نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاکستان او پښتونستان
Anonymous
22.09.2005
ګرانو دوستانو
وړمه ورځ مې واوريدل چې د سرحد ايالت ګورنر وايي اوس بايد د ډيورنډ په کرښه بيا خبرې وشي . دۀ دغه کرښه لانجمنه وبلله چې د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل يو سياستوال دغسې خبره کړې ده . ستاسو په فکر پاکستان بيا کومه لوبه پيل کړ ې ؟ هسې نه دوی د افغانستان له اوسني بد حالته په ګټې اخيستو دغه مساله راپورته کوي او غواړي چې د واشنګټن او لندن په مرسته په کابل دغه کرښه ومني . ستاسو نظر څه دی همدا دليل دی او که خبره بله ده ؟.
Anonymous
22.09.2005
غر وال صيب سلام
دپښتنونستان مسئله نه د کرزي ګوډاګي او نه د پنجاپ مزاجه طالبه حق دي بلکي
دپښتون اولس حق دي چې خبرې پرې وکړې٠ هرڅومره چې پښتانه بيداريږي علم اومعارف زده کوي په هغه اندازه دحل لارې اسانه کيږي٠
قانون ددي لپاره وضعه کيږې چې يو وخت ړنګ شي ،پښتنو تر اوسه خپله لاره نده غوره کړې وخت لا شته٠
د پښتنولي په مينه پتنګ
م ن غروال
23.09.2005
ښاغلۍ پتنګ ورور سلامونه ومنئ!
غروال افغان زه نه يم بلکه بل څوک دي او له ده څخه هيله کوم چې د خلکو شک د ليري کولو په غرض که يوازې افغان او يا يوازې غ افغان وکاروي نو ډير به ښه وي او تفکيک به سم کيږي٠ هيلمن چې خوابدۍ نشي او عرض مې هم ومني٠
په درناوې
دغروال صاحبانودليکنو تر منځ د اسانه توپيرکولو لپاره وړانديز
دواجان
24.09.2005
[quote:1a9b0991d5="غروال"]ښاغلۍ پتنګ ورور سلامونه ومنئ!
[color=blue:1a9b0991d5]غروال افغان زه نه يم بلکه بل څوک دي [/color:1a9b0991d5]او له ده څخه هيله کوم چې د خلکو شک د ليري کولو په غرض که يوازې افغان او يا يوازې غ افغان وکاروي نو ډير به ښه وي او تفکيک به سم کيږي٠ هيلمن چې خوابدۍ نشي او عرض مې هم ومني٠
په درناوې[/quote:1a9b0991d5]
محترمو غروال او غروال افغان صيبانو ،سلامونه او نيکې پيرزوئينې !
ددۍ لپاره چې واقعأ هم د سوتفاهم اوتيروتنو څخه ډډه وشي، دمحترم غروال وړانديز سره موافق يم او ښاغلي غروال افغان ته هم ښائي چې د افغاني ورورګلوئ په دود د ې دغه وړانديز ومني او خپل ځان ته دې يو بل مستعار نوم يا هر ډول
چې ئې خوښه وي انتخاب کړي او ښه به وي چې په دغه ويبپاڼه کې ئې ثبت هم کړي تر څو په راتلونکي کې هم له دغه ډول غير ضروري مشکلاتو نه خلاص وي.
په درناوي، ستاسو دواجان
Anonymous
24.09.2005
د غروال افغان مطاب ښایي له غروال څخه د افغان صفت وي، نه نوم، لکه غروال پښتون او نور. زما په اند غروال د نوم ، کورنۍ او تخلص توگه سم دی او په همدغه توگه یې محمد نادر غروال هم کاروي. خو د افغان یا پښتون د صفت په توگه، لکه څنگه یې چې افغان غروال کاروي، سم نه بریښي. ځکه غروال نه، بلکې غرنی صفت دی. ښه داده چې غروال افغان تر دې وروسته ځان ته غرنی افغان ووایي نه غروال افغان. غرنی پښتون هم مناسب بریښي. نوره یې خوښه، چې ناوړه پوهاوی له منځه وړي او که نةر هم دوام ورکوي.
نوم
Anonymous
24.09.2005
تاسو وروڼو ته ما پخوا هم وويل چې زما د زيږيدو د وخت نوم غروال و ، افغان مې تخلص شو ځکه چې اروپا ته تر راتګ وروسته بايد ما يو نه يو تخلص لرلی وای دغه اروپايان يې درنه غواړي .
نور نو لطفآ زما راکړل شوی نوم مه خرابوئ مننه