نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
برېښیزه سوداګرۍ په اسیایی هېوادوکې
Hamim
25.09.2005
:From
E-Commerce in the Asian Context ==========================
Selected Case Studies
سوداګریزه لړۍ۱-
ژباړه: هدایت الله همیم وردګ Kabul
===================
د پیل خبرې
=======
نړیوال پرمختیایی څېړنې منځی ( IDRC) ویاړي،چې د آسیاد شمالي سوېل ټولنې ـ سنګاپورـ له مطالعاتو(IDRS) سره ددغوټوک خپروونکی دی.
د IDRC ,دPan آسیایی جالونې پروګرام ،چې ددغوکارملاتړی دی،له خبرتیاوو اوټیکنالوجیکي اړیکو (ICT) سره د پرمختیالپاره په سېمه کې له یوې لسیزې راهیسې ګډ دی.
ډېرمخکې د G اتوهېوادوګڼیال ونډول "وموند".
PAN په شمال اوشمالي سوېل کې له نوښتګروسره لاس یوکړ،چې د خبرتیایی سوداګرۍ په ډګرکې ورسره مرسته وکړي، ټولنواوډلوته وړاندې خوځښت ورکړي.د Pan آسیایی جالونې مرستې په دغوسېمه کې له ۱۹۹۴ څخه پیل او ترننه پورې راغځېدلې ده ، د زیات فعالیت سېمه د آسیا ICT نوښتګرې سېمې پاتې شوې، چې له بېوزلوسره مرسته اوټولینزه سېمواوسوداګریزه ټولنې ودانې کړي.
لنډیزونه
=====
آسیایی سوله غوښتونکی سوداګریزګډ-عملیات APEC
د آسیاشمالي سوېل اولسونوټولنه ASEAN
کاریال پالنې برابروونی ASP
سوداګرۍ –نه- سوداګرۍ ته B2B
سوداګرۍ –نه- استهلاک ته B2C
سواګریزه پرمختیایی پالنې BDS
دخلکوچارواورعیتي ټیکنالوجۍ لپاره ،چاروبرېونلی کونسیل CAPART
ټولنې – بنسټیزه سازمان CBO
كېښكلي ټيكلي - يوازلوستنى ياد CD-ROM
ګڼیاله څېرمه - لیک لیکه DSL
سرپاڼ -خپرنیزه DTP
برېښیز اومتوک خپلبدلون EDI
بهرنۍ مرستو(کړن لارو) زوراچول FCRA
بهرنۍ نېغه پانګه اچونه FDI
دهندي مایکرواتحادیه کوچني اومنځوۍ پانګۍ اچونې FISME
دحرفوي سازمان پرمختیا FOOD
حکومتي لاسي اوبدل او روزنیزمنځی GHTC
خبرتیایی او اړیکیزه ټیکنالوجۍ ICT
دپرمختیايې څېړنې نړیوال مرکز IDRC
روڼ اندوځانتیارښتي IPR
انټرنېټي پالنې برابروونی ISP
خبرتیایی ټیکنالوجي IT
جاپاني او اروپایی ټیکنالوجۍ مطالعه JETS
کیلوبایټ (ک.ب) KB
هره سانیه کیلوبېټ Kbps
ځ.س.ج (ځايي سيمې جال) LAN
ځایي ځومبک همغږوال LCC
هره سانیه مېګابېټ Mbps
لیک استولوغونډال MOS
دساینس او ټیکنالوجۍ وزارت MOST
دساینس ټیکنالوجۍ اوچاپېریال وزارت MOSTE
دسوداګرۍ وزارت MOT
د ډاګ اواړیکنیووزارت MPT
ډېره کوچنۍ ،کوچنۍ ،اومنځوۍ پانګه اچونه MSME
دشمالي اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) MATO
د پلان جوړونې اواېبرې پرمختیاملي مرکز NCDPD
غیرحکومتي سازمان NGO
دساینس او ټیکنالوجۍ پالیسي اوتګلارې مطالعاتو، ملي ټولنه NISTPASS
دسپما خبرتیاووملي دوتر ( اوس د اسټرالیا حکومت خبرتیایي سمبالښت دوتر) NOIE
دکاناډا څېړنیزملي ټولنه NRC
د سوداګرۍ ملګرتیا اوپرمختیاسازمان OECD
پرانېستې سرچینې معیارونه OSS
د PAN آسیایي جالونه PAN
ځاني سولګر PC
د فلپین مطالعاتو پرمختیاټولنه PIDS
د انټرنېټ له لارې دکرهڼې پالنوته لاسرسی RASI
ځایي ژبې مرکز RELC
د SIDA ملګرتیاڅېړنې څانګه SAREC
دسویډن نړیوالې پرمختیا ګډچلښټ څانګه SIDA
کوچنۍ اومنځوۍ پانګه اچونه SME
د لنډې استوزونې غونډال SMS
د ایالت خپله پانګه SOE
خوندي ساکټونوپوړ SSL
د Saigon _ويتنام_ لرغوني ښارساوتريز لوبغالی SSP
ساینس، ټیکنالوجۍ، اونوښت پالیسي STIP
تلیفوني اړیکوکارونې ډله TEL
نړیوال سوداګریزقانون لپاره د ملګروملتوکمیسیون UNCITRAL
سوداګرۍ اوپرمختیالپاره دملګروملتونومجلس UNCTAD
ملګروملتونوپوهنتون UNU
د امریکا متحده ایالات USA
زیاته شوې مالیه VAT
واقعي کتاب المارۍ VB
واقعي کتاب المارۍ غونډال VBS
خبرتیاووچلښت بهیرونې لپاره ویتنامي ټولنه VCIT
ځایي غزېدلی جال WAN
بې سیمه انټرنېټي پالنې زېرمه WISP
نړیوالې سوداګرۍ سازمان WTO
سریځه
=====
Renald Lafond and Chitali Sinha
==========================
برېښیزه سوداګري(e-commerce) په زیاته پېمانه څېړل شوې اوپرسوداګریزه پوهنوپربنسټ ولاړې لیکنې ترننه پرې شوې.که څه هم په نړیواله کچه تراوسه د برېښیزې سوداګرۍ منښتونه نه دي پېژندل شوي، (د سوداګرۍ ملګرتیا اوپرمختیاسازمان-" OECD" د برېښیزه سوداګرۍ کړنې په لاندې ډول راپېژني:دسوداګرۍ، کورنۍ، وګړیو،حکومتونو،اونوروټولنیز یاځاني سازمانونو ترمنځ د سولګریزه جالونو پرمټ د توکویا پالنو خرڅ یاپلور لارښوونه ده. دتوکواوپالنوراکړه ورکړه پردغوجالونوباندې کېږي،خود توک یاپالنې تادیه اولرې سپارنې ښایې پرلیکه یا نالیکه چلاو وشي.
د برېښیزسوداګرۍ مفهوم آن په اړیکوکې تر پرمختیا،پلورونکوپالنو،ولاړو،او بېلګوکارونګ پورې غزېدلی. که څه هم کله برېښیزه سوداګرۍ دمنښت یا ناګارۍ ازموینې پرمهال، د ټولنیزدود اودستورسره سم دټولنیزه سوداګرۍ تراغېزلاندې د انټرنېټ پرمخ لارښوونې د ي.
د برېښیزه سوداګرۍ لپاره دمنل شوې پېژندنه هغه مهال له ګواښ سره مخ کېږي،چې کله چې د برېښیزه سوداګرۍ څرنګوالی په بېلابېلوهېوادونوکې پرتله شي. دځینوخلکولپاره،برېښیزه سوداګرۍ ترباورلیک کړنې پورې برید لري،چې د پرانټرنېټ یوځانګړی ځای لري.د نوروپه اند برېښیزه سوداګري دپرچون توکویا پالنولپاره دهرې برېښیزه وسیلې کارونه ده.د برېښیزه سوداګرۍ ټول بهیرجړدی بریالیتوب یې ډېره پاملرنه اړینه اوښه نامتووالی پلان جوړونه غواړي .
سوداګري دې ته اړتیالري،چې دخپرېداوړاندې ښه غورپرې وشي،چې کومه اېبره اوپالنې باید وړاندې شي،څرنګه طرحه اودروازه ورته پرانېستل شي،اوخوندېینه یې څرنګه په خپل لاس کې ونیول شي. دوی باید په ځانګړې توګه د زغم نه کارواخلي، خوبرابره او ارزښتناکه خپرېدا،لکه په سېمه کې ټولنیزاوفرهنګي معیارونه،د فنډ په غاړه اخېستلوتګلارې،اودتګلارې ګډون پرمختیا.
"برېښیزه سوداګري " د اسیا د ولاړ اقیانوس په سېمه کې
=====================================
د اسیا ولاړاقیانوس سېمه د برېښیزه سوداګرۍ لپاره دسوداګرۍ دبېلابېلوکچو،سیاسي، اوټیکنالوجیکي کارپېژندنې،او ټینګښت له لامله یوه بېله ځواکمنه سېمه ده. سربېره پرټولو، د برېښیز سوداګریزه کړنوله ۱۹۹۰موراهیسې په زیاتېدو و،که څه هم زیات شمېردغه کړنې دهېوادونوسره په یولاس کې متمرکزې دي. د اسیابرېښیزه سوداګرۍ طبیعي منظرله خپرېدا لرې دی.جاپان چې دنړۍ دوهم ټولولوی سوداګریزهېواد دی،له ۲۷بېلیونه ډالروڅخه د زیاتو پرلیکه عایداتومسؤول په دې سېمه کې دی، یا په اټکلیزه توګه په سلوکې ټولټال ۷۰ .
د برېښیزه سوداګرۍ لپاره څېړنه
=====================
دپرمختیاې څېړنې نړیوال مرکز IDRC یوه کاناډایی ټولنیزه مؤسسه ده،چې د پرمختللیوهېوادونوسره د ساینس او ټیکنالوجۍ په کارولوکې مرسته کوي،چې ټولنیزه سوداګرۍ اودچاپېریال ستونزوته له۱۹۷۰راپه دې خوا ملي حلول ومومي. د برېښیزه سوداګرۍ IDRC ته یوه دکارکولویوه بېلګه ده، لکه چارند مرکزغوندې چې په نوښتونوکې دڅېړنې ملاتړکوي، او د پرمختللیوهېوادونوخبرتیایي سوداګریواوپوهې ته خپرېدای شي.
برېښیزه سوداګري دIDRC دPan اسیایي جالونې (PAN) پرمټ آزمویلی پروګرام برید له برېښیزه تادیې غونډالونوبرابرونې اوباورتیا څخه چې دچاپېریال دننه پالیسۍ مطالعه کړي،چې دکوموبرېښیزه سوداګریوفعالیتونه ډېرچلول شوي.په هغوهېوادونوکې، چې برېښیزه بنسټ اوپالیسۍ نه لري،څېړنه ملاتړوي، PAN په دې باوري دی،چې دځايي څېړنې له ډلو(ټېمونو) سره دخنډونوپه آزمېیښت اوخپرېداسره مرسته وکړي،هغه چې دماڼوګرۍ اوپېلوټۍ پرمهال ورسره مخامخ شوی ولکه د یوې بې جوړې سوداګرۍ بېلګې په توګه.دغه کتاب په اسیاکې دpan پرمټ ملاتړشویوبرېښنايي سوداګریزه څلورپروژې څېړي.
د PANځايي برېښیزه سوداګرۍ راکړې ورکړې سېمه
=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-=-
PAN برېښیزه سوداګرۍ راکړې ورکړې سېمه د برېښیزه سوداګرۍ لپاره سودمنه دروازه نه ده > www.panaseanemall.org <،چې د اسیا د اقیانوس په سېمه کې د پرمختیا ټولنوساتنه وکړي.په سېمه کې یې دغه دپرمختګ ړومبۍ بېلګه وه،چې په بري سره د خوندي برېښناپرمټ تادیې سره دبسپنې ورکونې سره له دیارلسوهېوادو سره په سېمه کې مخ وه ( بنګلادېش،چین،هند،اندونیزیا،لاووس،منګولیا،نیپال، پاکستان، فلپین، سنګاپور، سري لانکا، اوتایلېنډ) په صنعتي بڼه اوهنرسره خپرونې،وېډیوګانې،او كېښكلي ټيكلي – يوازلوستني يادې (CD ROMs)، دغه رېښتنی سېمه ییز برېښیزه سوداګرۍ ځای د ۲۰۰له جون راهیسې چلیږي.د PAN برېښیزه سوداګرۍ راکړې ورکړې سېمه دلوی تړون __IDT4D(پرمختګ لپاره خبرتیایې او اړیکوټیکنالوجۍ ) ګډې کارډلې داندونیزیا پلازمېنه جاکارتا په ASEAN ټولنه کې کوربه توب کړی < http://www.ict4dasean.org/>.
هند: د ماهرو کارګرو د اېبرو نېغ خرڅلاو
\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\
/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/\/
Indiasocial.org د خبرتیاوو او اړیکو ټیکنالوجي (ICTs) کاروي، چې په هندکې دکسب ګرو ډلو اوددوی دپټ ځواک بازارونوترمنځ پول جوړکړي. دغه مخکې بېلې شوې ډلې اوس کولای شي،چې سېمه ییزپوهاوی پرمخ بوځي او ICTs وکاروي،چې دخپلې پراختیا د اغېزناکه ارزښت په توګه پرمختګ وکړي،چې خپلې اېبرې نړیوال پلورنځي ته وړاندې کړي.دکسب ګروڅلورو ډلوپه دې ړومبۍ پروژه کې برخه اخیستې ده.
راپوردIndiansocial.org خلاصه کوي،چې دغوبېلوشویوټولنوته برېښیزه سوداګري بهرکړي اوددې پروژې ځینې بریاوې او ناکامۍ وڅېړي.څلورځایونه تأسیس شوي ديhttp://www.morabadcluster.org ; http://www.saharanpurcluster.org; http://www.chandericluster.org ; اوhttp://www.frozabadcluster.org
هند: پرلیکه سوداګر
''''''''''''''''''''''''
حرفوي سازمان پرمختیا (FOOD), د هند په سوېل کې غیرحکومتي سازمان(NGO) دی چې په بریالیتوب د پرلیکه سوداګرو(برېښیز سوداګرو) پرمټ وازمېیل شوی ،چې اېبریز توکي د کلیوالوښځوګډچلښت اوNGO ګانولپاره پرمخ بوځي.دغه برېښنايي سوداګرپه بشپړه توګه د انټرنېټ په ټیکنالوجۍ او پېرلوپالنه کې وروزل شول،چې کسب ګراوپیرودونکي سره یولاس شي.
FOOD هندي چارځای اود برېښیزه سوداګرۍ دروازه پرلیکه کړه او د هندي پوښاک رازرازوالی، هنر اوجواهریې وځلول.<http://www.xlweb.com/indiashop>
ویتنام: چاپېریال پالیسي
00000000000000000000000000
د برېښیزه سوداګرۍ پرمخ تللوپه موخه، دچاپېریال پالیسي باید د بې ساري عناصروفعالیتونوته ګټور وي. PAN د برېښیزه سوداګرۍ پرمختیا لپاره په ویتنام کې د چاپېریال پالیسۍ مطالعه پیداکړه،چې د اوسنۍ پالیسۍ جوړښت ته نرخ کېږدي، دسوداګرۍ چمتووالی څرګند کړي،چې دبرېښیزه سوداګرۍ فعالیتونه پرمخ بوځي،اود ویتنام حکومت ته ددغوپالیسۍ سپارښتنې وړاندې کړي.
ددغوڅپرکي غټ ټکي دحکومت رول په برېښیزه سوداګرۍ کې دي،چې په تېر۲۰۰۳ کال کې دخبرتیایې ټیکنالوجۍ لپاره دڅانګړې څانګې پرانېستنه اود سوداګرۍ په وزارت کې د برېښیزه سوداګري راګډوي.
په برېښیزه سوداګرۍ کې د تطابق ګواښونه
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
په دغوکتاب کې هرڅپرکی د هغوحالاتو،چې ددواړو:کارشوې برېښیزه بڼې اود پیردونونکو اوپلورونکود ټولنیزه فرهنګي نمونوسره اړه لري، اندازه شوی.سره له دې،چې ځینې ګواښونه په حقیقت کې د هربرېښیز غونډال ته وضع کېږي.دساري په توګه، کله چې د PAN برېښیزه سوداګرۍ راکړې ورکړې سېمه په سنګاپورکې د ځایي دروازې لپاره تاسیس شوه، یوه له آري موخویې داوه،چې د پرلیکه تادیې یوه داسې خوندي بڼه جوړه کړي،چې credit card پکې وکارول شي. دغه دکوډکښنې تخنیکونواړتیاله لامله یو دپام وړګواښ و، اودهغوټولنیزه نورمونوnorms قوانینوشتون،چې ډېرځله یې دداسې پرلیکه سوداګرۍ مخه یې نیوله، اود اسیا آرام سمندرګي ځینې داسې هېوادونه چې د credit card لرونکویوه محدوده شمېره یې درلوده.
د برېښیزه سوداګرۍ رانیونې ډېری ځلې په قانوني توګه د دوکان مخې اکتساب سره بشپړتیامومی،سره له دې ډېرځله دغه برېښیزه رانیونې له دودیزه دوکان مخې چلښت سره سیالي کوي. دارنګه وتنې دودیزه دوکان مخې ګودامونوته وي،لکه بسته بندي،اواېبره په بېړۍ کې لېږدول،چې په ناڅاپي ډول ډېرد اهمیت وړلاملونه ګرځي،چې د اغېزناکه اوګټورې برېښیزې سوداګریزه دروازې جوړونې پام وړګرځي.هغه څېړنه چې په دغو کتاب کې راپورشوې،ددغوبرېښیزه سوداګرۍ د تطابق معیارونوته خوراډېره لیدل کېږي.
په اسیاکې دبرېښیزې سوداګرۍ پراختیا اټکل شوی،چې په پراخه پېمانه به سوداګري پیل شي. په دغوکتاب کې راپورشوې څېړنه دننه لیدنه وړاندې کوي،چې دا تخنیک څنګه شونی دی،چې په کلیوالوجوړښتونوکې په ښه ډول خپل شي، اودتګلارو د پرېکړې برېښیزه سوداګري پرمختګ څنګه اغېزمنولی شي.
یادښت:
*****
۱. OECD د (WPIIS اپرېل ۲۰۰۱) وړاندیزد ژباړې لپاره ښودلیکې .<http://www.oecd.org/dataoecd/34/16/2771174.pdf>
۱.
په برېښیزه سوداګرۍ باندې د کوچنیوکسب ګرواودسازمانونودپرمختګ چار پلټنه
د Pan Asia برېښېزه سوداګري
Aniceto C. Orbeta, Jr.
د نړیوال بانک نړیوال پرمختګ Prospectus (تګلارپاڼه) ۲۰۰۱م کې، دڅلوروعمده استنتاجاتوپه لومړي کې د برېښیزه سوداګرۍ د پرمخ تللیوهېوادوپه ایالتونوکې د مالیې ټاکنې په څپرکي کې راغلي:" په پرمخ تللیوهېوادوکې ملتونونو (کمپنیو )ته پکاردي،چې خپلې ګټې سره ګډې کړي،چې پراختیاترلاسه اوخپلې غوښتنې دبرېښیزه سوداګرۍ سره وغزوي".
ډېروپر دغوڅرګندونه ملنډې وهلې په ځانګړي توګه هغه چې دانټرنېټ ارزښتونه رالوېدلي وو.خوځیرکتونکي پدې ویسادي،چې "هله د نوې سپما دویساینې اوداسې غیرواقعي اسهامو،چې په نوې سپماکې له شرکتونوسره نښلول شوې وي، لوی توپیردی"(Kirkman and Sachs 2001) . که نوې سپماډېرې ګټې پرمختلونکې نړۍ ته راوړلی شي، زموږستره ګټه به پرهغوکار،چې کسب ګراوپرمختللي سازمانونه په دې ګټوکې سره ونډولوي، متمرکزه وي. که نه،ساوتریزه ګڼیاله وېش digital divide(هغه،چې ساوتریزه توکولکه سولګراوانټرنېټ لاسرسي ته چمتووالی ښیي اوهغه چې نه یې ښيي) ، به عایداتو وېش income divide تقویه کړي.
دغه څپرکی د Pan اسیایي جالوَنې کوښښونه لاسوندوي، دپرمختیايې څېړنې نړیوال مرکز(IDRC) پروګرام پیل،چې له یوژوندي انټرنېټي لابراتوارسره ازمېیلی و، هله چې کسب ګرو اوپرمخ تلليو سازمانونو د برېښیزه سوداګرۍ مرغلین مزي په دودیزه توګه زده کول.
دغه کوښښنونه د Pan اسیايي جالونې اوپرمختک سازمانونوګډون دواړو له کوښښنونوڅخه لاسوندوي. راکړې ورکړې اومتوک، اګرچې په محدوده توګه همدارنګه وازمېیل شول.
برېښیزه سوداګرۍ اومېکروMicro ،کوچنۍ ، اومنځوۍ پانګه اچونه (MSMEs)
د برېښیزه سوداګرۍ ودې لپاره دوه ډوله غوښتنې شوې دي،چې سازمان او چاپېریال وده وکړي. Mann (۱۸۷۱-۱۹۵۰په جرمني کې زوکړه امریکايي ناقد ،ناول او ډرامه لیکونکی اودنوبل جایزې ګټونکی)، Eckert (۱۹۹۱۹-۱۹۹۵په ENIACمشهورامریکایي برېښناانجینراود ړومبي برېښیزه سولګرله ګډوجوړوونکوڅخه), او Knight (2001) هغوبرېښیزې سوداګرۍ ته اشاره کړې،چې پردرو جوړشویوسیسټمونواتکاکوي: مخابره ، تادیه ،اوخورتیااو ایرادونه. سربېره پردې،د Sacher Report (OECD 1997) په دې څېړنه کړې،چې برېښیزه سوداګري یواځې دشمېرونکي د رسېدنې یا اټکل شوې راکړې ورکړې سره په جوړتیا وده نه مومي.په پای کې دټولوغوښتونکو پرټولنیزه سوداګرۍ، فرهنګي، او قانوني چاپېریال اتکاکوي.په ټولیزه توګه پرمختلونکوهېوادونوکې د برېښیزه سوداګرۍ په ټیټه کچه لوړونه او په ځانګړي توګه دMSMEs ترمنځ، ددغو دوولاملونود یوځای کېدوپایله ده.
د برېښیزې سوداګرۍ ګټې کېدای شي،چې د رسوونکیو،جوړوونکو،مستهلکو ، او په ټولیزه توګه د ټولنې پرمټ زیاتې شي.دهغوورکړشوي رښتینوالي، ددغوڅپرکي مرکزي ټکي جوړوونکواورسوونکوته ګټې دي( ).
جوړوونکواورسوونکوته هله د برېښیزوسوداګریودګټو دتصنیف بندۍ لپاره څولارې شته. ګټې له شپږوسرلیکوڅرخېږي:
• په پراخه شوې پېمانه رسېدنه.
• ۲۴(ګړۍ) *۷ (ورځې)شتون.
• منځګړیولرکولولپاره پټ ځواک.
• په آرمهال اوپټ ځواک کې د ورو راکړې ورکړې دشخصیت ښوونې وړاندېینوته کېټلاکونووسمهالیزۍ چانس.
• ورو راکړې ورکړې ارزښتونه، او
• یوانقلابي لاره چې دمشتریانو اورسوونکواړیکې سمبال کړي( لکه، Order tracking اوډون پلنیوی، ځان پالنې خبرتیابیاموند، او وګړیوبېلې شوې خبرې اترې).
هدایت الله همیم وردګ
hamimwardak@yahoo.com
hamimkhattat@gmail.com
hedayat.hamim@acsa.org.af