د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دري ژبه اوپښتو اصطلاحات

Anonymous
08.10.2005

دپښتو ژبې سره مينه لرم ځکه زما مورنۍ ژبه ده اوورباندې وياړم. خو کله چې په دې ورستيو وختوکې ددري ژبې ويونکو له خوا پرله پسې کوښښ کيږي ځني پښتو مروج شوي اصطلاحات لکه پوهنتون، پوهنځی ، روغتون او نور دري ته واړول شي او ورته دانشګاه، دانشکده او شفاخانه نومونه غوره کوي نو زموږ دځنو پښتوژبو ليکوالونيوکې پورته کيږي او داعمل دپښتو په وړاندې د تعصب او کرکې نه ډک بولي. ماته سوال پيداکيږي چې ايا ددې حق لرو هغوی له دې کار نه منعه کړو؟ موږ په پښتو کې هم داکارونه کوو. پل چرخي څرخي پل ته اړوو اوهر دري لغت اواصطلاح چې مو خوښيږي هغه پښتو ته ژباړو. ايا هغوی داحق نه لري؟ زما په اند خو داډول واړه امتيازات پښتو ته کومه خاصه ګټه نه لري اوبرعکس زموږ پام دموضوع داساسې اړخ نه دمسلې فرعي اړخ ته اړوي . دپښتوژبې دپرمختګ بنيادي چاره دهغې مدني کول او اکاډيميک کول دي. پښتو بايد ښوونځيو، پوهنتونو ،دفترونواوخبرې رسنيوته لارومومي. او ټوله پاملرنه بايد په همدغو ټکو متمرکزه شي.کله چې داکار وشو نو بيا پښتو پخپله کارکوي اوپخپله په مخ ځي. غير له هغې داډول جګړې او دڅو پښتو اصطلاحاتو امتيازي درلودنه دپښتو ناروغي نه درمل کوي


Anonymous
08.10.2005

بي شعوره پښتونه ? مقصد ئي اړول ندي مقصد ئي دادي چې پښتو ژبه له مليتوب نه وباسي اودا پښتنو ته په سپک نظر کتل دي٠ لږ څه فکر وکړه


Anonymous
08.10.2005

ښاغلئ شاولي٠
په لومړي مخ کي دښاغلي ډاکټر عثمان روستار تره کي ليکنه وګوره٠
برياليتوب دي غواړم٠


Anonymous
08.10.2005

((ماته سوال پيداکيږي چې ايا ددې حق لرو هغوی له دې کار نه منعه کړو؟ ))

شاولي وروره بيلکل يې لرو! منطق داسې دې چه که زه کوښښ کوم چه په تا سو ايښودل شوې نوم په بل نوم اړول غواړم نو دابه انصاف وي که تعصب ؟
کله چه دکابل پوهنتون زېږېدلې د ((پوهنتون)) نوم ورباندی ايښودل شوې نه (( دانشکده))!
څوک چه د يوپښتو نوم سره دومره تعصب ښيي نودمدني کو لو خو سوال نه پيدا کيږي چه د کلتور دوزارت کومه لوحه دی پری په کوم تياره کونج کی ولوريږي ٠
درېسوه کاله خو په (ځه ، ځه) کی تېر شو ، ځينو خو خپله مورنۍ ژبه هم ورته پرېښوده خو اخر خبره دې ته ورسېده چه د افغانستان نوم هم راته په خراسان واړوي ٠ بيا نو ستاسو غوندی پښتانه هم راپيدا شي او د يونيم پښتنو ليکوالو په خوله لاس ايښودل غواړي چه حقه حقوق دی نه غواړي ٠

تا سو چه دومره هرڅه ته متوجه ياست کله مو د کابل پوهنتون ته سرورښکاره کړې چه کتابونه او تدريس يې په کومه ژبه دې ؟ ايا پښتو ژبې پکی د فيصدي په حساب حق درلوده او يا يې لري ؟

ايا مونږ ته ويلای شې چه دکابل پوهنتون په کتابتون کی څو فيصده پښتو کتابونه شته او وو ؟
کله ددې ځواب ووايې نوبيا به د لېسو په هکله معلومات هم راکړې٠
صحيح ده د پارسيوانانو دخوښۍ لپاره به پوهنتون په دانشکده نوموو خو هغوی به دا راسره ومني چه د پښتنو د خوښۍ لپاره د پوهنتون نيم مضامين په پښتو واړوو ؟

لک څک


م ن غروال
08.10.2005

درنو عزيزانو سلام!
ښاغلۍ ليکي :
[quote:540ec15388]صحيح ده د پارسيوانانو دخوښۍ لپاره به پوهنتون په دانشکده نوموو خو هغوی به دا راسره ومني چه د پښتنو د خوښۍ لپاره د پوهنتون نيم مضامين په پښتو واړوو ؟ [/quote:540ec15388]
زما په اند نه يوازې چې بعضې مضامين يې په پښتو واړو بلکه په پښتو ژبه بايد په کابل کي ښوونځي او پوهنځي ولرو٠ تر څو پښتانه هم د اساسي قانون په بنسټ وکولای شي په خپله مورنۍ او د هېواد په ملي او رسمي ژبي پښتو خپلې لوړې زدکړې وکړي٠
او هيڅ څوک دا حق نلري چې پوهنتون او پوهنځي او نور داسي نومونه له پښتو څخه په نورو ژبو واړوي٠
لکه څنګه چې نورو وروڼو هم ګوته نيولې ده ، دا ډيره اغيزمنه ده د ژبې په وده کي چې مونږه داسي نومونه په رسمياتو کي ولرو، لکه پوهنتون او داسي نور!
په درناوې


Anonymous
08.10.2005

ښه موضوع ده
گستاخى پکى مه کوى ، استدلال وکى .
د دانشگاه ترشا پښتنو ته سپکاوى نشته خو د ايران سره د افغانستان د يو ځاى کولو يو کوښښ دى چى ځينى متعصبه يي کوي . هغوى غواړى چى هر هغه څه چى په افغانستان کى رواج دى هغه دى په هغه څه بدل شى چې په ايران کى شته ، دوى ريل ته قطار وايي چى په ايران کې همدا نوم دى حال دا چى په افغانستان کى قطار ، کتار يا لاين ته وايي . دغه شان دوى دانشگاه او بيمارستان او دادگاه وايي .


Anonymous
08.10.2005

[color=white:9e4cfd9060]که حق ته له تعصب پرته وګورو لږ تر لږه ٦٥ ٪ افغانان پښتانه دي او حق لري ددې سره سم دټولو رسمي ليکنو ، مطبوعاتو او خپرونو ٦٥٪ له يوې خوا په پښتو اوسي! خو له بلې خوا په پاتې ٣٥ ٪ کې ټول تاجک او هزاره نه بلکې نور ورونه قومونه هم شامل دي چې ژبې يې عمومي (ټولګړی ) رسميت نه لري ، بايد په عامو رسمي برخو ، تولګړو مطبوعاتو او سراسري خپرونو کې د هغوی د فيصدۍ سره سمه بر خه په عامو رسمي ژبو کې يواځې دري ته ميراث نه ، بلکې د خپلې فيصدۍ سره سم په کې پښتو هم حق لري . د ساري په توګه که د تاجکو او هزا ره ورونو فيصدې ٢٥ اټکل کړو نو نوروته لس فيصده پاتې کيږي چې پښتو ته په کې
( ١٠٠/ ١٠) x ٦٥ مساوي ٦،٥ فيصده او ٣،٥ فيصده دري ته رسيږي . نو پښتو بايدپه رسمياتو کې په سلو کې ٧١،٥ او دري بايد ٢٨،٥ فيصد ه برخه ولري او بس ! که پښتون دغه حق ته کار ونکړي او ژر يا وروسته يې و نه ګټي، له تعصب پرته وايم چې نه يواځې پښتون ، بلکې له سره به انسان ځان ته نه وايي ! خو په دې ﻻر چې : وروري به کوو ، حساب تر منځه ! دغه حساب په ورورۍ کې دموکراسي ده !
هو ! زما پر اند دا د انسانيت ،کلتور او سياسي شعور څر ګنده بيلګه ، اړين معيار او دانسانيت له پاره يوه انساني مبارزه ده ! والسلام[/color:9e4cfd9060]


Anonymous
08.10.2005

ګرانودوستانو
رښتيا چه موضوع د جامع بحث وړ ده او زما فکر ته دا پوښتنه راغله چه په فارسي کی خو له نيمه هم زياته عربي ده که عربي لغاتونه اواصطلاحات تری وويستل شي اوسوچه فارسي پرېښودل شي نو دتلفظ اومحاورې قابيليت به هم له لاسه ورکړي٠
همدغه راز د لاندې لغاتونو لپاره به کوم معادل سوچه فارسي لغت وکاوي ؟

کتاب
کتاب (چه)
قانون
سياست
جمله
املا
نقطه
عدد...............

سلام
سترګه ور


Anonymous
09.10.2005

سترگوره
دغو ټکو ته خو په پښتو کې هم ټکى نه لرو؟


Anonymous
09.10.2005

if u have the right we have the right


Anonymous
09.10.2005

ګلابه خېر يوسې

ستاسو خبره په ځای ده ٠ دغه اونورداسې عربي لغاتونه او اصطلاحات دي چه نه يواځې په پښتو کی ورته معادل اصطلاحات نشته بلکه په فارسي ، تاجکي ، ازبکي ، ترکمني ، کردي ، بلوچي ، اردو او ترکي ژبو کی ورته اصطلاحګانې نشته ٠
ددې دا معنا چه هيڅ ژبه نه سوچه پاتی کېدای شي اونه کومه ژبه بې نيمګړ تيا٠ دبېلګې په توګه عربي ژبې ته مسلمانان دمکملې ژبې په څېر ګوري خو په حقيقت کی د ډېرو اوازونو تأمل نه لري ځکه چه هغه مشخص توري پکی نشته لکه ( چ ، څ ، ټ ، ړ ) چه په سلاوي اوچاينيزي ژبوکی يې اوازونه موندل کيږي ٠ عربان د (چ) تورې په ( ش) اړوي او چای ته (شای) وايي ٠ همدغه راز په فارسي کی د (ړ) تورې او اواز نشته او پرځای يې (ل) کارول کيږي ٠
په دري ژبه کی که ځينې مرکب (نښتي) لغاتونه سره بېل شي نو عجيب اوغريب شيان تر ی را څرګند شي لکه خربوزه چه تجزيه شي نو ( خر) او (بوزه) به تری لاس ته راشي ، او تربوز چه تجزيه شي نو(تر) او(بز يا بوز) به ترې لاس ته راشي چه دواړه حيواني نومونه دي او په بانډه يي لهجو په نباتاتو ايښودل شوي ٠
که چېرې دغسې نومونه د فرهنګ څخه استثنا وګڼل شي نو بيا به سم فارسي کوم وي ؟
زه داسې مثالونه ځکه راوړم چه متعصبين هم خپلې ژبې ته متوجه شي چه نيمګړي ، د ملنډو اوريشخند څيزونه ددوی په ژبوکی هم شته اوسره له دې چه دوی دومره نيمګړتياوې لري ځانته د لوړ فرهنګ امتيازورکوي او د پښتنو کلتور اوفرهنګ ته په سپکه سترګه ګوري ٠ ايا يو لوړ فرهنګ به دا اجاب کړي چه د بل سپکاوې وشي ؟ که ريښتيا د سوچه او برتر فرهنګ خبرې وي نو بيا خو د څېړنې حق هم لرو کنه ؟ دپښتونه کرکجن له ايرانه ترتاجکستانه ويده وو چه تاجکي فرهنګ په روسي فرهنګ بدلېده ؟ ددغه استعمارسره تعصب چېرې دې ؟
روسانود برچې په زور پری روسي فرهنګ ومانه مګر پښتنو ورته تحفظ ورکړ٠

نو کله چه حساب به مثقال و بخشش به خروار شي نو زمونږ ځواب به هم داوي اووايو به چه وروري به کوو خو حساب ترمنځ ٠

په درناوي

سترګه ور


Anonymous
09.10.2005

[quote:d507183713="سترګه ور"],,,, دپښتونه کرکجن له ايرانه ترتاجکستانه ويده وو چه تاجکي فرهنګ په روسي فرهنګ بدلېده ؟ ددغه استعمارسره تعصب چېرې دې ؟
روسانود برچې په زور پری روسي فرهنګ ومانه مګر پښتنو ورته تحفظ ورکړ٠ نو کله چه حساب به مثقال و بخشش به خروار شي نو زمونږ ځواب به هم داوي اووايو به چه وروري به کوو خو حساب ترمنځ ٠

په درناوي

سترګه ور[/quote:d507183713]
د تاجېکستان تاجيکانو دابېځايه خيزکې دافغانستان پښتني ضدو ستميانو او ايراني پرسته عقده يانو د لا راپارونې په خطرناکه توطئې کې چې مزي ئې د تهران د پان ايرانيسته ايتولاګانو په لاسو کې ده ، برخه اخستل دي٠ د دوۍ له ژبې او فرهنګ نه په لنډه موده کې روسانو داسې څه جوړ کړه چې خپله ورته هک پک پاتې دي، نه ورته الفبا پرې ښوده، نه لغت نه ګرامر، حتا نومونه ئې ترې واخيستل٠
د دوۍ د و لسمشر نوم ته ګورئ - رحمان اوف رخمونوويچ دۍ٠
وائي زور ئې په خره نه رسي، وار په کته کوي٠
دوۍ دې ځان د روسيفيکيشن (روسي کولو) نه خلاص کړي خو نه پښتنو ته په توطئو کې د ګډون له لارې٠
جاله وان


Anonymous
11.10.2005

شاه ولي خان صيب کور دې ودان ته يې ورسره منه خو پښتانه يې ورسره نه مني!
لومړى خو پوهنتون،پوهنځى،روغتون،وسلتون،او ...... ملي ترمنالوژي ده چې قانون هم منلې ده نو نورې خبرې پکې نه ځايېږي بايد ټول يې ومنو. او پول څرخي ته چې څرخي پل وايو هغه کومه ترمنالوژي نه ده پاړسيوانان يې په پاړسي وايي او مونږ يې په پښتو وايو.
بله دا چې تاسو د ژباړې خبره کړې ده نو که څوک پښتو ژبې ته داسې لغت چې په پښتو کې نه وي او ويې ژباړي دا خو يو ښه خدمت دى ته ولې ښه او بد کار نه پېژنې.
***
پاتى شوه د سترګور ورور خبره!
سترګوره خداى دې انصاف روزي کړه ته دخپلې پښتو غم کوه دپاړسي سره دې څه کار دى هغوى تر تا غښتلي،ځيرک او هوښيار ليکوال او ژبپوهان لري که عربي ترې باسي او که پرېږدي يې.
خو بايد پوه اوسې چې تر خپلې وسې کوښښ کوي او ترې و باسي يې.
لکه همدغه ملي ترمنالوژي ستره محکمه چې دوى يې اوس دادګاه بولي. که په ټول لغت يې لاس بر نه شي نو ترکيب خو يې وربدلوي لکه :اوس چې اخبار ته خبرها وايي او په سلګونو داسې نور.
هغوى زما او ستا غوندې نه دي چې په پرديو لغتونو سره نښتي يو کله د عربي او کله د پاړسي د دفاع وکيلان له ځانه جوړوو، هغوى کار کوي خپله ژبه جوړوي او پر خلکو يې پېژني.


Anonymous
11.10.2005

ښاغلی غاټکی او نورو ليکونکو
مطلب په دې کې نه دی چې زه يي ورسره منم يا نه منم. اوداښکاره خبره ده چې په اصولو کې يې بايد ورسره و نه منم.
مطلب داو چې ايا دقانون له مخې موږ داسې کوم حقوقي ماده لرو چې هغوی ددې کار نه منعه کړو او يا پرې نيوکه وکړو. که داډول ترمينولوژۍ لکه پوهنتون، پوهنځی اونور دکوم اړونده قانون اومقرراتو په موادو کې ذکرشوي وي نوبياحق لرو په هغوی نيوکه وکړواوداکاردقانون خلاف وبولو.خوکه خبره يوازې اخلاقي اوژبني اړخ ته پريښودل شي نوبيا موږ هغوی مکلف کولی نه شواو نه مو ورباندې زور رسيږي. دري به يې دانشګاه بولي پښتو به ورته پوهنتون اوپه انګليسي کې به ورته يونيورسيټي وايي او همداسې نورو ژبوکې. هره ژبه کوښښ کوي خپل سوچه اصطلاحات ولري. دهفتې نومونه لکه شنبه ، يکشنبه ، دوشنبه اونور چې سلګونه کلونه پښتو کې مروج شوي او تر دې چې زموږ نالوستي هيوادوال هم ورسره په بشپړه توګه بلدتيا لري خوزموږ ځني پښتانه ليکولان کوښښ کوي هغه پښتو ته واړوي او مروج يي کړي. لکه پنجشنبه د پنځنۍ په نوم يادوي. داسم کار دی؟ که موږ دومره تنګ نظره کيږو نوهغوی ته په واقعيت کې ورته انګيزه نه ورکوو؟
بل عمده هدف زما په ليکنه کې داو چې يوازې په نومونو بايد خوشاله نه شو. په حلوا حلوا ويلو خوله نه خوږيږي. په حقيقت کې همدغو نومونو موږ غافل کړي يو. ډيرو ته ښايي داکفايت وکړي چې دپوهنتون نوم په خبري رسنيو کې په پښتو اخيستل کيږي اوګوندې په دې ډول دپښتو حق خوندي دی. دچا خبره له غروره به بريتونه تاووي او لوړه شمله به ګرځي.
خوخبره بل ځای کې ده. که دپوهنتون انګړته ورننوځی، ټولګيوته لاړشی بيا به دپښتو حال درمالوم شي. چې په څومره بدحالت کې ده. پس دکاسې لاندې نيم کاسه ده.نوم ته يې خوشاله يې خو مانا ته نه. ظاهر يې ګورې خو دباطن نه يې ناخبره يي.
راځی يو نوی نوښت ورته وړانديز کړو: نوم دې دانشګاه شي خو ژبه دې ورکې پښتو شي . کله وار دابا کله د ادې. ايا هغوی به يې ومني؟ فکر نه کوم. هغوی هوښيار دي.

لکه چې مې په لمړۍ ليکنه کې ليکلي و بايد پام دنوم په ځای اساسي مسلې ته واړول شي اوهغه په پوهنتون او نورو علمي موسساتو اواداروکې دپښتودمساوي حق خوندي توب دی. دازموږ قانوني،هم اخلاقي او هم طبعي حق دی او په هم دغو ټکو بايد زورواچول شي او باور لرم چې له همدغه بنياده وروسته به هرڅه په خپل سم استقامت حرکت وکړي.
يادونه: په پاسنيو ځوابيه ليکنو کې ځنې تندلارو ورونو راته دبې شعوره او لپړ نومونه هم کارولي دي. خو زه به ووايم چې داهغه ژبني افراطيون دي چې دګټې په ځاې پښتو له بيخه وباسي. دتظاهر پلويان دي خو دواقعيتونو دنيلو اوريښو نه بې خبره دي. قضاوت يې سرکب او دزړه سترګې يې ړندي دي.
په مينه


Anonymous
12.10.2005

ګوره شاه ولي وروريه ، پښتانه تل مدام نورو قومونو ته په مسئلو کې تير شوې دي . د اساسي قانون د جرګې په وخت کې هم پښتانه د دې لپاره د پښتو ژبې دملي پاتې کيدلو د مادې نه تير شو چې شخړه جوړه نشي يا جرګه بدنامه نشي .

ته هم همدغه خبره کوې وايې چې ځه ( پوهنتون ) نه به تير شو په پوهنتون کې دننه به د پښتو مضمونونو پسې وګرځو . سبا به وايې چې ځه خير دی ([color=white:d47d353fc7] افغانستان [/color:d47d353fc7]) دې ( [color=yellow:d47d353fc7]خراسان[/color:d47d353fc7] ) کړي مونږ به د افغانستان نوم نه تير شو خو په افغانستان کې دننه په دفترونو کې پښتو او پښتنو پسې ګرځو .
همدغه وړو وړو خبرو نه خو تير شوي يو چې اوس مو دغه حال دی ، هيڅ هم نه پاتې کيږي .


Anonymous
18.10.2005

شاولي خان وراره خبرې دې ښې دي خو د لومړي سرليک (دري ژبه او پښتو اصطلاحات ) سره اړخ نه لګوي !
له سرليک نه دې معلومېږي چې ته اصلاً په دري ژبه کې د پښتو اصطلاحات نه غواړې .
دليکنې په لومړۍ برخه کې دې يو څه دفاع هم کړې خو د ليکنې په وروستۍ برخه کې دې چې د غاټکي ځواب ويلې خبره دې روښانه کړې ده.
ته په پوهنتون او رسمي دفترونو کې پښتو غواړې خو دا سوچ نه کوې چې آيا دپوهنتون د ننه پاړسي يې د نوم په بدل کې درڅخه اخيستې ؟
نه داسې نه ده په قانون کې راغلي چې ملي ټرمينالوژي به همغه پخوانۍ زړه ملي ترمينالوژي وي لکه پوهنتون ، روغتون، او .......... نور پښتو او پاړسي دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي . داچې پښتانه يا بې وسه دي او يا بې شعوره چې خپل قانوني حق نه شي غوښتى هغه بېله موضوع ده خو بايد پوه اوسې چې په پوهنتون کې دننه ټوله پاړسي يې يوازې د نوم په بدل کې درڅخه نه ده اخيستې . هغوى کوښښ کوي چې نوم يې هم دانشګاه کړي . که د پوهنتون په لوحه دانشګاه نيشته نو په خولو او ليکنو کې خو يې هيڅوک هم پرې پوهنتون کولى نه شي .
او بله خبره دا چې په پوهنتون کې يوازې پر پښتو ژبې پابندي نه ده لګيدلې بلکې پوره سپکاوى يې کېږي. تر اوسه د پوهنتون د ادارې په کمپوټرونو کې پښتو پروګرام نيشته . هغوى د پوهنتون په ټولو کاغذي کړنو او نورو ليکنو کې او ورسره د څانګو په سر ليکنو کې د پوهنځي پر ځاى پوهنحى ليکي او په نورو ځايونو کې د څارنوال پر ځاى حارنوال ليکي او همدا راز نور ډېر سپکاوى.
که يوازې د ادارې په سرليک شي نو د اطلاعات او کلتور په وزارت او دننه پکې يوه لوحه يا سرليکنه هم پښتو نيشته نو مامورين يې بيا ولې پښتو نه ليکي.
همدا راز پخپله کرزى صيب هم بغير له (خداى مو راوله ) نور ټکى پښتو هم نه وايي .
د پښتنو پخپله خوند نيشته کنه څوک په زوره په چا پاړسي نه شي ويلى .
په بشپړه پښتني مينه
ستا لاروى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more