترينګلتيا کې چې سياسي او ملي وجود مو پۀ ٧٠ جنګي تنظيمونو او ګوندونو وېشلی وو ،دې ته زمينه مساعده وه چې نوموړې ملي،حقوقي او تاريخي مسله مو راپورته کړې وای ؟ اوکه بيا تاسې دا واياست ،چې که ملي دولت مو نه درلود ، زۀ او تۀ خو وو! او که بيا ما او تا هم دا وړۍ نه سوای شړۍ کولای ، پۀ زرداديانو ، دوستميانو ، مسعوديانو ، شاړيانو او شعله يانو خو مو کوڅې ډکې وې ، هغوئ کولای سوای چې پۀ د نوموړې ملي مسالې تر څنګ يې پۀ ځينو نورو ملي او بين المللي مسالو او معاملو د افغان ملت د ملي دريځ نمايندګي او استايتوب وکړی !!! او که بيا دا هم نه واياست ، نو لطفا روښانه يي کړئ پۀ کوم وخت کې موخپله دا حقوقي او ملي مسله راپورته کړې ؟ ؟؟
[quote:c2aae29e77] [color=white:c2aae29e77]ستاسو دا ﻻندينۍ ادعا نو څه وايي؟ [/color:c2aae29e77]:
(( او بيا هرکله چې موږ لا تراوسه ، له پاکستان سره دپښتونستان الحاق منلی نه دی ، او د پښتو نستان خپلواکۍ غواړو ،نو بيا پۀ کوم دليل وايو چې پاکستان د پښتنو حقوق غصب کړي ، عجيب او غريب دريځ مو دی [/quote:c2aae29e77]
هو ! زۀ د پښتنوملي دريځ ته ځکه ايارېنېږم ، چې له يوې خوا پۀ پاکستان کې خپل ملي ، سياسي ،فرهنګي او ژبني حقوق غواړي ،او له بلې خوا يې د وجود او ورسره له خپل الحاق څخه منکېرېږي !!! تاسې واوياست عجيب او غريب دريځ نه دی !!؟؟
همدا ډول د هغوا فغانانوپۀ ملي دريځ هم شکمن يم ، چې د خپلو شومو سياسي اهدافو د لاس ته راوړلوپۀ موخه د پښتونستان پۀ معامله کې پر پاکستان له سخت ملي دريځ څخه ګوزارونه کوي ، ياني پۀ افغانستان کې پۀ سلوکې د ٧٢ % سلنې پښتنو د حقوقو پۀ غوښتونکو د ملي يوالي او ملي وحدت د ماتوونکو نوم ږدي، او پۀ پاکستان کې د ١٤% سلنې پښتنو غم لېوني کړي دي او تر دې نارې لاندې د Persianization و غلبې او سلطې ته لار هواروي چې پۀ خپلو دغو شومو پلانونو او پروګرامو نوکې بريالي هم دي[color=cyan:c2aae29e77](مو خه مې شمال ټلواله او د هغوئ تالي څټي پښتانۀ دي)[/color:c2aae29e77]
Anonymous
16.11.2005
کتوازيه! دمياشت پای نژدی کيژی او دآی اس آی غداران تا ته انعام او جايزه هم در کوی. ستا تبليغات دپشتنو په منخ کی ډير اغيزناک تمام شويدی.اطمينان درته درکوم چه په دی نژدی وختو کی د کابليانوشمال او جنوب پښتانه د يو بل په ضد ټوپک به اخلی. په در نښت
ستا مشر يعنی آی اس آی سر کاتب په صوبه سرحدکی
نقاد
16.11.2005
[quote:798f5b7cf8]هو دا له ياده نۀ شي ايستل کېدای چې ، پاکستان پۀ سياسي ډګر کې له افغاستان سره پۀ ټکر کې پاته شوی ، او ښايي پۀ فرصت کې يي د خپل سياسي غچ پۀ اخيستلو هم سرپه نه وي کړې ،اما ... ( دا يو داسې تاريخي واقعيت دی ،چې نه پرې د زمانې توپانونه او ګردشونه خاورې اړولای شي او نه پرې څوک سترګې پټولای شي ، چې د افغان د درپر درۍ ، بې کورۍ ،بې پتۍ ،سپکې او ورکې ناورينونه تل پخپله د افغان د سختې او بې پايه سياسي بېلارۍ او ناپوهۍ له ګېډې را زېږېدلي !!!)[/quote:798f5b7cf8]
ښاغلی کټوازی صيب سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ !
بحث په هغه ملي ناورين دی ، پر بل نه دی، چې د انګليسي استعمار چيانو له ماتې او وتلوڅخه وروسته هم د پښتنو په سيمو کې د پاکستان له خوا تر نن ورځې پورې وغځيد،سره ددې چې دغيور فغنستان حکومتونو د شاه محمود خان او بيا په تيره د سردار محمد داود خان د صدارت په دورو کېاغانستان ته ددغې خاورې د بيرته سپارلو غوښتنې ان د سياسي اړيکو تر خړپړتيا پورې کړي او د دادود خان په وخت کې وسله وال ټکر هم د پنجابي چيواړيانو د حکومت سره منځته راغلی و. په داسې حال کې چې پښتنو د خپلې ازادۍ له پاره د هند او پاکستان په ازادۍ کې د اسلامي او هندي پنجابيانو څخه زيات جنګيدلي او سختې قربانۍ يې ورکړي دي ! د پنجنابي
مسلمانان سره دا يکي تر هرڅه زياته وه چې پښتنو ورسره د اسلام په نامه وکړه، نو بيا دغه سپن سترګو تورسنټو چيواړيانو ددې دپاه څه حق درلود چې له خپلې ازادۍ وروسته پښتانه يوه شيبه هم خپل غلامان وساتي اود اسلام پرنامه يې پرخاوره خېټه واچوې ؟
د خپلې خاورې د ازادۍ غوښتنه تش [quote:798f5b7cf8](( سياسي رقابت او عداوت ښوول )) [/quote:798f5b7cf8]د موضوع اهميت راټيټول دي . يو هيواد چې د پاکستان په څير په وروستيو ٢٧ کالو کې د افغا ملت پر مرۍ باندې د خواخوږۍ په نامه چاړه راکښله او د روسي او امريکايي ځواکونو په زور يې زمونږ سوله ييز هيواد پر کنډواله بدلاوه ، ولې يې لږ تر لږه د هغې خواخوږۍ له وړ تيا څخه ونه کاږو چې د مسلمان اوبي ګناه لزله ځپلي ولس سره يې لرو ؟ دېته مونږ څه اړتيا لرو چې د حقيقت په څرګندولو کې هم د دولت په څير له دپلوماسۍ څخه کار واخلو او د هغه دوښمن پر هغو مظالمو لاپسې سترګې پټې کړو ، چې د پښتنو د حقه ملي حقوقو په وړاندې يې تل تر سره کړي دي ؟
بيشکه چې د پښتونستان غوښتنه هر پنجابي سياستوال ته هم [quote:798f5b7cf8]دلوړ انساني احساس ،بشري عاطفې ،افغاني او پښتني ارزښتونو پۀ ضد عمل [/quote:798f5b7cf8]بريښي او له دې پرته چې ستاسو په څير يې [quote:798f5b7cf8]د يوۀ بې فرهنګه ملت د ناوړه اوپوچې ملي روحيې پۀ ناوړه او انسان ضد ارادو دلالت [/quote:798f5b7cf8]وبولي ، بله پلمه ورته نه پاتې کيږي ، چې د پاکستان د دولتي مشرۍ پښتوندوښمنه ناخوالې پرې پټې کاندي !
[quote:798f5b7cf8]دا بېخي پر ځای نه برېښي ،که ووايو چې پاکستان د زور له لارې ،پښتونستان خپله برخه ګرځولې ،ځکه چې ددې بې ثبوته او چټي ادعا برعکس، د پاکستان تر جوړېدا (١٩٤٧/٨/١٤) نږدې پنځه پنځوس کاله پخوا( پۀ ١٨٩٣/١١/١٢ زېږديز کال کې ) د پښتنو ځينې پراخه علاقې چې د شمالي پاکستان څخه پيلېږي ،او پۀ بلوچستان کې د ايران، پاک افغان پر پوله پای ته رسېږي ،د بريتانوي هند د هندي چارو د مشر موتمر ډېورنډ پۀ لاس د بريتانوي هند او امير عبدالرحمان تر منځ د يوې معاهدې او لوظنامې پر بنسټ پۀ بريتانوي هند کې شاملې شوې [/quote:798f5b7cf8]
اشنا دا عذرخو تر ګناه بدتر دی، ځکه د هيليو بچيو ته غوټې ورکول ګټه نه لري : انګليسانو يو جبري تړون او هغه هم د خپل يړ ګوډاګي ﻻسپوس لکه امير عبدالرحمان سره څه او څومره اعتبار لري ، او بيا د ډيورن د کرښې دواوړو غاړوته پراته افغان ولس دغه فرضي کرښه هيڅکله هم نه ده منلې . پداسې حال کې چې له انګليس څخه د استقلال په ګټلو سره ټول استعماري تړونونه رسمأ او عملأ ملغا اعلان شوي دي ، او بيا پاکستان څوک دی چې د انګليسي استعمار د وارث په توګه د افغانستان پر خاوره دعوه کړې او خيټه يې پرې اچولې ده ؟
دا رښتيا ده چې اوس مونږ په مادي ، تخنيکي، پوځي او سياسي لحاظ ډير کمزوري يو، او په دې کمزورۍ هم پنجابي دوښمانو اخته کړي يو، ولې دومره خو
د پنجابيانو دغه تورسنټی ، مردود چيواړي دولت پر دې پوهول غواړو چې :
[color=brown:798f5b7cf8]ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مکړه
.......................................................... زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ يم ![/color:798f5b7cf8][quote:798f5b7cf8] او که بيا ما او تا هم دا وړۍ نه سوای شړۍ کولای ، پۀ زرداديانو ، دوستميانو ، مسعوديانو ، شاړيانو او شعله يانو خو مو کوڅې ډکې وې ، هغوئ کولای سوای چې پۀ د نوموړې ملي مسالې تر څنګ يې پۀ ځينو نورو ملي او بين المللي مسالو او معاملو د افغان ملت د ملي دريځ نمايندګي او استايتوب وکړی !!! او که بيا دا هم نه واياست ، نو لطفا روښانه يي کړئ پۀ کوم وخت کې موخپله دا حقوقي او ملي مسله راپورته کړې ؟ ؟؟ [/quote:798f5b7cf8] د غازي امان الله خان هڅې ، تر ١٩٤٧ پورې د پښتنو وسله والې او سياسي مبارزې دانګليس پر ضد ، د خداي بخښلي خان عبداغفار خان د مبارزي دوام له ١٩٤٧ وروسته هم ، د شاه محمد خان او په ځانګړې توګه د محمد دواود خان نړيوالې سياسي هڅې او ن پوځي ټکر له پاکسان سره ، دا ټولې پيښې د تاريخ په زړه ﻻ تودې پرتې دي!
[quote:798f5b7cf8]هو ! زۀ د پښتنوملي دريځ ته ځکه ايارېنېږم ، چې له يوې خوا پۀ پاکستان کې خپل ملي ، سياسي ،فرهنګي او ژبني حقوق غواړي ،او له بلې خوا يې د وجود او ورسره له خپل الحاق څخه منکېرېږي !!! تاسې واوياست عجيب او غريب دريځ نه دی !!؟؟[/quote:798f5b7cf8]
دا دپاکستان په داخل کې د يو شمير پښتنو برحقه غوښتنه ده : لکه څنګه چې پاکستان د نوموړو حقوقو تامين د خپلې پنجابي ولکې سياست ته تاوان بولي او نه يې ورکوي، دغسې يې لر پښتانه د خپل ملي هويت له پاره او ملي ازادۍ ته درسيدو په ﻻرې کې لوی ګام بولي او حتمأ به يې غواړي ! ولې دا بيا تر اټکه پورې دافغانستان د خاورې د بشپړتيا د غوښتنې جز نه دی او نه دهغی ځای نيسي ! يا به پاکستان د افغانستان سره ورورۍ ته غاړه ږدي او افغاني پښتنه خاوره به پرې بي قيد او شرطه سپاري ، چې البته د افغانستان وروري هم د پاستان له پاره د هر خارجي جاوز په وړاندې د يو فوﻻدي سپر نه کمه نده ، او يا به دغسې دوښمنانه سياست ته دوام ورکوي ، دلفغانستان حق به په زوراو ظلم سره خوري او د هر امکان په صورت کې به يې سر دافغاني تورې د خرپ ﻻندې راځي ! که خدای کول ، والسلام !
Anonymous
16.11.2005
ياره نقاد صاحب تاسو خو يو لوی مورخ او عالم ياست.زه عالم پښتون سره ډيرمينه لرم .په ډيردرنښت
Anonymous
16.11.2005
هغه غريب څه کوې خو څو کلدارې به يې ور کړې وي ٠ خو شحالي خو ستا ده وروره
چې جيبونه دي له ډالرو ډک دي ?٠
ستا شيخ الحديث يو غټ تاريخي حقيقت يا پټ کړې اويايې هير کړې دی :
د افغانستان د بربادي علت د يحيا کورنۍ دی چې د خپل حکومتونو په دوره کې به يې ټول خپل عسکري نفر په شوروي کې روزل او هم 80% تجارت او اقتصاد
د افغانستان دشوروي په لاس کې وه ٠ حتی په دې اندازه چي د ناتو دهيوادو هيئتونود مزار شار نشوی کتلي ٠
دقبائلو پيسي چې ديحيا کورنۍ د پښتونستان په نوم اخستي هغه ټولې د kgb
پيسې وي او دداود خان شخړه په کنړو کې له پاکستان سره د kgb او خروسچوپ عزم وو،خو هلته بيا افغاني عسکرو خپل پرتګونه ډک کړل او دا ځکه چې دا عمل يوملې حرکت نوو او دپرديو په اشاره يو بي پلانه کار وو او هغه وو چي پنجاپيانو دصوات نوابي رانه لاندې کړه ،چې زما اوس هم خپل هډوکې ورته خوږيږي ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ .
[quote:baee8d5d41="Anonymous"]کتوازيه! دمياشت پای نژدی کيژی او دآی اس آی غداران تا ته انعام او جايزه هم در کوی. ستا تبليغات دپشتنو په منخ کی ډير اغيزناک تمام شويدی.اطمينان درته درکوم چه په دی نژدی وختو کی د کابليانوشمال او جنوب پښتانه د يو بل په ضد ټوپک به اخلی. په در نښت
ستا مشر يعنی آی اس آی سر کاتب په صوبه سرحدکی[/quote:baee8d5d41]
نقاد
16.11.2005
[quote:039cfa55c9]د افغانستان د بربادي علت د يحيا کورنۍ دی چې د خپل حکومتونو په دوره کې به يې ټول خپل عسکري نفر په شوروي کې روزل او هم 80% تجارت او اقتصاد
د افغانستان دشوروي په لاس کې وه ٠ حتی په دې اندازه چي د ناتو دهيوادو هيئتونود مزار شار نشوی کتلي ٠ [/quote:039cfa55c9]
[color=white:039cfa55c9]
پتنګه په زړه تنګه ، بحث کوه خو بي له جنګه ! پتنګه په زړه تنګه !
ســــــــــــــــلام او نيکې زما ومـــــــــــــنه بي درنګه ! پتنګه په زړه تنګه ![/color:039cfa55c9]
١ـ سمه نه ده چې ديو مشخص سياستوال پر سياست د يحي ټوله کورنۍ په دې هدف ولړو چې د همغه مشخص سياستوال پړه پټه يا محدوده کړو او د نورو پر اوږو يې وغرځوو :
٢: ستاسې مقصد د مرحوم شهيد محمدداودخان خود سرانه ولي دملي سياست نيمګړياوې دي، خو نه پو هيږم چې هغه ولې ان د يحی د کورنۍ په ټوله کورنۍ غورځول غواړئ، حال داچې داود خان د خپل بادشاه ظاهر خان څخه هم کله د خپلې سياسي تګ ﻻرې په اړه پوښتنه قدرې هم نه کوله !
٣ ـ شوروي ته د پوځي او غير پوځي تحصيلاتو له پاره افغاني ځلميان ليږل د داود خان د صدارت له وخته پيل شوه او وروسته د يوه ساسي توازن د ساتلو له پاره دوام وموند .
٤ ـ ايا داود خان ملي سړې او کارونه يې ملي نه و، که و نو دپښتونستان سياست يې ولې غير ملي او د شوروي غوښتنه بولئ ؟ د شوروي ملاتړ د پښتونستان د سياسي
مسلې د رامنځته کولو په ښو شرايطو کې شميرلي شو ، خو نه دهغې لامل يا علت .
د داود خان خپله تربيه ملت پاله وه ، خو د پاکستان سره يې د ټکر مادي (اقتصادي)
ځواک نه درلود او ن هيې ددغسې يوې جګړې اړينه تجربه لرله . دايله جارۍ جګړه
چې تايې ماتې ته اشاره کړې ده د همدې بي تجربه ګۍ يوه پايله وه . دغسې يو ﻻزم اقتصادي ځواک ﻻ ان د کارمل او نجيب د حکومت په دورو کې پخپله شورويﻻهم نه درلود چې ازاد قبايل پرې د پاکستان پر ضد راواړوي . او جګړه په تشو ﻻسونو او د خلکو د لوږي په صورت کې دوام نشي موندلی ! له پاکستان سره جګړه دومره مرستې غواړي لکه څومره مرستې چې د جهاد په کلونو کې له مجاهدينو سره شوې وې .ځکه هغه مالونه او خوراکي مواد او عايدات چې له پاکستان څخه قبايلو ته پلاس ورځي پر هغوي قطع شي، نه يواځې داچې جګړه به وشي کړاي بلکې عادي ژوند ته به هم دام ورشي کړاي .
٥ـ دغه رازشمالي سيمو ته د لويديځوالو تګ هم دداود خان د صدارت له وخته ناممکن شوي ؤ او دوام يې موندلی و. والسلام !
Anonymous
16.11.2005
نقاد خانه خانه سلام در واخله ! په زړ ه خو ته هم په تنګ يې چې يو مضمون دوه واره
راليږې، خو دا دومره مهمه نده .
وروره ستا ليتيرار ې ليکنې ديوه رومان په ډول ډيرې ښې دي خو افسوس چې ځني ليکني دي سياسي سينګولاريتيت لري ٠
زماليک ښه ولونه او بيا ديوه منيجر وظيفه او کار هم له نظره تير کړه او بيا قضاوت وکړه ٠ زه په زړه تنګ نيم خو ډير وخت په چيټي شيانو ضايع کيږي او دحل لاره څوک نه پيژني اودرک کړی يې هم نده ٠ دومره لنډ
د پښتنولي په مينه پتنګ
Anonymous
17.11.2005
د اي ايس اي ګوډاګيان پۀ ټول افغان کي پخپله رسوا کيزي ،کټوازيه اوس نو ټولووپيژندلې چې مخ دي دکتو نه دی ، ولي لا نه شرميږي ؟
د نقاد پۀ افغانيت هم افسوس چي لا د يوه افغان په توګه دي معرفي کوي يعني لکه چي تۀ ريښتيا هم يوريښتينی افغان يي نو ځکه دي دی د يوه افغان په صفت در سره بحث وکړي
په مينه او ادب : سنګر يار
Anonymous
17.11.2005
سنګر ياره ، وروره ! ليکنه دې وړه ده خو په تول پوره ده ، خو د نقاد صيب ليکنه لږ په ځير سره وګوره ،چې دغه د پنجاب ګوډاګی ته ئي څه ليکلي دي ، او انتظار وباسه چي دغه د پنجاپ کوډاګئ اوس ورته څه ليکي ،
ستا او دنورو اصلي افغانانو د ملي سنګر مل :
سنګر مل
Anonymous
17.11.2005
[quote:51ef9d690f="سنګر يار"]داي ايس اي د ګوډاګيانو ليکني ولي نهړنګوي چي زماپه واقعيت ولاړه ليکنه دي راته ړنګه کړه ؟
ستا دبينايي په هيله[/quote:51ef9d690f]
دا کار د ګوډاګيانود ملاتر په خاطر کيژی .
نقاد
17.11.2005
درنو ، ګرانو او خوږو پښتنو ورونو ! سلامونه ، سلامونه او سلامونه !
هيله ده زيار وباسئ د تور لګولو پر ځای تل له دليل او استد ﻻل څخه کار واخلئ !
په بحث کې بي دليله حقيقت ويل هم سم نه دي، بلکې په دليل او استدﻻل ثبوت او مدلل حقيقت بايد هدف وي ، نه د يوه تش باور يا ګمان څرګندونه ! دا زمونږکار نه دی چې چاته د آي . اس . آي ، کی . جي . بي يا سي . آی ای ايجنټ ووايو . که غواړو بحث او شننه ونکړو او صرف خپل زړه يخ کړو، نو ددې له پاره بايد د تورونو او ښکنځلو يو بېل فوروم پرانيزو . والسلام .
کټوازی
22.11.2005
ستر ليکوال او قلموال ښاغلی نقاد صيب ،
د زړۀ له کومې مې سلامونه او نېکې پيرزوينې ومنئ !
[color=cyan:aa90da0250]داچې د يوۀ رښتيني ليکوال او قلموال پۀ توګه د بحث ټولګړي حيثيت ته درناوی لرئ ،او نور هم ورته متوجه کوئ ، کورودانی درته وايو ،او هر وخت مو بريالي غواړو ،سنګريارانو وروڼو چې هرڅۀ ليکلي ، ستاسې له خوا ورته معقول او مدلل جواب ويل شوی ،ځکه ورته د نورڅۀ ويلو اړتيا نه ليدل کېږي ، اما پۀ دې يوه خبره ستاسې جواب لاپسې چټک کوم ،چې که بحث کوئ ، نو له مسکت استدلال څخه کار واخلئ ، بيا نو د پنجاب د ګوډاګي نوم څۀ ،چې پړ مې کړئ ،مړ مې کړۀ !!! او بس [/color:aa90da0250]
ا ما بعد ښاغلی نقاد صيب تاسې ليکلي::
[quote:aa90da0250]بحث په هغه ملي ناورين دی ، پر بل نه دی، چې د انګليسي استعمار چيانو له ماتې او وتلوڅخه وروسته هم د پښتنو په سيمو کې د پاکستان له خوا تر نن ورځې پورې وغځيد،سره[/quote:aa90da0250]
مګر تردې پخوا ليکئ ،
[quote:aa90da0250]که ددې وروستيو ٢٧ کالو ناورينونو شننه وکړو په ريښه کې دهمدغه ستر ې فاجعې زيږندې دي[/quote:aa90da0250]
نو بيا ولې ماته واياست چې بحث پر دې پنځويشت کلن ناورين نه دی ،پر هغه بل دی ؟ ځکه چې لمړی خو ستاسې له خوا کيسه د افغانستان تېر او روان پنځويشت کلن ناورين ته وغځېدله او پړه مو پر پاکستان ورواچوله !!!
[quote:aa90da0250] ،سره ددې چې دغيور فغنستان حکومتونو د شاه محمود خان او بيا په تيره د سردار محمد داود خان د صدارت په دورو کېاغانستان ته ددغې خاورې د بيرته سپارلو غوښتنې ان د سياسي اړيکو تر خړپړتيا پورې کړي او د دادود خان په وخت کې وسله وال ټکر هم د پنجابي چيواړيانو د حکومت سره منځته راغلی و. پرنامه يې پرخاوره خېټه واچوې ؟ [/quote:aa90da0250]
د ډېورنډ کرښه که څۀ هم د ر سمي اسنادو پۀ تبادلې سره راکښل شوې ده ، اما داچې امير عبدالرحمان دا غوښتنه له يوې خوا د انګليسي او روسي ښکيلاکد دسختې کلابندۍ او له بلې خوا دکورنۍ انارشۍ او ګډوډۍپۀ مهال لاچارۍ او بې وسۍ له مخې کړې ،نو ځکه ورته تحميلي ،جبري او تپل سوې کرښه وايو ، مګرد امير عبدالرحمان تر مړينې وروسته پۀ ١٩٠٥/٣/٢١ نېټه د امير حبيب الله خان پۀ خوښه او غوښتنه د هند وستان وايسرای لارډ کرزن له استازي سر لوئس ډين سره د ډېورنډ د کرشې پۀ توثيق کې د رسمي اسنادو لاسليکول ، پۀ ١٩١٩/٨/٨ نېټه پۀ راولپينډۍ کې له امان الله خان سره افغانستان ته پخپلو ټولو کورنيو او باندينيو چارو کې د خپلواک حيثيت ورکولو پۀ موخه د د ١٩٠٥زېږديز کال د د درېيمې مياشتې د يوويشتمې نېټې د هغې معاهدې يو وارې بيا پۀرسمي ډول توثيق کول چې د امير حبيب الله خان پۀ خوښه د هند وائسرای لارډ کرزن د استازي ،سر لويس ډين او افغان دولت ترمنځ د ډېورنډ کرښې پۀ تائيد کې لاسليک شوې وه ، همدا ډول پۀ ١٩١٩ زېږديز کال د اګست پۀ اتمه نېټه پۀ پينډۍ کې افغانستان ته پخپلو ټولو کورنيو او باندينيو چارو کې د يوه خپلواک حيثيت د ورکولو پۀ موخه له امير امان الله خان سره د امير حبيب الله خان د هغې معاهدې پۀ بيا توثيق کې چې د ډېورنډ کرښې د رسميت او نړيوال حيثيت تر عنوان لاندې يي لاسليک کړې وه ، دا يادښت لاسليکول ،چې له ١٩٠٥ ميلادي کال پخوا ټولې لاسليک شوې لوظنامې به د ١٩١٩ تر افغان انګليس جګړې وروسته مړې ګڼل کېږي ، همدا ډول د ١٩٢١ د نوومبر پۀ دوه ويستمه نېټه له نادرشاه سره د ډېورنډ کرښې نوې لوظنامه لاسليکول او بيا پۀ ١٩٢٢د فروري پۀ شپږمه نېټه ددې معاهدې تاييد کول هم جبري او تحميلي وو ؟؟؟؟ افغاني مشرانو پۀ اګاهانه او غيراګاهانه ډول د لوی افغانستان د جغرافيوي او تاريخي ناموس ( خاورې ) سودا کړېده ، چې افغا ن ملت او افغاني خاوره به يي هيڅکله هم و نه بښي ! ايا دې ته د خپلې خاورې د خپلواکۍ مبارزه ويلای شو او که د غلامۍ او درپر درۍ مبارزه چې افغاني مشرانو له يوې خوا افغانان پۀ لوی لاس خپل تاريخي دښمنانو ته تړلي ،او له بلې خوا يي د همدغو تاريخي دښمنانو او استعماري قوتونو پۀ مستقيمې او غير مستقيمې لارښوونې د هغوئ د هر اړخيزې سياسي ،اقتصادي او فرهنګي ما تې اودر پر درۍ لپاره تل جنګونو او مرګونو ته هڅولي او پۀ دې ډول يې د نړۍ له علمي ،فرهنګي ،سياسي اواقتصادي کاروان څخه پۀ سلهاؤ پېړۍ شا ته ټېل وهلي ،او پۀ پای کې يي نړيوالو ښکيلاکګرو ځواکونو ته لار هواره کړې ،چې پر افغان ملت هر هغه څۀ ومني ،چې هغوئ ياني افغانان ورته پۀ هيڅ قېمت او صورت هم نه سوای تيارېدای !!! او بس.
په [quote:aa90da0250]داسې حال کې چې پښتنو د خپلې ازادۍ له پاره د هند او پاکستان په ازادۍ کې د اسلامي او هندي پنجابيانو څخه زيات جنګيدلي او سختې قربانۍ يې ورکړي دي ! د پنجنابي
مسلمانان سره دا نيکي تر هرڅه زياته وه چې پښتنو ورسره د اسلام په نامه وکړه، نو بيا دغه سپن سترګو تورسنټو چيواړيانو ددې دپاه څه حق درلود چې له خپلې ازادۍ وروسته پښتانه يوه شيبه هم خپل غلامان وساتي اود اسلام پرنامه يې پرخاوره خېټه واچوې ؟ [/quote:aa90da0250]
هيڅ حق يې هم نه درلود ، او نه يي هم لري ، ځکه چې د وړې اسيا يا بر صغير د خپلواکۍ پۀ جنګ کې د وړې اسيا د ټولو ملتونو او نژادونو پر تله د پښتنو او خدای خدمتګار د تحريک ونډې ټاکوونکي نقش لوبولی دی ، خو داچې پاکستان د انګليس د شيطاني جيو پو لتيک تګلارې له ګېډې رازېږدلی ، ځکه پکې تراوسه پورې د پښتنو پۀ ګډون پر ته له پنجابيانود هيڅ يوۀ ملت سياسي ،اقتصادي ،ژبني او فرهنګي حقوق نۀ دي خوندي ، او ټول قومونه پخپل منخ کې او پۀ تېره بيا له پنجابي استعمار سره پۀ ټکر کې دي ، همدا لامل وو چې ارواښاد پاچاخان د پاکستان له جوړېدا سره مخالفت کاوۀ او تر وروستۍ سلګۍ پورې پۀ جنوبي اسيا کې د انګليسي ښکيلاک د يوۀ وارث او ځايناستي پۀ سترګه ورته کتل !!!
[quote:aa90da0250] يو هيواد چې د پاکستان په څير په وروستيو ٢٧ کالو کې د افغا ملت پر مرۍ باندې د خواخوږۍ په نامه چاړه راکښله او د روسي او امريکايي ځواکونو په زور يې زمونږ سوله ييز هيواد پر کنډواله بدلاوه ، ولې يې لږ تر لږه د هغې خواخوږۍ له وړ تيا څخه ونه کاږو چې د مسلمان اوبي ګناه لزله ځپلي ولس سره يې لرو ؟ دېته مونږ څه اړتيا لرو چې د حقيقت په څرګندولو کې هم د دولت په څير له دپلوماسۍ څخه کار واخلو او د هغه دوښمن پر هغو مظالمو لاپسې سترګې پټې کړو ، چې د پښتنو د حقه ملي حقوقو په وړاندې يې تل تر سره کړي دي ؟ [/quote:aa90da0250]
که ليکنه مې تکراري بڼه ونه لري ، نو ددې پوښتنې پۀ جواب کې به د خپلې دوهمې ليکنې يوه ټوټه را کاپي کړم ::
[color=indigo:aa90da0250]خواشينۍ ځای دی چې تر اوسه موږ افغانان دې ته تيار نه سو ،چې خپل سياسي اشتباهات و منو ، موږ هر وخت کوښښ کړی ، د افغانستان د تباهۍ او بر بادۍ پړه ،پۀ تمامه مانا پر نورو ورواچوۀ ، چې د يوۀ ملت پۀ توګه دا زموږ پۀ بې پايه سياسي ناپوهۍ او نا اګاهۍ دلالت کوي !
هو دا له ياده نۀ شي ايستل کېدای چې ، پاکستان پۀ سياسي ډګر کې له افغاستان سره پۀ ټکر کې پاته شوی ، او ښايي پۀ فرصت کې يي د خپل سياسي غچ پۀ اخيستلو هم سرپه نه وي کړې ،اما تحليل بايد پۀ يو اړخيز او سطحي ډول و نه شي ، که د ګران هېواد دې هراړخيزې تباهۍ ،بربادۍ او بې پايه بې پتۍ ته د واقعيت او عدالت له درېڅې او زاويې څخه وګورو ،او د سياسي ،نژادي ،سمتي او ژبني اغېزو تر تاثير لاندې را نه شو ، نو د افغان ملت فرد ،فرد د افغان د درپۀ درۍ ،بې کورۍ ،بې پتۍ ،ورکې او سپکې مجرم دی ، چې هيڅ او بېخي تشريح ته اړتيا نه لري ، نو ځکه پۀ زغرده وايم[/color:aa90da0250] [color=white:aa90da0250]( دا يو داسې تاريخي واقعيت دی ،چې نه پرې د زمانې توپانونه او ګردشونه خاورې اړولای شي او نه پرې څوک سترګې پټولای شي ، چې د افغان د درپر درۍ ، بې کورۍ ،بې پتۍ ،سپکې او ورکې ناورينونه تل پخپله د افغان د سختې او بې پايه سياسي بېلارۍ او ناپوهۍ له ګېډې را زېږېدلي !!!) [/color:aa90da0250]
[quote:aa90da0250] بيشکه چې د پښتونستان غوښتنه هر پنجابي سياستوال ته هم
دلوړ انساني احساس ،بشري عاطفې ،افغاني او پښتني ارزښتونو پۀ ضد عمل
بريښي او له دې پرته چې ستاسو په څير يې ا
د يوۀ بې فرهنګه ملت د ناوړه اوپوچې ملي روحيې پۀ ناوړه او انسان ضد ارادو دلالت
وبولي ، بله پلمه ورته نه پاتې کيږي ، چې د پاکستان د دولتي مشرۍ پښتوندوښمنه ناخوالې پرې پټې کاندي ! [/quote:aa90da0250]
نقاد صيب ! مهرباني وکړئ خپلې انګېرنې پر ما مه راتپئ ،او مه هم بحث سطحي اړخ ته کشوئ ، د پښتونستان غوښتنې ته نه ،بلکې د يوې سترې بشري غمېزې چې پۀ لکهاؤ انسنان پکې له منځ ولاړ ،پۀ مناسبت د خواخوږۍ پۀ پېغام کې دخپل سياسي رقابت او عداوت ښوونې ته د لوړ انساني احساس ،بشري عاطفې او افغاني او پښتني ارزښتونو پر ضد عمل وايم ،، نو پۀ دې کې د پنجابي سياستوالو د دريځ د ملاتړ تور پۀ کوم دليل سره په راتپئ ؟ لطفا خپل دا پاس کلمات مو بېرته واخلئ !
[quote:aa90da0250]اشنا دا عذرخو تر ګناه بدتر دی، ځکه د هيليو بچيو ته غوټې ورکول ګټه نه لري : انګليسانو يو جبري تړون او هغه هم د خپل يړ ګوډاګي ﻻسپوس لکه امير عبدالرحمان سره څه او څومره اعتبار لري ، او بيا د ډيورن د کرښې دواوړو غاړوته پراته افغان ولس دغه فرضي کرښه هيڅکله هم نه ده منلې . پداسې حال کې چې له انګليس څخه د استقلال په ګټلو سره ټول استعماري تړونونه رسمأ او عملأ ملغا اعلان شوي دي ، او بيا پاکستان څوک دی چې د انګليسي استعمار د وارث په توګه د افغانستان پر خاوره دعوه کړې او خيټه يې پرې اچولې ده ؟ [/quote:aa90da0250]
نورو پوښتنو ته خو مې دې پۀ پاس کرښو کې ځواب ويلی ، اما داچې امير عبدالرحمان مو پۀ دې د انګليسيانو لاسپوڅی بللی، چې د روسي او انګليسي استعمار د سختې کلابندۍ او داخلي ګډوډۍ څخه د افغانستان د ژغورلو او را ايستلو لپاره يي ،د لاچارۍ له مخې د ډېورنډ پۀ نامۀ کرښه لاسليک کړه ، نو بيا خو پۀ همدې استدلال سره کولای شئ ،چې ستر ميرويس نيکۀ هم د ګرګينيانو او صفويانو ګوډاګی وبولئ ، ځکه چې هغوئ خو هم پۀ ورته بڼه پرافغانستان د ګرګين حکومت منلی وو !!!!
[quote:aa90da0250] دا رښتيا ده چې اوس مونږ په مادي ، تخنيکي، پوځي او سياسي لحاظ ډير کمزوري يو، او په دې کمزورۍ هم پنجابي دوښمانو اخته کړي يو، ولې دومره خو
د پنجابيانو دغه تورسنټی ، مردود چيواړي دولت پر دې پوهول غواړو چې :
[color=cyan:aa90da0250]ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مکړه
.......................................................... زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ يم ! [/color:aa90da0250][/quote:aa90da0250]
نه يواځې پنجابي استعمار بايد پۀ دې پوه کړو ، هر ير يرغلګر او ښکيلاکګر ته به داسې پۀ سترګو کې سترګې ور اچوۀ ، نه چې هلته بيا داسې ووايو ،
لا تر اوسه يي ماغزۀ پۀ کرار نۀ دي ،
..............................چې امريکا سره يي وهلی سر پۀ سنګ دی !!!
او خپل ځان ته پخپله سياسي او ملي پېغور ورکړو ، که څرنګه ؟؟؟
Anonymous
17.12.2005
.... ښاغلی کټوا زی صاحب ،
تاسې خو دومره زحمت کړی ، چې شائي ،يو پنجابي سياستوال يي هم ونه کړي ، خو په ياديي لره چي د لراوبر پښتون به هرو مرو يوکېږي ،دا د طبيعت پيوند دی هيڅوک يي هم مخه نشي نيولی ، ستاسي زحمت هيڅ ګټه هم نه لري لطفا په نورو بحثونوکښي برخه اخله ،چي يو څه ترې جوړهم شي
په مينه اوادب ، ستايو خواخوږئ
بريد او احمد شاهي
نقاد
17.12.2005
................................................ ١١ ...................................
دروند او منلي ورور ښاغلي کټوازي صيب ته سلامونه ، درناوی او نکې هيلې !
تاسو زما دغه عبارا ت راخيستي :
(( بحث په هغه ملي ناورين دی ، پر بل نه دی، چې د انګليسي استعمار چيانو له ماتې او وتلوڅخه وروسته هم د پښتنو په سيمو کې د پاکستان له خوا تر نن ورځې پورې وغځيد،سره.....
که ددې وروستيو ٢٧ کالو ناورينونو شننه وکړو په ريښه کې دهمدغه ستر ې فاجعې زيږندې دي)) او بيا مو دا پوښتنه ترې را پورته کړې ده چې :
[quote:73aff1aee2] نو بيا ولې ماته واياست چې بحث پر دې پنځويشت کلن ناورين نه دی ،پر هغه بل دی ؟ ځکه چې لمړی خو ستاسې له خوا کيسه د افغانستان تېر او روان پنځويشت کلن ناورين ته وغځېدله او پړه مو پر پاکستان ورواچوله !!!
[/quote:73aff1aee2] [quote]
ځکه چې ستاسې بحث پر طبيعي ناورين يعنې زلزلې و، نه پر ٢٧ کلن ناورين چې پاکستان پر پښتنو راوستی و. خو زما ليکنه زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګندونه او دا ښودل و چې د پاکستان د ولس په تيره بيا د زلزله ځپلو
سره د ورورۍ احساس لرو ولې هغه ناورين چې بيا د پاکستان حکومت پر پښتنو ٥٨ کاله جاري ساتلی نه هيرو او نه دهغې له خاطره زلزله ځپلي هيروو، نو زلزله ځپلي پر دې نشي خواشيني کيدای چې مونږ هم د خپل ناورين ورکاوی غواړو ،
دغه زمونږ متقابل ملاتړ ته رابلل دي نه دهغوی د سختو ورځو هيرول ! ځکه زه باور نه کوم چې ګواکې زلزله ځپلي دې د پښتنو پر حق غوښتنه او پر پښتنو د حکومتي ناورين په ختميدلو خفه شي ، او که بيا خفه کيږي نو دوی به هم پردغه
ظالمانه ناورين کې ځانونه شامل ګڼي ، نو ايا په دې صورت کې يې هم ونازو که څنګه ؟
ايا دا به ستاسو خپل خفګان وي او که د دوی چې دغسې يو تفکيکي ملاتړ
[color=white:73aff1aee2]د يوۀ بې فرهنګه ملت د ناوړه اوپوچې ملي روحيې پۀ ناوړه او انسان ضد ارادو دلالت [/color:73aff1aee2]بولي ؟
او بيا : ايا پر زلزله ځپلو دا ناورين مونږ راوستی که الله تعالی ! ولې پر مونږ خو ناورين د پاکستان پنجابي حکومت راوستی او بيا له ٥٨ کالو راهيسې يو او له٢٧ کالو راهيسې بل ناورين ، له دې پړې څخه خو يې د کاتر سياسي مشاور بريژېنسکي نه خلاصوي چې وايي د پاکستان سره مو سلا مشوره وکړه چې پښتنې سيمې د اسلام له پاره جنګيږي او جنګيالۍ هم دي د خلقي حکومت پر ضد مو را وپارولې ، کمپونه مو ورته جوړ کړل څو شوروي وارخطا او پرافغانستان يرغل وکړي، چې د ويتنام په څير يې په جنګ کې ښکيل او له ماتې سره يې مخ کړو .
د ضياالحق له پاره په کې د افغانستان ساختار ړنګول او لږ تر لږه د پښتنو د سيمو الحاق د سياسي معاملو له پاره په پام کې نيول شوی و.
خو که سره ددې په تش غږ مو رقيبان مري ودې مري او که ززله ځپلي دوستان يااقلأ بيطرفه وي او زمونږ دوښمنان نه وي، زمونږ پر غږ به نه مري بلکې د ملاتړ احساس به وکړي .
[color=red:73aff1aee2]خو داسې ښکاري چې ستاسو موخه له زلزله ځپلو سره خواخوږي هم نه ، بلکې دهغوی په تشه پلمه د پښتون له تاريخي قصاب پنجابي دولت سره خواخوږي ښودل دي (! !!) ، نو ځکه له زلزله ځپلوپه اړه له خواخوږۍ سره له پنجابي دولت څخه دپښتون کرکه هم[/color:73aff1aee2] [color=yellow:73aff1aee2](( د يوۀ بې فرهنګه ملت د ناوړه اوپوچې ملي روحيې پۀ ناوړه او انسان ضد ارادو دلالت )) [/color:73aff1aee2]بولئ (!!!) ، او که نه ، داسي يو غبرګون به د يو پښتون له پاره څنګه شونی وي ؟
سر بيره پردې دا پاڼه د افغانستان د بهرنيو چارو دوزارت ويبپاڼه نه ده چې د ورځنۍ ديپلوماسۍ په چوکاټ کې دغې واقعيتونه څرګندول دپلوماتيک مصلحت نه وي، دا پاڼه روزونېزه دنده هم لري او له افغاني روحيې څخه پنجابي دوښمنان ويرول يې هم ښه کار دی . ﻻ علامه اقبال دافغانانو د ازادۍ روحيې ته له درناوي ويلي و چې (( از ضيأ روح افغاني بترس)) ، که دوی دغه لار ښودنه په غوږ کې نيولی وای اويا يې ونيسي ، د افغان د شير شاه او احمد اه د توري له خرپ څخه به بچ پاتې شي او د پښتنو سيمې به خوشې کړي .
[color=white:73aff1aee2]همدا اوس له افغانانو سره د امريکې پر نږدې کيدو د پنجابيانو زړونه و چاوديدل، او د طالبانو هڅول او لمسول د پنجابي شيطان وروستنۍ پړقتې دي او د اسلام په بيلو يې د پښتنو د وژلو تيره کړې چاړه په پسيدو راغلې او د مسلمانانو مرۍ نه پرې کوي . [/color:73aff1aee2]
پخوا خو ټول هند د افغانستان تر محکومې برخې زيات سخت مستعمره و، هغوی ازاد شول، پښتنې سيمې ولې پلرني هيواد افغانستان ته ونه سپارل شوې او پاکستان پورې ولې وتړل شوې، پاکستان څوک وچې ځان يې د افغاني خاورې وارث ګرځاوه ؟ ايا پښتنو تر دوی ﻻزيات د خپلې ازادۍ له پاره جګړې نه وې کړې ؟ ايا خپل مشر خان غفارخان يې نه درلود ؟
دغه دليل هم پر ځای نه دی چې ګواکې
[quote:73aff1aee2] همدا ډول د ١٩٢١ د نوومبر پۀ دوه ويستمه نېټه له نادرشاه سره د ډېورنډ کرښې نوې لوظنامه لاسليکول او بيا پۀ ١٩٢٢د فروري پۀ شپږمه نېټه ددې معاهدې تاييد کول هم جبري او تحميلي وو ؟؟؟؟ [/quote:73aff1aee2]
په ١٩٢١ او ١٩٢٢ کې ﻻ نادر شاه پادشاه شوی نه و، ښايي ټايپي تيروتنه وي او موخه مو ترې ١٩٣١ او ١٩٣٢وي ؟
دا مالومه خبره وه چې هغه وخت افغان حکومتونو د انګليس سره د جګړې تاب نه درلود ، او نادرخان هم د انګليس پر مرسته سقاو ته ماتې ورکړه ، نو پر ضد يې راپورته کيدای نشو . خو که له هند څخه د انګيسانو د وتلو په وخت(١٩٤٧) کې نادرشاه دا فغانستان د پادشاه په توګه ژوندی او برحال وای، د يو مدبر پادشاه په توګه يې ښايي تر اټکه پورې د پښتنو د سيمود بيرته سپرلو سپارښتنه او غوښتنه کړې وای .
بيا هم شاه محمودخان او داود خان د لومړي ځل له پاره د پښتونستان داعيه راپورته ګړه . غلطه داوه چې ولې د پښتونستان په نامه ، ولې د افغانستان د خپلې خاورې د جز پر نامه يې ونه کړه ؟
[quote:73aff1aee2]داچې امير عبدالرحمان مو پۀ دې د انګليسيانو لاسپوڅی بللی، چې د روسي او انګليسي استعمار د سختې کلابندۍ او داخلي ګډوډۍ څخه د افغانستان د ژغورلو او را ايستلو لپاره يي ،د لاچارۍ له مخې د ډېورنډ پۀ نامۀ کرښه لاسليک کړه ، نو بيا خو پۀ همدې استدلال سره کولای شئ ،چې ستر ميرويس نيکۀ هم د ګرګينيانو او صفويانو ګوډاګی وبولئ ، ځکه چې هغوئ خو هم پۀ ورته بڼه پرافغانستان د ګرګين حکومت منلی وو !!!![/quote:73aff1aee2]
کټوازی صيب عجيبه انګرنې وړاندې کوئ :
په افغانستان کې د ميوند جګړه بريالۍ شوه، د غازي محمد ايوب خان پر ضد انګريزانو عبدالرحمانخان د بخارا څخه له رارسيدو سره سم وګوماره او د خپل معتمد لاسپوڅي په توګه يې باچا کړ څو دغه هيواد مستعمره وساتي او نيمه برخه هم ترې په ختيز کې بيله کړي . شاه جاع ، عبدالرحمان او کارمل دريواړه د دوښمنانو په ﻻس و دهغوی د پلوۍ او ﻻسپوڅۍ له پاره ټاکل شوي ؤ.
که کارمل شوروي ته هيواد سپارلی وای نو هغه تړون به هم اوس چا منلای ؟
له عبدالرحمان څخه مخکې افغانستان د يوه مستقل هيواد په توګه وجود درلود ، خلکو يې دازادۍ له پاره سر ورکاوه خو دی د استعمارچيانو په خوا وﻻړ ؤ . د مير ويس نيکه په وخت کې دې افغانستان د يو بيل هيواد په نامه اصلأ وجود نه درلود، له آحمد شاه ورته ازاد افغانستان نه و پاتې چې ګواکې بيرته يې ايران ته سپارلی وي، بلکې برعکس د ايران له حاکميت څخه يې خپل ټا ټوبی خلاص کړ او د هوتکو د حاکميت او احمد شاهي افغانستان درامنځته کولو په وري يې ﻻره پرانيسته .
[quote:73aff1aee2]نه يواځې پنجابي استعمار بايد پۀ دې پوه کړو ، هر ير يرغلګر او ښکيلاکګر ته به داسې پۀ سترګو کې سترګې ور اچوۀ ، نه چې هلته بيا داسې ووايو ،
لا تر اوسه يي ماغزۀ پۀ کرار نۀ دي ،
..............................چې امريکا سره يي وهلی سر پۀ سنګ دی !!! [/quote:73aff1aee2]
هو ، په دې شرط چې مونږ پخپله له امريکا سره د خپلې ملي آزادۍ له پاره سر په سنګ ووهو، نه د طالبانو په څير د پنجابيانو له پاره! د غلام د غلامانو غلامي بايد بيا رامنځته نشي او امريګا هم له خاورې څخه وتلو ته اړباسو. و من الله التوفيق !
دروند او منلي ورور ښاغلي کټوازي صيب ته سلامونه ، درناوی او نکې هيلې !
تاسو زما دغه عبارا ت راخيستي :
(( بحث په هغه ملي ناورين دی ، پر بل نه دی، چې د انګليسي استعمار چيانو له ماتې او وتلوڅخه وروسته هم د پښتنو په سيمو کې د پاکستان له خوا تر نن ورځې پورې وغځيد،سره.....
که ددې وروستيو ٢٧ کالو ناورينونو شننه وکړو په ريښه کې دهمدغه ستر ې فاجعې زيږندې دي)) او بيا مو دا پوښتنه ترې را پورته کړې ده چې :
[quote:73aff1aee2] نو بيا ولې ماته واياست چې بحث پر دې پنځويشت کلن ناورين نه دی ،پر هغه بل دی ؟ ځکه چې لمړی خو ستاسې له خوا کيسه د افغانستان تېر او روان پنځويشت کلن ناورين ته وغځېدله او پړه مو پر پاکستان ورواچوله !!!
[/quote:73aff1aee2] [quote]
ځکه چې ستاسې بحث پر طبيعي ناورين يعنې زلزلې و، نه پر ٢٧ کلن ناورين چې پاکستان پر پښتنو راوستی و. خو زما ليکنه زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګندونه او دا ښودل و چې د پاکستان د ولس په تيره بيا د زلزله ځپلو
سره د ورورۍ احساس لرو ولې هغه ناورين چې بيا د پاکستان حکومت پر پښتنو ٥٨ کاله جاري ساتلی نه هيرو او نه دهغې له خاطره زلزله ځپلي هيروو، نو زلزله ځپلي پر دې نشي خواشيني کيدای چې مونږ هم د خپل ناورين ورکاوی غواړو ،
دغه زمونږ متقابل ملاتړ ته رابلل دي نه دهغوی د سختو ورځو هيرول ! ځکه زه باور نه کوم چې ګواکې زلزله ځپلي دې د پښتنو پر حق غوښتنه او پر پښتنو د حکومتي ناورين په ختميدلو خفه شي ، او که بيا خفه کيږي نو دوی به هم پردغه
ظالمانه ناورين کې ځانونه شامل ګڼي ، نو ايا په دې صورت کې يې هم ونازو که څنګه ؟
ايا دا به ستاسو خپل خفګان وي او که د دوی چې دغسې يو تفکيکي ملاتړ
[color=white:73aff1aee2]د يوۀ بې فرهنګه ملت د ناوړه اوپوچې ملي روحيې پۀ ناوړه او انسان ضد ارادو دلالت [/color:73aff1aee2]بولي ؟
او بيا : ايا پر زلزله ځپلو دا ناورين مونږ راوستی که الله تعالی ! ولې پر مونږ خو ناورين د پاکستان پنجابي حکومت راوستی او بيا له ٥٨ کالو راهيسې يو او له٢٧ کالو راهيسې بل ناورين ، له دې پړې څخه خو يې د کاتر سياسي مشاور بريژېنسکي نه خلاصوي چې وايي د پاکستان سره مو سلا مشوره وکړه چې پښتنې سيمې د اسلام له پاره جنګيږي او جنګيالۍ هم دي د خلقي حکومت پر ضد مو را وپارولې ، کمپونه مو ورته جوړ کړل څو شوروي وارخطا او پرافغانستان يرغل وکړي، چې د ويتنام په څير يې په جنګ کې ښکيل او له ماتې سره يې مخ کړو .
د ضياالحق له پاره په کې د افغانستان ساختار ړنګول او لږ تر لږه د پښتنو د سيمو الحاق د سياسي معاملو له پاره په پام کې نيول شوی و.
خو که سره ددې په تش غږ مو رقيبان مري ودې مري او که ززله ځپلي دوستان يااقلأ بيطرفه وي او زمونږ دوښمنان نه وي، زمونږ پر غږ به نه مري بلکې د ملاتړ احساس به وکړي .
سر بيره پردې دا پاڼه د افغانستان د بهرنيو چارو دوزارت ويبپاڼه نه ده چې د ورځنۍ ديپلوماسۍ په چوکاټ کې دغې واقعيتونه څرګندول دپلوماتيک مصلحت نه وي، دا پاڼه روزونېزه دنده هم لري او له افغاني روحيې څخه پنجابي دوښمنان ويرول يې هم ښه کار دی . ﻻ علامه اقبال دافغانانو د ازادۍ روحيې ته له درناوي ويلي و چې (( از ضيأ روح افغاني بترس)) ، که دوی دغه لار ښودنه په غوږ کې نيولی وای اويا يې ونيسي ، د افغان د شير شاه او احمد اه د توري له خرپ څخه به بچ پاتې شي او د پښتنو سيمې به خوشې کړي .
همدا اوس له افغانانو سره د امريکې پر نږدې کيدو د پنجابيانو زړونه و چاوديدل، او د طالبانو هڅول او لمسول د پنجابي شيطان وروستنۍ پړقتې دي او د اسلام په بيلو يې د پښتنو د وژلو تيره کړې چاړه په پسيدو راغلې او د مسلمانانو مرۍ نه پرې کوي .
پخوا خو ټول هند د افغانستان تر محکومې برخې زيات سخت مستعمره و، هغوی ازاد شول، پښتنې سيمې ولې پلرني هيواد افغانستان ته ونه سپارل شوې او پاکستان پورې ولې وتړل شوې، پاکستان څوک وچې ځان يې د افغاني خاورې وارث ګرځاوه ؟ ايا پښتنو تر دوی ﻻزيات د خپلې ازادۍ له پاره جګړې نه وې کړې ؟ ايا خپل مشر خان غفارخان يې نه درلود ؟
دغه دليل هم پر ځای نه دی چې ګواکې
[quote:73aff1aee2] همدا ډول د ١٩٢١ د نوومبر پۀ دوه ويستمه نېټه له نادرشاه سره د ډېورنډ کرښې نوې لوظنامه لاسليکول او بيا پۀ ١٩٢٢د فروري پۀ شپږمه نېټه ددې معاهدې تاييد کول هم جبري او تحميلي وو ؟؟؟؟ [/quote:73aff1aee2]
په ١٩٢١ او ١٩٢٢ کې ﻻ نادر شاه پادشاه شوی نه و، ښايي ټايپي تيروتنه وي او موخه مو ترې ١٩٣١ او ١٩٣٢وي ؟
دا مالومه خبره وه چې هغه وخت افغان حکومتونو د انګليس سره د جګړې تاب نه درلود ، او نادرخان هم د انګليس پر مرسته سقاو ته ماتې ورکړه ، نو پر ضد يې راپورته کيدای نشو . خو که له هند څخه د انګيسانو د وتلو په وخت(١٩٤٧) کې نادرشاه دا فغانستان د پادشاه په توګه ژوندی او برحال وای، د يو مدبر پادشاه په توګه يې ښايي تر اټکه پورې د پښتنو د سيمود بيرته سپرلو سپارښتنه او غوښتنه کړې وای .
بيا هم شاه محمودخان او داود خان د لومړي ځل له پاره د پښتونستان داعيه راپورته ګړه . غلطه داوه چې ولې د پښتونستان په نامه ، ولې د افغانستان د خپلې خاورې د جز پر نامه يې ونه کړه ؟
[quote:73aff1aee2]داچې امير عبدالرحمان مو پۀ دې د انګليسيانو لاسپوڅی بللی، چې د روسي او انګليسي استعمار د سختې کلابندۍ او داخلي ګډوډۍ څخه د افغانستان د ژغورلو او را ايستلو لپاره يي ،د لاچارۍ له مخې د ډېورنډ پۀ نامۀ کرښه لاسليک کړه ، نو بيا خو پۀ همدې استدلال سره کولای شئ ،چې ستر ميرويس نيکۀ هم د ګرګينيانو او صفويانو ګوډاګی وبولئ ، ځکه چې هغوئ خو هم پۀ ورته بڼه پرافغانستان د ګرګين حکومت منلی وو !!!![/quote:73aff1aee2]
کټوازی صيب عجيبه انګرنې وړاندې کوئ :
په افغانستان کې د ميوند جګړه بريالۍ شوه، د غازي محمد ايوب خان پر ضد انګريزانو عبدالرحمانخان د بخارا څخه له رارسيدو سره سم وګوماره او د خپل معتمد لاسپوڅي په توګه يې باچا کړ څو دغه هيواد مستعمره وساتي او نيمه برخه هم ترې په ختيز کې بيله کړي . شاه جاع ، عبدالرحمان او کارمل دريواړه د دوښمنانو په ﻻس و دهغوی د پلوۍ او ﻻسپوڅۍ له پاره ټاکل شوي ؤ.
که کارمل شوروي ته هيواد سپارلی وای نو هغه تړون به هم اوس چا منلای ؟
له عبدالرحمان څخه مخکې افغانستان د يوه مستقل هيواد په توګه وجود درلود ، خلکو يې دازادۍ له پاره سر ورکاوه خو دی د استعمارچيانو په خوا وﻻړ ؤ . د مير ويس نيکه په وخت کې دې افغانستان د يو بيل هيواد په نامه اصلأ وجود نه درلود، له آحمد شاه ورته ازاد افغانستان نه و پاتې چې ګواکې بيرته يې ايران ته سپارلی وي، بلکې برعکس د ايران له حاکميت څخه يې خپل ټا ټوبی خلاص کړ او د هوتکو د حاکميت او احمد شاهي افغانستان درامنځته کولو په وري يې ﻻره پرانيسته .
[quote:73aff1aee2]نه يواځې پنجابي استعمار بايد پۀ دې پوه کړو ، هر ير يرغلګر او ښکيلاکګر ته به داسې پۀ سترګو کې سترګې ور اچوۀ ، نه چې هلته بيا داسې ووايو ،
لا تر اوسه يي ماغزۀ پۀ کرار نۀ دي ،
..............................چې امريکا سره يي وهلی سر پۀ سنګ دی !!! [/quote:73aff1aee2]
هو ، په دې شرط چې مونږ پخپله له امريکا سره د خپلې ملي آزادۍ له پاره سر په سنګ ووهو، نه د طالبانو په څير د پنجابيانو له پاره! د غلام د غلامانو غلامي بايد بيا رامنځته نشي او امريګا هم له خاورې څخه وتلو ته اړباسو. و من الله التوفيق !
کټوازی
19.12.2005
[quote:c00f9704c6="ستايو خواخوږئ"].... ښاغلی کټوا زی صاحب ،
تاسې خو دومره زحمت کړی ، چې شائي ،يو پنجابي سياستوال يي هم ونه کړي ، خو په ياديي لره چي د لراوبر پښتون به هرو مرو يوکېږي ،دا د طبيعت پيوند دی هيڅوک يي هم مخه نشي نيولی ، ستاسي زحمت هيڅ ګټه هم نه لري لطفا په نورو بحثونوکښي برخه اخله ،چي يو څه ترې جوړهم شي
په مينه اوادب ، ستايو خواخوږئ[/quote:c00f9704c6] [color=cyan:c00f9704c6]زما خواخوږيه ! ستاسې پۀ انګېرنو ، سر نه خوږوم ، اما د بحث د اصوليت له ، مخې بايد ، تاريخي او مځکني واقعيتونه له پامه و نه غورځوو ، د پښتونستان پۀ معامله کې زموږ ملي دريځ له سياسي ، تاريخي او حقوقي پلوه بايدتر انتقاد لاندې نۀ وي ،ټول اړخونه يي بايد زموږ پۀ خق کې خوندي او تر نيوکې لاندې نۀ وي ، داچې ماته پۀ نورو فورمونو کې د ونډې اخيستلو وړانديز کوئ ،پۀ تورو سترګو ، خو داحق ښايي و نه لرئ ، چې زما ليکنې پخپله خوښه برابرې کړئ ، زموږ پر هرې موضوع بحث بايد يوازې د افکارو د تبادلې تر بريده وي ، نه داچې د ملي شعور او احساس تر نامۀ لاندې پر يوۀ او بل خپله اندتوګه و ر وتپو ، هيله لرم ، پر مطلب به مې رسېدلي ياست ، [/color:c00f9704c6]
پياوړي ليکوال او قلموال ،محترم نقاد صيب ته ،
پۀ بيا ، بيا ،سلامونه ، ښې چارې او د زړۀ له تله احترامات او تسليمات !
خدای سته چې ټول افغان ته مو تر څۀ مودې ،ناسوبتيا وروسته ، پر بېرته راګرځېدا خوشاله يو ، ما ويل ، خدای مه کړه ، نور مو لکه چې پر الله پاچا و سپارلو ، ځکه چې پۀ دې او يا بل بحث کې به هرو مرو راڅخه خوابدي سوي ياست ، خو پۀ هر صورت ، پۀ بېرته راتګ مو د زړۀ له تله خوشاله يو ، هيله لرو ، چې پخپلو عالمانه او اکېډميک ليکنو کې به مو له رهنمايي څخه ځان نه سپموئ ،
پۀ همدې ، هيله ..........................! ،پر ليکنې مو ډېر خوښ يم خو داچې ،پۀ دې وخت کې خورا بوخت يم ، ځکه يي تر سبا پورې پرېږدم ، انشاالله پۀ بشپړ علاقمندۍ به يي ځواب کړم
پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت ، کشری ورور مو ،
Re: بريد او احمد شاهي
کټوازی
29.12.2005
پياوړی ليکوال او قلموال ،محترم نقاد صيب ،
دزړۀ له کومې خپل د مينې او درناوي تاودۀ سلامونه او احترامات در ډالۍ کوم !
اما بعد ! تاسې ليکلي :
[quote:629fff9327]دروند او منلي ورور ښاغلي کټوازي صيب ته سلامونه ، درناوی او نکې هيلې !
ځکه چې ستاسې بحث پر طبيعي ناورين يعنې زلزلې و، نه پر ٢٧ کلن ناورين چې پاکستان پر پښتنو راوستی و. خو زما ليکنه زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګندونه او دا ښودل و چې د پاکستان د ولس په تيره بيا د زلزله ځپلو
سره د ورورۍ احساس لرو ولې هغه ناورين چې بيا د پاکستان حکومت پر پښتنو ٥٨ کاله جاري ساتلی نه هيرو او نه دهغې له خاطره زلزله ځپلي هيروو، نو زلزله ځپلي پر دې نشي خواشيني کيدای چې مونږ هم د خپل ناورين ورکاوی غواړو ،
دغه زمونږ متقابل ملاتړ ته رابلل دي نه دهغوی د سختو ورځو هيرول ! ځکه زه باور نه کوم چې ګواکې زلزله ځپلي دې د پښتنو پر حق غوښتنه او پر پښتنو د حکومتي ناورين په ختميدلو خفه شي ، او که بيا خفه کيږي نو دوی به هم پردغه
ظالمانه ناورين کې ځانونه شامل ګڼي ، نو ايا په دې صورت کې يې هم ونازو که څنګه ؟ [/quote:629fff9327]
يه ! نه يي شو نازولای !!!
زۀ ستاسې له دريځ سره پۀ ټوليزه توګه خپله موافقه ښيم ، اما پۀ جزئياتو کې يي درسره موافق نه يم ، ځکه چې زۀ باور لرم ، پۀ داسې سخته ورځ چې پۀ ٥٧ ثانيو کې پۀ لکهاؤ انسانان له منځه ولاړ ، ښايي دا پرځای ونه برېښي ،له خواخوږۍ سره ،ان وخپل دښمن ته هم د خپلې سياسي دښمنۍ او تربګلوۍ مظاهره وکړو[color=cyan:629fff9327](ياني ور پۀ ياد يې کړو )[/color:629fff9327] خو د دې مانا دا نه ده چې ګواکې موږ د پنجابي استعمار د پښتنو پر خاوره پر ناروا سلطې او مظالمو سترګې پټوۀ ،او نه هم له ورځيني سياسي ډيپلوماتيکي مصلحت څخه کار اخلو ، اما دومره اړين بولو ، چې زموږ ليکنې-مطبوعات د اولس اذهان اغېزمنوي ، ځکه بايد دم او قدم دواړه پۀ حساب واخلو ........!!!
خو داچې تاسې زموږ اند، چې پۀ ټولګړې بڼه موروښانه کړی ، افغان ملت ته متوجه کوئ ، اوپوښتنه کوئ ،[quote:629fff9327]
ايا دا به ستاسو خپل خفګان وي او که د دوی چې دغسې يو تفکيکي ملاتړ
[color=white:629fff9327]د يوۀ بې فرهنګه ملت د ناوړه اوپوچې ملي روحيې پۀ ناوړه او انسان ضد ارادو دلالت [/color:629fff9327]بولئ ؟ [/quote:629fff9327]
ښايي بيا مو پوښتنه داسې جواب کړم ،
بې له شکه ، دا زما خپل خپګان دی ، چې ولې دې افغانان دومره ناځواني وکړي ،چې له خپل ورور او ګاونډي هيواد، چې له درېيو لسيزو راهيسې يي د هغوئ نږدې پنځو ميليونو وګړو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړی ، د يوې سترې ملي او بشري غمېزې پۀ مناست د خواخوږۍ او غمشريکۍ پرځای د خپلې سياسي دښمنۍ مظاهره وکړي او يا يي هم ور پۀ ياد کړي !!!!
خو واقعيت ددې برعکس دی ،
ماخپل اند يوازې ستاسې د ليکنې پۀ تړاؤ څرګند کړی ، چې د پاکستان له بې وزلو ،زلزله ځپلو وګړو سره مو د خواخوږۍ پۀ پېغام کې د خپلې سياسي دښمنۍ مظاهره کړې ،
[quote:629fff9327]او بيا : ايا پر زلزله ځپلو دا ناورين مونږ راوستی که الله تعالی ! ولې پر مونږ خو ناورين د پاکستان پنجابي حکومت راوستی او بيا له ٥٨ کالو راهيسې يو او له٢٧ کالو راهيسې بل ناورين ، له دې پړې څخه خو يې د کاتر سياسي مشاور بريژېنسکي نه خلاصوي چې وايي د پاکستان سره مو سلا مشوره وکړه چې پښتنې سيمې د اسلام له پاره جنګيږي او جنګيالۍ هم دي د خلقي حکومت پر ضد مو را وپارولې ، کمپونه مو ورته جوړ کړل څو شوروي وارخطا او پرافغانستان يرغل وکړي، چې د ويتنام په څير يې په جنګ کې ښکيل او له ماتې سره يې مخ کړو .
د ضياالحق له پاره په کې د افغانستان ساختار ړنګول او لږ تر لږه د پښتنو د سيمو الحاق د سياسي معاملو له پاره په پام کې نيول شوی و.
خو که سره ددې په تش غږ مو رقيبان مري ودې مري او که ززله ځپلي دوستان يااقلأ بيطرفه وي او زمونږ دوښمنان نه وي، زمونږ پر غږ به نه مري بلکې د ملاتړ احساس به وکړي . [/quote:629fff9327] محترمه وروره ، نقاد صيب ! خبره ولې لېونۍ کوئ ؟ :oops: :oops: :oops: چې بياد موضوع شنل او تحليول يې ،هم ستاسې او هم زموږ له وسه وځي !!!
که پر زلزله ځپلو داناورين موږ نۀ وي راوستی ، نو څۀ فکر کوئ مانا به يي داوي چې ځه بابا دا د قدرت ګوزارد ی ، دګناهګار پر سر لګېږي ، موږ څۀ وکړو !!؟؟ :oops: :oops: او ياهم که پرموږ دا تېر پنځويشت کلن او يا هم يوسل پنځه دېشرم سياسي او ملي ناورين (له ١٨٧٣ زېږديز کال راهيسې )يوازې پنجابي حکومت راوستی وي ، نو ايا له موږ سره به بل وخت ، وخت نۀ وي ، چې پۀ داسې حال کې يي پوښتنه -يادونه کوو ،اړونده هيواد له يوې سترې ملي او بشري غمېزې سره مخامخ دی ،ټوله نړۍ ورسره د بشري خواخوږۍ ، انساني احساس اوعاطفې له مخې مادي او مانوي مرستې او کومکونه کوي ، ايا پۀ داسې حال کې که موږ د خواخوږۍ او غمشريکۍ پرځای د خپلې سياسي دښمنۍ مظاهره کوو ، پۀ کوم دليل به زموږ دا ضد انساني ، ضد بشري عمل د لوړ انساني احساس ،بشري او وجداني عاطفې ، لوړو پښتني او افغاني ارزښتونو پر ضد نه واقع کېږي ؟؟ او د يوۀ بې فرهنګه ، ناځوانه ، بې وجدانه او بې همته ملت د پوچې ملي روحيې پر ناوړه او ضد انساني او ضد بشري اردو دلالت ونه کړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ خو که راسره موافق ياست ، نو بيا مې ولې د تش ګمان اوپوچ قياس پربنسټ د پنجابي استعمار پر خواخوخوږۍ تورنوئ ، او پۀ غير مسؤلانه او يا هم پۀ غير اګاهانه ډول د قلم عفت تر پښو لاندې کوئ ، او واياست ،
[quote:629fff9327][color=red:629fff9327]خو داسې ښکاري چې ستاسو موخه له زلزله ځپلو سره خواخوږي هم نه ، بلکې دهغوی په تشه پلمه د پښتون له تاريخي قصاب پنجابي دولت سره خواخوږي ښودل دي (! !!) ، نو ځکه له زلزله ځپلوپه اړه له خواخوږۍ سره له پنجابي دولت څخه دپښتون کرکه هم[/color:629fff9327] [color=yellow:629fff9327](( د يوۀ بې فرهنګه ملت د ناوړه اوپوچې ملي روحيې پۀ ناوړه او انسان ضد ارادو دلالت )) [/color:629fff9327]بولئ (!!!) [/quote:629fff9327]،
خو داچې له دا لاندې پوښتنې مو د ناوړه پوهاوي بوی راځي ، چې زماله ليکنويي اخلئ ، ځکه پر دې سرنه درسره خوږوم ، ولې مې د پنجابي استعمار پر خواخوږۍ تورنوئ ؟؟؟؟
[quote:629fff9327]
او که نه ، داسي يو غبرګون به د يو پښتون له پاره څنګه شونی وي ؟[/quote:629fff9327]
!!! او بس
[quote:629fff9327]سر بيره پردې دا پاڼه د افغانستان د بهرنيو چارو دوزارت ويبپاڼه نه ده چې د ورځنۍ ديپلوماسۍ په چوکاټ کې دغې واقعيتونه څرګندول دپلوماتيک مصلحت نه وي، دا پاڼه روزونېزه دنده هم لري او له افغاني روحيې څخه پنجابي دوښمنان ويرول يې هم ښه کار دی . [/quote:629fff9327]
هو ! خو د سياسي ډيپلوميسي پۀ چوکاټ کې له ورځني سياسي او ديپلوماتيکي مصلحت څخه ازادۍ بايد پۀ قلمي او ژورناليستيکي بې بندوبارۍ وا نۀ خلو .........!!!
[quote:629fff9327]
پخوا خو ټول هند د افغانستان تر محکومې برخې زيات سخت مستعمره و، هغوی ازاد شول، پښتنې سيمې ولې پلرني هيواد افغانستان ته ونه سپارل شوې او پاکستان پورې ولې وتړل شوې، پاکستان څوک وچې ځان يې د افغاني خاورې وارث ګرځاوه ؟ ايا پښتنو تر دوی ﻻزيات د خپلې ازادۍ له پاره جګړې نه وې کړې ؟ ايا خپل مشر خان غفارخان يې نه درلود ؟ [/quote:629fff9327]
نقاد صيب ! پخوا رښتيا هم ټول هند د افغانستان تر محکومې برخې سخت مستعمره وو ، خو له ازادېدا وروسته چې پۀ اسيا ،کوچک (بر صغير _وړه اسيا ) کې پۀ څومره لويه کچه جغرافيوي بدلونونه رامنځ ته شول ،ياني د برېتانوي هند له ګېډې هندوستان دهندوستان له ګېډې پاکسان او کشمير او د پاکستان له ګېډې بنګال را وزېږېد ، ټول يې مني ، پښتانۀ يي و لې نه مني ؟٠؟؟؟؟؟ که موږ پۀ نړيواله کچه هم جغرافيوي بدلونونو ته ځير شو ، وبه وينو چې چېرې شمالي کوريا ، چېرې جنوبي ، چېرې مشرقي المان او چېرې مغربي .او داسې نور ..........!!!!
[quote:629fff9327]دغه دليل هم پر ځای نه دی چې ګواکې
[quote:629fff9327] همدا ډول د ١٩٢١ د نوومبر پۀ دوه ويستمه نېټه له نادرشاه سره د ډېورنډ کرښې نوې لوظنامه لاسليکول او بيا پۀ ١٩٢٢د فروري پۀ شپږمه نېټه ددې معاهدې تاييد کول هم جبري او تحميلي وو ؟؟؟؟ [/quote:629fff9327]
په ١٩٢١ او ١٩٢٢ کې ﻻ نادر شاه پادشاه شوی نه و، ښايي ټايپي تيروتنه وي او موخه مو ترې ١٩٣١ او ١٩٣٢وي ؟ [/quote:629fff9327]
هو رښتيا هم ١٩٢١ او ١٩٢٢ ټايپي تېروتنه ده ،چې ١٩٣١ او ١٩٣٢ زېږديز کال ورځنې متصور دی خو تاسې بيا له يوې سترې تاريخي تېروتنې سره مخامخېږئ ،
،[quote:629fff9327]دا مالومه خبره وه چې هغه وخت افغان حکومتونو د انګليس سره د جګړې تاب نه درلود ، او نادرخان هم د انګليس پر مرسته سقاو ته ماتې ورکړه ، نو پر ضد يې راپورته کيدای نشو . [/quote:629fff9327]
نادر شاه ته د انګليسيانو پۀ لمسون نه بلکې ، د لو يي پکتيا (پکتيا ، پکتيکا او خوست )د تورياليوز لموپۀ مرسته ديوۀ ملي پاڅون له له لارې ،د انګليسيانود لاس پوڅي بچه سکاؤ ،حکومت نسکور کړ چې دپروان پۀ کوډغالو کې رالوی شوی وو او دغازي امان الله خان پرضد يې را پورته کړ ،
هو !
[quote:629fff9327]خو که له هند څخه د انګيسانو د وتلو په وخت(١٩٤٧) کې نادرشاه دا فغانستان د پادشاه په توګه ژوندی او برحال وای، د يو مدبر پادشاه په توګه يې ښايي تر اټکه پورې د پښتنو د سيمود بيرته سپرلو سپارښتنه او غوښتنه کړې وای . [/quote:629fff9327]
دا پوښتنه خو هغۀ ونه کړه ، او د انګليسيانو پۀ لمسون د داخلي ګوډاګيانو پۀ يوه ملي ضدتوطئيه کې د عتيق الله پۀ نامۀ د يوۀ کمسنه زده کوونکي پۀ لاس پۀ شهادت ورسول شو (خدای دې يي و بښي ، امين ثم امين ) اما د هغۀ د زوی محمد ظاهرخان -يا د ملت بابا دا قضيه پۀ هغه وخت کې راپورته کړه ،خو دله هند څخه د تلونکي برېتانوي حکومت له خواددې له امله چې پۀ دې سيمه کې د تل لپاره سياسي ، جغرافيوي او فرهنګي ستونزې پۀ ميراث پرېږدي ،سخت و ګواښل شو ، چې پام د افغانستان پولې ترهغه ځايه دي ،چې ټاکلې شوې دي (د ډېورنډ تر کرښې )
[quote:629fff9327]بيا هم شاه محمودخان او داود خان د لومړي ځل له پاره د پښتونستان داعيه راپورته ګړه . غلطه داوه چې ولې د پښتونستان په نامه ، ولې د افغانستان د خپلې خاورې د جز پر نامه يې ونه کړه ؟[/quote:629fff9327]
ماشاالله ، نقاد صيب ، له دروند او ژور نظر څخه مو مننه ، ښايي ښې پايلې يې هم لرلې وای !!! [quote:629fff9327]کټوازی صيب عجيبه انګرنې وړاندې کوئ :
په افغانستان کې د ميوند جګړه بريالۍ شوه، د غازي محمد ايوب خان پر ضد انګريزانو عبدالرحمانخان د بخارا څخه له رارسيدو سره سم وګوماره او د خپل معتمد لاسپوڅي په توګه يې باچا کړ څو دغه هيواد مستعمره وساتي او نيمه برخه هم ترې په ختيز کې بيله کړي . شاه جاع ، عبدالرحمان او کارمل دريواړه د دوښمنانو په ﻻس و دهغوی د پلوۍ او ﻻسپوڅۍ له پاره ټاکل شوي ؤ. [/quote:629fff9327]
نقاد صيب ، ستاسې عالمانه استدلال او ژورو تاريخي مالوماتو ته زۀ نسم رسېدلای ، اما ترکومه ځايه چې ماته مالومه ده ، امير عبالرحمان د انګليسيانو پۀ خوښه نۀ وو راغلی ، بلکې د افغاني زلميانو د قوماندې پۀ نېت له بخارا څخه لمړی بدخشان او بيايي له هغۀ ځايه چاريکارو ته ځان راورساوۀ ، خو داچې انګليسيان د افغاني زلميانو مرګونو ګوزارونو ډېر وارختا کړي وو ، ځکه يي له مکر څخه پۀ کار اخيستلوسره ، امير عبدالرحمان ته د کابل د حکومت واګې وسپارلې ، او بس ... ځکه چې موږ دلته پر تاريخ بحث نه کوو
[quote:629fff9327]که کارمل شوروي ته هيواد سپارلی وای نو هغه تړون به هم اوس چا منلای ؟ [/quote:629fff9327]
يه ! ولې به يي منلای ؟ ښايي تاسې ته مالومه وي ، چې پخپله امير عبد الرحمان هم ، چې کله د ډېورنډ کرښې افغان وژونکو عواقبو ته متوجه شو ، نو يي پر ضد پر مبارزې لاس پورې کړ ، خو داچې ژوند ورسره وفا ونکړه ، ځکه يي دا قضيه موږ او تاسې ته راپرېښوده ، اما ملت ته يي ځان مختورن نه کړ ، چې ګواکې د ډېورنډ کرښه يي د لاچارۍ له مخې نه بلکې د انګليسيانو پۀ لاسپوڅۍ امضا، کړې .................!!!!
[quote:629fff9327]له عبدالرحمان څخه مخکې افغانستان د يوه مستقل هيواد په توګه وجود درلود ، خلکو يې دازادۍ له پاره سر ورکاوه خو دی د استعمارچيانو په خوا وﻻړ ؤ . د مير ويس نيکه په وخت کې دې افغانستان د يو بيل هيواد په نامه اصلأ وجود نه درلود، له آحمد شاه ورته ازاد افغانستان نه و پاتې چې ګواکې بيرته يې ايران ته سپارلی وي، بلکې برعکس د ايران له حاکميت څخه يې خپل ټا ټوبی خلاص کړ او د هوتکو د حاکميت او احمد شاهي افغانستان درامنځته کولو په وري يې ﻻره پرانيسته . [/quote:629fff9327]
محترم نقاد صيب ! که د ميروئيس نيکۀ پۀ وخت کې او يا مخکې تر دې افغانستان د يوۀ مستقل هيواد پۀ توګه وجود نه درلود ، نو تر هغوئ وړاندې د سوريانو دولت چې پۀ توره يي تاسې هر وخت پنجابي استعمار ډاروئ ، پر کومه مځکه موجود وو؟؟ [color=cyan:629fff9327](ډېر به هم ليرې نه ځو )color] هو! رښتا هم د افغانستان پۀ نامۀ يي وجود نه درلود ، د اريانا او بيا دخراسان پۀ نامۀ ...............!!! که څرنګه ؟؟؟
[quote:629fff9327]
هو ، په دې شرط چې مونږ پخپله له امريکا سره د خپلې ملي آزادۍ له پاره سر په سنګ ووهو، نه د طالبانو په څير د پنجابيانو له پاره! د غلام د غلامانو غلامي بايد بيا رامنځته نشي او امريګا هم له خاورې څخه وتلو ته اړباسو. و من الله التوفيق ![/quote:629fff9327]
پۀ همدې هيله .................! ځکه چې د طالبانو پۀ هکله خو بايد دومره وويم ، [color=white]تا دې خدای راجوړ کړي موږ به غلۀ هم راتېر سو !!!! [/color:629fff9327]:oops: :oops: :oops: :oops:
نقاد
29.12.2005
ماشاالله کټوازی صيب ! اند مو تاند او قلم مو له خدايه څپاند غواړم ! زما سلامونه او نېکې هيلې ومنئ!
په باريکبينۍ او اصوليت مو ډير خوښ کړم، دا قلمي لوښه مو د ښې برياو زيری راکوي . خدای دې پښانه ځوانان ټول ستاسې په څير د ښه قلموال ځواک څښتنان کړي چې ملي ارمانونو ته په فکري ويښتيا او علمي بيدارۍ سره خدمت وکړای شي !
زه ستاسې نيوکه پر ځای بولم اومنم يې چې د ناورين ځپلو په وخت کې له ولس سره هم د همدردۍ د نيک احساس د ښودلو په ترڅ کې له ظالم او دوشمن دولت سره يې برعکس احساس ښودل پر ځای نشو بللی .
خو که خپلو درنو لوستونکو ته مو ووايو چې : که څه هم د پاکستان دولت زمونږ په ورستۍ ٢٥ کلنې ملي غميزې کې مستقيم ﻻس درلود او له بلې خوا د پښتونستان د ٥٨ کلنې ملي غميزې مستقيم عامل دی، خود يوه ګاونډي او اسلامي هيواد په توګه يې له ولس سره ورور ولي او خواخوږي لرو ، نو پر دې بنسټ د ناورين ځپلو
پر حال خواشيني څرګندوو اوداسې پسې نورې دخواخوږۍ جملې ....، نو ښايي پر هيچا يې هم چندان بده اغيزه نه وای پرې ايښې اوقلمي عفت له ه ټونګې څخه خوندي پاتې وای .
زه مو رغنده تنقيد څخه ډيره مننه کوم او په رتلونکې کې مو هم ورته ليکنې
همکاري او د ټول افغان له ملي بريښنا پاڼې سره ارزښتمنه مرسته بولم .
په ټوله افغاني پښتنې ميني محبت او درناوي !
Anonymous
30.12.2005
........................... د واکمن او ځواکمن څښتن جل جلا لۀ پۀ نامۀ ...........!!
پياوړی ليکوال او قلموال ، محترم نقاد صيب ،
سلامونو ته مو وعليکم سلام وايم ، له نېکو هيلو او مشفقانه پيرزوينو څخه مو يوه نړۍ مننه ، داچې له موږ سره مو پۀ دې بحث کې خپل قېمتي وخت تېر کړ ،کور ودانی درته وايو ، او ممنون مو يو چې د يوۀ رښتيني ليکوال پۀ توګه مو بحث پر موافقې ورساوۀ !!!
پۀ باور سره ، ستاسې علمي او قلمي فعاليت [color=cyan:7532cded1f](تر کومه ځايه چې يي موږ د ټول افغان پۀ پاڼې کې شاهدان يو )[/color:7532cded1f]پښتو ، پښتنوالي او افغانيت ته ارزښتمن چوپړ دی ،چې د پښتنې نړۍ پۀ فکري ويښتيا او علمي بيدارۍ کې به بې اغېزې نۀ وي او هغه مهال چې افغانستان د باندينيو يرغلګرو او نيواکګرو ځواکونو له منګلو څخه خلاص شي او واقعي ملتپال ديموکرات سياسي او ملي غورځنګونه پۀ يوه ملي سنګر کر سره راټول او واک ته ورسېږي ، پۀ ملي او سياسي ژوندانۀ کې به ستاسې د دنګې غړۍ ضمانت ګرځي ،!!! انشا الله
پۀ پای کې يو وارې بيا مننه درڅخه کوم چې له موږ سره مو پۀ دې بحث کې خپل قېمتي او ارزښتناک وخت راتېر کړ ، ستاسې عالمانه ليکنې زموږ د ټولو لپاره د ښې رهنمايي او لارښوونې سبب کېږي ، هيله لرو ، چې پۀ هر پړاو کې به مو له رهنمايي څخه ځان نه سپموئ ،
اوس نو ستاسې پۀ اجازه ، بحث به نور ، و نورو ګرانو لوستونکو ته پرېږدو ، که پۀ هره ليکنه کې راڅه خوابدي سوي ياست ، بښنه راته وکړئ !
پۀ بې کچه مينه او درنښت ، کشری ورور مو ،
کټوازی
30.12.2005
........................... د واکمن او ځواکمن څښتن جل جلا لۀ پۀ نامۀ ...........!!
پياوړی ليکوال او قلموال ، محترم نقاد صيب ،
سلامونو ته مو وعليکم سلام وايم ، له نېکو هيلو او مشفقانه پيرزوينو څخه مو يوه نړۍ مننه ، داچې له موږ سره مو پۀ دې بحث کې خپل قېمتي وخت تېر کړ ،کور ودانی درته وايو ، او ممنون مو يو چې د يوۀ رښتيني ليکوال پۀ توګه مو بحث پر موافقې ورساوۀ !!!
پۀ باور سره ، ستاسې علمي او قلمي فعاليت [color=cyan:7e2b1a28d0](تر کومه ځايه چې يي موږ د ټول افغان پۀ پاڼې کې شاهدان يو )[/color:7e2b1a28d0]پښتو ، پښتنوالي او افغانيت ته ارزښتمن چوپړ دی ،چې د پښتنې نړۍ پۀ فکري ويښتيا او علمي بيدارۍ کې به بې اغېزې نۀ وي او هغه مهال چې افغانستان د باندينيو يرغلګرو او نيواکګرو ځواکونو له منګلو څخه خلاص شي او واقعي ملتپال ديموکرات سياسي او ملي غورځنګونه پۀ يوه ملي سنګر کر سره راټول او واک ته ورسېږي ، پۀ ملي او سياسي ژوندانۀ کې به ستاسې د دنګې غړۍ ضمانت ګرځي ،!!! انشا الله
پۀ پای کې يو وارې بيا مننه درڅخه کوم چې له موږ سره مو پۀ دې بحث کې خپل قېمتي او ارزښتناک وخت راتېر کړ ، ستاسې عالمانه ليکنې زموږ د ټولو لپاره د ښې رهنمايي او لارښوونې سبب کېږي ، هيله لرو ، چې پۀ هر پړاو کې به مو له رهنمايي څخه ځان نه سپموئ ،
اوس نو ستاسې پۀ اجازه ، بحث به نور ، و نورو ګرانو لوستونکو ته پرېږدو ، که پۀ هره ليکنه کې راڅه خوابدي سوي ياست ، بښنه راته وکړئ !
پۀ بې کچه مينه او درنښت ، کشری ورور مو ،