نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
محاکمې روانې شوې او روانې به وي!
م ن غروال
24.09.2005
[color=white:d8559509c3]محترمو مسلمانو خويندو او وروڼو سلامونه ومنئ!
بده نده که دا ليکنه ولولئ څومره به ښه شي که دنيا په دغه جنايت کوونکو راتنګه شي٠
البته غوره به هلته وي چې اوسني حکومت کي جنايت کوونکي نه يوازې له يرغل شوؤ څوکيو راوغورزول شي بلکه د نورو په شان د عدل او انصاف محکمو ته معرفي شي او د خپلو بې شرمه کړو ځواب ووايي٠ غروال[/color:d8559509c3]
[color=blue:d8559509c3]د دعوت له پاڼې څخه[/color:d8559509c3]
دافغانستان سترې محکمې او دبشر دحقونوخپلواک کميسيون په هالينډکې دشوروي پلوه رژيم دخاد ددووتنوکارکوونکو دمحاکمې ، هرکلى وکړ.
د حسام الدين حسام اوحبيب الله جلالزوى محاکمه درې ورځې وړاندې دهالينډ قضايي مقاماتو له خوا پيل شوې ده .
دغو دواړو تورنو دببر ک کارمل اوډاکټر نجيب الله کمونست پلوه رژيمونو په دوره کې د پوځي استخباراتو رياست کې دنده درلوده .
په کابل کې د ملي امنيت داوسنيومسوولينو دمعلوماتو له مخې، حسام الدين حسام، له ١٣٦٠ لمريز کابل څخه تر ٧١ ١٣ لمريز کال پورې د پوځي استخباراتو د مشر او جلالزوى د پوځي استخباراتو د پلټنې د څانګې د مشر په توګه کار کاوه .
دو ى ( حسام اوجلالزوى) دزياتو جرمونو په ترسره کولو تورن بولي ، اوهغه شمېرافغانان چې ددوى دقدرت پرمهال په اړوند زندان کې بنديان وو ، د شکنجې ، وژنې اودانبور په واسطه دنوکانو وېستلو يادونه کوي .
دا دوه کسان کابل ته دمجاهدينوله راتګ (١٣٧١ )څخه وروسته هالينډ ته تللي او هلته ېې دسياسي پناه غوښتنه کړې ، چې ونه منل شوه.
په هالينډ کې دبشري ضد جرمونو لپاره د ملګرو ملتونونړيواله ځانګړې محکمه ( هاګ ) ، وظيفه لري چې دهغو بشري ضد لويو جرمونوپه اړه چې دنړۍ په هر هېوادکې رامنځ ته کېږې ،فيصله وکړي .
دبشر دحقونو دخپلواک کميسيون په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې چې دوږي په ٣٠ مه خپره شوې، راغلي چې دهالينډ دقضايي مقاماتو له خوادببرک اونجيب دکمونست پلوه رژيم دنظامي خاد ددوو تنو کارکوونکو حسام الدين حسام اوحبيب الله جلال زوى محاکمه چې دبشري ضد جنايتونو اودجنګي جنايتونو دترسره کولوتور ورباندې لګول شوى دى له هيلو ډک زيرى دى چې دجګړې اودتاوتريخوالي ټولو قربانيانو او دبشر دحقوقو مدافعو مرکزونوته نوى ډاډ وربخښي .
دافغانستان دبشر دحقوقو خپلواک کميسيون ددغه بشر غوښتونکي اقدام په هرکلي اوله هغه سره دملاتړ په اعلامولو سره هيله لري چې دغه انساني اقدام په لندن کې دزرداد له محاکمې وروسته په هغو هېوادونو کې دعدليې او قضايي مقاماتو اومراجعو لپا ره يوه بله بېلګه وي چې دبشر ضد جرمونو اوجنايتونوترسره کوونکوپکې پناه اخستې ده .
دغه اعلاميه زياتوي چې دافغانستان خلک چې زياتره يې دبشر دحقوقودترپښولاندې کولوقربانيان دي دعدالت غوښتنه کوي اوپه دغو اقداماتو سره دامنيت احساس کوي .
دافغانستان دسترې محکمې دقضايه قوې اوادارې دلوى امرډاکټر عبدالمالک کاموي وايي چې دهاليند حکومت تراوسه له دوى سره هېڅ اړيکي نه دي ټينګې کړي .
کاموي دهاګ دمحکمې په اړه وايي چې هلته د١٥ هيوادونو قاضيان ګډون لري اوپه ښه او دقيقه توګه به دا محاکمه ترسره کړي .
دافغانستان ستره محکمه دداسې مجرمينو په اړه چې زيات هېوادوال يې ځورولي اوشکنجه کړي دهالينډ دغه ا قدام دستايني وړبولي .
ده دهاګ محکمه دبشري ضدمجرمينو لپاره ځانګړې محکمه بللې ده. ده په وينا ،دې محاکمې ديوګوسلاويا يوتن مجرم هم څو مياشتې وړاندې محاکمه کړ اووايي چې هغوى مجبوردي چې دافغانستان له سترې محکمې څخه معلومات ترلاسه کړي چې خپله دوسيه بشپړه کړي .
کاموي دزرداد محکمې ته په اشارې سره وويل چې دهغه په اړه يې هم له دوى څخه هيڅ معلومات نه دي غوښتي .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت وياند نويد احمد معز له پژوا ک خبري اژانس سره په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه .
حسام الدين حسام اوحبيب الله جلالزوى لومړي کسان نه دي چې د بشري ضد جرمونو په اړه تورن دي له دې درې مياشتې وړاندې انګلستان کې هم دکورنيو جګړو پرمهال دمجاهدينو يوپخوانى قوماندان سرور زردادفريادي چې په بشرى ضدجرمونوتورن و په هغه هېواد کې په ٢٠ کالوبند محکوم کړل شو .
زردادفريادي د١٣٧١ ١٣٧٥ کالو نو ترمنځ ( دکورنيو جګړو په دوران کې ) دکابل جلا ل آباد په لويه لار ه دسروبي ولسوالۍ په يوه سيمه کې خپل واک چلاوه .
ديادولو وړده، چې په کابل کې دملي امنيت په څارنوالۍکې د يوبل لوړپوړي چارواکي اسدالله سروري چې دشوروي پلوه رژيم دقدرت پرمهال داستخباراتو عمومي رييس وو دوسيه دبشپړېدو په حال کې ده .
په سروري هم زيات شمېر تورونه دي چې د ډېرو خلکوپه وژنه کې يې لاس درلود .
حبيب الرحمن ابراهيمي
محاکمې
Anonymous
25.09.2005
دا کار به په دې ښه وي چې نړيوال يې وکړي نه د کابل د اوسني دولت په غوښتنه ، څه موده وړاندې ډاکټر عبدالله او يو بل تن هالند ته د هاګ د محکمې په غوښتنه ورغلي وو چې د افغاني مجرمينو په باب خبرې ورسره وکړي ، د عبدالله په سترګه که څوک مجرم وي ګومان کوم چې د شک په سترګه بايد ورته وکتل شي .
Anonymous
09.10.2005
پور به يې هميش لکه هوسۍ په ميږتون وي
مه شه په چا باندې د اوومو غوښو پورونه
Anonymous
09.10.2005
دا څه مسخره ګيري او لو چکي دي او خلک غلطول دي
ددښتي ليلي او دمزار د کلاه بندي قاتلان خو دخرزي ترڅنګ ناست دي حکومت کوي او مدالونه ئي واخستل ٠ دوه واړه موږکان ئي را ګير کړې دي او جنايت کاران
حکومت کوي نو دهاک په محکمه دي نالت وي .
د کابل ړنګيدل، رقصي مرده ، په ښځو تجاوز ګرخو ټول دکرزي له څنګه ناستي او دا ټول دهيواد او دين دښمنان د غربيانو له خوا ساتل کيږي ٠
Anonymous
10.10.2005
ميلمه وروره چرت دې مه خرابوه انشأالله د دوئ د محاکمې وخت هم رارسيدونکۍ دي٠ او خبرې دې کولائ شي په ادب هم وکړې٠ کرزۍ چې ته نه منې نو څوک به دده په ځاي د تا خوښ وي آها صاحب؟ لږ صبر کوه که نه په حکومت او پارلمان ورننوځه چې د مرۍ يې راټينګ کړې که نه! که څنګه يار؟
په سلامونو ميلمه اومېګا
Anonymous
10.10.2005
ورور ميلمه سلام !
زما ليک هيڅ کوم نفر ته خصوصا غروال صيب ته چې هميشه ملي
او اسلامي ليکني کوي او ددغو دواړو معيارو ډير احترام لري ، متوجه ندي ، بلکي دغه واړه عمل ته چې دجنايت کارانو دسزا په توګه ديوي پرو پا ګندي او سياسي مرام لپاره مخته اچول شوي دي ٠ که داسي نوي نود جمي دوران ايرلنډي دوکومنتارفلم ، چې دامريکايانو ، دوستم، عطا او هزارګانو ګډجنايتونه :
ډله ئيزه وزنه اونژادي ورکول /له منځه وړنه/ پاکوالی ( ethnic cleansing/genocide ) له ورا په کښي څرګند او دفلم په ډول جوړ شوي دي او دوه کاله له مخه د اروپا پارلمان ته لږ څه هم دالمان د ګرونانو په مرسته وړاندي شوي دي ، ولي ئي درک نه مالوميږي اوولي دا حقيت پټ شه او ماله پري تيره شوه ??
دا څرګنده ده چې غربيان هلته سياسي اوکلتوري هدفونه لري او نه عدالتي وظيفه٠
دکرزي لپاره که هيواد پرسته وي استعفا لازمه ده، ضرور ندي چې پښتانه حکومت وکړي که کوي ئې او يا ئي کړی دي هغه ئي دتاجک دکلتور له پاره کړي دي او رنګه هم دپښتون تر احمد شاه نه نيولي تر کرزي پوري پکښي بده دي ( پښتون وطن خرڅ
کړو، پښتون دانګليس اجنټ ، پښتون کمو نست ، پښتون طالب ، پښتون د امريکا
اجنټ،٠٠٠ ) ٠ پريږده چې د امريکا پټ ملګري حکومت وکړي او په پښتانه خو نورنو څه نشي کولاي له شماله ئي ټول را وشړل او بي عزته هم کړل ٠ پريږده وروره چي تاجک حکومت وکړي وبه ګورو چې دوی څه کوې اومونږ به هم خپل پرګرام ورته جوړه و و٠
په درناوي ستاسو Ω
Anonymous
10.10.2005
غوښتل مې چې ويده شم خو لاندي مضمون مې په بينوا کې ولوست او مازغه مې خرابه شول، داڅو کرښي مي را کوپي کړې اودلته مې راوړي .
نو دې حراميانوته لکه کرزی اجنټ او زلمي هيواد غله ته چې په پيښاور کې به ئي خوله له مچانو ډکه وه اوکوڅه په کوڅه به ګرزيده بد او رد ونه وايم نور ئي نو چاته ووايم زمونږ ګرانه پښتو او زمونږ پښتونوالي دا بيناموسان خرڅه وي٠
دواړه حراميان به انشاالله هيواد پريږدي٠
پښتو او پښتنوالي د هر پښتون ناموس ده ،که سواد داره او که بيسواده دي.
دا مي دي لپاره دلته راوړ، چې يو له جنايتکارانو څخه خرزی اجنټ او زلمی هيوادغل هم دي او بايددواړه محاکمه شي ځکه چې دوی د خپل قوم په سر تجارت او
بي ناموسي ته ملا تړلي ده٠
له بينوا څخه :
[color=brown:cea265e9f3](( طلوع ټلويزيون د ’پدراميانو‘ ارادې تمثيلوي (( طلوع پر پښتو ملڼدې وهي :
دغه ډول د ښاغلي ولسمشر حامد كرزي فرهنګي سلاكار زلمي هېوادمل هم له ښاغلي زرياب سره دا منلې چې د سترې محكمې پرځاى دې دادګاه عالي او د ښاروالۍ پرځاى دې شهرداري وكاروي. ښاغلى هېوادمل چېرې د قوم استازيتوب كوي، هغه خو د خپل مضر احتياط له كبله له خپل سيوري هم وېرېږي، موږ افسوس كوو چې داسې يو كس چې په موږ پورې تړلى ګڼل كېږي، زموږ د ملي ارزښتونو ريښې غوڅوي. هغه كتابونه يې چې ليكلي او هغه درنښت يې چې خلكو ته درلود اوس يې نه لري، موږ نه پوهېږو چې ده دا كتابونه د چا لپاره ليكل؟ ځكه اوس يې عمل او هغه نظر ډېر توپير سره لري. هغه د ارګ د څلورو دېوالونو په منځ كې ايسار شوى شخص دى چې ذهنيت يې اوس خپل نه دى او د زرياب پر ليكه ولاړ ذهنيت دى، چې ملت به يې دا خيانتونه هېر نه كړي.
په تېرو څلوروكلونو كې پښتو ژبه په هر لحاظ د سياسي او سياستبازيو ښكار شوه، چا په دې وغندله چې ګواكې د طالبانو ژبه وه، چا په دې خاطر وښكنځله چې د حامد كرزي ژبه ده او چا په دې خاطر وغندله چې د (اوغان غول) ژبه ده، حال دا چې په خپلو طالبانو دا ژبه دومره ځپلې او د پرمختګ مخه يې ډب كړې چې په تاريخ كې به يې بل واكمن نه وي كړې، طالب واكمنانو خو ګردسره د (افغان) تورى نه مانه او افغان به يې په (مسلمان) بدلاوه، ان چې د پخوانيو شاعرانو په شعرونو كې به يې هم د افغان پر ځاى (مسلمان) ليكه، ښاغلى كرزى خو ټولو ته معلوم دى چې پښتو ته يې هېڅ هم نه دي كړي، بلكې هغه پخوانى امتياز يې هم ورڅخه واخيست او د نورو لمن ته يې واچاوه، د پښتنو ژبه يې غوڅه كړه او دا خلك يې تر پښو لاندې كړل، د زينې په توګه يې ترې كار واخيست او ځان يې مقام ته ورساوه. ځينو كسانو ته دا موقع هم په لاس وركړه چې پښتو ژبه او د پښتو تورو منلو ته (جبر) وايي.
ښاغلى كرزى په خټه پښتون دى، عملاً يې تل د دې قوم د سپكاوي، ځپلو او وركاوي لپاره كار كړى دى. دى داسې مشاورين لري چې تر ده زيات (مضر احتياط) كوي چې د همدې احتياط له كبله يې د دې قوم هغه پخوانى پرځاى حقوق هم ترې واخيستل، خو له بده مرغه بيا يې همد نورو اعتبار او باور ترلاسه نه كړ[/color:cea265e9f3]. ))
Anonymous
11.10.2005
سلامونه
ځنی وخت ډير هوښيار خلک ډير ساده شي اوپه داسی مسائيلو زړه خوشحاله کوي چه هيڅ اهميت نلري لکه ددی دوو افغانانو نمايشي محاکمه په هالندکی .
همدغه په اصطلاح دبشر دحقوقو مدافعين دخپلوافغاني جيره خورانو سره يو ځای په افغانستان کې فعلا څومره په ضد انساني جنايتونولګيادي ،دغه امرکايي وحشيان چه دخپل بربريت مستند فلمونه ئي ټولې دنيا ته وښودل شول څوک به ورته په کږه سترګه وګوري ؟
ځانونه مه غو لوئ
ګوروان
Anonymous
11.10.2005
کمونستان محاکمه کيږي خو جهادي قاتلان نه . ولي؟ داځکه داقاتلين دوی روزلي وو او دوی ورته ويل ووژنه واړه او زاړه ! په کابل دالله په نوم توغوندي وولی، مکتبونه وسيزی ، پلونه وران کړی ، دا(جهاد)دی . دجهاد لارښونکي يې ای اس ای اوغربيان وو. نوځکه اوس هم بې پروا ، بې ډاره اومغرورګرځي او پارلمان ته لارپيدا کوي.
Anonymous
12.10.2005
مجاهد د کمونست د برکته پيدا شو ، عامل بايد محاکمه شي
Anonymous
12.10.2005
دانو دچرګۍ اوهګۍ کيسه شوه
Anonymous
13.10.2005
[quote:e207d09bdf="ميلمه پ"]دانو دچرګۍ اوهګۍ کيسه شوه[/quote:e207d09bdf]
ولې ځان د دواړو ناخوالو نه پاکوئ، بد- بد دي، پکې اول او مؤخر نلري
کتمان جنايت زير پردهء اتهام جنايت
Anonymous
25.10.2005
[color=darkblue:f05a600bac][size=24:f05a600bac]کتمان جنايت زير پردهء اتهام جنايت[/size:f05a600bac][/color:f05a600bac]
محترم غروال!
آنهاييکه خود مرتکب به جنايت وتحميل جنايت گرديده اند،حق ندارند ديگران را متهم به جنايات بسازندو محاکمه آنها را مطالبه کنند.در هيچ دموکراسی حق وصلاحيت قضاوت به جانی داده نشده است.ايمل