د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ښاغلي ش ي خبرې!

م ن غروال
14.09.2005

[u:7fc213cc11]ليکونکۍ ښاغلۍ ش ي ![/u:7fc213cc11]

درنو ليکوالو او قدرمنولوستونکو
زه دغفوري صيب دليکنې سره موافق يم. که داپاڼه څانته يوه ناپييلې او ازاده انترنيټ پاڼه وايي نوبيا دومره غيرشديد حساسيت ښکاره کول(خصوصا دچپي نظرياتو په باب) ډير ناهيلی کونکی دی. دغروال صيب ليکنې له بده مرغه که څه هم په ښکاره ځان دديموکراسۍ پلوی بولي خو په واقعيت کې دبنسټ پالنې له کرغيړنې روحيې نه ډکې دي. او وطنمل صيب چې له ليکنو څخه تراوسه ډير معتدل ښکارېده ښکاري چې د غروال صيب تر اغېزې لاندې راغلی دی.
دغروال صيب ډېرې تندې ليکني دحبيب منګل او بابک په وړاندې خورا نامناسبې وې. دبابک ليکنه دپرچميانو په نمايندګۍ نه ښکارېده خو دليکنې طرز يې په ملايي سبک نه و په کومه کې بايد څوځلې داسلام او اسلاميت نوم واخيستل شي (لکه چې ببرک کارمل په هره وينا کې د شوروي ددوستۍ نوم اخيست). نو له دې امله دغروال صيب حساسيت يې راوپاراوه ، خو پخپله دهغه دليکنې لهجه ډېره سپکه وه او بايد ليکنه يې د حبيب منګل په څېر ړنګه شوی وای خو داسې ونه شوه.
زه پرچمي نه يم ، له پرچميانو نه مې بد راتلل، په مايي شخصا ظلمونه کړې ،خو ددې سره سره مې له مجاهدينو نه مې ډېره کرکه درلوده. په دې کې شک نشته چې دخلق ديموکراتيک ګوند به په افغانستان کې ډير ظلمونه کړي وي خو دا بايد له ياده ونه ويستل شي چې ددوی په وړاندې دغرب او ای ايس ای تر مستقيمې ادارې لاندې پراخه خونړۍ جکړه روانه وه او هررژيم دڅانه ددفاع له پاره په پرمختيايي نړۍ کې دخشونت نه هم کاراخلي(که څه هم بايد داسي نه وای او زه يې په خلاف يم).

مجاهدينو که به يو روسی او يا افغن نظامي واژه نو په څنګ کې به يې لس ملکي وکړي په راکتونو او بمونو الوزول، دخلکو په کورو ننوتل او لوستي کسان به يې دکافرانو په نوم که څه هم به ګونديان نه و له تيغه تيرول. ډير دغسي دوستان مې دلاسه ورکړي او دهغوی دوحشت ډيرې بې شماره کيسې چې زما دسترګو ليدلي حالات دې اودتاويلې او ماويلې خبره نه ده په ياد کې لرم.

غروال صيب دخلق او پرچم ټول ګوند (د قاتلانو دګوند) په نوم بللی چې دايوه ناڅوانمردانه حمله ده . ډير پاک نفسه کسان هم په ګوند کې موجود و. داګوند دنړيوال سيستم (سوسيالستي بلوک) دهغه وخت يوطبعي انعکاس و چې په هرهيواد کې داسې ګوندونه موجودو . په افغانستان کې يوه نظم او نظام اواردو موجوده وه اونوردولتي او ټولنيز جوړښتونه هم فعال وو. برخلاف مجاهدينو څه وکړل؟ هرڅه يې دپاکستان داستخباراتو په دستور له منځه يونه وړل؟؟ که چپي حکومت داقتصادي – تولنيز نظام ديو خاص مودل له پاره هلې ځلې کولې ، ايا مجاهدينو کومه اجندا درلوده؟ دلسو نه زيات تنظيمونه داسلام په نوم څه مانا؟ لس اسلامه؟ ايا دوی رښتيا دهيواد ازادۍ مبارزين وواو که دقدرت وږي؟ دوی دغرب او پاکستان اجيران وو او که دازادۍ دلارې مجاهدين؟؟

که دکمونستانو لاسونه د مړوندو پورې په وينو سره دي نو دمجاهدينو ترڅنګلو. او که دانصاف په تله کې واچول شي نو د مجاهدينو جنايات څومرتبې درانده دي.
که نن دمجاهدينو دغه په نامه مشران چې لاسونه يې په وينو سره دي او نړيوال بشري سازمانونه يې نومونه هم اخلي په انتخاباتو کې اشتراک کوي نو بيا ولي پخواني چپي ګوندونه چې اکثره غړې يي لوړ تحصيلات لري دغروال صيب په نظر بايد له ټاکنو او سياسي ژوند نه محروم شي؟؟

اوس خو دکمونيزم او سوسياليزم نړيوال نظام هم نشته او نه له بهر نه تمويل کيدې شي. داکسان نوې مفکورې لري نوپريږدی چې سياسي ژوند ته راداخل شي او هيواد ته خدمت وکړي. چا که جنايت کړی وي هغه به اشخاص وي او يوه ورځ به ورسره محاسبه وشي که په ګوند کې وي او که بې ګونده.

غروال صيب وايي چې پرچميانو روسان راوستل. نه غروال صيب داسې نه ده. روسانو پرچميان راوستل. ببرک په روسي ټانک کې سپور راننوت. روسانو بريد وکړ او کارمل يې په تخت کيناوه.

غروال صيب اجازه ورکړی چې دافغانستان ټول وګړي بې له کومه توپيره په سياسي او ټولنيز ژوند کې برخه واخلي.باور وکړی چې يوازې په ملايانو او ږيرو رو داوطن نه اباديږي. هغوی ازموينه ورکړه او تراوسه په هيڅ کوم هيواد کې نه يوازې داچې دوی بريالي نه و بلکې داسلام په نوم يې هيوادونه بې اسلامه کړل. ايا ښه مثالونه يې دپاکستان اسلامې، دايران اسلامې او دافغانستان اسلامې نظامونه نه دي؟؟؟
ستاسې دليکنو داسې جملې لکه مسلمانو خويندو او ورنو... ) پس هندوان وطنوال مو څه کړل؟ بل ځای ليکی: (اسلامي محکمه...) مقصد مو څه دی ؟ ښه به نه وای چې مو دملی محکمې نوم اخيستی وای؟ تاسې دخپلو ليکنو په اخر کې ليکی چې : (اسلام دټولو نيک مرغيو ضامن دی) . غروال صيب که داسې وي چې موږ ټول نور علوم پريږدو او يوازې داسلام دزده کړو پسې شو. دادطالبانو نظر و چې هرڅه يې داسلام دنامه نه قرباني کول خو په دې فرق چې تاسې ورسره دديموکراسۍ ناره هم وهی، چې دواړه سره سم نه جوړيږي.
ښه به وای که مو خلک علم ته رابللی وای او پوهه مو دنيک مرغۍ ضامن بللی وای . موږ خو 1400 کلونه مسلمانان يو. ايا دا بنيادګرۍ ته د خلکو درابللو مانا نه لري؟؟

غروال صيب ! کله چې طالب جان ديولسم د سپتمبر بې ګناه قربانيانو وژل شرعي وبلل نو تاسې هم مخالفت وکړ، هو دا کرکې وړ يو نظر و خو کله چې هغه دټول افغان څخه ديوې مودې له پاره بستره بار کړه نو تاسې ورپسې ډېر خپه شوی او له هغه نه مو وغوښتل چې بيرته راشي. کله چې يې سر اوکله بيا راووته نو تاسې ورته تودهرکلی ووايه. نو ايا دچپيانو ليکنې دطالب جان ددې ليکنې نه هم بدې دي چې تاسې يې په کلکه مخالف ياست؟؟؟ داسې ښکاري چې دننه دزړه په تل کې اخواني او طالب ډول افکار و سره مينه لری ، خو که کوم چپي تيپه ليکنه وګوری نو سانسور، دخلکو د نومونو سبتولو او کنترولولو ته وطنمل صيب رابولی. داهم ديموکراسي؟ دا ديموکراسۍ کوم ډول دی؟ بابک ته مو په ديکتاتوري ژبه دځواب ويلو 24 ساته مهلت ورکړ. په کوم حق؟؟ زه بابک نه پيژنم خو ليکنې يې يو نوښت و او زما خوښې شوې چې ورباندې بحث وشي که څه هم دمحتوياتو سره يې پوره موافق نه وم.

رابه شم وطن مل صيب ته. هغه ليکي چې دخلق ديموکراتيک ګوند لا تراوسه دملي او نړيوالو محکمو نه براإت نه دی اخيستی نو له همدې امله تراوسه دډيرووژنو او ورانيو مسول ګنل کيږي. وطن مل صيب! ګناه ګار هغه څوک دی چې محکمه يې حکم وکړي.خو تراوسه داسې کوم حکم نه دی شوی نه څنګه تاسې هغه مجرم بولی؟ او که داسې وي نو بيا بايد طالب جان ته هم دليکنو حق ورنه کړی او هم نورو تندلارو ته چې دبيلابيلو ګوندونو استازيتوب کوي.
پورته ليکنه مې په دې مانا نه ده کړې چې زه ګوندې دخلقيانو او پرچميانو پلوی يم. ولي نني حالات دا ايجابوي چې بايد په سړه سينه او زغم سره ديوپراخه سياسي پلوراليزم کلچر په افغانستان کې رامنځ ته شي او هرجنايت کار په انفرادي توګه محکمې ته کش او دخپلوجرمونو ځواب ووايي. ډله ايزه اتهامات دګټې په ځای تاوان رسوي او وضعه لا کړکيچنه کوي. او که خبره ډله ايزه شي نو بيا کومه ډله له ګناهونو خالي ده؟؟
په درنښت


م ن غروال
14.09.2005

ښاغلۍ ش ي!
د سلامونو وړاندې کولو وروسته غواړم وپوښتم چې دومره زما ليکنو باندې مو چې غوصه شوې ده او هر څه مو په شکل د اشکالو غندلي ځواب کړي دي او نيوکې مو لرلي دي او حتی زما خبرې مو ناځوانمردانه بللي دي، ولې مو په هماغه اړونده بحث کي ګډون نه کاوه؟ ولې مو همالته سمدلاسه زما سپکو ته او ناځوانمردانه ليکنو ځواب نه ليکه؟
تاسو لا تر اوسه چيرته تشريف درلود؟ همدلته وئ خو په بله نامه؟ او اوس بيا ښاغلۍ ش ي شوئ؟ ولې مو ځان ندې ثبت کړئ، که دا ټول درته دومره ناوړه ښکاري او ځوابونه هم درسره وي؟
تاسو خو هم بايد شاهد وئ چې چپيان په کومو اخلاقو ليکنې کوي او څه ليکي؟ دا زرګنو مارکسيستي او لينني کتابو او د زرګنو متر متربع کتابتون څخه يې بايد همدا منطق وي او بس؟
هر هغه څه چې تاسو ته سپکه وي وړاندې يې کړئ!
که له قاتلانو او جنايت کوونکو ملي خائينانو غندل وي او هغو ته څه سپک په مخ درغلي وي هغه هم وليکئ! خائين ته او قاتل ته ولې قاتل او خائين ونه وايم؟
ناځوانمردانه؟ د ټکري لاندي په پټ مخ د ميلمه په نوم خلکو ته ښکنځل ،دې ته تاسو څه واياست؟
مجاهد؟ تاسو ته به يې معنی درمعلومه وي کولائ شي چې دا اسلامي معتبره ويز تعريف کړئ؟
د بابک په وړاندې ما تېرۍ کړۍ ؤ او که ده؟ د ده تېرئ مو وليده چې د نقاد ورور لخوا ځواب شو؟په بحث فورم کي د مقالو لپاره خو لومړۍ ځاي نشته او که بيا يې څوک ليکي بايد د خپلې ليکنې ځواب ووايي ولې يې ځواب ونه وايه؟ ما لا د ٢٤ ساعتو هم زيات وخت ورکړ خو ځوابونه ورک شول او بس! ولې هغه ليکنې چې د ملت درد نه درمل کوي او له خپلو ليکنو ځواب هم نه وايي بايد ړنګې نشي؟
د ليکنې او ترجمو يې چې دفاع نه وي د بحث فورم کي بايد سړئ د خپلې ليکني ځواب ووايي او که نه؟ ولې يې له ځوابه تېښته وکړه؟
بنسټ پالنه؟ بنسټ پالنه چيرته ده راپه ګوته به يې کړئ؟ کومه جمله به وکولائ شئ چې زما دليکنو يې دلته رانقل کړئ؟
طالب جان! هغه له خپلې ليکنې تر آخره ځواب ويلئ دي او بحث يې کړئ دي که د چا تر پامه غلط ؤ او که صحيح!
چا ويلي دي چې ګواکي ټول د ګوند غړي قاتلان دي؟ چيرته ده داسي جمله؟
ګوند قاتل دي يعنې د هغه رهبري قاتله وه او مسئوليت د هماغو خلکو پر غاړه دي چې د ګوند مرکزې کميټي او سياسي بيرو غړي ؤ! او زرګنو بې ګناه انسانانو د وژنې اوامر او هدايات يې ورکول!
تاسو زما په يوه بحث کي د آزاد خيال ورور سره لوستي دي چې ما څه ويلي دي؟
اسلامي محکمه؟ تاسو يې د ردکولو لپاره څه دليل لرئ؟ څومره اتباع د افغانستان مسلمان دي او څوک به غيري شرعي قضائي احکام په خپله افغاني قضی کي وغواړي؟ملې محکمه به په لوړه کچه وي او که اسلامي؟ د افغانستان غوندي په يوه مسلمان ټولنه کي به د دغو دواړو تر منځ توپير وکولائ شئ واضح کړئ؟
ولې منګل صاحبانو په ځواب کي زما ليکنه ړنګه شي؟ دوئ که خپله دلته ليکنه نه وي کړي بل چا د دوئ په نوم ځان ثبت وي د خبرو او پوښتنو په وړاندي کوم منطق دليل او د بحث او بيان که څه په ککرۍ کي څوک لري ولې يې نه وړاندې کوي؟
[color=red:acc13f3ca2]تاسو څه فکر کوئ چې اولسواکي يا ديموکراسي يعني غيرې اسلامي نظام؟[/color:acc13f3ca2]
[color=white:acc13f3ca2]مسلمانو خويندو وروڼو؟[/color:acc13f3ca2] ولې نه؟ د هنود اهل زمونږه له سياست سره خو لومړۍ کار نلري او دوهم دلته اصلاً حضور نلري زما يوازې خطاب خپلو مسلمانو خويندو وروڼو ته بايد وي٠ يعنې تاسو داسي معنی ترې اخلئ چې چپيان خو بې دينه دي نو ما هغوئ له خطاب څخه غورزولي دي، همداسي اخيستنه ستاسو له ليکنې وکړم؟ درست پوه شوۍ يم؟
دا خو واضح خبره ده چې لا دين ته زه ورور او خور نه کاروم٠ او که تاسو پرې نه پوهيږئ چې دليل يې درته وليکم!
تاسو څه فکر کوئ چې اسلام د ټول نيکمرغيو ضامن ندي؟ پوهه؟ کومه پوهه؟ هر هغه څه چې د اسلام له کړکۍ د انسان د ټولو ټولنيزو اقتصادي فرهنګي او سياسي چارو ضامن نه وي، کولای شئ چې په ګوته يې کړئ؟
بې شکه چې [color=green:acc13f3ca2]اسلام سپيڅلۍ دي او د انسان د ټولو نيکمرغيو هم ضامن[/color:acc13f3ca2]!!!
که تاسو ته څه پکي د غندلو وي مهرباني؟ او بله دا چې دا شعار خو څو مياشتې زما د لاس ليک په حيث په هره ليکنه کي ؤ ولې مو غبرګون ښکاره نکړ که په ريښتيا اسلام نشي کيدای د انسان د ټول نيکمرغيو ضامن شي؟
دا په کلونو او خلک بنيادګرۍ ته په رابللو هيڅ ډول کومه اړتيا مړتيا نلري!
[color=blue:acc13f3ca2]ديموکراسي؟ [/color:acc13f3ca2]وروره دلته به يوه مشوره درکړم چې لطفاً د خپلو خبرو په مفهوم لا اقل بايد پوه شي او که نه استدلال مو بيا له هره پلوه د علمي او منطقي بحث له چوکاټ سره فاصله پيدا کوي٠ او د ستاسو غوندي خلکو سره زه ډير داسي مخامخ شوۍ يم چې ديموکراسي ته ستاسو په شان ترجمه او مفهوم ورکوي او داسي نور! وروره زه ديموکراسي په ډير ښه کيفيت او معنی پيژنم او باور وکړئ چې ښوونکي ته پدې هکله هيڅ ډول اړتيا نلرم٠ او ممکن زما ليکنه مو د ([color=blue:acc13f3ca2]افغانستان او ديموکراسي[/color:acc13f3ca2]) په نوم لوستي وي او که نه موي لوستي چې پته يې درکړم ويې لولئ او هلته د بحث په فوروم کي هم پرته ده هره پوښتنه چې لرئ بنده درته حاضر دي٠
[quote:acc13f3ca2]باور وکړی چې يوازې په ملايانو او ږيرو رو داوطن نه اباديږي[/quote:acc13f3ca2]
ګوره وروره دلته مو له بړستنې پښې اوږدې شوي دي٠ بيا به يې وليکم چې د خپلو خبرو په معنی بايد پوه شئ! په ملا نه يوازې چې وطن بلکه ټوله دنيا آباديږي او تاسو چې ملا ويلي دي بيا مو هم لکه مجاهد، ملأ سم ندې پيژندلئ٠
[color=white:acc13f3ca2]ږيره؟ [/color:acc13f3ca2]دا سمه ده هو په ګيره وطن نه آباديږي خو ګيره تر ګيري بيا فرق لري٠ د فيدل کاسترو ګيره مو که منظور وي نو هغه درسره منم او که د ملا عمر ګيره مو منظور وي او يا د مسعود دا هم منم٠خو :
که له ګيري مو د جناب حضرت رسول اکرم محمد مصطفی صل عليه وسلم سنتو مرام وي نو بيا به په بل ډول ځواب ولولئ دا به نو اوس په تاسو اړه ولري چې تاسو کوم ډول ګيره يادوئ! او پاتې شول بريتونه، پدې کي څه واياست چې په برېتو خو به وطنوالو ته چا کور کالي ډوډۍ نه وي ورکړي؟ او که ګور کفن او زهر يې ورکړل؟ او لا هغه يې هم په برخه نشول! که څنګه ؟ د انکار خو به څه درسره وي او که نه؟
[quote:acc13f3ca2]موږ ټول نور علوم پريږدو او يوازې داسلام دزده کړو پسې شو. دادطالبانو نظر و چې هرڅه يې داسلام دنامه نه قرباني کول خو په دې فرق چې تاسې ورسره دديموکراسۍ ناره هم وهی، چې دواړه سره سم نه جوړيږي. [/quote:acc13f3ca2]
ما خو چيري هم ندي ويلي چې نور علوم دې پرېښودل شي٠ او نه مې هم د طالبانو واکمنۍ ته يا د يوه اسلامي نظام په سترګه کتلي وي٠ تاسو له کومه ځايه داسي اخيستنه کړې ده؟ صرف د ما د شعار څخه؟
[color=green:acc13f3ca2]اسلام مقدس دي او د انسان د ټول نيکمرغيو هم ضامن[/color:acc13f3ca2]! له دې څخه؟ که لدې مو داسي اخيستنه کړي وي باور وکړئ چې لږ نه ، ډيرتېر وتلي ياست او که زه حق په جانب نه وم نو له نورو ټولو لوستونکو هيله کوم په تېره بيا هغه څوک چې د اسلام دين علمأ دي لکه محترمين ، هر يو طالب جان، حليمي، او څاروان وروڼه او مشران!
د طالب جان غندي لوئ عالم او دروند شخصيت! څه فکر کوئ چې په چپيانو کي به وي؟ له هغه سره مو د ډيرو سختو او تاؤ تريخوالو سره بحث درلودلۍ دي تاسو له ده کومه يوه سپکه کلمه ليدلې ده؟ او چپيان خو ګورئ چې نه له خپل ګونده دفاع کولۍ شي او نه هم څه د منطق ورسره دي او نه هم کولائ سي چې له خپلو ليکنو ځواب ووايي٠ د طالب جان او د چپيانو تر منځ واټن ډير زيات دي لږ نه!
وروره په آخر کي وايم چې زما ټولې ليکنې يوازې پدې هدف دي چې هېواد کي جګړه ورکه شي او پښتانه نور د جهاد په نوم د اور سوځوونکو لمبو ته ورټېل نه وهل شي او د هېواد قاتلان ملي خائينان وطنپلورنکي بايد وغندل شي او محاکمه شي او هېواد بيا د يوه سوله اييز اولسواکه سياسي نظام پر مخ خپل ګامونه چټک کړي٠ او هر څه چې دي بس ټول همدا دي او بس!
په درناوې
م٠ ن٠ غروال[color=#444444:acc13f3ca2][/color:acc13f3ca2][color=#444444:acc13f3ca2][/color:acc13f3ca2]


Anonymous
16.09.2005

غروال صيب سلامونه
ډير مشغول يم او په سختۍ دليکلو له پاره وخت پيداکوم. خو کوښښ به وکړم چې ستاسې ليکنې ته په لنډ ډول ځواب درکړم.
لمړی خو بايد ووايم چې زما دليکنې نه مو سم برداشت يا نه دی کړی او يا مو نه دي غوښتي. مانه دي ليکلي چې زه د منګل اويا بابک دليکنو دړنګولو سره مخالف يم اويا ورباندې خفه شوی يم. اصلا دا دبحث موضوع نه وه. بحث ستا په شديد عکس العمل ، نامناسبه کلماتو ، مغروريت اوګوندې دټول افغان ټيکه داری ستاسې په لاس کې ده زما ليکنې هدف و.
که کومه ليکنه دې په طبعه نه وي نودستې ورباندې دمارکسيزم لينييزم ټاپه لګوي. لکه چې دې دخپلې ليکنې په پيل کې دستې په ما لګولې ده. که څه هم ما په دې باب مې پوره وضاحت ورکړی وفرق په دې کې دی چې زه دسياسي پلوراليزم پلوی يم اودخلقيانو – پرچميانو له ډلو نه يوازې هغه کسان چې په جناياتو تورن دي بايد وويستل شي اونور يې په سياسي پروسه کې له نوروسياسي ډلو سره يوځای وطن ته خدمت وکړي.
تاسوليکی:
١-((تاسو لا تر اوسه چيرته تشريف درلود؟ همدلته وئ خو په بله نامه؟ او اوس بيا ښاغلۍ ش ي شوئ؟ ولې مو ځان ندې ثبت کړئ، که دا ټول درته دومره ناوړه ښکاري او ځوابونه هم درسره وي؟)) . ايا دا په تاسو پورې اړه لري؟ دلته مو واقعا له خپلې بړستنې پښې اوږدې کړي دي.کوم نوم کاروم ، ثبت يم يا نه يم ثبت، دابيخي خصوصي مسلې دي.ايا برعکس داد دې مانا نه ورکوي چې دشهرت غوښتونکی نه يم اوهدف مې يوازې دادی چې په ازاده ډول خپل نظرښکاره کړم؟
٢-تاسې ليکی:
((اسلامي محکمه؟ تاسو يې د ردکولو لپاره څه دليل لرئ؟ څومره اتباع د افغانستان مسلمان دي او څوک به غيري شرعي قضائي احکام په خپله افغاني قضی کي وغواړي؟ملې محکمه به په لوړه کچه وي او که اسلامي؟ د افغانستان غوندي په يوه مسلمان ټولنه کي به د دغو دواړو تر منځ توپير وکولائ شئ واضح کړئ؟)). موږ دپخوانيو حکومتونو په قوانينو کې داسلامي محکمې په نوم کوم ويزدرلود؟ ايا دداسې اصطلاحاتو کارول قانوني تعريف اوموجوديت ته اړتيا نه لري؟ که ستاسې طرحه شوو پوښتنو ته پخپله ځواب وواياست مهرباني به مووي. ايا ستا په نظر ټول پخواني حکومتونه غيراسلامې و؟ دداودخان او ظاهرشاه په شمول؟ ستاسي داخبرې کټ مټ طالبي اجنداته ورته نه دي؟
٣- ليکلي مودي:
((مسلمانو خويندو ورونو؟ ولي ؟ ولې نه؟ د هنود اهل زمونږه له سياست سره خو لومړۍ کار نلري او دوهم دلته اصلاً حضور نلري زما يوازې خطاب خپلو مسلمانو خويندو وروڼو ته بايد وي٠ يعنې تاسو داسي معنی ترې اخلئ چې چپيان خو بې دينه دي نو ما هغوئ له خطاب څخه غورزولي دي، همداسي اخيستنه ستاسو له ليکنې وکړم؟ درست پوه شوۍ يم؟)). اول کومه بزرګۍ لری چې ستاسې ليکنې به اهل هنود نه لولي؟ او ولي يي له سياسته بيلوی؟ او څه خبرياست چې حضورنه لري؟ ايا تاسې دټول افغان دليکونکو اولوستونکو دين اومذهب هم پيژنی؟ دچپيانو په باب مو دلته خبره کږه اوله کينې ډکه ده، اوقضاوت مو عيني نه دی. ايا تاسې واياست چې دچپې حکومتونو په موده کې په افغانستان کې ملايان اوجوماتونه نه وو؟ اوتاسې اوريدلي يا ليدلي چې په هغوی کوم بنديز لګيدلی و؟ او که يوازې دهغه وخت دساړه جنګ- دغرب اوپاکستان دتبليغ اوپروپاګند تراغيزې لاندې راغلي ياست. زه خو هغه وخت په افغانستان کې وم ، ډيرچپيان مې ملګري درلودل ، يوهم داسې بې دينه نه و لکه چې تاسې يې تعريف کوی. په دې فرق چې تاسې حتمي هغه وخت په پاکستان يا غرب کې واست اودهغو رسنۍ ستاسې يوازينی معلوماتي سرچينه وه.
تاسي بيا ليکلي:
٤ ((تاسو څه فکر کوئ چې اسلام د ټول نيکمرغيو ضامن ندي؟ پوهه؟ کومه پوهه؟ هر هغه څه چې د اسلام له کړکۍ د انسان د ټولو ټولنيزو اقتصادي فرهنګي او سياسي چارو ضامن نه وي، کولای شئ چې په ګوته يې کړئ؟ بې شکه چې اسلام سپيڅلۍ دي او د انسان د ټولو نيکمرغيو هم ضامن!!!)) غروال صيب ! دلته نو واقعا نه پوهيږم چې مو مقصد څه دی. تاسې ددې دنيا نيک مرغي واياست او که دهغې دنيا؟ ستاسې دمسلمانانو نيک مرغۍ ته اشاره ده او که دانسانانو؟ که مو هدف دآخرت نيک مرغي وي نوبيا به بحث نه پرې کوو. دا يوديني بحث کيږي اودلته به بې ارتباطه وي. خو که خبره ددې ددنيا دنيک مرغيو ضامن توب هم وي نوبيا به ښه وي که دا راته تشريح کړی شی. دلته خبره داسلام دمقدس دين په باب نه ده،اونه په هغه کوم شک لرم بلکې ستاسې دګونګې جملې اوويزونو دکاروني په باب ده چې ورباندې پوهيدل اسان نه دي او په ځانګړې توګه چې پوښتی: پوهه؟ کومه پوهه؟ اويا چې واياست : ((اسلام سپيڅلۍ دي او د انسان د ټولو نيکمرغيو هم ضامن!!! )) بياهم که خبره مو دمسلمانانو په باب وي سمه به يې وبولو خو چې تاسې دانسان کلمه کاروی په دې مانا چې نامسلمانه انسانان نيک مرغه نه دي؟ يا په بله ژبه اسلام دجاپاني اويا چينايي انسان سره دنيک مرغۍ په اړه څه ارتباط لري؟ ايا تاسې چې څه ليکی په مفهوم يې پوهيږی؟ ولي هرڅه ته دمذهب له کړکی ګوری؟ له تاسې خو دطالبانو دبهرنيو چارووزير هم ښه نظر درلود چې په خپله وروستيو مرکه کې ويلې و چې هرې مسلې ته بايد دمذهب له کړکۍ نه ونه کتل شي. حتمي به مو لوستلې وي.
٥- دديموکراسۍ په باب که تاسې زما مشورې ته اړتيا نه لری نوزه يې هم ستاسې ته نه لرم. زموږ ديموکراسۍ سره په رښتيا بنسټيزتفاوت لري.
٥- تاسونيوکه کوی:
((دا سمه ده هو په ګيره وطن نه آباديږي خو ګيره تر ګيري بيا فرق لري٠ د فيدل کاسترو ګيره مو که منظور وي نو هغه درسره منم او که د ملا عمر ګيره مو منظور وي او يا د مسعود دا هم منم٠خو :
که له ګيري مو د جناب حضرت رسول اکرم محمد مصطفی صل عليه وسلم سنتو مرام وي نو بيا به په بل ډول ځواب ولولئ دا به نو اوس په تاسو اړه ولري چې تاسو کوم ډول ګيره يادوئ)) غروال صيب ولي مو ديني او سياسي ګيري سره ګډې کړې دي؟ تاسې پخپله پوهيږی چې اشاره مې چاته ده ، د جناب حضرت رسول اکرم محمد مصطفی صل عليه وسلم دمبارکې ږيرې يادول دلته مناسب کار نه دی او نه بايد په دې چټلو سياسي بحثونو کې راداخيل شي. ولي مو يووار ١٤٠٠ کلونه شاته ټوپ وهلی ؟ غواړی بحث ډراماتيک کړی او دټاپي وهلو ته يي جوړ کړی؟ حليمي صيب خو دوخته ستاسې په پلوي (لکه چې هميشه داکارکوي) دابحث دکفراوالحاد نه ډک بللی دی. زه خو په هيڅ صورت په دې کې داسلام دمبارک دين په خلاف څه نه وينم.
تاسې پوهيږی چې زما مقصد له اوسنيو سياسي ګيرو څخه دی. له هغو ګيرو څخه چې په زرګونو دکابل ښاريان اونورو ولاياتوملکي اوبې ګنه اوسيدونکی په راکټونو ويشتل، دارګ دقبضي په خاطر يي څومره بې ګناه انسانان قتل کړل؟ هغه ږيرې يادوم چې په کابل ننوتل، دوحشيانو په څير يې هرڅه لوټ کړل اوپه ډيروپيغلو نجونواوښځو په عزت يې تيرۍ وکړ؟ او نور نور..
٦- دطالب جان دشخصيت په باب بحث نه و . خبره دهغه دخطرناکو نظرياتو په باب ده چې تاسې ورسره په په نهايت کې خپله موافقه ښودلې ده. اياستاسې په نظر چې يو څوک په خوله کې پوست وي، او سپکې کلمي نه کاروي خو نور چې هرکارکوي يا هرنظر لري ښه سړی دی؟ وايي هتلرداسې ښې خبرې کولي چې ټول خلک يې جزبول. فکر وکړه که دطالب جان په څيرکس ته قدرت لاس ته ورشي؟

غروال صيب! دافغانستان مسايلو ته بايد دمختلفو زاويو نه په پراخه مفهموم کتنه وشي. يوازې په چپيانو يا ښې لاسو ګناه اچول سم قضاوت نه دی. افغانستان په واقعيت کې دختيځ او لويدځ دساړه جنګ په موده کې دمقابلې ډګر و. دواړو خواوو خپلې ډلې لرلي او يو په بل يې وژل. له يوې ډلې سره شديد حساسيت ښکاره کول دمسلې دپيچدګی نه ناخبري څرګندوي. په افغانستان کې دجکړې پای ته رسيدل او بيا جوړونه دافغانستان ټولو سياسي ډلواوګوندونو ته اړتيا لري اودا دچپيانو په شمول. بايد هير نه کړو چې هغه پروني چپيان په پروني نظر وجود نه لري اوهغه سيستم له منځه تللی دی. او مرتکبين ؟ بايد ټول په سزا ورسيږي له هير ډلې چې وي، ډير يي لا اوس هم دقدرت په ګدۍ ناست دي. زه به هيڅ کله دکوم چپي ګوند غړی نه شم ، خو دسياسي ژوند څخه دهغوی بې برخې کول سم نه دي او ممکن هم نه دي. هغوی به برخه اخلي که دچا خوښه وي او که نه. دادسياسي نظام دانډول او بيلانس له پاره يواساسي امر دی.
دروسانو دوتلو نه وروسته نجيب اله دري کاله په ډيروسختو شرايطو کې د شته من غرب په ملاتړدمجاهدينو دحملو مخنيوی کاو. داددې مانا ورکوي چې دخلکو ديوې پراخه ډلې ملاتړ ورسره و. نو پس دهغوی تجريد ممکن دی؟


م ن غروال
17.09.2005

ښاغلۍ ش ي سلامونه ومنئ!
فکر کوم د خبرو لپاره نور څه نه پاتي کيږي ځکه چې زه له تاسو سره پدغه ليکنه کي د لاندنيو يو څو جملو پرته نور څه نه پاتې کيږي چې ويې وليکم ځکه زه نورکامل موافق يم٠
اما سره لدې غوره بولم د بحث پرته چې تاسو ته د سر درد درکړم يوازې يو څو ټکې د ستاسو د ذهن د لا روښانتيا لپاره که وليکم ممکن ما او تاسو نوره هم يوې نږدې توافق نظر ته سره نږدې کړي٠
محترم حليمي صاحب پر تاسو د ملحد ټاپه نده لګولې او زما هم کوم شخصي دوست ندې يوازې د ټول افغان د يوه ښه ليکونکي په حيث يې پيژنم او درناوۍ ورته لرم او نه يوازې زه بلکه زما په شان يې نور يې هم په خپلو مهربانيو نازولي دي٠
پاتې شو زما دا شعار : اسلام مقدس دي او د بشر د ټولو نيکمرغيو هم ضامن!
اسلام يوازې مسلمان ته نه بلکه بشر ته او يا انسان ته راغلۍ دي او انسان ته د انسان لوړ د اخلاقو کلتور ورزده کوي او ټول احکام يې د انسان لپاره نيکمرغي راوړي٠ دا چې څوک يې مني او يا نه، او يا څوک څرنګه له احکامو ګټه پورته کوي دا نورې خبرې دي او خپله اسلام همدا شعار لري او بس!
بيا هم که تاسو ته دا سم نه وي نو د اسلام په فورم کي وپوښتۍ ځواب به انشأالله تر لاسه کړئ٠
ګيروَر ؟ دلته د ګيرې ګلمې کارول ښه ندي٠ ځکه ګيره نور هم لري چې له جناياتو پاک دي٠ خو هماغه درد ته چې تاسو ګوته نيولې ده زه ورسره بشپړ موافق يم او دا البته واقعيتونه دي چې سترګې پټول امکان نلري٠
نجيب چې هر څه کول که ښه يې کول او که بد، خو ولس ورسره نه ؤ ولاړ! اما که د هغه خبرو عملي بڼۀ اغوستې وای د دومره اوږده مهال کورنۍ جګړې به په ډيره پرېمانه کچه مخه نېول شوې وای٠ او هماغه خلک چې د نجيب پر ضد ؤ په کورنۍ جګړه کي نور په واقعيت کي د نجيب د وخت په ارمان شول٠
هنود؟ احياناً که په دومره اوږده موده کي لااقل يوازې يو کس له هنود وطنوالو هم په ټول افغان کي وای ما به د مسلمان کلمه نه بلکې يوازې افغان وطنوال کارولي وای٠ او څوک چې د اسلام له دينه منکر دي او لا تراوسه يې په رګو کي د مارکسيستي ايديا نظر هضم شوۍ پروت وي او دين په هيڅ وجه نه مني، زه يې د قرأن ارشاد او هدايت پر بنسټ ورور ورته نشم ويلای٠
زه هم د ټول خلقيانو او پرچميانو پر ضد نه وم او نه هم يم٠ لکه څنګه چې تاسو هم ويلي دي د مجرمينو او قاتلانو پرته، او دا بايد هېر نکړو چې د اسلام له دينه منکر ګونديانو پرته هم،نور ټول زمونږه او تاسو وروڼۀ دي او بايد په هر سياسي نظام کي راسره ګډون ولري٠ او ورته اړتيا هم ليدل کيږي٠
زما نورې خبرې مو چې ندي ځواب کړې که موافق واست نوره بحث ته اړتيا نه وينم او دا په آخر کي وايم چې هر ځاي که تاسو له ما سپکه وليده او نارواه او غير وجداني او انساني او اسلامي او دا سي نور، نو هيلمن يم چې په نيوکه به مې خوښ کړئ٠
د ملي او اسلامي محکمې په هکله توپير شته خو افغانستان کي يې ځکه نلري چې اوس مسلمان ولس غواړي شرعي احکام پخپله قضی کي ولري٠ او که احياناً داسي شول چې اسلامي يا شرعي احکام په قضی کي په پام کي ونه نيول شول لکه ترکيه پاکستان تاجکستان ازبکستان او داسي نور، نو بيا ورته اسلامي محکمه نشو ويلای٠ ځکه زه د ملي محکمې په نسبت د اسلامي محکمي پلوي کوم او د خائينانو محاکمه په اسلامي محکمې کي غواړم٠
خو سره لدې حقيقت دا دې چې واقعاً بايد محاکمه شي نو که تاسو بيا په اسلامي محکمې نيوکه لرئ چې نه، ملي، هغه هم د اوس لپاره زه درسره موافق يم٠ اما لدې نبايد د بنسټ پالنې معنی واخيستل شي٠ د اسلام غوره بلل او بنسټ پالنه دا سره په توپير کي دي٠
ټيکه دار؟ نه وروره، زه يوازې د خپلو افکارو مخالف سره تر هغه وحته غږيږم چې د درناوي په پوله راسره په مطرح شوي جريان بحث وکړي٠ او نه دا چې نور يې په وس نه وه د بابک په څير تهمت ولګوي٠ او که ما مزدک او منګل صاحبانو ته د خائين او وطنپلورونکي خطاب کړۍ وي دا به زما حق وي چې زه هغوئ په همدغه څېرو پيژنم٠
اما بابک ته ما تېرۍ ندې کړۍ او که وي هغه به وواياست٠ دا چې ټول افغان زما وړانديز منلۍ دي له هغو بايد پوښتنه وکړۍ، نه دا چې زه ټيکه دار يم٠
طالب جان؟ دهغه په هکله هماغه زما ښه صفت تاسو ته کفايت کوي او د قدرت غوښتلو په هکله چې دوئ څه غواړي هغه ناسم ندي٠ هغو پوره اسلامي نظام غواړي او زه يې هم! د دوئ يې د توپک په زور غواړي زه د سولې له لارې، دوئ يې بنسټ پالنه تِأيدوي او زه اولس ته واک ورکوم٠
که ولس وويل او چې سينما دې وي او ښځې دي تلويزون کي سندرې وکړي او ګيره دې هم خريلي وي او داسي نور، زه په سر د سترګو دا منم اما د اصلاح لپاره به يې هرمرو مبارزه کوم او اسلامي تبليغ! هر څومره چې اولس د اسلامي اخلاقو روزنه وکړي هماغه اندازه به اسلامي نظام اولسواکۍ ته مخه کوي٠ خو خير دا بل بحث دي اما د نقاد ورور ځواب هم له سترګو تېر کړئ نو ځکه زه له طالب جان سره په ډيرو مسايلو کي موافق يم٠ که هر څوک وي مسلمان او د دين عالم دي٠
ديموکراسي؟ تر هغه حده چې مې خپل اند ته د (افغانستان او ديموکراسي) په ليکنه کي يو تر حده له ديموکراسۍ انځور ورکړۍ دي بس هماغه دي او بس! البته خبرې خو زياتې دي خو صرف دا غواړم رد کړم چې زه بنسټپال نه بلکه ستاسو په شان او ديموکرات مسلمان يم٠
بيا هم که کومه پوښتنه وي په دواړو سترګو!
او ستاسو ثبتېدل؟ دا ځکه چې تاسو پخوا هم ممکن دلته په بحثو کي تشريف درلودلۍ وي زړه تنګ ځکه شو چې ولې دې په بله نامه ش ي په نوم بمبارۍ پيل کړې؟ او بيا که دا سمه نه وي نو ولې مو نېوکي هماغه وخت نه مطرح کولې؟ دا ټول ځکه چې تاسو ته د بابک ليکنو او منګل ليکنو ړنګولو او زما سختدريځه ځوابونه په غوسه کړئ! او له هره طرفه چې مو خوښه وه ماته مو وليکل تر دغه حده چې (ناځوانمردانه)، مو هم خطاب کړم ،! ناځوانمردانه د هغه چا کلتور وي چې نا ځوانه وي نامرده وي د ميلمه په نوم يوازې ښکنځل هدف وي٠ زه يې ليکم په ډګر او په جرأت او په خپل نوم، او له هيچ چا هېره هم نلرم٠ او بيا که لازمه وه چې بايد نور مې نوم ونه ليکم هغه به وکړم او ما مخکي هم په مستعار نوم ليکنې درلودي ځکه وضع ډيره کړکيچنه وه ، خو ښکنځل او داسي نورې حملې، دا به زه سوګند ياد کړم او لوړه به وکړم او ايمان ولرئ چې د غروال قلم به لدې اړخه يو تورۍ هم رسم نکړي٠
تاسو دا ناخوښوونکي کلمه چې کارولې ده علت يې ستاسو نهايت غوصه به وبولم او که نه وي نو بيا به وليکۍ چې ولې او په څه ناځوانه يم؟ خو په هر حال!
اميد کوم چې ستاسو دناراضيتوب لپاره مې دا ځل ځواب ويلۍ وي٠
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more