نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په دموکراسۍ کې د مطبوعاتو ازادي او د ډله ايزو رسنيو بې طرفی څه او څنګه عملي کيدای شی?
Noor Mohammad Ghafury
12.09.2005
په دموکراسۍ کې د مطبوعاتو ازادي او د ډله ايزو رسنيو بې طرفی څه او څنګه عملي کيدای شی?
م ن غروال
12.09.2005
ښاغلۍ ميلمه پال ورور سلامونه ومنئ!
زه ستاسو درد احساسوم او حق درکوم چې چې خپله کرکه په ډګر وليکئ٠
مونږه د چا سره ددې مخالفت نه کوؤ چې ګواکي دلته دې ليکنې نه کوي، ولې نه، کوي دې يې خو په منطق او استدلال!
که څوک د خپل ګوند او دهغه له سياست او ګړو کوم ځواب لري او بحث کوي مونږه د زړه له کومي خوښيږو خو د ادب په قلم او د خپلو ليکنو هم ځواب ووايي او همدا ډول د بحث په فورم کي بايد پوښتنو ته ځواب ووايي٠
پتنګ ورور چې څه ليکلي ؤ هغه پړه يې پر ما[quote:96f9f22194]غرواله ستړۍ مشې ، بيا دۍ د میلمه په نامه وويشته أأأ،[/quote:96f9f22194]اچولې وه نو اوس بايد ځواب ووايي چې ولې؟
او که د پتنګ ځواب څوک لري نو ځواب دې ورکړي چې نه زمونږه ناموس لينن او روس نه ؤاو ........ په منطقي استدلال دې ځواب ورکړي٠
نو ما وطمنل صاحب ته وړانديز کړۍ دي چې نوره د ميلمه په نوم ليکنې بيرته بند کړاي شي٠ ځکه چې پدغه کچه د ادب له چوکاټه پښې غزول نور انسان حتی د انسانتوب څخه هم وځي٠ شرم ، حيأ او پښتونولي خو لا پرځاي پريږدئ!
په درناوې
م ٠ ن٠ غروال
ميلمه جان ،غروال او پتنګ ته:
Noor Mohammad Ghafury
13.09.2005
ميلمه جان ،غروال او پتنګ او ددې موضوع نورولوستونکو او مينه والو ته ګيډۍ، ګېډۍ سلامونه،اوپس له سلامه :
تر هر څه له مخه بايد وليکم چې زه د ټول افغان ويبپاڼې ته په ښه نيت راغلئ يم او داسې فکر کوم چې دا ويبپاڼه لکه چې نوم ئې دئ، بې له تبعيض او تعصبه د ټولو افغانانوده او زه هم که وکوﻻی شم ، د يوه افغان په حيث يوازې له دېﻻرې دځان د معلوماتو په تر ﻵسه کولو اکتفأ ونه کړم بلکې د هغې په غنااو دمضامينو په تنوع کې مرستندوی واقع شم، ولې ورڅخه ځان ودريغوم?
خو زه چې دا اوس د ځينو له تعصب او پيشداورۍ نه ډک عکس العمل ګورم، داسې فکر هم پيدا کيدای شی چې دا ويبپاڼه د ټول افغان نه، بلکې د يوې تړلې محدودې او متعصبې سياسي ډلې تر قيد او قبضه ﻻندې ده، چې دهیڅ ډول مخالف نظر تحمل څه ، چې دسوال د وړاندې کولو زغم ئې هم نه لری٠ فلهذاد ازاد خيالو کسانو د نظر او وړانديزونو پروا هم ور سره نشته٠
که دا ويبپاڼه دموکراتیکه او د ټولو افغانانو وي، زه هم مينه لرم چې د نوم د ثبتولو په وخت کې د لاسلیک شوی قرارداد له مخې د توهينوونکو، ګواښوونکو، ناوړو او جګړې پاروونکو ليکنو پرته، په ازاده توګه د متقابل احترام دساتلو په فضا کې خپل نظر بيان کړم٠ طبعا په مقابل کې هم له نورو څخه همداسې هيله او غوښتنه زما حق دئ٠
نو اوس که دا سې وی ، طبعي ده چې زه دوړاندې شوی سوال د طرحه کولو حق لرم٠ زما ليکنې نه، بلکې د ميلمه ليکنې بايد ټولې ړنګې او دئ بايد په بل هيڅ اصلی او مستعار نامه د ليکنو حق په دې پاڼه کې ونلري٠ ځکه چې امضأ کړئ قرارداد ئې تر پښو لاندې کړئ، په ليکنه کې ئې اصل مطرح شوي سوال ته ځواب نه دئ وېلئ، بلکې شخصی تعرض ئې کړئ او د ميډيا او مطبوعاتو دمنل شووملي اوبين المللي اصولو مخالف ئې د انسان شخصيت ته توهين کړئ، داسې چې خبره ان ترتهمت، ښکنځلو او بې ادبۍ پورې رسيدلې ده٠ ليکنه ئې ګواښوونکې، توهينوونکې، ناوړه، د موضوع نه وتلې، نفاق اچوونکې، جګړه پاروونکې او لانجمنه ده، په دې اساس ئې په دې پاڼه کې د ځان د راجستر کولو په وخت کې منل شوئ قرارداد نه دئ مراعات کړئ٠
خو که داسې نه وی او د ټول افغان ويبپاڼه د يوې معينې سياسی ايديولوژۍ او منجمدسياسي ګروپ خدمتګاره پاڼه وي چې د مخالفينو د نظر د لوستلو زغم نلری او يا په يوې تړلې محدودې کومې بلې ډلې پورې تړلې وی، ا و د دوی دخپلو ملګرو پرته د بل چا د نظر او نامه نشر پکې ناروا وی، نو ښائئ چې زما غوندې د ازاد نظر لرونکو افرادو موجوديت نوموړې ډلې ته مزاحمت ايجاد کړی٠ په دې صورت کې زه نه غواړم چې د نورو دکار مزاحم شم٠ او دا مو هم اوريدلی چې وائئ مزاحم مخکې له دې چې نورو ته مزاحمت وکړی، خپل ځان ته مزاحمت کوی٠ په دې حالت کې ښه داده چې زما او زما په شان د نورو ازادخيالو نوم او ليکنې له ټول افغان څخه لرې او ګلماله پرې را کش کړۍ تر څو چې تر دې زیات يو دبل د تخريب، نفاق او بدبينيو مخه ونيول شی٠
په دې باره کې تاسې اړتيا نه لرئ چې په ما رحم وکړئ، ځکه چې زه ددې امکانات لرم چې په نورو ويبپاڼو کې خپل مضامين خپاره کړم٠ که رښتيا خبره وی زه دومره وخت هم ددې کار له پاره نلرم٠
که د ټول افغان انټرنيټي پاڼه د کومې محدودې ډلګۍ په انحصار او خدمت کې وې، نو زما مخلصانه وړانديز دادئ چې نوم ئې بدل او د راجستر کيدو د وخت په قرارداد کې موضوع په روښانه توګه ځای پر ځاي کړئ ٠ په دې ډول به د نابللو ميلمنو او نورو مزاحمينو مخنيوئ شوئ وی او پاڼه به خپله تګلاره په ډاډمنه توګه پر مخ بيايی٠
تر دې هم مهمه داده چې بيانو پخپل ﻻس ځان ته د مزاحمت کولو او دنورو د تحقير او سپکاوي له پاره دشرايطو په برابرولو کې هڅه مه کوئ او دمخالف نظر څښتنانو، خلقيانو او چپيانوته په لوي ﻻس بلنه مه ورکوئ٠ دا چې له يوې خوابلنه ورکوئ او له بلې خوائې په ښکنځلو او سپکو سپورو توهينوئ، دانو تاسو پخپه ارزيابي کړۍ٠
تاسې له يوې خوا په غټ عنوان ليکلي چې دا خلقيان چيرې دي او په ټول افغان کې بايد يو چپئ هم وې٠ خو بيا چې يوکوچنئ خلقي بابک در پيدا شو، چيغې او فریاد مو تر اسمانه پورته شو٠ او کله چې دپرچم نسبتا غټ کادرونه حبيب او سرور منګل در څرګند شول نو بيامو بې له سانسور او د مقالو له ړنګولو نه بله لاره ونه ليده٠
زه په دې اوس لحظه کې د ميلمه او پتنګ خبرو ته دغبرګون او تبصرې اړتيا نه وينم٠ که چيرې موږ په دې موافق او بريالي شوو چې د متقابل احترام په فضا کې مو سالم کار اغاز او ترميمي بحثونه پيل کړل، بيا نو وخت لرو او يو بل به په حوصله او قرارۍ سره وپیژنو٠
او که نه نو : مرداری په مرداريو نه مينځل کيږی !
بريالي اوسئ.
م ن غروال
13.09.2005
ښاغلۍ غفوري صاحب سلامونه ومنئ!
تر ټول لومړۍ راتګ مو ټول افغان ته د زړه له کومي ښه راغلاست وايم او خوښ يم چې ستاسو په شان د ادب قلم خواند زمونږه سره قلمي اړيکه ولري او بحثو کي راسره ګډون وکړي مونږه به ډير څه زده کړو او ډير څه به هم سره ووايو او ډير څه به هم د راکړو او ورکړو لپاره ولرو٠ ولو چې هر څوک واست او پر هر ګوند هم اړه ولرئ٠
په لنډيز ډول غواړم يوازې دومره وليکم چې ما هم ستاسو په شان تل همدا ډول غوښتي دي او غواړم له هر ډول افغان سره په هر جريان کي بحث ولرم اما د يوه بل درناوۍ په پام کي لرلو سره!
هر څوک چې هره سياسي موخه لري او غواړي له کوم ګوند او مشر تابه څخه کومه دفاعيه ولري هغه د وړاندې کړي او د هغه ځواب دې په منطق او علميت او د ټولنو د واقعيتونو په بر بنسټ استدلال کړي٠ او که زمونږه خبرې څوک غواړي رد کړي او پکي د ټولنې د پېښو او حقيقتونو سترګې پټي شوي وي ، د مهربانۍ له مخې دې يې راپه ګوته کړي او د قلم د ادب او نزاکت او مطبوعاتي اصولو پر بنأ دې راسره بحث ته کښيني٠ اما له بده مرغه : خو نوره يې چې څه په وس کي نه وي په شخصي تېريو او سپکو سپورو پيل وکړي چې په هيڅ صورت د منلو وړ به نه وي٠
نور زه شخصاً ستاسو له ليکنې سره بشپړ موافق يم٠
او په دوهم ګام کي هم غواړم عرض کړم چې بايد هر يو د خپلو ليکنو دفاعيه هم ولري او د پوښتنو ځواب بايد ووايي ځکه دا د بحث فورم دي نه يوازې د ترجمو او د خپلو ګونديزو خپرولو وسيله!
دلته د ښاغلي بابک او د منګل صاحبانو ليکني سم دلاسه ندي ړنګې شوي بلکه هغوئ ته ځوابونه ورکړل شوي دي او وخت ورکړل شوۍ دي چې بايد ځواب شوي وای، خو داسي ونه شول٠ او له بله پلوه ګمان نه کوم چې هغوي خپله دلته دا ليکل کړي وي بلکه دا به د بل چا کار وي چې له نور برېښنا پاڼو دلته رانقل شوي دي٠ البته يوازې ښاغلي بابک پخپل نوم ليکنې کړي دي او بس!
زما په آند خپلواکه خپرونه به داسي معنی ونلري چې بس هر څه چې د سړي خوښه وه هغه دې ليکي نور نو که کومې ګټې او زيانونه يې له ځانه سره لرل او صرفاً د ګونديزو تبليغي وسيله يې له ټول افغان څخه غوښتل هدف ؤ، نو بيا دا د ډرو د ټول افغان مينه والو او ليکوالو او کار کوونکو ته ته د منلو وړ ندي او دلته بيا نو دا نورې معناوې هم کيدای شي و لري او ټول افغان پاڼه فکر کوم د کوم ګوند د تبليغ وسيله به نه وي٠
او بيا هم که پدې هکله تاسو کومې پوښتنې لرئ د ټول افغان مسئول او مؤسس به هرمرو په ورين تندي تاسو ته خپل ځوابونه وړاندي کړي٠
په درناوې
غروال
د ټول افغان د ويبپاڼې د چلوونکې ډلې اود غروال صاحب د احترام د ادا په خاطر!
Noor Mohammad Ghafury
14.09.2005
د ټول افغان د ويبپاڼې د چلوونکې ډلې ټولوغړو او ورسره په ځانګړې توګه غروال صاحب او نورو لوستونکو او مينه والو ته په ننۍ غرمه کې خپل سلامونه له سره وړاندې کوم٠
زه په دې هکله چې د ټول افغان ويبپاڼې چلوونکې ډلې زما پرونی نظر او وړانديز ته پام کړی اود په ګوته شوو نامناسبو او نامعياری ليکنو په له منځه وړلو ئې دخپلې پاڼې د راجستر قراردادته درناوی اود هغه د موادو د عملي کولو له پاره ئې چټک او زړه ور اقدام کړئ دئ، مننه کوم٠ هره کلتوری ټولنه، سياسي سازمان او اقتصادی فارم هغه وخت خپل مطلوب معياری کيفيت او حالت ساتلئ او ښه بریاليتوب ترﻻسه کوﻻی شی چې خپل وضعه شوی مقررات په ﻵزمه بڼه تطبيق کړی٠ موږ هم بايد خپله پاڼه معياري او باکيفيته وساتو، دخپل ځان او خپلو ملګرو پت او احترام وساتو او د انترنيټ پاڼو ترمنځ په سالمه سيالۍ کې خپل لوړ مقام وساتو او نور ئې هم قوی کړو٠
د روان عيسوی کال د سپتمبر د مياشتې په لسمه نېټه دالمان د ليورکوزن په ښار کې دهوتکی پاڅون د درې سومې کاليزې په مناسبت جوړه شوې پرتمينه غونډه کې د ټول افغان ويبپاڼې ته دهغې د زياتو خدمتونو له کبله د ميرويس بابا مډال د هغې د تخنيکي چلوونکی ښاغلي شيرزاد په لاس ورکړل شو،ورته بياهم مبارکي وايو او دټول افغان ټول مينه وال بايد د خپلې پاڼې دهمدې وړاندې موقف اودکار دعالي کيفيت په ساتلو او لا لوړولوکې په ګډه زيار وباسو٠
دټول افغان ويبپاڼې هر راجستر شوئ غړئ دا مکلفيت لرې چې هغې ته دننوتلو په وخت د غړیتوب د قرارداد مواد په کلکه په نظر کې ولری٠ خو هيڅ انسان له سهوې نه خالي نه دئ او هيڅ و يبپاڼه د قصدی او هغه هم له داخلي مخربينو او درقیبانو له لاسوهنونه خلاصون نه لری٠ نوځکه بايدپه خاصه توګه د پاڼې چلوونکې ډله اوپه عامه توګه ټول غړی او ګډون کوونکی د منل شوو مقرراتو د عملي کولو څار وکړو او له نوموړو موادو څخه د سهوی او ياعمدی تيری په اړه زر عکس العمل وښيو٠
داچې غروال صاحب د ټول افغان پاڼې ته زما دراتګ استقبال کړئ او خوښی ئې څرګنده کړې ده، ډيره مننه٠ زه هم په دې هيله يم او دهمدې له پاره د وخت په موندلو سره دلته د ليکنو مينه وال يم چې له خپلو افغانانو وروڼو سره د هغو مسايلو په باره کې د زړه خواله او بحث وکړم چې يامې ځوروی، يا مې خوشحاله کوی او يا له کومه بله درکه راته مهم وی او غواړم له نورو سره ئې پخپله خوښه شريک کړم، او یا دا چې د نورو له خوا بحث ته وړاندې شوی وی او زه د هغو په باره کې پخپله خوښه د نظر ښکارول وغواړم٠
زه نور محمد غفوری - د يوه ځانګړی فرد او شخص په حيث ددې پاڼې غړئ يم، دهيڅ ګوند او ډلې د دفاع وکالت او استازیتوب په غاړه نلرم او يوازې د يوه فرد په حيث دنده او مکلفيت لرم چې په دې پاڼه کې د بحث قواعد مراعات او انساني او افغاني ټولنيز او کلتوری نزاکتونه په پام کې ونيسم٠ فکر کوم چې زه به په دې پاڼه کې د طرحه شوو موضوعاتو او په هغه لړ کې د سياسی ګوندونو او دهغو د رهبرانو په هکله د خپل نظر د څرګندولو حق ولرم، خو دا به پر ما پورې اړه لری چې زه په يوه او يابله موضوع کې د ویلو له پاره څه لرم او که نه ? اوکه ئې لرم، ايا د هغو ويل په معين وخت او ټاکلې اوضاع کښې مناسب او دځان ، مقابل لوری او نورو لوستونکو او په عامه توګه دافغاني ټولنې په ګټه بولم او دهغو د وړاندې کولو وخت او امکانات لرم او که څنګه?
بښنه غواړم، اوس زه بايد بحث همدلته نيمګړئ غوڅ کړم او تر سبا پورې مو په لوی او بښونکی خدای وسپارم٠
روغ او خوشحاله اوسی
دمضرو کسانو اخلال او اتهام
Khushal
20.09.2005
محترم غفوري صاحب ، غروال صاحب او نوروټولو ته سلامونه
غفوری صاحب ته بايد ووايم، داچې تاسې دې پاڼې ته راغلاست داښه کار سو٠ ستاسی په وړاندې هغه په يوه وړه جمله کې عکس العمل او بيا د هغې په يوه خلصه او نا وړه جمله ځوابول، چې وروسته ئی د پتنګ ځوان احساسات تر دې اندازه راوپارول چې يوی لويی ډلو خلکوته ئې برملاليکلی ښکنځلی وکړی زما له نظره يوه توطيه وه٠ زه داسی فکر کوم چی دا کار پخپله عظيم بابک کړی٠ دا دواړی جملی او ښايی چه وروستۍ بله چې ګواکی غروال د ميلمه په نامه ليکلی هم د ده وی٠ چه ګناه ئی په غروال ور اړولی ده٠ بابک خو نو پرچمي ده او هغه قصې چی له ده سره د کارمل او نجيب په وخت کی شوی او سيامک ليکلی دی هغه د خاد اپراتيفی لوبې وې چی دی ئی د تڼی تر دفتره ور رسوﻻی دی٠ وروسته بيا پرچميانو له خلقيانو استادانو څخه ډک پوهنتون خالي کړ خلقيان يی ترې شړل او غوښتل ئی چی يوڅو پرچميان پکښی ځای پر ځای کړي نو بابک به ئی هم هلته وراستولی وی او شايد چی له سرور منګل سره ئی له هغه وخته ملګرتيا پاته وی٠ داسې معلوميږی چی بابک د خاد په کټوری کې پوخ او په توطيو پوهيږی ٠ اوس ئی چه د ټول افغان له پاڼی وشاړه نو دی خو يی هم اسانه نه پريږدی٠وګوره هم ئی د غفوري په وړاندی حساسيت پيداکړ او هم ئی په غروال ورواړاوه٠ شايد چی هغه نه وی غوښتی چی له تاسی =غفوری= سره ځان مخامخ کړی او له يوې بلی ديدګاه نه د ده او د ده د رفيقانو ليکنې ارزيابی او تر انتقاد ﻻندی ونيول شی٠
دا لاندی ليکنه چی ميلمه د بابک په باره کی ليکلی ده وګورئ؛
="محترم وطنمل صيب سلامونه او ښې چارې
د عظيم بابک ليکنې بايد ړنګې شي او دده نوم بايد بند کړاي شي٠
کمونيستان مونږه افغانانو ته ښه ورځ نه غواړي٠
د مزدک جنايتکار ملي خاين نه صفتونه ليکي٠
ټول افغان د خاينانو لپاره بايد وسيله نه وي٠
دا پاڼه نوره بدرنګه کوي٠
دپښتون ملت داخلي دښمنان دي٠
د نورو دغه ډول بدبويه او مردارې ليکنې او نومونه هم بايد ړنګ شي٠
حليمي غروال نقادغيرت طالبجان څاروان خاټول شيزاد او نور ليکوالان دخپلې پريکړې وليکي ٠
مونږه غواړو د خپل هېواد د اولسواکۍ امن او ملي وحدت لپاره ولولو او ليکوالان د ليکل وکړي٠
ما خپل وړانديز وليکه باقي د تاسو خوښه٠
په درنښت
ژوندۍ د وي افغانستان
مړه د وي د هغه دښمنان"==
اوس يی وګوری چی بابک دا جملی څنګه رانقل کړی او څه تغيرات يی پکښی راوستي دی؛
==محترم وطنمل صيب سلامونه او ښې چارې
د غفوری او ټول !! خلقيانو ليکنې بايد دعظيم بابک په شان ړنګې شي او ددوی نومونه بايد بند کړاي شي٠
کمونيستان مونږه افغانانو ته ښه ورځ نه غواړي٠
دحفيظالله امين!! او خلقيانو جنايتکار ملي خاينین نه صفتونه ليکي ٠!!!
ټول افغان د خاينانو لپاره بايد وسيله نه وي٠
دا پاڼه نوره بدرنګه کوي٠
دپښتون ملت داخلي دښمنان دي٠
د نورو دغه ډول بدبويه او مردارې ليکنې او نومونه هم بايد ړنګ شي ٠
حليمي غروال نقادغيرت طالبجان څاروان خاټول شيزاد او نور ليکوالان دخپلې پريکړې وليکي٠
مونږه غواړو د خپل هېواد د اولسواکۍ امن او ملي وحدت لپاره ولولو او ليکوالان د ليکل وکړي٠
ماخپل وړانديز وليکه باقي د تاسو خوښه٠
په درنښت
ژوندۍ د وي افغانستان
مړه د وي د هغه دښمنان
((میلمه پال
په هر صورت تاسې ته حوصله غواړم او د مطبوعاتو ازادي خونويوازې مثبت اړخونه نه لری منفی اړخونه هم لري ٠ يو په بل تهمت هم ويل کيدای شي٠ بيا په مستعار نامه خو هر څه ليکل کيدای شی٠ غلی کيږه مه ليکنو ته د دوام ورکړه٠ دستګير پنجشيري ته وګوره، چې په دی تير عمر ئی په اريائی کښی عکس د ټولو عکسونو سردار او مقالې يی دمقالو سرداری وی٠ زموږ د انټرنيټ د ځوانانو د په قلم ، پوهه او عقل برکت وی٠ زه پوهيژم چی تاسی ژ ر تر ژره مشترکه ژبه او مشترکی وجهې موندلای شی٠
مامې خپله ليکنه په دی خاطر لنډه کړه چې زما په کمپيوټر کی پښتو پروګرام نشته او ګوته می د موږک په وهلو ستړی شوه٠
بر يالي اوسی٠

23.09.2005
ښاغلۍ خوشحال ورور سلامونه منئ!
غواړم مننه وکړم ستاسو له بې طرفانه قضاوت او د ښه نيت منځګړتوب څخه!
فکر کوم چې ښاغلۍ غفوري صاحب به هم ددې پاڼې وران کوونکي پيژندلي وي او د ليکنو کاپي ته به متوجه شوۍ وي او په هيڅ وجه به يې انشأالله شک پر ما نه وي٠
دا پاڼۀ ده همدې لپاره چې سره د قلم په ژبه خپل د نظرياتو تبادله ولرو او د خپلو زړونو درد به له يو بل سره ليکو تر څو د هېواد د ناخوالو او برباديو ته باالاخره د پاي ټکۍ کښيږدو٠
دا چې کله کله ناخوښوونکي او له اخلاقه وتلي کلمې او جملې کارول کيږي نو هغه خو يوازې په تربيې او شخصي اخلاقو اړه لري چې چيرته ، څرنګه او د چا د سيورې لاندې لوئ شويدي٠ او په کوم محيط کي يې څه تر لاسه کړي دي٠
په درناوې
م٠ ن٠ غروال
Anonymous
22.10.2005
که ديموکراسي په رښتيا وي د بيا او رسنيو ازادي خپله راځي مشکل دا دى چې هر څه ته مونږه سوټه کراسي ته ديموکراسي وايو او بيا توقع لرو چى دى کى ولى ازادى نسته
ن - ميلمه
Anonymous
22.10.2005
زموږ په وطن کې د مطبوعاتو ازادی پخوا هم نه وه او اوس هم نشته٠ سره له دې چې د مطبوعاتو استقلاليت او ازادی د اوسنۍ دموکراسۍ له غوره ارکانو څخه دی خو متاسفانه افغانان او افغانی سياستوال لا تر اوسه هم په هغه کچه چې لازمه ده ، نه د نظري او تيوريکی لحاظه په دې موضوع عقيده من او مسلط دی او نه هم په ځانګړی او يا کلي ډول د هغو په عملی کولو کې بريالی دی٠ زه فکر کوم چې موږ په اول ګام کې له نظری او تيوريکی لحاظه د مطبوعاتو د استقلاليت او بيطرفۍ د اهميت پوهيدلو ته اړيو، تر څو وکولای شو چې په تدريجی او منظمه توګه د خپلې ټولنې د مادی او روحی ودې او حالت له په نظر کې نيولوسره د هغو د عملی کولو په لاره کې ډاډه پل واخلو٠
زه د ټول افغان د ليکوالانو او نورو پوهانو او مينه والو ځخه هيله لرم چې په دې اړه رڼا واچوی ٠ په درنښت
Anonymous
23.10.2005
وروڼو! تر څو به سره داګېلې کوئ او يو پربل به په غوصه ياست ٠ د زړو نو خبرې مو وکړې نور نو هر څوک پوه شه او خپل کارئې٠ زما هيله له ټولو څخه داده که د اصلې مطرح شوې موضوع په اړه څه ويل او ليکل غواړئ، بسم الله! چې ټول لوستونکی تری ګټه واخلی او که نه نو موضوع ارامه پریږدۍ٠
وسلام
ډاکتر وطنمل
23.10.2005
[color=white:04ae8d5067]درنو لوستونکو ، څوک چې په يوه ټاکلي نوم غړيتوب نه لري ، نشي کولی د ميلمه په نوم د چا په په وړاند بي استناده منفي شخصي څرګندونې وکړي او پر چا باندې تور ولګوي . ټول افغان د بل د لوڅولو او خپله د پټېدلو ځای نه دی ! آزادي تر هغو پولو پورې مشروعيت لري چې د بل چا آزادي پرې کنډو ه نکړي !. والسلام . [/color:04ae8d5067] [color=blue:04ae8d5067]وطنمل [/color:04ae8d5067]