د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ساينس او د دين معضله ٠ خلقت اوايجاد


ع کريم حليمي
29.09.2005

ساينس او دين معضله ٠ خلقت اوايجاد

ايمان ،عقيده ،اعتقاد يو باوردۍ چه پنځه حواس او ساينس ئې همېشه نه مني ٠ چه دا يوه سخته معضله ده ٠ چه دا دغسي ده دا ټول عمر ،هم به وي په اينده کي ٠ يعني د وخت له شروع څخه ٠ په لفظي ډول ( literally )
ډيره سخته ده چه يو رد اوبل انتخاب کړي ځيني خلګ ٠ ولي چه يو واقعيت، بل يو ساينس چه فوق لعاده منطق، استدلا ل لري اودين چه دۍ باور دۍ ،او هم هيله، اميد دۍ ٠ نو دغه د پيدا يښت، جوړښت، دنړۍ پيدايښت، تخليق كټ مټ قياسونه فرضيې دي(Big Bang )او باور بيا يو ممتاز ماورا فوق لعاده واقعي فکر دۍ ٠ انسان په جواب پسي ګرځي اودين يو واضع اود عقل سره برابر جواب نه راکوي ولي چه دا هم يو امتحان دۍ ٠ او د ساينس سره جواب نسته ٠ (دخلقت ) چه دغه نو سخت حالت دۍ ٠ اوس نو دواړو موږ غيري مساوي فقط انحصارکړي يو٠ او قضاوت كول، اټكلول، فيصله كول ډيرو ته مشكل او ګران کار دۍ ٠ ولي چه سيرت ، اخلاقيات اجازه نه راکوي ( ديني غوره توب )

مثلا ملحد به دساينس نسخه مني ، او يو د بار شخص چه په بد حال اخته وي دا امېد لري چه يوه ورڅ به ژوند ښه سي ٠ دغه نو معنا الله چه باور او هيله ، اميد ٠ ځكه نو ، په دې دليل ، له دې امله ، په نتيجه كى دين د اعتماد، باوراودباوروړ، دويساوړ، دډاډوړ وګرځي ٠

او نوهغه څوک چه د دين او ساينس په مينځ کښي بند وي او غواړي چه واضح فيصله، قضاوت وکړي په عادي او طبعي ډول ٠په خواشينى او بدمر غي به ووايم چه دخپل محيط تحت تاثير ه به وي ٠ په هر صورت دغه محيط به ياواليدين ،معلم ،مسجد،دورګواره ،کليسا ،تکيه خانه ،درمسال اومطبوعات وي

نو که څوک د ساينس د تيورۍ په عقيده باور ولري ٠ نوپه ژوند کښي به و مشکلاتو ته يوازي وي او د کومک اميد به نه لري ٠ او سرګردانه او لالهانده به په ژوند کښي ګرځي د سرګردانۍ مطلب دا چه کوم د کومک اميد به نه لري ٠ له خپل خالق څه !


Anonymous
29.09.2005

حليمي صيب ښه دی چې تاسې داسې يوه مسله طرحه کړې ده. په داسې مسلو بحث ډير ښه دی اوبايد ذهنونه روښانه شي. خو که بل چا داسې سوالونه کړي وای نو دستي به ورباندي دالحاد يا خلقي پرچمي تورونه لګيدلي وای. زموږ په ټولنه کې به کم يا زيات ازادي راشي خو دمذهبي مسلو په اړه بحث ملايانو ځانته انحصارکړی دی اوکه نورداسې مسلې مطرح کړي هغه دغرض نه ډکې بولې او ډيرژر ورباندې دکفر ټاپه لګوي. خو په هرحال اصل مطلب ته :
تاسې ليکلي ((((( بل يو ساينس چه فوق لعاده منطق، استدلا ل لري اودين چه دۍ باور دۍ ،او هم هيله، اميد دۍ ٠ نو دغه د پيدا يښت، جوړښت، دنړۍ پيدايښت، تخليق كټ مټ قياسونه فرضيې دي(Big Bang )او باور بيا يو ودين چه دۍ باور دۍ ،او هم هيله، اميد دۍ ٠ نو دغه د پيدا يښت، جوړښت،نو که څوک د ساينس د تيورۍ په عقيده باور ولري ٠ نوپه ژوند کښي به و مشکلاتو ته يوازي وي او د کومک اميد به نه لري ٠ او سرګردانه او لالهانده به په ژوند کښي ګرځي د سرګردانۍ مطلب دا چه کوم د کومک اميد به نه لري ٠ له خپل خالق څه !)))))
اوبيا مو فرمايلي:
((( اودين يو واضع اود عقل سره برابر جواب نه راکوي ولي چه دا هم يو امتحان دۍ ٠ او د ساينس سره جواب نسته ٠ (دخلقت ) چه دغه نو سخت حالت دۍ ٠ اوس نو دواړو موږ غيري مساوي فقط انحصارکړي يو٠ ) )))
تاسي دساينس پلويان خورا دزړه سوی بللي چې ګوندې نشي کولای کله دپوښتنې ځواب پيداکړي. همداسې ده؟؟حليمي صيب د ساينس موضوعات تکاملي بڼه لري څيړل کيږي، پرمختګ کوي ، بشپړتيا مومي او اخر حقيقيت رابرسيره کيږي.حوصيله غواړي ،مذهب نه مرسته نه غواړي. دادسرګردانه او لالهاند مانا نه ورکوي لکه چې تاسې ورته اشاره کړيده. که مو يوازې مذهبي تشريحات منلي وای نو نن به نه طب وای او نه الوتکه. نه به چا باران پيژندلای او نه به دهوا وړاند وينه. ځکه ملايانو داټول يوازې دخدای(ج) کار باله اوبس.

تاسې له يوې خوا دين ملامتوی چې دعقل سره برار ځواب نه راکوي خو سمدستي بيا دهغه په ملاتړ راولاړيږی او وايي چې دا يو امتحان دی. خو پوه نشوم امتحان دچانه؟ او ولي؟
بيا مو ليکلي:
((( فيصله كول ډيرو ته مشكل او ګران کار دۍ ٠اټكلول، فيصله كول ډيرو ته مشكل او ګران کار دۍ ٠ ولي چه سيرت ، اخلاقيات اجازه نه راکوي ( ديني غوره توب ) )))

حليمي صيب !! ساينس داخلاقياتو پسې نه ګرځي. دبيلګې په توګه: په طب کې يو ه ښځه لوڅيږي ، ژوندی يا مړه. جنسي ارګانونه يې معاينه او هم معالجه کيږي. دا يوغيراخلاقي کار دی چې نر يا ښځه دې لوڅ شي خو ساينس په خپل قاموس کې شرم او حيا ، اخلاقيات او نه اخلاقيات نه لري.
ساينس ځواب ورکوي خو منل يې دهرچا خپل کاردی. څوک په يو ه مذهبي عقيده دی او څوک په بله . خو ساينس بې طرفه په مخ ځي او ددې يا هغې ډلې په عقېدې کومه پروا نه کوي. ازاد دی او ازاد به مخ ته روان وي.



ع کريم حليمي
30.09.2005

محترم مورګه وال صاحب سلام !
[quote:cb0388dfa7]ساينس داخلاقياتو پسې نه ګرځي. دبيلګې په توګه: په طب کې يو ه ښځه لوڅيږي ، ژوندی يا مړه. جنسي ارګانونه يې معاينه او هم معالجه کيږي. دا يوغيراخلاقي کار دی چې نر يا ښځه دې لوڅ شي خو ساينس په خپل قاموس کې شرم او حيا ، اخلاقيات او نه اخلاقيات نه لري. [/quote:cb0388dfa7]
اول دغه به دغه جمله برته درواخله ٠
دا معناچه ټوله ساينټسټان بد اخلاقه دي ؟؟؟
[quote:cb0388dfa7]ساينس داخلاقياتو پسې نه ګرځي[/quote:cb0388dfa7]
دا ستاسو فکر درته وايي ٠او که اصلأ داسي ده ؟؟؟؟
[quote:cb0388dfa7]په طب کې يو ه ښځه لوڅيږي ، ژوندی يا مړه. جنسي ارګانونه يې معاينه او هم معالجه کيږي [/quote:cb0388dfa7]
په اصولو کښي دې ته بد اخلاقي نه ويل کيږي ٠
که داستاسو فکري وي که د بل ! تجدد نظر پروکه !!!! ناپوهي عيب نه ده !!
که تاسو قصدأ دا ليکلي وي ٠ نو بيا عيب دۍ ٠
[quote:cb0388dfa7]ساينس په خپل قاموس کې شرم او حيا ، اخلاقيات او نه اخلاقيات نه لري[/quote:cb0388dfa7] هو ! په اسلامي ساينس (علم ،organized knowledge )کښي هم حيا نسته ٠ اما ساينس اخلاقوته اشد ضرورت لري !!!
هر مسلک ،کار ،مؤسسه،نظام،پاڅون ،ټولنه ، موټرواني ،طب،٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ اخلاق لري ٠ !!!!
اول دغه خبره راسره پاکه کړه انشاالله پرساينس، الحاد،خلقي ،پرچمي ،ټاپه لګولو به بيا خبري او بحث سره وکړو ٠


Science is not possible without any concepts.

Anonymous
30.09.2005

salam kwom.'
Albert Anstein says)= every reall Scientist must keep and is necessory to have ties with a religion believes.


Anonymous
30.09.2005

اوس دخپل ځان ښه رسوا اوڅرګند کړ ٠

[quote:57fc2f78e7="کوشان"]Religion ist für die, die Angst haben in die Hölle zu kommen, Spiritualität ist für die, die schon dort waren.

Walter Lechler[/quote:57fc2f78e7]


Anonymous
30.09.2005

حليمي صيب سلامونه ومنی
له بده مرغه داسې ښکاري چې تاسې زما د ليکنې په ژبه سم پوه شوي نه ياست.
ستاسې داجمله چې ((دا معناچه ټوله ساينټسټان بد اخلاقه دي ؟؟؟ ))څرګندوي چې يا مو خپله ليکنه له ياده وتلي او بيا مو نه ده لوستې او يا مو زما ليکنه سمه نه ده لوستې او ورباندې پوه شوي نه ياست. تاسې دموضوع تل ته نه ياست تللي اويوازې سرکب بحث کوی. که په داډول ليکنو کې علمي روش غوره کړی ډير به ښه وي. ځکه داعلمي بحث دی. له بده مرغه ستاسې ډيرې ليکني دموضوع له ريښوڅخه خبرې نه کوي اودژور تحليل نه بې برخې دي. هدف له پاسنۍ جملې ډير روښانه و. خبره د ساينس وه ، نه دساينس پوهانو. که يوځل بيا ليکنې ولولی سم به ورباندې پوه شی چې هدف چيرته دی. ما ليکلي چې ساينس داخلاقياتو په نوم کوم څه نه پيژني، هره پديده څيړي، تجزيه کوي يي ، او نتيجه ترې راوباسي.
دلته ماته ستاسې دليکنې څخه يو فکر راپورته شو او هغه داچې ستاپه نظر اخلاقيات څه شی دی؟ ايا اخلاقيات مطلق دي که نسبي؟؟
په هرحال که يوځل بيا خپله ليکنه اوزما ليکنه ولولی ډير مسايل به تاسې ته روښانه شي، اوبحث به خپل اصلي مسير ته بيرته ستون شي.



ع کريم حليمي
01.10.2005

مورګه وال صيب ستاسو عليکم السلام و رحمه الله و برکاته ٠
او زما سلامونه هم ومنۍ !
[quote:7f6c564774]دلته ماته ستاسې دليکنې څخه يو فکر راپورته شو او هغه داچې ستاپه نظر اخلاقيات څه شی دی؟ [/quote:7f6c564774]
1 )اخلاق په موضع اړه لري ٠
a ) معنوي کودونه
b ) ښه سلوک
c ) ښه روحيه د خلګو سره
d ) هغه کودونه چه اجرايه قوه قلب وي
e ) هغه بردخورد چې د ټولو لپاره د منلو وړوي
2 ) اخلاق د شرعي له نګا
a (تعريف
ټوله ارزښتونه ،ارمانونه چه حاکميت د حيات پر هره جنبه د بشر ي روابطو ، اجتماعي او فردي چه اسلام په روښانه او شفافه ډول توصيه او تاکيدکړي وي
اصول اخلاقي دي ٠
B ) تعريف
اخلاق جمع د خُلْق ده ٠ خُلُق په معنا د نمود،وضع، صورت دۍ چه انسانان ئې په سترګو ويني ،او خُلُق داخلي صفات دي لکه انسان چه په سترګوليدل کوي ، خُلُق په معنا د قوا ، سجه او دروني صفاتوڅخه دي چه د زړه په سترګو ليدل کيږي ٠ ويلي شو چه اخلاق مجموعه د باطني صفاتو چه د انسان څخه په اعمالو کښي قيام کوي
نو اخلاق هم ورته ويل کيږي ٠
[quote:7f6c564774]ايا اخلاقيات مطلق دي که نسبي؟؟ [/quote:7f6c564774]
هو صاحبه اخلاق نسبي دي ٠ لکه نور هر څه چه نسبي دي !
[quote:7f6c564774]ساينس موضوعات تکاملي بڼه لري څيړل کيږي، پرمختګ کوي ، بشپړتيا مومي او اخر حقيقيت رابرسيره کيږي.حوصيله غواړي ،مذهب نه مرسته نه غواړي.[/quote:7f6c564774]
سمه خبره ده ٠ د ساينس په تکامل کښي شک نسته ٠ ساينس هر شي ته جواب نسي
پيداکولي ٠ ولي چه طبيعت ډير دانا دۍ ٠ طب چه د چچک پر مرض کاميابي پيدا کوي ٠ نو طبيعت دستي په دسي HIV/AIDS مرض راواستوي ٠ او ساينس 30 کاله
اخته وي ٠ ٠٠٠٠٠٠ او تازه تازه نوينزي کاغذ پېچه نور سرپرسر
ساينس [quote:7f6c564774]بشپړتيا مومي او اخر حقيقيت رابرسيره کيږي.حوصيله غواړي ،مذهب نه مرسته نه غواړي.[/quote:7f6c564774]
نو مذهب بياکله له ساينس څه کومک غوښتي دۍ ٠ ؟؟؟
دا دوه جلاجلا مفهومه دي ٠د يوه نقش روحانيت دۍ اودبل نقش اوحدف اختراعات دي ٠ هو انسان دواړو ته ضرورت لري اول مذهب ته ! او په دوهمه درجه کښي ساينس ته ! ساينس به همېشه سرګدانه او لالهانده وي ٠ چه يو حل پيدا کوي
نو طبيعت بل مشکل را استوي ٠ دانده ؟؟؟؟
اسماني کتاب به همېشه لور وي تر ساينسي کتاونو ٠
اروپاد لوړ ساينس خاونده ده ٠ اما د بايبل قدر ډير دۍ ٠ د ګيميا تر کتاب !
هر اسماني کتاب د چوپان پر لاس راغلي ٠ او هر ساينټسټ قدر لري ٠
اوکه ساينټسټ د چوپانانو کتاب و نه مني نو بيا کافر (ګمراه) سوو ٠
د هر ملحد ،چپي څخه ټوله نړۍ بد وړي ٠ نو نه وينئ چه اکثره فلاسفه اسماني اخلاق
مني ٠هر رئيس جمهور په کليساکښي ولاړ وي ٠
[quote:7f6c564774]تاسې له يوې خوا دين ملامتوی چې دعقل سره برار ځواب نه راکوي خو سمدستي بيا دهغه په ملاتړ راولاړيږی او وايي چې دا يو امتحان دی. خو پوه نشوم امتحان دچانه؟ او ولي؟ [/quote:7f6c564774]
ملامته وم ئې نه ٠ ژوند دۍ امتحان ٠ تعريف ته ضرورت نه لري !
[quote:7f6c564774]نن به نه طب وای او نه الوتکه. نه به چا باران پيژندلای او نه به دهوا وړاند وينه. ځکه ملايانو داټول يوازې دخدای(ج) کار باله اوبس[/quote:7f6c564774]
يو د طبيبانو څخه به ابن سينا وو ٠ تر ديرلسم قرنه په اروپاکښي د جيالوجي د علم مرجع د ابن سينا رساله وه ٠
دخدای(ج) کار باله ٠ داجمله پره خوا کشېدای سي ٠ نه پوهېږمچه څه مطلب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more