د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سيکو ﻻريزم Sekularezm

Anonymous
17.10.2005

وټولو يارانوته نيکي هيلي٠
ګرانو دوستانو،سکولاريزم ياپرمذهب نه وﻻړ ه پاليسي څه ته وايي؟
دټولو پوهانو څخه دميني اودرناويو په وړاندي کولوسره، هيله لرم چي پدي هکله
هغه څه چې په وس کي لري,ونسپموي.
ميوند*هلمند* M.H.


نقاد
18.10.2005

زما په اند سېکوﻻريزم هغه اند دود دی چې دولتي قدرت د دين او دينپوهانو د منګولو له اغيز څخه خلاصول او ژغورل غواړي. دوی باور لري چې دولت د دنيوي چارو او ټولنيز ژوند د سمون او تنظيمولو له پاره رامنځته شوی دی او دين د اخروي ژوند د سمون له پاره، نو ددنيوي چارو پر تنظيم او اداره چې ددولت دنده ده بايد کار او غرض ونه لري او صرف ديني (اخروي) چارو ته مخه وکړي، بي له دې چې ددې له پاره له دولتي قدرت ، زور او وسايلو څخه کار واخلي!
سيکولريزم له دين او ايمان سره عقيدوي اختلاف ته نه وايي، بلکې يواځې له دولتي قدرت څخه د دين او ديني تأسيساتو له پاره له ګټې اخيستلو سره مخالفت ته وايي، نو ځکه په سيولري ټولنو يا دولتونو کې ديني او مذهبي فعاليت آزاد
دی تر څو پورې چې ددولت اساساتو ته زيان نه رسوي يايې نشي رسولی! په دې ډول مذهبي اشخاص، ـ ټولنې او ـ سياسي سازمانونه هم په دولت کې کار او فعاليت کولی شي، خو مذهبي بڼه او موخيځ به نه لري ! مترياليزم ، الحاد او کمونيزم هم سيکولر خصلت لري، خو برعکس سيکولريزم له الحاد يا دهريت، ماترياليز ا و کمونيزم سره (له ځانه ) خپل (داخلي) کوم تړاو نه لري ، خو زغملی يې شي ، ولې ولسواکۍ ته تر ډيره ډيره مخه خلاصوي، که څه هم هغه يې کوم ځانګړی مخيځ او هدف نه بلل کيږي. د سېکوﻻريزم نقيض کلېريکاليزم يا د مذهبي دولت يا د روحانيت(کلېروس) د واکمنۍ او قدرت غوښتنه ده . والسلام



ع کريم حليمي
19.10.2005

محترمو! دانشمند نقاد صاحب ، M.Helmand صاحب سلامونه او ښې چاري

نقاد صاحب ليکي او تر ډيره حده هم داسي برېښي چه :
[quote:e224cdf4df]سېکوﻻريزم هغه اند دود دی چې دولتي قدرت د دين او دين پوهانو د منګولو له اغيز څخه خلاصول او ژغورل غواړي.[/quote:e224cdf4df]
زه به دا داپر إِضَافه کړم چه :
سېکوﻻرحکومتونه د خلګو حکومت وي نه د اسلام نه دکفر نه کرشجن او نه دا امرکايي ،هندي ،٠٠٠٠٠٠ يعني وايي موږ د امريکا خلګ
We the people of the United States, in order to form a more perfect union, establish justice, insure domestic tranquility, provide for the common defense, promote the general welfare, and secure the blessings of liberty to ourselves and our posterity, do ordain and establish this Constitution for the United States of America.
مطلب دلته دا ۍ چه په يو ملک کښي هم مسلمانان ،هنواڼ ،يهوديان ،سيکان ٠٠٠٠٠
دهر مذهب خلګ ژوند کوي ٠ او د ټولو خلکو د پاره دا قانون او حکومت کار کوي
نو داچه په يوه ملک کښي د ٢٠ مذهبه ٠اديان ژوند کوي ٠ نو په حکومتي تعيراتو کښي د مذهب سمبولون ته اجازه نسته دوهم او په محکمه کښي پر ټولو يو مدني قانون تطبق کوي ٠ اوپه محکمه کښي قسم يوازي په خدای ورکوي ٠ او کتاب ئې نه راوړي ٠ ولي چه د ټولو يو خدای دۍ ٠ اسماني تابونه چه ډير دي هغوته اجازه نسته
خو که کوم عمل د يوه نفر د عقيدي سره ټکر کوي ٠ نو زور نه پر کوي ٠
او خبره چه تر دولتي ماڼيو د باندي وي ٠ نو ټوله خلګ خپل دين باندي عمل کوي ٠
هر فرد خپل روزمه معاملات حق لري چه د خپل دين تر شرعي لاندي وکړي ٠
مثلا زه دوکان لرم د کراهې له پاره نو چه په کراهه ئې ورکوم و کراهه دار ته په اوله ورځ وايم چه د شرابو د خرڅېدوحق نه لرې زما په تعمير کښي ٠ که چيري کراهه دار پسله څو ورځو سر ړونه وکړه او د شرابو په خرڅېدو يې شروع وکړه ٠ نو زه محکمې ته ځم او ادعا کوم چه زما په هذهب کښي زه د شرابو د ګټي پيسی نسم خړلي ماته حرامي دي ٠ نو قاضي زما د مذهب ساتنه کوي او هغه سري ته امر کوي چه سباته به د شرابو خرڅول بند وي ٠ نو سباته بيا په شنه سهار پوليس ولاړ وي شراب بند !!!!
او هر سړی په بازار کوڅه سړک درېدای شي چه د خپل دين تبلغ وکړي ٠ که د مذهب د پاره ځای جوړوي (هر مذهب ) نو د ټکس څخه خلا ص وي ٠
په هر ځای کښي دمذهبي دعا حق خلګ لري او بايد ئې وکړي ٠ يوازي په دولتي بلډنګ کښي څوک قانونا حق نه لري چه مذهبي دعا وکړي ٠ ولي چه دا تعمير د ټولو اديانو په شېرات جوړ سويدۍ ٠ نو که يوه ته اجازه وکړي نو بل هم حق لري ٠
يوازي په بندي خانه په بلډنګ کښي هر څوک حق لري چه دعاوي او عبادت وکړي
او څوک نسي کولي چه ملا ،رابای ، او پادړ نوم استعمال کړي ٠ يو نوم د ټولو
ملايانوته که يهود ، مسلمان ، هندو وي ٠ رباني ئې بولي ٠

[quote:e224cdf4df]دوی باور لري چې دولت د دنيوي چارو او ټولنيز ژوند د سمون او تنظيمولو له پاره رامنځته شوی دی او دين د اخروي ژوند د سمون له پاره، نو ددنيوي چارو پر تنظيم او اداره چې ددولت دنده ده بايد کار او غرض ونه لري [/quote:e224cdf4df]

د نقاد صاحب خبره هم پر ځای ده اما
خو د سېکوﻻر حکومت نارې وهي چه د مذهبه لاس مه اخلي خلګو !!
حکومت اخلاق مذهبي ته بودجه لری ٠ او د هر مذهبي مرکز سره کومک کوي ٠
که کوم مذهبي مرکز اطفالو ته مذهبي درس ورکوي دولت ئې د معلم معاش پر غاړه اخلي ٠


کټوازی
19.10.2005

درنو مشرانو اوګرانو وروڼو ،

اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !

د سيکولرزم لغوي ماناموږ دنيوي اخيستلای سو او د لغت له مخې بله مانا نه لري ، خو داچې د ځينو نورو اصطلاحاتو غوندې سيکولرزم هم د يوې اصطلاح پۀ توګه او يا ديوۀ دولتي سيسټم پر نامۀ پېژندل کېږي ، نو خپل لغوي تعريف ته پۀ خورا نژدېکت ا صطلاحا يې داسې تعبيرولای سو :

سيکولرزم هغه دولتي نظام او سيسټم دی ،چې مذهب قطعا پکې هيڅ عمل دخل نه لري ،د ټولنې ټولو وګړيو ته پۀ يوه سترګه کتل کېږي ،د جومات ،کلېسااو ګوردوارې تو پير نه مني ، دولت مکلف وي ، چې د ټولنې د ټولو وګړيو هر اړخيزه حقوق اوامتيازات پرته له کوم توپير ه له هر لوري له راز تهديد او ګواښ څخه خوندي او وساتي ، د ټولنې وګړي کولای سي د خپل مذهب او دين د تبليغ ،ترويج او اشاعت لپاره پۀ پراخه توګه تبليغ او هڅې وکړي ،اما پۀ دې برخه کې له دولتي امکاناتو او منابعو څخه پۀ هيڅ صورت کې هم ګټه نه سي اخيستلای او نه يي دولتي سر پرستي او ملګر تيا کېږي پۀ خپلو شتو سره بايد وکولای سي،نورو اديانو ته پۀ درناوي لرلوسره د خپل مذهب تبليغ وکړي چې د ټولنې د نورو مذاهبو د پيروانو د مذهبي احساساتو د راپارولو او زخمي کولو لا مل ونۀ ګرځي ، ځکه چې بيا دولت مکلف دی د ګډوډۍ او انارشيزم د مخنيوي لپاره د اړونده مذهب پيروان ونيسي او محاکمې ته يي کش کړي ، خو بر سېره پردې چې پۀ سيکولرزم کې د ټولنې وګړي مذهبي ازادۍ لري ، او هر څوک کولای سي ، دخپلو عقايدو پۀ رڼا کې ژوند وکړي ، طبعا پۀ هغو ټولنو او هيوادونو کې چې دولتي سيسټم يې سيکولر وي ، وګړي يي سوکه ،سوکه له خپل مذهب څخه ليرې کېږي او سيکولر ( دنيوي ) ژوندته ياني چې هيڅ روحاني فضا ونه لري ما يله کېږي ، چې پۀ پای کې خورا ډېرې درنې او غمجنې پايلې لري اوهغه داسې چې ټولنيز وضعيت ميترياليستي بڼه غوره کوي ، بشري او وجداني عواطف او احساسات له منځه ځي ،او ټولنه د يوې ټولنيزې بې اطمينانۍ ،ناکرارۍ او ناچاقۍ غېږې ته لوېږي او داسې نورې ناوړه پايلې ورته مخه کوي ،او داد مايوسوۍ او نامېندۍ عالم وګړي له يوې ورځې وبلې ته انتحار او ځان وژنې ته رابولي . او بس


Anonymous
19.10.2005

په سیکولر سیستم کي:
۱ ملایان جوماتونو کي او کارپوهان اداری اودولتي سیستم کي کارکوي.
۲ د دیني مدرسو او جوماتونو په پرتله دښونځیو اوپوهنتونو جوړولوته اولیت ورکول کیږي.
۳ دمذهب اوبیان ازادي موجوده وي
۴ بشراوبشري حقوقو ته په مذهبی حقوقولمړیتوب ورکول کیږي.
۵ مذهب دهرچا شخصي مسله ګرځي
۶ په نړيواله کچه دهرهیواد سره ددوستۍ اوسیاست اړیکي په اسانۍ سره ټینګیدی شی.
۷ساینس او پرمختګ چټکه او په اسانۍ سره وده کوي
۸ او نور نور


Saecularis

Anonymous
19.10.2005

درنو دوستانوهريو:
نقادصيب،حليمي صيب،صميم کټوازئ صيب اومورګه وال صيب !
ددرناويو سره يوځاي ستاسو دليکنو څخه مننه کوم٠
يوڅوپوښتني:
١-ولي بنسټپالان دسيکولارېزم څخه ښه نه وړي؟؟
٢-دسيکولاريزم په وړاندي دمذهب څخه ناوړه ګټه اخيستل شونېده؟
٣-سيکولاريزم په رښتيا سره دولسواکۍ سره جوړدئ؟
٤-سيکولاريزم په رښتيا سره ددين سره په ټکرکي دئ؟
٥-په سيمه دبيلګي په توګه پاکستان اوترکيه کي دسيکولاريزم څه حال دئ؟
که څه هم يارانو وځنو پوښتنوته ځواب ويلئ دئ بياهم ښايي چي نوردوستان به پخپلوليکنوسره ماخاوري هلمند ته وياړ راوبخښې٠
په درناوې٠


Seacularis

Anonymous
20.10.2005

سلامونه.سيکولاريزم اوبنسټپالان:
١- که چيري دبنسټپالو څخه ټوپک واخيستل شي نو بيا په ټولنه کي هغه ځاي او مقام چې نن يي په وچ زور دځانه سره لري،بايلي نوځکه دخپل واک دغځولواوساتلولپاره دسيکولاريزم په وړاندي دمذهبي احساساتو راپارول خپله ستره دنده بولي٠
٢-دسيکولاريزم په دننه کي نورنو ملا اومولوي ته يوازي مسجد ،دخلکو ښادي اوغم ورپاته کيږي اوبس٠
٣-په سيکولاريستي دولت کي بنسټپال په ټاکنو کي هغه دپام وړکرسۍ چې اوس يي په چل ول غلچک کړيدي،له لاسه ورکوي٠
نو له دي امله بنسټپالان دسيکولاريستانوپه وړاندي دهري پلمي (ملحد، بيدينه،
کمونست)څخه کاراخلي٠
نوربيا.


کټوازی
20.10.2005

هيلمند صيب سلامونه اونيکې هيلې مې ومنئ !
تاسې پوښتلي :
[quote:894f909f77] ولي بنسټپالان دسيکولارېزم څخه ښه نه وړي؟؟ [/quote:894f909f77]
ولا که مو داملايي ناسميو له مخې پر مطلب رسېدلی يم ، خوکه ستاسې موخيځ داوي ،چې ايا بسټپالنه تر سيکولرزم ښه نه ده ؟
بيا نو درته داسې ويلای سم ، چې تر ټولو وړاندې بايد بنسټپالنه او بنسټپالان تعريف کړو ، د بنسټپالۍ اصطلاح دځينو نورو غولونکواصطلاحاتو غوندې د استعماري او اسلام ضد قوتونو يا پۀ بله ژبه دلويديځ له ډکشنرۍ څخه راوتلی ټکی دی دی چې دهغو واقعي کلتور پالو او فرهنګپالو لپاره يي کاروي چې د پرديو او پۀ ځانګړې توګه د لوديځ دکلتوري يرغل پر وړاندې يې واقعي ملي فرهنګي او عملي سنګر نيولی او د هغه چاپروړاندې يي دکلکې او سرسختې ملي ،فرهنګي اوعملي مبارزې او مجاهدې بيرغ پورته کړی چې زموږ پۀ اسلامي او افغاني ټولنې کې د ډېموکرېسي او فردي ازادي تر نارې لاندې امريکايي کوبايي اخلاق دودوي او د کارپورېټ کلچر پۀ پلي کولو سره مو ملي هويت او ملي ټر مينالوژي له منځه وړي او بس
نو دهمدې اصل له مخې هر واقعي افغان بنسټپال دی !!! اوس تا سې پخپله قضاوت وکړي چې سيکولرزم د واقعي نېشنلزم يا د دوئ پۀ ژبه ايکسټريمزم پر تله کوم مقام لري ؟

[quote:894f909f77] دسيکولاريزم په وړاندي دمذهب څخه ناوړه ګټه اخيستل شونېده؟ [/quote:894f909f77]
ولا که مو بيا هم پر مطلب رسېږم ، پو ښتنه مو سراسر ګونګه ده ،اما که تا سې دا واياست چې ايا پۀ سيکولر نظام کې له مذهب څخه ناوړه ګټه اوچتېدای سي ؟ نو د دې پوښتنې تر رامنځ ته کولو وړاندې موږ دغه لوری روښانه کړی ، چې ستاسې دقنا عت لپاره يي له خپلې لومړۍ ليکنې څخه را کاپي کوم :
[color=white:894f909f77]د ټولنې وګړي کولای سي د خپل مذهب او دين د تبليغ ،ترويج او اشاعت لپاره پۀ پراخه توګه تبليغ او هڅې وکړي ،اما پۀ دې برخه کې له دولتي امکاناتو او منابعو څخه پۀ هيڅ صورت کې هم ګټه نه سي اخيستلای او نه يي دولتي سر پرستي او ملګر تيا کېږي پۀ خپلو شتو سره بايد وکولای سي،نورو اديانو ته پۀ درناوي لرلوسره د خپل مذهب تبليغ وکړي چې د ټولنې د نورو مذاهبو د پيروانو د مذهبي احساساتو د راپارولو او زخمي کولو لا مل ونۀ ګرځي ، ځکه چې بيا دولت مکلف دی د ګډوډۍ او انارشيزم د مخنيوي لپاره د اړونده مذهب پيروان ونيسي او محاکمې ته يي کش کړي [/color:894f909f77]
[quote:894f909f77]سيکولاريزم په رښتيا سره دولسواکۍ سره جوړدئ؟ [/quote:894f909f77]
پر دې تړاوښايي د ښاغلي نقاد صيب دريځ ډېر جامع وي ،هغوئ ليکلي :
[quote:894f909f77]تر څو پورې چې ددولت اساساتو ته زيان نه رسوي يايې نشي رسولی! په دې ډول مذهبي اشخاص، ـ ټولنې او ـ سياسي سازمانونه هم په دولت کې کار او فعاليت کولی شي، خو مذهبي بڼه او موخيځ به نه لري ! مترياليزم ، الحاد او کمونيزم هم سيکولر خصلت لري، خو برعکس سيکولريزم له الحاد يا دهريت، ماترياليز ا و کمونيزم سره (له ځانه ) خپل (داخلي) کوم تړاو نه لري ، خو زغملی يې شي ، ولې ولسواکۍ ته تر ډيره ډيره مخه خلاصوي، که څه هم هغه يې کوم ځانګړی مخيځ او هدف نه بلل کيږي[/quote:894f909f77]
خو زۀ به دومره ووايم ، چې سيکولريسټان که څۀ هم پۀ دې دليل سره سيکولرزم د ولسواکۍ ممثل بولي ، چې ګواکې پۀ دولتي ادارو کې مذهبي عمل دخل نه مني د جومات،مندر،کليسا او ګوردوارې تو پيرته د وګړيو د حقوقو او امتيازاتو پۀ برخه کې نه کتل کېږي او داسې نور ٠٠٠٠٠٠٠٠ خو بايد پۀ ياد يې ولرو ، چې سيکولرزم پۀ واقعيت کې د ولسواکۍ ضد نظام دی ، چې پۀ دولتي نظام او سيسټم کې د ټولنې د وګړيو تر ټول ستر حق ( مذهب ) نه مني او وايي چې مذهب د اخروي ژوند دسمون لپاره دی ، حال دا چې موږ پۀ پوهېږو ټول اسماني اديان د اخروي ژوند پر تله خپل پيروانددنيوي ژوند د سمون او تنظيم لپاره را بولي ، او بس

[quote:894f909f77] سيکولاريزم په رښتيا سره ددين سره په ټکرکي دئ؟[/quote:894f909f77]
هو! ځکه چې طبعا پۀ هغو ټولنو او هيوادونو کې چې دولتي سيسټم يې سيکولر وي ، وګړي يي سوکه ،سوکه له خپل مذهب څخه ليرې کېږي او سيکولر ( دنيوي ) ژوندته ياني چې هيڅ روحاني فضا ونه لري ما يله کېږي ، چې پۀ پای کې خورا ډېرې درنې او غمجنې پايلې لري اوهغه داسې چې ټولنيز وضعيت ميترياليستي بڼه اختياروي بشري او وجداني عواطف او احساسات له منځه ځي ،او ټولنه د يوې ټولنيزې بې اطمينانۍ ،ناکرارۍ او ناچاقۍ غېږې ته لوېږي او داسې نورې ناوړه پايلې ورته مخه کوي ، چې پۀ دې ډول له ټو لو اسماني اديانو سره پۀ تضاد کې واقع کېږي ا و بس
[quote:894f909f77]په سيمه دبيلګي په توګه پاکستان اوترکيه کي دسيکولاريزم څه حال دئ؟ [/quote:894f909f77]
پاکستان تر اوسه نه اسلامي ده نه جمهوري او نه سيکولر ، اما د امريکا پۀ خو ښه پکې هر نظام راتلای سي ، ، خو ددې بر عکس د اتا ترک پۀ برکت ترکيه يو واقعی سيکولر سټېټ دی او بس


Anonymous
20.10.2005

کتوازي صيبب ليکلي:
[quote:a60d349ee7]طبعا پۀ هغو ټولنو او هيوادونو کې چې دولتي سيسټم يې سيکولر وي ، وګړي يي سوکه ،سوکه له خپل مذهب څخه ليرې کېږي او سيکولر ( دنيوي ) ژوندته ياني چې هيڅ روحاني فضا ونه لري ما يله کېږي ، چې پۀ پای کې خورا ډېرې درنې او غمجنې پايلې لري اوهغه داسې چې ټولنيز وضعيت ميترياليستي بڼه غوره کوي ، بشري او وجداني عواطف او احساسات له منځه ځي ،او ټولنه د يوې ټولنيزې بې اطمينانۍ ،ناکرارۍ او ناچاقۍ غېږې ته لوېږي او داسې نورې ناوړه پايلې ورته مخه کوي ،او داد مايوسوۍ او نامېندۍ عالم وګړي له يوې ورځې وبلې ته انتحار او ځان وژنې ته رابولي . او بس[/quote:a60d349ee7]
دخدای نيک بخته يو مثال خو به دې ذکر کړی وای. دومره سيکولر اومذهبي هيوادونه موجود دي خو تاسې يو هم داسې مثال نه دی ښودلی چې ګوندي دغه ياهغه مذهبي ټولنه دسيکولر نه په اخلاقو کې وړاندې ده.
تاسې ليکلي چې په سيکولرټولنه کې بشري احساسات اوعواطف له منځه ځي . ايا دلته مو بيخي سرچپه واقعيت نه دی بيان کړی ؟ .ايا برعکس په عمل کې بشري او انساني عاطفه په سيکولرټولنه کې زياته نه ده؟ ايا فکرکوی چې دپاکستان اسلامي ټولني بشري احساسات اوعواطف دترکيې نه ښه دي؟ هيڅکله نه!! ايا فکرکوی دايران اسلامي جمهوريت دافغاني پناه غوښتونکو په وړاندې ښه بشري عواطف لري او که په سيکولر غربي هيوادونو کې؟
وروره يوه تيوري ده اوبل عمل. کله چې په کيميا کې يوه فورمول لولي نوحقيقت هغه وخت پيداکوي چې هغه په لابراتوار کې عملي شي. لطفا ماته يو اسلامي اوپه مذهب ولاړهيوادوښاياست چې دسيکولر هيوادنه زيات انساني اوبشري عواطف ولري؟ فقط يو يي رامعرفي کړه ! بيا يي درسره منم. خو که تاسې په نوروسيکولرهيوادونو کې ژوند نه وي کړی اودژوند تجريه يي نه لری اويوازې دپاکستان په څيرچې پخپله مو پاس راپيژندلی دی هيواد کې رالوی شوي ياست نو بيا مو ملامته نه بولم چې سپين درته تور او تور درته سپين ښکاري.


کټوازی
22.10.2005

ښاغلی مېلمه م ل ،سلامونه مې ومنئ
تاسې ليکلي :
د[quote:f2a6708ff2]خدای نيک بخته يو مثال خو به دې ذکر کړی وای. دومره سيکولر اومذهبي هيوادونه موجود دي خو تاسې يو هم داسې مثال نه دی ښودلی چې ګوندي دغه ياهغه مذهبي ټولنه دسيکولر نه په اخلاقو کې وړاندې ده.
تاسې ليکلي چې په سيکولرټولنه کې بشري احساسات اوعواطف له منځه ځي . ايا دلته مو بيخي سرچپه واقعيت نه دی بيان کړی ؟ .ايا برعکس په عمل کې بشري او انساني عاطفه په سيکولرټولنه کې زياته نه ده؟ ايا فکرکوی چې دپاکستان اسلامي ټولني بشري احساسات اوعواطف دترکيې نه ښه دي؟ هيڅکله نه!! ايا فکرکوی دايران اسلامي جمهوريت دافغاني پناه غوښتونکو په وړاندې ښه بشري عواطف لري او که په سيکولر غربي هيوادونو کې؟
وروره يوه تيوري ده اوبل عمل. کله چې په کيميا کې يوه فورمول لولي نوحقيقت هغه وخت پيداکوي چې هغه په لابراتوار کې عملي شي. لطفا ماته يو اسلامي اوپه مذهب ولاړهيوادوښاياست چې دسيکولر هيوادنه زيات انساني اوبشري عواطف ولري؟ فقط يو يي رامعرفي کړه ! بيا يي درسره منم. خو که تاسې په نوروسيکولرهيوادونو کې ژوند نه وي کړی اودژوند تجريه يي نه لری اويوازې دپاکستان په څيرچې پخپله مو پاس راپيژندلی دی هيواد کې رالوی شوي ياست نو بيا مو ملامته نه بولم چې سپين درته تور او تور درته سپين ښکاري.[/quote:f2a6708ff2]]
لمړی خويي تاسې دخپلې خبرې پۀ اثبات کې نۀسئ ښوولای چې پۀنړۍکې نږدې له يودرځن اسلامي هيوادونوڅخه يوهم پۀ ريښتينې مانااسلامي وي ،اما برسېره پردې ددې لپاره چې پۀ اخلاقي سويه جوته سي ،چې مذهبي ټولنې دسيکولر ټولنو پرتله څومره ،وړاندې او متمدنې دي ، نورې اسلامي ټولنې به هم پرېږدوپاکستاني سوسائټي به دبېلګې پۀ توګه واخلو:
پۀپاکستاني سوسائټي کې چې پۀ ورځينيوچاروکې دښځينه ؤ او نارينه ؤ ترمنځ ددوه اړخيزه درناوي د صميميت څخه پۀ ډک چاپيريال کې ګډون او اشتراک ته ګورو ،ښايي لوېديځې سيکولرټولنې سل کاله وروسته هم د مدنيت دغه لوړ مقام ته ونه رسېږي ، دساري پۀ توګه دلې برسېره پردې چې ټولنيز وضعيت يوه ملټي کلچرل بڼه غوره کړې ده ، ښځې ته د مور پۀ توګه د افتخار او وقارمقام ،دخور پۀتوګه دعزت احترام او وقار مقام د لور پۀ توګه د مينې شفقت ،او محبت مقام او دميرمنې پۀ حيث د مينې ،شفقت او رفاقت دروند او سپېڅلی مقام ورکول سوی دی ،هر نارينه د ښځې د نوموړو درنو او سېڅلو مقاماتوته درناوی او احترام خپله اخلاقي ،اسلامي او معاشرتي وجيبه بولي !!! [quote:f2a6708ff2]
تاسې ليکلي چې په سيکولرټولنه کې بشري احساسات اوعواطف له منځه ځي . ايا دلته مو بيخي سرچپه واقعيت نه دی بيان کړی [/quote:f2a6708ff2]
يه هيڅکله نه !!! ځکه چې يوځل يې بيا پۀزغرده وايم ، ميترياليزم چې انسان د مادې اومادیت لپاره غواړي ، انساني احساس او عاطفه نه پېژني ، د سيکولرازم له ګېډې را زېږېدلی ، پۀ دې دليل سره وايم ،[color=white:f2a6708ff2]طبعا او واضحا پۀ هغو ټولنو او هيوادونو کې چې دولتي سيسټم يې سيکولر وي ، وګړي يي سوکه ،سوکه له خپل مذهب څخه ليرې کېږي او سيکولر ( دنيوي ) ژوندته ياني چې هيڅ روحاني فضا ونه لري ما يله کېږي ، چې پۀ پای کې خورا ډېرې درنې او غمجنې پايلې لري اوهغه داسې چې ټولنيز وضعيت ميترياليستي بڼه غوره کوي ، بشري او وجداني عواطف او احساسات له منځه ځي ،او ټولنه د يوې ټولنيزې بې اطمينانۍ ،ناکرارۍ او ناچاقۍ غېږې ته لوېږي او داسې نورې ناوړه پايلې ورته مخه کوي ،او داد مايوسوۍ او نامېندۍ عالم وګړي له يوې ورځې وبلې ته انتحار او ځان وژنې ته رابولي . [/color:f2a6708ff2]او

هغه داسې چې ټولنيز نظام ددې له امله چې مذهب ورڅخه ايستل کېږي ، ميترياليستي بڼه غوره کوي ، اوبس [quote:f2a6708ff2]
.ايا برعکس په عمل کې بشري او انساني عاطفه په سيکولرټولنه کې زياته نه ده؟ ايا فکرکوی چې دپاکستان اسلامي ټولني بشري احساسات اوعواطف دترکيې نه ښه دي؟ هيڅکله نه!! ايا فکرکوی دايران اسلامي جمهوريت دافغاني پناه غوښتونکو په وړاندې ښه بشري عواطف لري او که په سيکولر غربي هيوادونو کې؟ [/quote:f2a6708ff2]
بيا هم ددې لپاره چې استدلالا ځواب درکړم ، له تېرو درېيو لسيزو راهيسې پۀ پاکستان کې د افغان کډوالو مثال رااخلم :
هيڅوک پۀ دې سترګې نۀ سي پټولای ،چې پاکستان نږدې پنځو ميليونو افغان کډوالو ته له تېرو دريېو لسيزو راهيسې پۀ خپله خاوره کې پۀ بلاقيده وشرط پناه ورکولو سره د بشر دوستۍ پۀ تاريخ کې دبشري خواخږۍ ،عاطفې او احساس يو داسې تاريخ رقم کړ چې د نړۍ پۀ يوۀ کونج کې به يي هم ساری ونه ليدل سي او بس
[quote:f2a6708ff2]خو که تاسې په نوروسيکولرهيوادونو کې ژوند نه وي کړی اودژوند تجريه يي نه لری اويوازې دپاکستان په څيرچې پخپله مو پاس راپيژندلی دی هيواد کې رالوی شوي ياست نو بيا مو ملامته نه بولم چې سپين درته تور او تور درته سپين [/quote:f2a6708ff2]
بلې ! ما رښتياهم دلې پۀ پاکستان کې نړۍ ته سترګې غړولې او دلې رالوی سوی يم ، نو له دې امله مې تردې دمه پۀسيکولر هيوادونو کې ژوند نه دی کړی ، اما د تمدن بېساري پرمختګ ، دا وياړ رابښلی ، چې پۀ نړيوال کلي کې له سياسي ، کلتوري ، فرهنګي او داسې نورو بدلونونو څخه پر وخت ځان خبر ،اګاه او پۀ جام جمشېد کې يي له نږدې وڅارم ، اوبس !!!


Saecularis

Anonymous
22.10.2005

سلامونه٠
ډيرښاغلئ کټوازئ صيب! زما په پوښتنو کي خو زه کومه دناپوهاوي ستونځه نه وينم،زما په اند ستونځه دلته ده چې تاسو نه غواړئ چي ځان په پوه کړئ،په تيره بيا چي ما په روڼه بڼه ليکلي*بنسټپالان*خوتاسو دهغه څخه**بنسټ پالنه**جوړه کړيده.په هره بڼه زما وړانديز دادئ چې يوبل به وزغمو که څه هم يوډول نظر ونلرو٠
دسيکولاريزم پرضد ددين څخه ناوړه ګټه اخيستنه:
په هغه هيوادونو کي چي سېکولاريستي ولسواکې شته ده نوددين اومذهب څخه په هيڅ ډول اوتر هرنامه لاندي ناوړه ګټه اخيستنه جواز نلري.ولي په دروغو اوتش په نامه ديموکراتيکو هيوادوکي ،دخپل واک دنه راپرزيدو لپاره ، دمذهبي اوديني جګړواورته لمن وهي.
په پاکستان کي ايوب خان په کال ١٩٦٥ دهند سره په جګړه کي داسلام دنامه څخه ګټه پورته کړه.ذوالفقار علي بهوتوددي پرځاي چي بنسټپال وځپي،دولت يي ديني کړاوديکشنبې پر ځاي ئي دجمعي ورځ رخصتي وټاکله.د*احمدي *فرقه يي غيراسلامي وګرځوله اودشرابو چښل يي ستره ګناه وبلله٠خودي کار کومه ګټه ونکړه اودضياالحق دواکمنۍ دوره يي منځ ته راوړه چي خپله بهوتو يي په داروځړاوه.
ضياالحق چي دمدرسه والو اوافغاني تالي څټوڅخه يي لښکر جوړکړنو دهيواد اسلامي ګرځول يي وټول پوښتني ته راوړاندي کړ.
بينظير بهوتو کله چي واک ته ورسيده نو دبنسټپالو سره دمبارزي پرځاي ئي دولس دغولولولپاره پوړنۍ پرسرکړ اودتسبيح په اړولو يي پيل وکړ.
نوازشريف دبينظير په خلاف درخصتۍ ورځ بيرته يکشنبه وټاکله خو له بله پلوه يي
دشريعت لايحه دپارلمان څخه تيره کړه.
دا ټولي لوبي يوازي اويوازي دواک دساتلو لپاره وي اوبس.
پاکستان مي دبيلګي په توګه دلته په لنډ ډول څيړلئ دئ.
نوربيا.


seacularis

Anonymous
23.10.2005

سيکولاريزم اوولسواکي:
ولسواکې اوسيکولاريزم ديوي سکي دوه مخه دي.هغه ولسواکې چي سيکولاريزم ئي مل نه وي په يوې داسي نيمګړي پاليسۍ اوړي چي داستبدادبوي ورڅخه دليري راځي. سيکولاريزم چي ولسواکۍ ته ئي شااړولي وي ديوي داسي پردي رول سرته رسوي چي ددولت دوګړنيزضدماهيت،دخلکوڅخه پټوي٠
لکه څنګه چي ولسواکي اوسيکولاريزم هم دنورواداره اوکنترولونکو اصولو په څيرد يوه دولت بڼه جوړوي نوځکه دوي هله اصيل اوتل پاتي وي چې دچاروواګي دپرګنو درښتينو استازوياني ولسواکي خوښوونکوسيکولاريستانو پلاس کي وي.
په ترکيي کي چي د٦٨ ميليونووګړو څخه ئي په سلوکي٩٨مسلمانان دي ،سکولاريزم په واک کي دئ اوددي هيواد په پرمختګ کي ئي ستره ونډه لرلي ده ولي داچي دسياسي مخالفينو اوهمداډول دکردانوحقونه اودولسواکۍ ارزښتونه ترپښو لاندي کيږي نوځکه له بده مرغه دسيکولاريزم ومقام اوپرستيژ ته يي تاوان رسولئ دئ او دي ستونزي دهغه زړه راکښونکې جاذبه راکمه کړيده.په همدي ډول هند چي که څه هم يوډول ټاکلي اوځانګړي ولسواکي خوښونکي سنن لري ولې داچي دچاروواګي داوس لپاره دهندوبنسټپالو پلاس کي دي اودمسلمانواوعيسويانو
لږکيو سره ناوړه چلند,وهل ټکول اووژل کيږي نو ځکه وسيکولاريزم ته هم ستر تاوان اوښتئ يا په بله وينا نيمګړئ دئ.
په وروسته پاتي او نژادپالو هيوادوکي تر څوچي وګړو داسلامي,يهودي, عيسوي
اويا هندوبنسټپالني څخه ژغورنه نه وي موندلي نوترهغوبه سيکولاريزم هم چي
دټولو اديانو دبرابرۍ ناري وهي, په خبرو اوعمل کي به ترپښولاندي وي.په هندکي بنسټپال هندوان پر مسجدنو اوکليساګانو باندي يرغل کوي ,اسرائيل دفلسطيني
بنسټپالواسلامي ډلو سره دمقابلي تر پلمي لاندي خپله په ترهګرۍ بوخت دئ,خو
برعکس په لويديځو هيوادوکي چي سيکولاريزم اوږده کلتوري تارېخې سابقه
لري او مسيحي بنسټپالنی څونې ژوري ريښي ندي ځغلولي, وګړي دهند, ايران او
سودان په پرتله, ارامه او بسيا ژوند لري اوهيڅوک پر مسلمان اوهندو لږکيو باندي
وژونکي بريدونه نکوي.
نوربيا.


م ن غروال
24.10.2005

دوستانو سلامونه!
سيکو لاريزم يوازې يوه غير مذهبي حکومتي سيستم ته ويل کيږي لکه څنګه چې محترم حليمي صاحب او ښاغلي نقاد ورور رڼا په اچولې ده٠ خو د ولسواکۍ پايله نه بلل کيږي٠ دا امکان لري چې يو حکومتي نظام اولسواک وي او سيکوليزم هم وغندي٠
او په اسلامي ټولنو کي لکه افغانستان دا ويز د غندلو دي٠ لويځ غواړي چې ديمورکارسۍ ته يوازې خپله موخه وربخښي او بس!
هر هغه څه چې دوئ خوښوي ديموکراسي ده او نور ټول چټيات!
دا ډير د ديموکراسۍ متفکرين نه مني٠ که ولس د ځان لپاره يو مذهبي نظام غواړي او ملا عمر يې وټاکه نو هم اولسواکي ده٠ ځکه ولس ټاکلۍ دي نه توپک!
د سيکولار موخه يوازې د مذهب سياسي فعاليت غندل دي او بس!
په درناوې


Anonymous
24.10.2005

هيټلرهم انتخابات ګټلي وو نو د هغه نظام ته به هم اولسواکي وايو ؟
ملا عمر چه له افغان اولسه مخ پټاوه اود يوه شکمن عرب سره يې افغان اولس نه برابراوه او ملي ګټو ته يې ارزښت نه ورکاوه او اسلام او حکومت يې د سوټي په زور چلاوه هغه ته رای ورکول اولسواکي ګڼې ؟

افغانان چه ٩٠ په سلو کی بېسواده وي اودرايو اوانتخاب په ماهيت خبر نه وي دهغوی فيصلې او رايې به هم په همدغه سويه وي ٠


seacularis

Anonymous
27.10.2005

[quote:f16ada5c00="غروال"]دوستانو سلامونه!
سيکو لاريزم يوازې يوه غير مذهبي حکومتي سيستم ته ويل کيږي لکه څنګه چې محترم حليمي صاحب او ښاغلي نقاد ورور رڼا په اچولې ده٠ خو د ولسواکۍ پايله نه بلل کيږي٠ دا امکان لري چې يو حکومتي نظام اولسواک وي او سيکوليزم هم وغندي٠
او په اسلامي ټولنو کي لکه افغانستان دا ويز د غندلو دي٠ لويځ غواړي چې ديمورکارسۍ ته يوازې خپله موخه وربخښي او بس!
هر هغه څه چې دوئ خوښوي ديموکراسي ده او نور ټول چټيات!
دا ډير د ديموکراسۍ متفکرين نه مني٠ که ولس د ځان لپاره يو مذهبي نظام غواړي او ملا عمر يې وټاکه نو هم اولسواکي ده٠ ځکه ولس ټاکلۍ دي نه توپک!
د سيکولار موخه يوازې د مذهب سياسي فعاليت غندل دي او بس!
په درناوې[/quote:f16ada5c00]
ډيرښاغلئ غروال صيب!
سلامونه اونيکي هيلي مي ومنئ.
لکه څنګه چي تاسو اونورو يارانو هم په ګوته کړيده اوهغه داچي سيکولاريزم ددين پر ضد ندئ اويوازي دمذهب سياسي کول نه غواړي ،نوښه به نه وي چي داخبره هم زموږپه ګران هيوادکي دعمل جامه واغوندي او دوګړو ترمنځ هغه توپير چي که څه هم مذهبي او ديني بڼه ولري، له منځه يوسي؟؟
زه خو پدي اند يم چي دټوپک په زور له بيري اوډارنه پرته پر مذهب نه ولاړ سياستوال دځنو څيړونکو دګومان په خلاف ,اوس هم په ټولنه کي ځاي لري،ښه اوبد
هرڅوک لري او دوچو اولندو يوځاي سوځول دانصاف څخه ليري بولم٠
په درناوي


seacularis

Anonymous
01.11.2005

په تيرپسي!
که چيري سيکولاريزم په لويديځ کي واک نه درلوداي نو دترهګري فعاليتونو په ګناه به ټوله مسلمانان بيرته خپلوهيوادوته اويا هم لږترلږه دافغانستان, ايران ,مراکش اوسعودي عربستان په لويدځ کې ميشت وګړي ,ليږل سوي واي,خودسيکولاريز له برکته داکارونسو, که څه هم ددي هيوادو ځني خلک په ترهګرۍ کي ښکيل دي.
په لويديځ کي دبنسټپالانو شته والئ اودهغوي کرغيړن ترهګر عمليات دټولو مسلمانانو ودريځ او پرستيژ ته تاوان رسوي.
که چيري ولسواکي پرخپلي اصلي ستني ياني سيکولارزم باندي تکيه ونلري نو هله بيا دولت کله چي وځان ته ګواښ وويني نوپه هره پلمه چي وي لکه کفرويل,دين اومذهب ته په سپکه سترګه کتل, الحاد, کمونيزم ,داسلام سره ضديت, دډيره کي دمذهب سره مخالفت اوداسي نور,وګړي نيسي, وهي-ټکوي يي اويا يي هم و زندان ته اچوي.
ډير داسي غورځنګونه اوهيوادونه شته چي دخپلوګټو ساتلو لپاره دلوديځ وسيکولاريستي غيږي ته ځان اچوي او دهغه لاسونه اوپښي مچوي .دبيلګي په توګه دشمال ائتلاف چي په يوه وخت کي دروسيي اوامريکا وډاله ته نڅا کوي ,دولسواکۍ اوښځو حقونو څخه خبري کوي اوياهم سعودي عربستان چې متحده ايالاتوپوري تړلئ دئ.خوځانته دتيښتي لاره هم پريږدي اووايي چه دااسلامې دموکراسي ده, پداسي حال کي چي ولسواکي يوه ده, لويديځه يا ختيځه,اسلامي يا غير اسلامي بڼي ځانته نلري
سکولاريزم اودين:
نوربيا.



ع کريم حليمي
20.11.2005

M.Helmand ورورته سلامونه !

زه داسي ويلی سم چه تاسو واياست چه :
[quote:4eb3807bab] دااسلامې دموکراسي ده, پداسي حال کي چي ولسواکي يوه ده, لويديځه يا ختيځه,اسلامي يا غير اسلامي بڼي ځانته نلري [/quote:4eb3807bab]
اصلا هغه څوک چه په اسلام او ديمکراسي پوهيږي داسي وايي چه :
ملي ديمکراسي ! ملي ديموکراسي ډير فرق لري ٠د غربۍ ديمکراسۍ سره !!!

 


کټوازی
20.11.2005

درنو مشرانو او ګرانو وروڼو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
د سيکولرزم تر عنوان لاندې پر موضوع ما تردې وړاندې خپل نظر روښانه کړی ،اوس غواړم چې د ښاغلي محمد هلمند پر دلچسپو ليکنو يو نظر وزغلوم ، ښاغلي هلمند ليکلي :
[quote:f54dba2bd3] که چيري سيکولاريزم په لويديځ کي واک نه درلوداي نو د[color=cyan:f54dba2bd3]ترهګري فعاليتونو[/color:f54dba2bd3] په ګناه به ټوله مسلمانان بيرته خپلوهيوادوته اويا هم لږترلږه دافغانستان, ايران ,مراکش اوسعودي عربستان په لويدځ کې ميشت وګړي ,ليږل سوي واي,خودسيکولاريز له برکته داکارونسو, که څه هم ددي هيوادو ځني خلک په [color=indigo:f54dba2bd3]ترهګرۍ[/color:f54dba2bd3] کي ښکيل دي.
په لويديځ کي دبنسټپالانو شته والئ اودهغوي کرغيړن ترهګر عمليات دټولو مسلمانانو ودريځ او پرستيژ ته تاوان رسوي. [/quote:f54dba2bd3]
پۀ ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايم ،چې پرموږ مسلمانانود راتپل کېدونکي هر نامۀ پۀ اثبات کې موږ پخپله دلايل لټوو،او پر ځان يې رښتيا کوو، دا که له يوې خوا زموږ د ايماني او اخلاقي مورال د تزلزل يوه ډېره شرموونکې نښه ده ،نو له بلې خوا مو د سياسي تفکر او فرهنګي ټرمينالوژۍ پر لا شتوالي دلالت کوي !!!
د علم ،پوهې او قلم د خاوندانو لپاره به تر دې پخپل قلمي او ملي مسؤليت کې بل ستر خيانت او جفا نه وي سوې ، که د ناپېژندلې ترهګرۍ اوتش پۀ نامۀ ترورزم دځپلو او کوبلو تر نارې لاندې پخپله پر بين المللي ترهګرۍ او وحشت د بوخت لویديځوال ايتلاف و هغې بې ثبوته نارې او ډرامې ته د ننۍ ډيپلوماټيکي درېڅې او زاويې څخه وګورو ،چې د وروسته پاته هيوادو او پۀ تېره بيا داسلامي نړۍ د هر اړخيز،اسارت اومحکوميت پۀ موخه يي پر لار اچولې !!!
نور بيا


نقاد
20.11.2005

سيکو ﻻريزم يو دريځ دی ،چې ددولت له شکل او محتوا سره اړيکه نه لري او صرف دنيوي دولت دنيا يي بڼه غواړي . خو دموکراسي هم دريځ او هم د حکومت شکل دی . هو سيکولريزم د حکومت مذهبي شکل ردوي، نور که حکومت ديکتاتوري وي لکه فاشيستي او کمونېستي ،او که شاهي يا جمهوري وي ورته بالکل بي تفاوته ده . بياهم تر ټولو زياته ګټه يې ولسواکۍ ته رسيږي ، ځکه
ولسواکي که مذهبي دولت هم مني خو مذبي دولت بيا ولسواکي نه مني ، حال داچې سيکوﻻريزم د ولسواکۍ مخ په وړاندې مارش ته خپله بجه خانه غږوي او ولسواکي هم په عامو آزاديو کې دولت د مذهبي ، فاشيستي او کمونېستي ديکتاتوريو څخه ددولت آزادي غواړي، مګر داچې يو مذهبي دولت د ولسواکۍ
اصول منلي وي او له ديکتاتورۍ څخه کرکه ولري . والسلام !


Anonymous
20.11.2005

لومړې سلام !

سيکولاريزم اومذهب دوه بېلې تګلاری دي چې دوه بېلواوتېروبېرلوريوته غزيږي ٠ سيکولاريزم دسياسي اوټولنيزسيستم هغه فلسفه ده چې د مذهبي کړنوپه وړاندی سپروي ٠
که له سيکولاريزم څخه مذهب ته مخ واړوو نو وبه ګورو چې هلته د برېښېدونکی نړۍ ترشا اندېښنې وجود لري چې د(علت ) پرځای په ايما ن ډډه وهي ٠
په دواړو تګلارو کی دنفې خاصيت يورنګ وي خو دنوښت اوبدلون خاصيتونه پکې توپير لري ٠ د بېلګې په توګه که يوسياسي نظام د سيکولر فلسفې په اشارو عبوراومرور څاري نو د ښۍ اوچپ لوري ته د تاوېدو تامل يې هم يوازې په اشارو پورې تړاولري ٠ په خپله تګلاره د تم کېدو ، ګړندي کېدواو-ورو کېدواختيار هم نه لري ٠ همدغسې د مذهبي تګلارې هرڅه ټاکلي او نه بدلېدونکي وي ٠
دسيکولرفلسفې د عملي څېړنو اصلي زړي مادي نتيجې وي خو د مذهبي کړنو نيجې په معنوي اعتقاد کی لټول کيږي ٠
لکه څنګه چې مو وليدل ، نه سوچه سيکولر او نه مطلق مذهبي کړنلارو ټولنيزملاتړترلاسه کړ ٠ ددې علت داوو چې په دواړو کړنلارو کی دوخت تقاضو اود ټولنيز سيستم طبيعي خاصيتونو ته توجه نه کېده ٠ په داسې حال کی د طبيعي پروسوپه جريان کی مداخله رامنځ ته کېدله اودغو پروسو خپل طبيعي سايکل نه شو بشپړولای ٠
لنډه داچې يومنځ روې ( ميانه رو ) سيستم ، يامنځ روې سياست ډېر ښه وي اود هر فکر اوعقيدې سره چلېدای شي ٠ په ځانګړې توګه ، افغاني ټولنې د قاطع مذهبي او قاطع سکولاريزم نظامونه وليدل چې دخوښۍ سبب يې نه شول ٠

نظرخان


Sacularis

Anonymous
21.11.2005

[color=blue:79abf24251][/color:79abf24251]
وټولو يارانو ته درناوي اوسلامونه!
ډيرښاغلو :
حليمي صيب , نقادصيب , کټوازئ صيب او نظرخان صيب !
ستاسو دونډي اخيستني اوهم دخپل اند دڅرګندولو له کبله غواړم دزړه له کومي
مننه درڅخه وکړم.
کټوازئ صيب زه ميوند هلمند يم او يو وار بيا په ډيره درناوي درته وړانديز کوم اوهغه داچي يو بل به وزغمو که څه هم يوډول نظر نلرو٠کنايي ليکل او خپل اندديوي فتوا په ډول سره وړاندي کول زما په اند دخبرواترو مخه نيسي.
نورنوخوښه ستاسو.
په درناوي.


Anonymous
21.11.2005

ډېرقدرمن هيلمند صېب سلام !

تاسو زما نوم هم ذکر کړې نوځکه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې زه په کلکه د متقابل احترام اوصولوته ځان پابند ګڼم اوترڅوچې د بل لوري سپکاوې نه وي زما څخه به بده خبره څوک وانه وري ٠
څوک چې ځانته سوچه مسلمان اوپښتون وايي ، بايد عملا" د تهذيب او معاشروي ادب ثبوت هم وړاندی کړي ٠ په هيڅ ځای کی داسې علم ، علمي څېړنه او علمي بحث نه شته چې په غېر مهذبه توګه چاپ شوي وي اوڅه تاثير يې کړې وي ٠
که خبره په مسلمانۍ او غېر مسلمانۍ کی وي نوپه افغانستان کی تر ټولو سپين لمني سيکان د ي ٠ حضرت عمر فاروق ( رض) دخپل عمر ترنيمايي پورې د مسلمانانو سرسخت دوښمن وو خو ديوه عادل مسلمان خليفه په توګه يې اوس پېژنو ٠ نو سړې نشي کولای ووايي چې پخوا يو څوک څنګه وو بايد تل ورته په هماغه سترګه وکتل شي ٠
زه د شخص په ارزولو کی دهغه ټولنيزو ښېګړو او خيانتونوته ګورم ٠

دنظراختلاف ، د عقېدې توپير ، دپديدو څېړنه ، نيوکې تبصيرې اوداسې نور سرحد نه لري اوشخصا " ماته بې تفاوته ده چې څوک دکوم فکري مکتب پيروي کوي ٠
هغه څه چې ماته له هرڅه زيات اهميت لري هغه ګټورعلمي اومنطقي بحث دې اوبس ٠

په درناوي

ستاسو يوورور
نظرخان


ghafar
23.11.2005

هلمند صاحب سلامونه!
زه ستاسو نظر تائيدوم، سيکولاريزم د دين او مذهب پر ضد نه، بلکې ددولت چارې د دين او مذهب له اغېزې څخه جلا کول دي. يوه ستونزه په دې بحث کې دا ده، چې ځينې دوستان د په نړېواله سطح منله شوې دموکراسي کلمې پر ځاي د ولسواکي کلمه استعمالوی او هغه بيا په ټاکنې يې خلاصه کوي، لکه چې محترم غروال صاحب هم همدا کار کړئ دئ، چې د ملا عمر له ټاکنې څخه يې د بېلګې په توګه يادونه کړې ده. دموکراسي ( ولسواکي) پراخ مفهوم لري او يواځې د هېواد دمشر په ټاکنې کې نه تمامېږي.



ع کريم حليمي
24.11.2005

محترم ghafar صاحب او ښاغلو لوستونکو 
سلام و رحمه الله و برکاته!
ډېموکراسي ريشتيا هم يو پراخ مفهوم لري !
دا ئې دپراخوالي کمال دۍ چه د انګلستان ډيموکراسي پرق لري د جرمني د دېمکراسۍ سره ، د جرمني دېمکراسۍ بيا فرق لري د جاپان د ديمکراسۍ سره ٠ 
او د هر ملک د ډېمکراسۍ يو اصل سره شريک دۍ چه هغه انتخابات دي 
او په هره ديمکراته ټولنه کښي بايد انتخابات وي ٠ که عام انتخابات ئې نه درلوده نو منلې دېمکراسي نه ورته ويل کيږي ٠ 
که هر ملک داسي ډېمکراسي غواړي لکه امريکائې ډېمکراسي ٠ نو بيا ملي 
ډېمکراسي نه سوه ٠ نو ناکامه ئې بوله ٠ لکه کمونيزم چه ناکامه سؤ 
اما په چين کښي کمونيزم کاميابه دۍ ٠ ولي چه د چين کمونيزم يو  ملي کمونيسټي نظام دۍ ٠ 
په افغانستان کښي موږ افغانان بايد يو ملي ډېموکراسي و لرو ٠
چه ولسواکي ئې بولو ٠ داچه د ولسواکۍ تر چتر  لاندي څه سته په غرب کښي 
ټوله ئې افغانانو ته د منلو وړ نه دي ٠ چه دغه نه منلو ته ئې وائې ازادي 
په مثال ئې په امريکاکښي سته ٠ د يوه سټېټ ازادي ئې فرق لري د بل سټېټ 
state سره ٠ په ٤٩ سټېټو کښي جنسي روابط په پيسو رانيول جرم دي 
او د يوه سټېټ په دوو ښارونو کښي جرم نه دۍ ٠ 
او اسلام هم دغسي دۍ ٠ په نړۍ کښي ٠ هم پنج بنا يوه ده په ټوله اسلامي ملکونو کښي ٠ اما فرعيات فرق کوي د يوه ملک تر بل ملک پوري ٠ لکه دا پنځه امامان چه څلور ځانته اهل تسنون  وايي او پنځم ئې ځانته اهل شيعه وائې ٠ او ټوله د اسلام تر چتر لاندي دي 
نو موږ داسي ديمکراسي غواړي چه ددولت چارې د دين او مذهب تر اغېزې لاندي وي ٠ داسي ديمکراسي نه غواړو چه :
ددولت چارې د دين او مذهب له اغېزې څخه جلا کړي ٠ دا يوه لويه  ستونزه ده 
که څوک غربۍ ديمکراسي په افغانستان کښي غواړي ٠ نو اصلا ديمکراسي او ولسواکي نه غواړي ٠ 
مرګ دي وي پر هغه ولسواکي ، ديمکراسي چه اسلامي او ملي شئونات په کښي ساتلي نه وي ٠ که زموږ ملي او پښتني شئونات ونه ساتلی سي نو بيا ديمکراسي هم نه سوه 
دېته ويل کيږي يکتاتوري ٠ 


Anonymous
24.11.2005

ديموکراسي ددې نړۍ له پاره ده او اسلاميت دمرګ نه وروسته! دا دواړه سره نه ګډيږي. څوک يي چې سره ګډوي هغه دديموکراسۍ په مانا نه پوهيږي او يا داسلام دغوښتنو تحليل نه شي کولی. سيکولريزم ددولتي سيستم له پاره مناسبه چاره ده خو مذهب دهغې بلې نړۍ له پاره توخه ده چې يوازې بايد داخلاقو سره تړاو ولري. څوک چې مذهب سياست سره ګډوي هغوی ملايان دي اوغواړي چې په دې توګه سياسي قدرت کې ځانته دپښې ځای پيدا کړي او که نه په دې هيڅ کوم داسې ضرر نه وينم چې اسلام اوسياست دې سره جدا وي.
زه باور لرم چې دا دواړه سره جلاکيدونکی دي. دا داوسني عصر غوښتنه ده او که هرڅومره بنيادګرايان بمونه والوزوي، ښوونځي او اکاديميک مرکزونه وسيځي، په جوماتونو کې مترقي اوروښانفکره ملايان ووژني مګر خپل دغه ناپاکه هدف ته به ونه رسيږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more