د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولي روژه نيسو؟

Anonymous
13.10.2005

دګېده زما اووک يې دملا ترموضوع لاندې خورا ګرم بحث روان دی خوماته هم کله کله چې روژه مې واخلي اوډيروږی او يا تږی شم نووايم کاشکې داروژه لږه لنډه وای او دمياشتې په ځای 15 ورځې يا کمه وای اوبيا داسې سوالونه هم په فکرکې راپيداشي چې:
1 دروژې نيولودنيوي فضيلتونه او ګټې کومې دي.؟
2 ولي يوه مياشت، ولي فرض کړه يوه هفته نه؟
3 ايا دطب له نظره روژه ګټه لري که تاوان؟
4 ددنيات ښونکي به راته ويل چې روژه نيسي نو دغريبانو داحوال نه خبريږي، خو زه پخپله ډيرغريب يم نو زه دچا داحوال نه خبرشم؟ولي داوبو څښلو اجازه نشته، اوبو خو دخدای وړيا نعمت دی اوپه هرځای کې پيداکيږي، غريبان يي هم وړياترلاسه کولی شي. پس دروژې فلسفه په څه کې ده؟ اوولي خدای تعالی په موږ روژه فرض کړې ده. په غريب اوبډای
له ديني عالمانو هيله لرم چې روشني واچوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=blue:2a9e962c95]ښاغلی شين !
دا دې ډيره ښه ديني پوښتنه راپورته کړې ده، خو خپل سم ځای يې د اسلام فوروم دی، هلته يې مطرح ( ورکاپي ) کړه چې ديني عالمان درته بشپړځواب درکړایشي. که د ټول افغان غړيتوب نه لرې ، بيا به يې ستا له پاره زه هلته وليږدوم . په مينه . وطنمل ، د فوروم مسول .[/color:2a9e962c95]


م ن غروال
15.10.2005

ښاغلۍ شين او ښاغلۍ کوشان وروروڼو سلامونه ومنئ!
دا پوښتنې خو زما زوي چې دلته جرمني کي لوئ شويدي او تازه د اتلسو کالو شو، هم ولا که وکړي٠ پوښتني پدې غرض ندي چې ګواکي تاسو به معلومات نلرئ بلکه درته يو خرافات ښکاري چې 1400 کاله پخوا طبابت نه ؤ او روژه به يو اهميت درلوده نو اوس خو خلک مريخ ته خيږي او داسي نور ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠!
که زه شک کوم نو تاسو وروڼۀ مې د څو کالو ياست چيرته لوئ شوي ياست او چيرته مو اسلامي الف بأ زده کړي دي چې لا اقل پدې هم نه پوهيږئ چې روژه يعنې څه؟ او چې داسي وي څنګه مو ککرۍ درته اجازه درکوي چې روژه نيسئ٠ او که تېر وتلۍ يم؟
وروڼو مونږه په دسترخوان الحمدالله ډوډۍ خورو او په بسم الله يې هم پيل کؤ او په الحمدالله يې هم ختمؤ٠ داسي فکر مه کوئ چې په کنايو او په نيوک مزاجو پوښتنو به څه لاس ته درشي، نه! هيڅ هم نه! که د اسلام بدنامي مو منظور وي نو اسلام خپل مالک لري چې يو خو مطلق قادر دي او بل لاذواله! او بل دا چې بينا او خبير او سميع دي، نو زه لدې امله د اسلام له ذواله او يا د اسلام له بدنامۍ نه هيريږم او ختمول يې هم محال وينم٠ او پدې عقيده مې ايمان لرم٠
تاسو داسي پوښتني مطرح کړي دي لکه پرون چې په اسلام مشرف شوي واست ٠
که پوښتنې ددې لپاره وي چې په واقعيت کي د مبارکي مياشي فضيلتونه وويل شي نو داسي بيا نه پوښتل کيدل :
[quote:c02619109e]ايا دطب له نظره روژه ګټه لري که تاوان؟ [/quote:c02619109e] وروڼو که د طب د نقطې له نظره روژه نېول تاوان درلودای نو اسلام به نه وای رواه کړۍ٠ د اسلام هيڅ امر او نهي بې له حکمته او علمي تدبيره ندي٠ روژه چې هغه مرضونه درمل کوي او انسان ته په دا يوه مياشت کي څه ورزده کوي هغه زه به دومره ليکل درته وکړم چې په لوستو به يې ستړي شئ٠
او بيا هم تاوسو او وجدان مو دا هم پوښتنه ده :
[quote:c02619109e] ولي داوبو څښلو اجازه نشته، اوبو خو دخدای وړيا نعمت دی اوپه هرځای کې پيداکيږي، غريبان يي هم وړياترلاسه کولی شي[/quote:c02619109e] پوښتنه دومره کږه او لکۍ لرونکې ده چې ښاغلۍ شين فکر کوي چې د اسلام په هکله ککړې خبرې به واقعاً علم وي او روڼ اندتوب!
روژه نيسئ او منئ يې او يا يې نه منئ ستاسو کار دي خو ملنډې مه وهئ٠ چې دا څوک اجازه نه درکوي٠ او نه يې هم کولائ شئ٠
که پوښتنې په ريښتيا د معلوماتو په هدف واي نو د ښاغلي کوشان دا جمله به هيڅکله هم سر نه واي راښکاره کړۍ :
[quote:c02619109e]که د روژی نيوول ددی دپاره وی چی سړی د غريبانو او بیوزلو له حاله خبر شی ، بيا نو روژه په ټوله اسلامی نړۍ کی يواځی په يو څو عربی شيخانو روا ده او بس .[/quote:c02619109e] يعنې کوشان صاحب پخپل ژوند او چاپېريال کي يوازې د اسلامي ښوونې همدومره زده ؤ او بس!
خو که داسي پوښتل شوي وای :
[color=white:c02619109e]محترمو مسلمانو وروڼو او محترمو اسلامي علمأؤ او مکرمو د ټول افغان فقهيانو!
له څنګه چې د روژې مبارکه مياشت له ځانه سره خورا لوړ فضيلتونه او برکات او حسنات لري غوره به وي چې علمأ کرام پدې هکله مونږته معلومات راکړي چې مونږ ته کومې روحي او کومې غيرې روحي او نورې صحي ګټې لري٠ وايي چې اوبه څښل ډيره ګټه لري خو مونږه چې څه کم وزيات لس دوولس ساعته اوبه ونه څښو آيا دا به تاوان ونلري٠ او نورې داسي اړونده مسايل شته چې مونږه به ستاسو د معلوماتو څخه برخمن شو او ډيرې پوښتنې به مو حل شي٠ لکه څنګه چې د لوي الله ج په هر امر او نهي کي يو لوئ حکمت نغښتۍ دي نو اوس چې روژه ده غوره به وي چې دروژې د فلسفې هم يو څه پر مونږه ارزاني وفرماياست![/color:c02619109e]
نو هله به پوښتنې سمي او کږې به نه وای٠ او هله به تاسو په ريښتيا د اسلامي فقهيانو او اسلامي علمأؤ احترام کړۍ واي خو ښکاري داسي چې واياست يوڅه غواړۍ بل څه!
[color=green:c02619109e]خو ځواب يې دا دي :[/color:c02619109e]
[color=blue:c02619109e]روژه هيڅ ګټه هم نلري جز له تاوانه ، که پدې سړۍ ايمان ونلري چې روژه د لوي سبحان الله ج امر او هدايت دي او هر څه چې دي بې له شکه چې زما په ګټه دي او بس![/color:c02619109e]په درناوې


Anonymous
15.10.2005

غروال صيب ښې چارې
داسې ښکاري چې په تاسې کې د جبر زورګويي يوقوي شنګ موجوددی ،خو له بده مرغه فکري اونظري دنيا مو ډېره کوچنۍ ، تياره اوعاجزه ده. تاسې غواړی دخلکو ستونې خفه کړی ، په خولو ورته مهرونه ولګوی اوخپلې ببولالي په خلکو په زور ومنی. تاسې چې کوم څه ليکلي له بده مرغه ډير په ټيټه کچه دي اوځواب ليکلوته يې زه کومه اړتيا نه وينم.
تاسې سمې خبرې کږوی ، اوټولې خبرې مو له له تعصب اوتنګ نظرۍ نه ډکې دي ، ټوله لهجه مو په داسې روحيه کارولي چې ګوندې اسلام ستاسې شخصي مال دی اوموږ يې درڅخه غلاکوواويا تاسې يي يواځيني ټيکه داران ياست. تاسې ته چې زما پاس مطرح شوې ساده ، پاکې او له مانا ډکې پوښتنې دومره کږې، له غرض نه ډکې او غيراسلامې ښکاري نو بيا خوکوم غټ دماغي مشکل لری اودهغو په سم مفهوم پوهيدل درته ګران دي.

تاسې نه يوازې زما په ليکنه ملنډې وهلي بلکې په عين حال کې مو د ټول افغان دپاڼې دفورم مسول ښاغلي وطنمل صيب ځواب نه دی کتلی . هغه دهمدغې ليکنې په متصل خپل نظر داسې ليکلي دی:
[color=blue:62e4b41301]ښاغلی شين !
دا دې ډيره ښه ديني پوښتنه راپورته کړې ده، خو خپل سم ځای يې د اسلام فوروم دی، هلته يې مطرح ( ورکاپي ) کړه چې ديني عالمان درته بشپړځواب درکړایشي. که د ټول افغان غړيتوب نه لرې ، بيا به يې ستا له پاره زه هلته وليږدوم . په مينه . وطنمل ، د فوروم مسول [/color:62e4b41301]
تاسې فرماييلي دي:
[color=red:62e4b41301]پوښتنه دومره کږه او لکۍ لرونکې ده چې ښاغلۍ شين فکر کوي چې د اسلام په هکله ککړې خبرې به واقعاً علم وي او روڼ اندتوب!
روژه نيسئ او منئ يې او نه يې منئ ستاسو کار دي خو ملنډې مه وهئ٠ چې دا څوک اجازه نه درکوي٠ او نه يې هم کولائ شئ٠ نه ډکې دي[/color:62e4b41301].
تاسې اوخدای داهم نيوکه دۀ؟ داهم منطق دی؟
ما دلته دامسايل دمنطق په خونه کې مطرح کړل چې ورباندې دعلم اومنطق له نظره ازاد بحث وشي او زه پکې هيڅ شی کوږ او لکۍ لرونکۍ نه ګورم. دانورستاسې مشکل دی . چې له خپلې تياره فکري خونې نه زما خبرو ته څه ډول لباس وراغوندی.
خو زه اويا زما په څيرنورکسان ستاسې کومې اجازې ته اړتيا نه لرو او نه به اجازه درکړو چې زموږ ستوني راخفه کړی.
دفکراوبيان ازادۍ زموږ طبعي حق دی ولو که ستاسې په ککرۍ هرڅومره بد لګيږي.
خوشاله اوسي


Anonymous
16.10.2005

هلکه کوشانه ! داراته ووايه مکتب دې ترڅومه ويلی ؟


نقاد
16.10.2005

ښاغلي شين ، ښايې تاسو به غروال صيب نه وي پيژندلې ځکه داسې له نا خوالو او ناوړو تورونو ډکه ليکينه د هغه په وړاندې کوئ. يو ځل بيا خپله ليکنه وګورئ ، درته به ر وښانه شي چې له ناوړو تورونو اوسپورو تهمتو نود لړيو او کړيو پرته بل
هيڅ منځپانګه ، دليل اواستدلال پکې نشته ، او هغه هم بيا د غروال صيب پشان
يوه دروند پښتون ته ؟ د ادبي ادابو له پولو څخه اوښتل هم د يوه مشر په مقابل کې سخته تير وتنه ده، چې زه موپام ورته راګرځوم ، څو يې يا اصلاح او يا مو دغه ليکنه ړنګه کړئ او د ورورۍ په فضا کې بحث ته دوام ورکړې . والسلام


Anonymous
17.10.2005

ښاغلي نقاد ليکلي:
[quote:3cc179ddb0]ښاغلي شين ، ښايې تاسو به غروال صيب نه وي پيژندلې ځکه داسې له نا خوالو او ناوړو تورونو ډکه ليکينه د هغه په وړاندې کوئ. يو ځل بيا خپله ليکنه وګورئ ، درته به ر وښانه شي چې له ناوړو تورونو اوسپورو تهمتو نود لړيو او کړيو پرته بل
هيڅ منځپانګه ، دليل اواستدلال پکې نشته ، او هغه هم بيا د غروال صيب پشان
يوه دروند پښتون ته ؟ د ادبي ادابو له پولو څخه اوښتل هم د يوه مشر په مقابل کې سخته تير وتنه ده، چې زه موپام ورته راګرځوم ، څو يې يا اصلاح او يا مو دغه ليکنه ړنګه کړئ او د ورورۍ په فضا کې بحث ته دوام ورکړې . والسلام[/quote:3cc179ddb0]

ښاغلی نقاد!ددخواشينۍ ځای دی چې تاسې اوغروال صيب دعادت له مخې هرووخت يو دبل څخه دمدافع وکيلانو په څيرپه ننګه راولاړيږی بې له دې چې لمړی يو بل ته ووايي ملګريه دلته خودې د منل شوو ادابو د پولې نه پښه اړولي اولويه تيروتنه دې کړېده.. تاسې زما په ليکنه پسې (چې معلول دی)بد رد ويلي خو دغروال صيب ډير سپک تورونه اواتهامات(چې علت دی) مو اصلا يادکړي هم نه دي. هغه ته مو ديودروندمشر په توګه خطاب کړی اوله مانه مو دبښنې او ليکنې ړنګولو غوښتنه کړېده. داپه دې مانا چې نورليکوالان زما په شمول کشران اودرانده نه دي؟ تاسې زما دعمر په باب مالومات لری؟
بايد ووايم چې په ليکنو کې دليکنو دروندوالی تلل کيږي ، اودچافزيکي جوړښت اوعمر مطرح نه دی اونه دپيژندنې وړ دی . دکوشان صيب يادونه چې درانده خلک بايد درنې ليکنې وکړي.
ايا داکومه بده خبره ده چې دروژې دنيولو په فلسفه پوه شو؟ کومې پوښتنې چې ما دروژې دنيولو په باب طرحه کړي نژدې هره ورځ دځوانانو ترمنځ په شخصي مجلسونو او غونډو کې طرحه کيږي. موږ ټول عمر اوريدلي او لوستلي چې داسلام په اوامرو کې حکمتونه پراته دي. نو ايا دا بده خبره ده چې وپوښتو دغه حکمتونه کوم دي؟ ديني؟ دنياوي؟ طبي؟ په روژه کې اوبه ولي اجازه نشته؟ دخپلې روا ميرمن سره اويا ميرمن ته دخپل قانوني ميړه سره دجماعت اجازه ولي نشته؟
ايا داکومي خلقي يا پرچمي پوښتنې دي چې تاسې دستې ټاپه پرې لګوی او که علمي - منطقي. ؟
اويا راته په ډاګه وواياست ، چې ستاسې په نظر ، دين علم اومنطق نه مني او بس يو امر دی چې بايد قبول شي. همداسې ده؟
کوشان صيب دې کوراباد وي چې کوښښ يې کړی ترډيرې اندازې سوالونو ته منطقي ځواب ووايي.


Anonymous
17.10.2005

لومړى خو بايد کوشان ګل مالوم شي چې مسلمان دى او که نه ځکه که مسلمان وي بايد نصيحت ورته وشي چې سم شي او که مسلمان نه وي بيا نو ورسره اسلامي مسئلې چېړل نه دي پکار . او ټول افغان بايد د داسې کارونو مخه ونيسي ځکه چې خداى مه کوه ټول افغان په کومو نومونو ونه نومول شي . چېرته مو داسې خپرونه پيدا کړې چې دزړه خواله،علمي او منطقي ازاد بحثونه پکې کېږي .
د کوشان په کيسه کې نه يم خو د ټول افغان بايد ډېر خيال وساتو.
د کوشان خبرې که اسرائلي منطق ولري خو اسلامي منطق هيڅ نه لري.
په يوه بله موضوع کې يې يهوديانو ته دمبارکۍ کارټونه لېږل او داځل يې بيا د اسلام لمنې ته دسپکاوي لاس اچولى دى زه خو هيڅ ځواب ورته نه ليکم او نه يې په ځواب ارزووم .

يو بل ورور ځانته يې شين نوم ايښى. زما نن يو پاړسوان ميلمه راغلى د هغه له شرمه چې شين ونه لولي زر مې کمپيوټر بند کړو.
ځکه دومره خو دوى هم پوهېږي چې پښتانه [color=red:1e70097829]شين او بې لکۍ [/color:1e70097829]چاته وايي. نو په ځان بايد زړه وسوزوو او هيڅکله هم خپل ځان په بدو نومونو ونه نوموو. که مستعار وي هم بايد ښکلى نوم وي.
مننه
هيله ده چې شين خپه نه شي؟ والله همدا اوس هم خندا راځي هاهاهاهاهاهاها


Anonymous
17.10.2005

اوښايست مانا څه؟ غلبيل صيب کوزو ته دسوريو پيغورونه مه ورکوه. ښايست نوم خو دنجونو سره ښه ښکاري. که نجلۍ يي نوسمه ده او که نر يي نوبيا خو جوړنه ښکاري.
ته دې خپل اسلام ټينګ وساته اودکوشان صيب غم مه کوه. کېدی شي کوشان ترتا غوره مسلمان وي او که نه هم وي ستاورباندې هيڅ کارنشته . هغه اوخپل خدای ته يي سوال اوځواب. يايي داسلاميت مسوليت ستاسې په غاړه دی؟
کوشان دخپلو ليکنو څخه ډيرروڼ اندی ځليږي. خوستا سې ليکنه دلوبالي خبرو نه بل پيغام لوستونکو ته نه وړاندي کوي.


Anonymous
18.10.2005

هلكه شينه ځان ډيرپوه پوه كوي خو مادي په يوه ليكنه كي فلسفه او منطق ونه ليده
بغير له تعصب او چټي ويلونه تاسو سوال مطرح كړي وه
[color=brown:6df51eec5e]ولي يوه مياشت، ولي فرض کړه يوه هفته نه؟ [/color:6df51eec5e]
هلكه دانوكوم سوال ده


کټوازی
18.10.2005

یښاغلی کوشان ،سلامونه مې ومنئ

داچې تاسې ليکلي :

[quote:8365940c98]دا چی روژه ولی يو مياشت ده ،نه يوه هفته يا لس ورځی ، د عربستان جغرافيايی موقعيت پوری اړه لری . عربستان د دښتی هيواد دی او د شکلو او يا سکلو اوبه پکی کمی دی . دوی به چی په اوښانو له يو ښاره بل ښار ته تلل ، په لاری کی به کله کله ددوی اوبه خلاصی شوی او د اوبو له کمښته به مړه شول . نو ځکه روژه په اسلام کی تر نورو اديانو زياته ده .[/quote:8365940c98]

دا راته وواياست ، چې دا د قران کريم پۀ کوم ايات او يا مستند حديث سره پۀ اثبات رسېدلې چېد روزې د يوۀ مياشتيوالي ،حکمت دعربستان پۀ جغرافيوي موقعيت پورې تړل سوی دی ؟؟؟ له دې خو بيا داسې مالومېږي چې دروزې حکم يواځې د عربستان دخلکو پۀ باب راغلی ، چې دخپلې همدې طفلانه وينا پۀ استناد د اسلام دعالمګيريت بطلان کوئ ، او يواځې تر يوې ټولنې پورې يي محدودوئ ، حال داچې ستاسې دماشومانه استدلال برعکس داسلام هر حکم دټول انسانيت ددنيوي او اخروي نېکمرغۍ او سوکالۍ لپاره راغلی ، چې د انساني فطرت ټول داعيات او مقتضيات پکې پۀ پام کې نيول سوي ، اما پۀ دې برخه کې جغرافيوي موقعيتونوته هيڅ ارزښت نه دی ورکړل سوی او نه يي څوک ثابتولای سي ، که يي تاسې ثابتولائ سئ ،مهرباني وکړئ ، زموږ دعلم او پوهې پۀ زياتوالي او پراخوالي کې راسره مرسته وکړئ
يادښت : د خپل اندتوګي څخه پۀ اثبات کې مو دلايل سراسر طفلانه او ماشومانه راوړي ، هيله پۀ راتلونکې کې پرداسې سطحي او لوحي دلاليلو تکيه ونۀ کړئ !!!


روژه

Anonymous
20.10.2005

ما شين صيب ته له لورينې مشوره ورکړې وه خو جهل کش راترپ وهلي او ليکلي يې دي : [color=orange:1f14b75ead]
اقتباس :
اوښايست مانا څه؟ غلبيل صيب کوزو ته دسوريو پيغورونه مه ورکوه. ښايست نوم خو دنجونو سره ښه ښکاري. که نجلۍ يي نوسمه ده او که نر يي نوبيا خو جوړنه ښکاري.
ته دې خپل اسلام ټينګ وساته اودکوشان صيب غم مه کوه. کېدی شي کوشان ترتا غوره مسلمان وي او که نه هم وي ستاورباندې هيڅ کارنشته . هغه اوخپل خدای ته يي سوال اوځواب. [/color:1f14b75ead]
نو زه وايم جهل کشه لومړى خو ستا له نامه هم معلومېږي چې پښتون نه يې او په پاړسۍ کې نرينه او ښځينه ضمير نيشته دواړه يو ډول بولي .
ځکه ته ښايست ته ښايست ښځينه نوم بولې!
نو ته جهل کش نه بلکې جهل دوست يې !
بله دا چې ده ليکلي ستا يې له کوشان سره څه نو ستا يې زما سره څه ما خو کوشان ته مشوره ورکړې وه نو ستايې څويمه؟؟؟
رابه شو د کوشان پېژندګلوۍ ته نو ما خو نه دي ويلي چې کوشان خداى مه کوه کافر دى . ما ليکلي چې ځان وښايه چې په همغه ژبه خبرې درسره وکړو . که کوشان خداى او امرونه يې مني نو بيا به داسلام سره سم بحث ورسره وکړو او که نه يې مني نو ولې سر ورسره خوږوو!؟
رابه شو دې ته چې کوشان په بله ځوابي ليکنه کې چې نقاد ته يې ځواب ويلى ليکلي دي چې :
[color=red:1f14b75ead]اقتباس:
ايا دا بده خبره ده چې وپوښتو دغه حکمتونه کوم دي؟ ديني؟ دنياوي؟ طبي؟ په روژه کې اوبه ولي اجازه نشته؟ دخپلې روا ميرمن سره اويا ميرمن ته دخپل قانوني ميړه سره دجماعت اجازه ولي نشته؟
ايا داکومي خلقي يا پرچمي پوښتنې دي چې تاسې دستې ټاپه پرې لګوی او که علمي - منطقي. ؟
اويا راته په ډاګه وواياست ، چې ستاسې په نظر ، دين علم اومنطق نه مني او بس يو امر دی چې بايد قبول شي. همداسې ده؟ [/color:1f14b75ead]
زه ورسره بېخي موافق يم !
دا کومه ګوناه هم نه ده موږ بايد تر هغې پوښتنې وکړو چې پوه شو!
نو شين صيب ته وايم چې همدا اوس هم زه روژه يم او په زړه کې مې همدا ستاسو پوښتنې ګرځي .
جهل کش ته وايم چې بايد ابوجهل نه شې او نيوکه (نقد) په پيغور تعبير نه کړې !
شين صيب که ډيموکراټ وي نو زما نيوکه به پيغور ونه بولي !
نو زه به کوښښ کوم چې د شين صيب پوښتنو ته منطقي ځوابونه پيدا کړم.
ډېرې عجيبې ښې پوښتنې يې کړي دي.
مننه


م ن غروال
21.10.2005

[quote:7723bfa2d7]يعنی روژه نيول د روح او يا نفس له پاره ښه ده خو د بدن له پاره نه البته زما موخيځ دلته يواځی د اوبو نه شکل دی[/quote:7723bfa2d7]
عزيزانو سلامونه!
د ښاغلي نقاد څخه په مننې چې زمونږه يې خورا زيات احترام ساتلۍ دي٠
ستاسو په هکله زه نور څه ويل نه غواړم ځکه چې خفه کيږئ او روژه ده زه خو پرته د يکشنبې ورځې نور اصلاً له بده مرغه وخت نلرم٠ خو خير مطلب دومره دي چې وروڼو سواد مونږه او تاسو ټول لرو نو داسي فکر مه کوئ چې مونږه به ستاسو په کنايو او لهجو نه پوهيږو٠ پوښتنې په هماغه شکل چې مې عرض کړۍ دي که پوښتل شوي وای نو غوره به وای خو اوس چې مو پوښتي دي نو زما هم هماغه ځواب!
پورتنۍ رانقل شوې جمله د کوشان ورور ده٠ عقيده يې دا ده چې روژه صحي ګټه نلري٠ خو څومره تېروتلۍ دي٠ زه يې نه ملامتوم٠ ځګه چې ٠٠٠٠٠٠٠
روژه نه يوازې چې زيان نلري بلکه ډيرو مرضونو ته درمل دي٠ معده پختورګي او زړه پري تداوي کيږي٠ بدن همدا ډول ضرورت لري چي زده کړي تنده يعنې څه؟ او لوږه يعنې څه؟ بدن له لوږې او تندې سره اعياروي او بدنې مقاومت ته پرمختګ ورکوي٠
روژه يوازې نه خوړل او نه څښل ندي بلکه روژه يوه قرأني مياشت ده٠ قرأن مبارک پدغه مياشت کي نازل شوۍ او دا مياشت د د شرعي احکامو د تمرين مياشت ده چې نيت له بديو، خوله له سپکو او غيبتونو او سترګې هم له حرامو وژغورل شي او بايد چې مؤمن پوه شي چې که دا خطاوې کوې نو روژه نه نيسي بلکه غذايي رژيم نيسي٠ نه خوړل او نه څښل يوازې د روژې مطلب ندي٠ د قرأن تلاوت او د قرأن ختم او ذکات او خيراتونه او مينه او صفا د محمدي سنتو د تطبيق او زده کولو مياشت ده٠
روژه ليله القدر شپه لري چې هغه بيا ځانته بله فلسفه لري٠ روژه يو پيل دي د مبارزي د نفس پر ضد! روژه مبارزه ده د شيطان الرجيم پر ضد! روژه يوه بلنه ده د امر بالمعروف و نهې عن المنکر! روژه سحري (پړشمۍ) لري د شپې په ويښه تيرول لري! روژه انسان ته د انساني اخلاقو ښوونځې لري او د ادابو لوړ کلتور! حوصله غواړي او صبر! عبادت دي او تزرع!
وروره دا ملنډې ندي چې اوبه و نه څښم نو صحت به مې متضرر شي او يا که په لوږه خيټه کار وکړم نو پاتې به راشم٠ روژه برکات او فيوضات لري! پکې روح وينځل کيږي او دردونه او مرضونه هم درمل!
څومره مبارکه ده او څومره هم خوږه او څومره هم نازدانه!
اې کاش کال کي دوه درې ځلې واي! اۍ کاش تل وای! اۍ کاش چې د روژې په قدر او لوړتيا پوهيدای! يوه بدله کي يو درۍ ژبۍ استاد خوږ سندرغاړۍ څومره ښايسته وايي :
[color=white:7723bfa2d7]ماه مـــــبارک رمـــــضان باز آمده
يعنې که قوت دل و جان باز آمده[/color:7723bfa2d7]
روژه څومره عصبي تکاليف درملوي او څومره هم معدوي او د ويني غوړي!
په ريښتيا چې [color=white:7723bfa2d7]قوت دل و جان [/color:7723bfa2d7]دي او بس![color=#444444:7723bfa2d7][/color:7723bfa2d7][color=#444444:7723bfa2d7][/color:7723bfa2d7]
خداي ج دې د ټولو مسلمينو ټول عبادت او روژې ختمونه او تراويح صدقات او خيراتونه قبول وفرمايي * آمين *
[color=green:7723bfa2d7]و من الله توفيق
وما توفيق الا باالله * عليه توکلت و اليه انيب *[/color:7723bfa2d7]په درناوې


روژه

Anonymous
22.10.2005

کوشان صيب ښې چارې!
کټه وازي ته د ځواب د لومړۍ برخې تاييد دې کوم. داسمه ده چې څوک چا ليدلى نه وي ولې ورته ماشوم ووايي؟
خو ستا له خبرو هم مالومېږي چې دمعصوم ماشوم سپکاوى کوئ ځکه د کټه وازي دماشوم خطاب درباندې ډېر بد لږيدلى دى او پوه غوسه يې دروستې ده.
خو خېر خپه کېږه مه کاشکې کټه وازي ماته ماشوم ويلى وى روژه خو به راته معاف واي.
راغلم ستا دې خبرې ته چې الله ج ولې قران د ټولې نړۍ په ژبو نه را استاوه ؟
يو حکمت يې دا دى چې خداى هر وخت چې کتاب او پېغمبر را استولي دهغه چا په ژبه او له هغه چا يې پېغمبر رالېږلى چې ډېر جاهلان وو. نو عرب هم په دغه وخت کې د جاهليت هغه اوج ته رسيدلي وو ځکه يې د دوى په ژبه او له دوى څخه کتاب او پيغمبر راواستول.
دا چې ولې په عربي دى او په نورو ژبو نه دى د دې له پاره چې عربي په هغه وخت کې هم د ادب،شعر او ليکنې ژبه وه . هغوى به يو بل سره ځوابي شاعري کوله او زما اوستا دژبې درک هم نه و دا چې وروسته ډېرې ژبې پيدا شوې وزېږيدې نو د مسلمانانو د يو والي او وحدت له پاره. او بله دا چې خداى ج خو د محمد ص سره د جبراييل ع په واسطه په عربۍ ګړيدو او د ا کومه ممانعت نه لري چې څوک قران په خپله ژبه وژباړي يا احاديث وژباړي. خداى ته ژبه مهمه نه ده بلکې (ان اکرمکم عندالله اتقى کم) خداى ته تقوا او له بدو ځان ژغورل مهم دي.
رابه شو ستاسو دې خبرې ته چې داسې ايت چې ويلي يې دي د هر قوم له پاره مې له هغوى څخه پېغمبر راستولى دى .
ته مطمئن اوسه چې دا ايات شته خو له هر قوم نه يې مطلب اوسمهال قومونه نه دي.
د همغه وخت قومونه لکه بني اسراييل،عاديان،ثموديان او ....
کيدى شي چې په يو لک او څليريش زره کې کوم يو پښتون هم وي.
زما په اند دغه پښتو لنډۍ چې دومره پشپړې يانې په اصطلاح جامع دي کيدى شي د کوم وخت د پښتون پيغمبر کلام وي.
هيله ده چې موضوع بېرته روژه شي .
زما د شين صيب دلايل خوښېږي کوښښ کوم چې د روژې نيولو حکمت او فلسفه له يو غوره او پياوړي عالم څخه وپوښتم او درته يې وليکم
تر پوښتنې او ځان خبرونې وړاندې بې ځايه او عندي دلايل خوند نه راکوي.
د روژې هر ماښام اختر دى _ زرې زرې د پړشمي د لاسه يمه


Anonymous
22.10.2005

کو شان صيب او روژه تي صيب ، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ !
نهيلي نۀ سئ پو ښتنو ته مو که خدای کول جواب درکوم ، خو چې وخت پيدا کړم !!!
روژه تي صيب ، ما کوشان ته د ماشوم خطاب نه دی کړی ،بلکې د دوئ منطق او استدلال مې ما شومانه بللی دی ، چې د هغوئ ياني کوشان د طبيعي عمر سره هيڅ تړاؤ نه لري ،او نه يي هم طبيعي عمر ورځينې متصور دی ، اما که تاسې ما ته د معصوم ماشوم خطاب کوئ ،نو ښايي ز ما د طبيعي عمر پۀ هکله مو اټکل پر ځای وي !!! له پاته ليکنې مو مننه او خوښنه
پۀ درنښت :
کټوازی


Anonymous
31.10.2005

شين صيب سلامونه مې ومنه!
ما داڅو ورځې کوښښ کاوه چې ستاسود منطقي پوښتنې دليل پيدا کړم.
يو دليل مې پيدا کړو چې منطقي دى خو له علمي توبه يې زه هم خبر نه يم.
تاسو ليکلي وو چې دا کفايت نه کوي چې سړى ووايي ځکه روژه نيسم چې د وږو له حاله خبر شم ځکه چې اوبه عام شى دى هر چاته رسېږي نو بيا له اوبو او خپلې ميرمنې څخه ولې بند شوي يو؟
ستاسو منطقي پوښتنه مې خوښه شوې وه نو ځکه مې د ځواب لټه کوله.
ځواب يې دادى چې :
د روژى نيولو يو حکمت او فلسفه دا هم ده چې د روژتي اراده ورسره پياوړې کېږي.
که سړى ووايي: روژه يم نو د اوبه نه څښم،ډوډۍ نه خورم، له مېرمنې سره نه يوځاى کېږم، سترګې،خوله او ټول اندامونه له بدو ژغورم ځکه چې روژه يم نو د ده اراده پياوړې کېږي.
که څه هم په پورتنيو ځينو شيونو کې لکه د سترګو،خولې او نورو اندامونو له بدو ساتل بې له روژې هم بايد وي خو په روژه کې پرې ډېر ټينګار شوى دى.
ستا له پاره د نورو ښو دلايلو په لټه
:o
خو ګرانه روژه په خلاصيدو ده داپاتې يې ونيسه کيدى شي ځواب پيدا شي


Anonymous
05.11.2005

روزه ځکه نيسو چې هم د قيمتي علاج دي او هم وزن کموي


Anonymous
05.11.2005

کوشانه کا................ لږ انتظار وکړه چي جهنم ته ورشي هله به پوه شي چي ولي مو باید روژه نيولوای
تاته دجهنم په هیله


Anonymous
05.11.2005

له جهنمه څوک سرماتئ راغلی چې کوشان به راشې؟. خاتمې مستورې دی، شايد چې کوشان زما او ستا او ډيرو ملايانو او مجاهدانو تر مخه په جنت کې ناست وی. ده به د خدای مال خوړلی وی، خو زه فکر نه کړم چې د بيت المال او د خدای د بنده ګانو په مال ئې خېټه ور اچولې وی.


Anonymous
07.11.2005

روژه ځکه نيسو چه د جاهلانو څخه ډاريږو اوچه ډوډې نه وي سه به اوخرې او زمونږ دځان اختيار خو هسی هم زمونږ سره نه وي د خودکش مذهبيانو سره وي ٠ ماړه خو جنت هم ځانته اخيستلای شي ٠ نامونشان ، عزت اوهرڅه دپيسو والا سره وي ٠ او غريب خوپه سل مذهبه ګناګار دې ٠

خوار


Anonymous
07.11.2005

ولې روزه نيسو؟

ځکه چې غريبي ده٠ چې خاني شوه و الله که يې ونيسم چې دا نن مې تاترين ځاي شي٠
قران کې راغلي چې څوک په دې دنيا شراب خوري اخرت کې نه ور رسيږي٠ مونږ هسې هم له دوزخه په امان يو، ځکه چې پدې دنيا مو ددوزخونو هره نمونه وليده٠


Anonymous
09.11.2005

څو شبنم غوندى شبګير په سروانحلى
دګل روح سره به نه شى هم اغوش


Anonymous
09.11.2005

څو شبنم غوندى شبګير په سروانحلى
دګل روح سره به نه شى هم اغوش

میلمه وروره سلامونه می قبول کړه
ډیر اعلی بیت دی که یی په مطلب ما پوه کړی مننه

ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more