د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د روژې په هکله يوه پوښتنه

Anonymous
07.10.2005

قدرمنو دوستانو يوه د روژه نيولو په هکله يوه پوښتنه لرم که چېرته په تاسو کې کوم څوک داسې ديني عالم وي او وکولای شي چې زما پوښتنې ته د شريعت له مخې ځواب ووايي نو ډېر خوښ به شم او ستاسو به لوی احسان وي.

پوښتنه دا ډول ده چې

[color=red:712f902493]هر کله چې يو څوک روژه وي او د روژه نيولو په وخت کې د روژه دار ستونې ته ترخې اوبه يا صفرا را ولاړېږي خو هېڅ کوم ډول کانګې و نه کړي، نو آيا د روژه دار روژه ماته شوه او که نه؟ ددې لپاره چې تاسو ته ئې نوره هم آسانه کړم بايد ووايم چې تروې يا ترخه ماده چې ستونې ته راولاړېږي، نو پدغه باندې روژه ماتېږي او که نه؟[/color:712f902493]

نور مو روژه مبارکه شه ترواېح ګانې او ختمونه مو قبول شه!
د خدای پامان


Anonymous
07.10.2005

rora da masala dee da islam pa furm kee matrah ka no talibjan ba darta jawab zaror wa wai kho zama da malomato motabic roza na mategee.

Asim


ترخې اوبه

Anonymous
08.10.2005

روژه نيوونکى صيب روژه دې نه ماتېږي خو خېر دى ډوډۍ که خپله وه او که پردۍ لږه کمه يې خوره چې تر ستوني دې نه راخېژي.


روزه

Anonymous
08.10.2005

رو ژه ګل صاحب
الله (ج) دی لیلة القدر په نصیب کړه روژه نیونکي شاید ډیره ډوډي نه خوری لاکن ډیر خلق دمعدی تیزاب لري
که روژه نیونکي لږ څه انګور هم وخوری او یا لږ یخی شیدی نو به دده وستونې ته به ترخې اوبه رانسی
دده تشویش به ختم سی
ابو محمود


Anonymous
08.10.2005

ماخو ورته ليکلي چې روژه دې نه ماتېږي !


ميلمه

Anonymous
08.10.2005

محترم رو ژه ګل صاحب
ستاسو پر لیکنه ما اعتراض نه دی کړی
بس ما وهغه ته (وستوني ته دترخو اوبو راتللو ) علاج لیکلي دی

مینه مننه


Anonymous
08.10.2005

قدرمنو ورونو سلامونه مې يو ځل بيا ومنۍ!
دا چې تاسو تر اوسه پورې زما د پوښتنې ځواب ندی راکړی مننه کوم. خو يوه ګيله مې پدې له تاسو قدرمنو څخه راځي چې پښتانه ورونه مې ياست.
ګرانو وروه دا چې تاسو وئيلي چې ماته دا تکليف د ډېر خواړه خوړلو له امله راپېښ شوی ،کولای شم درڅخه وپوښتم چې دا دې په کوم ثبوت دا خبره کړې؟ ګرانو ورونو راځۍ چې يو ښه عادت خپل کو هغه دا چې هرکله چې يو څوک يوه پوښتنه له تاسو څخه کوي نو د پوښتنې د پوښتل شوي ټکي ځواب پورې ځان محدوده ونيسۍ او په يوې بې طرفۍ فضا کې د پوښتنې د ځواب ورکولو هڅه وکړۍ. تر دې ډېرې بابو لالې پزړه پورې خبرې ندي،د خپل اند څرګندول هېڅ لازمه نه دي. تر هغه حده پورې چې پوښتنه ئې نه وي شوې. خو خېر زه هم ستاسو ټوکو ته په منفي سترګه نه ګورم او دا درته وايم چې زه ډېر خواړه نه خورم نو. ددې لپاره چې بيا تاسو خپل په پوښتنې وپوهوم غواړم چې ووايم چې
[color=red:6783ff537c]کله چې دغه ستونزه يعنې زما په ستوني کې د معدې تېزاب راشي نو آيا پدغه زما روژه ماتېږي او که نه؟ که چېرته نه ماتېږي نو پدې هکله په ديني پوهې کې څه ويل شوي او که چېرته ماتېږي نو بيا ولې ؟ په هغه صورت کې د دين کوم احکامات دي.؟[/color:6783ff537c]
دا چې ځينو دوستانو يو ډول او بل ډول تجويز کړی چې داسې وکړه نو بيا به تاته دا تکليف نه درپېښېږي له هغوی نه مننه کوم!
په ډېر درنښت
روژه نيونکی


م ن غروال
09.10.2005

ښاغلۍ روژه نيوونکۍ ورور سلام!
غوره به وای که پوښتنه مو د اسلام په فورم کي پوښتي وای ځکه هلته پوره ديني عالم ښاغلۍ طالب جان تشريف لري او په پوره وضاحت به يې ستاسو پوښتنو ته ځوابونه ويلي وای٠ او البته چې دلته يې هم ځوابولۍ شي خو ممکن دلته به سر نه ښکاره کوي نو ستاسو پوښتنه لا ځوابه پاتې ده اما محترم حليمي صاحب هم پوره ديني عالم دي هغه به هم ستاسو ځواب وليکي خو امکان لري چې دا ليکنه يې له سترګو نه وي تېره شوي٠ په هر حال!
دا مې ځکه وليکل چې تاسو خورا مؤدبانه ګيله کړې ده او زه مو مستحق بولم٠
زه خپله فقهي نه يم چې پوره شرعي ځواب ووايم خو دومره باور لرم چې که ستاسو د معدې تېزاب ستاسو صحت زيانمن کوي نو روژه مو نه کيږي٠ او دا چې تيزاب مو ستوني ته راځي عادي علاج يې دا دي چې زر تر زره يو څه د خوړلو چې د تيزابو مخنيوۍ کوي لکه شيدي او يا لکه وچه ډوډۍ او داسي نور د خوړ شۍ، وخورئ نو معنی دا شوه چې روژه نه کيږي٠
اما راغلو په دې کي چې روژه نيسۍ او يوازې ددې پوښتنه کوئ چې د تېزاب په زياتوالي کي چې حتی ستوني ته رارسيږي روژه ماتيږي او که نه، زما په اند که ستاسو لپاره نور متداوم مزاحمت نه کوي او د ستوني بهر څه نه راوځي يوازې يو سوزش يا د مرۍ او ستوني سوځل موجود وي او هغه هم د لږ وخت لپاره وي يعني د ورځي دوه درې ځلي يوه يا دوې دقيقي، نو روژه نه ماتيږي او که د ستوني څه راوتل چې هغه هم تيزابي وي او که نه وي او ستاسو خو بيا تيزابي هم دي او هغه هم هره شېبه وي او تر ماښامه دا جريان دوام ولري دا هم روژه ماتيږي او هم مو روژه نه کيږي او دا چې له ستوني څه راوتل زه داسي باور لرم چې روژه ماتيږي٠ والله اعلم *
صرف زما همدومره اخيستنه ده خو زه به ستاسو پر ځاي يو مسلمان داکتر ته ورځم او خپل مشکل به ورته وايم نو هغه ډير ښه پوهيږي چې روژه يعنې څه ، او روژه خوړل يعنې څه نو د روژې نيولو او نه نيولو به معلومات درکړي او بيا به دا ستونزه له محترم مولوي صاحب څخه هم وپوښتۍ ستاسو مشکل به انشأالله حل شي٠
په درناوې


Anonymous
21.10.2005

da akhtar pa bab pokhtana wakaray chee kala ba wee rojay pa azab karo


م ن غروال
21.10.2005

د چا چې ايمان درست وي نو له روژې نه په تنګ کيږي بلکه په تلو يې خپه کيږي٠ ته چې دومره په تنګ يې نو اختر څه کوي خوره يې ! خپل کار مو دي٠ که څنګه؟


ګيله مه كوي .

Anonymous
22.10.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه ,
روژه تي دي ګيله ځكه نه كوي چي ملايان يي پوښتنه نه جوابوي ځكه چي دا سيكولره خونه ده دلته دشريعت په جوابونو پابندي ده كه ملايان يي ځواب وهم ليكي نو وطنمل به يي ړنګ كړي ځكه نو پوښتنه داسلام په خانه كي وليكه .
مننه : ستاسي زيړي ګل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more