نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا جګړه اوږديږي:
Anonymous
02.10.2005
دا جګړه اوږديږي:
دغه ده څه کم څلور کاله کيږي چې په افغانستان کې د قدرت نوي واکداران رامنځ ته شوي يا رامنځ ته کړای شول . ډېر زما غوندې ساده ګانو دغه د پرادو پر جنګي ګاډۍ سپرو ته ښه راغلاست وايه ، او لا ډېر داسې ساده ګان شته چې د توپونو او ماشينګڼو په زور راوړونکې ، د جعلي موکراسۍ ډرامې ته لکه نانځکې ګډا کوي . کشکې ددغو ډوله خلکو جنتي خوبونه خو په حقيقت بدل وی .
خو نه هسې نه ده ، جګړه لا دوام لري او دا جګړه اوږديږي . دا افغانستان دی ، دا د زور واکيو او امپراطوريو ګورستان دی .
يو وخت د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارتر ويلي و: ( روسانو لويه اشتباه وکړه چې پر افغانستان وروختل ، پر دې ولس د انقلابونو تپل ، په زور د بنستټيزو بدلونونو راوستل نه منل کيږي، دا خلک عجيب و غريب خلک دي ، هغوی بايد پرېښودل شي چې په خپله د بشريت د تاريخ سره وده وکړي .)
حيرانونکې خبره ده چې اوس اوس امريکا په خپله د ا تېروتنه کوي ، او موږ ته يو پرمختللې نمايش را ښايي او هغه له ځانه سره راوړي .
هو ، ګرانو لوستونکو،
خدای دې نه کړي چې زما په خبره غلط پوه نه شئ ، زه د دموکراسۍ مخالف نه يم .
په دموکراسۍ کې به ډېرې نيمګړتياوې وي ، خو د دموکراسۍ د نظام پرته کوم داسې يو نظام شته چې له دموکراسۍ بهتر وي ؟ هم د غه پوښتنه ده چې تر اوسه پورې حل شوې نه ده.
زه پر دې باور يم چې په افغانستان کې تر هغې پورې قانوني او حقوقي دولت نه شي رامنځ ته کيدای ، تر څو چې جګړه پای ته نه وي رسيدلې او ددې هېواد اساسي ستونزې نه وي حل شوي.
اساسي ستونزه کومه ده ؟
د افغانستان د لانجې د حل کونجي د پخوا په شان بيا هم د پرادو په لاس کې ده .
زما په اند د افغانستان اساسي مساله او لانجه د ديورند تپل شوې ليکه ده ، تر هغې پورې چې دا لانجه حل نه شي ، جګړه به روانه وي کومه چې زموږ د ټولو مصيبتونو او رنځونو سرچينه پخوا هم وه اوس به هم وي .
د پاکستان حاکمې کړۍ نه پريږدي چې يوه شيبه هم دا هېواد په ارام شي،ځګه پوهيږي چې هغه به بيا په عذاب شي . داد پاکستان د څارګرو شبکو او استخباراتو کرغېړن او مداخله ګر لاسونه دي ، چې زموږ له ګريوانه او مرۍ نه نه پرې کيږي .
د لمر غوندې روښانه ده ، چې بيا هم دغه ورور، اسلامي ، ګاونډی پاکستان دی !، چې ورانکارو ، اشرارو! ، او اوس طالبانو سره ننګه او مرسته کوي ، او زموږ د ناپوه ورور په لاس د پانجابي په امر او کومانده زموږ ه ورور وژني ، مکتبونو ته اور اچوي ، پلونه او دولتي ودانۍ ويجاړوي .دهغه په کاله او کور کې ښځه لومړۍ وزيره کيدای شي ، ولې زما لوڼه او خويندې مکتب ته نه پرېښودل کيږي .
څه بايد وشي؟
له هر څه وړاندې موږ يوه په هېواد مين ، يوه ملي اتل او لارښود ته اړتيا لرو،چې دښمن ته اعلان کړي ،او خلکو ته ورمخ او ور غږ کړي :
له آمو تر آباسينه ، دلته موج وهي زما وينه!
دغه ده زموږ د هېواد د برخليک د روښانولو او ابادولو لار !
عبدالولي منګل