د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ورځپاڼو او مجلو شمير مهم دی که کار !

Anonymous
15.09.2005

په دې بحثونو کې په بيلا بيلو اړخونو خبرې وشوې خو هيچا په افغانستان کې د خپرندويو رسنيو بې شماره کچه ياده نه کړه . اوس شايد په افغانستان کې د مجلو او ورځپاڼو شميره تر ٢٠٠ اوښتې وې چې ډيرې به يې په پښتو ژبه هم وي . يوازې ننګرهار د ٤٠ خپرونو ولايت دی . کندهار او خوست هم تر کم نه دي .
په دغو خپرونو کې ټول تکراري مطالب خپريږي . سياست ، کنځلې ، شعرونه او دې ورته نور مواد چې که يو څوک ورته کښينې نو معلومه به کړي چې د ليکوال او خرونکي نوم يې جلا او نوره خبره يوه ده . ستاسو په فکر د دې مسالې حل پکار دی ؟ ايا دومره مجلې او ورځپاڼې بايد ولرو ؟ يوه بله پوښتنه مې دا ده چې په ليکنو کې بايد په څه ډول له کنځلو لاس واخيستل شي او منطق او استدلال ته لار پرانيستل شي ؟
په درنښت ستاسو يو غروال افغان


Dera sama pkhtana

Anonymous
15.09.2005

bya slam tolo ta!
dostano Gharawal pa name da tol afghan masol dera kha pokhtana keray.
za yaw sa worsara zyataom hagha daa che , da day syasee , ya sherono rasanay mojalay kacha de kamay kree , aw da science, techonology , da khwanzayew darsee ketabona day woleekee , aw khpaara de kree.

nan sba toola naray da culture pa ghana bokhta da , farsee ke kho hatta da angrayzano, farancewyano. spanyawano, italyawano, afreqayano ketabona da sher, mazameen, yawazay leekenay ham tarjoma shewee aw payda kegee .
woss la Arabee na ham mekhta rawana dee.
baayed che pakhtana tool che har sa lwastelee dee, taleem ya mokamal day khpal da kaar pa elm day nor pakhtana khabar kree , aw tool day ketaboona woleekee , ketaboona day tarjma kree , elmee aw tolaneez, kho lag day da sheroono kacha teeta kree.
daa meerazs da shaayeray monga pakhtanoo ta la ameer koroor na raghelai che hagha pa day seema kay la pakhwa na lomray shayer o no daa kha khabar da kho woss da bal dwr ghoktenee dee aw .
woss day daa meraas laka maraz la zaana leray kree aw elm day meeras wogerzawee
khdy day da alotakay da masheen karkhana afghanistan kay jora kree ameen chay bya wordromoo..


ازادخيال
16.09.2005

غروال افغان صيب سلامونه
ورځپاڼې اومجلې چې څومره ډېرې وي ښه دی. يو فلسفي قانون دی چې کمي بدلونونه ورو ورو کيفی بدلونونو ته وده کوي. دسيالۍ په ډګرکمزوري او بې کيفيته رسنۍ له منځه ځي او غوره يې ميدان ګټي.
داددولت دنده نه ده چې ورځپاڼي اومجلې دشمير له پلوه کنترول کړي. په ازاد مارکيت کې خلک، اخيستونکی اوبازار سرنوشت ټاکي. که کومه ورځپاڼه يا مجله رانيونکی ونه لري سقوط کوي.پس څومره يې چې شمير ډير وي دسيالۍ ميدان ګرميږي اوسيالي دکيفيت لوړولو لمړی اساسي عامل دی


نقاد
16.09.2005

قدمنو و رونو غروال افغا ن آزاد خيال صيب او درنو لوستونکو ته سلامونه ډالۍ کوم!
دخوښۍ ځای دی چې په پښتنو سيمو کې هم د ورځپاڼو شمير ډير شوی ، چې د آزاد خيال له اند سره سم په آزاده سيالۍ کې د کيفيت دلوړيداسبب ګرځي!
که له ځان سره مناقشه وکړو ، ښايي په (( د ورځپاڼو شمير مهم دی که کار)) په سرليک کې له (کار) څخه د غروال افغان مطلب هم کيفيت وي ، نو ښه به دا ويي چې نوموړي په سرليک کې هم د (که کار) پرځای ( که د رځپاڼو کيفيت ) وليکي . ځکه له يوې خواکار ډير ډولونه او رنګونه لري او پرتله کول يې ګران دي، اوله بلې خوا له دې ډول بديل له يادونې څخه داسې انګيرنه څرګنديږ ي چې ګواکې د ورځپاڼو راويستل ،که په ګڼ شمير هم وي ،کار نه وي. حال داچې د مجلو او ورځپاڼو نشرول د فکري کاراو کلتوري کواندتيا يو لوړ شکل دی = په دې شرط چې څرنګوالی(کيفيت) يې هم په پام کې نيول شوی وي. خو که ليکوال مطلب کيفيت نه وي، او کار د ورځپاڼو اومجلو د نشرولو د فکري فعاليت د بديل په توګه وانګيرل شي، نو بيا کار يواځې د کار پر مادي شکل راڅرخي چې دا محدودونه بيا سمه نه ،بلکې په غوڅه توګه تيروتنه ده. اندپه انديز کار کې هم ټاکونکی رول لوبوي، په تيره بيا د تيوري او پوهنې په بڼه انديز (فکري) کار په نړۍ بدلونکي مولد طاقت اوښتی دی او په کلتوري کواندتيا کې خو د چاخبره اند اندونه زيږوي او د انسان معنويت پرې څوځلې غبرګيږي ! نو ځکه پرې له خوښۍ نه غوښې اخلم چې په نړۍ کې تر ټولو ويده پښتون قام په ويښيدوراغلی، د ورځپاڼو او مجلو په کميت کې دکيفيت پوړۍ وهي او مخ په وړاندې خپله ﻻر کاږي ! دلته زمونږ ديوه ملنګ ملي شاعر دا آرمان را ياديږي چې :
[color=blue:27ee47c5d4] ربه ژوندی به يم چې لوړ دوطن شان ووينم ....په معارف او علم پوه افغانستان ووينم ![/color:27ee47c5d4]
ښايي په پښتواوپښتنو کې د مجلو او رځاڼو ((زياتوالی)) د سپيدو په څير د هغې ځلانده رځې د سباوون نښې نښانې وي چې مونږ او تاسې ټوليې ارمانجن يو! په مينه درنښت او نېکوهيلو!


Anonymous
16.09.2005

ټيکه دار صيب دا پنځه ستوري څه ما نا لري که دي يوه ليکنه بله هم وکړه نو شپږم ستوری دي هم مبارک شه ٠ ما هو ئيست شوی خو به نه ېي ?? ٠


ورځپاڼې

Anonymous
16.09.2005

ښاغليو او په تيره ازاد خيال صاحبه !
له کار څخه مې طبعآ کيفيت هم دی او د دوی نوره خواري هم ده . يو څوک بايد په ساعتونو ساعتونو کار وکړي چې يوه مجله يا يوه ورځپاڼه چمتو کوي او چاپوي يې . دا خبره مو منم چې بازار سيالي رامنځته کوي او د سيالۍ له امله ښه پاتې کيږي او بد ورکيږي . ليکن ستونزه دا ده چې د افغانستان د دغو خپرونو ترمنځ سيالي نشته ، دوی ټول سره د ماما او کاکا زامن دي . البته دا کار په دې ښه دی چې يو بل ته سپکې سپورې نه وايي خو بدي يې په دې کې ده چې د ټولو خپرونومطالب سره يو وي . په همدې دليل زما وړانديز دا دی چې همدا د ماما کاکا زامن دې سره کښيني او مسلکي خپرونې دې چاپ کړي . لکه د ښاخۍ ، کمپيوټر ، داستانونه او طب په څير ځينې د ګوتو په شمار مجلې چې يوې موضوع ته بيلې شوي دي . په دې کار سره به که څوک خواخوږی پيدا کيږي او په مجله يا ورځپاڼه کې ګډون کوي هم د خوښې شی به پسې غواړي او زموږ ادبيات او ژبه به هم پرمختګ وکړي . داسې ورځپاڼې به څه کړو چې په کال کې درې ګڼې چاپيږي !


Anonymous
17.09.2005

[quote:81f47ff279="Anonymous"]ټيکه دار صيب دا پنځه ستوري څه ما نا لري که دي يوه ليکنه بله هم وکړه نو شپږم ستوری دي هم مبارک شه ٠ ما هو ئيست شوی خو به نه ېي ?? ٠[/quote:81f47ff279]
اول ځان پوهوه بيا خبرې کوه، که دا ټېکه داري واي له هرچا څخه مخکې به دا وياړ تا ګټلی وای . د ستورو معنی دې هم پخپله روښانه کړې ده چې وايې : [quote:81f47ff279]که دي يوه ليکنه بله هم وکړه نو شپږم ستوری دي هم مبارک شه [/quote:81f47ff279]،
ستوری کومه ځانګړې معنی نه لري، د ستوري پر ځای يو ګل هم دغه دنده تر سره کولی شوه . خو په څه چې دې له عارفانه تجاهل (ناګارتيا)ځنې کار اخيستی، دا ټکی دی، چې ددغسې نښو او معيارونو ټاکل خو د بريښنا پاڼو د ويبماسټر کار وي، نه زما او ستا په څير د عادي غړو ـــ همداسې نه ده ؟ که وي نو تور دې بيځايه دی ! او که چېرې زما نظر پوښتې ، نو زه ، له ګل پرته د هرې نښې د سره رنګ مخالف يم ، ځکه ستاپه څير ډيرکسان يې پرحقه د خونړۍ کمونستي ديکتاتورۍ
او ترهګرۍ نښه انګيري . که ستوري هم وي شين رنګ دې ولري چې د ودې ، زرغونيدواو کرنې رنګ دی، يا آبي چې د سولې رنګ دی او زمونږ هيواد ورته ډيره اړتيا لري . نو تر څو پورې چې د ستورو رنګ بدل شوی نه وي ، تر هغه به ستا په خوښه زه نور يوه ليکنه هم د نقاد په نامه ونه کړم ، څو په دغه رنګ شپږم ستوری رامنځته نشي ! ورور ګله نور څه غواړې ؟
په مينه مينه او نېکو هيلو !


Anonymous
17.09.2005

عادي غړي : زه خو يم ،خو ته ?
چې سترګي ئې دباز او پوزه ئې دهوين وي ، هغه ټول شيان يا ويني او يا ئي پيدا کوي ٠


Anonymous
18.09.2005

[quote:d54ca37d0f]هغه ټول شيان يا ويني او يا ئي پيدا کوي ٠[/quote:d54ca37d0f]
ميلمه خوښ شوم ، چې هر څه وينې، خو دا دې څنګه ونه ليدلای شول چې څوک وېبماستر نه وي او زما او ستاپه څير عادي غړی وي،هغه نه بل چاته ستوري ټاکلی شي او نه هم خپل ځان ته ؟
په هر صورت که له لاپو شاپو څخه تير شې او د هرڅۀ له ليدنو او پيدا کولو څخه مو ګرانو لوستونګو ته عملأ څه وړاندې کړې ،نو آيا دا به تر هر څه ښه او اغيزمنه ﻻر نه وي؟. په سلامونو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more