د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستان ورور دی که غليم !

Anonymous
20.09.2005

د سليمان لايق پر شعر د خبرو يو بحث ګرم دی په دې کې يو چا پاکستان ته ورور وويل ټول بحث دغه لور ته کوږ شو .
اوس غواړم دلته دغه بحث وڅيړل شي چې ايا پاکستان ورور کيدای شي ؟
د ولسمشرۍ او د ولسۍ جرګې د ټاکنو په وخت پاکستان د طالبانو مخه ونيوله نو ومو کتل چې په ټول افغانستان کې ٦ کسان مړۀ شول او خپله د دوی د ښاروالۍ په ټاکنو کې ٢٠ کسان مړۀ شوي وو . له دې ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې نه سوله غواړي او نه وروري ، او ولې به يې وغواړي هغوی خو زموږ پر خاوره خېټه اچولې پښتونستان او بلوچستان يې نيولي دي . لطفآ په خپلو استدلالونو کې له مودبې ژبې کار واخلئ او په مطق بحث وکړئ چې دغه لانجمن هيواد ته ورور ويلی شو که نه ؟


Anonymous
22.09.2005

غليم!!!!!!!!!دښمن، مکار، داستعماربچی، استعمارچي، متقلب او نور نور.........


pakistan na wror day na ghaleem

Anonymous
22.09.2005

Pakistan na wror day na ghaleem, kho da yaw okhyar pa toga khpala gatta la amreca khonday makkar na aw ross ghonday mor kharsee na ham wobasee.


layiq

Anonymous
24.09.2005

کوشانه وروره
په پاکستان کې ستاسو په وينا څه کم ٣٠ ميليونه پښتانۀ ، بلوڅ او نورستانيان اوسيږي ؟!!
يوازې د سرحد ايالت نفوس تر ٣٠ ميليونه اوړي ، قبايل دې ٨ ميليونه اټکل شوي او بلوڅستان دې ٦ ميليونه ياديږي او په کراچۍ کې هم د ٢ ميليونه پښتنو د اوسيدو ويل کيږي نو په دې حساب د سرحد ٢٨ ميليونه د قبايلو ٨ ميليونه او د بلوڅستان ٣ ميليونه او کراچۍ او نور و ايالتونو کې ٢ ميليونه پښتانۀ چې يوځای کړې يوازې د پښتنو شميره تر ٤٠ ميليونو اوړي تاسو يې ولې دا شميره دومره کموئ ، دغه بس نه ده چې په افغانستان کې د پښتنو شميره لږه ګڼل کيږي ، ځينې يې په سلو کې ٣٠ ځينې يې ٤٠ بولي .


نصيراحمدهوتك

hotak
29.09.2005

ښاغلو‘آغلو سلامونه اومينه
خبره دپاكستان اوافغانستان نه ده.ځكه پاكستان اوس يوځمكنى واقعيت دى چي هيڅوك ترى سترګه نشي پټولاى.پاكستان سربيره په دى چي په صنعتي اواقتصادي ډګركي ترموږ وړاندي دى له نظامي پلوه هم اوس دنړۍ اوپه تيره دجنوبي آسيا يوځواكمن هيواد ګڼل كيږي. دنظامي صنايعوله پلوه پرځان بسيادى او داټوم اوشاهين‘غوري اوغزنوي په نوم دخپلوبالستيكي توغنديوپه مټ يى هندداسي چپ كړى چي كړت هم نشي ورته كولاى. زه نه وايم چي پنجابي پوځ دي نوداسي جري دى چي په يوه ټغ به هند لولپه كړي. البته زه دظاهري آسبابوپربنسټ وايم چي پاكستان ددى وړتيالري چي ترځان لس ځله لوى دښمن يى په كونه كينولى.
پاتي شوه زموږخبره نوموږبرسيره په دى چي له تيرو دريولسيزو راهيسي له پردويرغلګروسره لاس اوګريوان وو اودهمدغه پاكستان دګټولپاره موځانونه په شورويانو سومبه كړل‘بلكي پخپل منځ كي موهم خرې اوسپېدارسره بيه كړيدي.
ملي يووالى‘جغرافيايي سالميت(ارضي تماميت) مونشته اوترټولومهمه داچي عملاً له يوه بل مهاجم قوت سره اخته يو.
پاكستان موږدتيرودريولسيزو نه دخپل ځان داسي اړكړي يو چي آن ستن موهم له هغه ځايه ده!!
خبره دهيوادنده.پاكستان دانګليس دشيطاني جيوپولتيك سياست زيږنده ده.انګليس غوښتل چي له ځانه وروسته دلته دمسلمانانو ترمنځ دفتنوتخم وكري.
پاكستان يى له يوه ناسالم ارضي تركيب نه رامنځته كړ.پښتون‘بلوڅ‘پنجابى اوسيندى يى په يوه جغرافيايي قالب كي سره راټول كړل خوكشمير‘حيدرآباداودكن يى سره لدى چي له پاكستان سره تړلي وو له هغه نه بيل وساتل.
دخنداخبره خويى لاداوه چي بنګله ديش چي له پاكستان سره هيڅ ځمكنۍ پوله يى نلرله اوله پاكستان نه يونيم زره سمندري ميله لري پروت وو‘يى هم په پاكستان پوري ونښلاوه.
دپاكستان دسيمه ايزو سياستونودڅيړلو په لړكي موږته پكاردي چي ددغه هيوادپوځي اسټيبلاشمنټ يا آءي ايس آيي رول له ياده ونه باسو.په پاكستان كي سياسي رژيمونه اصلاًهيڅ نقش نلري.ټاكني اونتايج هرڅه يى دآيي ايس آيي لخوا وارله مخه برابرشوي وي.هغوي اړدي چي دپه هرحالت كي دآءي ايس آيي اجندامخ په وړاندي بوزي.څنګه چي آيي ايس آيي دپاكستان دملي‘پوځي ګټوتأمينونكي اداره ده ځكه نوهغې ددې لپاره چي دهيواد تلپاتي ګټي يى خوندي ساتلي وي په 1971 كال كي بنګله ديش خوشى كړ.
كله چي په 1972كي آيي ايس آيي ته دمسعود‘حكمتياراوشيخ جميل الرحمن په څيره كي پاخه اخواني نوكران په لاس ورغلل نويى له يوه پلوه دافغانستان دولس اوحكومت پرضدغلچكي جګړه پيل كړه اوله بله پلوه يى دافغانستان دتضعيف اوتجزيې ديوه تلپاتي سياست په طرح اوتطبيق پيل وكړ.
دكمونستانو له كودتاه وروسته خوهغه ته ښه پلمه په لاس ورغله اوپه افغانستان يى هغه دبيزوتراوې وكړې چي چنګيز‘انګريزاوشوروي ورته ګوته په غاښ پاتي شول.
دشوروي له ماتي اودكمونستي رژيم له ړنګيدا وروسته يى افغانان دخپلوسپو(حكمتيار‘سياف‘مسعود‘رباني)په خوله داسي وداړل چي ټپونه يى ترراتلونكو دوو پيړيوپوري ټكورنشي....... مادي اومانيزه شتمني موټوله همدغو توركونولوټ كړه.زموږ داردو روغ رمټ ټانكونه‘الوتكي اونقليه وسايط په لاهوركي دنوازشريف داوسپني دفابريكو اوټيكسلا‘واه كينټ اوكهوټه كي دپاكستاني پوځ دبټيوخوراك شول.
ملي ناموس موپه اسلام آباداوحيات آبادكي بې پته شو اوديوې مزدوري ډلي له سقوط يااسقاط وروسته يى په بله داسومبه كړي يو.
يويى دپښتون په نامه راباندي وتاپه اوبل يى داسلام په نامه.هغه يوه مويوازي دمړو كفن غلاكړخودابل يى بياپه كونه كي سوټي هم ورټك وهل..............
ددې لپاره چي خبره اوږده نشي په لنډوټكوكي يى رانغاړم
پاكستان عبارت دى له آيي ايس آيي نه.اوآيي ايس آيي بيادشيطان په كوركي روزل شوي يوه داسي اداره ده چي دموساد‘ايم آيي6 او سي آيي اې شيطانان يى كوني ته ناست دي. والله كه يى په ګردپسى ورسي.
افغانان كه غواړي خپل تاريخي برم اوپرتم احياء كړي نوددغي شيطاني كړۍ دماتولوكاردي پيل كړي.
څنګه يى بايد ماته كړي؟
ملي قوتونه دي يوه همه ګيرتفاهم ته سره ورسيږي.
ملي ګټي دي له سره تعريف‘تشريح اوتوشيح شي.
په سړه سينه دي يواوږدمهالى استراتيژيك سياست طرحه شي.
ملي ارګانونه دي جوړ‘سمبال اوتقويه شي. كادرونه دي دملي ګټوپه څيړلو وګومارل شي. دملي كادرونووړانديزونه دي په ډاينامك ډول مخ په وړاندي ولاړشي.
دچين په څيرترځمكه لاندي جيوپولتيك سياست دي غوره شي. له هيڅ اړخ اوهيوادسره دي جړه په ښكاره نه راپورته كيږي.
خوآياپه هيوادكي دامريكادشته والي په صورت كي داهرڅه شوني دي؟
نه ځكه آمريكاپخپله ديوې استعماري اجندادتطبيق لپاره راغلي ده. دا اجنداپخپله زموږله تلپاتي ملي ګټوسره په ټكركي ده.ترڅوچي امريكادسياست اوياهم مقاومت له لاري له افغانستان نه ونه شړل شي‘ ديوه ناپېيلي اوپه ملي ګټوولاړ سياست غوره كول ناشونى دي ځكه دامريكا لاسپوڅی رژيم پخپله له ولسي مشروعيت نه بى برخي اودملي ګټوله تعريف اوحراست نه بري الذمه دى.
ددغي ستري ملي موخي او آرمان دترسره كولولپاره يوځل بيا داور‘وينو اوباروتو يوسمندر په مخه وهل پكاردي.....................ستاسي نصيراحمدهوتك


Anonymous
30.09.2005

روغ اوسې هوتکه اوس ډير روڼ اندي پښتانه او افغانان هم داسي نظر لري ٠


نقاد
01.10.2005

واه، واه هوتکه ، له دغسې ليکنو سره هر کله راشي ، خدای دې راوله ! ته خو د سياسي مالوماتو په مرکز امريکا کې ناست يې، نو دغسې ښکلو ليکنو ته دې مات قلم اړم کړه او خپل ولس ته دې خپل ږغ ورسوه .په دې ﻻره کې ﻻ زيات برياليتوبونه درته غواړم ! په مينه درنښت او سلامونو !


نقاد
01.10.2005

درنو لوستونکو !
که د طالبانو دورې ته وګورو، پاکستان د اسلام پر بهانه زمونږ ورور او د ورورۍ په بهانه زمونږ بادار ګرځيدلی و
او غوښتل يې پښتون قام ته په افغانستان کې هم د مرييتوب کړۍ په غاړه کې ورواچوي!
که سياسي بهانې دليل وبولو ، نو پاکستان بالکل زمونږ اسلامي ورور دی، خو که واقعيت په پام کې ونيسو اسلام يې مونږ سره ددوښمنۍ د پلي کولو د وسيلېپه وګه کارولی دی او څومره چې داسلام چغې وهي هومره يې له مونږ سره وروري نه، بلکې دوښمني کړې او کوي يې ! دوی غواړي دين رښتيا هم د خپل سياي موخيځ (پښتونستان) له پاره د پښتنو پر ضد ، نعوذ بالله د جهالت د ويده کونکو پوډرو ( افيم) په توګه و کاروي ، خو دغه ارمان به پاکستان خپل ګور ته يوسي ، ځکه چې اسلام پوهه ، بيداري او رڼا ده او پښتانه به غافل نکړي. او له بلې خوا دافغن ملت پر خپلو پښو دريدل او دپوتسان ازاديدل سره تړلي دي ! والسلام


م ن غروال
02.10.2005

عزتمنو خويندو او وروڼو سلام!
[color=white:57b6bdd42a]ښاغلۍ هوتک ورور خوښ يم چې پخپلې ښکلې ليکنې دې د ټول افغان پاڼه نازولې ده او مونږ ته مو وياړ را په برخه کړ تر څو ستاسو له سمو او ارزښتناکو ليکنو مونږ هم برخورداره شو٠ نور به په هجرې مجلس کي عرض کړم٠[/color:57b6bdd42a]
د ښاغلي نقاد ورور اند زه منم او سمه يې هم همداسي ده او دا دوه ټکي زما لخوا هم په عرض رسيږي!
پاکستان تر هغو چې مونږه په رسمي ډول پښتونستان نه وي وربخښلۍ، د تېر په شان تل د افغانستان دښمن او د ړستوني منګور وي٠
وي به په پښتونستان کي داسي خلک، او يا هم شته داسي خلک چې پښتونستان د افغانستان خاوره بولي او ځانونه هم افغانان!
خو د افغانستان سره د يووالي داسي مبارزه چې يوه لاس ته راوړنه به ولري، له بده مرغه ډير لږ دي او يا ه م نشته او يا هم هسې د چا خبره چې د خولې خبرې دي٠
په اوسني افغاني سياسي بحران کي د افغانستان لپاره د پښتونستان موضوع ډيره مشکله ده چې يو څه به يې د لاسه وشي٠ يوازې او يوازې که لويديځه نړۍ داسي کوم پلان ملان ولري، نو امکانات بيا ليدل کيږي که نه هور دا هسې د وخت تېرول دي مونږ ته به هيڅ هم پلاس رانشي٠
نو داسي چې وي پاکستان نه د افغانستان دوست ؤ او نه هم دوست دي او نه به هم دوست شي٠ اسلام او مسلماني بله موضوع ده هغه خو د اسلام امر دي چې مسلمان ورور دي او بس! خو دا داسي معنی نه ورکوي چې پاکستان مسلمان دي نو ورور دي! نه! دا سياست دي هغه تل خپلې ګټې ګوري لکه ايران! عوامو خلکو ته به يې وروڼه ووايم خو نه حکومت ته!
په درناوې


پاکستان

Anonymous
03.10.2005

وروڼو پاکستان په اسلام دنيا وخوړه او تاسوبيا هم لګيا يې چې اسلام دې . دا هغه ناوړه زخم دې چې کله کفر په اسلام خوري او کله اسلام په کفر . اسلام بربار يي مرکز دي او پنجابي يي واکمن . دوې سره دوستي نه شي کيدي ، بس ورنه ليري ګرځيدل ښه دي .


Anonymous
06.10.2005

د طالبانو وياند ونيول شو پاکستان له خپل دوست سره بيا ښه دوستي وکړه


Anonymous
06.10.2005

تاسوپه سپې او خنځير وخت ضائع کوۍ زما پا کستان له هر شي ځخه بد ايسي ٠
خو افسوس چې پښتانه ډير کم سياسي شعور لري٠


Anonymous
07.10.2005

يوه ورځ مې په لندن کې ديوې سترې مغازې نه سنترې اخيستې چې ډيرې ښې وې، خو دپيسو دورکولو په وخت کې متوجه شوم چې په کريټ يي ليکلي و، چې له پاکستان نه راغلي، نو دستې مې په يوه بهانه بيرته کريټ کيښود او ووتم. دپاکستان په نوم مې له هرشي نه بد راځي.


نقاد
07.10.2005

زما ګرانو ورونو !
زمونږ له خپلې بيکمالۍ او بيکفايتۍ څخه پاکستان په ډير آسان مکر او تزوير سره وکوﻻی شول د افغانستان
له سپېڅلې خاورې څخه دريمه برخه ،چې ډيره سرشاره ده ، خپله کړي او لروبر پښتانه خپل سياسي ډول ته چې د اسلام په نامه يې وهي و ګډوي او وغولوي.
زمونږ تاريخي برم ، وياړ، نوم او رسوخ په دې سره له منځه ﻻړ چې نشو کوﻻی له پنجابيانو څخه خپل وطن آزاد کړو. سمندري ﻻرې مو له ﻻسه ووتي او د نړيوالې سوداګرۍ له عايداتو څخه بې برخي پاتې شؤ. د يوه ملت په توګه له تبارز څخه محروم شو او د ملي حاکميت پر ضد مو هر ګاونډي هيواد ګريوان ته ﻻسونه راتيرکړل او په وروستيو درې لسيزو کې خويې نه يواځې ګريوان راته څيرې ويرې کړ، بلکې د ملي تنې او بدن غړي يې راته دانګې دانګې وغورځول او وطن يې راته ټوکر ټوکر کړ. دا ټول د پاکستان مکار له ﻻسه!
د پاکستان پاليسي دا فغانستان ، په تيره بيا پښتنو په وړاندې يوه وريښمينه زندۍ ده ، چې د طالب په ﻻس يې د هيوادوالو په غاړو پوره پوره راتنګه کړې وه او ملي آزادي يې پرې.راته وژله . ځکه پاکستان پوهيږي چې د پښتون قام له پاره ملي آزادي له پښتونستان پرته څه معنی نشي لرﻻی او که يې ولري نو هغه به هم د پښتونستان د آزادۍ له پاره لومړی ګام وي ! د خواشينۍ ځای دی چې زمونږ پر دغه ملي تړاو له مونږ څخه پاکستان ښه پوهيږي او په ژوره توګه او هراړخيزه سياسي بيدارۍ سره د افغان ملت د و يښيدو، ملي وحدت، ځواک او واک ، غښتلتيا او پياوړتيا مخه نيسي
نو ورونو ، له دغه ګاونډي ښامار څخه تش په کرکه ښودلو سره هيڅ نه کيږي ! خبره ټوله په ملي سياست کې ده او بس . که ملي تدبير او سياست ونه لرو ، چې ملي ګټې په پام کې ونه نيسي ، هيڅکله به پر هيڅ افغاني مرام او
موخيځ هم بريالي نشو ! له دې کبله پګار ده چې پاکستان پريږدو او د يوه ملي سياست د رامنځته کولو له پاره هلې ځلې وکړواو ﻻسونه سره ورکړو، کوم سياست چې له آمو تر آباسينه د ټولو افغانانو له پاره د تاييد وړ اوسي ! والسلام


کټوازی
07.10.2005

درنو مشرانو او ګرانو ورورڼو ، اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
ولا که پوهېږم ، چې دا ډول پوښتنه رامنځته کول :
[quote:c68a5e5ca3]پاکستان ورور دی که غليم ؟ [/quote:c68a5e5ca3]
به پخپله د ليکونکي پر پوهې او بصیرت ترکومه ځايه دليل وي ؟
خو خير بې پو ښتنې ښار دی ، چې چا څۀ وويل ويي وايۀ !!!
پۀ دې ټول بحث کې د هوتک پۀ ليکنه کې دا خبرې مې څۀ ويلو ته هڅوي
[quote:c68a5e5ca3]مادي اومانيزه شتمني موټوله همدغو توركونولوټ كړه.زموږ داردو روغ رمټ ټانكونه‘الوتكي اونقليه وسايط په لاهوركي دنوازشريف داوسپني دفابريكو اوټيكسلا‘واه كينټ اوكهوټه كي دپاكستاني پوځ دبټيوخوراك شول. [/quote:c68a5e5ca3]
ولا که يي څوک پۀ اثبات ورسوي ، چې ٠نواز شريف او يا شهباز شريف افغانستان لوټ کړ ، نواز شريف او يا نورو که هر شی له افغانستانه لاس ته راوړي وي ، د ډالرو او کلدارو بنډلی يي پرې ورکړې دي ، هغه څوک بايد دافغانستان دښمنان او غليمان وبلل شي ، چې دافغانستا ن د مادي او مانوي شتمنيو پلورونکي دي ، نه هغه څوک چې د اخيستونکو پۀ ډله کې يي راځي او بس

[quote:c68a5e5ca3]ملي ناموس موپه اسلام آباداوحيات آبادكي بې پته شو[/quote:c68a5e5ca3]
درواغ دي !!! هيڅوک يی هم پۀ اثبات نه سي رسولای ، چې پاک لمنې او سپېڅلې افغاني خوېندې مېندې پۀاسلام اباداو حيات ا باد کې بې پته او سرتورې سوې !!!
هو! ډېرې افغاني ښځې د ا سلام اباداو حيات ا باد د محفلونو ښکلا وې او دي !!! خو دا هغه افغان شرمونکې تپه ده ، چې اصطلاحا ورته موږ پروفېشنل خلک ويلای سو ، نو که څوک پرپټو سترګو دغې بې پلاره طايفې ته د ملي ناموس او ملي غيرت نوم ورکوي ، زما پۀ اند هغه د افغان د بې پتۍ پۀ ستر او نه جبيره کېدودنکي جرم کې هومره ککړ دي ، څومره ، دغه پروفېشنل ايراني نژاده تپه ککړه ده ،!!! اوبس


Anonymous
07.10.2005

کټوازيه
دا ته ولي د پوسکستان دومره ملا تړلي ؟


hotak
23.10.2005

[quote:2df17748c4="نقاد"]زما ګرانو ورونو !
د پاکستان پاليسي دا فغانستان ، په تيره بيا پښتنو په وړاندې يوه وريښمينه زندۍ ده ، چې د طالب په ﻻس يې د هيوادوالو په غاړو پوره پوره راتنګه کړې وه او ملي آزادي يې پرې.راته وژله . ځکه پاکستان پوهيږي چې د پښتون قام له پاره ملي آزادي له پښتونستان پرته څه معنی نشي لرﻻی او که يې ولري نو هغه به هم د پښتونستان د آزادۍ له پاره لومړی ګام وي ![/quote:2df17748c4]
نقادصيب هرټكى دي پدې ارزي چي په زرو وليكل شي.زه له برني اقتباس پرته ستادتبصرې هرټكي ته دتسليم سرټيټوم. هوتك به يم امادومره هم والله كه سرزورى يم چي له حق نه سترګي پټي كړم. البته ستاسي دتبصرې اوتحليل له پورتنۍ برخي سره داختلاف جرأت ځكه كوم چي يوازي طالبان ندي چي پاكستان غوښتل خپل تزويراتي پړى دافغانانو غاړي ته واچوي.بلكي دغوحراميانو دشهيدسردار له وخته رانيولي ترنن پوري زموږ په هيواد كي په يوه اوبله بڼه خپل لاسپوڅي ساتلي اوپاللي دي. البته ددې لپاره دا اړينه نده چي لاسپوڅى غريب دي پخپله كونه پوه شي چي پنجابي اسټيبلشمنټ څومره ژوري ګوتي ورمنډلي دي.
ددې لپاره چي خپل تحليل منطقي چوكاټ ته برابركړم ستاسي پام لاندي ټكي ته راګرځوم:
دملت اوحكومت ترمنځ توپير: پاكستان له څلورو ايالتونو پنجاب‘سيند‘پښتونخوا اوبلوچستان نه جوړيواسلامي هيواد دى چي ددغه هيواد اوسيدونكي بياديوه ملت په بڼه پاكستانيان بلل كيږي. په كال 1947 كال كي چي كله برطانوي استعمارله سيمي په تيره بيادهندله نيمي وچي نه دوتلو تكل وكړ نوله ځانه يى دلته يولړټولنيزي‘سياسي اوجغرافيايي ستونزي په ميراث پريښودلى.له بده مرغه دغه ستونزي دكوم آني ياناڅاپي سياسي تحرك زيږنده نه وى بلكي انګليسي استعمارپه سيمه باندي دخپل اغيزمن كنټرول دساتلولپاره په لوى لاس رامنځته كړي وې.
په كال 1857 كي چي كله دايسټ انډياكمپنۍ په نامه دانګلستان دحكومت استعماري ادارې په سيمه كي دسوداګريزشركت ترچترلاندي خپل كارپيل كړنويى جګړه دمسلمان مغول سلطنت له پاتي شونواوله ځايي ديني كړيوسره راغله.داچي مغول واكمنانو دخپلي اوږدمهالي واكمنۍ له امله دهنددخلكوپه زړونو اوذهنونو كي اسطوره يي بڼه خپله كړي وه اوضعيف الاعتقاده هندوانو خو آن دهغوي عبادتونه هم پيل كړي وو ځكه نودانګليسانولپاره داګرانه وه چي په لنډمهال كي دولس له زړونو نه دمغول واكمنانو مينه وباسي. څنګه چي دمغولانو نسبت اسلام ته كيده اودهند هغه مهالنۍ اداره يوه مسلمانه اداره وه اوټول شرعي قوانين پكي نافذووځكه نوديني كړيو دداسي يوه سلطنت ملاتړديني وجيبه بلله.داخبره هغه مهال نوره هم مهمه شوه چي انګليسان ديوه نامسلمان استعماري ځواك په بڼه په زغرده دمسلمانانو مقابلې ته راووتل. په اروپاكي يى دعثماني خلافت دپښو وهلو هڅي پيل كړى. په منځني ختيځ كي يى په لوي لاس دعربانوپه خاوره ديهودانو دميشت كارپيل كړ اوعربي نړۍ يى دنورو استعماري ځواكونو لكه ايټاليا‘فرانسه اواسپانياپه ملتيا په ټوټو ټوټو وويشله.
دغه مهال نو دهندوستان ديني عُلماوو دحاجي امدادالله چي وروسته مكې مكرمې ته مهاجر اوهلته مړشو‘ترمشرتابه لاندي په وسله وال بغاوت لاس پوري كړ.دغه بغاوت دهند دشاملوله سيمي نه پيل اوپه ټول هندكي خپورشو.
انګليسانو دغه بغاوت په خورا بيرحمۍ سره وټكاوه خويودرس چي له دغه بغاوته يى واخيست هغه داوو چي دهندپه نيمه وچه كي يى دديني علماو دنقش دكمزوري كولو اوله سياسي ډګرنه دهغوي دايستلوپريكړه وكړه. استعمارددغي موخي لپاره دمسلمانانو ديوه نوي نسل دروزني كارهم پيل كړچي په عليګړ كي يى دانګليسي استعمار ديوه تالي څټي قاضي ياجج سيداحمدخان له لاري دمسلم يونيورسټي په نامه يوپوهنتون پرانيست. دغه پوهنتون ته تدريس نصاب دميكاولې په نامه وتلي انګليسي متخصص جوړكړ. هغه به ويل چي عليګړدانګليس دهغو خادمانوكارخانه ده چي نومونه به يى دمسلمانانووي خو څيرې اوخوي بوي به يى دانګليسانو.
ريښتياهم هماغسي وشول. دعليګړفارغين وروسته ترانګليسي اشراف لاندي په اداروكي په كاروګومارل شول او استعمارته دخپل بېساري چوپړله امله د"سر" په درانه لقب ولمانځل شول.
انګليسانو ددې لپاره چي هندي ولس رام وساتي دنوابانو ديوه نوي نسل تابياهم وكړه اوهغه پدې ډول چي دهيواد له ګوټ ګوټ نه يى دجولاګانو‘ډمانو اوبازاري رنډيو زامن سره راټول كړل. په عليګړكي يى ورباندي زده كړي وكړې اوبيايى دلاروزني لپاره انګلستان ته واستول. له هغه ځايه په راستنيداسره يى دهند په بيلابيلو سيموكي پراخي ځمكي اوجايدادونه وركړل اودنواب‘بهادريارجنګ‘سر‘هزميجسټي اوايكسيلينسي لقبونه يى ورباندي وويشل. دغه دوه توكم مخلوق دانګليسي استعمار هغه چوپړترسره كړچي پخپله انګليس هم ندى كړى.
دپاكستان له جوړيدا وروسته هم دلته تركال 1956 پوري واك دانګليسانوپه لاس كي وو.دپاكستان مشردګورنرجنرال په نامه ياديده.ياني دپاكستان حيثيت لاديوې برطانوي مستعمرې په بڼه وو.دپوځ سرلښكراوداستخباراتو رييس يى انګليس وو.
څنګه چي خپله پاكستان دبرطانيې دسياسي اجنداله مخي منځته راغلى ځكه نودخپل نامشروع وجود دساتلو لپاره دلته هم هماغه دبرطانوي استعمار دوخت پاليسياني ترلاس لاندي ونيول شوى.....................نوربيا.........................


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more