د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پټې خزانې نوم به دپنځوسوو پېړیو لپاره په اسمان کې خوندي شي

Anonymous
16.10.2005

د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز په پام کې لري د ( پټې خزانې)نوم د پنځوسوو پېړیو لپاره فضا ته ولېږي ]
K E O
په یوویشتمه پېړۍ کې د یونسکو ترټولو ستره پروژه
د نوموړې طرحې پر بنسټ په پام کې دي چې په ۲۰۰۶ کال کې یوه سبوږمکۍ فضا ته وتوغول شي چې په هغې کې به د ځمکې پر سر د ټول بشریت یوشمېر فرهنګي توکي څای پر ځای شي او دغه توکې به هسک ته ولېږدول شي .دغه سپوږمکۍ داسې جوړه شوې چې وروسته له پنځوس زره کالو به بېرته ځمکې ته راګرځي او په دې توګه زموږ د وخت او ان زموږ له وخت نه پخوا فرهنګي توکي – تاریخ او تمدن به پنځوس زره کاله په هسک کې خوندی وي او له اسمان نه به بېرته د پنځوس زره کاله وروسته انسانانو ته چې دلته پر ځمکه به ژوند کوی د سوغات په توګه دالۍ کیږي ، بې له شکه پنځوس پېړۍ وروسته به نور او ډېر هوښیار انسانان د دې ځمکې پر سر ژوند کا او د ځمکې د تېرو اوسیدونکو ډېر غوره او ښه توکي په واک کې ولري .دا نو نده څرګنده چې په دې سپوږمکۍ کې به د افغانستان د ولس هم څه وي او کنه ؟
په دغه لنډه لیکنه کې هڅه شوې نه یوازې دغه بروژه معرفي شی چې دا هڅه هم شوې وویل شي هر انسان د دغې پروژې په پیاوړتیا کې څنګه برخه واخلی ؟
د K E O په باب
. د یوویشتمې بېړۍ لپاره د ملګرو ملتو د یونسکو د څانګې یوه ستره او په زړه پورې پروژه ده چې له مخې به یې په ۲۰۰۶ کال کې یوه سبوږمکۍ فضا ته وتوغول شي چې په هغې کې به د ځمکې پر سر د ټول بشریت یوشمېر فرهنګي توکي څای پر ځای شي او دغه توکې به هسک ته ولېږدول شي .دغه سپوږمکۍ داسې جوړه شوې چې وروسته له پنځوس زره کالو یانې پنځوس پېړۍ وروسته به بېرته ځمکې ته راګرځي .
که غواړئ نوم مو ۵۰۰۰۰کلن شی او یا د پنځوس پېړیو وروسته انسانانو ته کوم پیغام ولرئ نو لهK E O سره مل شئ

زه څه کولای شم ؟
د ځمکې پر سر هر انسان کولای شي یوه جمله ، یوه هیله ، یوه غوښتنه ، یو ارمان ،یو اند ، یوه ګروهه ، یو شعار ، یوه کیسه ، یو شعر ، یو ژورنالیستیک ژانر .... پخپل نوم یا د خپلې مورنۍ ژبې په نوم نوموړې موسسې ته د ثبت او راجستر لپاره ور واستوي . دا د ټولو انسانانو او له هغې ډلې د افغانانو حق دی .ښځه ، نارینه ، ماشوم ، ځوان ، زاړه خلک ، د هر نژاد ، توکم ، ژبې ، قام ، سیمې ، مذهب ،فرهنګ او زده کړو د هرې کچې خاوندان کولای شی د یوې جملې يه لیکلو یا ویلو سره په دغه ستر ه پروژه کې خپل پیغام راتلونکو نسلونو ته څرګند کړی K E Oدغه ټولې جملې پرته له کوم سانسور نه په خپلې ټولګه کې د یو خانګړي سېستم پر بنسټ چې دغه سپوږمکۍ یې لری ساتي . .

KEO د اوس وخت لپاره
کله چې دغه ټول پیغامونه راټول شول او سپوږمکۍ هسک ته وتوغول شوه دغه ټول پیغامونه البته د لیکوالو د نوم له څرګندولو او ښودلو پرته دKEO په انترنیتي سایټ کې خپریږي او دا د دې لپاره چې نه یوازې د نوموړو پیفامونو خاوندان د خپل پیغام له رسېدو ډاډمن شي چې نړېوال تفاهم او پیوستون هم رامنځته شي ، ځکه دا پیغامونه خو د نړۍ د هر قام ، هرې ژبې ، هر تمدن او هر کلتور خلکو لیکلي او دا په ټولیزه توګه د همدې خاوریني ځمکې اوسیدونکي دي چې یو نوم لري .اوهغه د یوویشتمې پېړۍ انسان .دا هم باید څرګنده شي چې د دغو پیغامونو په هکله به ټولنپېژندونکې څېړنې هم وشي چې پایلې به یې یو په بل پسې په هماغه انترنیتي سایټ کې د ټولو د نندارې لپاره کېښودل شي .
KEO او افغانستان
تر اوسه د نړۍ له بېلا بېلو سیمو څخه د خلکو زیات شمېر پیغامونه نوموړې موسسې ته وررسیدلي دي ، خو له بده مرغه د افغانستان د متمدنه ولس څخه یاخو هېڅ کوم پیغام نشته او که شته هم دومره به لږ وی چې په نشت کې راځي .له افغانانو څخه چې د ستر تمدنونو زېږونکي خلک دی ددې تمه کیږي چې په دغه ستر فرهنګي امر کې فعاله او ژوندۍ برخه واخلي .دیونسکو د موسسې ددغه نوښت په ستایلو سره په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز اداره له ټولو قدرمنو لوستونکو او خپلو ټولو ګرانو هېوادوالو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې په دغه امر کې د ځان او د ( افغان ) د بقا او پایښت لپاره برخه واخلي
څنګه او په څه ډول برخه واخلو ؟
دا اوس اوس سره له دې چې ناوخته شوې خو بیا هم له ټولو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کیږي چې خپلو پیغامونو ته د ثبت او راجستر امکان ورکړي او پرته له دې چې ځنډ شي باید خپل پیغام په یوه جمله کې چې ډېره اوږده نه وي ،ولیکي البته لیک باید ډېر روښانه ،او حرګند وي او د یونسکو ادارې ته یې ورواستوي .دا هم باید څرګنده کړو چې باید خپل نوم ، د زېږېدو نېته ( په میلادی )، ځای او جنسیت مو هېر نشي .
تاسو کولای شئ خپل پیغامونه پخپله خوښه او له پوره سوچ نه وروسته ولیکئ هېر مو نشي چې ستاسو پیغام پنځوس زره کاله وروسته لوستل کیږي د پیغام د لېږلو پته www.KEO.org دخپلواکۍ اداره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more