د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايا ژبه سوچه کيدای شي

Anonymous
25.09.2005

ځينو دوستانو په ټول افغان کې د پښتو د سوچه کيدو لپاره تر دې حده افراط پيل کړی چې په شعر کې هم د بلې ژبې تورې نه غواړي . ليکن ستاسو په فکر په نننۍ نړۍ کې ژبه په سلو کې سل سوچه کيدای شي ؟
ايرانيان چې ټول دولت ، تيل او سرمايه ورسره ده له ډيره وخته هڅه کوي خو شل يې نه کړه ، عربان چې تر ټولو غني ژبه لري هم اړ شوي چې پردي توري ومني ، انګريزي خو ده لکه اردو د نورو ژبو ګډوله ، په دې حساب ولې پښتو داسې لنډه تنګه او بې خونده کړو چې په غوږ ښه نه لګيدونکي توري تش په توره ورزيات کړو ، راديو غږ دبلی کړو ، ايس کريم سوړ پۍ او ځلوبۍ کږه وږه خوږه .


Anonymous
28.09.2005

سلام ع. افغان !
وروره داسې معلوميږي چې اصلا ته د ژبپوهنې له اصولو سره نابلده يې ، او داسې معلوميږي چې په دې برخه کې لومړنۍ سواد هم نه لرې ، ځکه که سواد دې درلودای نو دا پوښتنه به دې په دې ډول نه وړاندې کولی . چې راډيو ته غږ دبلی او يا ايسکريم ته .... ويل کيږي . ته به مهرباني وکړې وبه وايې چې په کوم کتاب يا سند کې ستا ادعا شوي کلمې راغلی دي . ستا پورتنۍ ادعاوې يوازې د کابل د کوڅو د څو اوباشانو معتصبو او سکتارستو کسانو خبرې دي چې د پښتو په ضد يې کوي ، او تا هم هغه کټ مټ د يوې علمي موضوع د رد له پاره راوړې دي .
ا صلي موضوع داسې ده چې د نړی پر مخ هره ژوندی ژبه د زمانې په بيلابيلو پړاونو کې وده او پر مختګ کوي او داپرمختګ په درې پړاونو کې صورت مومي .
1_ نيو لوجيزم : په ژبه کې نوي لغتونه جوړيږي چې په پښتو کې هم دا لړۍ په پوره برياليتوب روانه ده او ډير ه ښه نتيجه يې هم ورکړې ده . بيلګه يې داده :
پيشنهاد _ وړانديز
عمومي انتخابات _ ټول ټاکنې ، ريس جمهور _ ولس مشر ، غير منسلک _ نا پيلي ،
پوهنتون ، پوهنځی ، درملتون ، تم ځای ، روغتون ،ولسوال ، ولسوالۍ ، څارنوالۍ ، الوتکه ، توغندی ، بريښنا ................
او داسې نور په لسګونو او سل ګونو لغتونه . دا کار ايرا نيانو هم کړی : سرحد _ مرز ، بايسکل _ دو چرخه ، دانشګاه ، داانشکده او داسې نور . کيداۍ شي ځنې يې ستا په خبره سم نه وي چې سم نه وي او په غوږونو ښه ونه لګيږي ، هغه پخپله ژبې ته لاره نه شي پيدا کولی .
2_ ارکيإلوجيزم : ژبه د خپل ژوند په پړاو کې ځنې لغتونه له لاسه ورکوي ، خود اړتيا په وخت کې کيدای شي له هغو نه بيا استفاده وشي چې دا کار ګوهر صيب ډير ښه پر مخ بيولی دی .
3_ طبعي خبره ده چې د نوې ټکنالوژۍ په راتګ سره يو شمېر زيات لغتونه له بهرنيوژبو څخه هم ر اخلي او هغه د خپلې ژبې په چوکاټ کې ځای په ځای کوي .
لکه : کمپيوټر ، موټر ، تندر ، بريک ، اشترنګ ، ډيرور ، کلنډر ، صندوق او داسې نور .
هيله ده چې ته د پسرلي صيب په شعر کې د فارسي د زياتو کلماتو په راوړلو ، نيوکې باندې ، دومره په غوصه نه شې چې اوس د پښتو د سوچه کيدو په روان بهير باندې ريشخند او يا تمسخر ووهی . په ډير احترام


ميلمه ته

Anonymous
29.09.2005

ګرانه ميلمه
د سپكاوي دې نه پوهيږم څه ووايم خو تاسو داسې ځان ښكاره كوئ لكه په ژپه چې ډير پوهيږئ .
ستاسو دغه ځينې لغتونه ښه خوندور دي ، ليكن بايد درته ووايم چې هر لغت هم څوك نه شي جوړولى يا هر لغت ته هم څوك خپل تورى نه شي پيداكولى ، زما ټول بحث دا دى چې په ژبه كې دې افراط نه كيږي . ګوهر د دې دپاره چې هر څه پښتو كړي وايي چې پلانى او پلانى ښكر په ښكر شول ، ايا انسان هم د حيوان په شان ښكر ور دى ؟
پاتې شوه د سوړ پۍ خبره دي نو دا د كابل د ملنډبازانو كار نه دى چې ستاسو په شان ملنډي وهي بلكه د استاد زيار كتابونه پرې ډك دي .
د استاد زيار او لطيف جان بابي كتابونه او د ګوهر ارشادات د ژبې مسخره كول دي .


Anonymous
29.09.2005

سلامونه غ .افغانه !
وروه لږ په خپل ګريوان کې سر ښکته کړه ! ستا د ستر استاذ په شعر کې چې چشمان ، ګورستان ، د حسن بيدادونه او داسې نور لغتونه تر نيوکو لاندې راغلل نو ته دومره عصبي شوې چې سم دم د ژبې دپرمختګ په علمي بهير دې ملنډې پيل کړې خو تاسو چې په زيار صيب ، ګوهر صيب او بابي صيب باندې نيوکې کوی نو بيا خو تاسو ته هيڅ ارزښت نه لري . خو په دې پوه شه چې د نوموړو کسانو خدمت به سل کاله وروسته هم څوک هير نه شي کړی ، البته د هغوي په کار کې به نيمګړتياوې وي خو ډير څه هم په کې شته چې د ژبې په درد خوري . پاتې شوه د ګوهر صيب د ښکر په ښکر خبره ! نه پوهيږم چې تاسو به دښار په کومه برخه کې رالوي شوي ياستی ، دا خبره مې ځکه وکړه چې په کليوالي ژبه کې دا ډول خبرې ډيرې زياتې دي :
_ پلانکی او پلانکی سره ښکر په ښکر شوي خدای دې خير کړي څه به ورنه جوړيږي ؟ دا ډول کنايې عموما ددوکسو تر منځ ديوې لانجې په وخت کې ويل کيږي او ګوهر صيب چې کله دا خبره د بي بي سي راډيو نه وکړه نو د ولس د پوهاوي له پاره ډيره په ځای خبره وه . ځکه هغه ويلي وو چې مجاهدينو څو ډلې په خپلو کې ښکر په ښکر شوي . معنی يې دا وه چې په خپلو کې سره په جګړه اوښتي خو دا چې ستاسو غوندې کسان ور باندې نه پوهيږي ، او يا په ځای او سمه خبره منفي لور ته توجيه کوي په دې کې د ګوهر صيب څه ګناه نه ده ؟


ميلمه

Anonymous
29.09.2005

ميلمه ګله
سلامونه
لطفآ په پښتنو کې ستا او زما خبره مه راوله ، که هر استاد ستر دی که کشر دی ستا او زما دی .
پاته شوه د ښکر په ښکر کيدو مسله نو صاحبه دا درسره منم چې کليوال په تيره بيا د ختيځو ولايتونو او پښتونخواه پښتانۀ يې وايي ليکن کليوال دې ښکنځلې هم کوي ايا په راديو او ورځپاڼه کې به ځای ورکړې چې عادي پښتانۀ په مطلب ښه پوه شي ؟
زۀ نه پسرلی مخامخ پېژنم نه ګوهر او زيار ليکن دغو ټولو ته درناوی لرم او دا هم وايم چې افراط ښه نه دی ، که هغه مذهبي وي لکه د طالبانو يا د ژبې په برخه کې وي لکه په دې ټول افغان کې چې ځينو ښاغلو ورته ملا تړلې ده .
له تاسو نه يوه بله هيله هم کوم دا خپل نوم وليکئ تر کله به د ميلمه په پټو کې پټ ياست !


Anonymous
30.09.2005

سلامونه !
غروال افغان صيب ! که تاسو خپل اصلي نوم وليکه نو زه به هم خپل نوم درته وليکم . خو خبره په نامه کې نه ده ، خبره په منطق او استدلال کې ده . تاسو چې څه ليکلي او ما چې څه ليکلي په هغو به دټول افغان لوستونکي قضاوت وکړي . زما او ستا په منطق کې د ځمکې او اسمان تر منځ واټن دی ، ځنې کسان چې په نړيوالو راډيو ګانو کې کار کوي نو کاذبانه فکر کوي چې دنړۍ پر مخ به ددووي نه تکړه څوک نه وي ، ځکه کيدای شي يو څو کسو خو شامندګرکو د هغوي بې ځايه تعريفونه کړي او په لوي لاس يې ورنه فيلوسوف جوړ کړی وي ، خو حقيقت داسې نه دی ، ګنج په ويرانه کې وي . بله خبره داده چې هر څوک په خپل مسلک کې صلاحيت لري نه داسې چې غير تخصصي ژورنالست کيني او د ژبوهنې د علم په اړه ګډې وډې وليکي ، ښه به دا وي چې دا کار دمسلک خاوندانو ته وسپارو .پښتو يوه ده خو لهجې سره توپير لري . په پښتو کې ددرې عمده لهجې دي ، يوه د شرقي زون د پښتونخوا په شمول ، دويمه د لويې پکتيا او دريمه يې د قندهار د کويټې په شمول .
نو کله چې د ګوهر صيب غوندې يو وياند خبرونه وايي هغه مجبور دی چې د خپلې سيمې لهجه وکاروي ، لکه يو غزنچی يا قندوزی چې د خپلې سيمې لهجې کاروي . فکر کوم زما په مطلب به پوه شوی يې !!!!!! په در ناوې .


ميلمه

Anonymous
30.09.2005

سلام
صاحبه ستا په مطلب نه يم پوی شوی ځکه چې ته شف شف کوې او شفتالو نه وايې
نړيوالې راديوګانې يې زما و ستا له خبرو سره څه ، هلته هسې هم د ګوهر په شان ښکر په ښکر شوي دي ږ
د قندوز او غزني په مطلب مو پوی نه شوم ځکه چې په قندوس کې کومه پښتو لهجه لا ما نه ده اوريدلې د شمال ټول پښتانۀ خپله لهجه لکه چې نه لري
پاتې شو زما نوم ما شل ځلې وويل چې زما نوم غروال دی ، تخلص مې د اروپايانو په برکت افغان شو او اوسيږم په هالند کې خو ګرځم راګرځمږ اوس ستاسو د شهرت په انتظار يم


Anonymous
01.10.2005

سلامونه !
معلوميږي چې اصلي موضوع ( ژبه سوچه کيدای شي ؟ ) پاتې شوه او خبره بل پلوته لاړه . خو زه به دومره درته ووايم هغه ليکنې چې په ټول افغان کې تاسو ورکړي هغه موږ له يوې نړيوالې راډيو نه ستاسو په غږ کې اوريدلي چې دا ستا د شهرت ثبوت دی ، نو ځکه زه درته وايم چې ته غروال افغان نه يې دا دې مستعار نوم دی او په هالنډ کې هم نه اوسې ، اصلي ځای دې (.......... ) دی . نور دې خو ښه منې يې او که نه ؟
ښه به دا وي چې زه او ته په دې شخصي خبرو ، نور د ټول افغان د لوستونکو وخت ضايع نه کړو . مننه


Anonymous
01.10.2005

ميلمه ګله
ته لکه چې پوره غلط شوی يې
زۀ نه په راديو کې کار کوم او نه په کوم بل ځای کې اوسيږم ، که غواړې لطفآ د تيلې فون نمبر راکړه زه به زنګ درته ووهم چې دا مسله حل شي . هم هغه بيچاره بې غمه شي چې ته يې په خپل فکر کې ساتې او هم به زه تاسو وپېژنم .


نقاد
01.10.2005

په خپلو کې د بحث ، دواړو انډيواﻻنو ته تاوده سلامونه !
ستاسو دواړو موخيځ ښايي پر ځای وي ، په تيره بيا د ميلمه ، خو په خبرو کې سره پوهاوی ښودل او بيلونه دواړه د بريالتوب اړين شرط دی :
ورونو د ژبې سوچه کول او کچه کول دوه مخالف بهيرونه دي چې د يوه وده د بل مخه نيسي ! د بلې ژبې وييځونه
کارول د هغې ژبې اغيزاو برلاسی منل دي چې پر يوه هيواد کې د اړتيا تر پولو پورې يې اړينتيا روښانه او پر ځای ده .خو خبره بايد په د ې کې نه وي چې مونږ ولې بايد هغه دري او عربي وييځونه وکارؤ چې په پښتو کې ورته خپل وييځونه ونه لرو. بلکې د ټينګا وړ خبره برعکس ده چې [color=white:903d5c8de1]مونږ ولې بايد هغه نور ژبي وييځونه وکارؤ چې د پښتو خپل ژبي وييځونه ورته لرو ؟ [/color:903d5c8de1] د ژبې کچه توب دلته دی چې خپلژبي وييځونه پريږدو او بل ژبي هغه کارؤ، او سوچه توب يې دادی ، تر کومه چې پښتو خپل وييځونه لري ، پردي ژبي ييځونه دې نه کارول کيږي او تر هغه ځايه پورې دې ژبه سوچه وساتل شي!
پاتې شوه هغه برخه چې خپل وييخونه ورته نه لرو او نيو لوژي ته په کې اړتيا ليدله کيږي .دلته دا بره سمه و پر ځای ده چې مونږ د ټولو پرديو وييځونو پر ځای نوي پښتو وييځونه نه جوړول غواړو او نه ورته اړتيا شته ، په تيربيا علمي او تخنيکي وييځونه لکه راديو،موټر ، لوګاريزم ، فلسفه رياضي ( شمير پوهنه سمه نه ده) او داسې نور دود شوي وييځونه! خو په دې سربيره (نه برڅيره) پراخه ډانه د نويو وييځونو د جوړولو له پاره شته او اړينه بريښي چې پښتونيولوژي ورته کار وکړي.که د پوهنتون، پوهنځي ، پوهندوی پوهنمل او پوهاند ادغه راز جګړن ، تورن ،ډګرمن ، ډګروال ، او دهغو ی ډلهييزې درجو ته مو د بريد _، تورن ـ ، ډګر او ستر مختاړي نه درلودای ، چې د ارواښاد وهاند رښتين صيب د نيلويکې کواندتيا بي سارې ﻻسته راوړنې دي، نو د ژبې کچه توب په بهير به د فاکولتو ، دانشکده ، مانشکده او له داسې نورو کده کده په ايراني ککړتيا او پلنديو کې ښکيل پاتې وو.
دا د ژبه ييزې آزادۍ او پراختيا بهير دی، بايد وهڅول شي ، ملاتړ يې وشي او سخت درناوی ورته ولرو، بي له دې چې ژبه پرې مصنوعي کړو.


mailma

Anonymous
02.10.2005

مېلمه پته دي ونه لګيده
زه ځم افغانستان ته هلته به انټرنيټ نه وي که و خبرې به کوو که نه و ٥ مياشتې پس به ګورو .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more