نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ولې پښتو tv نه جوړيږي
Anonymous
08.10.2005
دوستانو
د خيبر ټي وي به ښه وي يا به نه وي خو د څه غرض د پاره جوړ دي . په افغانستان کي پنځه ټي وي سټېشنه جوړ شو خو پاړسي پکي ٨٠٪ يا زياته ده.
پوښتنه دا ده چي دا پښتانه دومره کړتي کوي والي د ټي وي په شان مهم تبليغاتي او تفريحي شی ورنه پاتي دې ؟
Anonymous
08.10.2005
دشمشاد TV جوړيږي ، خو د اطلاعاتو او کلتوروزير ورته اجازه نه ورکوي ، ځکه چې په پښتو دی !
Anonymous
08.10.2005
د مخدم رخين يې په ټي وي سه ؟ هلته به يو قانون وي يو حساب وي هسي ګپ شپ خو نه دې
Anonymous
08.10.2005
په دواړو هېوادونو کی پښتو ژبه او کلتور برمته او سبوتاژ شوي٠ په افغانستان کی پښتنو شاهانود پرچمي ګوډاګيانوپه شمول رسما" سبوتاژ کړې په پاکيستان کی پښتنو وز يرانو٠
دادواړه ګروپونه د پښتو ژبې اصلي دوښمنان دي ٠
په دواړو هيوادونو کی مطبوعات ، راديويي اوتلويزيوني شبکې ددغو افرادو لخوا څارل کيږي ٠ په دواړو هيوادونو کی پری ملنډې او ريشخند وهل کيږي ٠
دبېلګې په توګه د خېبر د ټيوي پښتو ويونکي زياتره هغه پاکيستاني بيټلان دي چه په خپل کور کی هم په پښتو خبرې نه کوي٠ يو پنجابې ، هينکې ، سيندې او بلوچ خو دغه دکچه لمبر پلېټ ډبې ته نه ګوري چه څومره دوندړه کوي بلکه زما غوندی بېچاره ګان ورته په ((بېټکونو)) کی ناست وي او سترګې يې ورته بټې نيولی وي ٠
دداسې پنکانو نه به مونږ څه زده کړو ، ههه نېکه ؟
Anonymous
08.10.2005
بانگي روره
يوه دى اوکړه پخه دى اوکړه
Anonymous
09.10.2005
((بانگي روره
يوه دى اوکړه پخه دى اوکړه))
مونځګوزارصېب!
لمونځونه اوروژې مو قبولی شه
دبانګي نورڅه په وس پوره دي پرته له ازانه٠
تشکر
بانګي
Anonymous
12.10.2005
بانګي او نورو
د ټي وي مسله جدي مسله ده اوتي بوتي پکي مه کوي
پښتو ټي وي
Anonymous
20.10.2005
ډانګى وروره ښه وايې ټي وي جدي مسئله ده خو ته دې په افغانستان کې هغه پښتو اثار راوښيه چې ټي وي پرې وچلوې.
ستا پښتنو ليکوالو خو يا پاړسي ليکلې يا يې هسې ببو لالې ليکلي دي.
ټي وي په څه شي چلوې ؟
tv yawazay pa leekwalo nachaligee
Anonymous
29.10.2005
سلام واخليه ټول،
ګوره ټي بي خانه ، ټيليويژن يوازې په ليکوالو نه چلېږي ، او ته خو ياره سم ساده خکارې ځکه ليکوال ستا په اند برابر شۍ نشي ليکلئ دا ځکه چې ليکوال تر ليکواله فرق او کلام،ليک،کيسه، سندره هره يوه ځانله ځانله وي اوهر ليکوال چې ليکل کړي سومره چې ما لوستي ټول د افغانستان دود دستور اوپه تاريخ ښه پودلي، لکه سدؤدين شپون ، ډېر ريالسټ ليکوال دئ نه لکه پارسيوانان چې خيالي کيسه اوليکي او بيا ايران خو ټول دپردي شيان ترجمه کوي ، خپل شئ لري هوم نه٠
خوخبردټيليويژن ده نو ټيوي په خو افغاني دود دستور وړاندې تلئ شي، چې پکار ده تا غوند ې نور ځوانان د ماشومانو لپاره کارټون جوړ کړي ،ډېر ژورناليسټان شته چې سره يو لاس ښه پروګرامز جوړ کړي ، خو په يو کس نه کېږي اوحکومت باقايده ملاتړپکار دي اوکي، له خيبر ټي وي نه خو اوسم ښه ژورنالسټان لرو٠
Anonymous
31.10.2005
[color=red:34224f5604]اقتباس :
سلام واخليه ټول، [/color:34224f5604]
تاسو دې پورته ادبياتو ته لږ ښه ځير شئ !!!
بس خو ټول عمر موپه باټو تېر کړى دى!
د پاړسي يا ايراني خبره خو ستا د پښتنو دليکنو سره هيڅ د مقايسې وړ نه ده هغه به پر ځاى پرېږدو رابه شو دخيبر ټي وي ته !
خيرنه ته دې تېر تاريخ ته وګوره !
دلته خو که غزل دود شوې،که لنډه کيسه، که ناول،که ډرامه، او که ....... ټول له خيبروالو راغلي دي ته خو يوازې د جګړمارۍ تاريخ لرې چې نور څوک يې نه لري نو ته کوښښ کوه چې تل په تاريخ کې و اوسېږې!
يوازې دشپون بېچاره ناول خو به دې يوه اونۍ وشي نور خو ټوله ورځ څوک خبرونه هم نه وايي او نه!
ټلويژن په ښو ليکوالو چلېږي چې د لږو خبرونو ترڅنګ ښه پروګرامونه جوړ کړي. ليکوال بايد فلم وليکي.
ليکوال بايد ډرامه وليکي.
ليکوال بايد په شعر او نثر ښه کره کتنه وکړي.
ليکوال بايد ادبي ټوټې وليکي.
ته وايه چې څه لرې؟
اخوا شه بوتله لاخو
da bptlay rora
Anonymous
04.11.2005
سلامونه
د بوتلې روره نو زه درسره په يو غږ منم دا خو دا چې ته له کومو ليکوالو نه پته لګولې چې چا څومره ډرامې ليکلي ، که خيبر ته اوګورې نو زه هوم درسره منم چې خيبر ښه با کلتوره خلق لري او افغان پيښوري پښتون کې هېڅ غټ توپير نيشته نو وړو پسې خلق نه ګرزي خو زه درله خيبر ټي وي يادوم چې اسې پر مخ روان دی خو پروفېشنلز پکې لږ دي.
داسې چل دی چې په پښتو کې ډېرې ډرامې ليکووالو سره شتې خو څوک نيشته چې مولاتړ اوکي او پوره کار اورباندې شروع کړي. دا خو زه هوم کولای شم چې په ټولو ګوته اونيسم خو زه پخپله څه کولی شم دې ته فکر اوکه د بوتل خپله.
اسې ټرې پرې چې وای په ټولو ګوته نيسې کله يوڅه کله بل څه زه ته نر شه په پښتنو کې او فلمونه کيسې، سندرې، ناولونه، رومانون ، وړې کيسې، ټرمينالوجي ، او داسې بل څه چې په ليټرېچر کې راځي اوليکه او جوړ که . زه نر شه پاڅه ...
اسې خوشې تشې مه وايه
پښتو ټي وي
Anonymous
06.11.2005
ما داسې انګيرله چې پورتنۍ پوښتنه کوم ليکوال مطرح کړې ده نو ځکه مې وويل چې مونږ بايد لومړى کوښښ وکړو چې د ټلويزيون له پاره خام مواد ولرو لکه ډرامې،فلمونه،تاريخي،کلتوري او ادبي ښه پريمانه مواد که تخليق وي که تحقيق وي او که ژباړه خو خبر نه وم چې (Mamood Asifi) ځواب راکوي .
زه محمود اصفي ته د پورتنۍ ليکنې هيڅ ځواب نه لرم ځکه دى راته کوم کوڅه ډب غوندې انسان ښکاري ځکه له ليکنې يې همداسې ښکاري.
ده ليکلي چې ته څه خبر يې چې چا څومره کار کړى دى او څه بوتل موتل يې ياد کړى چې پرې پوه نه شوم.
نو زه وايم ته دفلم ډرامې او ادبي ټوټو ليکل پرېږده لومړى خودې دا املا لږه سمه کړه . او بيا دا خبرې کوه.
زه خو نه يم خبر چې مونږ په پښتو کې څومره فلمونه،ډرامې،ښې ادبي ټوټې او ښې څېړنې لرو چې تلويزيون پرې وچلوو.
او که کوم ليکوال په خپله خېټه کې ساتلي وي نو په افغانستان کې خو نن سبا خپرونې دومره ډېرې دي چې چلوونکي يې په دغسې ليکنو پسې لوغړن ګر ځي ،محمود اصفي ولې خپل شهکار ليکل په خپله خېټه کې ساتلي دي ؟
زه تر ټولو د پښتو ټي وي ليوال يم خو په دې هم بايد سوچ وکړو چې که څوک نر پيدا شي او راته ووايي چې :داګز او دايې ميدان ، نو مونږ کوم اثار او ليکنې لرو چې وريې کړو. يوازې په خبر او راپور خو ټي وي نه چلېږي.
دلته چې دې موجوده ټي وي والاوو ته مونږ څه ووايو نو وايي چې راوړه ښه فلم چې درته خپور يې کړو .
او بله دا چې ده دخبير ټي وي د پروفشنلتوب خبره کړې ده زه خو وايم چې په دې دومره لږه موده کې ډېېېېېېېر پروفيشنل دى .
زه بيا هم وايم چې اصفي صيب له فلم او ډرامې ليکلو دې تېر يو خو املا دې لږه سمه کړه !!!
بېخي ډراماتيکه املا دې ده
kha shwa che zma dramatika shwa
Anonymous
06.11.2005
سلام درواخله ټي بي ګله !
ياره ته ماته کوڅه ډبی واې پدې چې ما تاته ستا د ليکنې نه راخييستې لوغت درليکلی ځکه؟ خير که دې هېره شوي وي نو لږ خپله پورتنۍ ليکنه زما د ليکنې نه مخکينۍ اوګوره ښه بره ليکنه .
خير شه هېڅ خبره به نوي ، اوس جې ته زما ليکنې ته ډراماتيکه وای نو دا درسره منم ځکه چې زه په پښتو ليکلو کې لږ شانتې کمزوری ييم او ما په پښتو ليکلو کې اوس اوس پيل کړی ، زه په اسلن کې کوم ليکوال نه يم نه هوم کوم اديب يم بس د بحس لپاره دلتکې راشم او تاسو سره خپله املا شملا ګډوم . ليکم .ماته زما غلتۍ راپه ګوته کړه مرګريه نو خوشال به شم. خو ملنډې راباندې مه کړه. چې بيا ملنډې ماله هوم راځي چل .
Anonymous
07.11.2005
ګران اصفي صيب مننه چې حال دې ووې . زه له مخکې پوهيدم چې تاسو له پښتوسره پوره اشنايي نه لرئ او املامو سمه نه ده خو وايي :
دموزيګي شکيدليه ګټه
چې زه دې لنګه ټينګووم بازو دي ځينه
نو که املا درسمه کړم نو منځپانګه يا محتواى به يې څوک سمه کړي . تاسو خو په غوسه او سپکاوي ليکل کوئ .
ځکه تاسو يوازې په ليکلو کې ستونزه نه لرئ . بلکې په لوستلو کې هم ستونزه لرئ ځکه زما نوم مو هغه شان يې چې زه ليکم نه دى ليکلى ؟
بله دا چې همدا دې نارينتوب دى چې اعتراف دې کړى چې په پښتو ليکلو کې ستونزه لرم. نو بيا مهرباني وکړه دا نارينتوب هم وکړه چې په ادبي بحثونو کې لکه همدا روان بحث کې برخه مه اخله ځکه چې ته پخپله وايې چې زه له پښتو ليکلو سره اشنا نه يم نو تاسو بيا په پښتو کې د ډرامې،فلم،لنډې کيسې،ناول او نورو ادبي ژانرونو څه خبر ياست چې په خپلو ليکنو کې مو دعوه کړې چې په پښتو کې ډېر دي؟
ګله خپه نه شې!
دا ښه خبره ده چې په بحثونو کې ګډون کوئ خو اړينه نه ده چې هر ې ليکنې ته ځواب ووايې !
که معلومات مو نه درلودل نه بيا يې تش لوله!
زه اصلي موضوع ته راځم او هغه دا چې ولې په افغانستان کې پښتو ټي وي نه جوړېږي ؟
بايد جوړ شي خو اړينه نه ده چې مونږ دې له دولتي کړيو واوځو او ځانګړې يا شخصي هڅې دې وکړو.
شخصي هڅې په خپل ځاى دي خو دولتي کړيو کې بايد خپل ځاى بل چاته پرې نه ږدو!
که شخصي وي او که دولتي خو مونږ د ټي وي له پاره وړ ادبي ،کولتوري،تاريخي ،هنري او نورې څېړنيزې لکينې نه لرو!
نو د ټي وي تر جوړولو ړومبى بايد زمونږ درانه ليکوال کوښښ وکړي چې تخليقي ،تحقيقي او ژباړل شوي مواد چمتو کړي .
ځکه چې بيا د کابل د آريانا،افغان او طلوع ټلويزيونونو په څېر په پرديو هندي،عربي،تورکي،ازبکي،تاجيکي او پاکستاني سي ډي ګانو باندې ورځ تېره نه کړي . بايد د خيبر ټي وي په څېر اکثره مواد خپل ولري!
په همدې هيله