نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کرزی در آرزوی ملاقات با شارون است!
Anonymous
16.10.2005
کرزی در آرزوی ملاقات با شارون است!
دادې هغه خبر عنوان دئ چې په اريايي ويبپاڼه کې نشر شویاو ليکلي ئې دی چې:
يوروسليم 14 اکتبر- حامد کرزی گفت که وی در انتظار ملاقات با آريول شارون نخست وزير اسرائيل است. وی هم چنان گفت که می خواهد راه پرويز مشرف را تعقيب نموده دست شارون را بفشارد. کرزی گفت:« به نظر من مشرف خوب کار کرد که دست شارون را تکان داد. اگر به من هم فرصتی دست بدهد، عين کار را خواهم کرد» « انشا ءالله من هم در آينده نزديک با شارون ملاقات خواهم کرد»
زه نه پوهيږم چې د ا کار اود اسې بيان د کرزی پخپله خوښه دئ او ايا د افغانستان داوسيدونکو د ډيره کيو دنظر ښکارندوی دئ او که نه؟ اياداسی بيانونه به په افغانستان کې د وضعې په ښه والي او يا خرابوالي کې کوم رول ولری اوکه څنګه؟
Anonymous
16.10.2005
هلکه کوشانه ته خو بيخي ديوه امريکائي اجنټ په دود پرو پا ګنده کوي .
ايا د افغانستان او اسائیلو د اړيکود ټينګولو وخت دئ؟
Anonymous
16.10.2005
ايا د افغانستان او اسائیلو د اړيکود ټينګولو وخت دئ؟
زماپه نظر نن افغانستان په نړۍ کې رښتينو دوستانو ته ډيره اړتيالري٠ په دې ﻻره کې بايد د هرګام ستاينه وشی، خومناسبه موقع، اولويتونه او امکانات بايد له پامه ونه باسو٠
د ټولو نه زيات موږ له ګاونډيانو او دمنطقې له هيوادو سره د سولې ا و متقابل درناوی په فضا کې ژوند کولوته ضرورت لرو٠ موږ له ايران ، تاجکستان، ازبکستان ، ترکمنستان ، هند، چين او نورو سره کومه ستونځه نلرو،نو ځکه بايد چې ورسره ښې اړيکې ولرو او وئې ساتلای شو٠ افغانستان له پاکستان سره د سرحدی ستونځې دلرلو سره سره له نوروګاونډيانو څخه زياتې هراړخيزه اړيکې لری، داسې چې په افغانستان او پاکستان کې دمدبرو او توانمندو دولتونو په موجوديت سره کيدای شی دااړيکې هم په ﻻزمه سطحه کې وساتل شی٠ په تيره بياپه اوسنۍ مشخصه موقع کې د پاکستان سره د روابطو خړ پړکيدل زما په نظر د افغانستان په ګټه نه دی٠ دلته بايد ووايم چې له پاکستان سره دا وروستي جنجالونه نه يوازې د افغانستان په وړاندې د پاکستان د دولت بدنيتي ښئی، بلکې ورسره يوځای د افغاني دولت دخارجی سياست بې کفايتي هم څرګندوی او د امريکا د خپلو پټو پلانونو دموجوديت امکان هم شته چې دهغوپه خاطر دوه تر خپل حمايت لاندی همسايه هيوادونه د خپلو دوستانو -مشرف او کرزی- له ﻻرې داسې لوبوته را کښيکاږی ، خو عمومی کنترول يې پخپل لاس کې لری٠
افغانستان نن د نړيوالو سترو قوتو د توجه په محراق کې قرار لری٠ داسې چې نن افغانستان له کافي اندازې هم زیات نړيوال دوستان لری ٠ امريکا، اروپا، جاپان، روسيه اوډير نور په افغانستان کې مستقيما حضور لری، له عربي هيوادو سره اړيکې شته او افغانستان داسلامی کنفرانس د هيوادونو غړئ دئ٠ زما په نظر په دا اوس مهال کې که همداموجوده بين المللي اړيکې سمې وساتلای او وپاللای شو او لازم کيفت ته ئې لوړې کړای شو، چې له موږ نه ډ ير کار ، وخت او مصارف غواړی، همدا مو بس دی٠
زما په فکر د کرزی داا شتياق چې د بوش د ملګری شران ﻻس په ﻻس کې ونيسي د افغانستان د خارجي سياست د ضرورت نه سرچشمه نه نيسي، بلکې لکه چې ده پخپله ویلی غواړې دمشرف تقليد وکړی او داخو مخکي مطبوعاتو افشاکړه چې مشرف دې کار ته د بوش د فشار په واسطه مجبورشو٠
دافغانستان د اسلامي جمهوريت منتخب رئیس بايد د يهودو دبنيادګرشارون د ﻻس نيولوته دومره اشتياق ونلری، ځکه چې زما په نظر ئې زموږ هيواد ته له ګټې څخه تاوان زيات دئ، بلکې بايد پخپله شارن ددې هدف د تر لاسه کولو له پاره ډير مصارف وکړی چې له يوې خوا اسرائیلی دولت له تجريده- اوهغه هم په اسلامي هيوادونو کې- خلاص کړی او له بلې خوا همدا موفقيت د اسرائیلو په داخل کې دخپلو مخالفينو په ضد په راتلونکوکې وکاروی٠
که کرزی يا پخپله شخصاله شارون څخه وعدې او پيسې اخيستی وی اويا د بوش تر فشار ﻻندې دې کارته ﻻس واچوی، دابه يې زماپه نظر په داخل کې لا زيات تجريد کړی او په عر بی او ډيرو نورو هيوادو کې به د افغانستان لړزيدلی موقف ته تاوان ورسوی٠
Anonymous
16.10.2005
يارانو هسې وخت مه ضايع کوي ما په بي بي سي کي پرون واوريدل چي ولسمشر کرزي داسي خبري نه دي کړي ، دا هسي تبليغات دي ، په داسي څه وګړيږۍ چي په کار مو شي په هوايي خبرو وخت ضايع کول خپله انرژي خرابول دي .
Anonymous
16.10.2005
دوستانو ته سلامونه.
ددي پاڼي ويوه ليکوال ته که څه هم کشر وي, داجنټ تورئ کارول تيرئ بولم او هيله لرم چي ښاغلئ ميلمه خپله بخښن غوښتنه په ډاګه کړي.
که چيرې دمصر عربي جمهوريت،عربي متحده امارات،اردن اوترکيه داسرائيلو سره يونه يوډول اړيکي ټېنګوﻻي شي نو افغانستان ولي دخپلو ملي ګټو ساتلوپه
نظرکي درلودلو سره داکارنشې کوﻻې؟
څه موده مخکي اسرائيلي چارواکي دعربي متحده اماراتوډوبي ته ورسيدل اوهلته يي دخپلي نماينده ګۍ دفتر پرانيست.
دعربو اواسرائيلو ترمنځ پخلاوي سره بايد مرسته وشې.
په درناوي.
Anonymous
16.10.2005
ټولوته له سلام وروسته!
اول خواهش مې له ټولو وروڼو او د بحث له ملګرو څخه دادی چې دخدای روی ومنی او پر يو اوبل باندې ځای او بې ځايه ټاپې مه وهۍ٠
دوهم خواهش مې دادی چې د انترنيټ له ﻻرې په تماسونوکې مشراوکشر، خوار او بډای، د پوهنتون استاد او د ښوونځی زده کوونکئ نه سره پیژندل کيږې، نو ځکه بايد ټول يوله بله سره احترامانه او د مساوی چلند انتظار وباسو٠
دريمه خبره داده چې افغانستان بايد دنړۍ په سياست کې خپل رول تر خپلې وسې ولوبوی،خو نه داسې چې د نورو د پخولاينې له پاره د خپل ځان دښمنان زيات کړو٠ د عربواو اسرائیلود ستونځې په حل دا څو لسيزې ټوله نړۍ او په تيره بيا امريکا بريالی نه شوه ، نو چيرې خوار او په ځان پورې حيران افغانستان او دومره غټ کار؟ هغه يو متل دی وائی : موږک په غار نه شوای ننوتلای ، چچ ئې هم په ځان پورې وتاړه٠
وسلام
dayr sharm day
Anonymous
16.10.2005
salamona tolo la !
da salam na pass, yawazay yawa neeoka pa Koshan laram hagha daa che de dasay leekee ( مونږه د اسرايليانو مذهب او کلتور ته په دومره بده او ټيټه سترګه ګورو چی د هغه د لمنځه وړلو دپاره حتی په خپل هيواد کی جهاد کوو او د پښتنو ښوونځيو ته اور اچوو. )
daa pakoma mana taso worta goray che da leekelee dee?
bala daa che da Kosshan da kom parchamy zoy khkaree bal hays ham na, Pakhtoonwali ya afghanyat na pa tekee na day khabar da afghanistan pa dod culture napoyagee aw asay aplatay way
pakhtano ta pa har tekee kay spaka leekee aw way.
dayr da sharm zay de da insaan zoy sha da plar pa pla maza plar day ghol wokrel te woss qasd lary?
bakhana ghuaram la zeeno meshrano seka daa kass asay saray pa ghosa ke bayzaya irony khaber kwee
Anonymous
17.10.2005
وه خلکو!
افغانستان خوداسرائلو سره کومه مستقيمه دوښمني نه لري اونه يې ورسره کومه پوله شريکه ده ٠ يواځی سياسي اختلاف دې هغه هم د فلسطين سره د خواخوږي په خاطر
چه د اسرائيلو لومړي درجه حريفان يعنی د فلسطين مشران د شيرون اونورواسرائلي مشرانو سره لاس ورکوي اوپه يوه مېز ورسره مذاکرې ته کښيني افغان مشران ورسره ولی کښينني ؟
دميلمنوملګری
ع کريم حليمي
17.10.2005
محترمومېلمنو ،دميلمنوملګرې په خير راغلې ٠ ښې چاري تاسوته غواړم
کله چه حکومتونه د ځمکي پر مخ پيدا سوه ٠ نو سياست ورسره وزېږېدۍ
دغه سياسي اصل دي چه يو ښه حکومت په چليږي ٠ او دا اصول دومره نازک دي لکه دغڼي تاروه يا د غڼي د ښکار کولو نظام ٠ چه دقيسم قيسم حشراتو ژوند دﻻسه پکښي ور کړي ،او په عيني وخت کښي ډير ژير ئې يوه قوي حشره له مېنځه وړلې شي ٠ کوم د ملک رئيس چه په ساسي نظام ،مناسباتو ښه نه پوهيږي داسي ژير خرابيږي نظام ئې لکه د غڼي نظام ٠
داسي ورځ راروانه ده چه يو ورځ به اسرائيل سفارتونه ولري ٠ په ټوله اسلامي نړۍ کښي ٠
که د کارته داسي يو وطن سلا ور اوږد کړي ،يا يوازي اويوازي د لاس روغبړ ورسره وکړي ٠ نوبيا دا د اسلامي نړۍ ډير بد راځي ٠ يوه امريکا او اسرائيل په دوستان سي
او د اسلامي نړي د سياست سره به ټکره سي ٠ دوه به دي دوستان سي اوشپارس په دي ٠ سياسي مخالفين سي ٠ چه دا به د افغانستان په سياسي تاريخ کښي يو تور داغ سي ٠ نوبه افغانسان غڼي په جال کښي بند وي ٠
پاکوستان خو اېتم لري ٠ موږ د چيشي قدرت يو ؟؟؟؟ د زمريانو په برېتو بازي نه سو
کولی ٠ هغه غاښونه ئې نه ګورې ،او دغه سرې سترکي !!!!!!!
دا پېريانانو ښار دۍ نه پوهيږي چه واده دۍ او که جنازه ده ٠ ځان پوه کړه اول بيا نو به
کورې ٠ چه لاس ورته ورته کړې د فاتحي ، که د اتڼ ورځ ده
Anonymous
17.10.2005
پرون ښاغلی دردمن ليکلي ؤ چې يارانو هسې وخت مه ضايع کوی٠ ما په بي بي سي کې پرون واوريدل چې ولسمشر کرزی داسې خبرې نه دی کړې، دا هسې تبليغات دی٠ خو نن بيا نوی خبر داسې دئ:
احتمال ديدار شارون و كرزی
بعد از ابراز تمايل حامد كرزی مبني بر ديدار با آريل شارون كه در روزنامه يديعوت آحرونوت به چاپ رسيد، اكنون تمامي نگاه ها به تركيه و رجب طيب اردوغان دوخته شده است. به گزارش ايسنا به نقل از روزنامه دارالخليج - چاپ امارات متحده عربي - برخي منابع ديپلماتيك گزارش دادند، اگر ديداري بين حامد كرزی ، و آريل شارون برگزار شود، محل برگزاري آن در استانبول خواهد بود؛ به ويژه اينكه بين رجب طيب اردوغان، نخست وزير تركيه و كرزي و شارون روابط ويژه اي وجود دارد.
به گفته اين مقامات در چارچوب تلاش هاي اردوغان براي ايفاي نقش تازه و اصلي در خاورميانه، تركيه مشتاق ميزباني ديدار كرزی و شارون است.
اطلاعات اخير نيز نشان دهنده تلاش اردوغان براي برگزاري كنفرانس آشتي كشورهاي عربي و اسرائيل در استانبول در اواخر سال جاري بوده است
يعنې دا چې موضوع جدی ده او دا بيا زموږ د هيواد په برخليک ستره اغيزه لری٠ فلسطيني مشران خو له شرون سره ناستی ته مجبور دی، بله چاره نه لري اوکه د فلسطينيانو په زړه او خوښه وای خو اسرائيل به ئې بيخی هلته پريښی نه وای٠ ولې موږ داسې مجبوريت نه لرو٠ دبلې خوا ضرور نه ده چې موږ د نړۍ له ټولو هيوادونوسره اړيکې ولرو٠ دا کار امکان نه لری ٠د اړيکو نه لرل حتما د دښمنئ ماناهم نه لری٠
ن٠ م
Anonymous
17.10.2005
سلامونه٠
ښاغلي ميلمانه کوﻻي شي چي دهغو هيوادو نومونه واخلي چي داسرائيلو سره داړيکو ټينګولو له امله به يي له افغانستان سره اړيکي خړي پړي شي؟؟اوولي؟؟
په درناوي.
Anonymous
17.10.2005
زه خو وايم چې افغانان له اسرائيلو سره د اړيکو د نيولو ضرورت نه لرې، موږ ترې ګټه نه شو کولای٠اول دا خپل همسايګان او بيا عربي او بيا ډير نور اسلامي او غير اسلامي هيوادونه په دې کار نه خوشحاله کيږی٠ بله داچې اسرائيل خو يو تجاوزکاراو د اسلام په ضد ملک دی زموږ په اړيکو نيولو نو ر هم تقويه کيږی ٠ زه به بيا دا سوال وکړم چی په دی کار کی د افغانستان ګټه څه ده؟
Anonymous
17.10.2005
زموږ يي په فلسطينيانو څه؟ ډيرشتمن عربي هيوادونه ، همژبي اوګاونډي هيوادونه بايد دفلسطين غم وخوري ، نه افغانستان! موږ بايد دخپل هيواد ګټي په نظرکې ونيسو. که دامريکا اونورو اروپايي هيوادونوسره ديپلوماتيک اړيکي لرو ولي د اسراييلو سره ونه لرو؟ بايدنورويښ اوهوښيار شو . سياست اوپاليسي زده کړواوداخوانيانو اوږدمهاله پلانونو څخه دخپل هيواد ملي ګټي قربان نه کړو.
Anonymous
17.10.2005
ميلمه
دا يي ستا خبره سمه ، کرزي دي له شارون سره ليدلي نو څه ؟
که فلسطينيان مجبوره دي ، مصريان ، اردنيان اوترکان څه بلا وهلي دي چې د اسراييلو سره ښي اړيکي لري ؟ ايا هغوي مسلمانان نه دي او که نه د اسلام ټيکه يوازي دې خوار افغانستان اخيستي ده ؟
ځينې پښتانه څيړونکي خو پښتانۀ اسراييليان بولي که هغه خبره سمه نيمه هم سمه وي اسراييان مو تربوران شو ، سيالان مو دي ، راځی چې ستړي مه شي ورسره وکړو ، ګټه به ترې واخلو
Anonymous
17.10.2005
موږ داسی هم نه شو ويلای چی زموږ يي په فلسطينيانو څه؟ ځکه چی يو خو زموږ مسلمانان دی او بل تر ظلم لاندی دی٠ رښتيا هم بايد ډيرشتمن عربي هيوادونه ، همژبي اوګاونډي هيوادونه دفلسطين غم وخوري خو افغانستان او ډير نور هيوادونه هم ور سره٠د اسرائيلو د ظلم مخه بايد ټول نړيوال ونيسی،
موږ بايد دخپل هيواد ګټي په نظرکې ونيسو. که دامريکا اونورو اروپايي هيوادونوسره ديپلوماتيک اړيکي لرو هغوی او اسرائيل د مقايسې وړ نه دی٠ولي د اسراييلو سره ئی نه لرل زموږ په ګټه دی٠ زه هم په دی ډول اړيکو کې د افغانانو او ټولو مسلمانانو ګټه نه وينم او که ته زموږ ملی ګټی پکې وينی ، مورګه وال صيب ! بيايی په ګوته ګړه او د موږ هم ور پام کړه؟
بايدنورويښ اوهوښيار شو! . سياست اوپاليسي زده کړواوداخوانيانو اوږدمهاله پلانونو څخه دخپل هيواد ملي ګټي قربان نه کړود همدی بيان پر اساس بايد د افغانستان دولت د ولس عمومی او اسلامی روحيه په نظر کې ونيسی او داسې کار ته په بيړه لاس وانه چوی چی اخواني فاندمنټالستانو ته د خلکو په منځ کی د نفوذ مو قع برابره کړی٠
ن٠م
Anonymous
22.10.2005
د ٢٨- اسد په ويبپاڼه کې دا خبر راغلئ دئ:
"بوش ،بلير او شارون په نړېواله کچه محاکمه کيږي
د عربستان د الوطن ورځپاڼي په حواله دعربو د وکيلانو اتحاديې او د مصر اومراکش د مدافعو وکيلانو هيئتونه ،د فلسطين او عراق پر اوضاع باندي ، د افريقا د پخواني جمهور رئيس نلسن مانډيلا او د الجزاير د پخوانۍ جمهور رئيس احمد بن بلا تر مشرۍ لاندي په نظر کې لري چې د نوامبر پر ۲۹ او ۳۰ مه د (د ليندۍ پر اتمه او نهمه) د امريکا جمهور رئيس جورج بوش، دانګلستان صدراعظم ټوني بلير او د اسرائيلو صدراعظم آريل شارون باندي يوه نړېواله محکمه جوړه کړي . په دې محکمه کې به هغوی دفلسطين او عراق دملتونو پرضد باندي د جنايت ، ددې اسلامي او عربي هېوادو پرمقدساتو باندي د هغوی تيری او ددې هېواد دشتمنيو په تالان کې د هغوی جنايت ، د ګوانټانامو ، ابوغريب او دامريکا او اسرائيلو تر ولکې ﻻندي په نورو بنديخانو کې د بنديانو سره د جنايت په تور، هغوی محاکمه کړي .
همدارنګه دغې محکمې هوډ کړی دی چې د فلوجې، الكوت، القائم، هيث، تلعفر او د عراق په نورو ښارونو کې د جنايتونو پلټنه و کړي . په عين حال کې دغه دعدل محکمه به د صبرا، شطيلا، قانا، جنين او داآريل شارون هغه جنايتونه هم و څېړي کوم چې هغه د فلسطيني رهبرانو لکه فتحي الشقاقي، ابوعلي مصطفي، شيخ احمد ياسين، ډاكتر عبدالعزيز رنتيسي په ترور او د ياسرعرفات د مرګ په هکله کړي دي .
دغي ورځپاڼي ليکلي دي : چې د عربي او نړيوال حقوقي او سياسي شخصيتونه ، کارپوهان او ټوله هغه کسان چې د امريکائې ځواکونو پر ضد د عربي ملتونو لانجې څېړي، په دې محکمه کې به برخه واخلي"
Anonymous
22.10.2005
نيکې هيلې ومنۍ
يره که دغه اقدام دغو خلکو وکړ او ټولې نړۍ ته يې غږ ورساوه نو ستر انقلاب به يې کړۍ وي ٠ خداي پاک دې توفيق ورکړي او خداي پاک دې برۍ د دوئ په برخه کړي٠ آمين
والسلام
شاکرالله احسانمن
Anonymous
30.10.2005
((ايران زمين)) به په ((ويران زمين)) بدل شي ٠
خرکاري هم هنرداره ، سبق نيست که فرفر بخوانه
عاقل
ايران که ايرانستان؟
Anonymous
30.10.2005
کوشان صيب ته سلامونه او ښې هيلې او وروسته له هغې يوه پوښتنه او یو نظر!
پوښتنه داده چې وروره دا نوئ هيو اد ايرانستان ، چې ته ئې د پښتنو د دښمن په حيث يادوې، چيرته موقعيت لرې؟ زه خو په اريايي نژاده هيودو کې داسې هيواد نه پيژنم٠
که دا نوم د بنی اسرائیلو د لوئی غوښتونکو صيهونستانو او د اسرائیلو د استخباراتی شبکو له خوا اوسمهال د ايران له پاره کارول کيږی، په اوږده زمانه کې به دټولو اريايانو دتو هين، تحقير او سپکاوی د تهداب ايښودلو لپاره وی٠
ستا په ډيرو ليکنو کې سړئ له ورايه پوهيدای شي چې د امريکا په عامه او د اسرائيلو په خاصه دفاع کې ولاړ او د پارسيانو، عربانو- تازيانو او نورو سره حساسيت لرې ٠ دا ستا حق دئ، کيدئ شی چې ته، لکه چې ځينې نور درته ليکې ، خلقی او پرچمی نه وې، بلکې په خټه او دين پخپله يو افغان اسرائیلی او يهود وی، خو په دې کارکې دومره وړاندې مه ځه، چې ټول اريايان تحقير شی ، ځکه چې د تاریخ له قوله موږ - پښتانه او افغا نان - هم اريايان يو ٠
وروره! افغانان له اسرائیلو سره کومه دښمنی نلری٠ دا د نړیوالو مسلطو- متعصبو يهودی کړيو او د اسرائيلو د نننيو واکمنانو ځان غوښتونکی، لويي غوښتونکي او اسلام وژونکې سياستونه دی چې ان د دولتی تروريسم تر پولو رسيږی او په بهير کې يې هم د اسرائيلو خلک قربانی ورکوی او هم ئې د نړيوالو سوله غوښتونکو ځواکونو حساسيت را پارولئ دئ٠ البته په نړۍ کې ډير يهودان او د اسرائیلو په داخل کې ډير کسان او قوی سازمانونه شته چې د داسې کارونو ضد او د نړيوالو تر څنګ خپل مقاومت ته دوام ورکوی٠
نن اسرائیل هم د ايران په شان د ملګرو ملتونو متساوی الحقوق غړئ دئ٠ په دې چوکاټ کې دايران دولتی مشران د اسرائيلو د دولت د تهديد حق نه لری او هم برعکس٠ د ايران د جمهور رئيس بيان زما په نظر هم مناسب او معقول نه بريښی٠ زه هم نه پوهيږم چې ولې او په کوم زور ددې خبرې کولوته تشويق او يا مجبور شوئ دئ٠ايا غواړی چې د اسرائیلو د دولتی تروريسم احساسات وپاروی او که غواړی چې په نړۍ او اسلامی هيوادو کې د ځان طرفداران زيات کړی؟ موږ به نور څه ورته ووايو دوی به خپل هدف لری، هغه متل دئ چې وائی ديوانه در کار خود هوشيار است٠
ملا ضريبن
عقل او منطق مو پر احساساتو مسلط دئ
Anonymous
30.10.2005
کوشان صاحب ته د زړه له کومی سلامونه!
زه بايد درته ووايم چې عمدا مې تاته تیزه ليکنه وکړه، ما ويل ودريږه چې دئ رښتيا نه احساساتی کيږې او که څنګه؟
اوس په دې پوره باوری شوم چې نه يوازې ستا عقل په احساساتو مسلط او بحث د خوندور او منطقی د ئ بلکې ښه ديپلومات او سياستمدار هم يې٠ ښايی له همدې کبله به ځينې درته يو او ځنې بل څه وائی٠
ته هم حق لرې چې ملا ضريبن ته تر دې هم تيزه ليکنه وکړې٠
دخدايه درته ښه ورځ غواړم!
بريالئ اوسې