د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دوطن اقتصاد څنګه وده کولای شی

خیریوسی
14.09.2005

دوطن اقتصاد څنګه وده کولای شی

ګرانو محترمو اقتصاد پوهانو دمینی ډک سلامونه ومنی
زموږ ګران هیواد داقتصاد دخوا ډیر پر شا پاته هیواد دی داقتصاد رغونی دپاره کم کارونه کول په کار دی چی زموږ اقتصاد وده وکړی داڅو سوالونه باندی که هر یو خپل نظر څرګند کړی ایا په :
1ـ دزراعت پراختيا
2ـ وړی غټی صناعی فابریکی جوړول
3ـ سهمی شرکتونه جوړول
4 ـ وطن والو ته تخنیکی کار ښودنه
5ـ په خپل وطن والو کارکول اود نورو هیوادو دکارګرانو اړتیا ضرورت رفع کول
6ـ دمهاجرو او دهیواد نه دباندی کارګرانو وطن والو پانګه په هیواد کی دننه په بانکو کښی ایښودل
7ـ صناعی مواد صادرول
8ـ د مواد غذائی او زراعی محصولات صادرول ................
9 ـ د واریداتو کمول

دګران هیواد دترکی په هیله

ابو محمود


hotak
15.09.2005

ابومحمود صيب ښې پوښتني دي خوډيربحث غواړي. داډيره Complecated ستونزه ده. WTOپلي كيدونكي ده له هغې سره به اكانومي كلچربيخي بدل سي.بيانو ستاپه هيوادكي زرعي ودي ته اړتياشته نه صنعتي يونټونو جوړولو ته.
تاته به ملټي نيشنل هرڅه په ستوني كي دراچوي.
په دې مسائلو سرمه خوږوه.دهيواد اقتصاد والله كه په مااوتااړه لري. كرزى پوه شه خپل كاريى.هاغه دى دغسي خرې ككرۍ يى استخدام كړي. وبه ګوروچي دهغوي خرپه كومه ګونډه كيني. مينه مننه


Banoori
22.11.2005

ابو محمود وروره سلامونه اواحترامات!
زنوږ ګران ګران وطن رشتيا هم وډير زيات اقتصادی Reform ته ضرورت لری, خو دا هله کيږی چه هر افغان دعمل وميدان ته راودانګی او خپل دحسی کار وکړی, نه چه ټوله کارونه وه کرزی ته پريږدی او خپله دخير پر غونډی ده وطنه څخه ليری ورته کښينی او سيل کوی.

ده دغسی کسا نو لپاره زما دا يو ناقصه شعر پر زړه راځی.

پر که مه ځی پښتونه چی اباد افغانستان شی............هغه وخت به دی پام شی.
ښوره ئ به غربينه رابسی مفت وه ګلستان ته...........رادانګه دعمل ميدان ته

خو زه زما ناقص عقل وماته دا واې چه زمونږ ګران هيوادوال اوس بايد خپله پوره پوره اينرجی په علی تعلم باندی مصرف کړی څو زمونږ ګران وطن پخپلو لاسو باندی مخ په وړاندی روان شی.

ډيره منه نه/ستا سو ورور بانوری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more