نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
حب ددنیا سر دخطا
Anonymous
15.10.2005
محبت دچوکۍ اودنیا دونه ډیر سو چی په مسجد کی مسلمانان وژل کیږی دڅه دپاره او ولی ؟
دغه لمونځ کونکي نه وه روژه نیونکي نه وه؟
Anonymous
15.10.2005
دهغوی له خدای څخه هم شرم او وېره نه لري ٠ اصلأ خدای نه پيژني ٠ هغوی د خدای نافرماني کوي ٠ هغوی د خدای اطاعت نه کوي ٠ هغوی جاهلان دي ٠
هغوی چه خدای نه پيژني مسجد به څنګه وپيژني ؟
Anonymous
15.10.2005
هغه چې د جومات له محراب او منبر څخه د امريکايانو او انګريزانو په ګټه تبليغ او خپل د امامت موقف د کفارو په خدمت کې کاروی، دهمداسې سزا ﻻيق دی٠
Anonymous
15.10.2005
اوهغه ترورستان چه ډاکټران ، انجينيران اومسلکي ماهرين چه ويجاړ افغانستان جوړوي هغوی ترورکوي د کومی سزا لايق دي ؟
پخپله به د غرب تالي څټي اود بل د مرګ فتوی به ورکوي دغسی بې وجدانه د څرنګی سزا لايق دي ؟
Anonymous
15.10.2005
هغه چې ځان افغان بولی او د خارجيانو غلامۍ ته د افغانانو په خدمت ترجيح ورکوی خدای ئې د پخپله خدائۍ سره مختوري کړی او خدای دافغانانوته داسې عقل ور کړی چې ښه له بده او دوست له دښمنه تميز کړای شی او داسلام، افغانيت ، پښتونولۍ، جهاد، غيرت اونورو ښو او غوړو کلمو تر نامه او پرده لاندې د امريکا، روس او انګليس د زرخريدو غلامانو په چوپړ کې ونه دريږی ، د اسلام په نامه اوپرده کې دکفر خدمت ته ملا ونه تړی، دجهاد په نامه زموږ د وطن تاريخي وياړونه او انساني زيرمې برباد نه کړی او دغلو او چپاولګرو د لاس اله ونه ګرزی٠ وسلام
Anonymous
15.10.2005
دپنجاب ګوډاګۍ لیکی: هغه چې د جومات له محراب او منبر څخه د امريکايانو او انګريزانو په ګټه تبليغ او خپل د امامت موقف د کفارو په خدمت کې کاروی، دهمداسې سزا ﻻيق دی٠
كليمه دسره ووايه
امنت بالله دسره تكرار كړه
خپل ایمان په کالدارو مه خرڅوه
څو ورځی ژوند دی ژر دی چی دالله (ج) حساب ته حاضر شی
Anonymous
15.10.2005
خدای د خير درکړې چه په دي شپه کې د د کلمې ويلو ته وهڅولم، خدای د په ثواب کې راسره شريک کړه ٠خو د پنجاب د نوکر په هکله بايد ووايم چې پنجاب خو کومه خپلواکی نه لری، د پنجاب نوکر خو د امريکا د نوکر نوکر وی٠ نو خداي د سړۍ له داسې حاله ساتی٠
که ته داسې فکر کوی چې دا ترورونه د پنجاب په لمسون کيږی، نو نتيجه به داشی چې امريکا ئې کوی، ځکه چې د پاکستان دولت د امريکا نوکر دئ او نوکر خو د بادار له موافقې پرته کوم کار نه شی کوﻻی، که څنګه?
بله خبره ه درته وکړم خو خفه او په غوصه کيږه مه!
هغه دا چې دااوسنی ځينې جماتونه د پخوانيو تبليغ ا وترويج په ا طاقو اوښتي او هغه قدسيت چې جمات يې لری د خکو په منځ کې لهﻻسه وکړی دی٠
Anonymous
15.10.2005
میلمه وروره
دالله (ج) دمخلوق ازار څونه ګناه لری ته به عالم یی که څه هم دیوه میږی ازار وی ؟
او په دی مبارکه روژه کی 16 کورنو بیګناه لمونځ کونکی روژه ساتونکی په غم لړل ستاسو په علمی شرعیی پوهنه ایا صواب لری او که جهاد ورته ویل کیږی ؟
Anonymous
15.10.2005
په دې ځای کې د تا منطق ته تسليم یم٠ زه د د احساساتو له خره نه اکوزکړم٠ په عقل او منطق دنورهم برکت شه٠