د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا د تکامل او داروين تيوري حقانيت لري

Anonymous
06.09.2005

محترم مورګه وال صيب ستاسو دغه ليکنه له اصلي موضوع څخه ليرې ده نو دا او د نقاد صيب ځوابونه فعلأ حذفوم ، که دواړو پرې ټينګار وکړ ، بل ځای بهيې بيرته نشر ړم ، اوس به دلته ګرانو او درنو لوستونکو له پاره د اصلي موضوع دلړۍ لومړۍ بر خه راو ليږدم :
...................................................................................................
Ghairat:
دغړيتوب نېټه: 1 اګست 2004
ليکنې: 128

محترم او مکرم ورور طالب جان او درنو لوستونکو ته له سلامونو او نیکو هیلو څخه وروسته :
باید د داروین د تیورۍ په وړاندې د مسلمانو عالمانو (ساينس پوهانو) له خوا د اسلامی ښوونو په رڼاکې علمی ځواب وړاندې شي ، څو دهغې بطلان په بنسټیزه توګه روښانه شي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
pattang

دغړيتوب نېټه: 05 اګست 2004
ليکنې: 180
ځای: Germany
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه مارچ 31, 2005 11:51 pm عنوان : pattang

--------------------------------------------------------------------------------

وروره !
دغه سوالونه اوځوابونه زمونږ د ملت په درد نخورې کوشش دملت دسعادت په لاره کې ښه دی . دار وينيزم هم تر اوسه عقيده وي دی او ټولي هم علمې ندي او سيانس هم ددي محتوياتو په شاو خوا ډير کم معلومات لري ٠
ستانه سوال کوم : ولي نوترينوس ځنې وخت کتله لري او ځنې وخت ئي نلري ؟؟
نو وروره بايد دهيواد په اقتصاد او اخلاقو لږ څه فکر او پام وکړو٠ زما په اند دغسي بحثونه دملت د بدمرغۍ سبب ګرځي .
ستا يو پښتون مسلمان ورور پتنګ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Ghairat

دغړيتوب نېټه: 11 جولاي 2003
ليکنې: 129

د ليکنې نېټه : جمعه اپريل 01, 2005 9:13 pm عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

پتنګ خانه ورره زما پوښتنه داسلامي ساينسپوهانو له ډډې ستا دموضوع یعنې دارونیزم په وړاندې ځواب ته ځانګړې شوه . ځکه داروینیزم لا هم خطرناک پاتې دی، په تیره بیا دارښیولوژیکو نویو موندونو سره دغه تیوري یو څه زور اخلي . خو پتنګه وروره ، تیوریکي ساينسي پوښتنې په تیوریکه سطحه ځوا ب غواړي اوهغه یواځې په تربیوي یا محض عقیدوي ځوا ب سره نه ځوابیږي . مونږ که د نوموړې تیوري پر ضد داسلامي علومو په رڼا کې يو ساينسي ځواب ونه پيژنو ، آیا دابه زمونږ خپل ضعف اونیمګړتیا نه وي؟ نو پریږده چې د اسلامي او ساينسي پوهې په رڼا کې د دارونیزم تیوري غلطه ثابته شي اوپرځوان نسل یې داغیز خطر دتل له پاره له منځه ورک شي . وګوره تاسو هم له ساينس څخه سترګې نه پټوئ او باور پرې لرئ چې دغه ساينسي پوښتنه مو طرحه کړې ده:
اقتباس:
اقتباس:
ستانه ملګريه سوال کوم : ولي نوترينوس ځنې وخت کتله لري او ځنې وخت ئي نلري ؟؟

زه ساينسپوه نه يم چې درته يې ځواب کړم ، خو که ساينس يوه پوښتنه ځواب هم نکړي، دغه ناپوهي به موقتي وي او د عقيدې او مذهب د پياوړتيا سبب نشي ګرځيدای، ځکه هغه پياوړتيا چې پر ناپوهۍ وﻻړه وي ، هغه به څه پياوړتيا وي؟
ستا د پوښتنې په اړه به زه همدومره ووايم چي :
د نور سرعت مطلق او په دې توګه ثابت دی. نو په دې فارمول کې چې :
E= m.c.c
که انرژي يعنې E زياتيږي نو بايد m (کتله )په بله خوا کې زياته شي او که کميږي کمه شي ،ځکه چې c.c ثابت دی . نو د ترينوس کتله د انرژي د زياتواي کمولو له ﻻرې پر همدغه قانون او فارمول سره هم زيا تيدلی او هم صفرته تقرب کولی شي يا صفر کيدای شي او په نور بدليږي او له نور څخه واپس د انرژي د پيمانې په تغير سره په کتله اووښتلی شي . نور څه غواړې؟ والسلام .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

طالب جان

دغړيتوب نېټه: 28 اپريل 2003
ليکنې: 287

د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اګست 31, 2005 8:31 am عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

محترمو مكرمو او پتمنو وروروڼو او خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
قدرمنه غيرت صيب :تاسي خورا مهمه پوښتنه مطرح كړي , دځواب د ځنډيدوله امله درنه بښنه غواړم .
ددې لپاره چي حقیقت ښه روښانه شي مونږ دتخليق آدم په اړه لومړی نبوي احاديثو ته گورو بیا به دقرآنکريم هغه آیاتونه راواخلو په کوم کي چي داحاديثو تایيد راغلی بیا به دآدم علیه السلام په اړه دتيرو نبیانو قولونه راواخلو او په پاي کي به دفیصلې په توگه دنوموړوټولو قولونو لنډيز بیان کړو .
دحضرت آدم عليه السلام د تخليق په اړه خورا ډیر حديثونه راغلي خو مونږ دلته یواځي دڅلورو حديثونو په راوړو بسنه کوو :
1- عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم خلق الله عز وجل آدم علی صورته طوله ستون ذراعا فلما خلقه قال اذهب فسلم علی اولـئک النفر، وهم نفر من الملائکة جلوس،فاستمع ما یحیونک به، فانها تحیتک وتحیة ذريتک، قال فذهب فقال السلام علیکم ،فقالوا السلام علیک ورحمه لله ،قال فزادوه (ورحمه لله) قال فکل من ید خل الجنة علی صورة آدم وطوله ستون ذراعا فلم یزل الخلق ینقص بعده حتی الآن .بخاري ،مسلم ،مسند احمد .
ژباړه : له حضرت ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي (الله تعالی آدم علیه السلام دهغه په صورت باندي پیداکړ،چي قد يي شپيته لاسه وو ،کله چي يي هغه پیداکړنو ورته ويي فرمايل ولاړشه او هغي ټولۍ ته سلام وکړه ،دابه دفرښتو یوه ټولۍ وي ، نو واوره چي هغوي تاته څه ځواب درکوي ، ځکه چي هغه به ستا او ستا د اولاد سلام وي ،نو آدم عليه السلام ولاړ او فرښتو ته يي السلام عليکم وویل هغوي ورته په ځواب کي (وعلیک السلام ورحمه لله) وویل د (ورحمه الله) توري په زیاتوالي سره ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي څومره خلک چي جنت ته ننوځي هغه به د آدم علیه السلام په صورت وي او قد به يي شپیته لاسه وي ،وروسته بیا دانسانانو قد په کمیدو شو چي دا لړۍ لاتر اوسه روانه ده .
حافظ ابن حجر رحمه الله وايي چي له دې نه دا څرگنده شوه چي آدم علیه السلام دخپلې اولادې په څیر د پیدایښت له ډول ډول مراحلو نه نه دی تیر شوی .فتح الباري کتاب الانبیا باب خلق آدم .
2-عن ابی موسی الاشعري رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان الله تعالی خلق آدم من قبضة قبضها من جميع الارض فجاء بنوا آدم علی قدر الارض منهم الابیض والاحمر والاسود وبین ذلک والسهل والحزن والخبیث والطیب .ترمذي، ابو داود مسند احمد .
ژباړه : له حضرت ابو موسی اشعري رضی اله عنه نه روایت دی چي رسول الله صلی اله علیه وسلم فرمایلي ، بیشکه الله تعالی آدم پیداکړد خاوري له هغو مُټ نه چي له ټولي ځمکي نه اخستل شوی وو، ځکه نو دآدم اولاد دځمکي د اندازې په څیر پیداکیږي له هغوي نه څوک سپین ،څوک سور ،څوک تور او څوک بیا ددې رنگونو تر منځ، څوک نرم ، څوک سخت ،څوک پاک او څوک ناپاک ) .
3-عن انس رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال لما صور الله آدم في الجنة ترکه ما شاءالله ان یترک، فجعل ابلیس یطیف به ینظرماهو ،فلما رآه اجوف عرف انه خلق خلقا لا یتمالک . مسلم .
ژباړه :له حضرت انس رضی الله عنه نه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : کله چي الله تعالی په جنت کي دآدم علیه السلام اسکلیټ جوړکړ نو هغه يي تر هغه مهاله همداسي پریښود تر څويي خوښه وه ،نو شیطان به ددې لپاره چي دا څه دي؟ د اسکلیټ خوا شا گرځیده ،نو کله چي شیطان ولیدل چي دآدم ګیډه تشه ده نو ويي پیژندل چي ددې جوړښت څه دا شان کیږي چي خپل ځان به يي په واک کي نه وي .
4-عن ابي هریرة رضی الله عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال ان الله تعالی خلق آدم من تراب ،ثم جعله طینا ،ثم ترکه حتی اذاکان حمأ مسنونا خلقه وصوره، ثم ترکه حتی اذاکان صلصال کالفخار،قال فکان ابلیس یمر به فیقول لقد خلقت لامر عظیم ثم نفخ الله فیه من روحه ،فکان اول شئ جری فیه الروح بصره وخیاشیمه ،فعطس فلقاه الله حمد ربه فقال الرب یرحمک ربک . فتح الباري ،مسند ابو یعلی.
ژباړه :له حضرت ابو هریرة رضی الله نه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : بیشکه الله تعالی آدم له خاوري نه پیداکړ،بیا یی هغه خټه کړه ،بیا يي هغه پرِښوده تردې چي هغه توره (سخا خټه) شوه او له هغې نه يي بیا قالب جوړکړ،بیا يي هغه پریښوده تر څو هغه خټه لکه په اور باندي پوخ شوی شی (کودی) وکړنگیده ،ابلیس به يي له څنگه تيريده او ویل به يي چي ته د یوه لوي کار لپاره جوړ شوی يي ،بیا الله تعالی په هغه قالب کي خپله روح واچوله ،نو تر ټولو ړومبی هغه څه چي روح پکي راغله د آدم علیه السلام سترگي او خیشوم وو ،نو آدم ته پرنجی یا (پورچی) ورغی نو الله تعالی ورته د الحمد لله ویلو الهام وکړ, کله چي هغه الحمد لله وویل نو الله تعالی ورته په ځواب کي وویل (یرحمک ربک) ستا پالونکی دي په تا رحم وکړي .
پاتي لري :

وروستی ځل بدلون طالب جان په ٤ شنبه اګست 31, 2005 8:40 am ورکړی دی , د بدلون شمېره 1

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

طالب جان

دغړيتوب نېټه: 28 اپريل 2003
ليکنې: 287

د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اګست 31, 2005 8:34 am عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

په تېر پسي:
اوس به هغه آیاتونه ولیکو کوم چي د آدم علیه السلام د تخلیق په اړه
دپورتنیو حدیثونو تصدیق او تصویب کوي:
1-ان مثل عیسی کمثل آدم خلقه من تراب ثم قال له کن فیکون .آل عمران 59
ژباړه :بیشکه مثل دحضرت عیسی علیه السلام د الله تعالی په اند په شان د مثل د آدم دی چي الله جوړکړ هغه (آدم)له خاوروڅخه بیا يي وویل ده (آدم)ته چي (بشر) شه پس هغه (بشر) شو .
2-اذ قال ربک للملائکة اني خالق بشرا من طین.
ژباړه :کله چي ستا پالونکي فرښتو ته وویل چي زه له وچي خټي نه انسان جوړونکی یم .
3-ولقد خلقنا الانسان من صلصال من حمأ مسنون. الحجر26 .
ژباړه : او په تحقیق پیداکړی مونږ انسان(آدم) له وچي خټي چي کړنگیدله له توري خټي سخا کړی شوي .
4- انا خلقنا هم من طین لازب .الصافات 11 .
ژباړه :بیشکه مونږه دا خلک له سریښناکي خټي نه پیداکړل .
5-واذ قال ربک للملائکة اني خالق بشرا من صلصال من حمأ مسنون .الحجر 28 .
ژباړه :هغه مهال چي وویل پالونکي ستا ملائکو ته چي بیشکه زه پیداکوونکی یم د یوه بشر له کودوړو کړنگیدلووچو څخه له توري خټي سخا شوي څخه .
6-اذقال ربک للملائکة اني خالق بشرا من طين فاذا سویته ونفخت فيه من روحي فقعوا له ساجدین .ا لحجر : 29
ژباړه: کله چي وویل پالونکي ستافرښتوته چي زه له وچي خټي انسان جوړونکی یم ،نو کله چي زه هغه پوره جوړکړم او له خپله لوري روح پکي پوکړم نو تاسي ټول دهغه په وړاندي سجده وکړۍ .
7-قال یا ابلیس ما منعک ان تسجد لما خلقت بیدي . ص : 75
ژباړه : وویل الله تعالی چي اي ابليسه ؟ څه شي ته راوګرځولي له سجدې کولو نه هغه چا ته څوک چي ماپخپل لاس جوړکړی .
د حضرت آدم علیه السلام دتخلیق په اړه د انبیاوو عقیده :
دحدیثو نژدې په ټولو کتابونو کي د حضرت موسی او حضرت آدم علیهما السلام دا مباحثه راوړل شوي چي حضرت موسی علیه السلام حضرت آدم علیه السلام ته وویل چي:انت آدم الذي خلقک الله بیده ونفخ فیک من روحه واسجد لک ملائکته واسکنک في جنته. (مشکوة)
ژباړه :تاسي هغه آدم (علیه السلام) یاست چي الله تعالی پخپل لاس جوړکړۍ، او له خپله لوري يي روح پکي واچوله ، او تاسي ته يي پخپلو فرښتو سجده وکړه،او تاسي يي پخپل جنت کي و اوسولۍ .
حضرت موسی علیه السلام هم د حضرت آدم علیه السلام د تخلیق په اړه هماغه توري کارولي کوم چي په نوموړو آیتونو کي کارول شوي .له دې څخه څرگنده شوه چي د انبیاوو کرامو هم داعقیده وه چي د آدم علیه السلام قالب الله تعالی پخپلو لاسونو جوړکړی او روح يي پکي پوکړي،اولکه دنوروانسانانو د توالد او تناسل له وتلي لاري دآدم علیه السلام پیدایښت نده شوی .
همداراز د شفاعت په وتلي حدیث کي هم راغلي چي ایمان درلودونکي خلک به د محشر په ورځ آدم علیه السلام ته ورشي او ورته وبه وايي : انت آدم ابو االناس خلقک الله بیده واسکنک في جنته ،واسجد لک ملائکته، وعلمک اسماء کل شئ . مشکوة .
ته آدم يي ، دټولو انسانانو پلار يي ،الله تعالی تاسي پخپل لاس جوړکړۍ،او تاسي يي پخپل جنت کي واوسولۍ،اوپخپلو فرښتو يي تاسي ته سجده وکړه،او تاسي ته يي دټولو شیانو نومونه در زده کړل .
پاتي لري :

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

طالب جان

دغړيتوب نېټه: 28 اپريل 2003
ليکنې: 287

د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اګست 31, 2005 8:36 am عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

په تېر پسي :
دنوموړواستدلالاتونه لنډه انگیرنه :له پورتنیو ټولو آیاتونو ،حدیثونو، دانبیاوو له اقوالو نه دا خبره په ډاگه شوه چي :کله چي الله تعالی د حضرت آدم علیه السلام د پیداکولو هوډ وکړنو د ټولي ځمکي نه یي یو مُټ خاوره غوره کړه، بیا يي هغه کلکه خټه کړه ،بیا يي ترڅه مودې هغه پریښوده تردې چي هغه توره بوینه سریښناکه خټه شوه ،بیا يي له هغې څخه د حضرت آدم علیه السلام شپیته لاسه اوږدقالب جوړکړ،بیا يي دا قالب تر یو څه مودې پریښود تر دې چي هغه وچ شو او غږ پکي پیدا شو،پدې مهال به شیطان شاو خوا ورته گرځیده او ځای په ځای به يي څارنه کوله ،کله چي شیطان ولیدل چي دانسان گیډه تشه ده نو ويي ویل چي دا داسي یو مخلوق دی چي ځان به يي په واک کي نه وي(تیر ایستل کیژي به ) .
بیا يي پدې قالب کي روح واچوله او هغه یو ژوندی ژړاندي انسان شو ،کله چي د هغه په پورتنۍ نیمه خواکي روح راغله نو هغه ته پرنجی ورغی او دهغه له مبارکي خولې چي لومړی کوم مبارک توری اداشو هغه (الحمد لله) وو ، دکوم په ځواب کي چي الله تعالی ورته وفرمایل(یرحمک الله) ستا پالونکی دي په تا رحم وکړي، حضرت آدم علیه السلام چي کله پیداشو نو دهغه قد شپیته لاسه (گزه) اوږدوو، او دهغه ټول جسماني غړي، ظاهري او باطني قواوي پوره وې ، د حضرت آدم علیه السلام نشوو نما له هغو مراحلو نه نده تیره شوي له کومو نه چي د ادم علیه السلام نور اولادونه تیریږي او بیا د تکامل آخیرو مدارجو ته رسيږي .اونه هم دجماداتو ،نباتاتو ،حیواناتو او بیزوگانو شکلونه بدل شوي چي بیا حتی انسان ورنه جوړ شوی . نو څرگنده شوه چي د انسان د ارتقا په اړه د ډاروین نظریه د قرآني آیاتونو او نبوي حدیثونو سره له یوې څیلمي مخالفه ،باطله ،بې بنسټه او له عقلي پلوه هم د منلو وړنه ده .
والله اعلم باالصواب
پاي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خاټول

دغړيتوب نېټه: 13 ميئ 2003
ليکنې: 112
ځای: متحده ايالات
د ليکنې نېټه : جمعه سپتمبر 02, 2005 6:57 pm عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

ښاغلی ورورطالب جان او نورو وروڼو او خويندو السلام عليكم ورحمة الله
طالب جان ورور منندويه مويم چي دومره زيار مو ايستلي او پورتنۍ موضوع مو په شرعي دلائلو روښانه كړي الله تعالى دي درته دبښني وسيله وګرزوي آمين .
زما په أند خو دډاروين مفكوره يوه نامعقوله اوپه علمي او سائنسي دلائلو نه ولاړه مفكوره ده , او ښايي چي دنوموړي مفكوري په اختراع اوترويج كي به هم ديهودان دا موخه وه چي مسلمان پوهان اوحكماء په يو لا حاصل بحث كي را ټيل وهي تر څو ددوي اذهان دسائنسي علومو او ايجاداتو پر ځاي په دي بي خونده مګر جالب بحث كي دتل دپاره ستومانه پاته شي چي ايا انسان رښتيا هم دبيز يو مترقي څيره ده ؟ .
دډاروين دمفكوري له منونكو څخه بايد ووپښتو چي :
1- ولي بيزو دانسان په لور صعود وكړ اونور ژوي لاهم داسي خره غوايي اسان ګيدړي او شرمښان پاتي ؟
دپورتنۍ پښتني په ځواب كي خو به يادوي ساكت پاته شي او يابه زيات نه زيات دوي ووايي چي انسان او بيزو په خپل مينځ كي مشابهت او مماثلت لري , مونږ به ورسره ومنو چي رښتياهم انسان او بيزو په خپل مينځ كي مشابهت اومماثلت لري , اما مماثل او مشابه شيان يو له بل نه مغايرت لري يا په بل عبارت دوه ورته شيان به هرو مرو يوله بل نه په ذات او وجود كي تو پير لري , چي ددي صغرى او كبرى پايله به داشي چي انسان او بيزو په خپل مينځ كي وجودي او ذاتي توپيرلري ،ارتقاء او تكامل بيا په خپل ذات كي دوحدت او يو والي متقاضي دي .
2- هغه كوم عوامل دي چي بيزوګان يي له تكاملي سير نه بي برخي کړل او اوس كه سل كاله هم بيزو له ښاغلي ډاروين سره په يو دسترخوان وخوري بيابه هم بيزو بيزو وي او ډاروين به ډاروين ؟
3- ولي انسانتوب دتكامل وروستنې پوړې ده اومونږپيړيو پيړيو همغه يوډول انسانان يو او يو بل ډول مخلوق نه دى رانه جوړ شوي ؟
خاټول

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ميلمه

د ليکنې نېټه : جمعه سپتمبر 02, 2005 8:15 pm عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

خاټول جانې هغه څه ليکه چۀ په تا اړه ولري د ښځو بحثو کي برخه ولې نه اخلې ؟
او نور ې ښې موضوعګاني چي اسلامي دي ولي چپه پاتي کيژي؟
بس يو مسلمان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ش
ميلمه

د ليکنې نېټه : جمعه سپتمبر 02, 2005 9:29 pm عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

دطالب جان او خاټول ليکنې به مذهب درواياتو سره برابرې وي يا نه ، خو که برابرې وي نو موږ يې بايد بې له کومه دليله ومنو ځکه چې مذهبي حکم دی. خو دساينسي پلوه پورتنې ليکني يوازې افساني او يا په بله ژبه لکه دکوچنيانو له پاره چې نکلونه او کيسي وي چې په هيڅ ډول دساينس اومنطق سره سر نه خوري. تکامل يوه ساينسي تيوري ده او ساينس دلمر په څير يو ځليدونکی حقيقت دی. ننی تخنيک او تکنالوژي ټول دساينسي پرمختګ او واقعيت پايله ده او تر دې حده پرمخ روان دی چې اوس حتی ددې توان لري چې يو فرمايشي يا ډيزاين شوی ماشوم دمور او پلار دعلاقې له مخې دنيا ته راوړي ، هغه څه چې تراوسه به ملايانو يوازې او يوازې دخدای قدرت باله اوويل به يې چې هيڅ بل څوک ددې ډول کارونو وس نه لري.نن ساينس ښځه په نر او نر په ښځه بدلوي. او داچې سل کاله وروسته به څه کيږي خدای پوهيږي. بايد په ياد ولرو چې ساينس د مذهب مخالف قطب کې قرارلري او يو دبل سره غيرمتناسب دي.
د ساينس معجزې زموږ په ورځني ژوند کې پراخه محسوسيږي. موږ په الوتکه کې سفر کوو، نورو سياراتو ته الوزو ، په سانيو کې دنړۍ ديو سرنه بل ته تصوير او اواز ليږلی شو او په زرګونو نور ورته مسالونه لرو. طبي علم زيات دداروين دتيورۍ په اساس ولاړ دی ، ايا طالب جان او خاټول د ناروغۍ په وخت کې هماغه طبي ډاکتر ته مراجعه نه کوي کوم چې دداروين له تيورۍ نه ګټه پورته کوي؟ او يا داچې طالب جان اوخاټول ملايانو او مولويانو ته ددم او تاويز له پاره ځي ؟ که داسې وي نو موږ ته دې هم مشوره راکړې چې بې ځايه ډېری پيسي په درملو ونه لګوو. نن که دزړه پيچلو عملياتو ته اړتيا وي ايا طبي ډاکټر ته ځو او که مذهبي عالم ته؟ کوم به موږ له مرګ څخه ژغوري؟ کومه اختراع او کشف دمذهبي کتاب په واسطه شوی؟ پس نه شو کولی ساينس په مذهبي حکم باطل وګڼو . ساينسي حکم په بل ساينسي حکم چې متکاملتره وي باطل کېدی شي مګر له مذهب سره يې جنګول ليونتوب دی او دګټې په ځای مذهب ته زيات تاوان رسوي. مذهب داخلاقياتو مجموعه ده او بايد له ساينس او سياست نه لري وساتل شي په همدې واقعيت کې دمذهب دپايښت راز پروت دی اوڅوک يې چې دساينس او سياست سره ګډوي په واقعيت کې دمذهب بنسټ ته په لوی لاس کنده وهي.
دخاټول دليکنې څخه له ورايه ښکاري چې نوموړې خور په اصل کې دتکامل دکلمې په مانا او مفهوم سمه نه ده پوه شوي او په دې برخه کې يي پوهه ډيره نيمګړې ده. ښايي دوی خپل زيات عمر په مذهبي پوهه تير کړی وي البته په دې کې هيڅ شک نشته ولي ښه داده چې په څنګ کې يې ساينس ته هم پاملرنه وشي او دواړه علوم په موازې ډول سره په پرتله ايزه توګه تر مطالعې لاندې ونيول شي.
تکامل بشپړتيا ده او دابشپړتيا ورو ورو او پيړۍ پيړۍ دوام کوي. هره بيزو په انسان نه بدليږي او نه دا داروين ويلي دي. ننی انسان کېدی شي د پخواني انسان څخه جسماني او دماغي لږ څه متفاوت وي او کېدی شي په لري راتلونکې کې په تدريجي ډول نور تفاوتونه هم رامنځ ته شي.چاپيريال او دژوند طرز بدليږي او دا په خپل وار دانسان په وجود او دماغ اغيزه کوي. هم دساينسي تيورۍ له مخې ژوند له يوې ژوندۍ حجرې څخه وده کړې او نني انسان ته رارسيدلي دی. ښه مًثال يې له يوحجروي زيګوټ څخه دمور په ګېډه کې دماشوم تکامل دی چې داپروسه په نهو مياشتو کې تکمليږي او ماشوم دنيا ته راځي. بحث اوږد دی اوډير زيات مثالونه وړاندې کولی شم خو نه غواړم چې ليکنه اوږده شي ځکه اوږدې ليکني ډير خلک نه لولي او زه پخپله هم هيڅکله داوږد و ليکنو دويلو حوصيله نه لرم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کوشان

دغړيتوب نېټه: 18 اګست 2005
ليکنې: 60
ځای: جرمنی
د ليکنې نېټه : شنبه سپتمبر 03, 2005 11:23 am عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

ښاغلی ميلمه ج ليکلی

اقتباس:
ملګری(ش) کوشان خوشحاله اوسی
سوال : دداروین څخه تر اوسه یوه بیزو انسان سویده او کولای شی په اوسی تخنیکی الاتو یوه بیزو دانسان شکل ته واړوی پر هغه سربیه چی تاسو په خپلو کورو کی دځان سره دډيری مودی دپاره وساتلی ؟

ستاسی ددی پوښتنی منطق په څه شی کی دی؟

د انسان تکامل د بيزو شکله انسانانو نه تر اوسنی انسانانو پوی په څو پيړيو کی نه بلکه په مليونونو کلونو کی تکامل کړی دی .

نه يواځی انسان بلکی حيوانات او نباتات هم د محيط تابع دی، کله چی محيط او ماحول تغيير وکړی ټول ژوندی موجودات مجبوريږی چه د خپل د ژوند بقا دپاره ځان کی هم بدلون راولی .

ښاغلی ج ميلمه

زه نپوهيږم چه ستاسی د منطق نه ډکه پوښتنه ښاغلی ش ميلمه ته متوجه وه او که ما ته ؟

مګر ته په خپله څه فکر کوی چه انسان ، حيوانات او نباتات څرنکه پيدا شوی او ددوی د پيداکيدو علت څه وه؟
_________________
خاندی خاندی خندا تاسو سره زيب کا
کوشان پريږدی چی کړی توی د خپل د زړه وينی
اوښکی وينی چه زه ژاړم علت دادی
چه خپل قوم راته وهی نغمی غمګينی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خاټول

دغړيتوب نېټه: 13 ميئ 2003
ليکنې: 112
ځای: متحده ايالات
د ليکنې نېټه : شنبه سپتمبر 03, 2005 6:30 pm عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

ښاغلۍ شين السلام على من اتبع الهدى
ښاغليه ښه به واي چي دخپل لارښوددتيوري ددفاع دپاره مو ميتودكه لار غوره کړي واى او په منطقي او سائنسي دلائلو مو دډاروين تيوري ثابته كړي واى ، له نيكه مرغه داسي مو ونكړاى شواى او په يوه تونده او ملحدانه ليكنه موزيار ايستلى چي بحث يو جزباتي اړخ ته كش، اوبه خړي او كبان پكي ونيسۍ ، ښايي چي دا هيله به مو ترسره نشي او دټول افغان درانه ليكوالان او مينه وال به په سړه سينه ستا آند ستا دفقيدوجهنمي مشرانو دافكارو ازانګه وګڼي او په علمي دلائلو به ستا دملحدانه افكارو ځواب ووايي .
شينه ! يوځل مو بيا پام هغو پوښتنوته راګرزوم چي ما او يو بل ورور ستا دلار ښود په افكارو واردي كړي وي ، او يوځل بيا مورابولم چي زمونږ پوښتنو ته ځواب وواياست او كه موخپل وجدان قانع نکړاى شو بيا نو بيرته داسلام پراخي غيږي ته پنا راوړه تر څو دي خپل وجدان دهر راز پښتنو په ځواب كي قانع او ډاډمن كړي .
ما پښتلي وو :
1- ولي بيزو دانسان په لور صعود وكړ اونور ژوي لاهم داسي خره غوايي اسان ګيدړي او شرمښان پاتي ؟
2- هغه كوم عوامل دي چي بيزوګان يي له تكاملي سير نه بي برخي کړل او اوس كه سل كاله هم بيزو له ښاغلي ډاروين سره په يو دسترخوان وخوري بيابه هم بيزو بيزو وي او ډاروين به ډاروين ؟
3- ولي انسانتوب دتكامل وروستنې پوړې ده اومونږپيړيو پيړيو همغه يوډول انسانان يو او يو بل ډول مخلوق نه دي رانه جوړ شوي ؟
ښاغلي ج ليكلي :
اقتباس:
سوال : دداروین څخه تر اوسه یوه بیزو انسان سویده او کولای شی په اوسی تخنیکی الاتو یوه بیزو دانسان شکل ته واړوی پر هغه سربیه چی تاسو په خپلو کورو کی دځان سره دډيری مودی دپاره وساتلی ؟

ښاغلى شين هيله منه يم چي پورتنۍ پښتنو ته به علمي ځواب ووايي .
اوس به راشو ستا له محتوا ډكي ليكني ته تاسو ارشاد كوىى :
اقتباس:
اقتباس:
دطالب جان او خاټول ليکنې به مذهب درواياتو سره برابرې وي يا نه ، خو که برابرې وي نو موږ يې بايد بې له کومه دليله ومنو ځکه چې مذهبي حکم دی. خو دساينسي پلوه پورتنې ليکني يوازې افساني او يا په بله ژبه لکه دکوچنيانو له پاره چې نکلونه او کيسي وي چې په هيڅ ډول دساينس اومنطق سره سر نه خوري

ښاغليه! په خپله ليكنه كي مودشك په بڼه ليكلي چي "دطالب جان او خاټول ليکنې به مذهب درواياتو سره برابرې وي يا نه " يعني تاسو لا باور نه لرى چي داليكنه دي له ديني رواياتو سره برابري وي ، زه ستاسو په دومره كم معلوماتي او ژرهيروني افسوس كوم ، له يوه پلوه خو ډيرى انسانان په دي خبر دي چي د ډاروين دمفكوري بالعكس نه يواځي محمدي دين بلكي ټول اسماني دينونه سره يوخوله دي چي انسانان دآدم او حوا عليهما السلام او لاد دي او دوي لا په لومړي سركي انسانان وو نه بيزوګان ،له بل پلوه طالب جان ورور په خپله ليكنه كي په قر آني اياتونو او نبوي حديثونو استدلال كړى چي همدا دواړه داسلامي افكارو او معتقداتو باوري ماخذونه دي خو له دي سره هم تاسو ليكنه دشك په بڼه كړي چي دتاسو دكم معلوماتي او ژر هيريدني يو ژوندى مثال دى .
ګرانه ! تاسو ليكلي " خو دساينسي پلوه پورتنې ليکني يوازې افساني او يا په بله ژبه لکه دکوچنيانو له پاره چې نکلونه او کيسي وي چې په هيڅ ډول دساينس اومنطق سره سر نه خوري" ښه ګرانه هغه كوم سائنسي دلائل دي چي دانسان دتطور او ارتقاء په اړه له اسلامي مفكوري سره سر نه خوري ؟ كه مو دخپل بي پنا !! علم په رڼا!! كي راته روښانه كړل .
تاسو كښلي دي :
اقتباس:
اقتباس:
تکامل يوه ساينسي تيوري ده او ساينس دلمر په څير يو ځليدونکی حقيقت دی. ننی تخنيک او تکنالوژي ټول دساينسي پرمختګ او واقعيت پايله ده

له تكامل نه خو هيڅوك هم نه دي منكر خونه دچارلزډاروين تكامل چي سم انسانان يي دبيزو زامن بللي دي
بل ځاي ليكې :
"او تر دې حده پرمخ روان دی چې اوس حتی ددې توان لري چې يو فرمايشي يا ډيزاين شوی ماشوم دمور او پلار دعلاقې له مخې دنيا ته راوړي "
اوهوووووو څومره ښه يونوى انكشاف !! ګرانه كه په كوم لابراتوار كي په نوموړي تجربه برلاسي شو يي نو هرو مرو نړيوال خبركړې تر څو دا وياړ ديوه پښتانه ساينس پوه په برخه شي .
نوربيا

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

څاروان

دغړيتوب نېټه: 19 فروري 2005
ليکنې: 225
ځای: اوس پښتونخوا
د ليکنې نېټه : ١ شنبه سپتمبر 04, 2005 5:41 am عنوان :

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
------------------------------------------------------------------------------

ګرانو لوستونكو او محترمو ليكوالانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم غيرت صيب ښه موضوع مطرح كړي، خو كه غيرت صيب د ډاروين نظريه د مذهب له لوري څيړل غوښتل نو بايد د اسلام په فورم كي يي مطرح كړي وه. خو به هرحال اوس مولوي صيب طالب جان ته دي الله پاك اجر وركړي چه د انسان او يا د ادم عليه السلام د پيدايښ موضوع يي له ديني اړخه په مفصلو ديني دلائلو څيړلي ده او لوستونكو ته يي وړاندي كړي ده.
اوس هغه وروڼه چه د ډاروين نظريه مني او په ريښتينوالي يي عقيده لري ، د بي ځايه خبرو څخه ورته ښه داده چه د ډاروين نظريه په مفصله توګه لوستونكو ته وړاندي كړي چه ترڅو لوستونكي وه كولي شي چه د اسماني كتابونو او د ډاروين د نظري په منځ كې په خپله موازنه وكړي. او بلي لوري ته به د موضوع د ښه روښانه كولو لپاره اسلام اند ليكوالان د ډاروين په دلائلو خپل نظر هم څرګند كړي. په دي پوهيدل كومه ګرانه خبره نه ده چه ډيرو لوستونكي به د ډاروين د نظري په اړوند ډير كم معلومات لري.
د ډاروين د نظري د لوستو څخه ورسته د هغه ډيرو پوښتنو ترڅنګ دغه دوه پوښتني ډيري زما په مغذو كي لري او بري كيدي او كيږي:
1. كه د هغه خلكو څخه چه د ډاروين په نظريه عقيده لري پوښتنه وه شي چه كه څوك تاسي ته د بيزو ځامن وواي تاسي پري خفه كيږي او كنه.
2. كه انسان د بيزو د تكامل په نتيجه كي منځ ته راغلي نو فيل او اوښ د څه شي د تكامل په نتيجه كي منځ ته راغلي؟ ځكه د ډاروين د خپلي نظري څخه يو مقصد هغه د خالق د وجود څخه انكار دي.
د الله شكر ادا كوم چه داسي ښه موقعه يي په لاس راكړه چه خپلي پورتني دوه پوښتنو جواب د ډاروين د عقيدي پيروانو له خولي واورم.

په مينه او مننه
يوسف څاروان
_________________
***څودې توان رسي په لوى درياب كې ګرزه
***په وياله كې دى زوال وينم نهنګه


خاټول
10.09.2005

په تيره پسي
ښاغلی شين اونورو وروڼو له سلام اونيكو هيلووروسته خپل بحث ته ادامه وركوم .
شين صاحب ليكلي چي :
"[color=darkred:8e12b4b456]هغه څه چې تراوسه به ملايانو يوازې او يوازې دخدای قدرت باله اوويل به يې چې هيڅ بل څوک ددې ډول کارونو وس نه لري.نن ساينس ښځه په نر او نر په ښځه بدلوي. او داچې سل کاله وروسته به څه کيږي خدای پوهيږي[/color:8e12b4b456]"
ښاغليه ! دا يواځي ملايان نه بلكي ټول هغه وګړي چي خداى تعالى پيژني او په هغه ايمان او باور لري په همدي ګروهه دي چي تخليق او په تخليق كي هر راز داسي بدلون چي ماهييت يي ور واړوي يعني ښځه په نر اونر په ښځه بدل كړي دالله جل جلاله كار دى , هيڅ څوك نه داسي كولاى شي او نه هم پراخه نړى ددي شاهده ده چي چيري دي نر په ښځه بدله اويا بالعكس كارشوى وي , كه يي تاسو شاهدان يي نو يي يوه بيلګه راوښيې تر څو زمونږ قناعت حاصل شي .
عزتمنه ! ما په لومړي سر كي ستاسو ليكنه يوه ملحدانه ليكنه بللي وه , هغه ده الحاد له تورونه يوهمدا تورى دى چي هغه څه چي يواځي دالله تعالى په واك كي دي تاسو يي له بلي مرجع "سائنس " نه دكولو ګروهه لرى , اوزما په آند دا عقيده دالحاد او دهريت عقيده او باوردى .
وړاندي مو ليكلې :
" بايد په ياد ولرو چې ساينس د مذهب مخالف قطب کې قرارلري او يو دبل سره غيرمتناسب دي. ".
وروره ! اسلام داللهي اديانو يو نوم دى , يا په بل عبارت ګرد هغه اديان او كتابونه چي لوي الله له حضرت آدم عليه السلام بيا تر محمد مصطفى صلى الله عليه والسلم پوري را استولي يوه هم له سائنس او سياست سره مخالفت نه دى ښودلى كه له يوه لوري حضرت داوود عليه السلام انجنئير اوالياس عليه السلام درزي وو نو له بل پلوه حضرت سليمان عليه السلام او رسول اكرم صلى الله عليه وسلم داسلامي دولت پاچايان او لارښووان هم وول , البته ځني سائنسي تيورى شته چي له واقعته او له ديني اصولو سره په مخالفت كي وي , اوكه دتاسو مراد له مذهب نه دكليسايي پاپانو افكار وي نو هغه يواځي دهغوى رايه نه ددين اومذهب لارښونه , او كه تاسو دقرآن كريم او نبوي احاديثو دتلاوت پر مهال ځيني داسي موادليدلي وي چي هغه دي دسائنس له ثوابتواو بدهياتو سره ټكروي نو هيلمنه يم چي ددي بحث په ضمن كي به ي وليكۍ , او دسائنس اومذهب په اړه دلا زياتو معلوماتو دپاره لاندنى لينك كليك كړۍ .

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=926&start=0

شينه وروره ستا لاندنى پاراګراف له موضوع سره تړاو نه لري او نه هم كوم علمي او منطقي دلائل له ځان سره لري ځكه يي اګنور كوم :
[quote:8e12b4b456]د ساينس معجزې زموږ په ورځني ژوند کې پراخه محسوسيږي. موږ په الوتکه کې سفر کوو، نورو سياراتو ته الوزو ، په سانيو کې دنړۍ ديو سرنه بل ته تصوير او اواز ليږلی شو او په زرګونو نور ورته مسالونه لرو. طبي علم زيات دداروين دتيورۍ په اساس ولاړ دی ، ايا طالب جان او خاټول د ناروغۍ په وخت کې هماغه طبي ډاکتر ته مراجعه نه کوي کوم چې دداروين له تيورۍ نه ګټه پورته کوي؟ او يا داچې طالب جان اوخاټول ملايانو او مولويانو ته ددم او تاويز له پاره ځي ؟ که داسې وي نو موږ ته دې هم مشوره راکړې چې بې ځايه ډېری پيسي په درملو ونه لګوو. نن که دزړه پيچلو عملياتو ته اړتيا وي ايا طبي ډاکټر ته ځو او که مذهبي عالم ته؟[/quote:8e12b4b456].
بيا مو كښلي :
[color=green:8e12b4b456]کوم به موږ له مرګ څخه ژغوري؟ [/color:8e12b4b456]
ګرانه ! يواځي او يواځي [color=blue:8e12b4b456]الله [/color:8e12b4b456]نه هم سائنس اونه هم دم اوتاويز، وايي چي نه كوي حبيب څه به وكا خوار طبيب ٠
اودا چي تاسو داستنكار په بڼه پوښتلي چي :
"کومه اختراع او کشف دمذهبي کتاب په واسطه شوی؟"
ګوره وروره ! اسماني كتابونو تر ډيره حده دانسان په مدني ژوند او روحاني چارو رڼا اچولي نور فنون او علوم يي انساني عقل ته پريښي تر څو انسان هم ديوه برلاسي اويوڅه كونكي پديدي په تو ګه احساس وكړي .
بيا مو ليكلي چي :
" پس نه شو کولی ساينس په مذهبي حکم باطل وګڼو . ساينسي حکم په بل ساينسي حکم چې متکاملتره وي باطل کېدی شي مګر له مذهب سره يې جنګول ليونتوب دی او دګټې په ځای مذهب ته زيات تاوان رسوي. "
دانو ستا رايه ده زما اود ټولو مسلمانانو رايه داده چي مذهب داولويت حق لري دا ځكه چي اللهي حكمونه يقيني او دلوى بادار له لوري دي او سائنسي تيورى دانسانانو چي نه يي يقيني توب باوري دى اونه هم داباور شته چي منل به يي دانسان په ګټه وي .
پاتي لري


Anonymous
19.09.2005

دروند مورګه وال صيب ته سلام !
تاسې زما په ﻻندينۍ جمله کې اصلأ د [color=white:d5a37aa4ae]خور[/color:d5a37aa4ae] پر ټکي تنقيد لرئ چې ماته نه يواځې مهم نه ښکاري بلکې له هر نزاکت څخه وتلی بريښي .
[quote:d5a37aa4ae](( په تيره بيا داچې اړونده شخص د خاټول په څير يوه پتمنه ، دينداره، عالمه درنه پښتنه خور وي !)) [/quote:d5a37aa4ae] که پتمن دندار او عالم ورور وای ، نو بيا
څه پروا نه وه ؟
زه خو وايم مهمه ليکنه ده ، نه د ليکونکي جنس، چې ښځينه دی او که نارينه . که
خاټول نارينه وي نو په استدﻻل کې به يې څه کمی راشي او که خاټول خاټول وي نو په دﻻيلو کې به يې څه زيات وزن پيدا شي ؟ نه هيڅ توپير به ونلري ! خاټول يو مستعار نوم دی او ښځينه مستعار نومونه ﻻ مستعار وي ، نو ايا په مستعاروالي کې چاته څه زيان شته ؟ دا د ليکنو وړ خبرې نه دي چې آخر د يوه ګډون کونکي نارينه او ښځينه جنسيت هم مطرح شي ، آخر مونږ به بيا څه وايو چې مونږ د يوه علني ادبي او علمي بحث ارګان کې خبرو ته سره ناست يو چې په ګرده نړۍ کې يې پښتانه لولي او که په کومه مخطبيله کې ؟
نقاد


Ghairat
19.09.2005

ګرانو لوستونکو او ښاغلي څاروان ته سلامونه !

[quote:1618b611a2="څاروان"]
محترم غيرت صيب ښه موضوع مطرح كړي، خو كه غيرت صيب د ډاروين نظريه د مذهب له لوري څيړل غوښتل نو بايد د اسلام په فورم كي يي مطرح كړي وه[/quote:1618b611a2].
مطلب هغه ساينسي څيړنې دي چې د اسلام د سپيڅلي دين سره تضاد ونه لري ، د اسلام له رڼا څخه برخمنې وي خو د داروين د تيوري بطلان ثابت کړي ، نو دغسې څيړنې هم د طبيعي علومو پورې اړه نيسي ، او له دې کبله دا موضوع دلته مطرح شوه نه د اسلام په فوروم کې . د طالبجان له زحمت څخه ډيره مننه کوم .

[quote:1618b611a2]د ډاروين د نظري د لوستو څخه... دغه ... پوښتني ډيري زما په مغذو كي لري او بري كيدي او كيږي:
که د هغه خلكو څخه چه د ډاروين په نظريه عقيده لري پوښتنه وه شي چه كه څوك تاسي ته د بيزو ځامن وواي تاسي پري خفه كيږي او كنه.[/quote:1618b611a2]
څاروان صيب ستاددې پوښتنې په اړوند مې په لويديځ کې يوه ورځ د يوه محصل او يوه عيسوي ملا ترمنځ روان بحث ته غوږ ايښی و، محصل ورته ويل ، تکامل يا Evolution يو حقيقت دی، داروين دغه تيوري د يو ډول انسان ته له ورته بيزو څخه دانسان د بشپړتيا تيوري رامنځته کړه چې په کلي ډول سمه خو په ځينو اجزاو کې بشپړ شوې نه ده او نيمګړتيا لري ! نو ملا ورته وويل : ايا تاسو څوک اوس د بيزو اوﻻد بللي شي؟ محصل ځواب ورکړ چې :
[color=white:1618b611a2]مونږ خوشاله پردې يو چې انسانان په ميليونو کاله پخوا له دغې پوړۍ څخه تير شوي او واپس د بيزو مرحلې ته نه ګرځي، خو خفه په دې يم چې ملايان اوملاخيلان د شعور د کچې له مخې همدا اوس لګيا دي په تازه وختو کې يې يا دبيزو د اوﻻد لقب ګټلی او يابه يې وګټي . [/color:1618b611a2]دا ښه ؤ چې ملا يو عيسوی راهب و او دکوم مسلمان ملا صاحب سره يې مخاطبه نه وه ، که د خپل نيمګړي مالومات سره به زه هم د محصل سره په غټه ﻻنجه اؤښتی وای!.
خو زما په شخصي اند تکامل هم د لوی خدای (ج) له پلان او پروګرام سره سم صورت نيسي ، چې په ژونديو حيواناتو او نباتاتو کې يې پلی کوي ، نو ثبوت يې هم بايد د کفراو الحاد سبب ونه ګرځي .

په درنښت !


Anonymous
19.09.2005

[quote:f9a6f8d12e]ډيري سختي موضعګانې دي منځ ته را اچولي دي .. يوه تيوري چې زه خپله هم نه پرې پوهيږم٠ [/quote:f9a6f8d12e]
پر دغه تيوري خو زه هم نه پوهېږم ، خو تر کومه ځايه مې چې د بحث لړۍ په دې موضوع کې تعقيب کړې ،لږ تر لږه يو شمير پوښتنې راسره پيد ا شوې دي، کومې چې د صفر په کچه پوهه کې نشي را پيدا کيدای:
خبره د تکامل او بشپړتيا وضوع ده ، که څوک تکامل و نه مني نو باوربه لري چې ټول ژوندي موجودات له نباتاتو څخه نيولي تر ژويو پورې د ځمکې د خلقت څخه په همدې شکل او کيفيت سره خلق شوي چې نن موجود دي . ددوی په شمير او کميت کې به توپير رامنځته شوي وي ، خو کيفيت يې بايد ثابت پاتې وي . حال داچې داسې نه ده : څه نا څه ٥ مليارده کاله پخوا ځمکه له لمر څخه رابيله او بيا يې پر اوسني مدار وضعي او انتقالي حرکت اختيار کړ چې د ژونداو ژوندي موجوداتو هيڅ نښه نښانه په کې نه وه.. لومړی يې اتموسفير ، غرونه او سيندونه هم نه درلودل . دا ډير وروسته پيدا شول او يو حجروي ژوندي موجودات ډير وروسته د لومړي ځل له پاره رامنځته شول او دهغوی له نور ويش اوتکثر څخه څو حجروي ژوي موجودات بشپړ شول چې د تکامل مخ په وړ اندې .لړيو کې ترې راز راز نباتات او حيوانات منځته راغلل ، طبعأ د ميليونو نو ميليونو کالونو په اوږدو کې موجودات له ساده او بسيط شکل څخه په مرکب، پيچلي او لوړتر شکلونو بدل شوي دي.. د انسان ارثي کود په سلو کې ٥، ٩٨ د اړونده بيزو له نوعې سره يو شی او مساوي ختل هم ثابتوي چې انسان د يوه بيل ارثي پروګرام .خاوند نه دی ! [color=white:f9a6f8d12e]پوښتنه داده چې په جنت کې د انسان ارثي کود ولې پر ځمکې د بيزو ګانو د هغه متکامل ډول له ارثي کود سره ٩٨،٥ په سلو کټ مټ يوشی و؟؟؟ آيا دې ډول کاپي کولو ته څه اړتيا موجوده وه او که، نعوذ بالله ، انسانانو په رښتياسره د نوموړو بيزو ګانو څخه تکامل موندلی دی؟ [/color:f9a6f8d12e]



ع کريم حليمي
21.09.2005

A ورورته سلامونه او احترامات په عرض رسوم !
[quote:106365eda8]څه نا څه ٥ مليارده کاله پخوا ځمکه له لمر څخه رابيله او بيا يې پر اوسني مدار وضعي او انتقالي حرکت اختيار کړ چې د ژونداو ژوندي موجوداتو هيڅ نښه نښانه په کې نه وه.. لومړی يې اتموسفير ، غرونه او سيندونه هم نه درلودل . دا ډير وروسته پيدا شول او يو حجروي ژوندي موجودات ډير وروسته د لومړي ځل له پاره رامنځته شول او دهغوی له نور ويش اوتکثر څخه څو حجروي ژوي موجودات بشپړ شول[/quote:106365eda8]

د Big Bang تيوري په 1927 کښي مينځ ته راغله ٠ او وايي چه لس،شل بليونه کاله پخوا په عالم هستي کښي چاودنه وسوه او مځکه ځيني را جلا سوه ٠
اګرچه د Big Bang تيوري په عام ډول مقبوله ده د ساينس د پوهانو ته ، شايد چه
ابدأ به قابل د اثبات نه سي ; د اهميت خبره داده چه ډيري پوښتني سته او ځوابونه
او جوابونه ئې نسته ٠ لکه د ډاروين په تيوري کښي ٠
دلته نه غواړم چه سوالونه مطرح کړم ٠ ولي چه بيا د اصلي موضع پاته کيږي

[quote:106365eda8] پوښتنه داده چې په جنت کې د انسان ارثي کود ولې پر ځمکې د بيزو ګانو د هغه متکامل ډول له ارثي کود سره ٩٨،٥ په سلو کټ مټ يوشی و؟؟؟ آيا دې ډول کاپي کولو ته څه اړتيا موجوده وه او که، نعوذ بالله ، انسانانو په رښتياسره د نوموړو بيزو ګانو څخه تکامل موندلی دی؟ [/quote:106365eda8]

طبيعت که و ګورو ٠ اول دوه شيان سته ماوه او مانا
بيا نو جامدات ،ماعيات ، غازات
بيا نو جانداره او بې جانه ..........................................the whole nine yard

او که انساني اختراعاتو ته وکورو نو هم داسي ده
اول حرکت په سې برق .....................................ځه نو the whole nine yard
موټر، کښتۍ، طياره ،موټر سېکل ، رېکشه ٠٠٠٠٠٠٠ ټوله په پوه شکل ماشين چليږي ٠ چه پښتم ، والونه کينشافټ ، رنګان ٠ او برق ٠ بېله ډيزلانجن چه برق ته اړتيا نه لري ٠ او بل د چکسولواکيا موټر سېکل انجن والونه نه لري چه Slip Valve
انجن ئې بولي ٠ يعني چه exhaust and inglit والونه نه لري ٠
او توېزون،راډيو ،ټليفون ، مخابره ، او کمپيوټر ٠٠٠٠٠٠٠
هم ټوله پر برق ،ريزيستنس ،ترانزسټر ،چپس،مدربورډ ،اډاپټر ،ترانپورمر ٠٠٠٠٠
ولاړ دي ٠
نو الله هم د دغسي اصولو کاراخستي ٠ او وانسانته ئې هم داسي اصول ورښوولي
چه يو ماشين جوړه ٠ هم طياره په هوا کوي هم کښتۍ چلوي ، هم موټر
او نو که جرمن موټر جوړه وي که روس ،جاپان هيڅه بله لارنسته بيله ماشين څه
د پورته شيان هم 99 % په سلو کټ مټ يوشی دي
مطلب ئې دا دۍ ٠ چه انسان ته اساني چوړه کړې ٠ که الله داسي نواې کړي ٠
موټر په مثال د بيزو او تيار په مثال د انسان
او په داسي حال کښي بيا هم نسو ويلې چه طياره په موتر بدله سوه ٠ هو تکامل دۍ [/quote]


م ن غروال
21.09.2005

محترمو لوستکونکو سلامونه!
زه دا بحث البته تعقيبوم، خو داسي څه چې پکي علمي تکيه وليدل شي نشته٠
دا داورين خبره کومه علمي اثباتيه نده صرف يوه نظريه ده او بس!
هيڅوک دا په اثبات نشي رسولای چې ريښتيا انسان له بېزو راپيدا شو٠
دا چې څوک دې ته د تکامل نوم ورکوي تېروتنه ده٠ مشابهت د يوه ژوي معنی نلري بلکه مشابه به وي خو نور به خپلو سره ژور په توپير کي وي٠
او بله مهمه خبره دلته چې که وويل شي ښه به وي چې که بيزو د انسان په لور تکامل وبولو نو بيا علم دا نه مني چې لا تراوسه هم بيزو په نړۍ بايد وي٠ او تکامل يوازې په بيزو کي بايد وبلل شي او که په نورو ژوؤ کي يې هم بايد وبولو؟ نو که د تکامل خبره وي خو اوس د تېر وخت ژوي ټول په نور ژوؤ اوښتي وای او پخواني ژوي به پاتي نه وای بلکه يوازې د هغو تاريخي اسناد به وای او بس!
او د مذهب له ليده که د آدم ع له وخته مونږه څه اسناد درلودای اوس به دا ګمان په رغنده ډول د هيچ چا لپاره د منلو وړ نه وای او بشر به له دغه ګمانه په امان کي پاتې وای٠ او معتقد په مذهب خو دا تئيوري د يوه بې بنياده او غير علمي تئيوري په اصل او مفهوم او معنی پيژني چې واقعيت يې هم همدا دي او بس!
په درناوې


Anonymous
21.09.2005

غروال صيب ليکلي :
( که بيزو د انسان په لور تکامل وبولو نو بيا علم دا نه مني چې لا تراوسه هم بيزو په نړۍ بايد وي٠ او تکامل يوازې په بيزو کي بايد وبلل شي او که په نورو ژوؤ کي يې هم بايد وبولو؟ نو که د تکامل خبره وي خو اوس د تېر وخت ژوي ټول په نور ژوؤ اوښتي وای او پخواني ژوي به پاتي نه وای بلکه يوازې د هغو تاريخي اسناد به وای او بس! )
غروال صيب ستا خبرې يوه کيسه راپه ياد کړه: کلونه پخواکله چې د ښوونځي زده کونکی وم يوه ورځ يو ساده کليوال راباندې غږ کړ: مکتبي راته ووايه چې جرافيه (جغرافيه ) کې څه وايي چې ځمکه ګرځي که نه ؟ ماورته وويل چې وايي چې ګرځي. هغه په زوره زوره وخندل او ويي ويل: که دارښتيا وای چې مځکه ګرځي نووختي به زما کورته مخامخ ژرنده زما کورته راغلې وای او زما کور به دهغې ژرندې په ځای وای.
غروال صيب دهغه ساده برداشت دمځکې له ګرځيدو نه او ستاسې ساده برداشت دتکامل دتيورۍ نه سره بشپړ ورته والی لری. که زحمت نه وي لمړی د تکامل دپيچلې پروسې دمفهوم او تيورۍ په باب که يو څه مطالعه وکړی اوبيا وروسته په دې بحث کې راودانګی ډير به ښه وي.
خوښ اوسی



ع کريم حليمي
22.09.2005

محترمو لوستکونکو سلامونه!
يوه مهمه خبره داده چه ولي د ډاروين تيوري ژوندۍ پاته ده په داسي حال کښي
چه علمي ، ساينسي ثبوت هم نسته٠

سبب داسي دۍ چه : په طبيعت کښي error ( خطا ، اشتباه ،سهوه )سته
دا سهوي يګان وخت ډيري غلطي وي ٠ مثلأ د موره کوچنئ پيداسي او دوه سرونه
لري ٠ چه دېته هم evolution ،تکامل ويل کيږي ٠ او ژوندئ نه پاته کيږي ٠ او د مينځ
څخه ځي يعني مري ٠ يا کوچنئ پيداسي دوه زړونه ولري ٠ داهم ژوندئ نه پاته کيږي
تکامل دۍ ٠ او بعضي وخت په طبيعت کښي داسي څه پېښ سي چه هم ژوندئ پاته
سي او هم مثبت evolution وي ٠ مثال په ډول په لندن کښی يو سړی سته چه د لاسونو ګوتي ئې ٦ دي ٠ داهم تکامل دۍ او خسارمن تکامل نه دۍ ٠
دغه دلندني سړي ګوتي ډيري ښايسته او قوي لاسونه لري ٠ خو په مقابل کښي داسي هم پېښيږي چه يوسړئ ٦ مه ګوته ولري نو په غضب ورسره اخته وي مجبور وي چه پرئ ئې کړي او يا داسي پېښه سي يو انسان پيداسي چه د پښو ساختمان ئې
داسي وي چه تر بل هرسړي تېز ځغستلي شي ٠ چه داهم ښه تکامل دۍ ٠ او نسل پرنسل پاته کيږي ٠
او بيا هم دوۍ وايي چه Dolphin چه ايرانيان ئې ماهي يونس بولي ٠ يعني هغه ماهی
چه سږي لري او ساکاږي تنفس کوي ٠ يو وخت د وچي حيوان وو او اوس په اوبو کښي ژوند کوي ٠ چه evolution يا تکامل ئې ګڼي او ثابتيږي نه !


Anonymous
22.09.2005

ښاغلی کوشان ليکلي :
[quote:bc18bdcad2]خو زه غواړم چه د طالبانو په هکله دومره ووايم چه ، طالبان هم د همدی خاوری بچيان دی چه خپل پلار او ورور ېی د روسانو د ويستلو په جګړه کی له لاسه ورکړی وه.
ددوی ميندو ته خو چا د پاکستان په اسلامی ټولنه کی دکار حق هم نه ورکو چه خپل اولادونه په ګيډه ماړه کړی ، نو ځکه دوی مجبوريدل چه خپل اولادونه دينی مدرسو ته چه د عربانو او دی ای اس ای په مالی مرسته جوړی شوی وی ، وليږی .
طالبانو په افغانستان کی هغه څه تدبيق کړه چه د پاکستان په دينی مدرسو کی ېی زده کړی وه ، نو که د طالبانو په وخت د ښځو سره بد چلند شوی وی ، دا د طالبانو ګناه نه بلکی ددوی د ښوونکو او لارښودونکو ګناه وه.

له بلی خواه په طالبانو کی ډيرو عربو هم لاره موندلی وه او هغوی خپلی سياسی او کلتوری ګټی په افغانستان تعقيبولی .

پاکستان هم په دی تنکيو او د مذهبی احساساتو تر تاثير لاندی طالبانو په وجود کی غوښته چه په افغانستان کی يو ګوډاګی رژيم په قدرت راولی.

نو هغه غير بشری اعمال چه د طالبانو په وخت کی د ښځو سره شوی ، بايد چه هغه دينی مدرسی او د هغوی چلوونکی چه طالبانو ته ېی روزنه ورکړی
محاکمه شی نه عادی طالبان، ځکه طالبانو خو هغه څه تدبيقول چه په شريت کی راغلی . او اسلامی شريت خو زما په اند لږشانتی ځوړ دی يعنی ګنا د طالبانو نده نه وه .
که دوی د ښځو په حق جفا نه وای کړی ، په کوڅو کی ېی د خلګو لاسونه نه وای پريک کړی او بشری حقوق ېی په نظر کی نيولی وای ، نو دوی خو بد خلک نه وه ، امنيت ېی راوستی وه ، افغانستان ېی له تجزيه کيدو وساته او افغانان ېی د غلو او داړمارانو له چنګه خلاص کړه.
خو ددوی تندلاری مذهبی قوانينو دلاسه خلک پزی ته رسيدلی وه .[/quote:bc18bdcad2]
تر سلام وروسته :
وروره په پام کې ساته چې دطالبانو ګناه په هغه څه کې دومره ډيره نه وه چې څه يې کړي دي، بلکې په دې کې وه چې څه يې نه دي کړي او د ټولو ښو کارونو مخه يې نيولې وه . له عباداتو پرته دطالبانو واکمني د افغان ولس په پښو کې د جهالت کړۍ او په ستوني د پاکستان زندۍ اود خلکو پر ژوندانه باندې راوښتې خپسکه وه !
خو ﻻ ستره ګناه يې داده چې د پخواني قدرت پسې ړانده شول او غواړي افغان ولس پرې نږ دي چې خپل برخه ليک پخپله و ټاکي !



ع کريم حليمي
22.09.2005

ښاغلې کوشان ،درنو وړونو سلام
تکامل په نړنۍ کښي شروع دۍ ٠ په هر څه کښي ٠ او يو فکري تکامل دۍ ٠
چه نن ډېر په چټکي روان دۍ ٠ اما په پښتنو کښي ډير سلو،کرار تر والاړو اوبو چابک دۍ ٠ ټوله نړۍ تکامل وکي په دې پوه سوه چه اسلام يو کاميل شريعت لري
او خپل قوانين په غرب کښي داسلام په ړنا کښي ليکي ٠
اما کوشان ورورمي د فکري تکامل څه ځان ليري ساستي او داسي فکرکوي چه :
[quote:fb67c7bbe1] طالبانو خو هغه څه تدبيقول چه په شريت کی راغلی . او اسلامی شريعت خو زما په اند لږشانتی ځوړ دی يعنی ګنا د طالبانو نده نه وه . [/quote:fb67c7bbe1]
زه ګمان کوم چه داسي فکرکوولوکښي تکامل نه دۍ راغلۍ ٠ که ځوړ وي ؟
نو دشريعت کوم طرف ځوړ دۍ؟؟؟؟
په نړي کښي د اسيا خلګو ته سل کاله نور په کار دي چه فکري تکامل وکړي ٠ نوايله که په شريعت پوسي ! او بيا دا زمونږ ياران


Anonymous
22.09.2005

[img:4a3389b0a0]http://www.primatis.de/bilder/grafik/evolution.gif[/img:4a3389b0a0]
........................[color=white:4a3389b0a0]د تکامل پوړۍ
له چپ نه ښي خواته : ميمون ، نيمه انسان ، لومړنی انسان ،
ښکاري انسان، کـروندګر ـ ، کارګـر ـ ، او تکنالو ژ انســــان [/color:4a3389b0a0]


Anonymous
22.09.2005

[quote:21221f0640] [color=white:21221f0640]د تکامل پوړۍ له چپ نه ښي خواته : ميمون ، نيمه انسان ، لومړنی انسان ،
ښکاري انسان، کـروندګر ـ ، کارګـر ـ ، او انـد کار انســــان [/color:21221f0640][/quote:21221f0640]

دتاسې په دې انځور کې ولې د اندکار انسان ځاې اخر دۍ؟
ارسطو، سقراط، بيروني اونور چې ډېر پخوا ئې ژوند کاوه به په کومه کټګوري کې راځي؟
که د تکامل پاۍ يواځې اندکار انسان وي، نو مادي نعمات به څوک جوړوي؟ ډوډۍ، زراعتي ، صنعتي محصولاتو لاسته راوړل او داسې نور(به) د چا دنده ده(وي)؟
3


Anonymous
23.09.2005

[quote:acbd7d18d2]دتاسې په دې انځور کې ولې د اندکار انسان ځاې اخر دۍ؟
ارسطو، سقراط، بيروني اونور چې ډېر پخوا ئې ژوند کاوه به په کومه کټګوري کې راځي؟[/quote:acbd7d18d2]
بښنه غواړم چې کمپيوتر ته ناست انسان ته مې دا نوم (اند کار) ورکړ ی دی . کمپوتر او اتوماسيون په مادي توليد کې زيات رول لري او عصري کار ګرد تخنيکي پوهې له پلو ه ورځ په ورځ د بشپړتيا لوړې پوړۍ وهي. په توليد کې د همدې علمي تخنيکي انقلاب له امله د جسمي کار ونډه ټاکونکی رول لري او ددې مطابق يو نوم بايد په پورتني تصوير کې وروستي نفر ته ورکړل شي .د اندکار وييځ رښتيا هم دغه پوهيځ ته سم غبرګيز يا انعکاسنه ورکوي . که مو خوښه وي موقتأ به ورته تنالوږ ووايو ، تر څو پورې چې يو غوره وييځ ورته ومومو :
..................... [img:acbd7d18d2]http://www.primatis.de/bilder/grafik/evolution.gif[/img:acbd7d18d2]
..................................................[color=white:acbd7d18d2]د تکامل پوړۍ
............................... له چپ نه ښي خواته : ميمون ، نيمه انسان ، لومړنی انسان ،
................................ ښکاري انسان، کـروندګر ـ ، کارګـر ـ ، او تکنالوژ انســــان [/color:acbd7d18d2]

او تر کومه ځايه چې د يونان د مستثنا فيلسوفانو يا وروسته د نورو سترو ساينسپوهانو ده، نوتر څو چې يې په مادي توليد ټاکونکی رول نه درلود او نه يې درلود، نو په پورتيو ټيپونو او د تاريخ په توليدي دورانسازو انسانانو کې نه شميرل کيږي او د نورو سترو ارزښتونو سره سره يې دلته له پامه غورځوو .
په دې سره مو د سوال ﻻندې برخه هم ځواب شوې بولم : [quote:acbd7d18d2]
که د تکامل پاۍ يواځې اندکار انسان وي، نو مادي نعمات به څوک جوړوي؟ ډوډۍ، زراعتي ، صنعتي محصولاتو لاسته راوړل او داسې نور(به) د چا دنده ده(وي)؟ [/quote:acbd7d18d2]

د بيزو د تکامل پړاوونه په بيولوژي کې داسې نومول شوي دي :
.................................................................Dryopithecus

...............................................................Ramapithecus

............................................................Australopithecus

............................................................Australopithecus afarensis

............................................................Australopithecus africanus

...............................................................Australopithecus robustus

....................................................................Australopithecus boisei

...............................................................Homo rudolfensis

....................................................................Homo erectus

.....................................................................Homo sapien

او د ځينوانځورونه يې:

...............................................[img:acbd7d18d2]http://www.hh.schule.de/jbs/gfx/bioevol/afarens.jpg[/img:acbd7d18d2]
......................................................................................Australopithecus afarensis.

...............................................[img:acbd7d18d2]http://www.hh.schule.de/jbs/gfx/bioevol/african.jpg[/img:acbd7d18d2]
..........................................................................................Australopithecus africanus

.................................................[img:acbd7d18d2]http://www.hh.schule.de/jbs/gfx/bioevol/boisei.jpg[/img:acbd7d18d2]
........................................................................................Australopithecus robustus

...............................................[img:acbd7d18d2]http://www.hh.schule.de/jbs/gfx/bioevol/rudolfs.jpg[/img:acbd7d18d2]
.........................................................................................Homo rudolfensis

...................................................[img:acbd7d18d2]http://www.hh.schule.de/jbs/gfx/bioevol/erectus.jpg[/img:acbd7d18d2]
.........................................................................................Homo erectus



ع کريم حليمي
24.09.2005

دوهم مېلمه ته سلامونه
دا خو تاسو ډېر ښه وکړه چه دAustralopithecus afarensis موضع مو مخته واچول ٠
لکه په انسانانو چه څوقسمه سته چه سپين ،تور،ژړ،
نو په ټولو مخلوقاتو کښي اقسام سته٠ نو بيزوګان هم اقسام لري ٠ چه يوئې هم
دغهAustralopithecus afarensis چه د سر کاسه ئې په ١٩٨٥کښي پيدا کړه ٠
دغه کشف هر څه متأثر کړه او د ټولي موضع شکل ته ئې تعير راوړۍ ٠ داخبري ئې نن تر بحث لاندي دي ٠ ولي ؟؟
پوهيږم تاسو به لوستلي وي ٠ داسي وايي چه :
ټوله پوهان د بيالوجي په تعجب surprised کي دي چه د مغز حجم ئې ډير ،او ٢،٣ مليونه کاله دغه د سر کاسه زړه ده ،وايي چه بيالوجي ئې د نن د بيالوجۍ سره فرق
لري ٠ يعني ٢مليونه کاله دمخه د دغه حيوان دبيالوجي نظام ئې تر نن ورځي پيچيده وو ٠ ٠او تحقيقات روان دي ٠ نو دا نه شو ويلی چه انسان وو ٠

anthropogenesis مبحث د پيدا کېدو او تکامل بشري ته !
دلته څه مشخصات دي ، چه تر عظيم حده موږ بحث پر کولي سوو
انسان فکر ،اداک،تصور ،خبري ،سليقه لري او اسباب جوړ وي ٠ anthropogenesis پوهان څنګه کولی شي چه د سر ديوې کاسې څخه قياس وکړي
او څرنګه د حيوان د سرکاسه تجزيه کوي ٠ او و وائې چه په حيوان کښي داسي سراسر انکشاف را غلۍ ،ترقي

ايا حيوان د بې جانه شيي سره مخالفت لري د خپل قصد اومنظور ،هدف له پاره
يوازي انسان دي چه د اجسامو شکل ته تغير ورکوي او اسباب ځيني جوړه وي ٠
او ملتفت ، په پوښياري يې کوي ٠ داسي اسباب جوړه وي او کار ځيني لکه د بدن عضوي چه کار وته کوي نو په افزار هم ځان مجهز کوي ٠ او بل لاس اّله جوړه ول ستعمال ئې د لاس فهم غواړي ٠ او سامان جوړه ول خو وارث ته ضررت لري ، يوشرط دا دۍ چه د الاتو جوړول معاشرتي ،اجتماعيت غواړي چه دتخنيك پوهنه، صنعت بل ته ور زده کړي ٠ اوتبادله د اسباب سره وکړي ٠ اواسباب دۍ چه انسان ته تفوق ورکوي ٠ او تر ټولو لمړی شئ خبري دي چه معرفت ،دانايي ،بل ته علم په ور کول کيږي ٠ څرنګه يئ جوړ که او څنګه ئې استعمال کړه

داسي نه کيږي چه يو يو انکشاف به په حيوان کښي پيدا کيږي ٠ خبرو اجتماعي ژوند،فهم او سليقه داټوله په يوه وخت کښي په کاردي ٠
امکان نه ليدل کيږي چه داسي تکامل دي په حيوان کي په عيني وخت کښي پيداسي


م ن غروال
02.10.2005

ښاغلۍ مورګه وال سلام!
ستاسو د جغرافيې مثال او د تکامل بحث چې تاسو سره په يوه تله کي تللي دي، زما په اند خطا وتلي ياست!
تر ټولړ لومړۍ بايد د تکامل کلمه لغوي معنی کړئ او بيا د هغه ويز په دغه اړونده بحث کي وتلۍ چې تکامل يعنې څه؟ زما په اند تکامل وده نه بدلون! اما په هر حال!
محترما!
١ : د داروين نظر کومه اثباتيه له ځانه سره نلري٠
٢ : نه يوازې مذهب بلکه ټول د ساينس ټول متخصصين يې هم نه يوازې چې دا اند نه مني بلکه په ډير مقنعو استدلالو يې هم رده وي٠
٣ : که د انسان پيدايښت او د بيزو شتون او سوابق او کلونه سره درست محاسبه کړو نو په دومره ميليون کلونو کي يا خو بايد چې ( لکه مخکې مې چې ويلي دي) بېزو اوس بيا اصلاً نه وای او يا خو به چيرته هم له انسانه بله نمونه تکاملي ژوۍ راڅرګند شوۍ وای٠
٤ : دا ځکه چې ددې لپاره هم کوم علمي سند پلاس نلرو چې بيزو تکامل کوي تر انسان رسيدو پوري او بس! او تکامل به دلته د پاي ټکۍ مومي٠
پرته له بېزو او انسان! دا نور ژوي هم که سره وڅيړل شي او را وپلټل شي چې له کومه شول نو پيدا کيږي داسي چې زرګونه کلونه پخوا چرګه چرګه وه اوسهم ده او زمرۍ هم زمرۍ ؤ او اوس هم زمرۍ دي٠
نو همداسي هر ژوۍ!
بېزو به تل بېزو پاتې وي او بشر به هم تل بشر! او نور ژوي به هم تل د خپل اصلي خلقت له مخې په هماغه ډول پاتي وي٠، په کوم ډول چې دي٠
ټول مخلوق او هره ماده په اصل کي او د ساينس د علم پر بنسټ د خلقت يوه مبدأ او يا، د ودې يو مخصوص په خپل ځانګړي کيفيت او اصليت ترکيب او مشخصو کيمياوي او فزيکي خصوصياتو اړه لري چې هغه به د هغه د جوړښت اصل بلل کيږي او وده کول به يې داسي معنی هيڅ کله ونلري چې انسان بېزو شي او بېزو انسان او يا زمرۍ په پړانګ بدل شي. نه، او هيڅ وخت نه!
دا چې د انسان ورته جوړښت لري نو داروين څخه نوره د علم پلټنه ورکه وه ويې ويل چې راشه انسان يا بشر د بېزو تکامل وبوله٠ پداسي حال کي چې تکامل يا وده او اوښتل د اصليت دا سره دومره توپير لري لکه ستاسو د جغرافيې مثال!
بشر ځانته يوه خپله ځانګړۍ هغه مخصوصه ماده ده چې وده کوي مريخ ته الوتنه کوي پداسي حال کي چې يو وخت يې ممکن حتی چاړه هم نه درلوده٠
خو خير ستاسو اند زما د اند په تناسب بيا هم زه ډير لوړ بولم خو ايمان په دې لرم چې بشر دې بشر له اولادې او وده يې يوازې فکري او صحي ده نه دا چې لکه تاسو د مثال په ورکولو خندا کړې ده!
او سره لدې بيا هم زه به غلط تللۍ وم خو ايمان ته مې داورين ماورين نظريات بدلون نشي ورکولۍ او زه به ځان د بشر له اصله او تاسو هم د داورين نظر له اصله ځان ومنئ٠ زه حتی موافق يم٠
په درناوې


Anonymous
02.10.2005

غروال صايب بيا هم ښه راغلاست
دتکامل په باب بحث بايد هغه چاته پريږدو چې دتکامل په مانا پوهيږي. دابه اوس ډير ناوخته وي چې له سره تاسې ته دتکامل دتيورۍ اساسات تعريف او دروپيژندل شي او په عين حال کې له موږ سره پکې بحث هم وکړی. وايي: هرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نه!! په اسلامې تعليماتو کې به مالومات لری په دې کې کوم شک نه لرم. خو دلته مودويم ځل داسې مثالونه وړاندې کړي چې واقعانشم کولای ځواب درکړم ځکه دتکامل دتيورۍ سره بيخي لوی واټن لري. او له بده مرغه ستاسې پوهاوی ورڅخه لاتراوسه دقيق نه دی. تکامل بدلون ته نه وايي بلکې بدلېدنه يا تدريجې بشپړتيا ده چې پای نه لري بدلون چې تاسې يي بولی ورته انقلاب يا Revolution وايي خو موږ د Evolution (تکامل)په باره کې خبرې کوو او دادوه سره ډير لوی توپير لري.
تاسې په هره موضوع کې يواځې ديني اومذهبي بحث ورننباسۍ ، خو دديني مسايلو دپاره جلا خونه لرو. خو دې خونه کې علمي بحث کيږي. که ډير ويريږې چې ايمان ته دې زيان ونه رسيږي نو زما مشوره داده چې دې ډول بحثونو نه تيرشه او داسلام په خونه کې پاتې شه.
داتيوري دنړۍ د ډيرو هيوادونوپه پوهنتونونو کې تدريس کيږي.دکابل پوهنتون په شمول. دا يوه تيوري ده چې دلته يې يواځې بحث ته وړاندې کوو. ما نه دې ويلي چې زه يوازې په دې تيورۍ باورلرم او يا يي نه لرم. کله چې دا دمنطق او علميت خونه ده نو علمي بحث به دلته کوو که ستاسې د کلاسيکو نظرياتو خلاف وي او که موافق. اوهم ستاسې په برخلاف د ذهن او فکر دروازې نه تړم او له مطالعي نه ويريږم. او هر څه ته دمذهب له دريڅې نه ګورم. اوکېدی شي له تاسې ښه مسلمان هم اوسم.

!!زه به ځان د بشر له اصله او تاسو هم د داورين نظر له اصله ځان ومنئ٠ زه حتی موافق يم٠ !!
داکرښه خو ماته دتياره فکراونابالغه ذهن نه بله مانا نه لري. ستاسې له احساساتې ليکنې ډيره مننه
اويوه بله يادونه:
چاته ځواب دځواب دخاطره مه ورکوی . که سم ځواب نه لری نو چوپتيا به غوره وي.
په درناوي
مورګه وال.
دمورګې له سرنه


م ن غروال
07.10.2005

ښاغلۍ مورګه وال ورور سلامونه ومنئ!
نپوهيږم تاسو به څه ته تکامل واياست خو زه يې د ( ودې) په ترجمه پيژنم٠
هغه څه چې تاسو ليکلي درست دي ځکه زه هم تکامل د بدلون په معنی نه پيژنم٠ ځکه انسان ، انسان دي نه بېزو! او بېزو به هيڅکله انسان نشي او که بيا کيږي نو بيا دا تکامل نشو بلکه دا بايد سم يو کيمياوي او فزيکي تعامل وي چې سرته رسيدلۍ وي٠
دا سمه ده چې هر څه به له مذهب سره نه نخلوؤ خو د داورين دا نظر په همدې وجه ؤ چې د غټ مذهبي اکثريت دا عقيده چې انسان په اصل کي انسان ؤ يعنې د آدم ع اولاده ده ، مات کړي٠
بيا دا چې تاسو د داورين نظر نه منۍ نو بايد د مذهب ومنئ ځکه نور څه پدې هکله نشته٠ او د داورين نظريې د اثبات، او انسان د ادم ع د اولادې د رد کولو مو په ليکنو کي نشته٠ نو ستاسو ليکنې يعنې څه؟
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more