نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زما اتله نيا
Muhammad Hafeez
13.09.2005
بسم الله الرحمن الرحيم
" ريښتيني کيسه "
يو ځل چه ما د خپلي مور نه پوښتنه وکړه چه موري تاسو په کلي کي ولي نه اوسيدي ؟ هغي راته داسي کيسه شروع کړه ( چه زمونږ په کلي کي ښه کور وو خو زمونږ پټي د کلي نه ډير ليري وه نو پلار مي په پټيو کي دوه کوټي جوړي کړي وي زمونږ استوگنه هماغلته وه دا ځکه چه پلار مي يواځي وو هغه نه ورور درلودو او نه زويى .
مونږ پنځه خويندي وو مونږ به پلار ډير نازولو په ټولو خويندو کي زه لږه غټه وم ما به پلار سره په پټي کي کار کاوه ما به د عمر په دولس کلنۍ قدم لا نه وو ايښودلي چه پلار مي ډير سخت مريض شو مريضي ئي ډيره اوږده او ورځ په ورځ په زياتيدو وه چه يو ماښام مي پلار ډير زيات په تکليف شو مور مي ډيره وارختا شوه يو خواته وړي وړي لورگاني په ژړا او بلي خوا ته د کلي نه ډير ليري په دشته پټيو کي د دوي کور .
د ماښام تياره خوره وه چه ما ته مي مور و ويل ( لاړه شه > په کلي کښي مي د مور لڼد خپل وو < هغه راخبر کړه ) په ډيره بيړه مي بله وړه خور ځان سره کړه پښي ابله پښي چه نه زما چپلي وي او نه مي د بلي خور چپلي وي او په چغو چغو مو ژړل منډي مو کړلي په ځان نه پوهيدو يو خوانه تياره ډيريده او د بلي خوا نه د جوارو ټانټي مو په پښو کي تللي خو مونږ د ډيري بيړي نه په درد او ډار نه پو هيدو بلاخره کلي ته ورسيدو او هغه سړي مو راخبر کړ او بيرته په منډو منډو د خپلي جونګړي په لور رهي شولو کله چه خپلو کوټو ته را نژدي شو د ژړا غږ مو تر غوږو شو چه په کوټه وردننه شو گورو چه په پلار مي زني تړلي دي نور نو زه پر ځان نه يم پوهه شوي چه څه وشول بلاخره پلار مي خښ شو خيرات او دوعاگاني هر څه تير شول نور نو زمونږ په دي ځاي کي گوزاره نه کيده کلي ته لاړو) کله مي چه مور تر دي ځايه راورسيده نو غږ ئي په ستوني کي خپ شو نور مي نو مور چپ شوه سره د دي چه زما مرۍ د ژړانه ډکه وه خو ما د مور خاموشي ورلنډه کړه او ورنه ومي پوښتل چه ستاسو خو ورور هم نه وو نو تاسو په کور کي يواځي نه ډاريدۍ ؟
د هغي پر مخ د خفګان ډيري نښي معلوميدي څيره ئي غمژنه شوه او ما ته ئي ماته خپله کيسه داسي شروع کړه ( مونږ په کلي کي په خپل کور کي اوسيدو زما مور ډيره تکړه ښځه وه خو د هغي سره نژدي خپلوانو ډيره بده گوزاره شروع کړه چه د يو طرفه کونډه وه او له بله پلوه ئي ځوي هم نه درلود په قرضونو کي ترينه خپلوانو ټول پټي په ګرو ونيول بيا ئي کور هم ورڅخه ګرو ګړو نو پر مونږ بيا هم تنگه ورځ راغله کله به مو د يو چانه کوټه غوښته کله به مو د بل چانه خوهيچا هم مونږ ته په ورين تندي ځاي نه راکاوه ډيري سختي شپي ورځي په مونږ تيريدي همدا سختي شپي ورځي په مونږ کلونه شول عمر وه تيريده اوس خپل خپلوان په دي فکر کي وه چه دا خو زمونږ ځامنو ته راپاتي دي يو څه موده چه تيره شوه نو هرچا به مي مور ته همدا خبره کوله خو مور مي ډير په جرائت او ميړاني سره خلکو ته ويل چه زه مي لورګاني بي تعليمه خلکو ته نه شم ورکولاي زه به لورګاني هغه چا ته ورکوم چه تعليم يافته او پوه خلک وي هماغه شو چه مور مي لورګاني په نورو کلو کي تعليم يافته خلکو ته وکړي چه د ټولو ژوند په خوشحالي سره تيريده د مور سترګي مي د خپلو لورګانو په خوشحاله ژوند يخي شوياو نور ئي د دي فاني دنيا څخه سترګي پتي کړي ) .
نور مي زما د خداي بښلي مور په سترګوکي اوښکي ډنډ شوي او غلي شوه .
زما اتله زما د مور مور زما نيا چه اوس د هغي ټول لمسيان تعليم يافته او پوه د وطن خدمتګاران دي .
سلام دي وي پداسي مور چه د هغوي شان او شوکت د ډيرو ځوانانونه لوړ دي .
زما اتله زما نيا
2005-09-06