د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ملي سرود کريغه٠٠٠

Durkhanai
14.09.2005

سلامونه او نیکې هيلې وه منۍ!

-"د بیچاره افغانستان بیچاره ملي سرود"،٠٠٠ په زړه مې را وه ګرځیده کله مې چه د ډیر محترم جهاني صاحب لیکنه[color=blue:888ac5d20d][i:888ac5d20d] "ملي سرود خو هم یو داستان لري" [/i:888ac5d20d][/color:888ac5d20d]و لوستله٠
بیچاره ملي سرود٠٠٠ کله د کمونستانو په لاس ځانګي، کله د مجاهدينو، کله د طالبانو او کله هم د کپيتالیستانو د نانځکو نښانه سي٠ یو معصوم بې ژبۍ ملي سرود٠٠٠
د "ګډوډیشن" په اوسنۍ دوره کی به د ملي سرود خوا مخوا دغه حال وي،٠٠٠ د خره شو -ویونکو څخه نیولې تر د امریکا، عربستان، ایران او پاکستان سوغاتونو پورې ټول اوس په یو دسترخوان یو پسه ته ناست دي٠ اوازونه لوړ دي، ارادې پخې او ګټې بیشماره٠
یو وخت د یووالي غږونکۍ ملي سرود اوس د تجارت په تله پروت اول د چا د ګټې نغمه وه غږوي؟

نو خبر خو د ملي سرود ده٠ کوم چا د ملي سرود څخه هم ټپوس کړۍ چه دۍ څه غواړي؟ "کور غواړي یا کالي غواړي"؟ زه باور لرم چه د ملي سرود هم زمونږ د هیواد په شان زړه ډک دۍ٠یوه کريغه یې په خوله ده٠٠٠ تاسو یې کریغې ته غوږ کړۍ: دۍ نه "د ازادي او نیکمرغي لمر" ویني، نه "تل افغان ملت تل جمهوریت" ويني، نه د "وطن د عشق افتخار" ویني او نه هم د چا په زړه کې ریښتینۍ د "الله اکبرتوب" ویني٠٠٠ دۍ د ملي سرود معنې تاسو نه پوښتي٠٠٠ دۍ د ملي سرود ملت لټوي٠٠٠ دۍ نه ملت ویني او نه هم د ملي سرود اهمیت!

شاعر د افغانانو او افغانستان حالت داس بیانوي:

[color=green:888ac5d20d][i:888ac5d20d]ترقی مردم روز به بالا است
ما از بالا به پایان میترقیم[/i:888ac5d20d][/color:888ac5d20d]

والسلام!


نقاد
24.09.2005

.............................[color=blue:17c15801a7] ټول افغان ته ښه راغلاست [/color:17c15801a7]

[color=cyan:17c15801a7]د ټول افغان د ګودر ﻻر شرنګوې
.................................................که د آدم د رباب تار شرنګوې
نرې ! پتمنې ميړنۍ پښتنې !
............................................... هرکله راشې درخانۍ پښتنې [/color:17c15801a7]


pattang
24.09.2005

نقاد خانه وروره سلام عليکم!
له فردوسي نه ته اوچت ئي ، ستا داکار زما ډير خوښ شه ،خداي پاک د نور هم قدرت درکړي چي په پښتني ګاڼه سنګاري , نورې داسي هرکلۍ هم وکړې٠
دپښتنولي په مينه پتنګ


نقاد
25.09.2005

محترمې او پتمنې درخانۍ ته تر سلام وروسته :
پښتنو وکيلانو د لويې جرګې په بهير کې خپل دريځونه پريښول او په اساسي قانون کې يې د ستمي وکيلانو غوښتنه چې ملي ژبه يې نه منله او هم يې په ملي سرود کې د ١٦ قومونو د نوم يادول غوښتل بالاخره ومنله ،
نو ملي سرود د اساسي قانون له مخې بايد د ټولوورونو قومونو نومونه ولري، چې د جهاني په وروستي شعر کې خوندي شوي او همدغه شعر د اړونده کميسيون له خوا منل شوی او د کمپوز جوړولو په پړا و کې ځنډيدلی دی.
زما پر اند دغه اساسي قانون به څوکاله وروسته تعديل او ډير څه به پکې نوي شي !!!


م ن غروال
02.10.2005

پتمنې خورې درخانۍ سلامونه ومنئ!
د ملي سرود په هکله بايد ووايم چې مونږه او تاسو پدې ټول ښه پوهيږو چې اصلاً ستونزه چيرته ده٠ ستاسو د ليکني په تائيد په ريښتيا چې ولس له ملي سرود څخه نورو ډيرو سياسي بحرانو اړول او اصلاح کولوته اړتيا لري لکه : د حکومت د چارواکو د تقرريو او اساسي قانون د سمښت او د مخدره موادو د مخنيوي او همدا ډول د بهرنيو اقتصادي مرستو مناسبه ګټه پورته کول د پښتون ضده سياستوالو د سياسي کار مخ نيوۍ او داسي نور!
خو دا به داسي معنی هم ورنکړي چې ګواکي هېواد دې ملي سرود ونلري٠ دومره ډيري خبري او جنجالونه اصلاً د بحث وړ ندي٠ اما د پښتو او پښتنو دښمنان لا په واک کي دي چې هم توپک او غلا شوي په سلګونو ميليون ډالره لري او هم د امريکي د سياست حمايت لاندي دي٠
دوي غواړي په لومړي ګام کي ملي سرود له پښتو په فارسي يا په اوزبکي واړوي او ځکه خو اوس ښاغلي هېواد مل ته دا ډيره ارزښتمنه ده چې د قومونو په يادولو کي نبايد د پښتون ټبر په لومړي ګام کي ويادول شي٠ دا چې لا اقل ملي سرود يې په پښتو کړ، هم زما په اند انقلاب يې کړۍ دی٠
او کله چې د شهيد محمد داود خان ملي سرود هيڅ نيمګړتيا ونلري ولې اصلاً بل شعر او کمپوز ته اړتيا وليدل شي؟ د هغه وخت د ملي سرود د ردکولو لپاره چارواکي څه منطق لري؟ خو له بده مرغه مونږه پښتانه لا اوس هم ويده يو او پدې نپوهيږو چې څه کوؤ او څه هم بايد وکړو!
د ښاغلي نقاد ورور خبره چې اساسي قانون هم بيا يو تجديد نظر ته ډير اشد ضرورت لري تر څو پښتو او ملي سرود خپل اصلي مخ بيا راژوندۍ کړي٠
په درناوې
غروال


نقاد
12.10.2005

..................... [color=blue:c19773e49a] ملي سرود او ملي ټولنه [/color:c19773e49a]

[color=cyan:c19773e49a]درېغه درېغه د ملي سرود په کرېغه
............................................. څوک يې باسي له نيوکو څوک له تېغه
خو پښتو او پښتنو باندې جوړيږي
...................................................ا فغاني مـــلي ټـــولــنه نيغ په نـېغه ![/color:c19773e49a]


نقاد
15.10.2005

ښاغلی کوشان ښې چارې !

هسې خو د ميرويس نيکه د پاڅون بنسټ هم له مکې شريفې څخه صادره شوې فتوا او د هوتکيانو ټول قيام د د ايران د تشيع په وړاندې د تسنن پاڅون و، اود دغه پاڅون د تسنن پر بنسټ دوام موندلی دی. تسنن دې د احمد شاهي امپراتورۍ بسټ هم وۀ - کومه چې تر نشاپور ، اسفهان او بلوچستانه پورې د هند سمندر ته رسيدلې وه .
خو زما مطلب دا اصل دی چې د اختلاف په صورت کې پښتونولي او ولسواکي داسلام تابع ده، يعنې اسلامي اولويت به عملي کيږي ، او که اختلاف نه وي ، ولسواکي به مخکې ځي او پښتو او پښتونولي هم تر اوسه پورې داسلام په خلاف نه، بلکې داسلام تر څنګ چليدلې او ژوندۍ پاتې شوې ده . څنګه چې داختلاف برخه يې تر منځ ډيره کمه اد محدوده ده مونږ ته د پراخه وحدت ښه زيری او چانس راکوي ٠د ١٩٦٤ کال اساسي قانون ددې ادعاښه ښه ښکارندويي کوله ٠
[color=white:73f04da8ad] مجبوريم دلته د هغې ليکنې يوه برخه را انتقال کړم چې په بل فوروم کې مې کړې او د يو پوهاوي له پاره پرې بسنه کوم :
ـ هغه مجاهد قهرمان ولس چې شوروي او دهغوی ﻻسپوڅي افغاني کمونيستان يې پر ګونډو کړل، سورا ستعمار يې له خاورې څخه ووېست، همغه قهرمان ولس به د تنظيمونو، ملايانو ،حجري طالبانو او ټوپکسالارانو نادودې هم ختموي او همغه اتل ولس به اوس په زيات تدبير ، سياسي اند او مبارزې سره خپله عصري، سوچه افغاني او سلامي ولسواکي هم پلې کوي!
په څه ډول چې اسلام او افغانيت او پښتونولي سره جوړ راغلي، دغسې به عصري ولسواکي ، افغانيت او سپيڅلي اسلام هم سره درې اړخيزه سمون ،پيوند او کوشير اخلي او هيڅ يو به بل له منځه نه وړي . ددوی اړوند درې برخې او درې درجې ولري :
١ــ هغه ستره او اصولي او اساسي برخه چې ولسواکي پکې اسلام او افغانيت غواړي ، اسلام پکې افغانيت او ولسواکي غواړي او افغانيت په کې اسلام او ولسواکي غواړي او يو له بل سره په ارګانيک ډول سره تړلي دي ! دا پراخه برخه د درې واوړو کډ اوليتونه دي او د متقابل تړاو لوړه درجه لري !
٢ــ هغه برخه او درجه ده چې يو له بل سره په ې سازش کولی شي بي له دې چې خپل اصول او موازين کنډو يا له ﻻسه ورکړي! دا هم د ژوندانه پراخه برخه ده خو د متقابل تړاو درجه يې ضعيفه ده.
٣ــ هغه وړه برخه چې تړاو سره نه لري ، متقابل سازش هم سره نشي کولی، خو يو بل يې سره زغملي اوتحمل کولی شي . د يوه له پاره اولويت لري ، ترې تيرېدای نشي خو بل اړخ يې زغملی شي!
يو اتل او قهرمان ولس دغلته مالوميږي چې وکوﻻی شي او چمتو اوسي د خپلې ټولنې او خپل ملت د خير ، سولې پرمختګ او سرلوړۍ له پاره ددريواړو سترو ارزښتونو اړوند ، پيوند، همغږي، سازش وساتي او د هغوی پر متقابل زغم کې هم برلاسی ولري !!!
د افغان ولس فرد فرد ، نار ينه او ښځېنه ، زوړ او ځوان هر يو دا شهامت او قهرماني لري چې دغه اړين تاريخي رسالت په نره توره ترسره کړي او د يوه مدبر ملت ه توګه نړۍ ته راڅرګند شي . د لوی خدای په مرسته ! والسلام ![/color:73f04da8ad]


نقاد
07.11.2005

[quote:353b4d69e3]که اسلام تاسی ته لمړی مقام لری نو بيا افغانی ټولنه په اسلام او مسلمانانو جوړيږی نه په پښتو او پښتنو، [/quote:353b4d69e3]
اسلام دين دی نه ملت ، پښتانه مسلمانان هم دي، داچې پښتو مترق ده که اسلا، هرچاته روښانه ده چې اسلام ترې مترقي او رغنده رول لري نسبت پښتو ته !
سره له دې هغه څه چې په پښتو کې رغنده او مترقي پاتې دي او د اسلام پر ضد هم نه دي، د اسلام تر څنګ کارول کيږي !
[quote:353b4d69e3]او چی زموږه ملی ګټی او ملی واکمنی بايد قران سره برابره وی ، نو بيا ولی د يوی عربی ملی سرود د جوړولو غوښتنه نه کوی ، ځکه د قران ژبه خو عربی ده .[/quote:353b4d69e3]
د ملي واکمنۍ په هکله دغسې جمله بندي که راته وښيې ، چې ما کړي وي، ځواب به يې درکړم ، او که خپلې انګيرنې او تعبير ونه پر ما تپل غواړې، دا ﻻره به دې منزل ته ونه رسوي . دا هم څرګنده ده چې قران هم زمونږ د ملي ګټو پر ضد نه ، بلکې
زمونږ تاريخښودلې ده چې د قران ﻻر زمونږ د ملي آزادۍ په ګټلو او ساتلو کې لومړۍ درجه رول لوبولی دی، چې د ټولو ملي ګټو اساس جوړوي . په درنښت


نقاد
08.11.2005

کو شانه وروره هر مسلمان پښتون بايد ﻻندينۍ برخه تاييدکړي چې :

[color=white:ff7a4f2ff3]((په درې واړو کې لومړی مقام او لوړه درجه اسلام ، دوهمه درجه ملي واکمنۍ او دريمه درجه افغاني ولسواکۍته ورکؤ! د دريواړو په وحدت کې به هيڅکله اجازه ور نکړو چې څوک اسلام د ملي ګټو يا ولسواکۍ تابع وګرځوي ، بلکې بر عکس وروستي دواړه به له قران سره سازش کوي ، نه بر عکس!))[/color:ff7a4f2ff3]
د اسلام او پښتو ترمنځ وحدت ددواړو خواو ترمنځ ګذشت سازش کول يا کمپرومايز نه ، بلکې يا د پښتو طبيعي مطابقت دی له اسلام سره او يا پښتو سازش کړی او کوي يې له اسلام سره، نه برعکس . يوبشپړ شوی او بيا نړيوال دين
به څنګه د يوه هيواد د يوه قوم له دود سره سازش غوره کوي ؟ دا نا ممکنه ده !
خو په پښتو کې له طبيعي وحدت او سازش له برخې څخه پرته نوره پراخه برخه شته چې داسلام سره مخالفه هم نه ده او د اسلام جز هم نه ده او مباح شکل لري ، لکه همدغه ملي سرود . بيا هم د ديني تبرک له پاره دالله اکبر کلمې نيول شوي دي . هو هغې برخې چې له قران سره ضد يت لري د پښتو په نامه هم نشي منل کيدای ، لکه د انتقام په وخت کې د يوه په بدل ې ٢ تنه وژل، دااسلام نه مني او محکمه يې ردوي ! په کونډه وريندار په زور نکاح تړل هم اسلام نه مني او بايد نه اوسي !
د ميلمه قدر پهاسلام کې هم لوړ ه درجه لري، نو په دې او دېته ورتو ډيرو حالاتو کې داسلام اوپښتو ترمنځ طبيعي وحدت او مطابقت شته . پر عربي باندې د ملي سرود جوړول له دې عباراتو څخه په هېڅ صورت ﻻسته نه راځي ، البته هغه استنتاج به چې تاسې پرې دې پايلې ته رسيدلي ياست ، منطقي نه وي ! تاسې پرې يوځل بيا خپل نظر وغورځوئ . والسلام !


pattang
10.11.2005

هلکه کوشانه زه ګمان کوم چې دالمان دي سوسيل هلفي په بير او شرابو دي خپل مازغه دومره خراب شوي دي چې خپل کلتور او دخپل پلار قبر دي هم هير کړي دي
زما هغه دخلقيانو اوله وختونه را په ياد شوو٠
ادمين اغا زما عاجز لېکني ولي ورانوي ?

دپښنولي په مينه پتنګ


pattang
10.11.2005

کو شان صيب سلام عليکم !
زړه ياره نوی نوم دي هم مبارک شه ، پښتو خو دي اوس ډيره قوي شوي ده.
د چټلي ساتل او نه رسوا کول حرام کار او غيبت هم نده ٠
زه ما په فکر ستا ليکنوته ځواب ورکول خوشي دوخت ضائع کول دي ځکه چې ته له
افغاني کلتوره ځخه ډير لري يې ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:7429137e9d="کوشان"]ښاغلی پتنګ
موضوع په هکله هم څه ويل لری او که ټول افغان درته ښځينه حمام ښکاری ، چی غير له غيبت نه بل څه پکی نشته .\

ستاسی د ليکنی نه هم ښکاری چی سر و کار مو يواځی له ترکانو سره دی او ځان مو درته ډير قلندر ښکاری ، خو په ښوونځي کی هميشه غيرحاضره وی .[/quote:7429137e9d]


نقاد
12.11.2005

ښاغلی کوشان !
تاسې ليکئ چې

[quote:d1a309a72e]مذهب خو د پښتنو په منځ کی د تضاد او لرې کيدو سبب ګرځي [/quote:d1a309a72e]
څه پوه شوئ؟ ايا ځينې پښتانه هندوان، ځينې زردشتيان او ځينې مسلمانان دي ، او که ټول شکر يواځې مسلمانان او بيا ټول سنيان هم دي ، او که نه يو څو تنه ملحد پاتې شوي خلقيان پښتانه دې مطلب دي ، چې تر هر چا زيات پښتانه يې وژلي او بيا هم يې درته دومره اهميت پيدا کړی چې د هغوی د عقيدوي کعبې يا کمونيزم له دړې وړې کيدو وروسته هم له خپل فسق او ناولو عاداتو، شراب څښلو ، بيلمانځۍ څخه ځان نشي ژغورلی، د پښتو پښتونولۍ په نامه يې د اسلام او مسلمان پښتون ولس پر ضد دفاع کول غواړې ؟ دوی ولې هه وخت پښتو پښتونولۍ ته تن نه ايښوده چې د کمونيزم او کرېملين له پاره يې د خپل پښتون ورور په مرۍ چړې راکښلې ؟ دوی ولې د پردۍ کمونېستي ديکتاتورۍ په آرمان
د ٠پل پښتون ورور د مسلمانۍ پر ضد توره راايستلې وه او هر مسلمان پښتون يې د اخواني په نامه واژه ؟ هغه وخت پښتو ، پښتونولي او افغانيت ولې ددوی په سترګو کې اغزي ؤ ؟
[quote:d1a309a72e]زه نپوهيږم چی ولی زمونږه ملی ګټی بايد د اسلام دين سره برابری وي ؟ [/quote:d1a309a72e]
زمونږ ملي او اسلامي ګټې هم تل يو د بل بشپړونکې وې ، او که نه وې يو دبل نقيض هم نه وې، نو څوک نشي کولی د ملي ګټو زيان پر اسلام پورې وروتپي!
او اسلام زمونږ د ټو ملتدين دی، تردې لوی ملي ، کلتوري او اخلاقي زيان به بل څشي وي چې خدای مکړه د افغان ولس دين او اسلامي کلتور زيانمن اويا
او يا بي تفاوته شي ؟

[quote:d1a309a72e]څنګه چی زه او تاسي پوهيږو ، چی د افغانستان ډيره کۍ وګړي مسلمان دی ، خو سره له دی هم په همدغه مسلمانانو کی داسی خلګ شته چی په افغانستان کی اسلامی دولت نهغواړي او د مـذهبی اصطلاحاتو مخالف دي په ملي سرود کی . [/quote:d1a309a72e]
افغانان اسلامي دولت غواړي خو چې د مجاهد او ملا صيب يا طالب حکومت نه اوسي . دا دواړه فکر کوم سره ډير فرق لري . يواسلامي دولت چې د ولسواکۍ او ملي ګټو ساتندوی اوسي او پراختيا ورکوي!

[quote:d1a309a72e]زما موخيځ دادی چی ، سره له دې چی د پښتنو په منځ کی سياسي ، مذهبي ، اقتصادی او يا فزيکي توپيرونه موجود دي ، خو بيا هم دوی په خټه ، وينه او په ژبه پښتانه دي. [/quote:d1a309a72e]
هو، له دې کبله دې دپښتون قام لويه برخه له پنجابيانو سره ژوند کوي او همغه پنجابيان بيا د خپلو پنجابي ورونو هندوانو څخه د اسلام په نامه بيل شوې او جلا ژوند کوي ، که څنګه ؟ سره له دې چې اسلام ورته نه دي ويلي چې ملي آزادي مه ګټئ ، قومي يووالی او ملي پاڅون د ظالم قدرت پر ضد مه کوئ، بلکې
بر عکس اسلام هم د ملي ازادۍ پلوې کړې اوکوي يې !

خو سره له دې هم که په جزياتو او فروعاتو کې يو جز ي شې د اسلام پر ضد
خو پر ملي ګټه تماميږي ، له دغسې ګټې څخه سړی تيرېداې هم شي . والسلا م


کټوازی
13.11.2005

[color=green:c0a7e326a6]ښاغلی نقاد صيب ،

سلامونه او نېکې پيرزوينې مې و منئ !

له ليکنو څخه مو ډېر ه مننه او خوښنه ، قلم مو تاند او د فکر اباسين مو تل څپانده اوسه !!!

هر هغه شی چې له اسلامي لوړو ارزښتونو سره پۀ تضاد او ټکر کې واقع کېږي ،زموږ د لوړو ملي ګټو پر ضد تمامېږي او يادېږي ، ځکه چې اسلامي کلتور زموږ د ملي کلتور ،افغاني ژوند توګې او ملي ايډيالوژۍ اصل روح اوژوند دی ، که اسلامي کلتور زموږ له ملي کلتور څخه جلا کړای شي ،زموږ ملي کلتور ( پښتنواله-افغانيت ) به پخپل مرګ پخپله و مري !
نوځکه که څوک اسلامي کلتور د عربي کلتور پۀ نامۀ زموږ له ملي اوافغاني کلتور څخه جلا کوي ، هغه زموږد افغاني کلتور او افغاني ژوند توګې دښمنان دي ،او غواړي چې پۀ افغاني ټولنه کې د لوېديځ د چټل ،منحط اوبې لارې کوونکي کلتور د پلي کولو پۀ موخه زموږ د ملي روحيې ( ملي کلتور ) د وژلو او له منځه وړلو پر بنسټ ، اسلامي کلتور د عربي کلتور پۀ نامۀ زموږ له ملي کلتوراو افغاني ژوند توګې څخه جلا او د يو اړخيز افغاني نېشنليزم پۀ منفي روحيه يي له منځه يوسي !!!

که پۀ رښتياڅوک ملي کلتور او افغاني ژوند توګې ته خدمت کول غواړي او پر نړيوال ډګر يې ،د خپل ملي ژوندانۀ دسمبول ( ملي هويت ) پۀ توګه وړاندې کول غواړي ، نو پۀاګاهانه او او يا نا اګاهانه ډول دې د عربي کلتو ر پۀ نامۀ اسلامي کلتور له ملي کلتور اوافغاني ژوند توګې څخه نه بېلوي ،ځکه چې اسلامي کلتور وو چې زموږ ملي کلتور يې د يوۀ لوړ تمدن پۀ توګه نړيوالو ته ور وپېژاند او د مدنيت بام ته يي ورساوۀ ،ګنئ پخوا تردې چې پښتانۀ پۀ اسلام مشرف شي ، زموږ پښتنواله پۀ سلهاؤ کاله پخوا مړه وه ،ځکه چې ملي کلتور مو د اسفل سافلين د کندې مېلمه وو !!![/color:c0a7e326a6]


Banoori
16.11.2005

[quote="کوشان"]ښاغلی پتنګ

موضوع په هکله هم څه ويل لری او که ټول افغان درته ښځينه حمام ښکاری ، چی غير له غيبت نه بل څه پکی نشته .\

ستاسی د ليکنی نه هم ښکاری چی سر و کار مو يواځی له ترکانو سره دی او ځان مو درته ډير قلندر ښکاری ، خو په ښوونځي کی هميشه غيرحاضره وی .

I don't how to write in Pashtoo can you teach me how to use pashtu version of the forum
 


Stoman
17.11.2005

\
ښاغلی banoori
سلامونه او ښې چارې !
که پخپل کمپيوټر کې د پښتو سيسټم نه لرئ ، پروا نه کوي ،تاسو کولای شئ چې دلته په پښتو ليکنې وکړئ ،
توجه وکړئ !
چېرې چې تاسوکومه ليکنه ځوابوئ او يانوې موضوع پرانېزئ ،هورې سکرول بار لږ کښته کړئ ،تر څو پښتو توري درښکاره شي ،اوپر هر يوۀ توري د ماؤس پۀ کېکاږلو سره خپله ليکنه وليکئ ،اما که کوم توري سره ګډېدل د توريو ترمنځ Space يا تش ځای-فاصله مه هېروئ !
پۀ دې تمه چې پر مطلب به مې رسېدلي ياست !


Banoori
17.11.2005

زما ګرانه وروره Samimډيرډير تشکر ستاسو دههمکاری څخه پوه شوم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more