د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بوش زاړه صلبي جنګونو بيا راتازه کوي

Anonymous
09.10.2005

ګرانو پښتنو او افغانانو !
د امريکي رئيس جمهور خپل سينات ته داسي وويل :
په عراق او افغانستان کې دامريکاعسکرنور هم بايد پاته شي او پا تيکيدل ئي يو قانوني کار دي داڅکه چې مسلمانان غواړي چې خپله امپراطوري بيا له هسپاني نه تر اندونزيا پورې جوړه کړي او دد ي کار د مخنوي لپاره زمونږ دعسکر پاته کيدل يو قانوني کار دي٠
په اروپا کې هم ټول ترورستي عملونه په مسلمانانو پوري د اسلاميست ( islamist ) پو نوم تړل کيږي او د زاړه فوندا منتالست کلمه په اسلامسيت بدله شوه چې په دي کلمه پوري ټول مسلمانان تړلي دي او دد ي کلمي استعمالول د ټولو مسلمانانو لپاره لوی سپکاوی دی ٠
زه په دي عقيده يم چې اسلام ددي خلکو لپاره داسي يواخلاقي ټولنيز رقيب دي
لکه کمونزم او کپيټالزم چې په خپلو منځو کې دي ٠
يواځنی هدف د غربيانو د اسلام ضعيفوالی او دخپلو عنعناتو او اخلاقو رواجيدل دي چې په مختلفو پلموئي اسلامي هيوادونه را ګير کړي دي ٠
په افغانستان کې خوراکي مواد ډير قيمته تقريبا د اروپا په سطحه خو دفساد او فحشا الات دومره ارزانه دي چې حد نلري او که سړی ئي اروپا ته را وارد کړي نو
ښه ګټه اوتجارت پري کولاي شي٠
څه با يد وشي چې دي داسي بي قانونه او بي عدالته عمل او پروپاګندې مخه ونيول شي ?
په درناوي ستاسو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more