د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دملت باباته د رهين د ښكاره سپكاوي بېلګه

Anonymous
16.09.2005

په خواشيني مو خبر تر لاسه كړ ، چې د اطلاعاتو ،كلتور او ګرځندوى د وزارت په وړانديز د اصلاح د ورځپاڼې د پخواني رييس پر ځاى شمس الحق اريانفر ددغې ورځپاڼې نوى رييس ټاكل شوىدى . اريانفر هغه څوك دى ، چې تعصب يې په خټه كې اخښل شوى دى او خپل ټول عمر يې له پښتنو سره په مبارزه كې تېر كړى دى . دده نوم په ( دويمه سقاوي ) كتاب كې هم راغلى دى چې څنګه يې دپښتو پر وركولو پسې رااخيستې وه . پر دې سربېره دى له هغې ډلې دى ، چې همدااوس دملت پر بابا پسې سپكې سپورې وايي او د اصلاح پر ورځپاڼې ملنډې وهي ،ځكه چې دا ورځپاڼه شهيد محمد نادرخان او دملت بابا ته په درناوي خپرېږي . اريانفر هغه مهال چې دتلويزون رييس و ،نو په ټول وس يې د پښتو دوركولو لياره كاروكړ. ايا داصلاح دورځپاڼې درييس په توګه دده ټاكنه دملت بابا ته درهين له سپكاوي پرته بله معنى لري ؟ نه هېڅكله نه


Anonymous
18.09.2005

دملت با با او که زوړ پټ ستمي او د پښتنو د لستوڼي مار .
چې زما په لاس ئي راکړې ځړه وم ئي٠ رهين خو دظاهر شاه سړی دي ٠
دا کار ظاهري کل د پښتنو په ضد او دستميانو د خوښالي لپاره کړی دی٠
ځان بيدار که اي پښتونه ولي غلامي کوې ٠


Anonymous
18.09.2005

کوم بابا؟
پريږده چی بڼکی وروباسی٠
هغه او بابا؟؟؟؟؟؟؟؟؟
خدای به ورسره سوال او ځواب کوی ،که خير وو٠

ګل لالا٠


Anonymous
19.10.2005

يره د دې دويم ميلمه خبره مې خوښه شوه .
ظاهر شاه پخپله يو پښتون ستمى دى ،رهين يې د دوى په اصطلاح بچه خوانده .
نور څوک پکې نه ځايېږي. رهين ټوله ورځ د لرغونو اثارو په بهانه په زيارتونو کې ګرځي خو د شهيد نادر خان له قبر نه ډيران جوړ دى . نه ورځي او نه يې جوړوي.
بابا هم د رهين دى او درنښت او سپکاوى يې هم .
مونږ شهيد نادرخان ته درناوى لروخو هغه د پښتو متل دى چې د اوسپنې نه سپنخړى پيداکېږي .
ظاهرګل سپنخړى دى .
مونږ هغه ته څنګه بابا ووايو چې زمونږ په ژبه خبرې نه شي کولى .
ظاهرشاه او اوسنۍ کورنۍ يې اصلاً پخپله هم په خپل سپکاوي او درنښت نه پوهېږي . که پوهيدى ته يې د دفتر رييس وګوره ، ته د دله خوا د رهين ټاکل کيدل وګوره او ته يې نور کارونه.
پاتې شوه د اصلاح خپرونې پخوانى رييس ښاغلى استاد زلمى. هغه خو يو رييس و کرزى ملاتړلې چې بې له هيواد مل نه نور ټول پښتانه وزيران وشړي .
په ولايتونوکې به هغه واليان وي چې د ده شخصي ملګري وي.
او ظاهر شاه به نور پرېږدو چې خپل خوبونه کوي.


Anonymous
20.10.2005

خداي مو خوار مکړه افغانانو! سياسي مشران خو مو خارجيانو درته ټاکل، اوس نو باباهم خارجيان درته معلوموې؟


Anonymous
20.10.2005

ګرانو وطن والو راځي چی تر شخصی ګټو تیر سو او دوطن وابادې ته مخ کړو یو وبل ته لاسونه ورکړو
دخپلو عیبونه پټ وساتو ددی وخت نه دی چی په خبلو کی یو دبل عیبونه ولټوو یو بر بل بد ووایو
دغه یو بابا لرو
مینه


رهين دخپل بابا سپکاوى کوي

Anonymous
22.10.2005

شرم دى دا خلک به څه وايي!
ظاهر شاه او بابا؟
د چا بابا؟؟؟
که څوک شرم لري نو دغه ته به بابا نه وايي. خداى مو دې د دغه وراسته څخه نور خلاص کړي.
دغه ته په کوموسترګو بابا وايئ؟
آيا د بابا ګانو قحطي ده؟
که د بابا دومره شوقيان يئ راځي زه د ملت زلمى يم خو ستاسو سره به سپينږير توب ومنم بابا راته وايئ!
بابا خو بايد لږ تر لږه د لمسيانو سره په ژبه پوه شي.

زاړه له يوې مخې تبا شول
ظاهر خان پاتې دى رهين پر خوښوومه


Anonymous
25.10.2005

چۀ سنګۀ قوم هغه شان مو بابا.


Anonymous
25.10.2005

خو موږ داسې نه يو لکه ظاهرشاه


Anonymous
25.10.2005

دغه زوړ خر غټ ستمی دی او پښتانه ئي ډير غلت کړې دي٠


Anonymous
25.10.2005

کوشان صاحب :
موږ مظلوم يو او ظاهرشاه ظالم٠
موږ په يوه ژبه او دئ په بله خبرې کوی٠
موږ په هېواد د خارجی يرغل مخالف يو او دئ يې باعث دئ٠
موږ د خټو په کورونو کې د څښلو سړې اوبه نلرو او ده دځوانی نه تر بوډائۍ پورې د موږ په وينو قمار وهلئ او داسي ډير نور٠٠٠


Anonymous
26.10.2005

کوشان صاحب دا ستا سوال او تشويش له ما سره هم شته ٠ خو ځواب يې دا سې بولم چې دوی به هغوی له ځانه سره راولی چې پيسې او مشورې ترې اخلی!

زه پخپله د جنګ او جګړې نه د افغان ولس د عقل او ځواک پر اتکا د هيواد د ستونځو په حل کې د ديپلوماسۍ او سياسي لارو د موندلو طرفداريم٠
په دې اړه به بده نه وی که د (ورکه لار) تر عنوان لاندې د (تل افغان www.talafghan.com ) په ويبپاڼه کې د ښاغلی خوشحال ليکنه وګورې٠ بريالئ اوسې٠


ظاهر خان

Anonymous
29.10.2005

کواشان صيب ښه خبر دې کړې ده .
[color=red:3bd53413e8]اقتباس:
دا مو څه يو زوړ سړی پسی را اغيستی ده ، يو ځوان پيدا کړی چی بيا زور درته ښکاره شی . [/color:3bd53413e8] ځوان يې هيواد مل دى او که د ظاهرشاه د کورنۍ سړى غواړې نو [color=orange:3bd53413e8]د رهين برادر خوانده مصطفى ظاهر [/color:3bd53413e8]چې اوس لا زموږ د کلتور مشاوريت هم کوي.
ريښتا ووايئ چې زموږ په ژبه نه پوهېږي زموږ د کلتور مشاوريت به وکولى شي؟
دا د رهين او هيوادمل کارونه او غوړه مالې مشورې دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more