نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا جګړه اوږديږي
Anonymous
03.10.2005
دا جګړه اوږديږي
دغه ده څه کم څلور کاله کيږي چې په افغانستان کې د قدرت نوي واکداران رامنځ ته شوي يا رامنځ ته کړای شول . ډېر زما غوندې ساده ګانو دغه د پرادو پر جنګي ګاډۍ سپرو ته ښه راغلاست وايه ، او لا ډېر داسې ساده ګان شته چې د توپونو او ماشينګڼو په زور راوړونکې ، د جعلي موکراسۍ ډرامې ته لکه نانځکې ګډا کوي . کشکې ددغو ډوله خلکو جنتي خوبونه خو په حقيقت بدل وی .
[color=red:45ecc2cc09]نقاده ! زمونږ پلويان ډير دې ، ته څه وا يې (ميلمه )??[/color:45ecc2cc09]
خو نه هسې نه ده ، جګړه لا دوام لري او دا جګړه اوږديږي . دا افغانستان دی ، دا د زور واکيو او امپراطوريو ګورستان دی .
يو وخت د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارتر ويلي و: ( روسانو لويه اشتباه وکړه چې پر افغانستان وروختل ، پر دې ولس د انقلابونو تپل ، په زور د بنستټيزو بدلونونو راوستل نه منل کيږي، دا خلک عجيب و غريب خلک دي ، هغوی بايد پرېښودل شي چې په خپله د بشريت د تاريخ سره وده وکړي .)
حيرانونکې خبره ده چې اوس اوس امريکا په خپله د ا تېروتنه کوي ، او موږ ته يو پرمختللې نمايش را ښايي او هغه له ځانه سره راوړي .
هو ، ګرانو لوستونکو،
خدای دې نه کړي چې زما په خبره غلط پوه نه شئ ، زه د دموکراسۍ مخالف نه يم .
په دموکراسۍ کې به ډېرې نيمګړتياوې وي ، خو د دموکراسۍ د نظام پرته کوم داسې يو نظام شته چې له دموکراسۍ بهتر وي ؟ هم د غه پوښتنه ده چې تر اوسه پورې حل شوې نه ده.
زه پر دې باور يم چې په افغانستان کې تر هغې پورې قانوني او حقوقي دولت نه شي رامنځ ته کيدای ، تر څو چې جګړه پای ته نه وي رسيدلې او ددې هېواد اساسي ستونزې نه وي حل شوي.
اساسي ستونزه کومه ده ؟
د افغانستان د لانجې د حل کونجي د پخوا په شان بيا هم د پرادو په لاس کې ده .
زما په اند د افغانستان اساسي مساله او لانجه د ديورند تپل شوې ليکه ده ، تر هغې پورې چې دا لانجه حل نه شي ، جګړه به روانه وي کومه چې زموږ د ټولو مصيبتونو او رنځونو سرچينه پخوا هم وه اوس به هم وي .
د پاکستان حاکمې کړۍ نه پريږدي چې يوه شيبه هم دا هېواد په ارام شي،ځګه پوهيږي چې هغه به بيا په عذاب شي . داد پاکستان د څارګرو شبکو او استخباراتو کرغېړن او مداخله ګر لاسونه دي ، چې زموږ له ګريوانه او مرۍ نه نه پرې کيږي .
د لمر غوندې روښانه ده ، چې بيا هم دغه ورور، اسلامي ، ګاونډی پاکستان دی !، چې ورانکارو ، اشرارو! ، او اوس طالبانو سره ننګه او مرسته کوي ، او زموږ د ناپوه ورور په لاس د پانجابي په امر او کومانده زموږ ه ورور وژني ، مکتبونو ته اور اچوي ، پلونه او دولتي ودانۍ ويجاړوي .دهغه په کاله او کور کې ښځه لومړۍ وزيره کيدای شي ، ولې زما لوڼه او خويندې مکتب ته نه پرېښودل کيږي .
څه بايد وشي؟
له هر څه وړاندې موږ يوه په هېواد مين ، يوه ملي اتل او لارښود ته اړتيا لرو،چې دښمن ته اعلان کړي ،او خلکو ته ورمخ او ور غږ کړي :
له آمو تر آباسينه ، دلته موج وهي زما وينه!
دغه ده زموږ د هېواد د برخليک د روښانولو او ابادولو لار !
عبدالولي منګل
Anonymous
05.10.2005
پښتانه د يوالي خبري کوي خو په خپلو ګټو نه خبريږي . مونږه د جمهوريت د روغتون او شفاخاني په سر لانجه کوو خو په پارلمان کي د پښتنو سره زور زياتي ته مو اډو پام نه دې ، تاسو وګوري په همدې ټول افغان کي يوه ليکنه ده چي وايي په ولسي جرګه کي يي د پښتنو ولايتونو ته سومره کمي څوکي ورکړي دي ، دغه مساله مهمه ده ، که پښتانه په خپل اصلي خير شر پويه شي بيا نو دښمن پري اثر نه شي کولي .
کوشان
Anonymous
06.10.2005
کوشان صاحب تاسو نه يي پوهيدلي
د ولسي جرګي چوکۍ په دي نه دي چي څوک په جنګ اخته دي او څوک په قراره ناست دي . دا چوکۍ د نفوسو په حساب ويشل شوي دي .
پاتي شو کرزي نو يو کس به څه وکړي . که پارلمان په يوه خوله هر څه ورته تس نش کړي کرزي څه چي د ټول افغان ټول کارکوونکي هم پکي څه نه شي ويلي .
د ولسي جرګي د چوکيو خبره مهمه ده . پښتانه بايد خپل حقوق وغواړي .
Anonymous
07.10.2005
taleban dee tabah shee chee tabah yee kro