نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بل چا په نوم لیکنې مجاز نه دي
Anonymous
01.10.2005
د ټول افغان مسُولینو او د بحث فورم ټولو ګډونکوونکو او لیکوالو ته سلامونه او درناوی .
له بده مرغه د بحث فورم په برخه کې کله نا کله زما په نوم لیکنې کیږي او دا نه یوازې جواز نه لري بلکې د مطبوعاتو د اصولو پر خلاف هم ګڼل کیږی. ددغه رازکار یوه بېلګه دا ده چې د عظیم بابک تر سرلیک لاندې په ځینو برخو کې زما نوم داسې یاد شوی چې ګواکې ما له ښاغلي عظیم بابک سره کومه مرکه درلوده ! باید څرګنده کړم چې دغه راز کومه مرکه ما نده ترسره کړې او که بل چا زما په نوم ترسره کړې وی ، دا نو زما کار نه دی او له همدې امله هم اعتراض لرم .
ستاسو ورور
یوسف هېواددوست
Anonymous
02.10.2005
ښاغلې هېواد دوست صاحب !
سلامونه اوښې هيلې ٠
تاسوزما پام مطبوعاتي غلا او غولوونې ته راواړاوه چې په رښتيا کرغېړن عمل دې ٠ داسې خلک ديو نقال حئيثيت لري چې په نقل کوولوپه کومه ازموئينه کی بريالېتوب غواړي خو په حقيقت کی لياقت او پوهه ونه لر ي٠ زه داسې خلک نېغ په نېغه غندم ٠ داسې اشخاص د کيسه برانوڅخه هم ټيټ وي٠
رابه شم د يو ريښتيني ژورناليست او مبصر موقف ته چې د يوريښتيني ډاکټر سره يې خواپه خوا کولای شو ٠ يوريښتينې روغتيا پال به له رنځوره ونه پوښتي چې په کوم سياسي اړخ پروت وو ، يا په کوم مذهب دې بلکه ټولې پوښتنې به يې د هغه شخص درنځ په هکله وي او کوښښ به کوي چې سم تشخيص او لازمه دوا ورکړي ٠ همدغه راز يو ريښتينې ژورناليست به د هرې عقيدې اوسياسي تړاوله پلويا نو سره مرکې کوي اودهغوی ټولنيز موقف اود ملي مسائلو په اړه دريځ به د هغه شخص په نظرياتو کی د عامې پوهنې لپاره وړاندی کوي ٠ يوژورناليست هم لکه يوروغتيا پال تشخيص کوي او دهغه په اساس ټولنيزو ستونځو ته د حل مناسبه لار لټوي ٠ په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې افغاني ټولنه د صادقو مخکښانولخوا د پرمختګ په سمولارونه ده پلې شوې بلکه د مختلفو سياسي اومذهبي ډلو په کشمکش کی ښانګې ښانګې شوې او يو واحد وجود يې بښې بښې شوې ٠
دفکر اونظر پوخوالې هم د ټولنې په سياسي ، مذهبي ، اقتصادي او کلتوري ودې پورې اړه لري٠ او ازادي هم د پوهې اودرک په محور څرخي ٠ نوکه څوک درک ولري هغه ته به د مطبوعاتي حقوقو او ازاديو اهميت هم معلوم وي اويوناپيئلې ژورناليست خود هرچا سره مرکه کول خپله مسلکي دنده بولي ٠
ښاد اواباداوسۍ
واحد
السلام عليکم
Anonymous
02.10.2005
درنو دوستانو السلام عليکم،
خوشاله يم چې ددې پاڼې په وسيله خپل تاودې هيلې تاسوته در ډالي کوم ، دلته په ډيرو په زړه پورو موضوعاتو باندې خبرې کيږي چې ځما دپاره د د لچسپې دي٠
که خداۍ کوله په ځينو بحثونو کې به له تا سو سره په ډيره مينه ګډون وکړم٠
په درناوي، فاروق
مننه
Anonymous
02.10.2005
قدرمن ورور ښاغلی واحد مېلمه او ګران ورور فاروق خان !
سلامونه او ښې چارې .
له ماسره د موضوع د همغاړیتوب له امله یوه نړۍ مننه ، خو دا چې تاسو د رښتینو ژورنالیستانو د کار د څرنګوالي په اړه کومې څرګندونې کړي ، زه هم له تاسو سره خپل اند شریکوم .ما نږدې ۴۰ کاله د افغانستان په مطبوعاتو کې پر همدغه روحیه کار کړی او اوس هم په دې باور یم چې خپلواک او بې پرې ژورنالیستان دنده لري چې د ګروهو او اندېښنو له بېلا بېلو اړخونو سره په مرکو او رپوټونو کې رښتیا راڅرګند کړی ، خو دلته زما خبره او زما اعتراض په دې کې و چې ما له ښاغلي بابک سره کومه مرکه نده کړې ، زه له ښاغلي بابک سره له نږدې پېژنم او موږ یو وخت د افغانستان په مطبوعاتو کې یو ځای کار کاوه ، که زه کومه مرکه له نوموړي سره ولرم هغه به لومړی په خپلې خپرونې او سایټ کې د (( خپلواکۍ خپرونې )) کې خپره کړم ،لکه دا نورې په لسګونو مرکې چې ما او د خپلواکی د فرهنګي خپرونې ژورنالیستانو تر اوسه له بېلا بېلو افغانانو سره ترسره کړي .
له تېرو او دغو اوسنیو څوجملو څخه زما موخه یوازې د یوې خبرتیا خپرول و او بس .
د افغاني ملی او رښتیني ژورنالیزم د لا پیاوړتیا او پراختیا په هیله
هېواددوست
hewaddost
Anonymous
03.10.2005
da bal da noom karwalloya gona da