د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دروژې فلسفه !!


ع کريم حليمي
14.10.2005

محترمو مكرمو قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
داسي دين په نړۍ کښي نسته چه روژه ونلري !
بسمه تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
ژباړه : اې هغو کسانو چه ايمان ئې راوړی دئ (اې مؤمنانو !) فرض کړه شوې ده په تاسي باندي روژه لکه چه فرض کړه سوې ده پر هغو کسانو چه پخوا له تاسو څخه وو
(لکه پخواني امتونه او پېغمبران تردې دمه )د دې له پاره چه پرهزګاران سئ
دا سؤال حل دي چه ولي روژه يعني هغه دين چه روژه نه لري ٠ نو دين نه سوو
هر څه ئې ګڼلي سو نه دين
بودايان ،زردشتيان،يهود ، نصارا ، صابئين ، سبايان ، ٠٠٠٠٠٠ ټوله د روژې په نامه
عبادت لري ٠ تر دې حده چه کومه ټولنه چه ګورنانک جوړه کړې (سيکان ) هم ئې روژه په کښي لازمه ده ٠ څوک چه دYoga تمرين کوي هم ئې ريښه د روژې ده
او صحت ته ډيره ګټه لري ٠ نو نو په ګوګل کښي وګورئ Yoga
اوس نو فلسفه دروژئ
اول هغه څوک چه يوازي او يوازي د خوړلو اوچښلو څخه روژه وي ٠ دې ته صيام نه ويل کيږي ٠(ناقصه روژه ده )
صيام قلب ،صيام لسان ،صيام فکر ،صيام دسترګو ٠٠٠٠٠ په اخلاص(واقعي روژه )
د لمرختو څخه ترلمرلوېدو پوري چه چا په نفس روژه ونيول (د نفسي لذتونوڅخه)دغه نو يوه سودمندترينه روژه ده ٠
او دنيوي کټي ئې هم بې حسابه دي چه په ټولووړو او غټو کتابوو راړي ٠ تاسوته معلوم دي ٠

څوک چه يوازي ډوډۍ نه خوري ٠ غاړي ئې خلاصي ٠ يوازي ئې پر ځان لوږه تيره کړې سواب ئې نسته ٠ والله اعلم بالصواب

روژه په يوه حساب rehabiliating or being rehabiliated ،rehabilitation
ده ٠ که څوک غواړي چه د هري بد اخلاقۍ ، بدعملۍ (چرس ،قمار ،درواغ ٠٠٠٠٠ )
څخه ځان خلاص کړي که څلوېښت ورځ ځندي لاس پر سر سي که ئې اراده ئې کړېوي
نو پسله څلوېښتو ورځو ترې خلاص دي٠

هو . روژه خداي فرض کړې ٠ چه غني د فقر د حاله خبرسي
هو ٠ روژه خداي فرض کړې ٠ چه د روژې په وسيله د انسانانو اخلاص امتحان کړي
هو ٠ په روژه امر سوي يو چه د لوږي او تندي پوه سو
هو ٠ هر شئ زکات لري ٠ نو روژه بدني زکات دۍ
او د زړه روژه تهتره ده د ژبي تر روژې او د ژبي روژه بيا بهتره ده د نس تر روژې
روژه داره چه ژبه ،غوږونه ، سترګي او اعضا او جوارح حفظ نه کي نو روژه به ئې څه
په کار ورسي ؟
د روژې غټ کمال :
قال رسول الله صلى الله عليه و آله: قال الله تعالى الصوم لى و انا اجزى به
ژباړنه : روژه زما له پاره ده او اجر ئې زه ورکوم ٠



ع کريم حليمي
15.10.2005

محترم کوشان صاحب سلام !
ستاسو څه بخښنه غواړم چه د قراني ايات شريف سره مي نمبر نه وو ليکلي
بسمه تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
ژباړه : اې هغو کسانو چه ايمان ئې راوړی دئ (اې مؤمنانو !) فرض کړه شوې ده په تاسي باندي روژه لکه چه فرض کړه سوې ده پر هغو کسانو چه پخوا له تاسو څخه وو
سورت البقره (٢ ) او ايات نمبر ١٨٣
کوشانه وروره !
دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه تر عنوان لاندي تاسو د روژئ په باب داسي پوښتنه کړې وه چه :
[quote:a6f0e2dc21]يوه پوښتنه :
ايا په قران کی داسی کوم ايت شته چی د روژی د نه نيولو له پاره يی مجازات ټکلی وی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:a6f0e2dc21]_________________
وروره !
ازادي په اسلام کښي اساسي ترين چوکاټ ،چارچوب حسابيږي ٠ او همدغه پر عقل ولاړه ازادي ده چه انسان ته خلافت ور بخښي که ازادي ترې واخستل سي نو خلافت ته ئې خساره رسيږي ٠ (يعني بېله ازادۍ خلافت نه تشکل کيږي )
قوله تعالى: [color=white:a6f0e2dc21]إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً [/color:a6f0e2dc21]
اوس چه حضرت انسان خليفه دۍ نو بياالله داسي فرمايي چه :
بسمه تعالی : لا إِكْرَاهَ فى الدِّينِ قَد تَّبَينَ الرُّشدُ مِنَ الغَىِّ فَمَن يَكْفُرْ بِالطغُوتِ وَ يُؤْمِن بِاللَّهِ فَقَدِ استَمْسك بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لا انفِصامَ لَهَا وَ اللَّهُ سمِيعٌ عَلِيمٌ(256) بقره
ژباړه : په دين (قبلولو ) کښي هيڅ زور زياتي نسته ٠٠٠٠٠٠٠
اوس نو يوه خبره دلته سته چه هغه حقوق بشر دي چه بايد وساتل شي څنګه ؟
بشر حقوق لري په هر نظام،ټولنه،او هر دين کښي !
علما وو پر دې اجماع کړې ( کفارواو مسلمانانو) چه عدالت به د خلګو په مينځ کښي بر قرار ساتي چه د ټولو پېغمبرانواصل هم دغه تشکله وي
بسمه تعالی : لقد أرسلنا رسلنا بالبينات و أنزلنا معهم الكتاب و الميزان ليقوم الناس بالقسط ٠ سورت حديد ٢٥
ژباړه : خامخا په تحقيق لېږلي ؤ مونږ پېغمبران خپل سره د ښکاره ؤ دﻵئلواو نازل کړي وو مونږ له هغوۍ سره کتاب او مېزان تله (قواعد د عدل )لپاره د دې چه و دريږي خلق په انصاف ٠

نو دا انصاف به څرنګه وي ؟؟ د مور ،پلار ، اقاربو ومخ ته هم بايد و درېږو که ئې بې انصافي کول ٠ چه الله داسي فرمايي چه :
يا أيهاالذين آمنوا كونوا قوامين بالقسط شهداء لله و لو علي أنفسكم أو الوالدين والأقربين ٠ سورت نسأ ١٣٥
ژباړه : اې هغو کسانو چه ايمان ئې راوړي دۍ اوسئ تاسو تل محکم ولاړ ! په انصاف سره شاهدان د پاره د الله اګر که وې دا شاهدي پر نفسونو ستاسي ٠٠٠ يا والدين ستاسي ٠ اقارب ستاسي
او نو علماوو داسي مصلحت کړي له شرعي او قانوني نصوصو څه
چه پنځه شيان شيانانسانانو ته ډير ضروردي
چه له شرعت او حقوق بشر سره خوله په دي ٠ يعني دټولي نړۍ د علماوو صلحت دۍ
عبارت دي
1. حفظ دين
2. حفظ نفس
3. حفظ عقل
4. حفظ نسب
5. او حفظ مال
نو کله چه يو سړی د دغو پنځوڅخه يوه ته تاوان رسوي ٠ حکومت داحق لري چه مخه
ئې ونيسي !
سړيه زموږ دين ته په سپکه سترګه مه ګوره ! ،بيله محاکمې له امره نفس مه وږنه ،
داسي اشعار مه نشر کوه چه د بل عقل ته خساره په رسيږي ، ناموس ته د بل لاس مه ور وړه ، د بل دمال او سرمايي څه ليري اوسه ٠
هو که څو دومره بد اخلاقه وي چه په پټه روژه خوري ٠ نو موږ ته بيا دا اجازه نسته
او هڅوک حق نه لري چه په روژه خور پسي تجسس وکړي
يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِّنَ الظنِّ إِنَّ بَعْض ‍ الظنِّ إِثْمٌ وَ لا تجَسسوا وَ لا يَغْتَب بَّعْضكُم بَعْضاً أَ يحِب أَحَدُكمْ أَن يَأْكلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ(12) حجرات
يو ښه مثالونه د دې کارو په امريکا کښي هم سته ٠ شراب خوړل ازاد دي خو د سړک پر سر څوک حق نهلري چه په ښکاره ډول الکهول و خوري
ښځه ازادي لري خو د x حق نه لري په ښکاره ډول ، هر ډول کالي اغوستلي سي خو
سنه نسي ښکاره کولي ٠ قانوني جزا لري
نو دغه رنګه روږه خوړل د سړک پر سر قانوني او مصلحتي جزا لري ٠ په افغانستان کښي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more