د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هزاره گي ژبه ده که لهجه

Anonymous
14.09.2005

هغه يو متل دى وايي يا مرغ شو يا شتر.
دپورتني متل په اړه خلک وايي فيل مرغ يا شتر مرغ د اوښ غوندې څېره لري چې د بار وړلوپه وخت کې وايي زه مرغه يم او د الوتلو په وخت کې بيا وايي زه اوښ يم .
نو نه بار وړى شي او نه الوتى شي.
رهين صيب هم همداسې کانې پيل کړي دي پخپله هم کله د ظاهرشاه ترشاه ولاړ وي ته به وايې سم برکټى يې دى او کارونه بيا ټول د ظاهرشاه څه چې د ټولو افغانانو په خلاف کوي.
همدا وجه ده چې نه د پاړسيوانو خوښېږي او نه د پښتنو.
دا ډېر وخت کېږي چې د افغانستان ملي تلويزيون کې مې په مازديګر کې د نورو لږکيو لکه ازبکي،نورستاني پشه يي بلوڅي ژبو ترڅنګ د هزاره ګي ژبې ځانګړي پروګرام ته پام دى چې ځانګړې خپرونه لري او حال داچې هزاره تر تاجکو هم زيات په پاړسي ولاړ دي هيڅکله هم نه وايي چې پاړسي جلا او هزاره ګي جلاده او په ټلويزيون کې هم هزاره ګي پروګرام دکومې ژبې استازيتوب نه کوي همدا پاړسي ده خو په بېله لهجه يې وايي چې ژبه ويل ورته بېخي عجيبه خبره ده.
که داسې هرې لهجې ته ژبه ووايو نو بيا خو نورې ژبې هم د هرې سيمې بېلې بېلې لهجې وي. يوازې په پاړسي کې د لوګر يو ډول پاړسي ده شمالي بل ډول، دهرات يې لابل او همدا سې نورې سيمې او ژبې چې د سيمې په بدليدو سره يې لهجه هم بدلېږي خو څوک ژبه نه ورته وايي.
د اساسي قانون د جوړيدو په وخت کې خو هزاره ګانو تر ټولو دمخه ډوډۍ خوړل بند کړي وو چې پاړسي هم بايد ملي ژبه شي يادې پښتو هم ملي نه وي.
همدا راز د ايراني لغتونو په دودولو کې خو تر نورو هزاره ګان ډېرې هڅې کوي.
خو که ريښتيا ووايم دا د رهين اوهيواد مل ګډ پلان دى چې هزاره رامخکې کړي او په هر ډول يې ونازوي او پښتانه تهديد کړي ويې رټي او له صحنې نه يې اوباسي.
دکابل بېلابېلې خپرونې ملي ترمنالوژۍ مخالفت کوي.
دا سمه ده چې دولتي خپرونې نه دي او دولت لګښت نه ورکوي نو دوى بايد سانسور ونه کړي.
زه هم دسانسور دومره پلوى نه يم خو سانسور دې ته نه وايي چې ژبه يې ورسمه کړې.
دا د رهين او هيوادمل کار دى چې يو يې داطلاعات او کلتور وزير او بل يې دولسمشر کلتوري مرستيال دى.
کله که هم دهيوادمل دفتر ته ورشئ نو يو خامه خوله هزاره هلک به په کې وګورئ چې د هيوادمل په دفتر کې يې تر هيوادمل واک زيات دى او هم تر ده ډېر غږېږي.
په هر حال زماسره د هزاره ګي لهجې په اړه پوښتنه ده چې آيا هزاره ګي ژبه ده او که لهجه.
که ژبه وي نو هم ثابته يې دې کړي او که لهجه وي نو د لږکيو له ځانګړو خپرونو څخه دې وايستل شي.


dialict day margaro

Anonymous
22.11.2005

سلامونه مرګرو !'
هزارګي لهجه يا ګړدود دئ کومه دليکنې او کتابو ژبه نه ده ، دلته کې لاندې لنک خلاس کئ او دا هوم اولولۍ ،،
[color=red:c46dcabee5]Linguistic research on Hazaragi, the language and dialect of the Hazaras, has concentrated on two aspects. First, the relation between Hazaragi and the major languages that have influenced Hazaragi, such as Farsi, Mogholi, and Turkish, and the extent of the influence of each of these on Hazaragi; and second, the particular characteristics and origin of Hazaragi itself. What research has so far revealed is that Hazaragi is a mixed dialect of Farsi, moghol and Turkish, with its own oral but not written tradition. No books have ever been written in Hazaragi; Hazara intellectuals, scholars and writers have always written in Farsi or Arabic, and more recently in European languages, but never Hazaragi. From a linguistic point of view, dialect is amore accurate name for Hazaragi than language[/color:c46dcabee5]
دا هوم اوږورۍه ٠٠
http://members.tripod.com/~ismat/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more